تبلیغات

يولسمه برخه   ســالار تــوب   اړينه ده، چې د ښحې له حقوقو دفاع ته د (( نر واکۍ – نارينه سالارۍ)) موضوع او څار كړو، په تېره دا مهوم زموږ په اذهانو كې مطرح دى، چې په كورنۍ كې د نارينه مطلقه واكمني اود ښځې او اولادونو په چارو كې يې استبدادي مديريت چلېږي. […]

يولسمه برخه

 

ســالار تــوب

 

اړينه ده، چې د ښحې له حقوقو دفاع ته د (( نر واکۍ – نارينه سالارۍ)) موضوع او څار كړو، په تېره دا مهوم زموږ په اذهانو كې مطرح دى، چې په كورنۍ كې د نارينه مطلقه واكمني اود ښځې او اولادونو په چارو كې يې استبدادي مديريت چلېږي. نارينه سالاري يا واكمن سالاري او هر ))سالارتوب(( يو ډول رابطه ده، چې د يو انسان او بل انسان تر منځ رادبره كېږي او معيار پكې د يو فكر او نظر تپل او د نورو نظرياتو ته ارزښت نه وركول دي. په اسلام كې هر ډول اړيكه، چې د ځانمنۍ، جباريت او سالارتوب رنګ ولري او د خلكو د سپكاوي او ټيټ ګڼلو لامل وګرځي غندل شوې ده.

هغوى، چې په كورنۍ، ټولنې، كوچنۍ يا سترې ادارې كې وګړه او ډېر درناوى غواړي، نو بايد پر نورو د ورتپلوله استكباري چلن او سالار توبه لاس واخلي او له خلكو سره په انساني دود او عاجزۍ وچلېږي او پر اداري چارو كې له هر ډول ځانمنۍ )او په كورنۍ كې له نارينه سالارۍ( ډډه وكړي.

امام صادق )رح( ويلي: ))متعال خداى ويلي دي: د هغه لمونځ قبلوم، چې ځان پر خلكو لوړ نه بولي(()1( وافي، 26/277 مخ.

دا د ټولنيزو اړيكو په باب ښوونې وې، چې له ګردو وګړيو سره د اړيكو ډول څرګندوي. د كورنۍ د كوچني ټولنې په هكله او د مېړه او مېرمن تر منځ د اړيكې د خرنګوالي په باب ځانګړې ښوونې شته، چې د انساني اړيكو او د دوه اړخيزې درناوي، برابرۍ او تفاهم څرګندوونكې دي او له هر ډول ځانمنۍ او سالارتوبه دډه كول دي. همدا راز دا حقيقت څرګندوي، چې نه ))نارينه سالارۍ(( سمه ده او نه ))ښځ سالارۍ((، بلكې په وګړيزو او ډله ييزو اړيكو كې آريزه كچه، پر تفاهم، وړتيا پوهې او ليد ولاړه ده، بايد ټولې تنظيمي چارې له كار پوهۍ، وړتيا او لياقت سره ملې وي.

نبوي حديث ته ځير شئ: ))… )حولاء( له پيغمبر )ص( وپوښتل ښځې پر نارينه و څه حقوق لري؟ پيغمر ورته وويل: ورور مې جبرييل ]چې تل يې د ښځو په اړه سپارښتنه كوله داسې، چې ومې انګېله، چې د )اف( نا خوښه كليمه هم ورته روا نه ده، داسې[ وويل: محمده! د ښځو په باب له خدايه وډار شه، ځكه دوى مومرستندويانې او يو الهي امانت درسره دي، ښځې پر تاسې واجب حقوق لري، ځكه حلال شوي ورسره ياست اوكوروالى ورسره كوئ او همدا ښځې دي، چې په خپلو زيلانځونو كې ستاسې اولادونه پالي او زېږوي، نو په اړه يې لورين وسئ، زړونه يې خوشحالوئ، چې ژوند درسره وكړي، يو چار ته يې مه اړينوئ او مه يې غوسه كوئ، چې څه مو وركړي، مه يې ترې اخلئ، خو په خوښه او اجازه يې…(()1( مستدرك الوسايل 14/252 مخ.

په دې حديث شريف كې پر ښځو د نارينه و د فكر له ورتپلو سره مبارزه شوى لكه: ))طيبوا قلوبهن، زړونه يې خوشحال كړئ(( او د ))ولا تكرهوا النساء، ښځې په زور مه اړباسئ((، چې د اوروستۍ غونډله په يو ډول له نارينه سالارۍ سره سازګاري نلري دا، چې اسلامي سپارښتنه دغسې وه، چې ان كوم اموال، چې ښځې ته وربښي بايد اجازه واخلي او په خوښه يې پكې تصرف وكړي، نو د نورو مسايلو مكلفيت خو څرګند دى، چې بايد تر كومه بريده د ښځو سليقه او نظر رعايت شي او د دوى د خوښۍ او سوكالۍ لاملونه چمتو شي. په ټول كې، دا كچې او ښوونې د نارينه سالارۍ له دودونو سره بيخي اړخ نه لګوي.

وړاندې مو د ))معروف(( آر وڅېړه، چې دا آر هم په كورنۍ كې له هر ډول نارينه سالارۍ سره ناسازګار دى، ځكه سالارتوب له بيخه د ))معروف(( نيكۍ او د ښځې د وګړې له درناوۍ سره په ټكر كې دى.

 

¯¯¯


 

دولسمه برخه

 

د ښځو پر حقوق څه ورزياتونه

 

په ټول كې له اسلامي ښوونو څرګندېږي، چې له ښځو بنسټيز او پراخ پلويتوب شوى، چې له قانوني حق يې ډېر ور اخوا او د ښځو د پلويتوب له مفكورې هم ور اخوا دى او دا ډول ښوونې ))پر حقوقو ورزيات(( نوموو، البته دا يوه پراخه ويينه ده او په دې څېړنه كې د ټولو بېلګو يادول يې ستونزمن دي، خو يوازې دولسو بېلګو ته يې اساره كوو:

1_ د اولادونو تر منځ مساوات:

مساوات په اسلام كې يو جوت آر او ډګر يې خورا پراخ دى او د ژوند په ټولو مسايلو او انسانانو كې د پلي كېدو وړ دى، د ځينو احاديثو له مخې ان په ليدو كې هم بايد مساوات په پام كې ونيول شي په كورنۍ او اولادونو كې هم پر مساوات ټينګار شوى دى: د رسول اكرم )ص( لاندې احاديثو ته ځير شئ: ))پيغمبر د دوو زامنو پلار وليډو چې يو يې موچي كړ او بل نه، پيغمبر ورته وويل: ولې دې له زامنو سره په مساوات ونه چلېدې؟(( )1( وسايل 21/487 مخ.

))يو پلار، چې ځينو زامنو ته يې يوڅه وركړي وو د پيغمبر )ص( ورته وويل: ايا له ټولو اولادونو سره دې دا چار كړى دى؟ ورته يې وويل نه پيغمبر )ص( وويل: تقوا او ځان ساتنه خپله كړئ او د خپلو اولادونو تر منځ په عدالت )مساوات( وچلېږئ(( )2( الحياة 6/409.

اوس پوه شو، چې مساوات په اسلام كې خورا اهميت لري، خو په اسلامي ښوونو كې د لور او زوى تر منځ مساوات ناليدلى ګڼل شوى، بلكې لور غوره ګڼل شوې ده:

پيغمبر )ص( ويلي: ))څوك، چې بازار ته ولاړ شي او كور ته څه ډالۍ و پېري، او ويش دې يې له لوڼو پيل كړي…(( )3( وسايل 21/514 مخ.

وينو، چې په دې نبوي وينا كې، له لوڼو ډېره پلوي شوې ده. په ځينو رواياتو كې راغلي پيغمبر )ص(: ))له اولادونو سره مو په مساوات وچلېږئ، كه مې غوښتاى )چې چاته( غوراوى وكړم، نو ښځو ته مې غوراوى وركاوه(( )4( وسايل 21/514 مخ.

2_ له لوڼو سره عاطفي چلن:

له اولادونو سره په لورنې او زړه سوي چلن ستايل شوى، خو پر لوڼو ډېر ټينګار شوى دى.

امام رضا روايتوي، چې پيغمبر اكرم )ص( ويلي دي: ))خداى تعالى تر نارينه و پر ښځو خورا مهربان دى… او څوك، چې له خپلوانو كومه ښځه خوشحاله كړي، بېشكه خداى به يې د قيامت پر ورځ خوشحال كړي((.

3_ ښځه او مورنى مقام:

په اسلامي مفكورې كې مورو پلار لوړمقام لري، چې د دواړو درناوى دې وشي، خو پر مور ډېر ټينګار شوى او مور له لوړ مقامه برخمنه ده: پيغمبر اكرم ويلي: ))كه نفل لمونځ دې كاوه او پلار دې درته غږ كړ، نو لمونځ مه پرېږده، خو كه مور دې درغږ كړ، نو لمونځ پرېږده(()1(.

پيغمبر اكرم ويلي: ))جنت د ميندو تر پښو لاندې دى(()2(.

امام باقر ويلي: ))حضرت موسى )ع( خداى ته وويل: وصيت )نصيحت( راته وكړه… خداى وويل: د مور په اړه دې وصيت درته كوم. موسى )ع( وويل: خدايه وصيت راته وكړه، خداى وويل: د مور په باب دې وصيت درته كوم. موسى )ع( وويل: خدايه وصيت راته وكړه، خداى وويل: د مور په باب دې وصيت درته كوم. موسى )ع( وويل: خدايه وصيت راته وكړه، خداى ورته وويل: د پلار په باب دې وصيت درته كوم. امام باقر وويل: نو ځكه له درېيو دوه برخې نيكي د مور ده او له درېيو يوه برخه د پلار ده(()3(.

)1(، )2( او )3(: مستدرك الوسايل 15/180 او 181 مخونه.

امام رضا )رح( وايي: ))پوه شه، چې د مورحق له لازمتدينو او واجبترينو حقوق ځينې دىو ځكه مور د دوه ځانيتوب ستونزو ته ځان نيولى، داسې، چې هيڅوك دغسې زغم نه لريو او په سترګو، غوږونو او ټول وجود په خوشحالۍ خپل اولاد ساتي، ماشوم له سختيو سره سره ساتي، چې بل څوك دا چار نشي كړاىو مور په خوښه وږې پاتېږي، چې اولاد يې موړ شي، تږې كېږي، چې اولاد يې خړوب شي، بربنډه پاتېږي او اولاد ته جامې ور اغوندي، اولاد سيوري ته كوي، خو پخپله ځان هټكنده لمر ته نيسي. )نو ځك( بايد درناوى يې ولرو او د سرښندو په پار يې په نرمۍ ورسره وچلېږو، كه څه له وسې مو پوره نه ده، چې دېر لږ حقوق يې ورپوره كړئ، خو د خداى په مرسته(()1( مستدرك الوسايل 15/180 او 181 مخونه.

امام صادق وايي: ))يو تن پيغمبر ته ورغى، ورته يې وويل: لور مې وزېږېده، لويه مې كړه، چې بالغ شوه، نو جامې مې ورواغوستې او سينګار مې كړه، بيا مې يوې څاه ته بوتله او پكې مې وروغورځوله، وروستۍ خبره مې، چې ترې واورېده داوه: پلاره! پيغمبره! ددې ګناه كناره او جبران څرنګه او په څه ده؟

پيغمبر )ص( وويل: مور دې ژوندۍ ده؟ ومې ويل نه. ويې ويل: نو توړۍ )خاله( دې ژوندۍ ده؟ ومې ويل: هو. پيغمبر )ص( ورته وويل: له توړۍ سره دې نېكي وكړه، چې د مور په څېر ده او دا به دې د ګناه د كفارې او بښنې لاملېږي(()2( كافي 2/ 162، بحاري 74/58 مخ.

مجلسي )رح( وايي: ))دا حديث د مور او خپلوي غوراوى يې پر پلار او خپلوانو يې جوتوي، او هم د مور په خپلوانو كې له خاله )توړۍ( سره د نېكۍ غوراوى څرګندوي(()1( بحار الانوار 75/58 مخ.

د پيغمبر اكرم )ص( دا خبره د مورتوب د عظمت لوړه څوكه راښيي او د )مور او ترور په نامو( د ښځې الهي مقام بيانوي. هومره ستر ګناه، چې په دومره سخت زړۍ وشوه، چې ان نه بښوونكې او نه جبرانېدونكې انګېرل كېږي، يوازينۍ د ژغورنې لار يې له مور يا ترور سره نېكي ده. يوازې دا، چې زړونه يې خوشحال شي، ددې ستره ګناه د بښل كېدو لاملېږي. دا د مور توب او ترور توب د عظمت هسكوالى راښيي، چې تر مور وروسته دا ډېر لوى ستر چار د ترور په څېر له يوې ښحې پوره دىو نه له پلار، تره يا د كورنۍ له بل نارينه.

د پام وړ بل ټكى دا دى، چې ددغسې ګناه د جبران او بښنې لامل، يوازې له مور او ترور سره نيكي كول دي او نه د عايې، بلكې يوازې خوشحالول يې دغسې وحشناكه ګناهونه جبرانوي او د الهي بښنې لامل ګرځي.

امام صادق وايي: ))يو تن پيغمبر ته راغى او ويې ويل: له چا سره نيكي وكړم؟ پيغمبر )ص( وويل: له مور سره دې. بيا يې وويل: له چا سره نيكې وكړم؟ پيغمبر )ص( وويل: له مور سره دې. بيا يې وويل: له چا سره نيكي وكړم؟ پيغمبر )ص( وويل: له مور سره دې. سړي وويل: له بل چا سره؟ پيغمبر )ص( وويل: له پلار سره دې(()1( كافي 2/159 مخ.

مجلسي وايي: ))په دې حديث استدلال شوى، چې په څلورو كې درې برخې نېكۍ د مور دي. او هم ويل شوي، چې دا كلام له مور سره په نېكۍ كې مبالغه ده. له مور سره د نېكۍ كولو لامل څرګند دى، ځكه هغه اولاد ته تر پلاره ډېره هڅاندې ده او د لقمان سورت آيت دا مطلب څرګندوي(( بحار 74/42 او 49 مخونه.

امام رضا له خپل پلار او له امام صادق روايتوي: ))كه خداى د مورو پپلار پر وړاندې تر اف )بده او حيګه خبره( تيټه خبره پېژنده هم نو كاروله يې(( بحار 74/ 42 او 49 مخونه.

له همدې امله وينو، چې كله په قرآن كريم كې د مورو پلار په اړه خبره كېږي، نو ډېر په مورني حقوقو ټينګار كېږي او هڅې يې او څارېږي:

احقاف: 15 آيت: )) وَوَصَّيْنَا الإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَانًا حَمَلَتْهُ أُمُّهُ كُرْهًا وَوَضَعَتْهُ كُرْهًا وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلاَثُونَ شَهْرًا حَتَّى إِذَا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً قَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَصْلِحْ لِي فِي ذُرِّيَّتِي إِنِّي تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِنِّي مِنَ الْمُسْلِمِينَ =((.

د بحار الانوار )74/38 مخ( خاوند وايي: ))له مورو پلار سره ښه كول په ګروهې پورې يې څه اړيكه نلري، بلكې كه مورو پلار حق دين هم منلى نه وى، نو خدمت او درناوى يې لازم دى او دا مطلب د قرآن له څرګندونو راولاړېږي…((.

په ډاګه شوه، چې مور د ښحې په نامه، تر پلاره د يو نارينه په نامه لوړ ارزښت او غوره حقوق لري. اوس پوښتلېږي، چې د ښځو د حقوقو افراطي پلويانو، دغسې حقوق ورته ټاكلي دي؟ يا يې ښځې دې لوړ مقام ته ور رسولي، چې اسلام رسولې دي؟

))معروف(( چلن پر حقوق د زياتونې يوه بله بېلګه ده، قرآن وايي: ))… و عاشروهن بالمعروف، له ښځو سره معروف وچلېږئ(( لكه څنګه، چې ))معروف(( قانوني او عادلانه حقوق رانغاړي، دغسې اخلاقي، انساني ارزښتو نه هم رانغاړي، او كه څوك له ښځو سره يوازې د حق او قانون په تله وچلېږي، نو پردې قرآني سپارښتنه يې عمل كړى نه دى، ځكه معروف تر حق او قانون ور اخوا دى او اخلاقي او انساني پلويتوب هم رانغاړي.

4_ وروستى وصيت:

دې ته په پامنيوي، چې ستر نارينه د ژوند په وروستيو شېبو كې، غوره او ارزښتمنې سپارښتنې او خپلې تجربې په خوله راوړي او د مهمترينو مسايلو سپارښتنې كوي، نو ځكه د اسلام پيغمبر ددې وصيت اهميت په ډاګه كېږي، چې د امام علي )ك( د وينا له مخې د ښځو په باب يې وروستى وصيت دى. ))الله! الله! د ښځو په باب، ستاسې د پيغمبر وروستۍ خبره دا وه، چې يې وويل: د ښځو د حقوقو په باب وصيت ورته كوم…((.

5_ د بركت لامل:

لوڼې او ښځې د الهي بركت، پراخۍ او لورنې د راورېدو لامل دي:

امام صادق وايي: ))چې د چا لور وزېږېږي، خداى يوه پرښته ورلېږي، او د نجلۍ پر سر او سينې خپل وزرونه ورخپروي… هغه، چې پر نجلۍ لګښت كوي، مرسته ورسره كوي((.

داسې انګېري، چې نجلۍ د كورنۍ پر اوږو پېټى وي، د كوم كار او عايداتو سرچينه نه وي، په تېره په تېرو كې د انګېرنې دودوې، ځكه هلكان له كوره بهر په كار لګيا وو او نجونې پر كور وې. ددې انګېرنو پر خلاف، امامانو پر دې ټكي ټينګار كاوه، كه څه ښځې وټيزې چارې نلري او د كور پر چارو بوختې وي، الهي بركت او لورنه ورسره مله ده لاندې روايت ته ځير شئ:

))اسحاق وايي: امام صادق ته مې وويل دا حديث، چې روايتوي سم دى؟ يو تن پيغمبر ته ورغى او د خپلو ستونزو شكايت يې ورته وكړ! پيغمبر د واده سپارښتنه ورته وكړه… او درې ځل دا موضوع وويل شوه؟ امام صادق وويل: بلې سم دى. بيا يې وويل: رزق او معاش له ښځو او عيال سره دى(( وسايل 14/26 مخ.

6_ تر جهاد غوره:

پيغمبر )ص( د مور خدمت تر جهاد غوره ګڼلى دى. په اسلام كې د جهاد ارزښت په ډاګه دى، چې د ځينو احاديثو له مخې اوچت ښه چار او ارزښت دى. شونې ده، چې تر هر ښه چار بل ښه هم وي، خو د خداى په لار كې تر جهاد او وژل كېدو لوړ څه نشته، خو سره له دې يوه شپه له مور سره مينه كول او خدمت يې كول تر يوه كال جهاده هم غوره ګڼل شوي دي، هغه هم د پيغمبر په مشرۍ جهاد.

لاندې روايت ته ځير شئ:

))يو تن پيغمبر ته راغى او ويې ويل: يو تكړه ځوان يم او جهاد مې ښه ايسي، خو د مور مې جهاد ښه نه راځي. پيغمبر )ص( وويل: ورشه او له مور سره دې وسه. پر هغه خداى قسم، چې پيغمبر كړى يې يم، يوه شپه له مور سره اوسېدل دې درته، د خداى په لار كې تر يوه كال جهاده غوره دي(( كافي 2/163، بحار 71/59 مخ.

7_ د وحې پرښته او ښځې:

تل د وحې پرښتې )جبراييل( د ښځو په اړه سپارښتنه كوله. دا خبره د پيغمبر )ص( په لاندې حديث كې راغلې ده:

))جبراييل تل )او، چې كله يې الهي پيغام راوړه( د ښځو په باب سپارښتنه راته كوله، داسې، چې ومې پتېيله، چې )بيخي( د ښځې طلاق جايز نه دى، خو دا، چې څرګنده او جوته ګناه يې كړې وي(( )2( عدة الداعي / 62 مخ، بحار 103/ 253 مخ.

8_ د غوراوۍ كچه:

په آخرت كې د پيغمبر لوړ مقام ته د ورنژدېتوب كچه، له ښځو او مېرمنو سره نېكي كول دي.

پيغمبر اكرم )ص( ويلي: ))په تاسې كې د قيامت پر ورځ، هغوى زما مقام ته رانژدې دي، چې له خپلو مېرمنو سره غوره او انساني وچلېږي((.

))د ايمان له پلوه هغوى غوره دي، چې پر خپلو مېرمنو خورا لورين وي او زه تر تاسې ټولو پر كورنۍ مې خورا مهربان يم(( وسايل 8/ 507 مخ.

9_ ستره بدله:

په اسلامي ښوونوكې، هغوى ته د اُخروي سترې بدلې وعده وركړاى شوې ده، چې د ښځو پر بد چلن او بد اخلاقۍ زغم كوي او په غبرګون كې به ورته كړو وړو لاس نه پورې كوي او كورنۍ تنظيم په طلاق له منځه نه وړي. امام صادق له پيغمبر اكرم )ص( څخه روايتوي: ))هغه، چې د الهي ثواب په نيت د يوې مېرمنې بد اخلاقي زغمي، خداى د شا كرانو ثواب وربښي(()1( وسايل 7/ 124 او 130 مخونه.

امام علي )ك( په يوه خطبه كې وايي: )) )ځينې ښځې، چې د روزنيزو مسايلو او چاپېريالي شرايطو په پار بد سلوكه دي، نو( سازګاري ورسره وكړئ او ښې خبرې اترې ورسره ولرئ، ښايي )ددې انساني چلن په پايله كې له خپلو كړو وړو واوړي او( خپل سلوك نېك او انساني كړي((.

ونيسئ، چې د ښحو د ناوړه سلوك پر وړاندې د انساني چلن او نرمښت سپارښتنه شوې، نه تاوتريخوالى او په غبرګون كې يې كسات اخستنه. له دې لوړو ښوونو څرګندېږي، چې روزنيزې او اخلاقي كچې او انساني چلن د روزنې لامل دى او په كورنيو اړيكو كې دا يو د پام وړ ټكى دى، چې نارينه په منطقي چلن او ښو ويناوو، خپلې مېرمنې روزي او له اخلاقي پلوه يې سموي نه په تاوتريخوالي او غوسې.

10_ د ښځو هنري احساس:

نارينه بايد د ښحې هنري احساس او ښكلا پوهنه محترمه وګڼي او خپل احساس او سليقه پرې ور ونه تپي، يا په كورني ګډ ژوند كې خپل ذوق اوهنري احساس معيار ونه بولي.

لاندې روايت ته ځير شئ:

))يوه ډله د امام حسين )رض( كورته ورغله، او ويې ويل: د پيغمبر زويه! په كور كې مور داسې څه وينو، چې خوښېږي مو نه! )د امام په كور كې فرشونه او بالښتونه وو( امام ورته وويل: چې واده وكړو، نو د ښځو ولور وركوو او، چې څه يې خوښېږي پېري يې او په دې چارو كې لاسوهنه نه كوو(( كافي 6/ 476 مخ.

د اسلامي جوتو كچو له مخې، دا ډول سليقې، اشرافي لګښت نه دى، ځكه دا په شريعت كې يو ))ممنوع بريد دى او چاته ممنوع بريد روانه دى. نو له ممنوع بريده ځان ساتل، ښحې په مشروع او معقولو چلنونو او كړو وړو كې، د ذوق او احساس كچې اوتلې دي. دوى، چې څه خوښوي ښكلي او په زړه پورې يې احساسوي، نو كور پسوللى او ښ:لى كولاى شي. او دا په كورنۍ كې د ښځو احساس، سليقې او فكر ته نهايي درناوى دى او په رښتيا د نارينه هر ډول تپنه او ځان چورليز توب يې باطلوي.

ډېر ځل وينو په كورنيو كې، چې دا ډول مسايل دبره كېږي او دوه احساسه، ذوقه، هز او ښكلا پوهنه، چې په ټكر كې كېږي، نو تل د نارينه احساس او سليقه رعايت كېږي، چې دا يو غير اسلامي معيار او كچه ده.

په خوراك كې هم بايد د ښځو او د كورنۍ د نورو غړيو سليقه او ذايقه رعايت شي او ناريه دې د مېرمنو په سليقې او خوښې پسې ولاړ شي، دا موضوع په نبوي لوړو ښوونو كې راغلې ده: ))مومن د خپلې مېرمنې په خوښه خواړه خوري او د منافق مېرمن يې د هغه په خوښه خوري(( بحار 62/291 مخ.

دا د مؤمنانو د ښاندې يوه كچه ده، چې له خپلو مېرمنو عاطقي لاروي كوي او ذوق او سليقه يې پر ځان ړومبى ګڼي او منافقان د مؤمنانو پر رپوټه چلېږي او مېرمنې يې د دوى د احساس او عاطفي غوښتنو لارويانې دي.

11_ د ښځو دوستي او ايماني مقام يې:

دا روايتونه له ښځو سره انساني عواطف او مينه جوتوي، نه دا، چې په اخرت كې د پيغمبر )ص( لور مقام ته ورنژدېوالى له ښځو او خپلو مېرمنو سره نېكي ګڼل شوې ده:

))پيغمبر اكرم )ص( ويلي دي: د قيامت پر ورځ له تاسې هغوى زما مقام ته خورا را نژدې دي، چې له خپلو مېرمنو سره غوره )او انساني( چلېږي(( وسايل 8/507 مخ.

امام صادق )رح( ويلي: ))د انسان، چې كله له ښځو سره مينه ډېره شي، نو ايمان يې هم زياتېږي(()1(.

همدا راز په بلې وينا كې يې له ښځو سره مينه د اهلي مشرانو مينې سره مله ګڼلې ده: ))د چا، چې له موږ سره مينه وي، له ښځو سره هم ډېره مينه لري(()2(. )1( او )2( وسايل 14/11 مخ.

ومو ويل، چې د ديني پوهاوۍ وده له ښځو سره د چلن په ډول پورې تړاو لري او له ښحې سره مينه او خدمت كول يې ددې ودې آريزه لاره چار ده، پيغمبر اكرم )ص( اخلاقي بشپړ بېلګه، تر ګردامته پرخپلې كورنۍ خورا لورين و او دا د اسلامي ايمان كچه ده.

د دين تكامل هم په واده كې دى. په اسلامي ښوونو كې، د دين بشپړتيا له ښځې سره د ژوند په رڼا او د مېړه او مېرمن په اړيكه كې ګڼل شوې دي، يعنې له ټولنې تېښته او ګوښې ژوند كول له اسلامي سره ناسازګاره دى، امام صادق له پيغمبر اكرم )ص( روايتوي: ))څوك، چې واده وكړي، نو نيم دين يې ساتلى دى، نو په ځان ساتنه او پرهيزګارۍ دې نور نيم دين وساتي…(( )1( كافي 5/329 مخ.

په دې حديث كې ښځو ته لوړ مقام وركړاى شوى، چې يو ښوونځي او قانون يې ارزښت ته ور رسېداى نشيو ځكه ښځه د ايمان په تكامل كې ونډه لري او دا ونډه په دوو بڼو ده:

1_ يا ښځه د نارينه د ايمان د تكامل ونډه پر غاړه لري.

2_ او يا پخپله د مېړه او مېرمنې اړيكه د تكامل او دين ساتنې لامل دى. په دواړو بڼو كې ښځه د ځوانانو په زړه او ارواو كې د ګروهيزو بنسټونو په ټينګښت او پياوړتيا كې خورا ارزښت او حياتي ونډه لري.

12_ د شهيدان د بدلې نيمايي:

انساني هڅې او هلې ځلې د ارزښت له پلوه مرتبې او درجې لري او د هر چار بدله هم په ارزښت پورې يې تړاو لري. د شهدانو سرښندنې او فدا كارۍ د ستر ارزښت درلودونكې دي، خو په كور كې د ښځو كار كول د شهيدانو د سرښندنې د بدلې نيمايي ثواب لري. لاندې روايت ته ځير شئ:

))يو تن پيغمبر )ص( ته ورغى او ويې ويل: ))يوه مېرمن لرم، چې كور ته ننوزم، نو ښه راغلاست ته مې راځي، چې دباندې راوځم، نو بدرقه كوي مې، چې كله مې خپه ويني، وايي: ولې خپه يې؟ كه د ژوند لګښت ته خپه يې، پوه شه، چې رزق دې د بل په لاس كې دى او كه آخرت ته خپه يې، نو خداى دې نور هم خپه كړه پيغمبر )ص( وويل: خداى څه كار ګرانې لري او مېرمن دې له هماغوى ځنې ده، دا ښځه د شهيدانو نيمايي بدله لري(( )وسايل: 14/17 مخ(.

په كور كې د ښځې كار كول او له مېړه سره يې خوږ چلن، د خداى لپاره كار او الهي كارګري ګڼل شوې او د شهيدانو د سرښندنې نيمايي ارزښت او بدله لري او دا تر حق او قانوني حقوق ور اخوا يو مقام دى.

لاندې روايت ته ځير شئ:

))پيغمبر )ص( د سعد بن معاذ )رض( له مړينې خبر شو )د خبر په اوريدو( پاڅيد او اصحاب هم پاڅېدل )او د سعد كور ته ورغلل( پيغمبر د كور په وره دډه وهلې وه. او امر يې وكړ، چې غسل وكړئ. حُنوط يې پرې ووهل، پر كفن يې كړ او په كټ كې يې كېښود. پيغمبر )ص( په جنازې پسې پښې يپلې او بې څادره روان و. په جنازې پسې كله ښي خوا او كله چپې خواته تله، جنازه يې، چې قبر ته ورسوله، پيغمبر )ص( قبر ته راغى او پخپله يې په قبر كې كيښود او ډبرې يې ورباندې كيښووې او په دې ترڅ كې يې پرله پسې ويل: تيږه راكړئ، خټه راكړئ او تيږې يې په خټو ټينګولې، چې د لحد چارې پاى ته ورسېدې، خاورې يې پرې ور واړولې او قبر يې هموار كړ، نو پيغمبر )ص( وويل: پوهېږم، چې دا قبر زړېږي او تس نس كېږي، خو د خداى هغه بنده خوښېږي، چې كوم كار كوي، نو سم او مضبوط دې يې تر سره كړي.

په دې وخت كې د سعد )رض( مور بي بي وويل: سعده! جنت دې مبارك شه. پيغمبر )ص( وويل: د سعد مور يې چوپ شه، د خپل پالوونكي او چارو په باب دې دغسې يو مخې حكم مه كوه، ځكه سعد د قبر تر فشار لاندې دى… بيا پيغمبر )ص( راستون شو او خلك هم ورسره راستانه شول او په ستنېدا كې يې پيغمبر )ص( ته وويل: يا رسول الله! ومو ليدل، چې له سعد سره دې كوم چلن وكړ، له بل چا سره دې كړى نه دى، په جنازې پسې يې پښې بيل او بې څادره روان وې، د هغه د غسل امر دې وكړ او د جنازې لمونځ دې يې وكړ په لحد كې دې كيښود، بيا دې وويل: چې د قبر تر فشار لاندې دى؟! پيغمبر )ص( وويل: هو )همدغسې ده، چې مې وويل(، ځكه سعد )رض( له خپلې كورنۍ سره بد خويه و(( بحار الانوار 4/220 مخ.

د پيغمبر اكرم )ص( له درناوى سره سره، شك نشته، چې سعد )رض( يو قانون ماتى، ظالم او سرغړاند انسان نه و او د ښځې واجب حقوق يې ناليدلي نه ګنل. او كه داسې واى، نو پيغمبر )ص( داسې چلن ورسره نه كاوه او ان تر دې ډېر لږ درناوى يې هم نه كاوه، نو دا ټول درناوى ددې لپاره و، چې هغه سم سيخ مسلمان و او د وګړيو، كورنۍ او ټولنې حقوق يې پوره مراعاتول، چې په دې اړه هيڅ شك نشته، خو د پيغمبر )ص( پدې خبره كې د مېړه او ښځې له حقوق ور اخوا يوه موضوعع او څار ده او هغه د مېرمن په باب د اخلاقي ارزښتونو مراعاتول دي او دا، چې د سعد )رض( د ننني اخلاق څنګه، چې بايد واى نه وو او له خپلې مېرمنې او كورنۍ سره په ورين تندي او پراخ تنده نه چلېده، نو د قبر پر فشار اخته شو.

ووينئ د ښځې په باب، چې په اسلام كې كومې كچې او معيارونه ښوول شوي د نړۍ په يوه ښوونځي كې هم ښوول شوي نه دي.

په پاى كې د يو حديثپوه خبره اخلو، چې وايي: ))د مؤمن له ځانګړو دا دي، چې پر ديني ګروهو پوخ يقين ولري، له بدانو او نيكانو سره په امانتولۍ وچلېږي… او له ښځو سره نيكچارى وي((.

هغوى، چې د اسلام پر ګردهيزو آرونو د ګروهې مدعيان وي، نو بايد دغسې وي او له ښځو سره دغسې چلن ولري.

 

¯¯¯


له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست