تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ صحفیه سجادیه د امام سجاد زین العابدین (رض) د دعاوو ټولګه د لوراند او لورین الله په نامه[1] ستاینه د نړۍ پنځګر څښتن ته ځانګړې ده او درود او سلام دې د حق استازي او د پېغمبرانو پر روستي، آل یې او رښتینو یارانو یې وي.تر ستاینې او درود روسته، صحیفه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

صحفیه سجادیه

د امام سجاد زین العابدین (رض) د دعاوو ټولګه

د لوراند او لورین الله په نامه[1]

ستاینه د نړۍ پنځګر څښتن ته ځانګړې ده او درود او سلام دې د حق استازي او د پېغمبرانو پر روستي، آل یې او رښتینو یارانو یې وي.تر ستاینې او درود روسته، صحیفه سجادیه د هغو دعاوو ټولګه ده، چې له امام زین العابدین رارسېدلي دي. امام زین العابدین د حضرت امام حسین بن علي بن ابیطالب (رض) زوی او د نبوي کورنۍ له امامانو ځنې یو امام دی، چې خدای له هر ډول چټلۍ پاک کړی او په هره پاکۍ یې پسوللی دی.

امام سجاد زین العابدین د نبوي کورنۍ له امامانو ځنې څلورم یې دی. نیکه یې علي بن ابيطالب، د خدای د استازي وصي او ړومبی تن و، چې ایمان یې پرې راووړ؛ هغه چې د رسول الله د وینا له مخې، اړیکه یې ورسره؛ لکه له  حضرت موسی علیه السلام سره د حضرت هارون علیه السلام اړیکه ده.

بختوره مور یې فاطمه الزهرا، د رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) لور او ځیګر ټوټه یې ده او د خپل پلار د وینا له مخې یې، د نړۍ د مېرمنو اغلې ده.

پلار یې امام حسین، د جنت له دوو ښاغليو ځنې یو، د رسول الله له دوو زامنو ځنې یو، د رسول الله د بڼ له دوو خوږبویه ګلانو ځنې یو؛ هغه چې نیکه یې په باب ویلي دي : ((حُسَيْنٌ مِنِّي وَأَنَا مِنْ حُسَيْنٍ))؛ هغه چې په کربلا کې د عاشورا پر ورځ له اسلام او مسلمینو په دفاع کې شهید شو.

هغه په خپله له دولس ګونو امامانو ځنې یو امام دی، چې پېغمبراکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) یې په باب – د صحیح مسلم، صحیح بخاري او نورور صحیحیونو د وینا له مخې- ویلي دي : ((الخلفاء من بعدی اثنا عشر کلهم من قریش)).

امام علي بن الحسین پر ۳۸ هجري کال او یا ترې دوه کاله روسته زېږېدلی او شاوخوا ۵۷ کاله عمر یې کړی دی. څو کاله یې له خپل نیکه امام علي بن ابیطالب (رض) سره تېر کړل او بیا د خپل تره؛ امام حسن (رض) او بیا د خپل پلار؛ امام حسین په ښوونځي کې وروزل شو او د نبوت له علومو او د خپلو سپېڅلیو پلرونو له لاس ته راوړنو یې خورونه – تغذیه وکړه، تردې چې په علمي او دیني چارو کې تکړه او د خدای د دین امام شو، د علم او حکمت څراغ او د حلالو او حرامو مرجع شو. هغه په زهد، تقوا او خدای نمانځنه کې د خپل وخت بېلګه شوه او ټولو مسلمانانو یې په پوهه، استقامت او غوره والي ایمان راووړ او هوښیاران یې مشرۍ، فقاهت او مرجعیت ته ورتسلیم شول.

زهري وايي: (( په بني هاشمو کې مې تر علي بن الحسین بل غوره او ښه فقیه و نه موند.)) او په بل ځای کې وايي: ((ما یو قرشي هم غوره ترې و نه لید.))

سعید بن مسیب وايي : (( ما هېڅکله د علي بن الحسین په څېر بل و نه موند.))

امام مالک (رح) وايي : (( هغه ته یې د خدای د ډېر عبادت کولو له لامله زین العابدین وایه))

سفیان بن عیینه وايي : (( تر زین العابدین مې بل غوره بني هاشم و نه لید.))

امام شافعي (رح) د مدینې تر ټولو پوه شمېرلی دی .

او دا خبره یې همپېرو بني امیه وو واکمنانو هم سره له دې چې خورا بدخواهان یې ول، منلې وه. د بېلګې په توګه: عبدالمالک بن مروان، امام سجاد زین العابدین ته وايي : ((( خدای داسې دین او تقوا درکړې، چې تر تا مخکې بل چا ته هم خدای بې له پلرونو دې یې نه وه ورکړې))

په دې باب عمر بن عبدالعزیز وايي : (( زین العابدین د دنیا څراغ او د اسلام ښکلا ده.))

مسلمانانو په امام پورې سخت عاطفي تړاو درلود او د زړه له کومي یې مینه ورسره کوله. د امام (رض) د منلي پایګاه جرړې په ټوله اسلامي نړۍ کې غځېدلې وې او لکه څنګه چې هغه مهال هشام بن مالک په حج کې ګډون کړی و او د کعبې د طواف پر مهال یې غوښتل، چې توره ډبره استلام کړي؛ خو د خلکو د ډېروالي له لامله یې و نه شول کولای؛ نو یو ممبر یې ورته جوړ کړ، چې کېناست پرې او په تمه و، چې ناڅاپه امام زین العابدین د جومات په وره کې راڅرګند شو او د کعبې په طواف بوخت شو(هشام او خلکو یې ننداره کوله)؛ نو امام به چې کله حجرالاسود ته ورنږدېده؛ نو خلکو به لار ورکوله او له حجرالاسوده به لرې کېدل، چې هغه وکولای شي، چې حجرالاسود استلام کړي؛ ځکه ټولو خلکو ښه پېژنده او مینه یې ورسره درلوده، سره له دې چې له بېلابېلو سیمو راغلي ول. مشهور شاعر فرزدق دا حقیقت د قصیدې په بڼه هم ویلی دی.

له امام سره د خلکو مینه یې یوازې د دیني پوهې او اروايي ځانګړنو له کبله نه وه؛ بلکې هغه د ژوند په ټولو چارو او ستونزو کې خپل مشر او پناه ګڼله؛ ټول به ورتلل، چې د خپلو پاکو پلرونو په څېر ستونزاواری ورته وکړي.

نو ځکه هغه مهال، چې اموي خلیفه؛ عبدالمالک له روم سره شخړه پیدا کړه او د روم پاچا د مسلمانانو د هغه وخت له اړتیا ګټنه وکړه او هغه یې وګواښه، چې د مسلمانانو د سپکاوي لپاره له روم نه د مسلمانانو نقدینګي را واردې کړي او پر وړاندې هر قرارداد، چې یې خوښه وي، ورسره به یې وکړي؛ نو دلته عبدالمالک وارخطا او سرګردانه شو، ژوند پرې راتنګ شو او له ځان سره یې وویل : په ګومان مې چې زه به تر اوسه خورا ناوړه زوی وسم، چې په اسلام کې زیږېدلی یم؛ نو مسلمانان یې د سلامشورې لپاره راټول کړل. چا هم ګټوره سلا ور نه کړه؛ په غونډه کې خلکو ورته وویل : ته خپله پوهېږې، چې ددې ستونزې وتلار له چا سره ده. په چغو یې وویل : څوک دا ستونزه هوارولای شي؟ ورته وویل شول : د خدای د استازي د اهلبیتو پاتوړی – وارث . و یې ویل : رښتیا ویاست. او همداسې هغه ستونزاواري ته امام زین العابدین ته مراجعه وکړه.

حضرت امام زین العابدین خپل زوی محمد بن علي الباقر له لازمو لارښوونو سره شام ته واستاوه او هلته امام محمد باقر د مسلمانانو د پانګې د اوډون – ترتیب لپاره نوې کړلار ورکړه او اسلامي هېواد یې له زبېښاکه وژغوره.

داسې ټاکل شوې او مقدر وه، چې حضرت امام زین العابدین د خپل پلار تر شهادت روسته یې د مشرۍ او ورحاني پازوالي په لاس کې واخلي او دې سپېڅلي مقام ته د لومړۍ پېړۍ په دویمه نیمايي کې په داسې حال کې ورسېد، چې مسلمانان له خورا نازکو شرایطو سره لاس و ګرېوان ول؛ هغه مهال، چې اسلامي سوبو یو لړ پایلې له ځان سره درلودې.

سره له دې چې دې پراخه واکمنۍ، له سیاسي او پوځي پلوه د مسلمانانو لپاره په نړیواله کچه یو ستر ځواک جوړاوه؛ مسلمانان یې له خپلو سیاسي او پوځي بریدونو بهر له دوو سترو خطرونو سره مخ کړل او د اړتیا غوښتنه وه، چې له هماغه پیله ددې دوو خطرونو پر وړاندې په پرېکنده توګه ودرېدل شي

د صحیفې راویان

ابوعبدالله جعفر بن محمدالحسني موږ ته رانقل کړي، چې عبدالله بن عمر بن خطاب الزیات رانقل کړي، چې زما ماما، علي بن نعمان اعلم وویل : عمیر ابن متوکل ثقفي بلخي له خپل پلار متوکل بن هارون رانقل کړي، چې بادار مې حضرت امام صادق علیه السلام ویل او ما لیکل او امام صادق وویل : صحیفه زما نیکه علي بن الحسین زما په شتون کې زما پلار امام محمد باقر ته وویله او پلار مې ولیکله .

لومړۍ دعا

د پالونکي ستاینه

بسم الله الرحمن الرحيم

الْحَمْدُ لِلّهِ الْأَوّلِ بِلَا أَوّلٍ كَانَ قَبْلَهُ، وَ الْ‏آخِرِ بِلَا آخِرٍ يَكُونُ بَعْدَهُ‏ الّذِي قَصُرَتْ عَنْ رُؤْيَتِهِ أَبْصَارُ النّاظِرِينَ، وَ عَجَزَتْ عَنْ نَعْتِهِ أَوْهَامُ الْوَاصِفِينَ. ابْتَدَعَ بِقُدْرَتِهِ الْخَلْقَ ابْتِدَاعاً، وَ اخْتَرَعَهُمْ عَلَى مَشِيّتِهِ اخْتِرَاعاً. ثُمّ سَلَكَ بِهِمْ طَرِيقَ إِرَادَتِهِ، وَ بَعَثَهُمْ فِي سَبِيلِ مَحَبّتِهِ، لَا يَمْلِكُونَ تَأْخِيراً عَمّا قَدّمَهُمْ إِلَيْهِ، وَ لَا يَسْتَطِيعُونَ تَقَدّماً إِلَى مَا أَخّرَهُمْ عَنْهُ. وَ جَعَلَ لِكُلّ رُوحٍ مِنْهُمْ قُوتاً مَعْلُوماً مَقْسُوماً مِنْ رِزْقِهِ، لَا يَنْقُصُ مَنْ زَادَهُ نَاقِصٌ، وَ لَا يَزِيدُ مَنْ نَقَصَ مِنْهُمْ زَائِدٌ. ثُمّ ضَرَبَ لَهُ فِي الْحَيَاةِ أَجَلًا مَوْقُوتاً، وَ نَصَبَ لَهُ أَمَداً مَحْدُوداً، يَتَخَطّى إِلَيْهِ بِأَيّامِ عُمُرِهِ، وَ يَرْهَقُهُ بِأَعْوَامِ دَهْرِهِ، حَتّى إِذَا بَلَغَ أَقْصَى أَثَرِهِ، وَ اسْتَوْعَبَ حِسَابَ عُمُرِهِ، قَبَضَهُ إِلَى مَا نَدَبَهُ إِلَيْهِ مِنْ مَوْفُورِ ثَوَابِهِ، أَوْ مَحْذُورِ عِقَابِهِ، لِيَجْزِيَ الّذِينَ أَسَاءُوا بِمَا عَمِلُوا وَ يَجْزِيَ الّذِينَ أَحْسَنُوا بِالْحُسْنَى. عَدْلًا مِنْهُ، تَقَدّسَتْ أَسْمَاؤُهُ، وَ تَظاَهَرَتْ آلَاؤُهُ، لَا يُسْأَلُ عَمّا يَفْعَلُ وَ هُمْ يُسْأَلُونَ. وَ الْحَمْدُ لِلّهِ الّذِي لَوْ حَبَسَ عَنْ عِبَادِهِ مَعْرِفَةَ حَمْدِهِ عَلَى مَا أَبْلَاهُمْ مِنْ مِنَنِهِ الْمُتَتَابِعَةِ، وَ أَسْبَغَ عَلَيْهِمْ مِنْ نِعَمِهِ الْمُتَظَاهِرَةِ، لَتَصَرّفُوا فِي مِنَنِهِ فَلَمْ يَحْمَدُوهُ، وَ تَوَسّعُوا فِي رِزْقِهِ فَلَمْ يَشْكُرُوهُ. وَ لَوْ كَانُوا كَذَلِكَ لَخَرَجُوا مِنْ حُدُودِ الْإِنْسَانِيّةِ إِلَى حَدّ الْبَهِيمِيّةِ فَكَانُوا كَمَا وَصَفَ فِي مُحْكَمِ كِتَابِهِ «إِنْ هُمْ إِلّا كَالْأَنْعامِ بَلْ هُمْ أَضَلّ سَبِيلًا.» وَ الْحَمْدُ لِلّهِ عَلَى مَا عَرّفَنَا مِنْ نَفْسِهِ، وَ أَلْهَمَنَا مِنْ شُكْرِهِ، وَ فَتَحَ لَنَا مِنْ أَبْوَابِ الْعِلْمِ بِرُبُوبِيّتِهِ، وَ دَلّنَا عَلَيْهِ مِنَ الْإِخْلَاصِ لَهُ فِي تَوْحِيدِهِ، وَ جَنّبَنَا مِنَ الْإِلْحَادِ وَ الشّكّ فِي أَمْرِهِ. حَمْداً نُعَمّرُ بِهِ فِيمَنْ حَمِدَهُ مِنْ خَلْقِهِ، وَ نَسْبِقُ بِهِ مَنْ سَبَقَ إِلَى رِضَاهُ وَ عَفْوِهِ. حَمْداً يُضِي‏ءُ لَنَا بِهِ ظُلُمَاتِ الْبَرْزَخِ، وَ يُسَهّلُ عَلَيْنَا بِهِ سَبِيلَ الْمَبْعَثِ، وَ يُشَرّفُ بِهِ مَنَازِلَنَا عِنْدَ مَوَاقِفِ الْأَشْهَادِ، يَوْمَ تُجْزَى كُلّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ وَ هُمْ لَا يُظْلَمُونَ، يَوْمَ لَا يُغْنِي مَوْلًى عَنْ مَوْلًى شَيْئاً وَ لَا هُمْ يُنْصَرُونَ. حَمْداً يَرْتَفِعُ مِنّا إِلَى أَعْلَى عِلّيّينَ فِي كِتَابٍ مَرْقُومٍ يَشْهَدُهُ الْمُقَرّبُونَ. حَمْداً تَقَرّ بِهِ عُيُونُنَا إِذَا بَرِقَتِ الْأَبْصَارُ، وَ تَبْيَضّ بِهِ وُجُوهُنَا إِذَا اسْوَدّتِ الْأَبْشَارُ. حَمْداً نُعْتَقُ بِهِ مِنْ أَلِيمِ نَارِ اللّهِ إِلَى كَرِيمِ جِوَارِ اللّهِ. حَمْداً نُزَاحِمُ بِهِ مَلَائِكَتَهُ الْمُقَرّبِينَ، وَ نُضَامّ بِهِ أَنْبِيَاءَهُ الْمُرْسَلِينَ فِي دَارِ الْمُقَامَةِ الّتِي لَا تَزُولُ، وَ مَحَلّ كَرَامَتِهِ الّتِي لَا تَحُولُ. وَ الْحَمْدُ لِلّهِ الّذِي اخْتَارَ لَنَا مَحَاسِنَ الْخَلْقِ، وَ أَجْرَى عَلَيْنَا طَيّبَاتِ الرّزْقِ. وَ جَعَلَ لَنَا الْفَضِيلَةَ بِالْمَلَكَةِ عَلَى جَمِيعِ الْخَلْقِ، فَكُلّ خَلِيقَتِهِ مُنْقَادَةٌ لَنَا بِقُدْرَتِهِ، وَ صَائِرَةٌ إِلَى طَاعَتِنَا بِعِزّتِهِ. وَ الْحَمْدُ لِلّهِ الّذِي أَغْلَقَ عَنّا بَابَ الْحَاجَةِ إِلّا إِلَيْهِ، فَكَيْفَ نُطِيقُ حَمْدَهُ أَمْ مَتَى نُؤَدّي شُكْرَهُ لَا، مَتَى. وَ الْحَمْدُ لِلّهِ الّذِي رَكّبَ فِينَا آلَاتِ الْبَسْطِ، وَ جَعَلَ لَنَا أَدَوَاتِ الْقَبْضِ، وَ مَتّعَنَا بِأَرْوَاحِ الْحَيَاةِ، وَ أَثْبَتَ فِينَا جَوَارِحَ الْأَعْمَالِ، وَ غَذّانَا بِطَيّبَاتِ الرّزْقِ، وَ أَغْنَانَا بِفَضْلِهِ، وَ أَقْنَانَا بِمَنّهِ. ثُمّ أَمَرَنَا لِيَخْتَبِرَ طَاعَتَنَا، وَ نَهَانَا لِيَبْتَلِيَ شُكْرَنَا، فَخَالَفْنَا عَنْ طَرِيقِ أَمْرِهِ، وَ رَكِبْنَا مُتُونَ زَجْرِهِ، فَلَمْ يَبْتَدِرْنَا بِعُقُوبَتِهِ، وَ لَمْ يُعَاجِلْنَا بِنِقْمَتِهِ، بَلْ تَأَنّانَا بِرَحْمَتِهِ تَكَرّماً، وَ انْتَظَرَ مُرَاجَعَتَنَا بِرَأْفَتِهِ حِلْماً. وَ الْحَمْدُ لِلّهِ الّذِي دَلّنَا عَلَى التّوْبَةِ الّتِي لَمْ نُفِدْهَا إِلّا مِنْ فَضْلِهِ، فَلَوْ لَمْ نَعْتَدِدْ مِنْ فَضْلِهِ إِلّا بِهَا لَقَدْ حَسُنَ بَلَاؤُهُ عِنْدَنَا، وَ جَلّ إِحْسَانُهُ إِلَيْنَا وَ جَسُمَ فَضْلُهُ عَلَيْنَا فَمَا هَكَذَا كَانَتْ سُنّتُهُ فِي التّوْبَةِ لِمَنْ كَانَ قَبْلَنَا، لَقَدْ وَضَعَ عَنّا مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهِ، وَ لَمْ يُكَلّفْنَا إِلّا وُسْعاً، وَ لَمْ يُجَشّمْنَا إِلّا يُسْراً، وَ لَمْ يَدَعْ لِأَحَدٍ مِنّا حُجّةً وَ لَا عُذْراً. فَالْهَالِكُ مِنّا مَنْ هَلَكَ عَلَيْهِ، وَ السّعِيدُ مِنّا مَنْ رَغِبَ إِلَيْهِ‏ وَ الْحَمْدُ لِلّهِ بِكُلّ مَا حَمِدَهُ بِهِ أَدْنَى مَلَائِكَتِهِ إِلَيْهِ وَ أَكْرَمُ خَلِيقَتِهِ عَلَيْهِ وَ أَرْضَى حَامِدِيهِ لَدَيْهِ‏ حَمْداً يَفْضُلُ سَائِرَ الْحَمْدِ كَفَضْلِ رَبّنَا عَلَى جَمِيعِ خَلْقِهِ. ثُمّ لَهُ الْحَمْدُ مَكَانَ كُلّ نِعْمَةٍ لَهُ عَلَيْنَا وَ عَلَى جَمِيعِ عِبَادِهِ الْمَاضِينَ وَ الْبَاقِينَ عَدَدَ مَا أَحَاطَ بِهِ عِلْمُهُ مِنْ جَمِيعِ الْأَشْيَاءِ، وَ مَكَانَ كُلّ وَاحِدَةٍ مِنْهَا عَدَدُهَا أَضْعَافاً مُضَاعَفَةً أَبَداً سَرْمَداً إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ. حَمْداً لَا مُنْتَهَى لِحَدّهِ، وَ لَا حِسَابَ لِعَدَدِهِ، وَ لَا مَبْلَغَ لِغَايَتِهِ، وَ لَا انْقِطَاعَ لِأَمَدِهِ‏ حَمْداً يَكُونُ وُصْلَةً إِلَى طَاعَتِهِ وَ عَفْوِهِ، وَ سَبَباً إِلَى رِضْوَانِهِ، وَ ذَرِيعَةً إِلَى مَغْفِرَتِهِ، وَ طَرِيقاً إِلَى جَنّتِهِ، وَ خَفِيراً مِنْ نَقِمَتِهِ، وَ أَمْناً مِنْ غَضَبِهِ، وَ ظَهِيراً عَلَى طَاعَتِهِ، وَ حَاجِزاً عَنْ مَعْصِيَتِهِ، وَ عَوْناً عَلَى تَأْدِيَةِ حَقّهِ وَ وَظَائِفِهِ. حَمْداً نَسْعَدُ بِهِ فِي السّعَدَاءِ مِنْ أَوْلِيَائِهِ، وَ نَصِيرُ بِهِ فِي نَظْمِ الشّهَدَاءِ بِسُيُوفِ أَعْدَائِهِ، إِنّهُ وَلِيّ ‏ٌحَمِيدٌ

ستاینه هغه پالونکي ته ځانګړې ده، چې ړومبی دی او څوک ترې مخکې نه ول، روستی دی او څوک به ترې روسته نه وي . هغه ذات چې د انسانانو سترګې یې له لیدو بېوسې دي او د ستایوونکیو اند یې له تعریف او توصیفه بېوسې دی.هغه په خپل ځواک د موجوداتو د پنځونې بنسټ کېښود او په خپله اراده یې مخلوقات اختراع کړل . بیا یې موجودات د خپلې خوښې په بهیر کې کړل او دوی یې د خپلې مینې په لار کې وګومارل .حال داچې پنځول شوي یې نشي کولای، چې ځانونه له هغه څه شاته کړي، چې پرې مخکې کړای شوي او پر هغه څه ورمخکې کېدای نشي، چې ترې روسته کړای شوي. هغه خدای چې پر هر پنځول شوي یې ټاکلې روزي ویشلې او څوک نشي کولای له هغه څه، څه کم کړي، چې ډېره یې ورکړې او یا چاته یې چې لږه ورکړې، څه پرې ورزیات کړي.

بیا خدای تبارک و تعالی هر یوه ته د ژوند لپاره ټاکلی وخت او معلومه پای وټاکله، چې د ژوند په ولکه کې خپلو غوښتنو ته ورسي او د ژوند کلونه یې پای ته ورسي او د ژوند د کلونو بشپړ حساب و کتاب ورسره وشي او په پایله کې یا وعده ورکړای شوي جنت او یا وېرونکي دوزخ ته ولاړ شي . ((چې هغو وګړیو ته سزا ورکړي، چې بدې کړنې یې کړي دي او هغو ته اجر ورکړي، چې نېکې کړنې یې کړي دي (نجم/۳۱) ))

او دا د خدای د عدل له مخې دي، چې داسې ثواب ورکوي. هغه خدای چې نامې یې سپېڅلې او نعمتونه یې پرله پسې دي. څوک یې ترې د چارو په باب پوښتنه نشي کولای؛خو هغه له خپلو بندګانو د کړنو پوښتونی دی.

ستاینه هغه پالونکي ته ځانګړې ده، که خپل بندګان یې د خپلو پرله پسې نعمتونو او لورنو د شکرایستنې له پېژندنې بې برخې کړي ول؛ نو د هغه له نعمتونو به یې ګټنه کوله؛ خو د هغوی شکر به یې نه پر ځای کاوه؛ د دوی نعمتونه به یې ورپراخول؛ خو شکر به یې نه کاوه.

او که له ستاینې او مننې یې برخې پاتې شوي ول؛ نو د انسانیت له بریده به وتي وه او د څارویو برید ته به ورننووتي ول او بیا به هغه کېدل، چې خدای په خپل محکم کتاب کې دوی ستایلي دي : (( دوی یوازې څاروي او بلکې تر دوی هم ورک لاري دي (فرقان/۴۴) ))

د هغه په پار د خدای ستاینه ، چې د خپل ځان په باب یې موږ ته راوپېژندل او موږ ته یې خپل شکر ایستل را الهام کړل او د علم او ربوبي درک ورونه یې راپرانستل او پوه یې کړو، چې څنګه په اخلاص د هغه توحید او ایکي یووالي ته ور و رسو او د خپلو چارو په باب یې له کږلارۍ او دوه زړۍ وژغورلو .

داسې یوه ستاینه، چې په هغو خلکو کې ژوند راوبښي، چې تل یې ستایونکي دي او له هغو وګړیو ورمخکې شو، چې د خدای د خوښۍ او بښنې غوښتنې مخکښان دي؛ هغه ستاینه، چې د عالم برزخ تورتمونه را روښانه کړي، د آخرت د نړۍ لار راته اسانه او د شرف د ګواهانو په ځایونو کې ځای راکړي .

(( هغه ورځ، چې هر څوک د خپلو کړنو ګرو دی او پر چا تېری نه کېږي؛ هغه ورځ دوست د دوست لپاره څه کار نشي کولای او مرسته به ورسره ونشي )) (جاثیه/۲۲ او دخان/۴۱) هغه ستاینه، چې زموږ له لوري په لیکل شوي کتاب کې چې مقربان پرې ګواهان دي د مرتبو خورا لوړو څوکو ته ورسي.

هغه ستاینه، چې د سترګو د روڼتیا لامل مو شي، هغه مهال، چې سترګې خړېږي او د سرلوړۍ لامل مو شي، پر هغه ورځ، چې مخونه تور دي. هغه ستاینه، چې د دوزخ له دردناک اوره مو د خلاصون لامل شي او د حق لورنې ته مو ورنږدې کړي؛ هغه ستاینه، چې له مقربو پرښتو سره مو یوځای کړي او په هغو تلپاتې ارزښتمنو کورونو کې د مرسلو انبیاوو ګاونډیان او هممیشتي شوو .

ستاینه هغه څښتن ته ځانګړې ده، چې موږ ته یې غوره اخلاق راوټاکل او خپله روزي یې زموږ په واک کې کړه او د ټولو مخلوقاتو د غوراوۍ تاج یې زموږ پر سر راکېښود او داسې یو څه یې وکړل، چې د پالونکي په امر مو ټول مخلوقات حکم منوونکي او د حق په ځواک او عزت زموږ په واک کې شي.

ستاینه د هغه خدای، چې بې له خپل ځانه یې، د اړتیا غوښتنې نور ټول ورونه راوتړل؛ نو موږ به یې څنګه ستاینه پر ځای کړو؟ یا د دې دومره نعمتونو شکر به یې وکاږو، نه هېڅکله !

ستاینه د هغه خدای ده، چې د پراختیا او اړتیا پوره کونې وزلې زموږ په وجود کې کېښوولې او موږ یې د ژوند له اروا برخمن کړو او د کړنو اسلوب او جوړښت یې راکې کوټلی او ټینګ کړ او موږ یې له پاکو او بېلابېلو خوړو سره اشنا کړو او په خپلو ناپایه لورونو او پېرزویېنو یې مړه خوا او ژوند یې را پېرزو کړ .

بیا یې یو لړ احکام راکړل، چې په خپله لاروۍ او بنده ګۍ کې مو وازمېیي او له یو لړ چارو یې منع کړو، چې په خپله شکر ایستنه کې مو وازمېيي؛ خو موږ له احکامو سرغړونه وکړه او پر هغه چارو مو لاس پورې کړ، چې ترې منع کړي یې وو؛ خو خدای مو په عذاب راکولو کې بیړه و نه کړه او په غچ اخستو کې یې هم بیړه و نه کړه؛ خو په خپلو لورنه یې پر موږ نوره پېرزو هم وکړه او د خپل خورا صبر او نرمۍ له لامله بیا هم زموږ ورستنېدا او هدایت ته پر تمه شو او ستاینه هغه خدای ته ځانګړې ده، چې موږ ته یې توبه، چې د هغه د لورنې ښکارندوی ده، راوښووله؛ او که داسې یوه لورنه یې راباندې کړې نه وه؛ نو د سترو بلاګانو او کړاوونو وړ به ګرځېدلي وو او د ده احسانونه او پېرزوګانې راباندې څومره ډېرې دي .

البته د توبې په باب، له تېرو امتونو سره د پالونکي چلن زموږ د توبې کولو په څېر نه و او خدای زموږ له اوږو هغه پېټی اوچت کړ، چې زموږ په وس کې نه وو او موږ یې تر خپلې وسې پړ وګڼلوو او زموږ لپاره یې یوازې اساني او هوساینه غوښتې، چې موږ یوه ته هم کومه پلمه پاتې نشي؛ نو سره له دې، له موږ هر یو، چې له پالونکي سرغړونه وکړي، پوپناه به شي او هر څوک چې ورمات شي او توبه وکړي؛ نو نېمکرغه به شي.

د خدای ستاینه، خدای ته د ورنږدې پرښتو او ارزښتمنو مخلوقاتو په څېر ستاینه، هغه ستاینه، چې پر نورو ستاینو او حمدونه ورغوره وي؛ لکه پر نورو مخلوقاتو زموږ د پالونکي غوراوی او همداراز د هر هغه نعمت په پار یې د خپلې پوهې هومره ستاینه، چې موږ او خپلو ټولو بندګانو ته یې له تېره تر اوسه راکړي او هر نعمت ته یې د قیامت تر ورځې پورې څو ګرایه ستاینه.

هغه ستاینه، چې شمېر او بریدونه نه لري او نشو کولای، چې پای ته یې لاسرسی ومومو او موده یې پای ته رسېدونکې نه ده؛ هغه ستاینه، چې پایله یې د خدای بښنه او بندګي ده او د هغه د بښنې او رضا تر لاسه کولو او جنت ته د ورننووتو یوه وزله ده؛ هغه ستاینه، چې له عذابه یې پناه راکړي، له غوسې یې امان او د خدای د عبادت او لاروۍ لپاره مو مرستیاله شي او هغه ستاینه، چې د ګناه کولو پر لار مو خنډ او د الهي احکامو او واجباتو ترسره کولو لپاره مو مرستیاله شي .

هغه ستاینه، چې په نېکمرغو الهي اولیاوو کې پرې سرلوړي شوو او له برکته یې د شهداوو او د دښمن په وسله د وژل شویو په لیکه کې شوو؛ ځکه الله د مؤمنانو مل ستایل شوی دی .

[1] . پر صحیفه سجادیه د شهید آیت الله باقر صدرد سریزې پښتو ژباړه ده.

د ارواښاد سيد محمد باقر صدر لنډه پېژندنه

 ارواښاد صدر د اسلامي نړۍ يو ژوراندى انديال دى، چې پوهې يې، د اسلامي علومو په باب نوې اندنې او بېسارې څېړنې راوړاندې کړي.

په اسلامي فقهې او اصولو کې د مسلمانانو يوه مرجع ګنل کېږي او د لويديځ او ختيځ د فلسفو او اقتصاد په باب يې  کتابونه خورا مشهور دي، چې په فارسي هم ژباړل شوي، دغسې د اسلامي ټولنې د واکمنۍ په باب لیکنې لري او د ارواښاد ځينې اثار په لاندې ډول دي:

الفتاوى الواضحه

بحوث فى العروة الوثقى

الاسس المنطقيه للاستقراء

النبک الاريوى فى الاسلام

المعالم الجديده فى الاصول

بحث حول الولايه

بحث حول المهدي

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست