تبلیغات

بسم الله الرحمن الرحيم   دویمه دعا وَ الْحَمْدُ لِلّهِ الّذِي مَنّ عَليْنَا بِمُحَمّدٍ نَبِيّهِ صَلّى اللّهُ عَلَيْهِ وَ آلِهِ دُونَ الْأُمَمِ الْمَاضِيَةِ وَ الْقُرُونِ السّالِفَةِ، بِقُدْرَتِهِ الّتِي لَا تَعْجِزُ عَنْ شَيْ‏ءٍ وَ إِنْ عَظُمَ، وَ لَا يَفُوتُهَا شَيْ‏ءٌ وَ إِنْ لَطُفَ. فَخَتَمَ بِنَا عَلَى جَمِيعِ مَنْ ذَرَأَ، وَ جَعَلَنَا شُهَدَاءَ عَلَى مَنْ جَحَدَ، وَ […]

بسم الله الرحمن الرحيم

 

دویمه دعا

وَ الْحَمْدُ لِلّهِ الّذِي مَنّ عَليْنَا بِمُحَمّدٍ نَبِيّهِ صَلّى اللّهُ عَلَيْهِ وَ آلِهِ دُونَ الْأُمَمِ الْمَاضِيَةِ وَ الْقُرُونِ السّالِفَةِ، بِقُدْرَتِهِ الّتِي لَا تَعْجِزُ عَنْ شَيْ‏ءٍ وَ إِنْ عَظُمَ، وَ لَا يَفُوتُهَا شَيْ‏ءٌ وَ إِنْ لَطُفَ. فَخَتَمَ بِنَا عَلَى جَمِيعِ مَنْ ذَرَأَ، وَ جَعَلَنَا شُهَدَاءَ عَلَى مَنْ جَحَدَ، وَ كَثّرَنَا بِمَنّهِ عَلَى مَنْ قَلّ. اللّهُمّ فَصَلّ عَلَى مُحَمّدٍ أَمِينِكَ عَلَى وَحْيِكَ، وَ نَجِيبِكَ مِنْ خَلْقِكَ، وَ صَفِيّكَ مِنْ عِبَادِكَ، إِمَامِ الرّحْمَةِ، وَ قَائِدِ الْخَيْرِ، وَ مِفْتَاحِ الْبَرَكَةِ. كَمَا نَصَبَ لِأَمْرِكَ نَفْسَهُ‏ وَ عَرّضَ فِيكَ لِلْمَكْرُوهِ بَدَنَهُ‏ وَ كَاشَفَ فِي الدّعَاءِ إِلَيْكَ حَامّتَهُ‏ وَ حَارَبَ فِي رِضَاكَ أُسْرَتَهُ‏ وَ قَطَعَ فِي إِحْيَاءِ دِينِكَ رَحِمَهُ. وَ أَقْصَى الْأَدْنَيْنَ عَلَى جُحُودِهِمْ‏ وَ قَرّبَ الْأَقْصَيْنَ عَلَى اسْتِجَابَتِهِمْ لَكَ. وَ وَالَى فِيكَ الْأَبْعَدِينَ‏ وَ عَادَى فِيكَ الْأَقْرَبِينَ‏ و أَدْأَبَ نَفْسَهُ فِي تَبْلِيغِ رِسَالَتِكَ‏ وَ أَتْعَبَهَا بِالدّعَاءِ إِلَى مِلّتِكَ. وَ شَغَلَهَا بِالنّصْحِ لِأَهْلِ دَعْوَتِكَ‏ وَ هَاجَرَ إِلَى بِلَادِ الْغُربَةِ، وَ مَحَلّ النّأْيِ عَنْ مَوْطِنِ رَحْلِهِ، وَ مَوْضِعِ رِجْلِهِ، وَ مَسْقَطِ رَأْسِهِ، وَ مَأْنَسِ نَفْسِهِ، إِرَادَةً مِنْهُ لِإِعْزَازِ دِينِكَ، وَ اسْتِنْصَاراً عَلَى أَهْلِ الْكُفْرِ بِكَ. حَتّى اسْتَتَبّ لَهُ مَا حَاوَلَ فِي أَعْدَائِكَ‏ وَ اسْتَتَمّ لَهُ مَا دَبّرَ فِي أَوْلِيَائِكَ. فَنَهَدَ إِلَيْهِمْ مُسْتَفْتِحاً بِعَوْنِكَ، وَ مُتَقَوّياً عَلَى ضَعْفِهِ بِنَصْرِكَ‏ فَغَزَاهُمْ فِي عُقْرِ دِيَارِهِمْ. وَ هَجَمَ عَلَيْهِمْ فِي بُحْبُوحَةِ قَرَارِهِمْ‏ حَتّى ظَهَرَ أَمْرُكَ، وَ عَلَتْ كَلِمَتُكَ، وَ لَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ. اللّهُمّ فَارْفَعْهُ بِمَا كَدَحَ فِيكَ إِلَى الدّرَجَةِ الْعُلْيَا مِنْ جَنّتِكَ‏ حَتّى لَا يُسَاوَى فِي مَنْزِلَةٍ، وَ لَا يُكَافَأَ فِي مَرْتَبَةٍ، وَ لَا يُوَازِيَهُ لَدَيْكَ مَلَكٌ مُقَرّبٌ، وَ لَا نَبِيّ‏ٌ مُرْسَلٌ. وَ عَرّفْهُ فِي أَهْلِهِ الطّاهِرِينَ وَ أُمّتِهِ الْمُؤْمِنِينَ مِنْ حُسْنِ الشّفَاعَةِ أَجَلّ مَا وَعَدْتَهُ‏ يَا نَافِذَ الْعِدَةِ، يَا وَافِيَ الْقَوْلِ، يَا مُبَدّلَ السّيّئَاتِ بِأَضْعَافِهَا مِنَ الْحَسَنَاتِ إِنّكَ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ.

پر حضرت محمد(ص) او آل محمد درود

ستاینه هغه الله ته ده، چې په حضرت محمد (ص) یې پر موږ منت کېښود، حال داچې تر موږ مخکې قومونه او خلک له آنحضرته بې برخې ول او دا د خدای په ناماتي ځواک پورې اړوند ده، چې هر څه چې څومره ستر هم وي، د هغه له ولکې بهر نه دي او یو څه چې څومره هم کوچني وي، خلاصی ترې نه لري.

هو! متعال خدای زموږ د مسلمانانو ټولی، خپل روستي مخلوقات وټاکل او موږ یې د حقایقو پر منکرینو شاهدان کړو او موږ یې پر خپل فضل او کرم پر هغو خلکو ورزیات کړو چې لږ وه.

پالونکیه! پر حضرت محمد(صلی الله علیه و آله وسلم)، چې د وحې امین دې و، درود ووایه؛ هماغه چې په مخلوقاتو کې دې وټاکل شو. هغه چې د لورنو مشر، د ښېګڼو مخکښ او د برکتونو کونجي وه؛ لکه څنګه چې آنحضرت دې د احکامو پلي کولو ته ګومارلی و او ستا د رضا په لار کې یې خپل ځان سختیو او کړاوونو ته نیولی و. تردې چې ستا د دین ژوندي کولو ته یې له خپلو سره پرېښووله او ستا په پار یې خپل خپلوان پرېښوول او پردي یې ددې لپاره خپل یاران کړل، چې ستا دین یې منلی و او له خورا لرې خلکو سره یې ستا د رضا لپاره د دوستۍ اړیکه ټینګه کړه او ستا د رضا لپاره یې له خپل ټبر سره دښمني وکړه.

هماغه چې ستا د پیغام د تبلیغ لپاره یې ځان ستړی کړ او ستا دین ته یې د خلکو د رابللو لپاره کړاوونه وګالل او هغوی ته په نصیحت او ورم بوخت شو، چې نېغې لارې ته دې رابللي دي . هغه چې ناپېژاندو ښارونو ته یې هجرت وکړ، هلته چې له وطنه یې لرې و او د انس او الفت، ناستې پاستې، تګ راتګ او زوکړې ځای یې نه و او دا ځکه ول، چې ستا دین ته یې عزت وباښه او د نورو په مرسته ستا پر منکرینو لاسبری شو، چې په پایله کې هغه څه لاس ته راغلل، چې د دښمنانو په باب دې د بري او سوبې ته په کار ول او هغه څه یې ترسره کړل، چې د دوستانو په باب یې فکر کېده .

رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) له تا مرسته وغوښته او تا یې مرسته وکړه، تردې چې ستا د ځواک په مرسته یې ستا له دښمنانو سره په جګړه لاس پورې کړ او تر هغه مخکې ولاړ، چې په ښارونو کې یې، ان چې د هغوی په کورونو کې يې ورته د خوځېدو فرصت ور نه کړ، چې په پایله کې یې ستا دین راڅرګند او وینا دې رادبره شوه، که څه مشرکان پرې خوښ نه ول .

خدایه! رسول الله (ص) ته یوه داسې خورا ستره جنتي مرتبه ورکړه، داسې مقام او رتبه، چې د چا نه وي او یوه پرښته هم که څه د درشل له مقربینو دې وي او یو مرسل پېغمبر یې هم له مقام سره برابری و نه کړای شي.

خدایه! په شفاعت کې یې ځوځات او مؤمن امت تر هغه څه ډېر راونغاړه، چې ژمنه دې ورسره کړې ده . ای خدایه! چې پر خپله خبره دې ولاړ یې او ای هغه چې بدۍ پر څو ګرایه ښېګڼو اړوې او سکه، چې د ستر کرم او فضل څښتن یې.

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست