تبلیغات

د هجرت پر اتم كال كې يې پېغمبر اکرم(ص) خبر كړ، چې په ((يابس)) سيمه كې دولس زره تنه سپاره راټول شوي او ژمنه يې كړې، تر هغې به نه كېني، چې پېغمبر (ص)، علي (ک) او د مسلمانانو ټولی يې خپورو وركړى نه وي. پېغمبر(ص) ډېرى خپل ياران د ځينو اصحابو په مشرۍ ورولېږل؛ […]

د هجرت پر اتم كال كې يې پېغمبر اکرم(ص) خبر كړ، چې په ((يابس)) سيمه كې دولس زره تنه سپاره راټول شوي او ژمنه يې كړې، تر هغې به نه كېني، چې پېغمبر (ص)، علي (ک) او د مسلمانانو ټولی يې خپورو وركړى نه وي. پېغمبر(ص) ډېرى خپل ياران د ځينو اصحابو په مشرۍ ورولېږل؛ خو تر خبرو اترو روسته بې پايلې راستانه شوو. په پاى كې پېغمبر(ص) د علي (ك) په مشرۍ د مهاجرينو او انصارو ګڼ شمېر غزا ته ورولېږل. په بېړه سيمې ته وروخوځېدل او د شپې يې منزل كاوه او ګهيځ يې دښمن محاصره كړ. ړومبى يې اسلام ور وړاندې كړ او چې يې و نه مانه؛ نو هوا لا تياره شوې نه وه، چې بريد یې پرې وكړ، ويې ځپل، يو شمېر يې ووژل، ښځې او اولادونه يې بنديان كړل او ډېرې ولجې يې ونيوې. په دې پسې د عاديات سورت رانازل شو، حال داچې مدينې ته د اسلام پوځ راستون شوى نه و. پېغمبر (ص) د ګهيځ لمانځه ته جومات ته راغى او په لمانځه كې يې دا سورت ولوست. تر لمانځه روسته يارانو يې ورته وويل: دا سورت خو مو لا تر اوسه اورېدلى نه و. پېغمبر (ص) وويل: ((هو! علي پر دښمنانو بريالى شو او تېره شپه جبرائيل ددې سورت په راوړو زېرى راباندې وكړ)) څو ورځې روسته، علي (ک) د اسلام له پوځ سره له ډېر ولجو او بنديانو سره مدينې ته راغى[1].

پېغمبر(ص) له يو شمېر يارانو سره د لښكر ښه راغلاست ته ورغى. د پوځ لښكر د پېغمبر (ص) په ليدو سملاسي له اسه راكوز شو. پېغمبر(ص) علي (ک) پر ملا وواهه، ويې ويل: (( پر آس سپور شه، چې خداى او رسول يې درنه خوشحال دي)). په دې وخت کې علي (ک) له خوشحالۍ ژړغونى شو او پېغمبر(ص) د علي (ك) په هكله دا تاريخي خبره وكړه: (( كه نه واى، چې د امت مې يوه ډله ستا په هكله هغه مطلب ووايي، چې مسيحيانو د حضرت مسيح په اړه ويلي ول، ستا په اړه مې یوه خبره كوله، چې له كوم ځايه تېرېدې؛ نو ستا د پښو خاورې به يې د تبرك لپاره را اخستې[2].))

[1] نمونه، 27: 239 مخ.

[2] منشور جاويد، 7: 33 مخ.

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست