تبلیغات

کوثر څه ته وايي؟

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ کوثر څه ته وايي؟ *((کوثر)) له کثرته اخستل شوى، چې د “ډېر خير” په مانا دى او څرګنده ده، چې دا مانا ډېر مصداقونه لري؛  لکه وحې، نبوت، قرآن، د شفاعت مقام، ډېره پوهه، ښه اخلاق؛ خو د سورت روستى آيت ددې لووى-ګواه دى، چې له کوثره مراد د پېغمبر اکرم […]

حضرت فاطمة الزهرا او د پېغمبر اکرم (ص) مړينه

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حضرت فاطمة الزهرا او د پېغمبر اکرم (ص) مړينه      پېغمبراكرم د عمر په پاتې شپو ورځو كې پر ممبر كېناست او ويې وويل: (( د چا چې زه پوروړى يم، رادې شي او خپل پور دې واخلي.))  تر دې وروسته حضرت “بلال” (رض) د مدينې په كوڅو كې په لوړغږ […]

د حضرت فاطمې بي بي ژوند

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ فاطمة الزهرا او د قيامت ورځ  حضرت فاطمه د جنت د ښځو بي بي بلل شوې ده. په دې هكله حضرت علي له پېغمبر اكرم (ص) څخه روايتوي : ((لور مې فاطمه په قيامت کې په داسې حال كې پاڅېږي،چې د”آب حيات” كالي به يې اغوستې وي او ټول به ورته […]

ګټوره مينه

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ګټوره مينه       حضرت سلمان فارسي (رض) له  پېغمبر اكرم (ص) روايتوي : (( سلمانه! كه څوك زما له لور فاطمې سره مينه ولري؛ نو په جنت كې به راسره وي او كه ورسره كينه ولري؛ نو ځاى به يې دوزخ وي، سلمانه!انسان ته له فاطمې سره مينه په سلو ځايو […]

د حضرت فاطمه الزهرا ژوند

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د مباهلې آيت او نبوي کورنۍ       د هجرت پر لسم كال د “نجران” مسيحيان د بحث لپاره پېغمبر اكرم (ص)  ته راغلل. د ډلې مشرانو هر يو “سيد”،”عاقب” او “ابوحارثه” له پېغمبر اكرم (ص) ډول ډول پوښتنې وكړې . دا وخت دا آيت نازل شو:  ((فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ […]

د حضرت فاطمه الزهرا ژوند

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت فاطمه الزهرا ژوند خوشال بابا وایي : سرحلقه د اولياوو هغه شــــــــــماره چې شيطان يې بند کړى په قفس دى[1] شفاعت د محمد ثابت په نـــــص دى دا په دا چې د درست جهان آخص دي د موسى دعيسى کله دا ضـــــــفت وو د لولاک نعت پرده باندې مختص […]

نبوي کورنۍ او د قربی آیت

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ نبوي کورنۍ او د قربی آیت   ذَلِكَ الَّذِي يُبَشِّرُ اللَّهُ عِبَادَهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى وَمَن يَقْتَرِفْ حَسَنَةً نَّزِدْ لَهُ فِيهَا حُسْنًا إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ شَكُورٌ[1] = دا (هماغه) څه دي،چې خداى يې خپلو هغو بندګانو ته زېرى وركوي،چې ايمان يې […]

د حضرت فاطمه الزهرا (رض) ژوند

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  ( د حضرت فاطمې بي بي ژوند پر له پسې برخه ) د تطهير آيت او نبوي کورنۍ “صفيه د شيبه لور” له حضرت عايشي ام المؤمنين (رض) نه روايتوي، چې: (( يو سبايي  پېغمبر اكرم توره او نقشي چپن “كساء” پر اوږو اچولې،له ځايه راپورته شو،لږه شېبه وروسته “حسن بن […]

د فاطمة الزهرا (رض) ژوند

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   ( د حضرت فاطمې بي بي ژوند پر له پسې برخه ) نبوي کورنۍ او “هل اتى” سورت يوه ورځ “امام حسن” او “امام حسين “ناروغه شول،پېغمبر اكرم له يو شمېر يارانوسره پوښتنې ته ورغى،چې حضرت ابوبكر او حضرت عمر(رضى الله عنهما) هم ورسره ول . پېغمبر اكرم،علي (ك) ته […]

د جنت ښاغلي

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ( د حضرت فاطمې بي بي ژوند پر له پسې برخه ) د جنت ښاغلي خوشال بابا وايي : له اوله تر اخره په جهان کې            د سيد غوندې څوک نشته معراجي   حضرت فاطمې، “امام حسن”او امام حسين، رسول الله (ص) ته راوستل او ويې ويل: ((پلارجانه!حسن او حسين ستا […]