|
|
|
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ |
|
د لوراند او لورین الله په نامه
|
هَلْ أَتَى عَلَى الْإِنسَانِ حِينٌ مِّنَ الدَّهْرِ لَمْ يَكُن شَيْئًا مَّذْكُورًا ﴿۱﴾ |
|
هو! پر انسان د روزگار يو (داسې) وخت (پړاو) تېر شوى،چې د يادونې وړ كوم څېز نه و؟ (۱)
|
إِنَّا خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن نُّطْفَةٍ أَمْشَاجٍ نَّبْتَلِيهِ فَجَعَلْنَاهُ سَمِيعًا بَصِيرًا ﴿۲﴾ |
|
په حقيقت كې انسان مو له یو ګډ شوي څاڅكي پيدا كړ،چې و یې ازمېيو (؛نو ځكه) هغه مو اورېدونكى او ليدونكى وګرځاوه . (۲)
|
إِنَّا هَدَيْنَاهُ السَّبِيلَ إِمَّا شَاكِرًا وَإِمَّا كَفُورًا ﴿۳﴾ |
|
په رښتینه كې موږ (سمه) لار وروښووه،كه منندوى وي (او ويې مني) يا نامنندوى (او ويې نه مني). (۳)
|
إِنَّا أَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ سَلَاسِلَا وَأَغْلَالًا وَسَعِيرًا ﴿۴﴾ |
|
په حقيقت كې كافرانو ته مو ځنځيرونه او غړوندي او سوځنده اور چمتو كړي دي! (۴)
|
إِنَّ الْأَبْرَارَ يَشْرَبُونَ مِن كَأْسٍ كَانَ مِزَاجُهَا كَافُورًا ﴿۵﴾ |
|
په حقيقت كې نېكان به (د شرابو) له داسې جامونو څښي، چې كافور (ښه عطر) ورسره ګډ شوي وي،، (۵)
|
عَيْنًا يَشْرَبُ بِهَا عِبَادُ اللَّهِ يُفَجِّرُونَهَا تَفْجِيرًا ﴿۶﴾ |
|
(هماغه) چينه،چې د الله [نېك] بندګان يې ترې څښي او پخپله خوښه يې هرې خوا ته بهولاى شي . (۶)
|
يُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَيَخَافُونَ يَوْمًا كَانَ شَرُّهُ مُسْتَطِيرًا ﴿۷﴾ |
|
دوى (نېكان) خپل نذرونه پوره كوي او له هغې ورځې وېرېږي،چې شر (او عذاب) یې خور وور دی . (۷)
|
وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا ﴿۸﴾ |
|
او (خپل) خواړه سره له دې چې خوښېږي یې (او اړتیا ورته لري) ((مسكين))، ((پلارمړي)) او ((بندي)) ته وركوي . (۸)
|
إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لَا نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَاء وَلَا شُكُورًا ﴿۹﴾ |
|
(او وايي : ) تاسې ته يوازې د الله د رضا لپاره خواړه دركوو (او) هېڅ بدله او مننه درځنې نه غواړو. . (۹)
|
إِنَّا نَخَافُ مِن رَّبِّنَا يَوْمًا عَبُوسًا قَمْطَرِيرًا ﴿۱۰﴾ |
|
په حقيقت كې موږ له خپل پالونكي پر هغه ورځ وېرېږو، چې ډېره تریومخې او سخته ده. (۱۰)
|
فَوَقَاهُمُ اللَّهُ شَرَّ ذَلِكَ الْيَوْمِ وَلَقَّاهُمْ نَضْرَةً وَسُرُورًا ﴿۱۱﴾ |
|
نو الله (ددې ګروهې او كړنو له لامله) دوی د هغې ورځې له شره خوندي کړي او له ښېرازۍ او خوښۍ سره یې مخامخوي . (۱۱)
|
وَجَزَاهُم بِمَا صَبَرُوا جَنَّةً وَحَرِيرًا ﴿۱۲﴾ |
|
او د زغم په بدل كې دوی ته جنت او ورېښمينې [جامې] وركوي. . (۱۲)
|
مُتَّكِئِينَ فِيهَا عَلَى الْأَرَائِكِ لَا يَرَوْنَ فِيهَا شَمْسًا وَلَا زَمْهَرِيرًا ﴿۱۳﴾ |
|
هلته به پر تختونو ډډه وهلي ناست وي نه به د لمر [ګرمي] او نه (د ژمي) سخت ساړه ويني؛ (۱۳)
|
وَدَانِيَةً عَلَيْهِمْ ظِلَالُهَا وَذُلِّلَتْ قُطُوفُهَا تَذْلِيلًا ﴿۱۴﴾ |
|
او د جنت د ونو څانګې به پرې ورټيټې شوې سيورنې وي او د مېوو راشكول به يې ډېر اسان وي .(۱۴)
|
وَيُطَافُ عَلَيْهِم بِآنِيَةٍ مِّن فِضَّةٍ وَأَكْوَابٍ كَانَتْ قَوَارِيرَا ﴿۱۵﴾ |
|
او ګرچاپېره به د سپينو زرو لوښي او بلورينې كوزې ترې ګرځول كېږي (چې له غوره خوړو او څښاکه به ډك وي). (۱۵)
|
قَوَارِيرَ مِن فِضَّةٍ قَدَّرُوهَا تَقْدِيرًا ﴿۱۶﴾ |
|
د سپينو زرو د بلورينو كوزو اندازه يې پوره سمه ټاكلې ده . (۱۶)
|
وَيُسْقَوْنَ فِيهَا كَأْسًا كَانَ مِزَاجُهَا زَنجَبِيلًا ﴿۱۷﴾ |
|
او هلته داسې جامونه ورباندې څښلېږي،چې (شراب) يې له سونډو سره ګډ شوي دي، (۱۷)
|
عَيْنًا فِيهَا تُسَمَّى سَلْسَبِيلًا ﴿۱۸﴾ |
|
[او دا څښاك] له [هغه] چينې [دى] چې هلته سلسبيل نومېږي؛ (۱۸)
|
وَيَطُوفُ عَلَيْهِمْ وِلْدَانٌ مُّخَلَّدُونَ إِذَا رَأَيْتَهُمْ حَسِبْتَهُمْ لُؤْلُؤًا مَّنثُورًا ﴿۱۹﴾ |
|
او (د مېلمستيا لپاره) ګرچاپېره ((همېشني هلكان)) پرې ګرځي راګرځي، چې و يې ويني (؛ نو) د شيندل شويو مرغلرو ګومان به پرې وکړې. (۱۹)
|
وَإِذَا رَأَيْتَ ثَمَّ رَأَيْتَ نَعِيمًا وَمُلْكًا كَبِيرًا ﴿۲۰﴾ |
|
او چې هلته (هرې خوا ته) وګورې (؛نو) پراخ نعمتونه او ستر سلطنت به دې تر سترګو شي . (۲۰)
|
عَالِيَهُمْ ثِيَابُ سُندُسٍ خُضْرٌ وَإِسْتَبْرَقٌ وَحُلُّوا أَسَاوِرَ مِن فِضَّةٍ وَسَقَاهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُورًا ﴿۲۱﴾ |
|
د جنتيانو پر تن به نرۍ او پرېړې ورېښمينې شنې جامې وي او د سپينو زرو په بنګړيو به سينګار وي او پالونكى به يې په پاکو څښاکو خړوبوي . (۲۱)
|
إِنَّ هَذَا كَانَ لَكُمْ جَزَاء وَكَانَ سَعْيُكُم مَّشْكُورًا ﴿۲۲﴾ |
|
په حقيقت كې دا مو بدله ده او هڅې مو منل شوې دي . (۲۲)
|
إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْقُرْآنَ تَنزِيلًا ﴿۲۳﴾ |
|
همدا موږ قرآن پر تا نازل كړى دى؛ (۲۳)
|
فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تُطِعْ مِنْهُمْ آثِمًا أَوْ كَفُورًا ﴿۲۴﴾ |
|
نو د خپل پالونكي د حكم (په تبليغ او عملي كولو كې) زغمناك (او ټينګ) وسه او له دوى د هيڅ يوه ګناهګار يا نامنندوى (كافر) خبره مه منه . (۲۴)
|
وَاذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ بُكْرَةً وَأَصِيلًا ﴿۲۵﴾ |
|
او هر سبا و بېګا د خپل پالونكي نامه يادوه. (۲۵)
|
وَمِنَ اللَّيْلِ فَاسْجُدْ لَهُ وَسَبِّحْهُ لَيْلًا طَوِيلًا ﴿۲۶﴾ |
|
او د شپې په څه برخه كې (راپاڅه) او سجده ورته وكړه او اوږده شپه يې ستايه .(۲۶)
|
إِنَّ هَؤُلَاء يُحِبُّونَ الْعَاجِلَةَ وَيَذَرُونَ وَرَاءهُمْ يَوْمًا ثَقِيلًا ﴿۲۷﴾ |
|
په حقيقت كې دا خلک ژرتیری[ دنيوي ژوند] خوښوي او تر شا درنه ورځ [قيامت] پرېږدي . (۲۷)
|
نَحْنُ خَلَقْنَاهُمْ وَشَدَدْنَا أَسْرَهُمْ وَإِذَا شِئْنَا بَدَّلْنَا أَمْثَالَهُمْ تَبْدِيلًا ﴿۲۸﴾ |
|
دوى خو موږ پيدا كړي او د بدن بندونه او اندامونه يې مو ورټینګ كړي او چې وغواړو (ټول له منځه وړاى شول) او پر ځاى يې په څېر راولو. (۲۸)
|
إِنَّ هَذِهِ تَذْكِرَةٌ فَمَن شَاء اتَّخَذَ إِلَى رَبِّهِ سَبِيلًا ﴿۲۹﴾ |
|
په حقيقت كې دا يو پند دى؛ نو څوك چې غواړي (له ده نه په ګټنې) د خپل پالونكي پر لور لار خپلولای شي . (۲۹)
|
وَمَا تَشَاؤُونَ إِلَّا أَن يَشَاءَ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا ﴿۳۰﴾ |
|
هېڅ څیز مو په خوښه نه كېږي؛خو دا چې الله يې وغواړي[؛ځكه] چې هغه پوه حكيم دى . (۳۰)
|
يُدْخِلُ مَن يَشَاءُ فِي رَحْمَتِهِ وَالظَّالِمِينَ أَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿۳۱﴾ |
|
چا ته يې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) پخپل (پراخ) رحمت كې يې رانغاړي او ظالمانو ته يې دردناك عذاب چمتو كړى دى! (۳۱)
|