بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۹ مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة) حضرت ابوذر(رض)د مكې په فتح كې له خپل محبوب سره و ((وَقُلْ جَاء الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا (اسرا – 81)= ( او ووايه :((حق راغى اوباطل له منځه ولاړ […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۹ مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة)
حضرت ابوذر(رض)د مكې په فتح كې له خپل محبوب سره و
((وَقُلْ جَاء الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا (اسرا – 81)= ( او ووايه :((حق راغى اوباطل له منځه ولاړ (؛ځکه) چې باطل له منځه تلونى دى .))
آنحضرت(ص) په جومات كې له يوې ډلې سره غلى په فكر كې ناست و، ټولو خيال كاوه،چې ګنې پر پېغمبراکرم (ص) وحې نازله شوې ده؛ځكه يې پر خپل حال پرېښود. وخت همداسې تېرېده او ټول غلي ناست ول،په جومات كې د ناستو مغزو ته ډول ډول سوچونه راتلل،چې څه چل شوى دى . داسې غلي ناست ول؛لكه د هر يو پر سر چې مرغۍ ناسته وي او كه وخوځي؛نو وا به لوځي،د ابوذر(رض) پر راتګ چوپتيا ماته شوه؛ ابوذر(رض) په خوارۍ ځان له خلكو راواېست او ځان يې پېغمبراکرم (ص) ته ورساوه او په څنګ كې ورسره كېناست .
پېغمبراکرم(ص) ابوذر(رض)ته وكتل ورته يې وويل:لمونځ دې كړى؟
ابوذر(رض) : نه .
پېغمبراکرم(ص) : پاڅه لمونځ وكړه.
ابوذر(رض) پاڅېد او د ماسپښين څلور ركعته لمونځ يې وكړ.
پېغمبراکرم(ص) ابوذر(رض)ته وويل:ابوذره! له خدايه او د انس او جن له دښمنانو پناه غواړه.
ابوذر(رض) : د خداى رسوله ! بشر هم دښمنان لري؟!
پېغمبراکرم(ص): هو! د جن او انس دښمنان د هغوى ښايسته او غولوونكې خبرې دي، چې يو بل ته يې كوي .
پېغمبراکرم(ص)غلى شو، ابوذر(رض)هم غلى شو.دې خبرې د خلكو د زړونو پخوانۍ خاطرې راژوندۍ كړې .
بيا پېغمبراکرم(ص) وويل: ابوذره! خوښه دې نه ده،چې د جنت له خزانو يو څو ټكي در زده كړم .
ابوذر: ولې نه ! اى د خداى رسوله، ځار دې شم.
پېغمبراکرم(ص): له خداى پرته بل هېڅ ځواك نشته.
بيا ټول غلي شول .
عمرو بن سالم (رض) په تادۍ او منډه جومات ته راننووت او پرېشانه د پېغمبراکرم(ص) خواته كېناست او ويې ويل:د خداى رسوله! د “حديبې” تړون يې مات كړ.
په خلكو كې شور زوږ شو: څنګه ! كله! ولې! چا !!!؟؟؟
عمرو بن سالم(رض) : زما ټبر (خزاعه) ستاسې هم ژمنى دى او د “بكر” ټبر د قريشو ملاتړ اعلان كړ؛ لكه څنګه چې پوهېږئ زموږ او د بني بكر ترمنځ ډېرې دښمنۍ او شخړې تېرې شوي،چې د حديبې تر تړون وروسته هوارې شوې وې . تاسې چې د “موته” په جګړه كې له روميانو غچ وانه خست؛نو قريش پر دې خيال شول،چې تردې وروسته مسلمين ځواكمنېداى نشي؛ځکه يې د بنى بكر ټبر زموږ پر خلاف راپارولى دى؛هغه تېره ورځ،چې زموږ د اوبو وار و، پر موږ يې بريد وكړ او څو يې راڅخه ووژل؛زه هم راغلى يم،چې تاسې زموږ مرستندوى شئ.
پېغمبراکرم (ص) په ډاډ او ارام سره وويل : مرستندوى به دې شو.
پېغمبراکرم (ص) په فكر كې شو،چې ددې شخړې هوارول يوازې د مكې فتح ده. پېغمبراکرم(ص) د عربستان شاوخوا ته خپل پيغامونه واستول او خلك يې خبر كړل،ورته يې وويل : چې “تيار شئ” او زما د حکم په تمه شئ .
سوچ او غور يې كاوه، چې مكه څنګه له جګړې او وينې تويېدو پرته فتح كړي.
داسې فكر ورغى : خلك بې له دې چې خبر شي،چې چيرته ځي، جګړې ته تيار كړي،چې د مكې كفار د دوى له ارادې او كاره خبر نشي او هغوى ځان د يوه ترسره شوي كار پر وړاندې وويني،چې هغه وخت به ترې ورخ اوبو وړى وي.
خلك تيار شول،بې له دې چې پوه شي چېرته روان دي . پېغمبراکرم (ص) له ابوذر(رض) سره له جوماته راووت،چې ورته ووايي : د مكې د فتح لپاره روان يو. د راتلو پر وخت يې يوه ونه له دوو ښاخونو راونيوه او ويې خوځوله،چې پاڼې يې راتويې شوې،بيا يې وويل: ابوذره !
ابوذر(رض) : ځار دې شم، څه وياست .
پېغمبراکرم(ص): مسلمان بنده كه د خداى لپاره لمونځ وكړي ګناهانو يې لكه د دې ونې د پاڼو په څېر رژېږي .
دواړه روان شول او ځانونه يې لښكر ته ورسول او امر يې وكړ، چې د مكې د فتح لپاره لېچې راونغاړئ! پام كوئ،چې د قريشو جاسوسان درباندې خبر نشي او له ټولو هيله لرم،چې دا مهمه اوستره دنده په ډېر احتياط سرته ورسوئ .
لښكر له مدينې څخه د مكې پر لور روان شو، مدينې لا تر اوسه دومره لوى لښكر نه و ليدلى. حضرت ابوذر(رض) پر ټوله لار له آنحضرت(ص) نه بېل نه شو او د هغه خدمت يې كاوه.د مسلمانانو لښكر”مرالظهران” ته ورسېد. په دې وخت د مكې پر خلكو د وېرې سيورى خپور شو او “ابوسفيان”، “بديل” او “كليم” د خبر راووړو لپاره له مكې بهر واستول .
حضرت عباس(رض) د پېغمبر تره د پېغمبراکرم (ص) پر اوښ سپور روان و، چې ناڅاپه يې غږ واورېد او ودرېد،غوږ يې ونيو،چې ابوسفيان او بديل يو له بل سره خبرې كوي .
ابوسفيان : تر اوسه مې لا دومره لوى لښكر نه و ليدلى .
بديل : دا د “خزاعه” قوم دى، چې د جنګ لپاره راغلى دى.
ابوسفيان : د خزاعه قوم دومره نه دى؛لكه دا څومره اور،چې لګېدلى دى .
حضرت عباس(رض) د ابوسفيان غږ وپېژاند او غږ يې كړ: “ابوحنظله” (ابوسفيانه )!
ابوسفيان هم د عباس(رض)غږ وپېژاند او ځواب يې وركړ: “ابوالفضل”(عباسه)! څه خبره ده؟!
عباس(رض) : د خداى رسول(ص) راغلى دى . افسوس پر خلكو كه په زور مكې ته راننوځي .
ابوسفيان له وېرې په رپار شو او ويې ويل : موروپلار مې دې درنه ځار شي اوس به څه كېږي؟ چاره څه ده؟
عباس، هغه د پېغمبراکرم(ص) پر اوښ خپل شا ته كېناوه او روان شول . خلكو،چې د پېغمبراکرم (ص) اوښ ليده؛ نو لاره يې پرانسته، له لګېدليو اورونو،چې (د مكيانو د وېرولو لپاره بل شوى و) تېرېدل. د حضرت عمر(رض) له اوره، چې تېر شول؛ نو حضرت عمر (رض) ابوسفيان وليد او په منډه يې ځان د پېغمبراکرم (ص) کېږدۍ ته ور ورساوه او له پېغمبراکرم (ص) يې وغوښتل : اجازه راكړئ،چې ابوسفيان څټ مخى حلال كړم .
عباس(رض) وويل: د خداى رسوله ! ما هغه ته پناه وركړې ده.
د حضرت عباس او حضرت عمر(رضی الله عنهم) ترمنځ غږونه پورته شول، چې حضرت پېغمبر اکرم (ص) عباس(رض) ته وويل: له ځان سره يې بوځه او سبا راشئ .
سبا سهار د مهاجرو او انصارو مشران له پېغمبر اکرم(ص) راټول شول . پېغمبراکرم(ص) وويل : ابوسفيانه!پر ځان ووېرېږه! اوس يې وخت دى،چې وپوهېږې،چې له خداى پرته بل خداى نشته .
ابوسفيان : ځار دې شم،ته څومره نېك او څومره پر خپلو خپلوانو مهربان يې . پر خداى قسم كه له خداى پرته بل خداى واى؛ نو اوس به يې هرومرو يو څه كړي واى .
پېغمبراکرم(ص) : ابوسفيانه! پر ځان ووېرېږه! اوس يې وخت دى، چې پوه شې،چې زه د خداى استازى يم .
ابوسفيان : موروپلار مې درځار شه،ته څومره مهربان او نېك او څومره پر خپلو خپلوانو مهربان يې، ما هم همدا فكر كاوه، چې يو څه خبره خو ده.
عباس(رض)، ابوسفيان ته مخ كړ،ورته يې وويل : مخکې تردې ، چې څټ مخى دې حلال كړي، مسلمان شه .(ابوسفيان بل يو سپڼ هم و نه کړ او مسلمان شو).
لښكر د مكې پر لور روان شو؛ پېغمبر اکرم(ص) د مهاجرو له يوې ډلې سره پر يوې غونډۍ (چې شاته يې مكه وه) وخوت . د “ذى طوى” غره ته چې ورسېدل، تر اوه كالو سختيو،مهاجرتونو او بېکوريو وروسته يې مكه وليده. حضرت محمد (ص) له غره د مكې ګوټ ګوټ ته كتل؛ پخواني يادونه يې رايادېدل؛د “حرا” غار ته په ځير شو او ور ياد يې شول،چې هلته يې ډېرې شپې په تفكر تېرې كړې وې، د وحې د نازليدو شپه يې ور پر زړه شوه . د مكې دښتو ورته د شپنۍ او سوداګرۍ شپې ورځې رايادې كړې، ښار ته يې چې كتل د قريشو ظلمونه او تېري وريادېدل . د مهربانې او غمخورې “خديجې” كور،د خداى كور،د مكې د شاوخوا غرونه، ټول يې له سترګو تېر كړل؛ غټې تړمې اوښكې يې پر اننګو راتويې شوې او پر سجده پرېووت . د حضرت ابوطالب او حضرت خديجې قبر ته ناست و،چې وپوښتل شو: د استراحت لپاره به خپل كور ته ځې؟
پېغمبر اکرم : كوم كور؟ دوى خو په مكه کې ماته كور نه دى پرېښى،چې پکې استراحت وكړم .
د حضرت خديجې بي بي او حضرت ابوطالب د قبر تر څنګ يې ورته سيورى جوړ كړ او استراحت يې وكړ او وروسته پر خپل اوښ سپور او له غره راكوز شو. حضرت ابوذر(رض) يو لوښى له اوبو ډك كړ او پېغمبراکرم (ص) ته يې پرده ونيوه،چې ځان پرېمينځي . بيا پېغمبراکرم (ص)، ابوذر(رض) ته پرده ونيوه او هغه هم ځان پرېمينځه .
دواړه په خوشحالۍ كعبې ته روان شول؛ پېغمبراکرم (ص) له كعبې اوه ځل راوګرځېد او “طواف” يې وكړ او وروسته يې د كعبې ور پرانست . د تاريخ تر ټولو حساسې شېبې رارسېدلې وې؛ ډېر ژر به د بوت نمانځنې كډه بار شي او د توحيد نيالګى به وكرل شي. د بوتانود عزت يو څو شېبې پاتې دي . پېغمبر اکرم(ص) د كعبې وره ته ودرېد، خلك ټول په تمه دي،چې پېغمبراکرم(ص) به ورسره څه كوي؟غچ به اخلي كه نه ؟ څه چل به كېږي؟خلك ټول د خپل برخليك په تمه ول، چې پېغمبر اکرم په خبرو پيل وكړ او ويې ويل :
(( يَا أَيُّهَا النَّاس إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ (حجرات/٣) = خلكو! په واقع كې موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځې پيدا كړي ياست او موږ تاسې څانګې (او خېلونه) او ټبرټبر وګرځولئ،چې سره وپېژنئ (خو دا د امتياز كچه نه ده) په حقيقت كې د خداى پر وړاندې ستاسې ډېر عزتمن،ستاسې ډېر پرهېزګار دى په رښتيا چې خداى پوه (او) خبر دى .)
بيا هم له خلكو سره وېره وه،چې محمد (ص) به ټولوژنه كوي؛ غچ به اخلي ؟ څه به كوي؟
پېغمبراکرم(ص) : قريشو! څه مو خيال دى،چې څه به درسره كوم؟
خلكو وويل : نېكي به كوې .
پېغمبراکرم(ص): ځئ ولاړ شئ، ټول ازاد ياست!
حضرت محمد (ص) د ځواكمنۍ پر وخت له بښنې ډېر خوښ و،پر شونډو يې موسكا خپره وه او په خوشحالۍ كعبې ته ورننووت او په خپله امسا يې په كعبه كې اېښوول شويو بوتانو ته اشاره كوله او ويل يې : (وَقُلْ جَاء الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا)
بوتان له هرې خوا رانړېدل او راغورځېدل او مسلمانانو به نارې وهلې : (وَقُلْ جَاء الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا)
ابوذر(رض) هم ځان د بوتانو په ماتولو او نړولو ستړى كړى و او له سترګو يې د خوشحالۍ اوښكې څڅېدې او د زړه له تله يې نارې وهلې :
(وَقُلْ جَاء الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا)