سورة النمل – لیکلې پښتو ژباړه او تفسیر
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ نمل سورت نمل سورت درې نوي (93) آیتونه لري او دا ځکه په دې نامه مشهور شوی چې اتلسم آیت یې د حضرت سلیمان او مېږیانو د داستان په باب دی؛ خو د «سلیمان» او «طاسین» نامې هم پرې ايښودل شوي. دا ټول سورت په مکه کې په بېلابېلو مناسبتونو […]
سورة القصص – لیکلې پښتو ژباړه او تفسیر
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ القصص سورت لیکلې پښتو ژباړه او تفسیر قصص سورت ٨٨ آيتونه لري او تر هجرت مخکې په مکه کې نازل شوى او د “قصص” نامه پرې ځکه ايښوول شوې، چې د ۲۵ آيت په پېل کې يې د ((قصص – کیسو)) کلمه راغلې ده. له ٣-٤٦ آيتونو پورې په تفصيل د […]
سوره العنکبوت – لیکلې پښتو ژباړه او تفسیر
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ العنکبوت سورت عنکبوت سورت په مکه کې نازل شوى او نهه شپېته (69) آيتونه لري. لیکلې پښتو ژباړه او تفسیر د قرآن د ځينو سورتونو نامې؛ لکه: بقره، نحل، نمل او فيل ددې لپاره دي، چې د دې څارويو نامې پکې راغلي دي. په بقره سورت کې د بني اسرائيلو د […]
سورت روم – لیکلې پښتو ژباړه او تفسیر
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ الرّوم سورت روم سورت شپېته (60) آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی. د ډېرو مکي سورتونو په څېر، ددې سورت اصلي موضوع مبداء، معاد او په دې اړه د ایمانوالو او کافرانو ترمنځ خبرې اترې دي. دا سورت په جګړې کې پر رومیانو د ایرانیانو پر بریا پېلېږي؛ […]
لقمان سورت لیکلې ژباړه او تفسیر
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ لقمان سورت لقمان سورت مكي دى او څلوردیرش (۳۴) آیتونه لري دا چې په ټول قرآن شريف په تېره په دې سورت كې دوه ځل د “لقمان” نامه راغلې؛ نو لقمان نومول شوی دی دا سورت له هغو اوو سورتونو ځنې دى، چې په ( الم) پيل شوي دي. د لقمان […]
سوره السجده – لیکلې پښتو ژباړه او تفسیر
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ السّجدة سورت سجده سورت دېرش (۳۰) آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی. دا له هغو ۲۹ سورتونو ځنې دی، چې پر مقطعه توریو پېلېږي او روسته ترې د قرآن نمانځنه شوې ده. دا له هغو څلورو سورتونو ځنې دی چې د واجبې او فرضي سجدې آیت پکې راغلی […]
الاحزاب سورت – لیکلې پښتو ژباړه او تفسیر
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ الاحزاب سورت احزاب سورت په مدینه کې نازل شوی او درې اویا (73) آیتونه لري. د مدینې یهودان، د مکې مشرکان او په مسلمانانو کې پټ منافقین پر پینځم هجري کال، له مسلمانانو سره جګړې ته یو موټی شول او پېغمبر اکرم (ص) او یارانو یې ددې یرغل په مقابل کې […]
سبا سورت – پښتو ژباړه او تفسیر
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ سبا سورت سبا سورت په مکه کې نازل شوی او څلورپنځوس (۵۴) آیتونه لري. د سبا قوم داستان چې په دې سورت کې ویل شوی؛ نو د «سبا» په نامه یادېږي او د نورو مکي سورتونو په څېر مباحث یې د اعتقادي چارو په تېره د مبدأ او معاد په […]
سوره فاطر – پښتو ژباړه او تفسیر
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ فاطر سورت فاطر سورت مکي دی او پینځه څلوېښت( ۴۵) آیتونه لري. «فاطر» د الله تعالی یو صفت دی، چې د پنځګر په مانا دی. د سورت نامه له لومړي آیته اخستل شوې، چې الله تعالی یې په «فاطِرِ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ» معرفي کړی دی. د نورو مکي سورتونو په څېر […]
یس سورت – پښتو ژباړه او تفسیر
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ يس سورت یس سورت په مکه کې نازل شوى، درې اتیا (83) آيتونه لري، لومړى آيت يې “مقطعه ټکي” دى او همدا ټکي ددې سورت نامه ده. د یس سورت چورليځ ګروهې دي، اولاد ته یې پر ورښوونې او د لوست ثواب يې مړيو ته پر ورډالۍ کولو سپارښت شوى دى. […]