تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر  تحریم سورت تفسیر تحریم سورت دولس آیتونه لري او په مدینه کې نازل شوی دی. نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې، چې الله (ج) پکې د هغه څه تحریم رټلی، چې الله (ج) پر انسان حلال کړي، چې په بېلابېلو وګړیزو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

 تحریم سورت تفسیر

تحریم سورت دولس آیتونه لري او په مدینه کې نازل شوی دی.

نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې، چې الله (ج) پکې د هغه څه تحریم رټلی، چې الله (ج) پر انسان حلال کړي، چې په بېلابېلو وګړیزو او ټولینزو دلایلو ځان له حلالو خوندونو بې برخول وي.

لومړي آیتونه یې له پېغمبر اکرم (ص) سره د ځینو مېرمنو د ناوړه چلن په اړه دي او ورپسې آیتونو، مؤمنان مخاطب کړي، چې خپلې کورنۍ او روزنې ته یې ورپام وي، چې دوزخیان نشئ. بیا یې د مېرمنو مثبتو او منفي بېلګو ته اشاره کړې او په هر اړخ کې یې دوې مېرمنې راښوولي دي. د حضرت نوح او حضرت لوط مېرمنې یې منفي مېرمنې او د فرعون مېرمن (آسیه) او حضرت مریم یې مثبتې بېلګې ښوولي دي.

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

یا أَیُّهَا النَّبِیُّ لِمَ تُحَرِّمُ ما أَحَلَّ اللّهُ لَکَ تَبْتَغِی مَرْضاتَ أَزْواجِکَ وَ اللّهُ غَفُورٌ رَحِیمٌ«1» قَدْ فَرَضَ اللّهُ لَکُمْ تَحِلَّهَ أَیْمانِکُمْ وَ اللّهُ مَوْلاکُمْ وَ هُوَ الْعَلِیمُ الْحَکِیمُ«2»=پېغمبره! ولې د خپلو [ځینو] مېرمنو د خوشحالۍ لپاره هغه څه (پرځان) حراموې، چې الله درته حلال کړي دي ؟! او الله ډېر بښونكى (او) لورين دى. په يقين، الله (په دغسې ځايونو كې) له خپلو قسمونو د (غاړې) خلاصولو لار درجوړه كړې ده؛ او هغه مو کارسازى دى او هغه ډېر پوه حكيم دى.

 

ټکي:

* دې آیت ته بېلابېل شأن نزولونه ویل شوي دي؛ خو څه چې څرګند دي، دادي چې پېغمبر اکرم ګڼې مېرمنې درلودې، کله به د مېرمنو په حسادتي چلن کې راښکېل شو او د دوی د عمومي خوښۍ لپاره به له خپل مشروع حقه تېرېده. سره له دې چې دا تحریم یو وګړیز چار و؛ خو داچې پېغمبر د ټولنې د بېلګې په نامه ښوول شوی دی؛ نو شونې ده، نور احساس کړي، چې یو شرعي حکم دی او پر پله یې پل کېږدي؛ نو الله (ج) ترې خپل استازی منع کړ او په رښتینه کې خلک یې وپوهول، چې د پېغمبر اکرم (ص) دا ډول چلن وګړیز چلن و او نورو ته دې د کړنې کچه نشي.  

*داچې قرآن د الله (ج) له لوري نازل شوی، یو دلیل یې په ځینو آیتونو کې د پېغمبر اکرم رټل دي؛ ځکه هېڅوک هم په خپل رسمي او همېشني کتاب کې ځان نه رټي او همدا رټنې یې دلیل دی، چې په قرآن کې تحریف او اړونه نه ده شوې. بله بېلګه یې په توبه سورت ۴۳ آیت کې لولو، چې پېغمبر اکرم ځینو هوساغواړيو وګړيو ته، جګړې ته له تګه رخصت ورکړ: «عَفَا اللّهُ عَنْکَ لِمَ أَذِنْتَ لَهُمْ»

* د اهم او مهم رعایتول مه هېروئ، سوګند ارزښت لري؛ خو د دیني احکامو ساتنه ترې مهمه ده؛ نو هغه چې سوګند کړی، چې یو حلال پر ځان حرام کړي، سوګند یې په کفاره ورکولو ماتېږي او ددې کفارې څومره والی په مایده سورت ۸۹ آیت کې راغلی دی: «فَکَفّارَتُهُ إِطْعامُ عَشَرَهِ مَساکِینَ مِنْ أَوْسَطِ ما تُطْعِمُونَ أَهْلِیکُمْ أَوْ کِسْوَتُهُمْ أَوْ تَحْرِیرُ رَقَبَهٍ فَمَنْ لَمْ یَجِدْ فَصِیامُ ثَلاثَهِ أَیّامٍ ذلِکَ کَفّارَهُ أَیْمانِکُمْ إِذا حَلَفْتُمْ»

* د پېغمبر اکرم (ص) تحریم، په سوګند، یوه وګړیزه بې برخېدنه وه، چې په دې آیت کې ترې د خلاصون لار ښوول شوې ده.

 

پېغامونه:

1- انبیاء تر الهي روزنې لاندې دي. «یا أَیُّهَا النَّبِیُّ لِمَ تُحَرِّمُ»

2- ان پېغمبر اکرم هم حق نلري، د الله (ج) حلال پر ځان حرام کړي. «یا أَیُّهَا النَّبِیُّ لِمَ تُحَرِّمُ»  

3-د الله (ج) خوښي د نورو پر خوښۍ ورلومړۍ ده.( لِمَ تُحَرِّمُ … تَبْتَغِی مَرْضاتَ أَزْواجِکَ)

4-د مېرمنې غوښتنه که له الهي او د کورودانۍ له حقوقو پښه وراړوي؛ نو عملي دې نشي. (لِمَ تُحَرِّمُ … تَبْتَغِی مَرْضاتَ أَزْواجِکَ) (په هره بیه د مېرمنې راضي کول پکار نه دي.)

5-یو هغه چار چې انسان ښکېلوي، په هره بیه د نورو خوښي ترلاسه کول دي. «تَبْتَغِی مَرْضاتَ أَزْواجِکَ»

6-د سترو شخصیتونو/وګړو رټنه دې په بښنه او لورنه وي.( یا أَیُّهَا النَّبِیُّ لِمَ تُحَرِّمُ … وَ اللّهُ غَفُورٌ رَحِیمٌ)

7-الله (ج) هم تېر جبیره کوي، «غَفُورٌ رَحِیمٌ» او هم راتلونکې ته لار پرانځي. «فَرَضَ اللّهُ لَکُمْ تَحِلَّهَ أَیْمانِکُمْ»

8-رټنه او نیوکه دې له وتلار او حل لارې سره وي. (لِمَ تُحَرِّمُ … تَحِلَّهَ أَیْمانِکُمْ)

9-په اسلام کې د چارو د لارې پر سر ډپ نشته.( یو حکم، ان سوګند هم نشي کولای، پر انسان ټولې لارې وتړي.) «قَدْ فَرَضَ اللّهُ لَکُمْ تَحِلَّهَ أَیْمانِکُمْ»

10- موږ بندګان یو او باید بادار ته لاس پر سینه ووسو، حلال یې حلال وګڼو، که څه د سوګند ماتولو په بیه وي. «هُوَ مَوْلاکُمْ»

11-الهي احکام عالمانه او حکیمانه دي، ستونزې، وتلارې لري او غوټې پرانستېدوني دي. (فَرَضَ اللّهُ … وَ هُوَ الْعَلِیمُ الْحَکِیمُ)

 

وَ إِذْ أَسَرَّ النَّبِیُّ إِلی بَعْضِ أَزْواجِهِ حَدِیثاً فَلَمّا نَبَّأَتْ بِهِ وَ أَظْهَرَهُ اللّهُ عَلَیْهِ عَرَّفَ بَعْضَهُ وَ أَعْرَضَ عَنْ بَعْضٍ فَلَمّا نَبَّأَها بِهِ قالَتْ مَنْ أَنْبَأَکَ هذا قالَ نَبَّأَنِیَ الْعَلِیمُ الْخَبِیرُ«3»=او (درياد كړه) چې پېغمبر خپلې يوې مېرمنې ته یوه پټه خبره وكړه؛ نو هغې، بله پرې خبره كړه او الله [خپل استازى] پر [خوالې رابرسېرولو] خبر كړ [پېغمبر] د [خوالې] يوه برخه همدې مېرمنې ته ورښکاره کړه او له بلې برخې ورتېر شو؛ نو چې همدا مېرمن يې د خوالې له برسېرولو خبره کړه [؛ نو] هغې وويل: ((ته چا خبر كړې؟!)) ويې ويل: ((پوه [او] با خبر (الله) پرې خبر كړم! ))

 

پېغامونه:

1-مېرمن دې د خپل مېړه خواله ساتې وي، چې مېړه، خپلې خوالې ورسره شریکې کړای شي. «وَ إِذْ أَسَرَّ النَّبِیُّ إِلی بَعْضِ أَزْواجِهِ»

2- د کورنۍ ټولو غړیو ته د ځینو خبرو کول، اړینې نه وي. «إِلی بَعْضِ أَزْواجِهِ»

3-د تېروتیو وګړیو پت وساتئ او نامې یې مه اخلئ.( بَعْضِ أَزْواجِهِ … نَبَّأَتْ بِهِ)

4-د پېغمبراکرم (ص) مېرمنې معصومې نه وې؛ ځکه د آنحضرت خواله ساتې نه وې.( أَسَرَّ النَّبِیُّ … نَبَّأَتْ)

5-پېغمبر اکرم هم کورنۍ ستونزې درلودې.( أَسَرَّ النَّبِیُّ … نَبَّأَتْ بِهِ)

6- پېغمبر اکرم ته د الله (ج) ځانګړی پام دی او هغوی به رسوا کړي، چې ورته وفادار نه دي.( نَبَّأَتْ بِهِ … أَظْهَرَهُ اللّهُ)

7-د ټولنې مشر دې له خپلو دنننیو او کورنیو چارو غافل نه وي. «أَظْهَرَهُ اللّهُ عَلَیْهِ»

8-الله (ج) د غیبو له لارې، خپل استازی خبروي. «أَظْهَرَهُ اللّهُ عَلَیْهِ»

9-تېروتنې یې تېروتي ته وویاست، نه بل ته. «عَرَّفَ بَعْضَهُ»

10- په مدیریت او سنبالښت کې به کله ځان تېر راوړې او سینه به دې پراخوې. «وَ أَعْرَضَ عَنْ بَعْضٍ»

11-د تېروتو ټولې تېروتنې مه وریادوئ. «وَ أَعْرَضَ عَنْ بَعْضٍ»

12-هغه چې د بل خواله نه ساتي او پټه یې رابرسیروي؛ نو احتمال دې ورکړي، چې دا راز به یې هم بربنډ شي.( نَبَّأَتْ بِهِ … نَبَّأَها بِهِ)

13-د انبیاوو د پوهې سرچینه، الهي علم دی. «نَبَّأَنِیَ الْعَلِیمُ الْخَبِیرُ»

14- د خبر سرچینه او خبر ورکوونکی دې خبیر او عالم وي. «نَبَّأَنِیَ الْعَلِیمُ الْخَبِیرُ» (هغه خبر ارزښتمن او د استناد وړ دی، چې د پوهې او خبرتیا پر بنسټ وي.)

15-د الله (ج) له لوري اشواگري یې پر شتون او څارنې دلیل دی او د علیم او خبیر الله (ج) پر شتون ایمان ، انسان له هر ډول ګناه او دسیسې ژغورلای شي. «الْعَلِیمُ الْخَبِیرُ»

إِنْ تَتُوبا إِلَی اللّهِ فَقَدْ صَغَتْ قُلُوبُکُما وَ إِنْ تَظاهَرا عَلَیْهِ فَإِنَّ اللّهَ هُوَ مَوْلاهُ وَ جِبْرِیلُ وَ صالِحُ الْمُؤْمِنِینَ وَ الْمَلائِکَهُ بَعْدَ ذلِکَ ظَهِیرٌ«4»=كه تاسې دواړه (د پېغمبر مېرمنې له خپل كاره) توبه وباسئ (؛ نو درته غوره ده؛ ځكه په دې چار کې) زړونه مو (د الله او د هغه د استازي له اطاعته) كاږه شوي دي او كه دواړه د پېغمبر پر خلاف لاس يو كړئ (زيان وررسولای نشئ)؛ ځكه الله يې پخپله مرستندوى دى او تر ده روسته يې جبرائيل، د مؤمنانو صالح او پرښتې ملاتړې دي.

 

ټکي:

* «صَغَتْ» له «صغو» اخستل شوی او کږلارۍ ته د ورماتېدو په مانا دی او «اصغاء» هغه غوږ ایښوونې ته وايي، چې اورېدونکی، ویوونکي ته ورمات وي.

* شیعه او سني مفسران یوه خوله دي، چې له هغو دوو ښځو مراد، چې په دې (تَتُوبا … صَغَتْ قُلُوبُکُما) آیت کې ورته د توبې خطاب شوی، حضرت حفصه او حضرت عایشه وه، چې لومړۍ د پېغمبراکرم (ص) د خوالې اشوا کوونکې او بله یې اورېدونکې وه.

* له شیعه او اهلسنتو 52 حدیثونه رانقل شوي چې له صالح المؤمنین مراد، علي بن ابیطالب کرم الله وجهه دی. ددې روایتونو له مخې، علي بن ابیطالب، د حضرت جبرائیل ترڅنګ او بلکې د ده او نورو پرښتو ترمنځ واقع شوی او ددې مقام زېری پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم ورکړی و[1].

 

پېغامونه:

1-د یوې سرغړونې په پار، ټول تر پوښتنې لاندې مه راوړئ. «تَتُوبا» (دوه تنه دې توبه وکړي؛ نه ټولې.)

2-خېجله وګړیو ته د توبې او ورستنېدا لار پرانستې ده. «إِنْ تَتُوبا»؛ البته هرې ګناه ته توبه پکار ده.

3-د خوالې اورېدل هم منع دي، الله (ج) یې ویوونکې او اورېدونکې دواړو ته وايي: توبه وکړئ. «تَتُوبا»

4-الله (ج) هم د ټولو مولا دی او هم د پېغمبراکرم. په دویم آیت کې یې وویل: «وَ اللّهُ مَوْلاکُمْ» او په دې آیت کې د پېغمبر اکرم(ص) په اړه وايي: «هُوَ مَوْلاهُ» 

5-د مخورو نامه څرګنده اخلئ، سره له دې چې حضرت جبرائیل یوه پرښته ده؛ خو نامه یې بېله اخستل شوې ده.( جِبْرِیلُ … وَ الْمَلائِکَهُ)

6-کله یوه پېښه او څرک د یوه بهیر ښکارندوی وي. د یوې خوالې اشوا کول یو جزيي چار و؛ خو الله (ج) هغه چار یوه دسیسه ګڼلې ده. «تَظاهَرا عَلَیْهِ»

7-کوروداني او ملګري د هم اندۍ او همدزړۍ نښه نه ده.( أَزْواجِهِ … تَظاهَرا عَلَیْهِ)

8-توبه یوازې په خوله د پښېمانۍ څرګندول نه دي، واقعي توبه د ګناهګار د زړه ګرځېدل دي.(تَتُوبا … صَغَتْ قُلُوبُکُما)

9-په کړنه کې تر کږلارۍ مهم، د روح او زړه کږلاري ده. لومړی د انسان فکر او زړه کږلاری شي، بیا سرغړونه کوي. «صَغَتْ قُلُوبُکُما»

10- هغوی چې بې دلیله کومه خواله اشوا کوي، که توبه و نه کړي؛ نو دسیسګر دي.( إِنْ تَتُوبا … تَظاهَرا عَلَیْهِ)

11- د پېغمبر اکرم او ښوونځي د دسیسې پر وړاندې دې ټول ځواکونه ملاتړي شي. (تَظاهَرا عَلَیْهِ … هُوَ مَوْلاهُ وَ جِبْرِیلُ وَ صالِحُ الْمُؤْمِنِینَ وَ الْمَلائِکَهُ … ظَهِیرٌ)

12- حق هېڅکله نه یوازې کېږي.(هُوَ مَوْلاهُ وَ جِبْرِیلُ وَ صالِحُ الْمُؤْمِنِینَ وَ …)

13- صالح توب، انسان د مقربو پرښتو په لیکه کې دروي. «جِبْرِیلُ وَ صالِحُ الْمُؤْمِنِینَ»

14- پرښتې، د دسیسو پر وړاندې د پېغمبر اکرم ملاتړې دي. «وَ الْمَلائِکَهُ بَعْدَ ذلِکَ ظَهِیرٌ»

15-الهي مرستې، هر اړخیزې، ظاهري او غیبي وي. «صالِحُ الْمُؤْمِنِینَ وَ الْمَلائِکَهُ»

 

عَسی رَبُّهُ إِنْ طَلَّقَکُنَّ أَنْ یُبْدِلَهُ أَزْواجاً خَیْراً مِنْکُنَّ مُسْلِماتٍ مُؤْمِناتٍ قانِتاتٍ تائِباتٍ عابِداتٍ سائِحاتٍ ثَیِّباتٍ وَ أَبْکاراً«5»=كه (پېغمبر) مو طلاقې كړي، هيله ده خپل پالونكى به يې ستاسې پر ځاى، تر تاسې غوره مېرمنې وركړي، چې مسلمانې، مؤمنې، منونكې، توبه ايستونې، نمانځونې، روژه تيانې، کونډې او پېغلې به وي!

 

ټکي:

* «قنوت» له خضوع سره لاروۍ ته وايي. «سائِحاتٍ» له سیاحت اخستل شوی او هجرت کوونکي او روژه تي ته وايي.

*سره له دې چې پېغمبر اکرم ګڼې مېرمنې درلودې او ځینو به کړاوه هم؛ خو آنحضرت یوه هم طلاقه نه کړه؛ نو په دې آیت کې د طلاق اوڅارول، په هېچا او هېڅ څیز پورې د پېغمبر اکرم نه تړاو دی، چې د رسول الله خپلوان ګومان و نه کړي، چې آنحضرت ورته اړتیا لري؛ بلکې تر دوی وړ او غوره کسان شته، چې د پېغمبراکرم د کورودانۍ لېواله دي.

*دا آیت هم په یو ډول د قرآن فصاحت، بلاغت او اعجاز راښيي؛ ځکه ایمان،تواضع، توبه، عبادت او روژه په یوه کس کې راټولېږي؛ نو بې له ((و)) یې راوړي؛ خو باکره توب او کونډوالی په یوه کس کې نه وي؛ نو ددې دوو ترمنځ یې د ((و)) حرف راوړی دی[2].

* د پېغمبر اکرم مېرمن باید له پېغمبر سره سنخیت ولري. د ځانګړنو په ویلو کې یې د څېرې، ټبر او شهرت خبره نه ده راغلې؛ خو ایمان او عبادت اوڅار شوی دی؛ ځکه مانیز کمالات دي، چې له الهي مشرتابه سره تړاو لري.

*له کونډې سره واده د باکرې ترڅنګ راغلی، چې پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم ته جنسي خوند ورمنسوب نشي.

 

پېغامونه:

1- انسان کورودانې ته اړتیا لري او د طلاق په بڼه کې یې پرځای بله واده کولای شي.( إِنْ طَلَّقَکُنَّ … یُبْدِلَهُ)

2-له مېړه سره ډغره وهل، بښنه نه غوښتل او نه پښېمانېدل، شونې ده مېرمن د طلاق او بېلتون تر بریده مخکې بوځي.( تَظاهَرا … طَلَّقَکُنَّ)

3- په طلاق ګواښنه، د مېرمنو د دسیسو پر وړاندې یو پیاوړی اړم دی. (تَظاهَرا عَلَیْهِ … طَلَّقَکُنَّ)

4-د پېغمبر اکرم ټولې مېرمنې، د خپل وخت غوره ښځې نه وې. «خَیْراً مِنْکُنَّ»

5-د وګړیو دورغجن غرور مات کړئ او د باطلو اندونو پر وړاندې ودرېږئ. «خَیْراً مِنْکُنَّ»

6-د ښځې واقعي ارزښت یې په کمالاتو کې دی. (خَیْراً مِنْکُنَّ مُسْلِماتٍ ، مُؤْمِناتٍ …)

7-ګروهه پر عمل ورلومړۍ ده. لومړی اسلام او ایمان، ورپسې عبادت او روژه. ( مُسْلِماتٍ مُؤْمِناتٍ … عابِداتٍ سائِحاتٍ)

8-د ښځې ایمان او عبادت یې تر باکره توب او کونډوالي مهم دی.( مُؤْمِناتٍ … ثَیِّباتٍ وَ أَبْکاراً)

9- په بیا واده کې کونډې، پر باکرو ورړومبۍ دي. «إِنْ طَلَّقَکُنَّ…. یُبْدِلَهُ أَزْواجاً…. ثَیِّباتٍ وَ أَبْکاراً»

 

یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَکُمْ وَ أَهْلِیکُمْ ناراً وَقُودُهَا النّاسُ وَ الْحِجارَهُ عَلَیْها مَلائِکَهٌ غِلاظٌ شِدادٌ لا یَعْصُونَ اللّهَ ما أَمَرَهُمْ وَ یَفْعَلُونَ ما یُؤْمَرُونَ«6»=مؤمنانو! خپل ځانونه او خپله كورنۍ له هغه اوره وساتئ، چې سون به يې خلك او ډبرې وي، (هغه اور) چې غوسه ناكې (او) سخت زړې پرښتې پرې (ګومارل شوي) دي، چې هېڅکله د الله له فرمانه سرغاړی نه کوي او هر امر چې ورته كېږي؛ (پوره يې) ترسره كوي.

 

 

ټکي:

* «وقود» د اور رامنځ ته کوونکي توکي په مانا دی؛ لکه تېل، ډبرو سکاره او…؛ نو ځینې مفسرانو له «الْحِجارَهُ» مراد، د ډبرو سکرو په څېر توکي ګڼلي دي. په یوه حدیث کې لولو: اورلګید ډبره (بکره) هماغه اورلګید او ګوګرد دی[3].

* په روایتونو کې راغلي، چې یو ځوان ددې آیتونو په اورېدو، بېسده پر ځمکه راغورځېد او پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم ورسره د جنت ژمنه وکړه: «ذلِکَ لِمَنْ خافَ مَقامِی وَ خافَ وَعِیدِ[4]» جنت هغوی ته ځانګړی دی، چې زما د مقام پروا ولري او زما د عذاب له ژمنو وډار شي.

* په روایتونو کې لولو: د دوزخ له اوره د کورنیو ژغورلو لار ورته پر نېکیو امر او له بدیو منع ده، که و یې منله؛ نو د دوزخ له اوره دې ژغورلي او که و یې نه منله؛ نو ستا پرې غاړه خلاصه ده.«ان اطاعوک کنت قد وقیتهم و ان عصوک قد قضیت ما علیک[5]»

* په یوه روایت کې لولو:«رحم الله رجلا قال یا اهلاه ! صلاتکم صیامکم زکاتکم مسکینکم یتیمکم جیرانکم[6]» الله دې پر هغه کس ولورېږي، چې کورنۍ ته یې وايي، چې د لمانځه، روژې، زکات، بېوزلیو، پلارمړیو او ګاونډیانو خیال به ساتئ.

* شونې ده «وَقُودُهَا النّاسُ» په قیامت کې د انسان د کړنو انځورېدا ته وايي، چې په دنیا کې یې ناوړه کړنې، په هغه ورځ کې د اورنوسی شي.

 

د کورنۍ پر وړاندې د انسان پازوالي- مسولیت

د قرآن په ډېری آیتونو کې، د کورنۍ پر وړاندې د انسان رسالت ته اشاره شوې ده؛ لکه:

«قُوا أَنْفُسَکُمْ وَ أَهْلِیکُمْ ناراً[7]

«وَ أْمُرْ أَهْلَکَ بِالصَّلاهِ وَ اصْطَبِرْ عَلَیْها[8]

«وَ أَنْذِرْ عَشِیرَتَکَ الْأَقْرَبِینَ[9]

«یا بُنَیَّ أَقِمِ الصَّلاهَ وَ أْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ[10]

 «قُلْ لِأَزْواجِکَ وَ بَناتِکَ وَ نِساءِ الْمُؤْمِنِینَ[11]

«إِنَّ الْخاسِرِینَ الَّذِینَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ وَ أَهْلِیهِمْ یَوْمَ الْقِیامَهِ[12]

«إِنّا کُنّا قَبْلُ فِی أَهْلِنا مُشْفِقِینَ[13]

 «وَ کانَ یَأْمُرُ أَهْلَهُ بِالصَّلاهِ[14]

په روایتونو کې هم دې چار ته ډېره پاملرنه شوې، چې څو بېلګې یې راوړو:

پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله ویلي : کلکم راع و کلکم مسؤل عن رعیته…الرجل راع علی اهل بیته…فالمرئه راعیه علی اهل بیت بعلها و ولده [15]= ټول مو د ترلاس لاندیو په اړه پازوال یاست، سړی د خپلې کورنۍ پازوال او ښځه یې د مېړه او اولاد.

پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وايي:«مروا صبیانکم بالصلاه اذا بلغوا سبع سنین و اضربوهم علی ترکها اذا بلغوا تسعا و فرقوا بینهم فی المضاجع اذا بلغوا عشرا[16]» همداچې اولاد مو اووه کلن شو، د لمانځه حکم ورته وکړئ، چې نهه کلن شو (په دې چار کې) سختي پرې وکړئ او تر وهلو مخکې ولاړ شئ او په لس کلنۍ کې یې د خوب بستره جلا کړئ.

امام علي کرم الله وجهه وايي: «علموا انفسکم و اهلیکم الخیر و ادبوهم[17]» کورنۍ ته مو نېکي ورزده کړئ او ادب یې کړئ.

 

* قرآن په مدّثر سورت کې د دوزخ چارواکیو پرښتو شمېر ۱۹ ښوولی دی: «عَلَیْها تِسْعَهَ عَشَرَ[18]» او ښايي په دې آیت (6 تحریم) کې د «غِلاظٌ شِدادٌ» وصف، همدا نوولس پرښتې وي.

* ښايي له «لا یَعْصُونَ اللّهَ ما أَمَرَهُمْ» مراد، هماغه د دوزخیانو نیول، تړل او په اور کې اچول وي؛ لکه څنګه چې په بل ځای کې لولو:«خُذُوهُ فَغُلُّوهُ ثُمَّ الْجَحِیمَ صَلُّوهُ[19]»او یا :«خُذُوهُ فَاعْتِلُوهُ إِلی سَواءِ الْجَحِیمِ ثُمَّ صُبُّوا فَوْقَ رَأْسِهِ مِنْ عَذابِ الْحَمِیمِ[20])

*داچې په پرښتو کې د مراتبو لړۍ شته:«وَ ما مِنّا إِلاّ لَهُ مَقامٌ مَعْلُومٌ[21]» ښايي له «یَفْعَلُونَ ما یُؤْمَرُونَ» مراد هماغه حکمونه وي، چې لوړپوړې پرښتې یې تر خپلې قوماندې لاندې پرښتو ته ورکوي او هغوی یې هم کټ مټ لاروي او پلي کوي.

* هم ځان ساتئ«قُوا أَنْفُسَکُمْ» او هم له الله (ج) وغواړئ، چې ومو ساتي.رَبَّنا … قِنا عَذابَ النّارِ[22])

 

 

 

پېغامونه:

1- ایمان درلودل بسیا نه دي، له خطرونو او زیانونو یې ساتنه مهمه ده؛ نو باید ساتنه یې وشي. «یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَکُمْ»

2-په سمونې کې لومړی ګام، د ځان او خپلوانو سمونه او بیا ټولنه ده. په دې آیت کې د ځان او خپلوانو سمونه او په نهم آیت کې له کفارو او منافقانو سره د جهاد له لارې د ټولنې سمونه راغلې ده. «قُوا أَنْفُسَکُمْ وَ أَهْلِیکُمْ»

3- پر معاد او دوزخ ایمان، په تقوا راوستو او د ځان او نورو په سمونې کې مهمه ونډه لري. «قُوا أَنْفُسَکُمْ وَ أَهْلِیکُمْ ناراً وَقُودُهَا النّاسُ وَ الْحِجارَهُ»

4-د اولاد دیني روزنه د کورنۍ د مشر/سمبالوونکي پر غاړه ده. «قُوا أَنْفُسَکُمْ وَ أَهْلِیکُمْ ناراً»

5-د انسان نفس سرغړاند دی او ساتنې ته اړتیا لري. «قُوا أَنْفُسَکُمْ»

6- خپله انسان د ځان ساتنې لومړیت لري. «قُوا أَنْفُسَکُمْ»

7-چې پخپله له پښو زولنۍ پراننځو، نور هم نشو ازادولای. کورنۍ او ټولنې جوړونې ته لومړی شرط ځانسازي ده. «قُوا أَنْفُسَکُمْ وَ أَهْلِیکُمْ»

8- کورنۍ او خپلوانو ته د شا کولو سزا، د دوزخ د اور خس دي. «وَقُودُهَا النّاسُ وَ الْحِجارَهُ»

9-هغوی چې په دنیا کې سخت زړي وي، «فَهِیَ کَالْحِجارَهِ أَوْ أَشَدُّ قَسْوَهً[23]» پر هغه ورځ به هم د ډبرو په لیکه کې وي. «وَقُودُهَا النّاسُ وَ الْحِجارَهُ»

10- په مدیریت او منجمنټ کې، د هر کار مسئول باید له کار سره سنخیّت ولري، که د دوزخ چارواکي بدغوني نه وي؛ نو یا به پخپله کړېږي او یا به پر خپله دنده عمل نه کوي. «عَلَیْها مَلائِکَهٌ غِلاظٌ شِدادٌ»

11-که څه د سرغړاندي انسان ځای دوزخ دی؛ خو د دوزخ چارواکې پرښتې به یې په عذابولو کې له الله (ج) سرغړاندي ونکړي. «لا یَعْصُونَ اللّهَ ما أَمَرَهُمْ»

12-پرښتو نه له تېرو حکمونه سرغړونه کړې، نه یې کوي «ما أَمَرَهُمْ» او نه به یې له راتلونکیو حکمونو ځنې وکړي. «ما یُؤْمَرُونَ»

 

یا أَیُّهَا الَّذِینَ کَفَرُوا لا تَعْتَذِرُوا الْیَوْمَ إِنَّما تُجْزَوْنَ ما کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ«7»=كافرانو! نن (= د قيامت پر ورځ) عذرونه مه كوئ؛ ځکه بدو كړنو ته مو جزا دركول كېږي.

 

 

ټکي:

*په ټول قرآن کې همدا یو آیت په «یا أَیُّهَا الَّذِینَ کَفَرُوا» جمله – غونډله پیل شوی او کافرانو ته یې خطاب کړی او هغه په قیامت پورې اړوند دی.

* قیامت بېلابېل تمځایونه لري، په ځینو تمځایونو کې د عذر غوښتو اجازه نه ورکول کېږي:«لا یُؤْذَنُ لَهُمْ فَیَعْتَذِرُونَ[24]»او په نورو تمځایونو کې هم عذر غواړي؛ خو نه منل کېږي.«لا یَنْفَعُ الَّذِینَ ظَلَمُوا مَعْذِرَتُهُمْ[25]» او په یوه تمځي کې بیخي د خبرې کولو اجازه نه ورکول کېږي[26].

 

په قیامت کې د عذرونو څو بېلګې

کله په دروغو سوګند یادوي: «وَ اللّهِ رَبِّنا ما کُنّا مُشْرِکِینَ[27]»پر خدای چې موږ مشرک نه وو. هو! یا ددې په پار، چې دروغ ویل یې د ذات برخه ګرځېدلې او په ګومان یې، چې پر هغه ورځ به ځان بچ کړای شي؛ نو د دروغو سوګند یادوي؛ خو په هر حال، په خبرو کې یې یو ډول عذر غوښتنه او پښېماني وي.

کله نور خلک ګرم بولي: «رَبَّنا هؤُلاءِ أَضَلُّونا[28]» پالونکیه! (موږ نه غوښتل ورکلاري شو)مخکېنیو مو ورکلاري کړو.

کله له مشرانو او مخکېنیو د لاروۍ عذر راوړي: «إِنّا أَطَعْنا سادَتَنا وَ کُبَراءَنا[29]» پالونکیه! له مشرانو مو د لاروۍ په پار ښکېل شو.

کله د خپلې کمفکرۍ او بې پامۍ عذر وړاندې کوي: لَوْ کُنّا نَسْمَعُ أَوْ نَعْقِلُ …[30] که د انبیاوو غږ ته مو غوږ نیولی و یا مو تعقل کړی وای؛ نو نه بدمرغېدو.

کله په پښېمانۍ د تېرو د جبیره کولو ژمنه کوي: «رَبِّ ارْجِعُونِ لَعَلِّی أَعْمَلُ صالِحاً فِیما تَرَکْتُ[31]» پالونکیه! نړۍ ته مو ورستون کړه، ښايي په هغه څه کې مې چې پرېښي، کومه نېکه کړنه وکړم.

 

 

پېغامونه:

1- په قیامت کې کفر نه بښل کېږي او پر هغه ورځ د کافرانو توبه بې ګټې ده. هو! د منطق، موعظې او معجزې پر وړاندې دښمني، ځېل او تعصب، د هر عذر منلو لار تړي. «یا أَیُّهَا الَّذِینَ کَفَرُوا لا تَعْتَذِرُوا الْیَوْمَ»

2-د قیامت سزاوې، د انسانو د خپلو کړنو پایله ده. «إِنَّما تُجْزَوْنَ ما کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ»

 

یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَی اللّهِ تَوْبَهً نَصُوحاً عَسی رَبُّکُمْ أَنْ یُکَفِّرَ عَنْکُمْ سَیِّئاتِکُمْ وَ یُدْخِلَکُمْ جَنّاتٍ تَجْرِی مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهارُ یَوْمَ لا یُخْزِی اللّهُ النَّبِیَّ وَ الَّذِینَ آمَنُوا مَعَهُ نُورُهُمْ یَسْعی بَیْنَ أَیْدِیهِمْ وَ بِأَیْمانِهِمْ یَقُولُونَ رَبَّنا أَتْمِمْ لَنا نُورَنا وَ اغْفِرْ لَنا إِنَّکَ عَلی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ«8»=مؤمنانو! الله ته نږه توبه وكاږئ، هيله ده پالونكى مو (په دې كار) ګناهونه درنه ورژوي او داسې (جنتي) باغونو ته مو ورننباسي، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي. پر هغه ورځ الله (خپل) پېغمبر او هغوى چې ورسره یې ايمان راوړى، نه خواروي؛ رڼاګانې به يې مخې مخې او ښۍ غاړو ته ځغلي (او) وايي (به): ((پالونكيه! رڼا مو راپوره كړه او ومو بښه! (ځكه) چې ته د هر څه وس لرې .))

 

ټکي:

* «نصوح» له «نصح» نه اخستل شوی او د خلوص او صدق په مانا دی او کله د کلکوالي په مانا هم راغلی دی. په تفاسیرو کې د نصوح توبې یو لړ چارې راغلي دي؛ لکه: پېښېماني، استغفار، د ګناه پرېښوول او بیا یې د نه کولو هوډ، د توبې له منل کېدو وېره، ګناه سترګو ته مخامخ لیدل او خېجله کېدل، ژړا، لږې خبرې کول، لږ خوړل، لږ ویدېدل، د خلکو د حقوقو ورکول او….غوره ده په روایتونو پسې ولاړ شو.

*که غره شو او ووایو، چې توبه مو سل په سلو کې منل کېږي؛ نو ځان ته دې د هماغې ګناه د تکرار یا سرغړونې لار هواره کړه؛ نو د هیلمنۍ ترڅنګ دې سل په سلو کې ډاډمن و نه وسو؛ لکه څنګه چې په دې آیت کې وايي: «عَسی رَبُّکُمْ أَنْ یُکَفِّرَ عَنْکُمْ سَیِّئاتِکُمْ» او په نور سورت 31 آيت کې وايي: «تُوبُوا إِلَی اللّهِ جَمِیعاً أَیُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّکُمْ تُفْلِحُونَ» توبه وکړئ! شونې ده بریالي شئ. د «لعل» کلیمه د هیلمنۍ نښه ده.

*په تېرو آیتونو کې د اور/نار خبره وه، په دې آیت کې د نور (رڼا) خبره ده. په تېرو آیتونو کې د مخنیوي خبره وه، «قُوا أَنْفُسَکُمْ وَ أَهْلِیکُمْ ناراً» په دې آیت کې د درملنې خبره ده، چې که ځان مو ونشو ساتلای او ګناه مو وکړه؛ نو د توبې لار پرانستې ده او دا چار دې په نهیلۍ نه اوړي.( تُوبُوا إِلَی اللّهِ … عَسی رَبُّکُمْ)

*په دنیا او آخرت کې پېغمبر اکرم او مؤمنان عزتمن دي:

په دنیا کې: «وَ لِلّهِ الْعِزَّهُ وَ لِرَسُولِهِ وَ لِلْمُؤْمِنِینَ[32]»عزّت، الله (ج)، رسول او مؤمنانو ته ځانګړی دی.

په آخرت کې : «یَوْمَ لا یُخْزِی اللّهُ النَّبِیَّ وَ الَّذِینَ آمَنُوا مَعَهُ» هغه ورځ، چې الله (ج) به نبي او یاران یې خوار نه کړي. ( بلکې ذلت، خواري، خذلان او رسوایي، کافرانو ته ځانګړې ده.)

*په قیامت کې د پېغمبراکرم مل، «آمَنُوا مَعَهُ» هماغوی دي، چې په دنیا کې یې په مال او ځان جهاد کاوه، کافرانو ته توند او تراخه او پر مؤمنانو لورین وو. «وَ الَّذِینَ آمَنُوا مَعَهُ جاهَدُوا بِأَمْوالِهِمْ وَ أَنْفُسِهِمْ[33]»، «وَ الَّذِینَ مَعَهُ أَشِدّاءُ عَلَی الْکُفّارِ رُحَماءُ بَیْنَهُمْ[34]»

* دعا او له الله (ج) غوښتنه، تل اغېزمنه وي: څه په دنیا کې: «اهْدِنَا الصِّراطَ الْمُسْتَقِیمَ» او څه په آخرت کې: «أَتْمِمْ لَنا نُورَنا»

مغفرت غوښتنه هم په دنیا کې ده: «رَبَّنا فَاغْفِرْ لَنا ذُنُوبَنا[35]»او هم په آخرت کې: رَبَّنا … وَ اغْفِرْ لَنا

 

پېغامونه:

1-په تېرو آیتونو کې یې حکم وکړ، چې ځانونه د دوزخ له اوره وساتئ،(قُوا أَنْفُسَکُمْ …) په دې آیت کې یې یوه لار، واقعي توبه ګڼي. «تُوبُوا إِلَی اللّهِ»

2-که مؤمن ګناه وکړي؛ نو توبه دې وکړي ( یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا تُوبُوا …)

3- توبه دې د الله (ج) درشل ته وي، نو بندګانو ته خپله ګناه برسېرول نه دي پکار. «تُوبُوا إِلَی اللّهِ»

4-د مؤمن یوه دنده له ګناه توبه ده.( یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا تُوبُوا …)

5-توبه دې نږه او رښتینې وي؛ نه یوازې په ژبه. «تَوْبَهً نَصُوحاً»

6- توبه ځانګړی وخت او ځای نه لري. «تُوبُوا إِلَی اللّهِ تَوْبَهً نَصُوحاً»

7-توبې هڅونې ته، خلک الهي لورنې ته هیلمن کړئ. «عَسی رَبُّکُمْ»

8-توبه منل، د ربوبیت یوه چاره ده. «عَسی رَبُّکُمْ أَنْ یُکَفِّرَ عَنْکُمْ سَیِّئاتِکُمْ»

9- ناپاکي او چټلي په جنت کې نشته؛ لومړی پاکېدل او بیا جنت ته ورننووتل.( یُکَفِّرَ … یُدْخِلَکُمْ)

10-توبه دوې پایلې لري: د تېرو پاکېدل «یُکَفِّرَ عَنْکُمْ سَیِّئاتِکُمْ» او د راتلونکي تأمین او خوندیتوب. «یُدْخِلَکُمْ جَنّاتٍ»

11- یوازې ایمان پر پېغمبر اکرم بسیا نه دی، ملګرتیا او لاروي یې هم پکار ده. «وَ الَّذِینَ آمَنُوا مَعَهُ»

12- د دنیا صالح عمل، په قیامت کې د نور (رڼا) په بڼه انځورېږي. «نُورُهُمْ یَسْعی بَیْنَ أَیْدِیهِمْ»

13-هغوی چې په دنیا کې په رڼا پسې دي، «وَ اتَّبَعُوا النُّورَ الَّذِی أُنْزِلَ مَعَهُ»[36] په آخرت کې به یې رڼا راونغاړي. «نُورُهُمْ یَسْعی بَیْنَ أَیْدِیهِمْ وَ بِأَیْمانِهِمْ»

14- په قیامت کې هم تکامل شته. پر هغه ورځ مؤمنان د خپلې رڼا د تکامل په فکر کې دي. «رَبَّنا أَتْمِمْ لَنا نُورَنا»

15-واقعي مؤمنان د خپلو بدیو په کموالي او څنډولو پسې، «وَ اغْفِرْ لَنا» او د ښېګڼو په راټوکېدو او زیاتېدو پسې دي. «أَتْمِمْ لَنا نُورَنا»

16-د دعا منل کېدو ته هیله، «أَتْمِمْ لَنا نُورَنا وَ اغْفِرْ لَنا» د هغه له مطلق ځواکه راولاړ چار دی. «إِنَّکَ عَلی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ»

 

یا أَیُّهَا النَّبِیُّ جاهِدِ الْکُفّارَ وَ الْمُنافِقِینَ وَ اغْلُظْ عَلَیْهِمْ وَ مَأْواهُمْ جَهَنَّمُ وَ بِئْسَ الْمَصِیرُ«9»= پېغمبره! له كافرانو او له منافقانو سره جهاد وكړه او توند ورسره وچلېږه، چې هستوګنځى يې دوزخ دى او څه ناوړه هستوګنځى دى!

 

ټکي:

* که کفار او منافقین ، دواړه په دوزخ کې دي « وَ مَأْواهُمْ جَهَنَّمُ » ، « جَامِعُ الْمُنَافِقِينَ وَالْكَافِرِينَ فِي جَهَنَّمَ جَمِيعًا [37]» خو د منافقانو د خطر، دسیسې او لوبڅیتوب په پار، تر کفارو یې دوزخي مقام بدتر دی. « إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الْأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ وَلَنْ تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا (نساء/۱۴۵) = په رښتيا منافقين د دوزخ په لاندېنيو پوړو كې دي او هېڅ مرستندوى به ورته و نه مومې (؛نو ځكه د الله له دښمنانو سره د دوستۍ له طرحې ډډه وكړئ،چې د نفاق نښه ده)؛ »

* له کفارو او منافقینو سره جهاد د الله (ج) حکم دی؛ خو څرنګوالی یې د پېغمبراکرم او د هغه پر حق ځایناستیو واک دی؛ نو پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله په منافقانو پسې لښکر ورنووړ؛ خو هغوی د حضرت علي کرم الله وجهه پر مهال لښکر جوړ کړی و؛ نو آنحضرت ورسره وجنګېد.

 

پېغامونه:

1- جګړه او جهاد دې د الهي مشرتابه تر څارنې لاندې وي. «یا أَیُّهَا النَّبِیُّ جاهِدِ الْکُفّارَ»

2-د دین حقیقت، زړګنی باور دی؛ نو دروغجن څرګندونکي چې منافقان دي،د کفارو ترڅنګ راغلي دي. «الْکُفّارَ وَ الْمُنافِقِینَ»

3- اسلام پراخ بنسټه دین دی، په خپل ځای کې لورنه او په بل ځای کې تاوتریخوالی او سختي لري. «وَ اغْلُظْ عَلَیْهِمْ»

4- انسان د کفر او نفاق له لامله داسې ځای ته رسي، چې د لورنې پېغمبر باید په غوسه چلن ورسره وکړي. «وَ اغْلُظْ عَلَیْهِمْ»

5-د مؤمنانو په لاس د کفارو او منافقانو وژل کېدل یې، په قیامت کې له ګناه څه نه راکموي.( جاهِدِ … وَ مَأْواهُمْ جَهَنَّمُ)

 

ضَرَبَ اللّهُ مَثَلاً لِلَّذِینَ کَفَرُوا امْرَأَتَ نُوحٍ وَ امْرَأَتَ لُوطٍ کانَتا تَحْتَ عَبْدَیْنِ مِنْ عِبادِنا صالِحَیْنِ فَخانَتاهُما فَلَمْ یُغْنِیا عَنْهُما مِنَ اللّهِ شَیْئاً وَ قِیلَ ادْخُلاَ النّارَ مَعَ الدّاخِلِینَ«10»=الله كافرانو ته د نوح مېرمن او د لوط مېرمن بېلګه کړې (چې) دواړه زموږ د دوو نېکو بندګانو تر (پالنې او نكاح) لاندې وې؛ خو خيانت یې ورسره وكړ؛ نو له دې دواړو (پېغمبرانو) سره اړيكو يې (د الهي عذاب پر وړاندې) څه ګټه ور و نه رسوله او ورته وويل شول: ((له نورو ننووتونكيو (دوزخيانو) سره اور ته ورننوځئ.))

 

ټکي:

* دې آیت دوې ښځې د کفر سترې بېلګې ښوولې دي، چې دواړو په رسالت کورنۍ کې ژوند کاوه او د دوو پېغمبرانو مېرمنې وې؛ خو د هغوی له مخالفانو سره یوه خوله او یولاسې وې. په ورپسې آیتونو کې دوې مېرمنې د ایمان غوره بېلګې معرفي کوي، یوه د مشرک او ظالم فرعون مېرمن او بله حضرت بي بي مریم.

*د سورت په پیل کې د پېغمبر اکرم د دوو مېرمنو د کږلارۍ خبره وه ، «صَغَتْ قُلُوبُکُما» او و یې ویل: که د پېغمبر اکرم پرخلاف مو دسیسه وکړه؛ نو الله (ج)، پرښتې او مؤمنان یې ملاتړ دي. ددې سورت په پای کې د حضرت لوط او حضرت نوح د مېرمنو خبره ده، چې د خپل خیانت په پار دوزخۍ دي او هغه دوه پېغمبرانو، د نبوت مقام له درلودو سره سره، بیا یې هم ونشول کولای، له خپلو مېرمنو الهي عذاب لرې کړي.

* د پېغمبر اکرم مېرمنتوب د خلاصون لامل نه دی؛ لکه څنګه چې د پېغمبر زوی توب هم همداسې دی؛ بلکې د انسان خپلې کړنې دي، چې پایله یې نېکمرغي یا بدمرغي ده.په قرآن کې پردې آیت سربېره، په څو نورو ځایونو کې هم د حضرت لوط د مېرمن د هلاکت خبره راغلې ده. «کانَتْ مِنَ الْغابِرِینَ[38]»

*د روزنې غوره کړنلار، نېغ تذکر دی. سره له دې چې ابولهب او د حضرت نوح زوی هم د کفر بېلګې وې؛ خو الله (ج) د دوو پېغمبرانو مېرمنې بېلګه راوړې او د خیانت کلیمه یې اوڅار کړه، ترڅو د پېغمبر د خوالې له بربنډولو سره، چې یو ډول خیانت دی، تناسب ولري او د اسلام پېغمبر مېرمنو ته هم یو خبرداری او ګواښنه وي، چې ګومان دې نکوي، چې د پېغمبر اکرم مېرمنتوب د ژغورنې لامل دی.

*په شپږم آیت کې مو د دوزخ له اوره د کورنۍ په اړه ولوستل او «قُوا أَنْفُسَکُمْ وَ أَهْلِیکُمْ»، سل په سلو کې د انسان د بریا په مانا نه دی؛ ځکه کله یې کورنۍ خبره نه مني. «فَخانَتاهُما»

* په احادیثو کې لولو، چې د حضرت نوح او حضرت لوط مېرمنو د جنسي کږلارۍ خیانت نه درلود[39]؛بلکې له خیانته مراد یې د الله (ج) د استازي له کړلارو او موخو سره مخالفت او له دښمنانو سره یې یولاسېدل او همکاري وه.

 

پېغامونه:

1-ښځه په تاریخ کې د فساد یا سمونې بېلګه کېدای شي. (ضَرَبَ اللّهُ مَثَلاً … اِمْرَأَتَ نُوحٍ وَ امْرَأَتَ لُوطٍ)

2-له بې ادبو هم ادب زده کولای شو.( ضَرَبَ اللّهُ مَثَلاً … اِمْرَأَتَ نُوحٍ)

3-ښځه په ګروهه او عمل کې آزاده ده، کورنۍ، وټیز او ټولنیز تړاو یې نشي اړایستای.( کانَتا تَحْتَ عَبْدَیْنِ مِنْ عِبادِنا … فَخانَتاهُما)

4- عبودیت او صلاحیت د نبوت درجې ته د رسېدو خواله ده. «عَبْدَیْنِ مِنْ عِبادِنا صالِحَیْنِ»

5-د کفر او نفاق بهیر ان د انبیاوو په کورنیو کې هم سوړه کوي. «فَخانَتاهُما»

6- بندګي او عبادت هغه مهال ارزښتمن وي، چې له نېکچارۍ سره مل وي.«عبدین… صالحین»

7-په دیني کورني نظام کې، سړی سمبالچاری دی. «کانَتا تَحْتَ عَبْدَیْنِ»

8- فاسد خپلوان د الهي مشرتابه عصمت او عدالت نشي ټکنی کولای. (عَبْدَیْنِ مِنْ عِبادِنا … فَخانَتاهُما)

9-له ښوونځی سره خیانت، انسان داسې ځای ته رسوي، چې د انبیاوو شفاعت یې هم په اړه ګټور نه وي. «فَلَمْ یُغْنِیا عَنْهُما مِنَ اللّهِ شَیْئاً»

10-هېڅ څه د الله (ج) د پرغز- قهر مخه نیوای نشي. (فَلَمْ یُغْنِیا …)

11-د خیانت پایله دوزخ دی.( فَخانَتاهُما … اُدْخُلاَ النّارَ)

 

وَ ضَرَبَ اللّهُ مَثَلاً لِلَّذِینَ آمَنُوا امْرَأَتَ فِرْعَوْنَ إِذْ قالَتْ رَبِّ ابْنِ لِی عِنْدَکَ بَیْتاً فِی الْجَنَّهِ وَ نَجِّنِی مِنْ فِرْعَوْنَ وَ عَمَلِهِ وَ نَجِّنِی مِنَ الْقَوْمِ الظّالِمِینَ«11»=او الله مؤمنانو ته د فرعون د مېرمنې بېلګه راوړي، چې [د سختو کړاوونو د زغملو پر مهال] يې وويل: ((پالونكيه! ما ته په خپلې خوا کې په جنت كې یو كور جوړ كړه او ما له فرعون او كړنو يې وژغوره او (هم) مې د ظالمانو له ډلې بچ کړه!))

 

ټکي:

*په تېرو آیتونو کې د ښځو دوې بدې بېلګې وښوول شوې (د حضرت لوط او حضرت نوح مېرمنې) او په ۱۱ او ۱۲ آیتونو کې د ښځو دوې نېکې بېلګې راښوول کېږي.(د فرعون مېرمن او حضرت مریم)

* آسیه (د فرعون مېرمن)، چې د حضرت موسی معجزه ولیده؛ نو ایمان یې پرې راووړ او فرعون یې ددې کار سزا ته، پښې او لاسونه پر ځمکه مېخ کړل او تر سوځنده لمر لاندې یې کړه. آسیه د خپل عمر په پای شېبو کې دا دعا کوله: «رَبِّ ابْنِ لِی عِنْدَکَ بَیْتاً فِی الْجَنَّهِ[40]»

*اړینه نه ده، چې بېلګه دې هرومرو پېغمبر یا معصوم امام وي او اړینه هم نه ده، چې توحیدي/یوپالې مخینه ولري. د فرعون مېرمن نه معصومه وه او نه یې توحیدي مخینه درلوده؛ بلکې د حضرت موسی د معجزې په لیدو یې ایمان راووړ.

*د بېلګو په ښوولو او د وګړو په ستاینه کې په ښځه او سړي کې توپیر نشته. قرآن، د الله (ج) استازي ته حکم کوي، چې د ابراهیم یاد ژوندی ساته: «وَ اذْکُرْ فِی الْکِتابِ إِبْراهِیمَ[41]»او مریم رایادوه: «وَ اذْکُرْ فِی الْکِتابِ مَرْیَمَ[42]» لکه څنګه چې په دې آیت د فرعون مېرمن راښيي.«ضَرَبَ اللّهُ مَثَلاً لِلَّذِینَ آمَنُوا امْرَأَتَ فِرْعَوْنَ»

 

د فرعون د مېرمنې انځور

1.چاپېریال ځپلې نه وه او ټولنې یې وګړه نه وه ورجوړه کړې او په منطق/سول د فاسد رژیم پر وړاندې ودرېده.

2.ځلبل ځپلې نه وه او ټولو دنیوي ځلبلونو ته یې ورشا کړه او له ماڼۍ، مادیاتو او هوساینې تېره شوه.

3.د چوپتیا او زندۍ چاپېریال یې مات کړ.

4.صبوره وه او تر کړاو لاندې یې ساه ورکړه؛ خو له خپلې لارې او ښوونځي لاس پر سر نشوه.

5.د خپل وخت د معصوم مشرتابه؛ حضرت موسی لاروۍ وه.

  1. لوړ همتې وه هغه، الله (ج) ته پر قرب او بې له جنته پر بل څه قانع نه وه.

7.مېړنۍ وه او د فرعون دړکو او ګواښونو اغېزمنه نه کړه.

8.د الله (ج) خوښي یې د خلکو پر خوښۍ ورلومړۍ کړه.

9.منطق، عقل او وحې ته یې پر کورنیو چارو لومړیت او غوراوی ورکړ.

  1. له بدیو په ژغورنه یې وویل: «لا تَقْتُلُوهُ[43]» حضرت موسی یې له مرګه وژغوره.

* د فرعون مېرمنې جوته کړه، ډېری هغه شعارونه چې په خپل وخت کې د خلکو فرهنګ شوی و، غلط دي او باید بدل شي.

وايي: که غواړې رسوا نشې؛ نو د ټولنې په څېر ووسه؛ خو هغې وویل: له ټولنې سره نه یورنګېږم او رسوا کېږم هم نه.

وايي: له یوه لاسه ټک نه خېژي؛ خو هغې جوته کړه، چې یو وګړی هم څپه رادبرولای شي.

وايي: ښځه خپلواکه وګړه نه لري؛ خو هغې جوته کړه، چې ښځه په لارټاکنه کې خپلواکه ده.

وايي: په سوک له اوسپنې سره جګړه نشي کېدای؛ خو هغې جوته کړه، چې حق پاتېدونی دی او که سوک پر اوسپنه اغېزمن نه دی؛ خو په تاریخ کې پر عمومي افکارو اغېزمن دی.

وايي: په یوه ګل نه پسرلی کېږي؛ خو هغې جوته کړه، چې که الله (ج) وغواړي؛ نو په یوه ګل هم پسرلی کېږي.

وايي: پلاني نمک وخوړ او نمک ګیر شو، د فرعون مېرمن د فرعون نمک وخوړ؛ خو د هغه له ګروهې کرکجنه وه او ویل یې: «نَجِّنِی مِنْ فِرْعَوْنَ» خدایه! له فرعونه مې وژغورې.

په قرآن کې ډول ډول کورنۍ

1.هغه ښځه او مېړه،چې په نېکچارۍ کې همآندي او همګام دي.(لکه حضرت علي او حضرت فاطمة الزهرا) «یُطْعِمُونَ الطَّعامَ[44]»

  1. هغه ښځه او مېړه،چې په خباثت کې همآندي او همګام دي..(ابولهب او مېرمن یې) (تَبَّتْ یَدا أَبِی لَهَبٍ … وَ امْرَأَتُهُ حَمّالَهَ الْحَطَبِ)
  2. هغه کورنۍ چې سړی یې ښه؛ خو ښځه یې بده ده. (د حضرت لوط او حضرت نوح مېرمنې) (کانَتا تَحْتَ عَبْدَیْنِ …فَخانَتاهُما[45])
  3. هغه کورنۍ چې ښځه یې ښه؛ خو سړی یې بد دی.(د فرعون مېرمن) «مَثَلاً لِلَّذِینَ آمَنُوا امْرَأَتَ فِرْعَوْنَ»

 

پېغامونه:

1- ښځه په تاریخ کې سړیو ته بېلګه کېدای شي. «ضَرَبَ اللّهُ مَثَلاً لِلَّذِینَ آمَنُوا امْرَأَتَ فِرْعَوْنَ»

2-د بېلګو پرتلنه یوه روزنیزه کړنلار ده.( مَثَلاً لِلَّذِینَ کَفَرُوا … مَثَلاً لِلَّذِینَ آمَنُوا)

3-د چاپېریال او ټولنې دباو،وټیز تړاو، ښځمني، د کورودانې غوښتنه او له در په در کېدو او خاروې پرسر کېدو او کډوالۍ وېره، یوه یې هم بې دینۍ ته دلیلېدای نشي.( ضَرَبَ اللّهُ مَثَلاً لِلَّذِینَ آمَنُوا امْرَأَتَ فِرْعَوْنَ …)

4-غاړې خلاصونې ته یوه بېلګه هم بسیا ده.( ضَرَبَ اللّهُ مَثَلاً … اِمْرَأَتَ فِرْعَوْنَ)

5-اصلي خبره د انسان اراده کوي، نه بل څه. (ضَرَبَ اللّهُ مَثَلاً … اِمْرَأَتَ فِرْعَوْنَ)

6-له طاغوت سره مبارزه له دعا سره په ټکر کې نه ده.( ضَرَبَ … نَجِّنِی مِنْ فِرْعَوْنَ)

7- له طاغوته ژغورنه، مانیز ملاتړ ته اړتیا لري. «ضَرَبَ .. نَجِّنِی مِنْ فِرْعَوْنَ»

8-ترجنت مهم یې الله (ج) ته ورنږدېوالی/قرب دی. (رَبِّ ابْنِ لِی عِنْدَکَ …)

9- ایمان له ظالمانو د کرکې لامل دی، د فرعون ښځه یې د ایمان له لامله د فرعون له ټولو کړنو کرکجنه وه. «نَجِّنِی مِنْ فِرْعَوْنَ وَ عَمَلِهِ»

10-په ګروهه کې له مېړه یې د مېرمن لاروي لازمه نه ده؛ بلکې خپل دریځ دې ولري.«نَجِّنِی مِنْ فِرْعَوْنَ»

11-کورنۍ اړیکې برید نه لري او همداچې د کفر او کږلارۍ خبره شوه، باید بدلې شي.«نَجِّنِی مِنْ فِرْعَوْنَ»

12- له کفر تبرّی او کرکه د ایمان شرط دی. «نَجِّنِی مِنْ فِرْعَوْنَ وَ عَمَلِهِ»

13- له نورو کرکه دې د عقلي او شرعي کچو پر بنسټ وي.( مِنْ فِرْعَوْنَ … مِنَ الْقَوْمِ الظّالِمِینَ)

 

وَ مَرْیَمَ ابْنَتَ عِمْرانَ الَّتِی أَحْصَنَتْ فَرْجَها فَنَفَخْنا فِیهِ مِنْ رُوحِنا وَ صَدَّقَتْ بِکَلِماتِ رَبِّها وَ کُتُبِهِ وَ کانَتْ مِنَ الْقانِتِینَ«12»=او (همداراز) د عمران لور مريم [بېلګه راوړي]،چې پاكلمنې وه؛نو موږ پكې له خپل روح ځنې وپوکه او د خپل پالونكي خبرې او كتابونه یې رښتيني وګڼل او له منونکيو ځنې وه.

 

ټکي:

* «أَحْصَنَتْ»له «حصن» اخستل شوی او د کلا په مانا دی او د ښځمنو په باب یې عفت او پاکلمني ده.

*په دې آیت کې حضرت بي بي مریم ته څلور کمالونه ویل شوي دي: پاکلمني، د روح نفحه، د آسماني پېغمبرانو او کتابونو تصدیق او یوازې له الله (ج) لاروي.

په شیعه او سنّي تفاسیرو کې راغلي، چې بشپړې مېرمنې څلور دي: آسیه د فرعون مېرمن، مریم د عمران لور،خدیجه د خویلد لور او فاطمه د حضرت محمّد صلی الله علیه و آله وسلم لور[46].

*یوازېنۍ ښځه چې نامه یې په قرآن کې راغلې،حضرت مریم ده، چې 31 ځل یې په ۱۲ سورتونو کې نامه راغلې ده، چې ۱۲ ځل یې د عیسی بن مریم په بڼه ده او د قرآن یو سورت یې هم په نامه دی.

*بېلګه دې بېلابېله او له بېلابېلو شرایطو او چاپېریالونو سره وي، چې پر هر چا، وخت او شرایطو د پلي کېدو وړ وي: د فرعون مېرمن، حضرت مریم، حضرت ابراهیم و حضرت محمّد علیهم السلام.

* الله (ج) له پاکانو دفاع کوي، داچې حضرت بي بي مریم یې پر ناپاکۍ تورنه کړه، «وَ قَوْلِهِمْ عَلی مَرْیَمَ بُهْتاناً عَظِیماً[47]» الله (ج) په قرآن کې دوه ځل وویل: هغه پاکلمنې ده. «أَحْصَنَتْ فَرْجَها[48]»

 

پېغامونه:

1- قرآن،حضرت مریم، ښځو او سړیو ته د پاکلمنۍ بېلګه ښوولې ده.( لِلَّذِینَ آمَنُوا … مَرْیَمَ ابْنَتَ عِمْرانَ)

2-د ښځې ارزښت یې په پاکلمنۍ کې دی. «مَرْیَمَ ابْنَتَ عِمْرانَ الَّتِی أَحْصَنَتْ فَرْجَها»

3-لومړی ګام دې انسان اوچت کړي، بیا د الهي پېرزینو ورېدو ته ګوره . «أَحْصَنَتْ فَرْجَها فَنَفَخْنا فِیهِ مِنْ رُوحِنا»

4-پاک اولاد له پاکې لمنې وي. «أَحْصَنَتْ فَرْجَها فَنَفَخْنا فِیهِ مِنْ رُوحِنا»

5- د الهي احکامو غوره تصدیق، پرې عمل دی. «صَدَّقَتْ بِکَلِماتِ رَبِّها وَ کُتُبِهِ»

6-د الله (ج) په عبادت کې د خضوع او خشوع ترڅنګ، په خوله هم منښته په کار ده.(صَدَّقَتْ … وَ کانَتْ مِنَ الْقانِتِینَ)

«والحمدللّه ربّ العالمین»

سرچینه : نور تفسیر 

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی 

[1] – کنزالدقایق تفسیر

[2] -کشاف تفسیر

[3] -بحار،ج 17،ص 364.

[4] -ابراهیم/۱۴ آیت

[5] -نورالثقلین تفسیر

[6] -مراغي تفسیر

[7] -تحریم/۶

[8] -طه/۱۳۲

[9] -شعراء/۲۱۴

[10] -لقمان/۱۷

[11] -احزاب/۵۹

[12] -زمر/۱۵

[13] -طور/۲۶

[14] -مریم/۵۵

[15] -مجموعه ورام، لومړی ټوک،۶ مخ

[16] بحار،ج 85،ص 134

[17] -مراغي تفسیر

[18] – مدثر،30

[19] – حاقه،30-31

[20] – دخان،47-48.

[21] – صافات،164.

[22] – بقره،201.

[23] – بقره،74.

[24] – مرسلات،36.

[25] – روم،57.

[26] – یس،65.

[27] – انعام/۲۳

[28] -اعراف/۳۸

[29] – احزاب،67.

[30] -کهف،10.

[31] -مؤمنون/۹۹ او ۱۰۰ آیتونه.

[32] – منافقون،8.

[33] – توبه،88.

[34] – فتح،29

[35] – آل عمران،193

[36] – اعراف،157.

[37]   نساء/۱۴۰

[38] – اعراف،83؛حجر،60؛شعراء،171؛نمل،57؛عنکبوت،32 و 33؛صافّات 135

[39] – بحارالانوار،ج11،ص307.

[40] – مجمع البیان تفسیر.

[41] – مریم،41.

[42] – مریم،16.

[43] – قصص،9.

[44] – انسان،8.

[45] – تحریم،10.

[46] – مجمع البیان تفسیر.

[47] – نساء،156.

[48] – انبیاء،91؛تحریم،12.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!