د رسول الله (ص) په دعا لمر علي ته راستون شو فخر رازي په کبير تفسير کې د کوثر د سورت تر تفسير لاندې ليکي : خداى يو ځل لمر د حضرت سليماعليه السلام لپاره راوګرځاوه او يو ځل يې رسول اکرم ته،چې سر يې د علي پر زنګانه ايښې ويده او لمونځ ترې قضا […]
د رسول الله (ص) په دعا لمر علي ته راستون شو
فخر رازي په کبير تفسير کې د کوثر د سورت تر تفسير لاندې ليکي : خداى يو ځل لمر د حضرت سليماعليه السلام لپاره راوګرځاوه او يو ځل يې رسول اکرم ته،چې سر يې د علي پر زنګانه ايښې ويده او لمونځ ترې قضا شوى و او درېم ځل ته يې علي ته راوګرځاوه،چې د مازيګر لمونځ پر خپل وخت وکړاى شي .
( ثعلبي؛قصص الانبياء :٣٤٠ مخ ) وايي : احمد بن عبدالله بن حامد اصفهاني په خپل سند له عروة بن عبدالله روايتوي،چې وايي : د حضرت علي بن ابيطالب له لور فاطمې کره ولاړم،چې په هغه وخت کې بوډۍ شوې وه؛خو بيا يې يوه غاړکۍ او دوه ډبل وښي پر لاس درلودل،چې ومې پوښتل : دا څه دي ؟ را ته يې وويل : مکروه دي،چې ښځه د سړي په څېر وي ! دا مې اغوستي،چې له سړيو سره توپير شم . بيا يې راته وويل : حضرت اسماء بنت عميس خثعمي راته ويلي : علي له رسول الله سره و، چې پر رسول الله د وحې حالت راغى ، علي يې سر پر زنګانه کېښود او څادر يې پرې واچاوه او همداراز وو، چې لمر کوز شو او يا يې وويل : لمر پر کوزېدو و،چې پېغمبر اکرم په سد کې شو؛پوښتنه يې وکړه : آيا لمونځ دې کړى ؟ و يې ويل : نه! رسول اکرم وويل : خدايه لمر ورته راستون کړې؛لمر راستون شو، چې د جومات تر نيمايي راورسېد .
( کنزالعمال :شپږم ټوک،٢٧٧ مخ ) علي ( ک) وايي :په هغه ورځو کې، چې په خېبر کې وو؛نو يوه شپه پېغمبر اکرم د مشرکانو د وژلو له امله پوره شپه ويده نشو،چې د مازيګر تر لمانځه وروسته يې سر زما په غېږ کې کېښود او ويده شو،چې لمر پرېوت او را ويښ شو؛نو ورته مې وويل : رسول الله ! د مازيګر لمونځ مې نه دى کړى؛ځکه نه مې غوښتل راويښ مو کړم؛ د خداى نبي خپل لاسونه اسمان ته کړل او و يې ويل : خدايه ! لمر ورته راستون کړه ! و مې ليدل چې لمر تر مازيګره راستون شو،چاپېريال روښانه او رڼا شوه؛پاڅېدم او اودس مې وکړ او زما تر لمانځه وروسته لمر کېناست .
( رياض النضره: شپږم ټوک،٢٩٧ مخ )، ( مشکل ا الاثار: دويم ټوک، ٨ مخ ) او ( صواعق المحرقه :٧٦ مخ ) په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې صواعق د خپل روايت تر نقلولو وروسته وايي : دا روايت طحاوي او قاضي په شفاء کې او شيخ الاسلام ابوزرعة او نورو صحيح ګڼلى .
فخر رازي په کبير تفسير کې د ( ام حسب ان اصحاب الکهف و الرقيم کانوا من آياتنا عجبا ) آيت تر تفسير لاندې ليکي : له علي ( ک ) څخه روايت دى،چې يو يار يې غلا کړې او حضرت علي ته يې راوست، و يې پوښت : غلا دې کړې ده ؟ ويې ويل : هو ! حضرت علي ترې لاس غوڅ کړ. سړى راووت، چې په لار کې يې سلمان فارسي او يو بل صحابي وليد، چې سړي وپوښتل: چا درځنې لاس غوڅ کړى دى ؟ و يې ويل : اميرالمؤمنين، د دين يعسوب،د رسول استازي او د بتول مېړه . ورته وويل شول : هغه دې لاس غوڅ کړى او ته يې ستايې ؟! و يې ويل :ولې به يې نه ستايم، چې په حقه يې زما لاس غوڅ کړى او له اوره يې ژغورلى يم . سلمان ټولې اورېدلې خبرې علي ته ورسولې . حضرت علي حکم وکړ: هغه سړى ورته راولئ او سړى يې،چې راوست، حضرت علي ورته خپل لاس پر لاس کېښود او پرې شوى لاس يې ورته بيا په لاس پورې وتاړه او دعا يې ورته وکړه، چې دا مهال له اسمانه غږ راغى، چې رومال له لاسه لرې کړئ . رومال يې،چې لرې کړ؛نو په حيرانتيا مو وليدل،چې د خداى په امر د سړي لاس بېرته روغ رمټ دى .
( رياض النضره :دويم ټوک،٢٢٢ مخ ) د حضرت ابي ذر غفاري د خولې وينا ده : زه رسول اکرم په علي پسې ولېږلم؛نو کور ته يې چې ورسېدم او هر څومره غږونه مې،چې وکړل، ځواب يې رانه کړ او بېرته رسول اکرم ته راستون شوم،چې رسول اکرم راته وويل : ورشه ورته غږ کړه،په خپل کور کې دى؛راغلم او بيا مې ورته غږونه وکړل؛ خو ځواب يې رانه کړ؛نو کور ته مې سر وښکاره کړ؛نو و مې ليدل،چې مېچنه په خپله چورلي او وړه ترې راتويېږي،خوشحاله بهر راووت او دواړه رسول اکرم ته ولاړو، رسول اکرم ما او ما هغه ته کتل،چې و يې پوښتل: ابوذره ! څه درباندې شوي ؟ ورته مې وويل : ډېره هېښنده پېښه مې وليده؛و مې ليدل،چې پخپله د علي مېچنه چورلي او وړه کوي او هلته څوک نه وو،چې مېچنه وکړي !!! رسول اکرم وويل : ابوذره! خداى تعالى ګرځنده پرښتې لري،چې دنده لري له آل محمد سره مرسته وکړه .
دا حديث ملا هم په خپله سيره او ابن حجر د صواعق په ١٠٥ مخ کې راوړى دى .
( ذخاير العقبى :٤٥ مخ ) وايي : حضرت ابي سعيد وايي : علي راته وويل : يوه ورځ مې فاطمې ته وويل : د خوړو لپاره څه لرې ؟ و يې ويل : نه قسم پر هغه خداى،چې زما پلار يې په حقه مبعوث کړى؛دوه ورځې دي،چې ته په کور کې نه يې او په دې دوو ورځو کې موږ څه هم نه دي خوړلي او که څه په کور کې وو؛نو ته به مې له ځان او زامنو مخکې کړى وې. علي پوښتنه وکړه : نو ولې دې را ته و نه ويل،چې خواړه مې درته راوړي واى ؟ و يې ويل : له خدايه وشرمېدم،چې له مېړه مې داسې څه وغواړم،چې پوره کولاى يې نشي . علي پر خداى له توکل سره له کوره راووت او دينار يې پور واخست،چې په لار کې حضرت مقداد مخې ته ورغى،چې په ګرمه ورځ کې تر سوځنده لمر لاندې ولاړ دى،چې علي وپوښت : مقداده ! کومې اړتيا په دې ټکنده لمر کې درېدو ته اړ کړى يې ؟ مقداد وويل : ابا الحسنه ! پر خپل حال مې پرېږده او مه پوښته. علي ورته وويل : روا نه دي،چې خپله ستونزه له ما پټه کړې .مقداد وويل : قسم پر هغه خداى،چې محمد يې خپل استازى کړ، چې د کوړمې-بال بچ د لوږې چغې مې اورېداى نه شوې ؛نو ځکه له کوره بې له کومې موخې راووتم . ددې خبرو په اورېدو د علي سترګې له اوښکو ډکې شوې،چې ټوله ږيره يې په اوښکو لمده شوه او و يې ويل : قسم پر هماغه خداى،چې تا پرې قسم وخوړ،چې د راوتو موخه مو يوه ده؛ما دينار پور اخستى او تا له ځانه مخکې کوم او دينار يې مقداد ته ورکړ او په خپله رسول اکرم ته ورغى او د ماسپښين،مازيګر او ماښام لمونځ يې په جومات کې وکړ؛د ماسخوتن تر لمانځه وروسته پېغمبر اکرم له محرابه راپاڅېد او د علي په مخ کې تېر شو او پر پښه يې ورته اشاره وکړه،چې په ما پسې راځه؛ علي او پېغمبر اکرم د جومات په خوله کې يو ځاى شول. رسول اکرم پوښته وکړه : ابالحسنه ! په کور کې خواړه لرې، چې د شپې خواړه راکړې؟ علي سرښکته کړ او له شرمه يې غږ ونشو کړاى؛ځکه خبر و،چې کور يې پرېښى و . علي وويل : حباً و تکريماً ( ښه راغلاست او خداى مو راوله )ګواکې خداى خپل استازي ته وحې کړې وه،چې د نن شپې خواړه دې له خپلو اهلبيتو سره يو ځاى وي؛رسول اکرم علي له لاسه ونيو او سره روان شول،چې د فاطمې بي بي کور ته راورسېدل،چې بي بي پر لمانځه ولاړه وه او شاته يې يو غټ دېګ وليد،چې تپ ترې اوچتېږي؛نو همداچې بي بي د خپل پلار غږ وليد؛نو د خپل لمانځه له ځايه راووته؛سلام يې واچاوه؛فاطمه پر پاک نبي خورا ګرانه وه؛پاک نبي يې د سلام ځواب ورکړ او پر سر يې ورته لاس راکاږه او پوښتنه يې وکړه : څنګه يې ؟ زه نن شپه ستاسې مېلمه يم،خداى دې وبښه،چې بښلې يې هم يې؛نو بيا فاطمې دېګى راواخست او د پاک نبي مخ ته يې کېښود، د علي سترګې،چې پر دېګ او د خوړو بوى يې پر سپېږمو ولګېد؛نو پر حسرت يې بي بي ته وکتل. بي بي ورته وويل : په کتو کې دې ځانګړې مانا ده ؛سبحان الله ! له ما خو به داسې کوم کار نه وي شوى،چې تاسې مې غوسه کړي ياست؟ علي وويل : آياد دروغو له قسمه بله ستره ګناه هم شته ؟ سهار دې قسم و نه خوړ،چې په کور کې څه نه لرو ؟ بي بي اسمان ته وکتل او و يې ويل : خداى مې پر ځمکه او اسمانونو کې له هر څه خبر دى،چې ما له حق پرته هېڅ هم نه وو ويلي. علي وويل : نو دا خواړه دې له کومه کړل،چې داسې خواړه مې نه ليدلي،نه مې خوړلي او نه مې بوى کړي وو؟ رسول اکرم خپل لا س يې پر اوږو ورکېښود او و يې خوځاوه، و يې ويل : علي ! دا د يو دينار اجر او ثواب دى او دا خو يوازې دنيوي ثواب دى او د خداى له لوري دى او خداى چې چا ته وغواړي روزي ورکوي؛بيا پېغمبر اکرم پر ژړا شو او و يې ويل :قسم پر هغه خداى،چې هغه به مو له نړۍ بونځي،چې دا [ کلما دخل عليها زکريا المحراب وجد عندها رزقاًقال يا مريم انى لک هذا ) زکريا به چې د مريم محراب ته راننووت؛نو ورسره به يې رزق مونده؛نو پوښتنه به يې کوله: مريم ! له کومه درته راغلي ؟] آيت درباندې تطبيق شوى نه وي .
( رياض النضره : دويم ټوک،٢٢٢ مخ ) له علي بن زاذان څخه روايت دى،چې وايي : علي يو حديث نقل کړ او يو سړي دروغ وباله، چې علي ورته وويل : آيا خوښ يې،چې که ما رښتيا ويلي وو؛نو ښېرې درته وکړم ؟ سړي ورته وويل : هو . علي ورته ښېرې وکړې او سړى لا راستون شوى نه و،چې ړوند شو .
دا حديث ملا په خپله سيره کې ، احمد په مناقب ،هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١١٦، طبراني په اوسط او ابن حجر د صواعق په ٧٧ مخ کې نقل کړى دى .
(ابن حجر؛ اصابه : پينځم ټوک،درېم قسم،٢٨٧ مخ ) د قيس بن تميم طائي ګيلاني اشبج د حال په شرح کې ليکي : د جندي د کتاب تاريخ يمن کې مې ولوستل،چې قيس بن تميم په ٥١٧ هجري کال کې له رسول الله او علي حديثونه نقلول او ابو الخير طالقاني، محمود بن صالح، علي طرازي،محمود بن عبيدالله او صاعد مرزي يې حديثونه واورېدل،له هغو يې وويل :زه له ٤٥٠ ښاريانو سره، له ښاره بهر ووتو (ګواکې د مسلمانانو پر خلاف له مشرکينوسره د يو ځاى کولو لپاره وو) او په لار کې ورک شو او نه پوهېدو،چې کوم خوا ولاړ شو،چې همدا مهال يو سړى راغى او پر موږ يې يرغل وکړ او څو يرغله يې راباندې وکړل او په هر يرغل کې يې په سلونو کسان راکې ووژل،چې ٨٣ کسان پاتې شو؛نو د ناچارۍ له مخې مو ترې امان وغوښت؛امان يې راکړ؛بيا وروسته معلوم شو،چې هغه علي بن ابيطالب و؛موږ ټول يې رسول اکرم ته راوستو؛نو موږ چې راورسېدو؛نو پاک نبي د بدر د جګړې د غنيمت پر ويشلو بوخت و. رسول اکرم زه علي ته وروبښلم او د څه مودې لپاره د مريي په حېث د علي په چوپړ کې وم او د کورنۍ د ليدو لپاره مې د ستنېدو اجازه وغوښته؛اجازه يې راکړه؛ولاړم او چې کله راستون شوم، حضرت عثمان وژل شوى و او زه بيا هم د علي په چوپړ کې وم؛يوه ورځ د کار پر مهال څاروي پر لغته ووهلم او سر يې راته مات کړ،علي راته لاس پر سر کېښود او و يې ويل : اى اشبح : ؛يعنې سر ماتيه ! خداى دې عمر ډېر کړه او دعا يې قبوله شوه او ٥١٧ هجري کال دى او ژوندى يم .