په اسلامي فرهنګ کې يوازې لمونځ او روژه عبادت نه دی. ټول د ښمر و ښېګڼې – د خير ښېګړې کارونه، چې ګټه يې خلکو ته رسي،عبادت بلل کېږې،کوم کارونه ،چې په اسلام کې عبادت شمېرل کېږي دا دي: (١) د خداى د کارونو په هکله فکر کول امام جعفر صادق (رح) وايي:(( يوازې ډېر […]
په اسلامي فرهنګ کې يوازې لمونځ او روژه عبادت نه دی. ټول د ښمر و ښېګڼې – د خير ښېګړې کارونه، چې ګټه يې خلکو ته رسي،عبادت بلل کېږې،کوم کارونه ،چې په اسلام کې عبادت شمېرل کېږي دا دي:
(١) د خداى د کارونو په هکله فکر کول
امام جعفر صادق (رح) وايي:(( يوازې ډېر لمونځونه او روژې نيول عبادت نه دي،بلکې د خداى د امر په هکله فکر کول هم عبادت دی.)) (ميزان الحكمه، ۷/۵۴۲)
هغه اندنه- تفکر،چې انسان خداى ته نږدې کړي او ورسره يې آشنا کړي ؛نو عبادت بلل کېږي.
(٢) زده کړه
پېغمبراکرم(ص) وايي:((څوک چې زده کړې ته له کوره ووځي ،څو باطل پرې رد کړي او بېلارېتوب، لارې ته راوړي؛نو ددې کس کار به د څلويښت کالو د عبادت په شان وي.)) (محجةالبيضاء، ۱/ ۱۹)
(٤) د خلکو چوپړ
په روايتونو کې راغلي،چې د خلکو چوپړ او ستونزاواری یې تر ډېرو عبادتونو او مستحبي حجونوغوره دی.
(٥) د نړیوال نیاومن – عادل حکومت ته څارو کېدل – انتظار ويستل
پېغمبراکرم(ص) وايي: (( د فرج انتظار(د امام زمان راتګ) له غوره عبادتونو ځنې دی.)) (نهج الفصاحه، ۴۰۹ ام حدیث)
(۶) ورهڼه – کسب او کار
انحضرت (ص) وايي:((عبادت اویا برخې دی،چې غوره یې په حلالې روزۍ پسې تګ دی.))(وسائلالشيعه، ۱۲/ ۱۱)
کله چې کارونه ټول د خداى لپاره شي؛نو ارزښت يې زياتېږي او دا کار کله ناکله له عبادته هم غوره شمېرل کېږي.کوم کارونه،چې په سم نيت او خداې ته د نږدې کېدو په موخه ترسره شي؛نو په عبادت کې راځې.له دې مخې د عبادت اړخونه له شمېرې وځې او ان په مينه مور و پلار ته کتل،علماوو،قرآن،کعبې، نیاومن – عادل مشر او ديني ورور ته کتل هم په عبادت کې شمېرلېږي.
-
ټیګونه:
- www.andyal.com