عرفان او اسلام په عملي او نظري برخه کې عرفان هم د اسلام له مقدس دین سره تماس او اصطکاک پیدا کوي؛ځکه اسلام هم لکه د نورو ادیانو او مذهبونو په شان او تر بل هر دین او مذهب څخه ډېر له خدای سره د انسان اړیکه او له هستې سره د انسان اړیکه او […]
عرفان او اسلام
په عملي او نظري برخه کې عرفان هم د اسلام له مقدس دین سره تماس او اصطکاک پیدا کوي؛ځکه اسلام هم لکه د نورو ادیانو او مذهبونو په شان او تر بل هر دین او مذهب څخه ډېر له خدای سره د انسان اړیکه او له هستې سره د انسان اړیکه او له خپل ځان سره د انسان اړیکه بیان کړې ده او د هستۍ تفسیر او توضیح یې هم کړې ده. څه چې عرفان وړاندې کوي او څه چې اسلام وړاندې کړي دلته یې ترمنځ یوه مسله طرح کېږي،چې د دوی ترمنځ څه نسبت برقرار دی.
البته اسلامي عارفین کله هم مدعي نه دي،چې له اسلام څخه هخوا خبره لري او له داسې نسبت څخه دوی لری والی یا تبري غواړي. پر عکس دوی مدعي دي،اسلامي حقایق یې تر نورو ښه کشف کړي دي او همدوی واقعي مسلمانان دي.
عارفین هم په عملي برخه کې او هم په نظري برخه کې تل په کتاب او سنت ، نبوي سیرې د امامانو او صحابه کرامو په طریقې استناد کوي.
خو نور خلک د دوی په اړه نورې نظریې لري او موږ به یې په ترتیب سره د هغوی نظریې دلته را اخلو.
الف : د ځینو اسلامي فقهاوو او محدثینو د یوې ډلې له نظره عارفین عملا د اسلام پای بند نه دي او دا چې هغوی په کتاب او سنتو استناد کوي؛نو دا کار یې یوازې د عوامفریبۍ بڼه لري او د مسلمانانو د زړونو راماتونې ته دا کار کوي او عرفان اصلا په اسلام پورې اړه نه لري.
ب: د اوسني عصر د متجددینو یوه ډله،چې له اسلام سره ښه اړیکې نه لري او هر څه چې د اباهیت بوی ورکړي او هر هغه څیز،چې په تېر وخت کې یې د اسلام او اسلامي مقرراتو پر ضد د یو قیام او نهضت په بڼه قلمداد کړي؛نو دوی له داسې څیزونو څخه تود هرکلی کوي. د لومړۍ ډلې په شان دوی هم معتقد دي،چې عارفین عملا په اسلام ایمان او اعتقاد نه لري؛بلکې عرفان او تصوف د معنویت تر پوښښ لاندې د اسلام او عربو پر ضد د غیر عربو ملتونو یو ډول نهضت و.
دا چې عرفان له اسلام سره ضدیت او مخالفت لري؛نو په دې برخه کې دا دویمه ډله هم له لومړنۍ ډلې سره وحدت نظر لري او اختلاف نظر یې په دې کې دی،چې لومړنۍ ډله د اسلام تقدیس کوي او د عامو مسلمانانو په اسلامي احساساتو تکیه کوي او له دې لارې د عارفینو سپکاوی کوي او غواړي،چې په دې توګه عرفان له اسلامي ډګر څخه اوباسي؛خو دویمه ډله د عارفینو پر شخصیت باندې تکیه کوي،چې په دې کې ځینې شخصیتونه یې جهاني هم دي او دا ډله غواړي ،چې له دې لارې د سلام پر ضد په تبلیغاتو لاس پورې کړي او د اسلام سپکاوي کوي او وايي،چې په اسلامي فرهنګ کې لوړې او ظریفې عرفاني اندیشې له اسلام سره پردۍ دي او دا عناصر له بهر څخه اسلام ته راننوتي دي. اسلام او اسلامي اندیشې تر دې اندیشو خورا ټیټې دي. دا ډله مدعي ده ،چې په کتاب او سنتو د عارفینو استناد یوازې یو ډول تقیه او له عوامو څخه ویره ده او له دې لارې یې غوښتل،چې خپل ځان خوندي وساتي.
ج- د بېطرفه ډلې نظریه. ددې ډلې له نظره په عرفان او تصوف کې خصوصا په عملي عرفان کې او په تېره بیا په هغه ځای کې،چې فرقه ایز اړخ پیدا کوي؛نو ډېری بدعتونه او انحرافات پکې لیدل کېږي،چې له کتاب الله او معتبرو سنتو سره اړخ نه لګوي.
خو د نورو فرهنګي اسلامي طبقاتو په شان او د نورو غالبو اسلامي فرقو په شان عارفینو هم اسلام ته نهایت خلوص درلوده او کله یې هم نه غوښتل،چې د اسلام پر ضد دې یا مطلب وویل شي یا راوړل شي. ممکن ځینې تېروتنې ولري، لکه څرنګه،چې نورو فرهنګي طبقو ،چې داسې تېروتنې درلودې، لکه متکلمینو، فلاسفه وو، مفسرینو او فقهاوو؛خو په دې کار کې یې کله هم اسلام ته نیت بد نه و. له اسلام سره د عارفینو د ضدیت مساله له هغو کسانو له خوا طرح شوی، چې له اسلام یا عرفان سره یې خاص غرض درلوده. که څوک بېطرفانه او بې غرضانه د عارفینو کتابونه مطالعه کړي ؛خو په دې شرط،چې له ژبې او اصطلاحاتو سره یې اشنا وي؛نو ممکن ډېرې اشتباهات پکې پیدا کړي؛خو په عین حال کې به هیڅ شک و نه کړي،چې هغوی اسلام ته پوره صمیمیت او خلوص لري.
موږ هم درېم نظر غوره ګڼو او معتقد یو،چې عارفینو سوء نیت نه درلوده او په عین حال کې لازم دي،چې متخصص او په عرفان او په ژورو اسلامي معارفو کې پوه کسان دې د عرفاني مسایلو او له اسلام سره یې د اړخ لګونې په اړه بېطرفانه بحث او تحقیق وکړي.
هغه مسله،چې دلته باید طرح شي دا ده،چې ایا اسلامي عرفان هم لکه د فقې،اصول، تفسیر او حدیث په شان دی؛ یعنې له هغو علومو څخه دی،چې مسلمانانو د اسلام له اصلي مادې څخه را اخستي او ورته یې قواعد، ضوابط او اصول کشف کړي دي او که نه د طب او ریاضیاتو په شان دی،چې د اسلام له جهان څخه بهر اسلامي جهان ته راننوتي دي او د اسلامي تمدن او فرهنګ په لمن کې یې د مسلمانانو په لاس کې وده او تکامل موندلی او یا که نه کوم بل درېم شق پکې دی؟
عارفینو خپله لومړی شق غوره کوي او په هیڅ عنوان حاضر نه دي،چې بل شق وټاکي. ځینو مستشرقینو اصرار درلوده او لري یې،چې عرفان او لطیفې او دقیقې عرفاني اندیشې ټولې له اسلامي نړۍ څخه بهر اسلامي نړۍ ته راننوتي دي.
کله ورته د مسیحۍ پر جرړه قایلېږي او وايي،چې له مسیحیانو سره د مسلمانانو د اړیکو له کبله عارفانه افکار رامنځ ته شوي او کله ورته د اسلام او عربو پر وړاندې د ایرانیانو عکس العمل وايي. کله یې د نوي افلاطوني فلسفې محصول ګڼي،چې خپله د ارسطو، افلاطون،فیثاغورث، د اسکندریې د ګنوسیانو او د یهودانو او مسیحیانو د آراوو او عقایدوو ترکیب دی. کله وايي،چې له بودايي افکارو څخه یې جرړه اخستې ده. همداشان په اسلامي نړۍ کې هم د عارفینو مخالفین هڅه کړې او کوي یې،چې عرفان او تصوف له یوې مخې له اسلام سره پردی وښيي او ورته په غیر اسلامي جرړه قایل شي.
درېمه نظریه دا ده،چې عرفان خپله لومړنۍ تومنه خپله له اسلام څخه اخستې ، که هغه عملي عرفان وي او که نظري او دې تومنې ته یې قواعد او ضوابط او اصول بیان کړي دي او د خارجي جریانونو تر اغیز لاندې هم راغلي، مخصوصا کلامي او فلسفي اندیشې او بالاخص د اشراقي فلسفې تر اغېز لاندې هم راغلي دي.
دا چې عارفینو تر کومې اندازې پورې وکړای شول،چې لومړنۍ اسلامي تومنو ته سم قواعد او ضوابط بیان کړي او په دې برخه کې یې بریا د فقاوو په شان و که نه ؟ او تر کومې اندازې پورې دې ته ژمن و،چې له اصلي اسلامي اصولو څخه منحرف نشي او همداراز خارجي جریانونو په اسلامي عرفان کې تر کومه حده پورې اغېز درلوده؟ ایا اسلامي عرفان هغوی ټول پخپل ځان کې جذب کړي او خپل رنګ یې ورته ورکړې او پخپله مسیر کې یې ترې ګټه پورته کړې او که نه پرعکس ددې جریاناتو څپو اسلامي عرفان د خپلو څپو په مسیر کې اچولی دی؟
دا ټول هغه مطالب دي،چې بیل بیل باید تر بحث او دقت لاندې ونیول شی. څه چې څرګند دي دا دي،چې اسلامي عرفان خپله اصلي سرمایه له اسلام څخه اخستی او بس.
د لومړی نظریې طرفداران او څه نا څه د دویمې نظریې طرفداران مدعي دي،چې اسلام ساده او بې تکلیفه و عمومي فهمه دین دی او له هر ډول رمز او له هر ډول غیرمفهومه مطالبو څخه پاک دی.د اسلام اعتقادي اساس توحید دی او د اسلام توحید؛یعنې لکه څرنګه،چې مثلا یو کور متمایز او متغایر جوړونکی لري؛نو همدا شان جهان هم جدا او منفصل جوړونکی لري. د اسلام له نظره د جهان له ګټو یا متاعونو سره د انسان د اړیکې اساس زهد دی. زهد؛یعنې د دنیا له فاني ګټو یا متاعونو څخه مخ اړول،چې د اخرت تلپاتي نعمتونه لاس ته راوړي.
که له دې څخه تېر شو؛نو یو لړ ساده عملي مقرراتو ته رسېږو، چې فقه یې متفکله ده. ددې ډلې له نظره،څه چې عارفینو د توحید په نامه ویلي؛نو تر اسلامي توحید پورته مطلب دی؛ځکه عرفاني توحید له وحدت وجود څخه عبارت دی او د خدای او د هغه له صفاتو او تجلیاتو پرته بل څه نشته . عرفاني سیر و سلوک هم له اسلامي زهد څخه پورته (وراء) دی؛ ځکه په سیر و سلوک کې یو لړ معاني او مفاهیم طرح کېږي، لکه د خدای مینه، په خدای کې فنا کېدل او د عارف په زړه د خدای تجلي،چې دا په اسلامي زهد کې مطرح نه دي. عرفاني طریقت هم له اسلامي شریعت څخه پورته دی؛ځکه د طریقت په ادابو کې ځینې داسې مسایل طرح کېږي،چې فقه ترې بې خبره ده.
ددې ډلې له نظره عارفان او متصوفین ځان د رسول الله (ص) په صحابه کرامو پورې منتسب ګڼي او هغوی خپل مشران ګڼي،چې ټول صحابه کرام زاهدان وه. د هغوی روح له عرفاني سیر او سلوک او له عرفاني توحید څخه بې خبره و. دوی داسې کسان وه،چې د دنیا په ګټو پسې نه وه او د اخرت عالم ته متوجه وه. خوف د هغوی پر روح حاکم اصل و، د دوزخ له اور څخه یې خوف درلوده او جنتي نعمتونو ته په تمه و.
حقیقت دا دی،چې ددې ډلې نظریه په هیڅ عنوان د تایید وړ نه ده. لومړنۍ اسلامي تومنې تر دې خورا غني دي،چې دې ډلې په جهل او یا هم په لوی لاس فرض کړي دي. نه اسلامي توحید دومره سادګي و بې محتوايي درلوده،چې دوی فرض کړې او نه هم په اسلام کې د انسان معنویت یوازې په وچ زهد پورې تړلی دی او نه هم د رسول الله (ص) صحابه کرام هغه شان و،؛لکه څرنګه یې چې دوی توصیفوي او اسلامي آداب هم د جوارحو په اعمالو او اعضاء پورې محدود نه دي. موږ دلته اجمالا هغه مطالب راوړو،چې دا روښانه کړي،چې اصلي اسلامي تعلیماتو کړای شول،چې د نظري او عملي عرفان په اړه د یو لړ ژورو معارفو الهام بخشه وي. د توحید په اړه قرآن کریم کله هم خدای او خلقت د کور د جوړونکي او د کور په عنوان نه قیاس کوي او په همدې حال کې وايي،چې دهغه مقدس ذات په هر ځای کې له هر چا سره دی.(( اينما تولوا فثم وجه الله)) ((و نحن اقرب اليكم منكم)) ((الاول و الاخر و الظاهر و الباطن))
څرګنده ده،چې دا شان آیتونه د عوامو له توحید څخه د غوره او عالیتر توحید په لوري افکار او اندیشې رابلي. د کافي په حدیث کې راغلي،چې خدای پوهېده په آخرالزمان کې به په توحید کې متعمق کسان ظهور کوي؛نو ځکه یې د حدید د سورت لومړني آیتونه او د قل هو الله احد سورت نازل کړ.
د سیرو سلوک او تر اخریني منازلو پورې د قرب حق د مراحلو د طی کولو په اړه کافي دي،چې په (( لقاءالله)) پورې اړوند ځینې آیتونه او په (( رضوان لله)) پورې اړوند آیتونه او د وحې،الهام او له غیر پېغمبرانو سره د ملایکو د خبرو لکه حضرت مریم او په تېره بیا د رسول الله (ص) په معراج پورې ځانګړي اړونده آیتونو ته پام وکړو. په قرآن کې د نفس اماره، نفس لوامه او نفس مطمینه خبره راغلې ده، د افاضي او لدني علم او له مجاهدې څخه د لاس ته راغلې هدایتونو په اړه خبره شوې ده. ((الذين جاهدوا فينا لنهدينهم سبلنا))
په قرآن کې د فلاح او رستګارۍ یوازینې لامل د نفس تزکیه ګڼل شوې ده. ((قد افلح من زكيها و قد خاب من دسيها))
په قرآن کې په مکرر ډول له انساني تړنو او مینې پورته د الهي حب خبره شوی ده. قرآن د جهان د ټولو ذراتو د تمجید او تسبیح خبره کړې ده او په یو تعبیر یې ترې یادونه کړی ده،چې مفهوم یې دا دی که تاسې انسانان ځان کامل کړی؛نو دا تسبحیات او تمجیدات به درک کړی. پردې سربېره د انسان د سرشت په اړه د نفحه الهي مسله مطرح کړې ده.
دا او له دې پرته دې ته کافي وه،چې د خدای، جهان او انسان او په تېره بیا د خدای او انسان د اړیکو په اړه د ستر او پراخ معنویت الهام بخشه وي. لکه څرنګه،چې ورته اشاره وشوه، خبره په دې کې نه ده،چې مسلمان عارفینو له دې شتمنیو څخه څرنګه ګټه پورته کړه، سمه و او که ناسمه؟ بلکې خبره د هغه غربي او غرب ځپلې ډلې د مغرضانه نظریاتو په هکله ده،چې غواړي اسلام د معنویت له نظره بې محتوا معرفي کړي. خبره په اسلام کې د سترې شتمنۍ په اړه ده،چې کړای یې شول په جهان اسلام کې ښه الهام بخشه وي. فرضاً که مصطلحو عارفینو ونشو کړای،چې سمه ګټه ترې پورته کړي؛نو نورو کسانو ترې ګټه پورته کړې،چې په دې نامه مشهور نه دي.
پردې سربېره روایتونه، خطب ، ادعیې، اسلامي احتیاجات او د اسلام د روزل شویو د احوالو ترجمې ښيي،څه چې په صدر اسلام کې و؛نو یوازې وچ کلک زهد او د اجر په هیله عبادت نه و. په روایتونو، خطب،ادعیو او احتیاجاتو کې ډېرې سترې ماناګانې مطرح دي. د صدر اسلام د شخصیتونو احوال وايي،چې نوموړیو یو لړ هیجانات، روحي واردات، د زړه روشن بینۍ او معنوي مینې او سوز او ګودازونه درلودل،چې یو یې دلته راوړو. په کافي کې لیکي: یوه ورځ د سهار تر لمانځه وروسته رسول الله (ص) یو ځوان ولید، چې د مخ رنګ یې تور تښتېدلی و او سترګې یې کوپې شوې او بدن یې دومره کمزوی و،چې بیخوده او ځان یې نشو ټینګولای. رسول الله (ص) ترې پوښته وکړه: څنګه یې . ویې ویل، د یقین په حال کې یم. رسول الله (ص) ورته وویل: د یقین نښه دې څه ده؟ ویې ویل : دا مې یقین دی،چې زه یې په غمونو کې ننه ایستې یم ( په شپو کې یې) ویښ او د ورځې یې زه تږی کړی یم، له دنیا او مافیها یې بیل کړی یم، تر هغه ځایه،چې ګواکې د خدای عرش وینم،چې له خلکو سره د حساب کونې لپاره ایښوول شوی دی او ټول خلک محشور شوي او زه هم پکې یم. ګواکې جنتیان به جنت کې او دوزخیان په دوزخ کې وینم، ګواکې همدا اوس په غوږنو مې د دوزخ د اور اوازونه اورم.
رسول الله (ص) صحابه کرامو ته مخه کړه او ویې ویل : دا هغه بنده دی،چې خدای یې زړه د ایمان په رڼا منور کړی .
بیا یې ځوان ته وویل : همدا حالت دې وساته،چې درڅخه وانه خستل شي.
ځوان وویل: دعا وکړﺉ،چې خدای مې شهادت روزي کړي.
څه موده وروسته په یوه جګړه کې مړ شو. د رسول الله (ص) ژوند، حالات، کمالات او مناجاتونه له معنوي او الهي ولولې او له عرفاني اشارو څخه ډګ دي. د رسول الله (ص) د عاګانې په پراخ ډول د عارفانو د استشهاد او استناد وړ ګرځېدلي دي. اکثریت عارفین او متصوفین خپلې سلسلې په حضرت علي پورې رسوي. د حضرت علي خبرې د معنویت اومعرفت الهام بخشه دي. متاسفانه دلته یې د بېلګي د راوړلو وخت نشته.
اسلامي دعاګانې او مخصوصا شیعي دعاګانې د معارف خزانه ده، لکه د کمیل دعا، د ابوحمزه دعا، شعبانیه مناجات، د صحیفه سجادیه دعاګانې. په دې دعاګانو کې عالیترینې معنوي اندیشې دي.
ددې دومره سرچینو په درلودلو سره ایا بیا به هم دې ته ځای پاتې شي ،چې موږ په خارجي سرچینو پسې ولاړ شو. ددې جریان مثال موږ د ستر صحابي حضرت ابوذر غفاري (رض) د خپل وخت د جبارانو پرضد د منتقدانه او معترضانه اجتماعي حرکت په موضوع کې وینو. حضرت ابوذر عفاري (رض) د خپل وخت په تبعیضونو، حیف او میلونو او ظلمونو سخت معترض و،حتې دا چې نوموړي ستر صحابي په دې برخه کې تبعیدونه ولیدل او ستر کړاوونه یې وګالل او په پاې کې په همدې تبعیدګاه کې په یوازې ځان او غربت کې مړ شو.
ځینو مستشرقینو دا پوښتنه رامنځ ته کړې،چې د حضرت ابوذر غفاري (رض) محرک څوک و؟ دا ډله د حضرت ابوذر د محرک لپاره د اسلام له جهان څخه بهر په کوم عامل پسې ګرځي؟ مسیحي جرج جرداق د ((علی صوت العدالة
الانسانية)) په کتاب کې وايي ،چې زه له داسې اشخاصو څخه تعجب کوم، مثال یې داسې دی،چې که یو څوک د سیند له غاړې سره ووینو او بیا فکر وکړو،چې دې کس خپل د اوبو دا جام له کوم ځای څخه ډک کړی دی. حضرت ابوذر له اسلام پرته ایا کومه بله سرچینه درلوده،چې الهام یې ترې اخستې وای. له اسلام څخه پرته بله کومه داسې سرچینه شته، چې د حضرت ابوذر په شان کسانو ته الهام بخشه وي.
همدا موضوع په عرفان کې هم وینو. مستشرقین له اسلام څخه پرته په کومې بلې سرچینې پسې دي،چې د عرفاني معنویاتو الهام بخشه وي او دوی له دې ستر سیند څخه سترګې پټوي. ایا کولای شو،چې له دې ټولو سرچینو څخه انکار وکړو، لکه قرآن، حدیث، خطبه، احتجاج، دعا او سیره. یوازې په دې خاطر ،چې د ځینو مستشرقینو او د هغوی د شرقي پیروانانو فرضیې سمې ثابتې شي؟
خوشبختانه د انګلیسي نیکولسون او فرانسوي ماسینون په شان کسان په اسلامي عرفان کې پراخه مطالعه لري او ټول یې ورسره مني او دوی صریحا اعتراف کوي،چې د اسلامي عرفان اصلي سرچینه قرآن او سنت دي. د نیکولسون د خبرو په راوړلو سره بحث ته مو د پای ټکې ږدو.
نوموړی وايي : په قرآن کې وینم،چې وايي: خدای د اسمانونو او ځمکې رڼا ده (الله نور السموات و الارض).
هغه لومړنی او اخرنی دی.( هو الاول و الاخر)، له هغه پرته بل خدای نشته،( لا اله الا هو). له هغه پرته هر څه به نابود شي،( كل من عليها فان). ما په انسان کې یې خپل روح چوف کړ،( نفخت فيه من روحی). موږ انسان پیدا کړ او پوهېږو،چې روح یې ورته څه وايي؛ځکه موږ ورته د هغه د اورمېږ له رګ څخه ډېر نږدې یو، (انا خلقنا الانسان و نعلم ما توسوس به نفسه و نحن اقرب اليه من حبل الوريد ). هرې خواته چې مخ کړی؛نو په هماغه ځای کې خدای دی،( اينما تولوا فثم وجه الله). چا ته چې خدای رڼا ورنه کړي؛نو هغه به په کلي ډول رڼا و نه لري،( و من لم يجعل الله له نورا فما له من نور).
محققاً د تصوف جرړه او تخم په دې آیتونو کې دی او اولی صوفیانو ته قرآن نه یوازې کلمات و؛بلکې له خدای سره د تقرب وسیله هم شمېرل کېده. د قرآن په مختلفو برخو کې د عبادت او تعمق په وسیله، مخصوصا هغه آیتونه،چې د عروج ( معراج) په اړه دي؛نو متوفیان هڅه کوي،چې د پېغمبر صوفیانه حالت په ځان کې راپیدا کړي.( كتاب ميراث اسلام ، مجموعهای از مقالات مستشرقين درباره اسلام صفحه . 84)
نوموړي زیاتوي : په تصوف کې د وحدت اصول ، تر بل هر ځای څخه مخکې په قرآن کې ذکر شوي او همداراز پېغمبر اکرم وايي ،چې خدای وویل: که کوم بنده راته د عبادت او نېکو اعمالو له کبله رانږدې شي؛نو زما به خوښ شي، بالنتیجه زه به یې غوږ شم، داسې ،چې زما په وسیله به اوري،زه به سترګې شم داسې،چې زما په وسیله به ویني او ژبه او لاسونه به یې شم،چې زما په وسیله به یې ویل او رانیول کوي.[ ددې قدسي حدیث ترجمه ده : (( لا يزال العبد يتقرب الی بالنوافل حتی اذا احببته . فاذا احببته كنت سمعه الذی يسمع به و بصره)) ]
څه چې څرګند دي دا دي،چې په صدر اسلام کې ، لااقل په لومړۍ هجري پېړۍ کې په مسلمانانو کې د عارف یا صوفي په نامه کومه ډله نه و. د صوفي نوم په دویمه هجري پېړۍ کې راپیدا شوی دی.ویل کېږي ابوهاشم صوفي کوفي لومړنی کس دی،چې په دې نوم نومول شوی دی،چې په دویمه پېړۍ کې اوسېده. همدا کس دی،چې په لومړي ځل یې د فلسطین په رمله کې د مسلمان زاهدینو د یوې ډلې لپاره صومعه ( خانقاه) جوړه کړه .( تاريخ تصوف در اسلام ، تأليف دكتر قاسم غنی ، صفحه ۱۹) د ابوهاشم صوفي د مړینې دقیقه نېټه معلومه نه ده، ابوهاشم د سفیان ثوري استاد دی،چې نوموړی په ۱۶۱ هجري کې مړ شوی دی. ابوالقاسم قشیري وايي،چې د صوفیانو او عارفانو له سترو شخصیتونو څخه ،چې دا نوم تر ۲۰۰ هجري څخه مخکې پیدا شوی دی. نیکولسون هم وايي،چې دا نوم د دوېمې هجري پېړې په وروستیو کې پیدا شوی دی. په ( المعیشة کافي ۵ جلد) کې د یو روایت له مخې داسې ظاهرېږي،چې د امام جعفر صادق په وخت کې یوه ډله ( سفیان ثوري او نور) په همدې وخت کې؛یعنې د دویمې هجري پېړۍ په لومړې نیمه کې په همدې نوم یادېده.که ابوهاشم کوفي لومړنی کس وي،چې په دې نوم نومول شوي وي او د سفیان ثوري استاد هم وي،چې سفیان ثوري هم په ۱۶۱ هجري کې مړ شوی؛نو د دویمې هجري پېړۍ په لومړۍ نیمه کې همدا نوم مشهور شوی دی؛ نه د دوېمې پېړې په اخره کې ( لکه څرنګه،چې نیکولسون او نورو ویلي) او ظاهراً شبهه هم نشته،چې په دې نوم د صوفیه وجه تسمیه دهغوی پشمینه پوشي وي ( صوف پشم) . د زهد او له دنیا څخه د مخ اړونې له کبله به صوفیانو نرمې جامې نه اغوستې او ډبلې پشمینې جامې به یې اغوستې. دا چې څه وخت دې ډلې ځان ته (عارف ) ووایه؛نو په دې اړه دقیق معلومات نه لرو. څرګند دا دي،چې او هغه کلمات،چې له سري سقطي متوفا ۲۴۳ هجري نقل شوي؛ معلومېږي،چې په درېمه هجري پېړۍ کې دا اصطلاح شایع او رایجه و. د ابونصر سراج طوسي د (( اللمع)) کتاب،چې د تصوف او عرفان له معتبرو متنونو څخه دی؛نو له سفیان ثوري څخه یوه جمله رانقلوي،چې ښيي د دویمې پېړۍ په لومړۍ نیمه کې دا اصطلاح پیدا شوې ده.
په هر حال په لومړۍ هجري پېړۍ کې د صوفي په نامه کومه ډله نه و او دا نوم په دویمه هجري پېړۍ کې پیدا شوې او ظاهراً په همدې پېړۍ کې دا جماعت د یوې خاصې ډلې په بڼه راښکاره شوی دی؛نه په درېمه پېړۍ کې، لکه څرنګه، چې ځینې په همدې عقیده دي.( دكتر غنی ، تاريخ تصوف در اسلام . )
په لومړۍ هجري پېړۍ کې که څه هم د عارف یا صوفي یا په بل نامه کومه خاصه ډله نه و؛خو دا دې دلیل نشي کېدلای ،چې صحابه کرام یوازې عابد او زاهد کسان وه او ټول د ایمان په یوه ساده درجه کې اوسېدل او معنوي حیات یې نه درلوده. ( لکه معمولا،چې غربیان او غرب ځپلې یې لاپې شاپې کوي) ښايي ځینو صحابه کرامو له عبادت او زهد پرته بل څه نه درلودل؛خو ځینې نور له ځواکمن معنوي حیات څخه برخمن وه او دوی ټول هم په یوه درجه کې نه وه، حتی حضرت سلمان او حضرت ابوذر هم د ایمان په یوه درجه کې نه دي. حضرت سلمان د ایمان داسې ظرفیت لري،چې حضرت ابوذر ته تحمل وړ نه دی. په احادیثو کې دا مضمون ډېر راغلی: ((لو علم ابوذر ما فی قلب سلمان لقتله)) څه چې د سلمان په زړه کې دي که ابوذر پرې پوه شوی وای؛ نو هغه به یې ( کافر ګڼلی وای) او مړی کړی به یې وای. (سفينةالبحار محدث قمی ، ماده سلم)
لیکوال : استاد شهید مطهری
ژباړه : اجرالدین اقبال
-
ټیګونه:
- www.andyal.com