د مور په زيلانځ کې د جنين د تکامل پړاوونه لومړى وايي : ((َلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن سُلَالَةٍ مِّن طِينٍ (مومنون/۱۲) = او په رښتيا موږ انسان له نچوړ شوې خټې پيدا كړى دى)) هو! دا ړومبى ګام دى، چې انسان يې هغه عظمت ،دبديې او له هغو استعدادنو او وړتياوو سره ، دا د […]
د مور په زيلانځ کې د جنين د تکامل پړاوونه
لومړى وايي : ((َلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن سُلَالَةٍ مِّن طِينٍ (مومنون/۱۲) = او په رښتيا موږ انسان له نچوړ شوې خټې پيدا كړى دى))
هو! دا ړومبى ګام دى، چې انسان يې هغه عظمت ،دبديې او له هغو استعدادنو او وړتياوو سره ، دا د مخلوقاتو افضل او د نړۍ د موجوداتو غوره وپېژندل شي ،چې له بې ارزښته خاورې دى، هغه خاوره ،چې د کم ارزښتۍ مثال دى او دا يې نهايي قدرت ښوونه ده ،چې له دغسې ساده موادو يې دغسې بديع او نوى موجود وپنځاوه .
په ورپسې آيت کې زياتوي : ((ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَكِينٍ (مومنون/۱۳) بيا مو د یوه څاڅكي (په بڼه) په خوندي ځاى [= زيلانځ] كې كېښود؛))
په حقيقت کې ړومبى آيت ، د ټولو انسانانو ( آدم او اولادې يې ) د شتون پيلامې ته اشاره کوي ،چې ګردسره خاورو ته ورګرځي او له خټې راولاړ شوي دي .
خو په دويمي آيت کې ، د آدم د ځوځات دوام ته اشاره کوي ،چې په زيلانځ کې د نر او ښځې د څاڅکو د يو ځاى کېد و له لارې غځېږي .
په حقيقت کې دا مبحث ، له هغه تعبير سره ورته دى ،چې د (( سجده )) سورت په ( ٧/او( ٨) آيتونو کې راغلى دى:
((الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ وَبَدَأَ خَلْقَ الْإِنسَانِ مِن طِينٍ -ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهُ مِن سُلَالَةٍ مِّن مَّاء مَّهِينٍ= هماغه، چې څه يې پيدا كړي (خو) ډېر ښه يې جوړ کړي او د انسان (= آدم) پنځونه يې له خټې پيل كړه. بيا يې د ده د ځوځات (لړۍ) د ناڅيزه او بې ارزښته اوبو له نچوړه وغځوله. ))
داچې زيلانځ يې چې په قرار مکين ( خوندي ځاى ) تعبير کړى ، په بدن کې د زيلانځ ځانګړي موقعيت ته اشاره ده ، په واقع کې د بدن خورا خوندي ځاى دى، چې له هر لوري پوره خوندي دى:
د ملا تير او پختۍ له يوې خوا.
د لګن خاصرې غښتلى هډوکي له بلې خوا .
د خېټې بې شمېره پردې له دريېمې لورې .
او څلورم داچې لاسونه يې هم په خويينه کې لاسينوى کوي ،چې دا ټول د زيلانځ په خونديېنه لاسوندونه دي .
[ جنین چې په زیلانځ کې پروت وي؛نو جنین په امنیون نومي مایع کې لامبووهونکی وي،چې د امنینون مایع په امنیون پرده کې وي او بیا امنیون پرده د رحم په عضله کې وي،چې دوه پوړه عضلې دي،چې اندومتر او مایومتر نومېږي؛نو پر پورته ذکر شویو ارګانونو سربېره په خپله رحم یا زیلانځ د ضربې پر وړاندې یو خوندي ځای دی او د جنین په شاوخوا کې مایع نه پرېږدي،چې ضربه نېغ په نېغ له جنین سره په تماس کې شي او چې کله مور یا جنین له ضربې سره مخېږي؛نو شاوخوا مایع یې د ضربې ځواک ویشي .]
تردې روسته د مور په زيلانځ کې د څاڅکي هېښنده بهير ته اشاره کوي ،چې له بشري وس هاوخوا د خلفت په بېلابېلو څېرو اوړي او وايي :
(ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ (مومنون/۱۴) = بيا مو څاڅكى د وينې پر پرنډه ټوټه (علقه) واړاوه؛ نو بيا مو دا (علقه) پر مضغه [= د ژوولي غوښې د بوټۍ په څېر يو څيز] واړاوه، بيا موږ د غوښې له بوټۍ هډوكي جوړ كړل او بيا مو هډوكي په غوښه پټ كړل، بیا مو په یوه بل جوړښت کې پيدا كړ؛ نو مبارک دى هغه الله چې خورا ښه پنځګر دى.))
دا څلور توپيري پړاونه ، د څاڅکي پر پړاو سربېره ،پينځومي پړاوونه دي ، چې هر يوځانته عجيبه نړۍ لري،چې په جنين پوهنه کې په ځير څېړل کېږي او په اړه يې ډېر کتابونه کښل شوي دي ؛خو پر هغه مهال ،چې قرآن د انسان د جنين پيدايښت د بېلابېلو پړاوونو او هېښتياو په باب يې خبرې کولې، ددې علومو څه نښه نه وه .
او د آيت په پاى کې، روستي پړاو ته چې په واقع کې د بشر د پيدايښت خورا مهم پړاو دى، په يو سر تړلي او په ماناډک تعبير اشاره کوي او وايي : ((ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ)) ؛بل ځل آخرين پردې بې سارې قدرت ښوونه ،چې د زيلانځ په تياره خونه کې د اوبو پرڅاڅکي دغسې هېښند نوى انځور کاږې .
آخرين پر هغه علم او حکمت،چې دغسې ناڅيز موجود کې دا ګردسره استعدادونه او وړتيا وې راپنځوې ،آخرين پر هغه او بې سارې پنځونې يې .
ورپسې آيت، په يو ښکلې طرز د توحيد او د مبدا د پېژندنې له مسالې د ((معاد ))مسالې ته ورلېږدول کېږي او وايي : دا انسان ،چې دومره هېښتياوې لري، تر ابده ژوندى نه پاتېږي، داسې وخت رارسي،چې دا عجيبه جوړښت يې نړېږي او (( تاسې تردې ژوند روسته ټول مرئ = ثُمَّ إِنَّكُمْ بَعْدَ ذَلِكَ لَمَيِّتُونَ)) خوداچې دا انګېرنه رامخې ته نشي ، چې د انسان په مړينه ، هر څه پاى مومي ( نو څو ورځو ته دا بادبدبه پيدايښت يو چټي چار دى ) سملاسي زياتوي : ((ُمَّ إِنَّكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ تُبْعَثُونَ =بيا دقيامت پرورځ بل ژوندته راپاڅول کېږئ ( البته په لومړه کچه اوپه پراخه نړۍ کې ) )) .
په زيلانځ کې د انسان د تکامل روستى پړاو
په زړه پورې داچې په پورته آيت کې،چې د انسان پيدايښت ته پينځګوني پړاوونه ياد شوي ،په ټولو ځايونو کې په (( خلق)) تعبير شوي دي ؛خوچې کله روستي پړاو ته رسي، په (( انشاء)) يې تعبير وي .
ژبپوهانو ويلي ،چې ((انشاء))؛يعنې ((له روزنې سره يې د يو څيز راپيداکول .))
دا تعبير راښيي: روستی پړاو، له تېرو پړاوونو ( څاڅکي،علقه، مضغه، غوښې او هډوکي ) پوره توپير لري ،يو مهم پړاو دى ،چې قرآن سرتړلى ياد کړى او يوازې وايي : (( بيا مو په نوې بڼه پيداکړ)) او ورپسې ((فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ)) وايي .
دا څه پړاو دى،چې دومره د اهميت وړ دى،دا هماغه پړاو دى ،چې جنين د انساني پړاو ژوند ته ورننووځي،حس او حرکت پيداکوي او په خوځښت راځي، چې په اسلامي رواياتوکې (( په تن کې د روح په پوکلو)) ( نفخ روح) تعبير شوى دى .
دلته دى ،چې انسان په يو ستر ټوپ،نباتي او ګياهي ژوند تېر کړى او د څارويو او تردې اوچت د انسانانو نړۍ ته ګام ږدي او له تېر پړاو سره يې واټن دومره ډېر و، چې په ((ثم خلقنا)) ترې تعبيربيانه و ؛نو ځکه يې ((ثم انشانا)) وويل .
انسان دلته ځانګړى جوړښت پيدا کوي او له ټولې نړۍ يې ځانګړى کوي، په ځمکه کې د خداى د خلافت وړتيا ورکوي او د امانت هغه پچه ېې په نوم راووځي،چې غرونو او اسمانونو يې پېټى اوچت کړاى نشو. په واقع کې، همدلته دى، چې له ټولو هېښتياوو سره ((سترې نړۍ = عالم کبير)) په دې (( کوچنۍ کتله )) کې رانغاړلېږي او په رښتيا د ((فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ)) وړ دى .