له حضرت علي(ک) روایت شوې لنډې خبرې ۱ ـ نېکي کول، د خیر کار پټول، پر سختو کړاوونو زغم او د مصیبتونو نه ښکاره کول د جنت له زېرموځنې دي . ۲ ـ ښه خوی غوره ملګری دی او د مؤمن د کړنلیک سریزه یې ښه خوی دی . ۳ ـ زاهد ( او له […]
له حضرت علي(ک) روایت شوې لنډې خبرې
۱ ـ نېکي کول، د خیر کار پټول، پر سختو کړاوونو زغم او د مصیبتونو نه ښکاره کول د جنت له زېرموځنې دي .
۲ ـ ښه خوی غوره ملګری دی او د مؤمن د کړنلیک سریزه یې ښه خوی دی .
۳ ـ زاهد ( او له دنیا تېر) هغه دی، چې د حرامو پر وړاندې خپل زغم له لاسه ورنه کړي او حلال یې له شکره غافل نه کړي.
۴ ـ عبدالله بن عباس (رض) ته یې وکښل: اما بعد؛ په رښتیا، کله انسان د هغه څیز په لاس ته راوړو خوشحالېږي، چې له لاسه وتوونکی نه دی او کله د هغه څیز په له لاسه وتو خپه کېږي، چې په لاس ورتلونکی نه دی ( بې ځایه خوشحالېږي او خپه کېږي) ؛ نو باید خوښي دې هغه څه ته وي، چې خپل اخرت ته دې تر لاسه کړې وي او خپګان دې هغه څه ته وي، چې له خپل آخرته دې له لاسه ورکړی وي . له دنیا دې چې څه تر لاسه کړې وي، ډېر پرې مه خوشحالېږه او څه چې له خپلې دنیا له لاسه ورکړې،تاسف پرې مه کوه؛ باید ټول پام دې تر مرګ وروسته ژوند ته وي.
۵ ـ د دنیا په غندنه کې وایي: پیل یې رنځ او پای یې مرګ دی، په حلالو کې یې حساب دی او په حرامو کې یې عذاب. څوک چې پکې سالم دی، په امان کې دی ( له مرګ او ورپسې ژوند غافل دی) او څوک چې پکې ناروغ دی (له بدیو) پښېمانه دی. څوک چې پکې شتمن شي، پر خپګان اخته کېږي . څوک یې چې لاس ته راوړو ته هڅه وکړي، نه یې تر لاسه کوي او څوک یې چې له غوښتو پر شا شي؛ نو دنیا پخپله ورمخه کوي .
څوک چې د تمې په سترګو ورګوري، ړندوي یې او څوک چې د عبرت په سترګو ورویني، له بصیرت او لیدانې یې برخمنوي.
۶ ـ دوست دې په اندازه دوست ولره ( په دوستۍ کې له بریده مه وراوړه، توندي مه کوه) هسې نه یوه ورځ دې دښمن شي ( رازونه دې راوسپړي او ګرده دوستي دې تویې شي) او له دښمن سره دې په اندازه دښمني کوه ( په دښمنۍ کې هم افراط مه کوه)، شونې ده یوه ورځ دې دوست شي ( او خجالت شې)!
۷ ـ عقل شتمني او ناپوهي بېوزلي ده.
۸ ـ د هر چا ارزښت په هغوڅيزونوکې دی، چې ښه یې پېژني.
۹ ـ ډار له نهیلۍ سره دی اوشرم د بې برخېتوب لامل دی، حکمت د مؤمن ورکه ده، باید ویې لټوي که څه له بدو وګړیو سره وي.
۱۰ ـ هغوی چې د علم پېټی سم پر اوږو وړي (؛نو) خدای، پرښتې او د خدای مطیع بندګان یې دوست بولي؛ خو (افسوس)هغوی چې علم دنیا ته وزله کړې؛ نو خدای پرې غوسه دی او د خلکو پر وړاندې خوار شول .
۱۱ ـ غوره عبادت : صبر، چوپتیا، او پراخۍ ته انتظار دی.
۱۲ ـ په حقیقت کې بدمرغي یو پېر لري، چې باید ویې وهي، که هر یو ورباندې اخته شوئ، باید غاړه ورته کېدئ او صبر وکړئ، چې پېر یې تېر شي،چې په اړه یې چاره سنجونه ( او بې ځایه لاس و پښې وهل) اندېښمني لا زیاتوي.
۱۳ ـ مالک اشتر ته وایي: مالکه! دا خبره رانه واوره او یاده یې کړه. مالکه ! د سست یقیني ځوانمردي نیمګړې وي، څوک چې د تمې لار خپله کړي؛ نو ځان خواروي، څوک چې نورو ته خپله تنګلاسي او بدحالي راوسپړوي ؛ نو ذلت ته یې غاړه ایښې ده، څوک چې خپل راز رابرسېره کړي؛ نو ځان به یې وړوکی کړی وي.
څوک چې خپل واک خپلې ژبې ته ورکړي ( او ناسنجولې خبرې وکړي) ؛ نو ځان یې هلاک کړی دی.
ډېر حرص د وګړې وژونکی دی. څوک چې په ډول ډول چارو لګیا شي له ټولو بې برخې کېږي . کنجوسي، ننګ او ډار، نیمګړتیا ده. ( له چټلیو) ځانساتنه ډال دی. شکر شتمني ده ( چې نعمت زیاتوي). ( د پېښو په توپان کې) زغم (درلودل) زړه ورتوب دی .
تنګلاسی په خپل ښار ( او کلي) کې هم غریب دی. تنګلاسي د ځیرکو خوله د دلایلو له ویلو ګونګوي. تسلیم، رضا او خوښي ښه ملګرې ده. ادب یوه نه زړېدونکې جامه ده. د هر چا مقام یې د خپل عقل هومره دی او سینه یې د خپلو رازونو صندوق دی .
په شکمنو ځایونو کې څېړنه احتیاط دی، فکر رڼه هنداره ده (چې واقعي څېره پکې کتل کېږي). زغم یوه عزتمنه طبع ده، خیرات ورکول شفاګر درمل دي . د خلکو ننني کړه وړه به یې سبا مخې ته ورپراته وي، عبرت اخستل، یو ښه ګواښنګری دی. ورین تندی د مینې دام دی .
۱۴ ـ صبر ایمان ته لکه سر چې تنې ته وي؛ نو څوک چې صبر نلري ایمان نلري.
۱۵ ـ تاسې په یوه مهلت کې وسئ، چې مرګ ورپسې دی او داسې ارمانونه درسره دي، چې د کړنو مخه مو نیسي؛ نو دا فرصت او مهلت غنیمت وګڼئ او پر مرګ ور ړومبي شئ ( تر مرګ وړاندې ښې کړنې وکړئ). هیلې دروغ وبولئ او ښې چارې د آخرت توښه کړئ. ایا له مرګه تېښته شته؟ کوم پناه ځی پېژنئ؟ چېرې ځئ؟
۱۶ ـ د الهي تقوا سپارښتنه درته کوم؛ځکه د هر هیلمن لټونکي ارمان او پناه وړونکي ته ډاډمن پناه ځی دی . تقوا د جامو په څېر د خپل نفس اندامونو ته ورواغوندئ، خدای په اخلاص یاد کړئ، چې په رڼا کې یې غوره ژوند ومومئ او د ژغورنې لار ووهئ، دنیا ته په هماغه سترګه ووینئ، چې زاهد مخ اړوونکی ورته ویني؛ ځکه پر خدای قسم، تر ډېر لږ وخت وروسته، هغوی چې پکې اوسېدانه خوښه کړې، شړي یې او غافل عیاش په کړاوونو اخته کوي، تېرو ته یې د ورستنېدا هیله نشته ، ګانده یې ناڅرګنده ده، چې ورته سترګې پر لار شو، سوکالي یې په سختۍ او پایینه يې پر فنا او نېستۍ پای ته مومي، ښادي یې له غم سره اغږل شوی او درنګ پکې کمزورۍ او سستۍ ته راښکودل کېږي.
۱۷ ـ پر ځان ویاړنه له سرغړونې راولاړېږي او سرغړونه له ځان ستاېنې او ځان ستاېنه له کبره سرچینه اخلي؛ په رښتیا چې شیطان یو چمتو او حاضر دښمن دی، چې چټي وعدې درکوي، په واقع کې مسلمان د مسلمان ورور دی؛ نو یو بل مه پرېږدئ او مه یو پر بل بدې نامې ږدۍ؛ځکه د دین احکام او قوانین ټولو ته یو رنګ دي او لارې یې نېغې دي؛ نو څوک چې عمل پرې وکړي، مطلب ته رسي او څوک چې ترې څنډې ته شو، هلاکېږي او چا چې پرېښووه،له دینه وځي . مسلمان چې خبرې کوي، دروغ نه وایي،چې وعده وکړي، وفا پرې کوي او چې امانت واخلي، خیانت پکې نه کوي.
۱۸ ـ عقل د مؤمن ملګری دی، مرستندوی یې زغم، پلار یې ګوزاره او نرم چلېدل او ورور یې ښه اخلاق دي . باید عقلمن درې څيزونه په پام کې ونیسي : ۱ ـ خپل قدر دې وپېژني او په خپلو حالاتو کې دې سوچ وکړي ( د ځان ښه او بد دې ومومي.)
۲ ـ خپله ژبه دې کابو کړي.
۳ ـ او وخت دې یې وپېژني.
هن! په رښتیا ، تنګلاسي یو ډول بلا او کړاو دی او تردې بدتره ، بدني نارغي ده اوتر دې بدتره د زړه ناروغي ده. پوه شئ! په رښتیا ، سوکالي او په مال کې پراخي یو نعمت دی او تر سوکالۍ ډېر غوره، روغتیا ده او تر روغتیا غوره د زړه تقوا او پاک ساتل دي.
۱۹ ـ مؤمن ( په ورځېني ژوند کې) درې مهال وېشه ( او درې کړلارې) لري : په یوه وخت کې له خپل پالونکي سره رازو نیاز کوي، په بل وخت کې د خپل نفس پر محاسبې لګیا کېږي او بل وخت یې حلال خوندونو اخستو ته دی.
عقلمن ته مسافرت د درېیو موخو لپاره روا دی : د ژوند ښه کول، آخرت ته ګام اخستل او مشروع خوندونه.
۲۰ ـ داسې کسان شته، چې خدای په خپل احسان ( او ورکړي نعمتونو) نیولي [ دا چې په ژوند کې څه تنګسه نلري، پر ساتېرۍ اخته او له هر څه غافلېږي، چې فرصت یې له لاسه ووځي او ناڅاپه د مرګ کومي ته ورولوېږي] او داسې کسان شته، داچې خدای یې پر ګناهونو پرده اچولې؛ نو غره کېږي او داسې وګړي شته، چې په خلکو کې په نېکنومۍ یادېږي، خو وغولېږي ( او ځان ترې ورک شي) . خدای خپل بنده په مهلت ازمېیي وایي: (( ځکه مهلت ورکوو چې د خپلو ګناهونو پېټی دروند کړي[1].))
[1] [ آل عمران (۳) – ۱۷۸ آیت:]
سرچینه
د تحف العقول کتاب د حضرت علی کرم الله وجهه د ویناوو برخه
لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور
ژباړه اجرالدین اقبال
-
ټیګونه:
- www.andyal.com