سني پاک سني هغه آدم دی چې د آل په عشق محکم دی د پېغمبر اکرم عترت (عترت النبي) له زيد بن ارقم (رض) نه روايت دى،چې پېغمبر(ص) ويلي دي : انی تارک فیکم الثقلین کتاب الله وعترتی ما ان تمسکتم بهما لن تضلوا بعدی: کتاب الله حبل ممدود من السماء الی الارض وعترتی […]
پاک سني هغه آدم دی
چې د آل په عشق محکم دی
د پېغمبر اکرم عترت (عترت النبي)
له زيد بن ارقم (رض) نه روايت دى،چې پېغمبر(ص) ويلي دي :
انی تارک فیکم الثقلین کتاب الله وعترتی ما ان تمسکتم بهما لن تضلوا بعدی: کتاب الله حبل ممدود من السماء الی الارض وعترتی اهل بیتی لن یفترقا حتی یردا علی الحوض وانظروا کیف تخلفونی فیهما = يعنې ما درته دوه څيزونه پرېښي که منګولې مو پرې ښخې کړې؛نو تر ما وورسته به کله هم بې لارې نه شۍ او هغه دواړه يو له بله ستر دي ،د خداى کتاب ،چې رسۍ ده او له اسمانه ځمکې ته ځړول شوې اوعترت مې،اهل بيت (کورنۍ) مې،دوى هېڅکله يو له بله نه بېلېږي،څو په حوض کې راسره يو ځاى شي؛نو وګورئ،چې له دې دواړو سره په چال چلن کې زما سپارښتنې په پام کې ونيسئ.))
( صحيح مسلم ) د فضائل الصحابه کتاب د فضايل علي په باب کې په خپل سند له يزيد بن حيان (رض) څخه روايتوي چې وايي : زه او حصين بن سبرة او عمر بن مسلم د زيد بن ارقم ليدو ته ورغلو حصين ورته وويل : زيده ! تا له خپل عمره ډېر خېر ليدلى؛ځکه رسول الله (ص) دې ليدلى، ورسره جګړو ته تللى،حديثونه دې ترې اورېدلي او په کلونو کلونو دې ورپسې لمونځونه کړي؛نو له دې ټول خېره له رسول الله (ص) دې اورېدلى حدیث راته ووایه ويې ويل : و راره ! پر خداى قسم،چې زوړ شوى يم او تګ مې رانږدې دى؛خو ما يو لړ هغه احاديث هېر کړي،چې له رسول الله (ص) مې اورېدلي وو؛نو کوم حديثونه،چې درته وايم،تاسې يې په ځير ياد کړئ او نوره پوښتنه به نه کوئ او بيا يې وويل : يوه ورځ رسول الله (ص) د مکې او مدينې تر منځ په خم نومې سيمه کې راته خطبه وويله او د خداى تر ستاينې او ډېرو نصيحتونو وروسته يې وويل : (( ايها الناس ! زه بشر يم او کېداى شي ډېر ژر پرښته زما روح اخستو ته راشي او زه يې هم بلنه ومنم او تر ځان وروسته په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم،چې لومړى يې د خداى کتاب دى چې ټول ښيون-هدايت او رڼا ده؛نو د خداى پر کتاب منګولې ولګوئ _ او خلک یې ډېر د خداى کتاب ته راوهڅول _ او بل يې زما اهلبيت دي،زه مې د اهلبيتو په اړه خداى دريادوم . ))
حصين : پوښتنه وشوه : اهلبيت څوک دي ؟ آيا د رسول اکرم (ص) مېرمنې هم په اهلبيتو کې دي؟ويې ويل : مېرمنې يې د کور خلک دي؛خو اهلبيت نه دي؛اهلبيت هغوى دي،چې تر رسول الله (ص) وروسته ورته صدقه حرامه ده؛پوښتنه يې وکړه : نو اهلبيت څوک دي ؟ و يې ويل : آل علي،آل عقيل، آل جعفر او آل عباس . پوښتنه ترې وشوه : آيا صدقه ټولو ته حرامه ده . و يې ويل : هو!
دا روايت مسلم هم په ځينو سندونو له زيد بن ارقم (رض) څخه نقل کړى، چې په تېرو شويو برخو کې يې ځينو سندونو ته اشاره هم وشوه . امام احمد بن حنبل هم د خپل مسند د څلورم ټوک په ٣٦٦ مخ،بيهقي د سنن د دويم ټوک په ١٤٨ مخ او همداراز د اووم ټوک په ٣٠ مخ کې په لږ اختلاف نقل کړى.
دارمي هم د خپل سنن د دويم ټوک په ٤٣١ مخ کې او متقي د کنزالعمال د لومړي ټوک په ٤٥ مخ کې راوړى او د وينا له مخې یې عبدبن حميد په خپل مسند کې له حضرت زيد بن ارقم څخه او د اووم ټوک په ١٠٢ مخ کې يې له دوو لارو او طحاوي هم په مشکل الاثار (درېم ټوک،٣٦٨ مخ ) کې راوړى دى .
( صحيح ترمذي : دويم ټوک،٣٠٨ مخ ) په خپل سند له ابي سعيد له اعمش له حبيب بن ابي ثابت له زيد بن ارقم (رض) څخه روايت کړى،چې وايي: رسول اکرم (ص) وويل : (( زه په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم او ځم او تر هغه چې منګولې مو پرې ولګولې؛نو بې لارې به نشئ،چې يو تر بله ستر دي،چې لومړى يې د خداى کتاب دى،چې هغه رسۍ ده،چې يوه خوا يې له خداى او بله يې له تاسې سره ده او بل يې زما عترت؛يعنې اهلبيت دي او دا دواړه ان د سترګو د يو رپ هومره هم يو له بله نه بېلېږي، چې د حوض کوثر تر غاړې ما وويني؛نو ښه چلن ورسره وکړئ او ګورم چې څرنګه چلن ورسره کوئ. ))
دا روايت ابن اثير جرزي د اسدالغابه د دويم ټوک په ١٢ مخ کې او سيوطي په درالمنثور کې د شورى د سورت تر مودت آيت لاندې راوړى او ويلي يې دي : انباري هم د المصاحف په کتاب کې راوړى دى .
( صحيح ترمذي : دويم ټوک،٣٠٨ مخ ) حضرت جابر بن عبدالله : د عرفې پر ورځ پېغمبراکرم (ص) پر قصوى اوښ سپور و،راته يې خطبه وويله : (( يا ايها الناس ! په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم او تر هغه چې منګولې پرې ولګوئ؛نو بېلارې به نشئ؛ د خداى کتاب او عترت مې اهلبيت.)) ترمذي بيا وايي : په دې اړه له ابي ذر، زيد بن ارقم، حذيفة بن اسيد او ابي سعيد (رضى الله عنهم) نور روايتونه هم نقل شوي او پورتنى روايت متقي د کنزالعمال د لومړي ټوک په ٤٨ مخ کې راوړى او ابي شيبه او خطيب (درالمتفق او المفترق) ته يې نسبت ورکړى دى.
(مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٠٩ او ١٤٨ مخونه. نسائي؛خصايص : ٢١ مخ . امام احمد بن حنبل؛مسند: درېم ټوک،١٧ مخ له حضرت ابي سعيد خدري نقل کړى . فخر رازي په خپل تفسير کې د (وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ)) (آل عمران/۱۰۳) تر آيت لاندې،هيثمي؛مجمع : نهم ټوک ،١٦٣ مخ . ابن سعد؛ طبقات:دويم ټوک، دويم قسم،٢ مخ . امام احمد حنبل د خپل مسند د درېم ټوک په ١٤ مخ او همداراز د پينځم ټوک په ١٨١ مخ . مناوي؛ فيض القدير: درېم ټوک،١٤ مخ کې راوړى او د وينا له مخې یې مناوي،ابويعلي او حافظ عبدالعزيز اخضر هم راوړى دى او سمهودي ويلي،چې په دې اړه تر دوو سوو ډېر اصحاب کرام روایتونه لري.ابن حجر؛صواعق : ١٣٦ مخ هم په دې خبره منښته کړې ده .
( صواعق المحرقه :٧٥ مه ) وايي : په روايت کې دي په مرګوني ناروغۍ کې رسول الله (ص) له خلکو سره لمونځ وکړ او ويې ويل:((خلکو! نږدې دى،چې ساه راڅخه واخلي زه دا خبره په دې حال ځکه درته کوم،چې هېڅ عذر درته پاتې نشي او ټول يې واورئ،چې زه په تاسې کې د خداى کتاب او اهلبيت مې ځايناستي کوم او په تاسې کې يې پرېږدم )) او بيا يې حضرت علي له لاسه ونيو او لاس يې ورجيګ کړ او ويې ويل : (( دا علي له قرآن او قرآن له علي سره دى او هېڅکله به يو له بله بېل نشي،چې د حوض کوثر تر غاړې ما وويني .))
( ثعلبي؛ قصص الانبياء : ١٤ مخ ) وايي : رقاش له حضرت انس بن مالک څخه روايت کړى،چې وايي : رسول اکرم د سهار لمونځ راسره وکړ؛نو همدا چې لمونځ يې پاى ته ورساوه؛نو ډلې ته يې وويل : ((مسلمانانو! څوک چې لمر له لاسه ورکړي؛نو بايد د سپوږمۍ له رڼا ګټه واخلي او که سپوږمۍ هم له لاسه ورکړي؛نو بايد د “زهره” له رڼا ګټه واخلي او که هغه يې هم له لاسه ورکړ؛نو بايد له دوو ستورو؛فرقدين څخه ګټه واخلي. )) خلکو ورته وويل : رسول الله ! له لمر،سپوږمۍ، زهره او فرقدين څخه مو مراد څه دى؟ ويې ويل: ((لمر زه، سپوږمۍ علي، زهره فاطمه او فرقدين حسن او حسين دي او دوى تل د خداى له کتاب سره دي او ترې نه بېلېږي،چې ما د حوض کوثر تر غاړې وويني .[1]))
پېغمبر اکرم (ص)،حضرت علي، فاطمې، حسن او حسين ته وويل: ((أَنَا حَرْبٌ لِمَنْ حَارَبَكُم , وَسِلْمٌ لِمَنْ سَالَمَكُمْ))
(صحيح ترمذي :2ټوک،319 مخ ) له صبيح د ام سلمه له مولا له زيد بن ارقم نه ،(ابن ماجه؛صحيح :14 مخ )، ( حاکم ؛مستدرک الصحيحين :3ټوک،149 مخ ) ابن اثير جرزي؛ اسدالغابه :5 ټوک،523 مخ)، متقي ؛کنزالعمال:6ټوک،216 مخ د نقل په توګه له صحيح ابن حيان نه او د 7ټوک په 102 مخ کې له ابن ابي شيبه، ترمذي، ابن ماجه، ابن حيان ، طبراني، حاکم، ضياء مقدسي او همداراز محب طبري؛ذخاير: 25 مخ کې له ابو حاتم څخه او امام احمد حنبل ؛مسند:2ټوک،442 مخ کې پر خپل سند له ابوهريره او حاکم؛مستدرک: 149 مخ ( هغه دا حديث صحيح ګڼلى )او خطيب بغدادي ؛د بغداد تاريخ: 7ټوک، 136 مخ، سير أعلام النبلاء للذهبي ۲/ ۱۲۲، ۳/ ۲۵۷، مجمع الزوائد هيثمي ۹/ ۱۶۹ ، ابو نعیم اصفهاني ،الضعفاء ۶۸ مخ ،ذهبي میزان اعتدال ۲/ ۳۰۷ ، کې ټولو د خداى له استازي روايت کړى: (( علي ،فاطمه ،حسن او حسين ته يې وويل : زه په جګړه کې يم له هغوى سره، چې درسره په جګړه کې وي او په سوله کې يم له هغوى سره، چې درسره په سوله کې وي .))
( اسدالغابه:3ټوک،11 مخ ) پر خپل سند له صبيح د ام سلمه مولا روايت کړى،چې ويلي يې دي: (( د رسول اکرم د کور د وره ترڅنګه ولاړ وم،چې علي ،فاطمه او حسنين د رسول اکرم (ص) کور ته ننووتل او په يو ځاى کې کېناستل؛نو پېغمبراکرم(ص) ورغى او ورته يې وويل :پاڅېږئ او بيا يې پرې خيبري څادر واچاوه او ورته يې وويل : (( زه په جګړه کې يم له هغوى سره،چې درسره په جګړه کې وي او په سوله کې يم له هغوى سره، چې درسره په سوله کې وي.))
دا روايت هيثمي؛مجمع :9ټوک،169 مخ کې هم راړى او د طبراني د اوسط کتاب ته يې نسبت ورکړى دى .
(رياض النضره :2ټوک،199 مخ) وايي : له حضرت ابي بکر څخه روايت شوى، چې ويلي يې دي: پېغمبراکرم (ص) مې په داسې حال کې وليد، چې يوې عربي ليندۍ ته يې تکيه وهلې وه ( حکم يې وکړ، چې کېږدۍ ووهئ ) کېږدۍ يې ووهله او علي،فاطمه ،حسن او حسين يې کېږدۍ ته دننه کړل او بيا يې وويل : مسلمانانو ! زه به له هغوى سره په سوله کې يم، چې په دې کېږدۍ کې له ناستو سره په سوله کې وي او له هغوى سره به په جګره کې يم،چې په کېږدۍ کې له ناستو سره په جګړه کې وي او د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن يم او يوازې هغوى ورسره مينه کوي، چې سعيد الجدا (؛يعنې کړنې يې خداى منلي وي ) وي او د زوکړې بستره يې پاکه وي (؛يعنې حرامي نه وي) او يوازې هغوى به يې دښمنان وي،چې شقي الجد وي (؛ يعنې يوه کړنه يې هم خداى نه وي قبوله کړې )او زوکړه يې د ناپاکه بسترې وي .))
( ذخاير العقبى؛23 مخ) وايي : او له هغې _؛يعنې ام سلمه _ روايت شوى،چې و يې ويل : (( پېغمبر اکرم له ما کره و ، سر يې په ګرېوان کې و، چې فاطمه له پخې شوې حريرې سره راغله او حسن او حسين يې هم له ځان سره راوړي ول؛ نو د خداى استازى وويل : مېړه دې چېرته دى ؟ ولاړه شه او رايې وړله . فاطمه ولاړه او علي يې راوست؛ټولو حريره وخوړه بيا رسول اکرم يو څادر راواخست او هغوى يې پکې راونغاړل او د څادر څنډې يې پر کيڼ لاس ونيوې او ښى لاس يې اسمان ته پورته کړ ويې ويل : خدايه! دا زما اهلبيت دي، زما خپلوان او ځانګړي دي؛نو خدايه ! چټلي ترې لرې کړه او هاغسې،چې ته په خپله پوهېږې، پاک يې کړه او زه له هغوی سره په جګړه کې يم ،چې ورسره په جګړه کې وي او له هغوی سره په سوله کې يم ،چې ورسره په سوله کې وي .))
د ذخاير خاوند وايي : د ا روايت قبابي په معجم کې هم راوړى دى .
(سيوطي په درالمنثور کې ) د احزاب سورت په تطهير آيت کې وايي (ابن مردويه له حضرت ابي سعيد خدري روايت کړي،چې ويلي يې دي: علي ته د فاطمې له ورودولو وروسته د خداى استازى به د څلويښت ورځو لپاره د دوى کور ته ورتله او ويل یې : ((السلام عليکم اهل البيت و رحمة الله و برکاته ؛ د خداى لمونځ رحمت دى ؛ انما يريد الله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت و يطهرکم تطهيرا ) زه له هغوی سره په جګړه کې يم،چې درسره په جګړه کې وي او له هغوی سره په سوله کې يم،چې درسره په سوله کې وي .
(صحيح ترمذي :2ټوک:301 مخ ) پر خپل سند له حضرت علي روايت کړى دى، چې رسول اکرم د حسن او حسين لاس نيولى و او خلکو ته يې وويل : (( څوک چې له دې دوو او ددې دوو له مور و پلار سره مينه وکړي؛نو د قيامت پر ورځ به له ما سره او زما پر درجه وي.))
دا روايت عبد الله د احمد بن حنبل زوى د خپل پلار د مسند په زياتونو کې (لومړى ټوک ؛77 مخ ) ،خطيب بغدادي ؛تاريخ:3ټوک،287 مخ ، ابن حجر عسقلاني؛ تهذيب التذيب :10 ټوک،430 مخ کې نقل کړى دى او عسقلاني ددې روايت تر نقلولو وروسته ويلي دي : ابوعلي بن صواف له عبد الله بن احمد نه نقل کړي، چې و يې ويل : چې دا روايت نصر بن علي نقل کړ؛نو متوکل حکم وکړ، چې هغه زر کوړې ووهئ ؛جعفر بن عبدالواحد يې واسطه شو او متوکل ته يې وويل :هغه شيعه نه دى؛بلکې سني دى او دا خبره يې دومره تکرار کړه،چې متوکل له خپل هوډه لاس واخست .
دا روايت متقي؛کنزالعمال :6ټوک،217 مخ او د 7ټوک په 102 مخ کې وايي :دا روايت طبراني له حضرت علي روايت کړى او په 7ټوک کې یې ويلي : ترمذي،عبدالله بن احمد بن حنبل د خپل پلار د مسند په زياتونو کې،نظام الملک په امالي کې ،ابن النجار او سعيد بن منصور هم روايت نقل کړى دى؛خو کنزالعمال په دې عبارت راوړى دى : چاچې له دوى سره مينه وکړه؛نو له ماسره به يې مينه کړې وي او چاچې دښمني ورسره وکړه ؛نو دښمني به یې راسره کړې وي او په وروستو کې يې ويلي : دا حديث ابن عساکر له زيد بن ارقم څخه هم نقل کړى دى .
په قيامت کې محمد (ص) له آل سره یې يو ځاى دی
د امام احمد حنبل مسند :
عبدالرحمن بن ارزق له علي (ک) نقل کړى،چې ويلي يې دي: پېغمبر(ص) راننوت او زه په بستره کې پروت وم ،حسن يا حسين تږىشو، پېغمبر(ص)زموږ وچو مېږو ته ولاړ او راويې لوشلې،د مېږو تيونه د پېغمبر(ص) له برکته بېرته تاند شول،حسن(رض) پېغمبر (ص)ته ورغى او پېغمبر(ص) شيدې ورنه کړې،فاطمې بي بي ورته وويل :لکه،چې حسين تر حسنه درته ګران دى؟ پېغمبر(ص)ورته وويل:نه خو هغه ،وړومبى اوبه غوښتې وې.بيا يې وويل:زه، ته، حسن اوحسين او دا ويده به په قيامت کې يو ځاى يو.
په قيامت کې له نبوي کورنۍ سره د دوستۍ او اجر بدله
پېغمبر اکرم (ص) حسن او حسين رضى الله عنهما له لاسونو نيولي وو او ويې ويل :
))مَنْ أَحَبَّنِي وَأَحَبَّ هَذَيْنِ وَأَبَاهُمَا وَأُمَّهُمَا كَانَ مَعِيَ فِي دَرَجَتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ = چې څوک ما،دې دواړو او د دوى له موروپلار سره مينه او دوستي ولري د قيامت په ورځ به راسره په مقام کې وي[2].
مشري په نبوي کورنۍ پورې تړلى دى
زما په امت کې،د هر نسل لپاره،زما له کورنۍ دادمل – عادل وګړي او بېلګې شته،چې د بې لارویو د تحريف او اوښتنې او د ناپوهانو د تاويل مخنيوى کوي،پوه شی،چې امامان تاسې د خداى لوري ته رابولي؛نو پام کوئ او خبرشئ ،چې څوک په مشري نيسي او ورسره مينه کوي[3] .
د نبوي کورنۍ مقام؛لکه سرچې تنې ته او سترګې ،چې سرته وي
له حضرت ابوذرغفاري(رض) نه روايت دى،چې رسول اکرم(ص)ويلي دي : اجعلوا اهل بيتى منکم مکان الراس من الجسد ومکان العينين من الراًس ولايهتدى الراًس الا بالعينين؛يعنې زما اهل بيت ځانته داسې وګڼئ لکه سر،چې بدن ته او سترګې،چې سرته وي او سر بې سترګو لار نشي موندلاى[4])).
[1] نورې سرچینې یې دا دي: صحیح ترمذی، ۵/ ۶۶۳-۶۶۲، ۳۲۸ .مستدرک حاکم، د «فضیلت اصحاب» باب، ۳، /۱۰۹، ۱۱۰، ۱۴۸، ۵۳۳، حاکم لیکلي،چې دا حدیث د شیخینو( بخاري او مسلم) له نظره صحیح حدیث دی.سنن ابن ماجه، ۲،/۴۳۲.مسند احمد بن حنبل، ۳ / ۱۴، ۱۷، ۲۶، ۵۹،- ۴،/ ۳۶۶، ۳۷۲-۳۷۰.فضایل صحابه، احمد بن حنبل، ۲، / ۵۸۵، ۹۹۰ ام ګڼه حدیث.خصایص نسایی، ۲۱، ۳۰ مخونه .صواعق المحرقه، ابن حجر هیثمی، ۱۱ فصل، ۱ برخه، ۲۳۰ مخ.کبیر طبرانی، ۳/ ۶۳-۶۲، ۱۳۷.کنزالعمال، متقی هندی، د اعتصام به حبل ا… فصل ۱/ ۴۴.تفسیر ابن کثیر، ۴/۱۱۳، د شوری سورت تر ۲۳ام آیت لاندې .طبقات الکبری، ابن سعد، ۲/ ۱۹۴، لبنان چاپ.الجمیع الصغیر، سیوطی، ۱،/ ۳۵۳ .مجمع الزوائد، هیثمی، ۹، / ۱۶۳.فاتح الکبیر، بنهانی، ۱/۴۵۱.جامع الاصول، ابن اثیر، ۱/ ۱۸۷.تاریخ ابن عساکر، ۵/ ۴۳۶.درالمنثور، حافظ سیوطی، ۲/ ۶۰.ینابیع المودة، قندوزی حنفی، ۳۸ مخ.
[2] .١- مسندامام حنبل ١/٧٧.٢- ذخائرالعقبى ١٢٣ مخ. ۳- ابن مغازلى،المناقب ٣٧٠مخ .
[3] ( ابن حجر هيثمې شافعي الصواعق المحرقه ١٤٨مخ – قندوزي حنفي ينابيع المودة٢٢٦/٢٣٦-او٢٣٧مخونه- محب الدين طبرى شافعي ذخائر العقبي ١٧مخ )
[4] دصبان ،اسعاف الراغبين١٠٢ مخ. د شبلنجى پر نورالابصار حاشيه ده. العثمانيه مصر چاپ. د ابن صباغ مالکي الفضول المهمة ٨مخ، الحيدريه چاپ،مصر د هيثمې شافعي مجمع الزوائد٩/١٧٢.د شيخ يوسف نبهاني اشرف المؤبد٣١ مخ.