تبلیغات

اتلسم څپرکی   پوځي او انتظامي ځواک ۳۲۰ مساله: که د دولت بودجه دومره وي، چې په اختیاري ډول پکې پوځ او پولیسو ته سرتېري ګومارل کېږي؛ نو د پوځ او پولیسو لپاره اجباري جلب او احضار جایز نه دی او ظلم او حرام دي او که د پوځ او پولیسو دعادي وګړیو د معاشونو […]

اتلسم څپرکی

 

پوځي او انتظامي ځواک

۳۲۰ مساله: که د دولت بودجه دومره وي، چې په اختیاري ډول پکې پوځ او پولیسو ته سرتېري ګومارل کېږي؛ نو د پوځ او پولیسو لپاره اجباري جلب او احضار جایز نه دی او ظلم او حرام دي او که د پوځ او پولیسو دعادي وګړیو د معاشونو لپاره د دولت بودجه کفایت نه کوي؛ نو د اړتیا هومره – ډېر نه – جایز دي، چې حکومت د پوځ او پولیسو لپاره خلک په اجباري توګه جلب کړي.[1]

او د دین او وطن د دښمنانو د یرغل پر مهال، پر ټولو وسمنو په کفايي ډول د جنګ په بېلابېلو اړخونو کې د فیزیکي،رواني،اندیز او علمي وس له مخې واجب دي، چې د دین او اسلامي خاورې دفاع وکړي.

۳۲۱ مساله: د جګړې او سولې په حال کې حکومت دې ددې دوو ځواکونو د غړیو معاشونو ته پاملرنه وکړي، چې نه ددې ځواک غړي بیړني حالت ته ورسي او نه هم حکومت له مالي کړکېچ سره مخ شي.

 

۳۲۲ مساله: د پولیسو او پوځي ښوونو پر مهال د مدرب او معلم له خوا عادي پولیسو او سرتېرو ته سپکې سپورې ویل او د هغوی بې ادبي کول حرام دي او تر لاس لاندې وګړیو او صاحب منصبانو کرامت دې وساتل شي، دوی په سپېړه وهل او یا هم لغتې ورکول حرام دي او که سرغړونه کېږي؛نو معلم او مدرب دې تعزیر شي.

۳۲۳ مساله: د صاحب منصبانو د خصوصي کارونو لپاره ان دهغوی په کورونو کې د وګړیو ګومارل، له عیبه تش چار نه دی که څه دولت ددې کار اجازه ورکړې وي؛خوداچې د مشروعو امتیازاتو پر وړاندې سرتېری او پولیس راضي وي. هو ! د اړتیا پر مهال د دولت د لوړو پوړو صاحب منصبانو امنیت ساتنې ته یې ګومارل څه عیب نلري او همدا حکم د دولت د درې واړو ځواکونو لوړ پوړیو چارواکیو ته هم دی.

۳۲۴ مساله: هېڅ آمر په هېڅ مقام کې تر خپل لاس لاندې وګړيو د سپکاوي حق نلري که نه تعزیر دې شي، په هر حال کې د وګړیو کرامت دې وساتل شي او هغه کس، چې سپکاوی یې شوی دی دا حق نلري پخپل سپکاوي راضي شي.

۳۲۵ مساله: آمر یوازې دا حق لري،چې ترلاس لاندې سرغړوونکی کس څېړنې ته قانوني سرچینې ته وروپېژني. دا چې دا حکم په پوځیانو پورې ځانګړی نه دی؛ نو ځکه وویل شو، چې د ملکیانو په پرتله په پوځیانو او پولیسو کې تاوتریخوالی ډېر دی.

۳۲۶ مساله: د اولي قاعدې له مخې اجباري کار – په تېره چې لږه مزدوري ولري- شرعاً او عقلاً جایز نه دی او د پولیسو او سرتېرو د جلب او جذب مجوز د حکومت د اړتیا او د هغې مالي عجز دی. هڅه دې وشي، چې په جلب او احضار کې اجبار لږترلږه شي . د بېلګې په ډول : دولت حق نلري خلک له خپل ولایته بل لرې ولایت ته ولېږدوي، ترڅو ډېر دباو پرې رانشي او که اړتیا وي؛نو نږدې ولایتونو ته دې یې ولېږدوي او د دوی رواني همژبي ځانګړنو ته دې پام وکړي او که دوی لرې ولایتونو ته هم استول کېږي؛نو د امتیازاتو پر وړاندې دې راضي شي.

۳۲۷ مساله: د فورمې د ډکولو پر مهال د ځای او ولایت د ځانګړنو او ان د ځمکنۍ یا هوايي ځواک ته په ورتګ کې دې ورسره مشوره وشي او یا دا چې ځانګړې امتیاز دې ورته په پام کې ونیول شي.

۳۲۸ مساله: د سرغړونکیو د سزا او د وګړیو د زنداني کولو پر مهال دې یې کرامت پاملرنه وشي او تر قانوني سزا ډېر دې ورسره زیاتی ونشي او دا حکم د غېرې پوځي او پولیسو په حق هم دی.

۳۲۹ مساله: د دولت ټول لوړپوړي او ټیټ پوړي غړي دې پوه شي، چې دوی له خلکو معاش اخستوونکي او د دوی خادمان دي او دوی دې د خلکو په چوپړ کې وي او ګټې یې دې په پام کې ونیسي.

د خلکو سپکاوی او د غرور او یا هم د وګړیز کار له مخې یې کار ځنډول او پر دوی تشدد،دا ټول هر څه ناروا او سزا وړ دي.

۳۳۰ مساله: قرآن مجید ان د جنګ په حال کې هم پر دښمن له اعتداء او تېري منع کړې . هو! جنګ ځان ته خپل قانون لري، چې د اسلامي جهاد په کتاب کې مې بیان کړي دي.

۳۳۱ مساله: له جنګي بندیانو سره هم دې په قانون عمل وشي او دوی دې وږي او تږي و نه ساتل شي.

۳۳۲ مساله: د پوځیانو غټه وټیزه موضوع د وسلې او بېلابېلو الاتو پیرودل دي،چې نن ورته اړتیا لري.

په دې اړه د وسلې پېرودل دې د دولت د مالي وس پر بنسټ وي. دولت دې په هر حال کې ملا ماتوونکي پورونه ته شا کړي، چې د سود ورکولو په شان ،سود ورکول هم شرعاً حرام دي او لوی پورونه هم له راتلوونکي نسله مریان جوړوي او ننني بېشرطه پورونه ان سیاسي خپلواکي او ملي واکمني هم محدودي او خلک له اسماني دین او اسلامي هویته لرې کوي، له همدې ځایه دي، چې د خلکو په منځ کې دولتونه له منځه ځي او حکومتونه د خپل بقا لپاره په بهرنیانو پورې تړل کېږي او د ملتونو د دین او دنیا بدمرغۍ لاپسې ډېرېږي،چې تر سترګو کېږي هم .

دویم داچې پېردول شوې یا ډالۍ کړای شوې وسله دې دومره زړه او مستهلکه نه وي،چې د لازمې ګټنې وړتیا هم ونلري – بسیا خو لا پر ځای پرېږده- چې دا کار له ملت سره خیانت دی.

درېیم دا چې د دې وسلې کارونې وس د کورنیو روزل شویو وګړيو لپاره میسره وي او د فاجرو بهرنیانو ګومارنې ته پکې اړتیا نه وي، چې د اړتیا پر مهال د دښمنانو له لارې د بډې په ورکونې له دندې پښې سپکې کړي.

څلورم داچې تر اړتیا لږه وسله پېردول یا یې هم تولیدول، ګاونډیان د هېواد په چارو کې لاسوهنې ته هڅوي او تر اړتیا ډېره وسله پېردول او تولیدول دولت د نورو په چارو کې لاسوهنې او یرغل ته لمسوي،چې دا دواړه کارونه جایز نه دي، پردې سربېره تر اړتیا ډېر د پیسو لګول، چې په هر مورد کې وي، د عمومي بودجې توازن له منځه وړي او د ملي لومړیتوبونو ترجیح ته نه رسي،چې دا کار شرعاً حرام دی.

۳۳۳مساله: په هېواد کې دننه د وسلې تولید – که څه په جزيي مقدار وي – ډېر مهم دی او د ټولو اړخونو په پامنیوي د اړتیا وړ د ټولو توکیو تولید د ټولنې د عزت او هوساینې او د اقتصاد د غوړېدو لامل دی. مصرفي ټولنه روښانه راتلونکی نلري او د بېلابیلو اړخونو په پامنیوي دا کار ان المقدور- د احتیاط له مخې – واجب دی.

۳۳۴مساله: بې له حتمي اړتیا د اټومي، هایډروجني او نایټروجني وسلو تولید حرام دی،چې په ځمکه د تباهۍ او فساد لامل دی او لرې نه ده،چې د انسانانو د ټولوژنې د ټولو وسایلو تولید او چمتو کول حرام دي او دا موضوع د شرعې له مذاقه لاس ته راځي او په دې کې د مؤمن او کافر توپیر نشته او ان شونې ده،چې په دې حکم کې له هغو مبارکو آیتونو ګټنه اخستل شوې وي،چې پر ځمکه د فساد منع کوونکي دي؛خو د یرغلګرو د یرغل پرمهال د دفاع پر مهال ورڅخه د ګټنې د وس په اړه دا حکم د څېړنې وړ دی.

۳۳۵ مساله : د دولتونو پروني او ننني جګړې په درې ډوله وې:

۱- پراختیايي ( استعماري) جنګونه او د نورو هېوادونو نیول.

۲- وټیز ( استثماري) جنګونه او د نورو د مالونو غصبول .

دواړه ډولونه یې له دیني نظره له خدای سره محاربه او پر ځمکه فساد خپرول دي او له نه بښوونکیو ناوړه ګناهونو ځنې دي. ددې جګړو د ترسره کولو غټه موخه یا د واکدارانو تکبر دی او یا هم نشنلزم دی،چې د خپل ملت او هېواد په لار کې د نورو ملتونو نابودي ده. دا دواړه موخې شیطاني، د انسان ضد او د خدای د دین پر ضد دي. زموږ د وخت انسانان لا تر اوسه په دې اور کې سوځي او د پرښتو وړاندوینې د واقع له مخې وه،چې بني آدم وینه تویونکی او تبهکار دی.

۳- معقول دفاعي جنګونه،چې انساني او دیني دي.

۳۳۶مساله:د فاع او کورنیو چارو د وزارتونو د کړلار له مخې د پولیسو او سرتېرو دندې:

  1. د هغوی د ایمان او دیني نړۍ لید پیاوړي کول، چې دیني نړۍ لید عقلاني نړۍ لید هم دی.
  2. پوځي تدریب او مسلکي روزنه او د وسلې کارونه .
  3. د اخلاقو،مړانې او سرښندنې پیاوړي کول .
  4. د باتجربه استادانو تر نظر لاندې په لوستو،نالوستو ته د لیک لوست زده کړه .
  5. هغه ښوونې چې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د خلکو د ګټو او یا د خپلو مجلوبینو د ګټو لپاره ګټورې ګڼي. له دویم بند څخه پرته، چې واجب دي، هڅه دې وشي نور پاتې بندونه چې مستحبي دنده ده،د وګړیو د خوښې له مخې دې پرې پلي شي.

 

 

[1] البته د جلب او احضار قانون دې استثناءات ولري او ښايي ډېر دولتونه داسې استثناءات ولري.

سرچینه :

د کتاب نوم : سیاسي توضیح المسایل

لیکوال : آیت الله شیخ محمد آصف محسني

ژباړن :اجرالدین اقبال

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!