رمى جمرات يا د شيطانانو ايشتل حاجيان چې له مشعرالحرام نه منى ته راورسېږي ترلږې دمې وروسته پر همدې ورځ درې ګوني کړنې کوي . لومړۍ کړنه په وړو کاڼو د شيطان ايشتل دي،چې حاجيانو دا کاڼي په مشعرالحرام کې راټول کړي ول. دې ته په څرګندنه- اصطلاح کې (( رمى جمره )) وايي . […]
رمى جمرات يا د شيطانانو ايشتل حاجيان چې له مشعرالحرام نه منى ته راورسېږي ترلږې دمې وروسته پر همدې ورځ درې ګوني کړنې کوي . لومړۍ کړنه په وړو کاڼو د شيطان ايشتل دي،چې حاجيانو دا کاڼي په مشعرالحرام کې راټول کړي ول. دې ته په څرګندنه- اصطلاح کې (( رمى جمره )) وايي . په يو روايت کې راغلي : ” په همدې ځاى کې ابليس د حضرت ابراهيم مخې ته راغى او وسوسه يې ورواچوله؛خوحصرت ابراهيم هغه په تيګو وايشت او ويې شاړه او دا چار په تاريخ کې يوسنت او قانون پاتې شو” .( علل الشرايع \٤٣٧) خداى د حضرت ابراهيم ازمېښت او ودې ته او دا ،چې زړه يې له خداى پرته له هرډول څيزونو پاک کړي،ورته يې د خپل زوى حضرت اسماعيل د حلالوحکم وکړ. شيطان تل د عبادت او له خدايه د اطاعت پر مهال وسوسې اچوي دلته يې هم په وسوسو پيل وکړ.قرآن په دې هکله وايي : ((وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ وَلَا نَبِيٍّ إِلَّا إِذَا تَمَنَّى أَلْقَى الشَّيْطَانُ فِي أُمْنِيَّتِهِ فَيَنسَخُ اللَّهُ مَا يُلْقِي الشَّيْطَانُ ثُمَّ يُحْكِمُ اللَّهُ آيَاتِهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ (حج/۵۲)=موږ چې له تا مخكې هر استازى او نبي لېږلى؛ خو چې كله يې هيله كوله (چې د خپلو الهي موخو د پر مخ وړلو لپاره طرح جوړې كړي؛نو) شيطان پكې (ټکې) اچولې؛ خو خداى د شيطان اچولې (ټکې) له منځه وړي، بيا خپل آيتونه ټينګوي او خداى پوه حکيم دى.)) هو! شيطان ،ان د انبياوو له وسوسو هم لاس نه اخلي ؛خو خداى پېغمبران له دې وسوسوخوندي ساتي. د ابليس وسوسه عمومي بڼه لري؛خو پر مخلصو بندګانو کوم اغېز نه لري؛ځکه شيطان چې د خداى له درشله وشړل شو؛نوقسم يې وخوړ،چې له مخلصو بندګانو پرته به ټول بې لارې کړم .(( قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ. إِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ (ص/۸۲ ،۸۳)=(ابليس) وويل: (( ستا پر عزت قسم، چې زه به هرومرو هغوى ټول بې لارې كړم؛ خو له هغوى نه ستا له پاك زړيو بندګانو پرته.)) د خداى د حکم پلي کېدو ته حضرت ابراهيم له خپل زوى سره يوځاى لومړى د مشعرالحرام ځمکې ته راغى ،شيطان هم ورپسې ورغى ،حضرت ابراهيم لومړى د جمرې ځاى ته راغى ،شيطان هم ورپسې راغى. حضرت ابراهيم شيطان په اوو تيګو وايشت؛حضرت ابراهيم چې دويمې جمرې ته ورسېد بيا يې شيطان وليد،بيا يې به اووتيګو وايشت تر دې وروسته حضرت ابراهيم دعقبه جمرى ته راغى اوبيا يې شيطان په اوو تيګو وايشت په پاى کې شيطان نهيلى شو [ تفسير نمونه ١٩/١٢٤ مخ] ابليس لومړى د حضرت اسماعيل مورحضرت هاجرې ته ورغى ويې وويل : نن دې زوى وژل کېږي .حضرت هاجرې وويل: پلار کله هم خپل زوى نه وژني. شيطان وويل: ابراهيم د خداى د حکم پر خيال خپل زوى وژني . حضرت هاجرې وويل : که خداى حکم کړى وي زه د خداى رضا پر وړاندې راضي يم . ابليس دهغه له موره هم نهيلى شو. شيطان حضرت اسماعيل ته هم ورغى؛ خو دهغه له خوا هم نهيلى شو؛چې حضرت ابراهيم ته ورغى؛نوهغه په تيګو وايشت. له دې پيښې دا درس اخلو،چې شيطان د انسان وسوسى ته کله د ښځې له لارې کله د اولاد له لارى او کله هم نيغ په نيغه انسان ته راځي ؛خو د خداى په مرسته يې بايد له ځانه وشړو ( تفسيرروح البيان ٧/ ٤٧٤ – تفسير نمونه ١٩ / ١٢٣ ) . په هرحال حضرت ابراهيم په دې ازمېښت کې سرلوړى شو،چې خپل زوى يې قربانۍ ته سملاوه او چاړه يې ورته پرمرۍ کېښووه ورته غږ وشو،چې مه يې حلالوه! ؛ځکه زموږ موخه دهغه د وينې توييدنه نه؛ بلکې ستا ازادي ده موږ غواړو چې ته ازاد شې او په زړه کې دې له خداى پرته بل چا ته لږه مينه هم پاتې نشي . په ژوند کې د ترخو پېښو يوه فلسفه ښائي دا وي،چې موږ په دنيا زړه ونه تړو،چېرى چې اړتيا وي بايد له دنيا،مال، اولاد،مقام اوځانه تېرشو . د منى پر ځمکه بايد څو ورځې پاتې شو دعاګانې او پوهېدنه اوږد وخت ته اړتيا لري؛ځکه موږ په عرفات کې نيمه ورځ پاتې کېږو په مشعرالحرام کې هم ډېر نه پاتې کېږو او د تيګو راټولول هم ګران کار نه دى؛خو په اولاد، مال او ځان پورې زړه نه تړل خورا ګران کار دى او د عمل او قربانۍ ستر پړاو بلل کېږي . دلته بايد څو شپې او ورځې پاتې شو. د پوهاوي او شعار له ښوونځي ژر فارغ شو؛خو د اخلاص او قربانۍ په ښوونځي کې بايد اوږدې مودې ته تم شو، چې له شتمنۍ ،خوند او ښځې زړه رابېل نه کړو؛نو کوم مقام ته نشو رسېدلاى . د زړه رابېلول مقام ته د رسېدو رمز دى.که حضرت يوسف د خوند له ځايه زړه نه واى راشکولى ؛نو د دومره سترمقام خاوند به نه و. که حضرت ابراهيم له خپلې ښځې او بچي زړه رابېل کړى نه واى ؛نو د حج بنسټګړ به نه و او که حضرت هاجر په پرېشانۍ د صفا او مروه د غونډيو په منځ کې منډې نه واى وهلې ؛نو د حضرت اسماعيل تر پښو لاندې به د زمزم اوبه نه واى راوتلې . خداى وايي: ياد مې کړئ ،چې ياد مو کړم . حضرت ابراهيم او حضرت اسماعيل عليهاالسلام په دنيا کې څو ورځو ته ځان د خداى رضا ته تسليم کړ؛خو خداى يي نومونه په تاريخ کې ژوندي وساتل. په تيګو د شيطان د ځايونو په ايشتلو کې ډېرې معنا ګانې پرتې دي. څوک چې د حضرت ابراهيم د وخت د شيطان ځاى په تيګو ولي؛نو د خپلې زمانې شېطان هم بايد وولي .څوک چې د شيطان ځاى ولي ؛نوخپله شيطان هم بايد په تيګو وولي،انسان د شيطان پر وړاندې بايد يرغليزحالت ولري، ته بايد يقين وکړې،چې ستا په تيګو شيطان ولګيد او که په شک کې يې ؛نو پرضد يې بايد جنګ ته دوام ورکړې. د تيګو ايشتل بايد اووه ځل وي ؛يعنې له شيطان سره جګړه يواځې په يو بريد کافي نه ده ؛ځکه هغه خناس دى پرله پسې ،په ډول ډول څېرو او وختونو کې او په ورو ورو قدمونوتل خپلې وسوسې تکراروي ،چې بريالى شي. دا شيطان په يوځل ايشتلو له منځه نه ځي ته هم بايد پر ضد يې څو څو وارې يرغل وکړې.هغه بايد په تيګه وولې. تيګه يوه داسې وسيله ده ،چې هرچېرته پيدا کېږي داسې ګومان مه کوه ،چې له شيطان سره جګړه ناشونې ده هغه ستا په يوه کوچنۍ تيګه هم تښتي ؛خو شرط يې دا دى چې ته بايد يرغليزحالت ولرې. مستحب دي چې د شيطان د ايشتلو پرمهال حاجي ((الله اکبر)) ووايي ؛ يعنې د خداى په لاسنيوي به دشيطان په رټلوکې بريالي شئ . (جواهر ١٩\ ١٠٨) په زړه پورې ټکى دا دى چې د شيطان د ايشتلو پر مهال ،خپله شيطان هم حاضر وي او په انسان کې وسوسه اچوي ،چې په تيګو دا ايشتل څه ګټه لري؟په ځواب کې وايو ګټه يې دا ده ،چې د خداى حکم پلى کوو او پر وړاندې يې سرټيټوو،د شيطان سپکاوى پکې کېږي او راز او زده کړه هم ده . څوک چې ناروغ وي او ايشتل نشي کولاى بايد دې ځاى ته راشي او لږ تر لږه د مومنانو دا يرغل دى په خپلو سترګو ووينې . تيګې دې بايد نوې وي ؛ځکه شيطان هم هره ورځ د وګړيو پر وړاندې نوې دسيسې جوړوي ته هم بايد نوې وسله ولرې او بايد ورسره جګړه وکړې. په مکه او منى کې د حضرت ابراهيم ترڅنګ د شيطان شته والى ستره معنا لري. دا پېښه راښيي ،چې شيطان په هر ځاى کې دى او له چا هم لاس نه اخلي . په درې ځايوکې شيطان ايشتل کېږي ،چې ترمنځ يې واټن ډېرلږ دى . ښايي معنا يې دا وي چې شيطان په انسان پسې ژرژر راځي،په همدې درې ځايوکې حضرت آدم ته هم شيطان مخامخ شوى و ،دا يوځانګړې ځاى دى او د هرمومن په لاس کې بايد تيګې وي. دلته د يو بل لاسينوى نشته مخکې له مخکې بايد انسان ځان چمتو کړي. د شيطانانو په ځاى کې د شيطانانو پر وړاندې تيګي نشي راټولېداى ،ددې ځايو په ډبرو ايشتل راښيي،چې تل ځمکې اوهغوى،چې د سپېڅليو ځايونو او وګړيو ترڅنګ وي ،کوم ارزښت نه لري. هو! د مکې ترڅنګ په تيګو د ايشتلو يوڅلې هم شته او دا راښيي څه ،چې دې پرون شپه په سختۍ او زيار پېدا کړل او له ځان سره دې راوړي د انسان او اسلام ملاتړ ته يې وغورځوه. دا عمل راښيي موږ،چې له عرفات او مشعره راستانه شوي يو؛نو د پوهې او شعور خاوندان شوي يو ،دښمن پېژنو او يرغل پرې کوو .د تيګو څلي چې مومنان يې په تېګو ولي راښيي،چې شيطان او شيطان صفته انسانان د بې روح ستنو او څلو په شان دي . سپارښتنه شوې ،چې کاڼې دې يو په بل پسې د کټې او شهادت ګوتې په منځ کې ونيول شي او د شيطان په لوري دې ورګوذار شي .البته دا کار په هغه ګڼه ګوڼه کې ناشونى برېښي؛خو همدا حکم مستحب دى او راښيي ،چې دښمن مو دومره کمزورى دى ،چې شړلو ته يې د ګوتې يو فشارهم کافي دى.
[ سرچینه: حج، شیخ محسن قرآیتی]
-
ټیګونه:
- www.andyal.com