تبلیغات
آرشیو :

د ګناه ډولونه

اسلامي علماوو له پخوا ګناهونه پر دوو ډولونو ويشلي دي . ١ کبيره ګناهونه ( غټ) . صغيره ګناهونه ( واړه .) . دا ويش له قرآن اوروايتونو سرچينه اخلي؛ په قرآن کې راغلي: إِن تَجْتَنِبُواْ كَبَآئِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُم مُّدْخَلًا كَرِيمًا (نساء/۳۱) ژباړه: كه له هغو سترو ګناهونو ځان وژغورئ، […]

د ګناه پېژندنې لار

په قرآن کې پراتلسو ډلو د بېلا بېلو ګناهانو له کبله لعنت ويل شوى دى . لعن په آر کې له غوسې او غضب سره يو ځاى له لورنې لرې والي ته وايي. حال دا چې د خداى لورنه پر ټولو څيزونو ورېږي[وَرَحْمَتِي وَسِعَتْ كُلَّ شَيْءٍ] (اعراف/۱۵۶)؛خو انسان د ناسمې ټاکنې له مخې داسې ځاى […]

په قرآن کې د ګناه ویې – کلمې

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  په “قرآن” کې او د پېغمبر اکرم (ص) په احاديثو کې ګناه په بېلابېلو ویېو – کلمو ياده شوې او هر يو د ګناه له ناوړه اغېزو او نښو پردې اوچتوي او په بېلابېلو ډولونو يې څرګندوي .   په قرآن کې دګناه په هکله راغلې کلمې دادي : ١ ) […]

د ګناه مانا

ګناه تېروتنې او غلطۍ ته وايي . په اسلام کې هرکار چې د خداى د حکم پرخلاف وشي ګناه بلل کېږي .ګناه د خداى له حکمونو سرغړونه ده ؛نو که کوچنۍ هم وي غټه ګڼل کېږي . پېغمبر اکرم (ص) حضرت ابوذر (رض) ته وويل: ((لا تنظر الى صغر الخطيئة و لكن انظر الى من […]

د عبادت ونډه

  ‏که د ژوند ټول اړخونه د خداى په لار کې وي او ځانګړي دهغه د رضا لپاره وي؛نو ‏عبادت به وي.که د انسان ټول کارونه او ژوند يوازې خداى ته وي؛نو د انسان پر ژوند ‏د پام وړ اغيزې لري،چې ‏څو يې دا دي: (١) فاني څيزونه به تلپاتي شي. انسان او ‏ټول زيارونه […]

د عبادت جرړې

  کوم څيزونه،چې انسان خداى ستاينې او بندګۍ ته اړ کوي دا دي: ١– د خداى عظمت: چې انسان د خداى برم – جلال اوستروي ويني؛نو په ناځان خبري ‏توګه دهغه پر وړاندې خضوع او ټیټوالی ننګیري – ‏احساسوي.مثال يې داسې دى لکه ‏څوک،چې ځان د پوه ‏او مهم شخصيت پر وړاندې‏ کوچنى وويني او […]

عبادت څه ته وايي

عبادت د ذلت اظهار ته وايي او د خداى پر وړاندې له ټولو لوړ تذلل دى. د اهميت په هکله يې هم دومره بس دي،چې د هستۍ پيدايښت او د پېغمبرانو بعثت (د تکوين او تشريع عالم) د عبادت لپاره دى. خداى وايي: وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ (الذاریات/۵۶) = او ما پېريان او […]