عقل او زړه
انسان دوه مرکزه لري د انسان په روح کې دوه مرکزه دي،چې هر يو يې د يو ډول فعاليت او روحي ځلاوو سرچينه ده،چې د يو نوم عقل او د بل نوم زړه دى. فکر-آندنه،انديشه_آنده،لرليد،حساب و کتاب، سول،استدلال،علم او فلسفه د عقل د مرکز ځلاوې دي او نور؛لکه غوښتل،زړه بايلل،هيله کول او په حرکت راوړل […]
له پسرلي زده کړه
تجدد او تنوع ته لېوالتيا انسان داسې حالت لري،چې په يکنواختۍ کې يې زړه تنګېږي. تجدد او نوخواهي د انسان په وجود کې يوه اړتيا ده؛خو دا چې ددې کار راز څه دى،ولې بشر يو څيز په پوره لېوالتيا غواړي؛خو همدا چې ورورسېد؛نو لېوالتيا يې لږېږي او په تدريج يې دا لېوالتيا پر کرکه اوړري،چې […]
له زړه نه خداى ته لار
دعا ((وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لِي وَلْيُؤْمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ(بقره/١٨٦)= او چې کله دې زما بندګان زما په باب وپوښتي،(نوووايه:)چې زه نژدې يم او بلونكى،چې ما وبلي؛نو دعا يې قبلوم؛نو بايد زما بلنه ومني او پر ما ايمان راوړي،چې ښايي سمه لار ومومي (او مقصد ته ورسېږي […]
د دیني اندنې بیا ژواکي – د دیني تفکر احیاء
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د دیني اندنې په بیاژوا کې؛ علامه محمد اقبال لاهوري ته د ډاکترعلي شریعتي درناوی سریزه د دیني اندنې د بیا ژواکۍ – د دیني تفکر احیاء تاریخ له هجري پینځمې پېړۍ پیلېږي، او ددې چار پیلوونکی امام غزالي (رح) دی، چې د اسلام د هیرو شویو اړخونو بیاژواکۍ ته یې […]
نبوي کورنۍ د اهلسنتو په منظمو ادبياتو كې
د اهلسنتو په منظمو ادبياتو كې امام محمد بن ادريس شافعي ( د شافعي مذهب امام) په يوه غونډه كې چې د حضرت علي،حضرت فاطمې ،امام حسن او امام حسين يادونه كېږي؛نو ځينې دښمنان ددې لپاره،چې له يادونې يې د خلكو پام واړوي؛نو د نورو يادونه رامنځ ته كوي؛نو ډاډ من اوسئ!څوك، چې ددې […]
جرجی زیدان
د کوفې د ښارتاريخ اوجغرافيه : د کوفې ښار حضرت سعد بن ابي وقاص (رض) په ١٧ هجري کال کې د دويم خليفه حضرت عمربن خطاب (رض) په وخت کې د فرات سيند لويديځې غاړې ته جوړ کړ،چې له سينده زيات واټن نه لري . لومړى دا ښار له لوخو او ونو له ډډونو او […]
شيخ عبد الرحمن کواکبي
کواکبي په عربي نړۍ کې د سمونې درېم اتل “شيخ عبد الرحمن کواکبي” دى،چې د “سوريه” و او د نسب لړۍ يې “شيخ صفي الدين اردبيلي” ته رسي. وګورئ: نقش علامه سيد جمال الدين در بيداري مشرق زمين:١١٣ او ١١٤ مخونه. په ترکي او فارسي ژبو پوهېده او د عبده او په يوه واسطه […]
شيخ محمد عبده
شيخ محمد عبده په عربي نړۍ کې له علامه سيد جمال الدين وروسته، ستر سمونپالى محمد عبده دى. محمد عبده چې له علامه سيدجمال الدين رابېل شو او مصر ته راغى؛نو ټوله هڅه يې دا وه،چې څنګه د زمانې غوښتنې د اسلامي فکر په رڼا کې ځواب کړي. عبده دداسې چارې په لټه کې […]
علامه سيد جمال الدين افغان
علامه سيد جمال الدين افغان شک نشته چې د وروستيو سلو کلو د خوځښتونو راخوټوونکى،علامه سيد جمال الدين افغاني و، چې په اسلامي نړۍ کې يې راويښوونه پيل کړه او د مسلمانانو ټولنيز دردونه يې په ځانګړې واقع بينۍ بيان او د سمونې لار يې وښووه. سره لدې چې د علامه سيد جمال الدين په […]
د ژبې په باب د روښنفکرانو ونډه
د روښنفکرانو ونډه په وروسته پاتې او استعمارځپلو ټولنو کې د روشنفکرانو عادت دا وي او په دې هڅه کې وي،چې دا شعور او جمعي وجدان د خپل وطن په خلکو کې راویښ کړي. له هغه ځای څخه چې ددې روشنفکرانو په ذهن کې ژبه،دودونه او ملي فرهنګ له اوسني واقعیت سره مترادف دﺉ،چې پکې […]