تبلیغات
لیست خبرهای برچسب : www.andyal.com

دولس واړه امامان مې دې بصر

امامان مې دي بصر  محبت د خاندان لرم په زړه کې دولس واړه امامان مې دې بصر د نبوي کورنۍ د مشرانو لنډ ژوند ليک شيخ سليمان بن ابراهيم قندوزي حنفي (ينابيع المودة ٩٩ مخ) دولس مشران داسې ښيي : ۱-امام علي بن ابي طالب ۲-امام حسن بن علي . ۳- امام حسین بن علي. […]

د دنيا د دين سرور

مشرپوهنه  د امت يې برګزين دي اثناعـــــــــشر په بزرګۍ د همه جهان مخــدوم دي[1]   د مشر(امام) مانا: يو څوک،چې يوه ډله له ټولنيز،سياسي،علمي اويا ديني اړخ،رهبري کوي،لار ورته ښيي او پر لار يې وړي هم ؛ نو دې ته مشر او امام وايي او البته دا عمل (مشرتوب) په هغو لارو چارو او شرايطو […]

خلافت د چار یارانو

خلافت د چــــــــار يارانو په دېرش کاله وو يــــــــارانو بيا د پسه بادشاهي شوه په سپېدې کې ســـــياهي شوه اول بغي راپيدا شـــــول څوک بادشاه څوک امر اشول   سبط اكبر امام حسن مجتبى رضى الله عنه پر ( 50 ) هجري كال د يوې طرحې له مخې خپلې ښځې ( جعده د اشعت بن […]

د جهان دولس امام

امام حسن او امام حسين له رسول الله ځنې دي او دوه سبطه يې دي  د رسول اکرم (ص) د دوو لمسيو امام حسن او امام حسين په هکله روايت څېړو، چې يو يې د “منى” کلېمه ده. د امام احمد حنبل په مسند کې له “مقدام بن معدى کرب” روايتوي چې: رسول اکرم، حسن […]

په يزيد باندې لعنت شه په اعوان يې چې په تېغ يې دنبي لمسى مظلوم دى

امام حسین د امام حسين رضى الله عنه لنډه پېژندګلو نوم: حسين رضى الله عنه. كنيه: ابو عبد الله، ابو الشهداء. مشهور القاب: سيد الشهداء، سيد شباب اهل الجنه، سبط پېغمبر صلى الله عليه و آله نيكه: محمد رسول الله ( ص ) پلار : حضرت علي كرم الله وجهه. مور: حضرت فاطمة الزهرا د […]

فاطمة الزهرا ته ارادت ښوونه

فاطمة الزهرا ته ارادت ښوونه د لوراند او لورين څښتن په نامه الحمدلله رب العالمين و صلى الله على سيدنا و نبينا محمد و آله الطبين الطاهرين لا سيما بقية الله فى الارضين واللعن على اعدائهم الى يوم الدين د پیدایښت موخه د متعال خداى ښانده – پېژندنه او نمانځنه ده ؛هغه ښانده ،چې بې […]

ترهلال او تر بلال يې صــــــــــدقه شم لا رانجه مې د پله خاورې د بوذر دي

حضرت فاطمة الزهرا او د پېغمبر اکرم (ص) مړينه پېغمبراكرم د عمر په پاتې شپو ورځو كې پر ممبر كېناست او ويې وويل: (( د چا چې زه پوروړى يم، رادې شي او خپل پور دې واخلي.)) تر دې وروسته حضرت “بلال” (رض) د مدينې په كوڅو كې په لوړغږ وويل: ((خلكو! “محمد بن عبدالله”(ص) […]

د علي د آل په مدح كى جنت دى د خوشال خټك په داده تسلي

نبوي کورنۍ او د حضرت آدم عليه السلام توبه  حضرت پېغمبراكرم وپوښتل شو: ((دا چې حضرت آدم (ع) له پالونکي “كلمات” واخستل او توبه يې ومنل شوه؛ نو دا “كلمات” څه ول؟))ورته يې وويل:((سئاله بحق محمد و علي و الحسن والحسين الاتبت علي فتاب الله عليه انه هوا التواب الرحيم))؛يعنې خداى پاك ته يې د […]

که د دوى فضـــــــــــــــيلتونه غواړې ګوره آيـــــــــــتونه

له حسنينو سره د پېغمبراكرم(ص) مينه پېغمبراكرم د حضرت فاطمې كور ته ولاړ.حضرت علي (ك) او حضرت فاطمه ويده ول. “امام حسن”ژړل او وږى و. پېغمبر اكرم،چې دا حالت وليد؛و يې نه غوښتل،راويښ يې كړي .په انګړ كې ولاړه مېږه يې ورو ولوشله او “امام حسن”ته يې شيدې وركړې . حضرت “اسامه بن زيد بن […]

مرتضى ددې شوهر دى چې تربور د پېغمـــــــــــــــــبر دى

فاطمة الزهرا د پېغمبر اكرم (ص) ځیګر ټوټه ده  پر څلورمه ورځ پېغمبر اكرم د حضرت فاطمې كور ته راغى او و يې پوښتل: (( مېړه دې څنګه سړى دى؟)) ويې ويل: ((خداى مې غوره سړى په برخه كړى؛ خو د قريشو ښځې د مباركۍ پر ځاى وايي:”پلار دې يو نشتمني ته وركړې،حال دا چې […]