د اولیاوو سرحلقه
د اولیاوو سرحلقه سر حلقه د اولیاوو هغه شمېره چې شیطان یې بند کړی په قفس دی په قرآن مجید کې د اهلبیتو مقام د تطهير آيت د رسول اکرم،علي،فاطمې،حسن او حسين په اړه راغلى دى ( صحيح مسلم د فضايل الصحابه کتاب : د فضايل اهل البيت باب ) په خپل سند […]
پنجتن پاک
پنجتن پاک د خوشحال خټک دې حشرله هغــــــــــــــــــوشي چې دوستدار د((پنجتن پاک))چهارده معصوم وي [1] هڅه مو ده،چې د ستر خوشال بابا په پورته شعر کې ((پنجتن پاک)) په سمو روایاتو وپېژنو او ورپسې د څوارلس معصومو په اړه هم معتبر روایت راوړو . پنجتن پاک؛ نبوي کورنۍ آل محمد؛علي، حسن، حسين او فاطمه دي […]
خوشال بابا او نبوي کورنۍ
د څېړونکي سریزه د ١٣٧٨ کال په دوبي کې مې “ارمغان خوشحال” ولوست،د لوستو په ترڅ کې مې پام شو،چې خوشال بابا د “خودي” په باب اوڅار – مطرح کړي مسالې تر ډېرو پوهانو ړومبى کښلي دي. خوشحال د خپلې ټولنې روڼ اندی،فيلسوف او اسلامپوه و او د “فرهنگي ټولنپوهنې”له اړخ ورته جوته وه،چې پښتانه […]
د خداى نازولي
د خداى نازولي يو سړي دوه زامن درلودل،چې تر ځانه هم پرې ډېر ګران وو؛ هره ورځ مازيګر به چې کور ته راستون شو؛نو په غېږ کې يې راخستل او په خپل څنګ کې يې کېنول؛ نو هله به يې خواړه خوړل؛يوه ورځ،چې کور ته راستون شو؛نو خپل زامن يې ونه ليدل، وارخطا شو، مېرمن […]
د بوډۍ ايمان
د بوډۍ ايمان انجلي له خپلو ملګرو سره تر اسمان لاندې ناست وه او د الهي مينې او د هغه د پراخه نعمتونو په باب يې يو له بل سره خبرې کولې،هغې ويل : په هر څه کې د خداى اراده وګورئ،چې هغه ډېر خورا لوراند او لورين دى؛د غم، خوشحالۍ،بري او ماتې پر مهال […]
چې خدای وي؛نو وېره د څه
ايا خداى مړ شوى دى “مارتين لوترديروتستان” په خورا ستونزو کې راګېر شوى و،يوه ورځ يې مېرمن پوه شوه،چې مېړه يې ډېر خپه دى. هغه يوه هوښياره ښځه وه،چې پر الهي مشيت يې ايمان درلود؛نو دمېړه د تريو تندي په ليدو ولاړه او تودې جامې يې واغوستې او مخې ته يې راغله،ورته ودرېده . مارتين […]
په ژوند کې مو هم معجزه کېداى شي
په ژوند کې مو هم معجزه کېداى شي يوه شپه يوې بېړۍ په سمندر کې خپله لار وهله،چې توپان شو بېړۍ يې دومره وخوځوله،چې ټول مسافر راويخ شول، او له توپانه دومره وېرېدل،چې بېواکه شول، ځينو يې چغې وهلې او ځينو يې دعاګانې کولې؛د بېړۍ د کپتان اته کلنه لور هم هلته وه، د نورو […]
هر څه خداى ته وسپاره
هر څه خداى ته وسپاره په پخوا وختونو کې يو زوړ سړي ژوند کاوه او پوهېده، چې د عمر د کتاب وروستۍ پاڼې يې رارسېدلي دي؛نو خپل اولاد يې راوغوښت،ورته يې وويل : داسې شتمني نه لرم، چې در يې کړم؛خو څلور قانونه به در ډالۍ کړم او که دا قانونونه مو د خپل ژوند […]
د جنت ټکټ
د جنت ټکټ يوه ورځ مې د يو واعظ کيسه ولوسته،چې يو ښار ته تللى و؛يو ماشوم يې وپوښت :شونې ده راته وواياست پوسته خانه چېرته ده؟ ماشوم : هو! ولې نه . دواړه، د پوسته خانې پر لور روان وو،چې سړي له ماشومه وغوښتل،چې سبا يې د وينا په غونډه کې برخه واخلي او […]
د ژبې په باب د روښنفکرانو ونډه
د روښنفکرانو ونډه په وروسته پاتې او استعمارځپلو ټولنو کې د روشنفکرانو عادت دا وي او په دې هڅه کې وي،چې دا شعور او جمعي وجدان د خپل وطن په خلکو کې راویښ کړي. له هغه ځای څخه چې ددې روشنفکرانو په ذهن کې ژبه،دودونه او ملي فرهنګ له اوسني واقعیت سره مترادف دﺉ،چې پکې […]