تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت علي کرم الله وجهه ویناوې موضوع : زغم خلکو تېروتنې نالیدې ګڼل ستر زغم دی. د زغم په څېر، ملاتړ نشته. د عفوې په څېر، زغم نشته. د زغم په څېر، هېڅ غوراوی نشته. د چوپتیا په څېر، زغم نشته. هر کړاو ته زغم شته. زغم کوه، چې عزتمن […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د حضرت علي کرم الله وجهه ویناوې

موضوع : زغم

خلکو تېروتنې نالیدې ګڼل ستر زغم دی.

د زغم په څېر، ملاتړ نشته.

د عفوې په څېر، زغم نشته.

د زغم په څېر، هېڅ غوراوی نشته.

د چوپتیا په څېر، زغم نشته.

هر کړاو ته زغم شته.

زغم کوه، چې عزتمن شې

کړاو په زغم سپکېږي.

غوسه سړوه، چې زغم دې زیات شې.

وقار، د زغم پایله ده

د حق و حقیقت په پرېمانۍ، زغم پرېمانېږي.

په زغم دې خلک ملګري کېږي

زغمناک، په ډېر زغم پېژندل کېږي.

غوره زغم، پر زغم روږدول دي.

بیړه، زغم ته ورستنه کړئ.

په زغم کې، بریا ده.

استازی دې د عقل استازی او زغم دې د زغم نښه ده.

زغم کوه، چې نیمګړنې پکې پټېږي.

زغم کوه، چې غوره خوی دی.

زغم کوئ؛ ځکه زغمناک ته کړاوونه اسانېږي.

نیم عقل، زغم دی او بل نیم، سترګې پټول دي.

چوپتیا، زغم ته ښه ملګرې ده.

د انسان مړانه، د خپلو دوستانو د ښویېدنو په زغم کې ده.

له عقل سره، پرېمانه زغم وي.

چاچې زغم وکړ، پر کړاو نه اخته کېږي.

د پوهې اوچت ارزښت، ځان په زغم سینګارول دي.

ځان په زغم پسولل، غوره عقلمني ده.

په سزا کې ځنډ، د زغم کمال دی.

په کړاوونو کې زغم او په سوکالۍ کې شکر، د ډاډمنو وسله ده.

د هغه پر حال دې خوشحالي وي، چې زغم د خپلې ژغورنې سورلۍ او پرهېزګاري د خپل مرګ ډال کړي.

تنګلاسۍ او کړاو کې صبر و زغم کوه.

د کړاوونو او پرلپسې سختیو د راکېوتو پرمهال، د صبر و زغم فضیلت او غوراوی رابرسېرېږي.

د سلامشورې لپاره غوره خلک؛ د عقل، پوهې، تجربو او زغم خاوندان دي

د زغمناکو ملګری وسه، چې زغم زیاتوي.

په زغم له غوسې سره جګړه، د ځيرکۍ دلیل دی.

له علم سره مینه، ښه زغم او سمه ملتیا، د عقلمنو له ځانګړنو دي.

ذلت او خواري، د زغم آفت دی

د ملګري پر وړاندې صبر، غوره زغم دی.

پر الله تعالی سم ډاډ، د زغم بنسټ دی.

عاجزي (تواضع)، زغم او نرمخویي، خورا ښه خویونه دي.

چوپتیا، د زغم نښه ده.

د زغم پایله، د غوسې سړول دي.

د زغم پایله؛ لورنه او مهرباني ده.

زغم او پاکلمني، ښکلی چلن دی

پوهه، د زغم سورلۍ ده.

په پوهه، د زغم رتبه ترلاسه کېږي.

زغم پیاوړی ډال دی.

خپګانونه په زغم او ډاډ ورکېږي.

نرمخویي، د زغم پایله ده.

پوهه، د زغم آر دی.

مړانه، غوره زغم دی.

زغم یوه رڼا ده، چې عقل یې زڼی دی.

رښتیا، غوره پوهه او وقار، زغم دی.

د غوسې تېرول، د زغم جرړه ده.

زغم ته، قناعت بسیا دی.

هر کړاو ته زغم شته.

هسې نه غوسه دې پر زغم ورمخکې شي.

د چوپتیا په څېر، زغم نشته.

د زغم په څېر، هېڅ غوراوی نشته.

دکړاو پرمهال، د زغم ارزښت معلومېږي.

کله زغم سخت وي.

چوپتیا، د زغم نښه ده

د زغم پایله، د غوسې سړول دي.

کله ناحکیم په زغم پسولل کېږي

څوک چې زغم وکړي؛ نو لاس ته راوړنه لري.

هوس په پوهې او غوسه په زغم سړه کړئ.

څوک چې زغم و نه کړي، نه زغمناکېږي.

څوک چې روغتیا غواړي؛ نو زغم دې وکړي.

څوک چې ځان د زغم په ګاڼه وپسولي؛ نو عقل یې ارامېږي.

څوک چې پر کړاوونو زغم وکړي، رنځ یې سپکېږي.

چاچې خپله غوسه تېره کړه؛ نو خپل زغم یې پوره کړی دی

د چاچې زغم ډېر وي؛ نو سترېږي.

چاچې زغم وغوښت، زغمناک شو.

زغم د پوهې کمال دی او د زغم کمال، پرېمانه زغم او غوسه سړول دي.

ایمان؛ په کړاوونو کې زغم او په سوکالۍ کې منندوینه ده.

د خپلې غوسې سړولو لپاره ځان مه رسوا کوئ، که کوم ناپوه ناپوهي وکړه؛ نو په زغم ستونزه هواره کړئ.

د غوسې پرمهال د زغم ځواک، د غچ اخستنې تر ځواکه غوره دی.

ډېر ځل (دې) له یوه تمه کوونکي سره په زغم چلن وشي.

ډېر ځل پېچلې غوټه (او کار) په زغم پرانستلېږي.

ډېر داسې (پتمن) بنده وي، چې د بېلتانه زغم یې نه وي.

د زغم دردونه غړپ کړه، چې د حکمت جرړه او د پوهې ثمره ده.

چې د الله تعالی کوم بنده خوښ شي؛ نو په ډاډېینې او زغم یې سینګاروي.

که غوسه درباندې لاسبر شوه؛ نو په زغم و وقار پرې لاسبري شئ.

منندوینه څرګند څيز دی، چې نعمت پرې غځېږي او زغم خورا لوی څيز دی، چې کړاو پرې له منځه ځي.

چوپتیا، د پوهې ښکلا او د زغم نښه ده.

زغم غوره خوی او پوهه ارزښتمنه ښکلا او ډالۍ ده.

د انسان د سم سیده توب او ستریا نښې دا دي: لږې خبرې کول، ډېرې ښې ځانګړنې (فضایل)، او ډېر زغم درلودل

پوهه ترلاسه کړئ او ورسره وقار او زغم هم زده کړئ؛ ځکه پوهه، د مؤمن ملګرې او زغم یې مرستیال دی.

مرګ حتمي او روزي ویشل شوې ده؛ نو د روزۍ ځنډ دې څوک غمجن نه کړي؛ ځکه نه یې حرص رامخې ته کولی شي او نه یې پاکلمني شا ته کولای شي او مؤمن د صبر و زغم وړ دی.

ځیرک هغه دی، چې د حیا جامې واغوندي او زغم ډال کړي.

په نادودو کې د بې صبرۍ پرځای زغم کوه.

په پېښو کې زغمناک وسه؛ ځکه زغم نیمګړنې پټوي او د عقلمن نیم چار زغم او نیم یې سترګې پټونې دي.

ځانونه د غوسې له اور لمبو وساتئ او لار یې غوسه سړول او زغم دی.

ځانونه د ناپوهۍ، کینې، غوسې او حسد د اور له بڅرو وساتئ او له هر یوه سره د مبارزې لپاره په دې وزلیو ځانونه چمتو کړئ: د چارو پای په پام کې نیول، له بديو ډډه کول، د فضایلو ترلاسه کول، د اخرت لپاره کار کول او زغم خپلول

خلک عیوب او نیمګړنې لري؛ نو څه چې درنه پټ دي، مه یې لټوه؛ ځکه الله تعالی خو په زغم ورسره چلي او چې د وسې دې وي، خواله پټه کړه؛ نو الله تعالی به دې هغه عیب پټ کړي، چې ښه دې ایسي ښکاره نشي.

که (په کړاوونو کې) زغم وکړې؛ نو د نېکانو ځای ته رسې او که بې صبري وکړې؛ نو دوزخ ته ورټېل وهل کېږي.

که په غوسه کې بریا وي؛ نو په زغم کې د نېکانو بدله ده.

البته څه چې دې خوښېږي، د پالونکي له لوري یې ترلاسه کولی نشې؛ خو د خپلې خوښې په زغم ور رسېدای شې.

رښتیا، ارزښت دې په چلن او ادب پورې تړاو لري؛ نو په زغم یې وپسوله.

درې څيزه سرلوړي ده: په تنګلاسۍ کې ورکړه، بې ذلته زغم او ګدایي نه کول.

څوک چې درې څیزونه ولري، د دنیا و اخرت له ښېګڼو برخمن دی: د الله تعالی په خوښي خوښي، پر کړاو زغم او په هوساینې کې منندوینه

زغم د انسان ښکلا ده.

غوره کس هغه دی که غوسه وي؛ نو زغم وکړي، که ظلم پرې وشي، تېر شي او که بدي ورسره وشي، دا نېکي وکړي.

غوره هغه دی، چې که ورکړل وشي، شکر باسي او چې وکړېږي، زغم وکړي او که ظلم پرې وشي، عفوه وکړي.

غوره هغه دی، چې په سختیو او ستونزو کې عفوه او زغم ولري.

د غوسې د لاسبرۍ پرمهال، د زغمناکو زغم معلومېږي.

سخا (ورکړه) د غوسې تېرول، له ګناه عفوه او زغم د عقلمنو خوی دی

د پوهې پایله، ډاډمني او زغم دی.

آل محمد د زغم راژوندي کوونکي او د ناپوهۍ له منځه وړوونکي دي، زغم یې له کړنو او چوپتیا یې له ویناوو درڅرګندېږي، له حق سره مخالفت نه کوي او اړپېچ (هم) پکې نه لري؛ نوځکه حق تل پکې څرګند (ناطق) چوپ او رښتونی ګواه دی.

آل محمد په تورتمونو کې ځلاند مشالونه، د حکمتونو سرچینې، د پوهې کانونه او د زغم کورونه دي.

تر زړور نارینه مې، د زغم زغمل، ښه ملاتړ وموند.

ای کړمنه، پر کړښت څه زغم لرې او پر خپلو کړاوونو، د ژړا زړورتیا تېرایستلی یې، څه درباندې شوي، که له دینا څه ومومې؛ نو بوختوي دي او چې ترې برخمن شې او که برخمن شې؛ نو د مرګ لاسبري، دغه برخمني، له منځه وړي

پوهه ناپوه ته ګټوره نه ده او زغم بې صبره ته ګټور نه دی.

د انسان یو غوراوی، دادی چې پر هغه منت کېنږدي، چې ددې زغم یې زغملی دی.

څوک چې د صبر و زغم سورلۍ ووهي، بریالی کېږي.

څوک چې د الله تعالی پر اطاعت او ګناه نه کولو کې زغم وکړي؛ نو زغمناک او د الله تعالی د لارې مجاهد دی.

څوک چې په الله پېژندنې کې پر خپلې رای او قیاس ډاډ وکړي؛ نو بېلارې او چارې یې ستونزمنېږي.

څوک چې دې په زغم کې لاسنیوی کوي نو بریا او لورنه یې درډالۍ کړې ده.

چاچې زغم وکړ، ځان یې ستر او عزتمن، ثواب یې ترلاسه او الله پاک ته یې غاړه کېښووله.

څوک چې د پوهې له سرچینې خړوب شي؛ نو د زغم جامې اغوندي.

څوک چې د زغم زرې واغوندي، کړاوونه وراسانېږي.

څوک چې د پوهې له سرچینې خړوب شي؛ نو د زغم جامې اغوندي

چاچې په بده خوله خبرې درسره پیل کړې؛ نو په ښه زغم نصیحت ورته وکړه.

څوک چې واکمن شو؛ نو د واکمنۍ پر کړاوونو دې زغم وکړي.

د چا په باب چې نېکي وشي او منندوینه هم وکړي، د هغه په څېر دی، چې پر کړاو اخته شوی او زغم وکړي

څوک چې پر کړاوونو زغم وکړي؛ ته وا پر کړاو اخته شوی نه دی.

پر دښمنانو او سرغړاندو د الله تعالی زغم څومره ستر دی او له بندګانو یې تېرېدنه څومره ستره ده.

زغمناک، د کمزورۍ پرمهال برید نه کوي په ځواکمنۍ غچ نه اخلي؛ بلکې زغمناک هغه دی، چې د ځواکمنۍ پرمهال عفوه او چارې په زغم ترسره کړي.

تر زغم و صبر بل هيڅ څيز، چې پای یې غوره، اخرت یې خوندور، د چلن د بدرنګۍ لرې کوونکی او مطلب ته د رسېدو لپاره مرستندوی وي نشته.

حماقت د زغم په څېر نه دی.

خیر او ښه دا نه دي، چې شتمني او اولادونه دې ډېر شي؛ بلکې پوهه او زغم ډېر شي.

عقل د زغم په ملتیا سنجول کېږي.

اجر و ثواب هله وي، چې د زغم غړپ تېر کړې.

له زغم سره مل پوهه ګټوره ده

له پوهې سره عقل، له زغم سره پوهه او له واکمنۍ سره زغم، تردې خورا ښه څيزونه نشته.

څوک چې د کار د پای په خوږلني ډاډ کوي؛ نو د حق په تراخو زغم کوي.

څوک چې زغم نه لري، پوهه هم نه لري.

هغه د اخرت نعمت ترلاسه کوي، چې د دنیا پر کړاو زغم وکړي.

څوک چې د حق غوراوی وپېژني، په لار کې یې زغم کوي.

هغه عقل چې زغم ته و نه رسي، خیر پکې نشته.

هغه کړنو کې خیر نه وي، چې په زغم پسوللي نه وي.

بدي، یوازې په زغم لرې کولای شو.

 

سرچینه : غرر الحکم

لیکوال : قاضي شیخ ابي الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدي

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!