تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۱۴مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة) حضرت ابوذر(رض) د لومړي خليفه په زمانه كې   حضرت ابوذر(رض) لاس تر زنې په فكر كې ډوب ناست دى او له سترګو يې غټې غټې اوښكې راتويېدې،خپل تللى يار يې پر زړه راورېدلى […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۱۴مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة)

حضرت ابوذر(رض) د لومړي خليفه په زمانه كې

 

حضرت ابوذر(رض) لاس تر زنې په فكر كې ډوب ناست دى او له سترګو يې غټې غټې اوښكې راتويېدې،خپل تللى يار يې پر زړه راورېدلى او د هغه خبرې يې رايادېدې،چې يوه ورځ آنحضرت(ص) په تړلي سر او ناروغ ځان جومات ته راغى او خلكو ته يې وويل : ((اسامه ستاسې قوماندان دى، قومانده يې ومنئ اوس،چې تاسې يې پر قوماندانى خپه ياست او نېوكې پرې كوئ،پخوا مو د هغه د پلار پر قوماندانۍ هم نيوكې كولې…… )) دې خبرو ته يې سوچ كاوه او ځان يې پوښت : ايا حضرت ابوبكر(رض) به د حضرت اسامه(رض) لښكر د “قضاعه” جګړې ته ولېږي؟

 ايا حضرت ابوبكر(رض) به د هغو اصحابو خبرو او نيوكو ته پام وكړي،چې وايي: حضرت اسامه(رض) لا تر اوسه ځوان دى او شل كلن شوى هم نه دى،هغه بدل كړئ او  پر ځاى يې يو بل وټاكئ، چې لږ تر لږه يوه جامه خو يې تر حضرت اسامه(رض) زياتې زړې كړې وي؛خو اسلام ته عمر مهم نه دى او كله هم كم عمري د دې لامل نه دى،چې چاته مهمې دندې ونه سپارل شي،په هغه وخت كې خو حضرت علي(ک) يوازې څوارلس كلن و،چې پېغمبراکرم(ص) خپل ځايناستى وټاكه؛خو پېغمبراکرم (ص) ونه وويل :

چې خداى به اسلام ته د حضرت عمر (رض) په لاس عزت وركړي” حال داچې حضرت عمر 26 كلن و، و مو نه ليدل،چې حضرت سعد بن وقاص(رض) راپاڅېد او په مړانه يې د پېغمبر اکرم (ص) دفاع وكړه او له كفارو سره وجنګېد او په يوه ورځ كې يې  زرغشي وايشتل،حال داچې 17 كلن و؛اسلام په ځوانانو قوي شوى او په اوږو يې دې ځاى ته رارسېدلى دى؛نو څنګه خلك د حضرت اسامه(رض) پر قوماندانۍ نيوكې كوي؟ حال داچې پېغمبراکرم(ص) له نړۍ تر تګ مخکې هغه ته يې دا دنده ورسپارلې وه او له حضرت ابوبكر (رض)هم د پېغمبراکرم (ص) د فرمان له مخې دا تمه كېږي، چې د حضرت  اسامه(رض) لښكر جنګ ته ولېږي . د خلكو خبرې خو مهمې نه دي،د پېغمبراکرم(ص) فرمان دى،چې ارزښت لري .

 حضرت ابوذر(رض) راپاڅېد او حضرت ابوبكر(رض) ته ورغى،ګوري چې ډېر مسلمانان ترې راتاو دي او ترې غوښتل يې،چې د اسامه(رض) لښكر مه لېږه!هغوى استدلال كاوه،چې د حضرت محمد (ص) تر مړينې وروسته حالات اوښتي او څوك څه پوهېږي،چې د مرګ خبر يې قبائلو ته څنګه رسېدلى او نه پوهېږو،چې څه به كېږي؟

حضرت ابوذر(رض) د حضرت ابوبكر(رض) خولې ته كتل او په تمه و،چې د خليفه ځواب به څه وي؟ د خلكو خبرې او كه د پېغمبراکرم(ص) فرمان؟ ځان يې د پېغمبراکرم(ص) دې خبرې ته چمتو كړى و،چي ورته يې ويلي وو: “د حق خبره كوه كه څه ترخه وي او د خداى په لار كې له چا مه وېرېږه”؛خو د حضرت ابوبكر (رض)له خولې د حضرت ابوذر(رض)د زړه خبره راووته،چې د ابوذر (رض) زړه پرې ډېر خوشحاله شو؛حضرت ابوبكر(رض) وويل : قسم پر هغه خداى،چې د ابوبكر ژوند يې په لاس كې دى،كه لېوان مې وداړي او په دې سيمه كې ځان ته هم پاتې شم،بيا به هم د پېغمبراکرم(ص) فرمان عملي كوم او د اسامه لښكر به جنګ ته لېږم .

دې خبرې د حضرت ابوذر(رض) رنګ وغوړاوه،تازه شو او پر زړه يې د اميد وړانګې ولګېدې؛يو دم يې نظر پر حضرت عمر (رض)شو،وارخطا شو؛ځكه پوهېده چې حضرت عمر(رض) د اسامه(رض) د قوماندانۍ سخت مخالف دى؛بلخوا د هغه او حضرت ابوبكر(رض) اړيكې ډېرې ښې دي؛كېداى شي د حضرت ابوبكر (رض)په اراده كې بدلون راوولي، ودرېد چې څه به كېږي؟

 حضرت عمر(رض) له حضرت ابوبكر(رض) وغوښتل،چې د اسامه(رض) د لښكر د تګ مخنيوى وكړي؛خو حضرت ابوبكر(رض) ورته وويل : كه لېوان مې هم وداړي،د رسول اكرم(ص) فرمان عملي كوم .

حضرت ابوذر(رض) په خوشحالۍ راووت او دباندې يې وليدل،چې ځينې مسلمانان راټول شوي دي،چې د حضرت عمر(رض) د خبرو پر پايله ځان پوه كړي . ابوذر(رض) هم ورسره ودرېد،خلك د حضرت عمر(رض) پر تندي پوه شول،چې څه خبره ده؛خو بيا يې هم له حضرت عمر(رض) وغوښتل،چې له حضرت ابوبكر(رض) سره د حضرت اسامه(رض) د قوماندانۍ خبره وكړي .

دا به څنګه وي،چې يو ځوان د داسې لښكر قوماندان وي،چې د پېغمبر اکرم (ص) لوى لوى اصحاب؛لكه حضرت عمر(رض) پکې سر تېري وي .

حضرت عمر(رض)بيا حضرت ابوبكر(رض)ته راغى او د حضرت اسامه(رض) د قوماندانۍ خبره يې ورسره بيا واچوله،چې دا ځل حضرت ابوبكر(رض)غوسه شو او په لوړ غږ يې حضرت عمر(رض) ته وويل : هلاك شې!مور دې بوره شي! د خطاب زويه! د خداى رسول هغه پر دې منصب ټاكلى دى او ته وايې،چې هغه له دې منصبه لرې كړه، ته ښه پوهېږې كه پېغمبر؟!

حضرت عمر(رض) راووت او په لار كې دې خبرې ته سوچ وړى و، چې څنګه هغه نرم خويه ابوبكر(رض)ورسره په غوسه چلن وكړ؟ پرېشانه خلكو ته راغى،خلكو ورته وويل : څه چل وشو؟حضرت عمر(رض)په چغو شو او ويې ويل :ځئ! ولاړ شئ! ميندې مو درباندې بورې شه ! ستاسې په خاطر مې د رسول الله(ص) له خليفه څومره توندې خبرې واورېدې .

حضرت ابوذر(رض) ولاړ او د خداى شكر يې ادا كړ او ځان يې له لښكر سره تګ ته تيار كړ،د جنګ ډهول ووهل شو او لښكر د تګ لپاره  تيار شو او ابوذر(رض)هم په ډاډ د حضرت ابوبكر(رض) د سياست په لاروۍ د خداى په لار كي جګړې ته ولاړ.

حضرت ابوذر(رض)د حضرت ابوبكر(رض)په خلافت كې د نورو په څېر په جګړو كې برخه اخسته؛خو زهد او د تقوى لمنه يې پرې نښووه،حضرت ابوبكر(رض)هم زاهد او متقي و؛ځكه حضرت ابوذر (رض) پرې هېڅكله نيوكې ونه کړې؛ورځ پر ورځ د مسلمانانو په ژوند كې ښكاره بدلونونه راتلل، د اسلام ځواكمني او دبدبه ډېرېده؛ خو حضرت ابوذر(رض) هماغسې د  زهد ژوند كاوه.

 

 

 

 

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!