بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د روژې ټولنيزې ،روغتیایي اوتشکيلاتي گټې روژه د اسلام د (( انسان جوړوونکي )) دين له پنځو بناوو ځنې يو ده  او د رمضان د مياشتى روژه نيول پرمسلمانانو فرض ده . يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ[1] = مؤمنانو! روژه پر […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د روژې ټولنيزې ،روغتیایي اوتشکيلاتي گټې

روژه د اسلام د (( انسان جوړوونکي )) دين له پنځو بناوو ځنې يو ده  او د رمضان د مياشتى روژه نيول پرمسلمانانو فرض ده .

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ[1] = مؤمنانو! روژه پر تاسې فرض شوې ده لكه چې تر تاسې پر وړومبنيو فرض شوې وه، ښايي چې ځان ساتي شئ.

څښتن تعالى دنارينه اوښځينه روژتيانوپه ستاينه کې فرمایي  :

إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ الله  كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ الله  لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا[2]= په حقيقت کې چې خداى مسلمانو نارينه وو او مسلمانو ښځمنو، مؤمنو نارينه وو او مؤمنو ښځمنو د خداى امر منونكيو نارينه وو او د خداى امر منونكيو ښځمنو رښتينو نارينه وو او رښتينو ښځمنو او زغمناکونارينه وو او زغمناکيو ښځو او عاجزي كوونكيو نارينه وو او عاجزي كوونكيو ښځو او صدقه وركوونكيو نارينه وو او صدقه وركوونكيو ښځمنواو روژه تيانو او (ښځمنو) روژه تيانيو، پاكلمنو نارينه وو او پاكلمنو ښځمنو او د خداى ډېر يادوونكيو نارينه وو او ښځمنوته بښنه او لوى اجر چمتو كړى دى.

د رمضان سپوږمیزه- قمرى مياشت په هرو ٣٦کلونو کې د کال په څلورو فصلونو ( پسرلى ، اوړى ، منى ، ژمى ) کې راځي.

دلته موږ (( روژه )) دلاندې اړخونو له اړخه ترغورلاندې نيسو.

(الف ) ټولنيزې گټې.

( ب)  روغتیایي گټې .

( ج)  تشکيلاتى ځان جوړونه . ( اعتکاف )

دا دى په ترتيب سره پورته عنوانونه ترغورلاندې نيسو.

( الف) ټولنيزې گټې :

روژه د انسان جسم او روح له ولږې او سختۍ سره بلدوي،چې په دې توګه د نشتمنو له حالاتوخبرشي.

اسلام  د ټولو بشري پرگڼو دين دى په يوې خاصې ډلې ، طبقې ، ټبر او نژاد پورې اړه  نه لري؛خو د ټولنو د نشتمنو،محرومينو او مستضعفينو د حقوقوپه ځاى کولو ته ځانگړى پاملرنه لري،چې په دې اړه په قرآن مجيد اوسنت النبوى کې لازمې لارښوونى ښودل شوي دي؛نو اسلام ددې له امله ،چې مجاهد مسلمان له ټولنى څخه د فقر او د فقر د عواملو له منځه وړو پر روحيه سمبال وروزى ؛نو روژه نيول یې ورباندې فرض کړى؛نوځکه په حقيقت کې روژه نيول يو ((انقلابى عمل )) دى ،چې مسلمان د ټولنى د(( زور ،زر او تزوير)) د خاوندانو پر وړاندې له خپلو همليکو او همقطارو سره يو ځاى يو ډول احساس او دريځ په ډاگه اعلانوي .

نو موږ،چې روژه د ټولنيزو اړخونه په اړه څېړ؛نوبايد په ټولنه کې یې  داستضعاف ( هرهغه څه ،چې د انسان او بشري ټولنې د ضعيفوالي باعث گرځي) د بشپړ له منځه وړنې د لازمې وسيلى په توگه ترغورلاندې ونيسو او دا وګړیز – فردي اوښتونیزه – انقلابي کړنه  ‏ د گردې ټولنې د سمون مناسبه وسيله وگڼل شي  .

روژه په په مسلمان کې خواخوږي او د زړه سوي حس راژوندى کوي،چې په گرده نړۍ کې د لوږى د له منځه وړو لپاره (( اوښتونیز- انقلابي پوتنسيال )) ولري .

او د اسلام له استراتيژيکو اهدافو يو دا هم دي،چې په نړۍ کې د (( قسط)) پر بنياد عدالت ټينگ کړي ؛نو که موږ روژه د همدې هدف په اړه تر غور لاندې ونيسو ؛نو هغه دننني عوامل ،چې د اسلامي  تشکيلاتو لارويان همدې هدف ته رسولاى شي  روژه ده .

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ[3] = مؤمنانو! روژه پر تاسې فرض شوې ده لكه چې تر تاسې پر وړومبنيو فرض شوې وه، ښايي چې ځان ساتي شئ.

پېغمبر اکرم صلى الله عليه و اله و سلم وايي : (( تاسې د روژې په مياشت کې د څښتن تعالى ميلمستيا ته بلل شوي يې )) ؛نوځکه :

١_   له خدايه وغواړى،چې نيتونه او زړونه مو له ګناهونو او بدو صفاتو پاک کړي .

٢_  د روژې نيول او د قرآن د تلاوت توفيق درکړي .

٣_  کله ،چې وږى او تږى شوى؛نو د قيامت لوږه او تنده درپه ياد کړي.

٤_  نشتمن ‏ولټوي او لاسنيوى یې وکړي .

٥_  پر کوچنيانو او خپلوانو ولورېږي.

٦_  ژبه له ناوړه ويلو وساتئ .

٧_  په سترگو حرام ليده کاته مه کوئ .

٨_  په غوږونو حرام مه اورئ .

٩_  د خلکو پر يتيمانو ولورېږی،چې ستاسې پر يتيمانو هم لورنه وشي .

١٠_  د لمانځه په وخت کې د دعا لاسونه پورته کړى ،چې قبلېږي دغسې يو اسلامي  مشرويلي، چې :

روژه یوازې  دا نه ده ،چې سړى له خوراک څښاک ډډه وکړى ؛ بلکې بايد په روژه کې لاندې څيزونو ته پاملرنه وکړي:

١_  ژبه به له دروغو ساتي .

٢_  سترگې به له حراموپټوي .

٣_  يوله بل سره به شخړې او لانجې نه کوي.

٤_  له کينې به ځان ساتي .

٥_  د يو بل غيبت به نه کوي.

٦_  له گړپړ،شور او بې ځايه خبرو به ځان ساتي .

٧_  قسم به نه خوري که څه  رښتيا وي .

٨_  له سپکو سپورو‏ څخه ډډه وکړي .

٩_  پر چا باندې به تيرى نه کوي .

١٠_  کم عقلي او زړه تنگي به نه کوي.

د مسلمانانو په تشکيلاتى ټولنه کې،چې له پورته لارښوونو سره سم روژه ونيول شي او له شيطاني خويونو ( دروغ،کينه ،کنځلى غيبت ، شخړى ، تيرى …) څخه ځانونه خوندي وساتل شي؛نو طبعاً جرايم او جنايات ډېر راټيټېږي او د وگړیو ترمنځ د سولى ،رښتيا او امانت روحيه پياوړې کېږي او په ښو کارونو کې به يو له بل سره سيالي کوي،يعنې د ټولنې د غړيو ترمنځه به په (( تقوى )) او((نيکيو)) کې سيالى وي نه په ((فجور)) او (( سيئاتو)) کې .

( ب) روغتیايي ګټې:

په نه خوړو کې د هاضمې سيستم استراحت کوي ،چې په دې توگه بدن تندرسته کېږي ؛نو ځکه پېغمبر اکرم صلى الله عليه و آله وسلم وايي: ((روژه ونيسى ،چې روغتیا ومومى .))

ترڅه له پاسه ( ١٤) پيړيو وروسته بشري پوهې اوعلم ته جوته شوى،چې روژه  پر بدن اوهمداراز د ډول ډول جسمي ناروغيو په رغولو کې هېښنده- حيرانونکى ونډه لري ،چې دا دى موږ دلته دڅومشهورو ډاکترانو منښتې – اعتراف ته په لنډ ډول اشاره کوو:

ډاکترالکسيس کارل (،چې درگونوپه پيوند کې یې  دنوبل جايزه اخستى اوهم یې  د((دعا)) يوکتاب ليکى ) وایې  :

د روژتي ا نسان ‏د وينې قند رالوېږي ،تر پوټکي لاندې وازدې او د عضلاتو او غدو پروتين یې  مصرفېږي او د ځيگرخجرې یې ازادېږي.

همداراز ‏زياتوي :

(( ټولو اديانو پر روژى نيونې ټينگار کړى،په روژه کې لومړى لوږه او کله  يو ډول عصبي تحريک او بيا ضعف احساسېږي؛خوپه عين حال کې يو ډول پټ کيفيت ( چې خورا مهم دى ) په فعاليت پيل کوي او بالاخره د بدن ټول غړى د دننني چاپېریال او زړه د تعادل ساتلو لپاره خپله زېرمه ميدان ته راباسي او په دى توگه روژه د بدن د ټولوغړیو د مينځلوسبب گرځي .

فرانسوي ډاکتر(( کويل پا )) وایي  : په کولمو کې دغذا د تخميرله کبله له پنځونه څلورناروغى پيدا کېږي،چې بيا دا ټولى په روژې نيوونې رغېږي .))

داکتر((تومانيانس )) د روژى د گټو په اړه وایي :

(( … روژه د تندرستۍ اوښه روغتیا لپاره غوره لار‏ ده ،چې په دې اړه یې  د زوړ او نوي طب پام را اړولى.))

هغه ناروغي،چې د هاضمې په تيره بيا د پښتورگیواوځيگر د خرابى باعث گرځى ؛نوپه درملو چې نه رغېږي ،په روژه رغېدلاى شي .

همداراز په روژه د هاضمې خرابوالى له منځه ځي .

ځيگر د زيات فعاليت له امله ستړى کېږي او له وينې څخه صفرا نشي اخستلاى؛نو ځيگر په يو ډول خاصى ناروغۍ اخته کېږي،چې دا ناروغي د روژې نيونې له لارې رغېدلاى شي. ))

ډاکتر((الکسى سوفورين )) ليکي :

د لاندې ناروغيو په رغولو کې روژه ځانگړې ونډه لري :

١_  د وينې د کموالي ناروغي .

٢_   د کولموضعف .

٣_  ساده او مزمن التهاب.

٤_  خارجى اوداخلى دملونه .

٥_  سل .

٦_  اسکليرور.

٧_  روماتيزم.

٨_  نقرس .

٩_  استسقا.

١٠- نوراسينى .

١١_  عرق النسا.

١٢_  د پوټکى روژيدل .

١٣_   د سترگو ناروغي .

١٤_  د شکرې ناروغى .

١٥_  جلدي ناروغۍ .

١٦_  د پښتورگي او ځيگر ناروغي .

په (( اهميت روژه ازنظرعلم روز))کتاب کې پريولړناروغيو باندې د روژې هېښنده- حيرانوونکى اغېزې ترغورلاندې نيولى ،چې مونږیې  په لنډ ډول بيانوو.

١_  دهاضمې سيستم ناروغي : دا نارورغي ،چې د روژى له لارې رغېږي تر اوسه یې  په سلوکې ٥\٩٧ برياليتوب ترلاسه کړى .

٢_  چاغي او ډنگروالى :

د چاغۍ او ډنگروالي د ناروغيو له منځه وړو لپاره روژه سل په سلو کې برياليتوب ته رسېدلى .

٣_  عصبي ناروغۍ : د روژې له لارې دعصبي ناروغيودرملنه ۹۰ سلنه برياليتوب ته رسېدلى .

٤_  روماتيزمي ناروغۍ : دروژى له لارى ددى ناروغيودعلاج په اړه په سلوکې ١٢\٩٠ برياليتوب ته رسېدلى .

٥_  د زړه او رگونو ناروغۍ : د روژې له لارې ‏ددې ناروغيو په درملنه کې په سلو کې ٢٩\٩٦ برياليتوب ترلاسه شوى دى .

٦_  دپوټکى ناروغى :په دى باب په سلوکې ٣٠\٩٢ برياليتوب ترلاسه شوى دى .

٧_  تنفسي ناروغۍ : د تنفسي ناروغيو په رغولو کې روژى په سلوکې ٧٥\٨٢ برياليتوب ترلاسه کړى دى .

٨_  تناسلي ناروغۍ : تناسلي ډول ډول ناروغۍ چې د روژى له لارې یې درملنه شوې ؛نوتراوسه یې  په سلوکې ٤٧\٩٠برياليتوب ترلاسه کړى .

( ج) اعتکاف يا تشکيلاتي ځان جوړونه :

أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ إِلَى نِسَآئِكُمْ هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ عَلِمَ الله  أَنَّكُمْ كُنتُمْ تَخْتانُونَ أَنفُسَكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ وَعَفَا عَنكُمْ فَالآنَ بَاشِرُوهُنَّ وَابْتَغُواْ مَا كَتَبَ الله  لَكُمْ وَكُلُواْ وَاشْرَبُواْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ثُمَّ أَتِمُّواْ الصِّيَامَ إِلَى الَّليْلِ وَلاَ تُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ تِلْكَ حُدُودُ الله  فَلاَ تَقْرَبُوهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ الله آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ[4] = تاسې ته د روژې په شپو كې له خپلو مېرمنو سره کوروالى حلال شوى دى. هغوى ستاسې او تاسې د هغوى جامه ياست (دواړه ديو بل ښكلا او ديو بل د ساتنې لا مل ياست ) خداى پوهېده، چې تاسې له خپلو ځانو سره خيانت كاوه (او دا منع شوى كار مو ترسره كاوه)؛نو ستاسې توبه يې ومنله او ستاسې ګناه يې وبښله. اوس ورسره يو ځاى شئ او څه  چې درته  خداى روا كړي هغه (خوند) واخلئ او(همداراز  د شپې له مخې) خورئ څښئ تر هغه وخته چې (د شپې) د تر وږمۍ له تورې ليكې مو د سپېده داغ څريكه تر سترګو شي . بيا؛ نو تر شپې پورې خپله روژه پوره كړئ او په جوماتونو كې چې څيله ياست؛ نو له خپلو مېرمنو سره مه يوځاى كېږئ، دا الهي پولي دي!؛نو(با خبر، چې دګناه په نيت) ورته مه نژدې كېږئ. خداى  دغسې خپل آيتونه (احكام) خلكو ته څرګندوي، چې ښايې دوى (ځان) وساتي.

اعتکاف له ((عکف )) څخه اخستل شوى او يو څه ته د تعظيم او احترام له امله مخ اړول او ورسره يو ځاى کېدو ته وایي او په شريعت کې ((اعتکاف)) دې ته وایي،چې مسلمان ، څښتن تعالى ته د تقرب او نژدى والي په نيت په جومات  کې پاتى شي يا په بله وينا (( د تعبد او بندگۍ په نيت په جومات کې پاتى کېدوته اعتکاف وایي.))

اعتکاف له پخوانيوعبادتونوځنې دى،چې د ابراهيم عليه السلام له زمانې راهيسې و او ښایې  له مخکې  هم معمول و

وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِّلنَّاسِ وَأَمْنًا وَاتَّخِذُواْ مِن مَّقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى وَعَهِدْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَن طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ [5] = او( دريادكړئ ) چې كله موږ د كعبې خونه خلكو ته د راغونډېدو مركز او د امن وامان ځاى وګرځاوه او  (د خاطرو د رايادولو لپاره مو وويل:) د ابراهيم له مقامه لمانځه ځى جوړ کړئ او موږ ابراهيم او اسماعيل ته امر وكړ، چې:(( زما كور طواف كوونكيو او څېله كېدونكيو او ركوع او سجده كوونكيو ته پاك او سوتره كړئ. ))

څښتن ‏تعالى د خپل گوند( حزب الله ) د غړيو د ځان جوړونې، د ايمان د پياوړتيا او ځواکمنۍ لپاره ځانګړي تشکيلاتي برنامې لري ،چې يو یې هم د خداى تعالى په خپل کور(جومات) کې څو ورځى پرله پسې پاتې کېدل دي .

اعتکاف د ځان جوړنې لنډه برنامه ده،چې مسلمان څو ورځې په جومات کې لمونځونه ادا کوي او روژې نيسي،له خپلې ميرمنې سره له يوځاى والي،د عطرو له کارونې،د دنياوي راکړې ورکړې ،ځانمنۍ ،شخړو او لانجو او همداراز حرامو کارونو څخه لرى وي ،چې په حقيقت کې اعتکاف د حج د برنامو يوه برخه هم ده، په حج کې انسان خپل ځان او تاريخ پيژنې ،خپل فطري موجوديت ته رجوع کوي او ټولوهغو مادي عواملو ته شا کوي ،چې انسان یې  له خپل فطري بهيرځنې کوږ کړى وي او په حقيقت کې اعتکاف هم دهمدغسې روزنى لپاره لازم چاپېریال دى؛نو په رښتيا،چې ‏پېغمبراکرم صلى الله عليه و آله وسلم وايي: :(( د رمضان دمياشتې د وروستيو لسو ورځو اعتکاف له دووحجونو او دووعمرو سره برابر دى .))

د انقلاب ،جهاد او الهى سياست پېغمبر(صلى الله عليه واله وسلم ) به هرکال د رمضان په وروستى لسيزه کې اعتکاف کاوه؛خو يوځل ترى د بدر د غزا له امله پاتى شو؛خو بل کال یې دهغه د جبران لپاره شل ورځې اعتکاف وکړ.

 

[1] (بقره/۱۸۳)

[2] (احزاب/۳۵)

[3] (بقره/۱۸۳)

[4] (بقره/۱۸۷)

[5] (بقره/۱۲۵)

×
  • دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط اندیال در وب سایت منتشر خواهد شد
  • پیام هایی که حاوی تهمت یا افترا باشد منتشر نخواهد شد.
  • لطفا از تایپ فینگلیش بپرهیزید. در غیر اینصورت دیدگاه شما منتشر نخواهد شد.
  • ارسال دیدگاه برای این مطلب مقدور نمی باشد!