تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه     مشرتابه او انسان سازۍ کې د نبوي سيرت ونډه     ليکوال: شيخ سالم الصفار       شپږم څپرکى   سيره او اقتصادي  وده   “کارل مارکس” د اسلام د پېغمبر په اړه  وايي: ((دا پېغمبر،چې  په خپل  رسالت يې  د پوهې،رڼا او […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 

 

مشرتابه او انسان سازۍ

کې

د نبوي سيرت ونډه

 

 

ليکوال: شيخ سالم الصفار    

 

شپږم څپرکى

 

سيره او اقتصادي  وده

 

“کارل مارکس” د اسلام د پېغمبر په اړه  وايي:

((دا پېغمبر،چې  په خپل  رسالت يې  د پوهې،رڼا او معرفت زمانه  پيل کړه؛نو  پکار ده ويناوې او کړه وړه يې  په  علمي  توګه  تدوين  شي.هغه  له خپلو ښوونو سره  دنده درلوده،چې هغه بې عقله مطالب، وهمونه  او خرافات له  منځه يوسي، چې  ناپوهو  دوستانو او  پوهو  دښمنانو پر تېرو اديانو ورزيات  کړي  وو.))

 ( وګورئ: راس المال (کاپيټال) ؛47_48 مخونه )

 

((هغه شريعت چې “محمد” راووړ،د هغې چينې مثال لري،چې د پلټونکيو اړتياوو ته يې ځواب ورکاوه. دداسې ټولنې بنسټ يې کېښود،چې هر چا به د ضوابطو له مخې،له بيت الماله خپله برخه اخسته او دين يې له بشريت سره ستره مرسته وه ))

 ( المقتطف مجله، مصر چاپ، 1872 ز ګڼې )

 

کمونزم او پانګوالۍ ته لنډه کتنه

دا چې “سوسيالزم” او “کمونزم” ژر ماتې وخوړه او نن په پانګوالي ټولنه کې د ماتې درز راغلى؛دليل  يې ظلم  او  د بشر  له  فطري  اړتياوو سره يې نه سمون وو؛ځکه لومړۍ  ډلې د ظلم  او وينې تويونې له لارې غوښتل،خپل  ښوونځى  پر خلکو وتپي او د پاټکيو له منځه وړو په دروغجن شعار يې د “ګوندي واکمنو” او په هغوى پورې له اړوندو يې نوې طبقه  رامنځ  ته  کړه او عمومي مالونه يې لوټ کړل. هغوى انسان او ازادي يې،د عمومي مالکيت له امله، تر پښو لاندې کړل او په زور يې پرخلکو د اوتو بوتو نظريات  وتپل.

“پانګوالۍ” هم د “ډيموکراسۍ” له  شعار سره ميدان ته راودانګل؛خو په  عمل  کې يې بې له  جګړې،ښکېلاک او د هېوادو د ملي شتمنيو له لوټ او د ښکېلاکګرانو د سوداګړيزو توکيو له پلورلو بله هېڅ پايله  نه درلوده.

 د پانګوالۍ تئوريسن “نانوفردي” بې قيد و شرط مالکيت روا وباله او ملي شتمنۍ يې د پانګوالو په واک کې کړې.

 دوى وايي:((د خلکو د ورځ پر ورځ زياتېدونکي فقر علت دادى، چې د نړۍ شتمنۍ محدودې او د بشر غوښتنې نامحدودې او ورځ پر ورځ مخ په زياتېدو دي،چې شته منابع نه شي کړاى،د انسان ټولې اړتياوې پوره کړي؛نو د همدې لږو سرچينو د لاس ته راوړو لپاره شخړه رامنځ ته کېږي او ستونزې هم ور‌ځ پر ورځ  زياتېږي.))

 هغوى په دې استدلال د کمزوريو ملتونو زبېښناک ته مخوي (توجيه کوي) او کمزوري ملتونه بېوزله او نهيلي ساتي.

حقيقت خو دادى،چې پانګوال ان خپلو ملتونو ته هم دروغ وايي او د خپلو سيالانو په له منځه وړو او ګواښ سره د حکومتو پر سياستو اغېز کوي،چې دا لالهاندي يې له اسلامه د لرېتوب او ورسره د دښمنۍ پايله ده  او همدا دښمني ددې  لامل  شوې،چې اسلامي اقتصاد له  مخې لرې شي او نوى  جاهليت رامنځ ته شي.

 (د لا پوهېدو لپاره د شهيد”باقر صدر” د ((الاسلام يقود الحيات)) او ((اقتصادنا)) آثار ولولئ )

 

اقتصادي پراختيا ته د رسېدو لپاره

 د  پېغمبر اکرم  کړلارې

پېغمبر اکرم په دنيا او اخرت کې د انسان  سوکالۍ  ته د  روغ رمټ اقتصاد بنسټ کېښود او د اقتصادي ستونزو هواري ته يې  پر دوو اصلونو  ډډه وکړه: ورورولي او بېلګه سازي .

د ورورولۍ له تړونه مراد دادى،چې له يو بل سره مينه رامنځ ته شي او وروڼه د يو بل د ستونزو په هواري کې مرسته وکړي،چې په مدينه کې د پېغمبر اکرم لومړى ګام همدا و.د رسول اکرم دا کړلار د انساني اړيکو تر ټولو غوره ډاډمن چار و،چې د ټولنې د روغ رمټ ساتنې لامل و او په زړونو کې يې الفت پيدا کړ او پردې سربېره، اسلام، اسلامي امت، تقوا،صالح عمل،  بښنې، عدالت، مرستې، پر ژمنې وفا،امانتوالۍ او “پر نېکيو امر او له بديو منع” ته را بلل او په راکړه ورکړه کې يې له ډنډې وهلو ژغوره او د زکوة،خمس،ډول ډول خيراتونو،کفارو او پر مسلمانانو د فرضي نفقو له لارې يې د شتمنو په لاس کې د شتمنۍ له زېرمه کېدو او د بېوزلو د بېچاره کېدو مخنيوى کړى دى. په دې اړه  د خداى استازى وايي:

(( په دوستۍ،شفقت او مهربانۍ کې د مؤمنانو مثالونه د انسان د بدن په څېر دى، چې که يو غړى ناروغ وي؛نو ټول بدن  ورسره  ناروغ وي.))

بې ‌بېلګې ورورولي بې ماڼو بېړۍ ته ورته ده او د بېلګې شتون د ټولنيزو او اقتصادي ستونزو هواري ته اړينه ده،چې ځمکه پرې اباده شي او له کانو غوره ګټه واخستل شي. شک نشته چې د اقتصادي ستونزو هواري او د اقتصادي برنامو تدوين ته د رسول اکرم کړلارې تر ټولو غوره بېلګه  دي. هغه  مبارک  دا دنده په بشري ځواک او امکاناتو ترسره کړه؛نه په اعجاز؛ځکه معجزې يې د نبوت ثابتولو ته کارولې او د ښو اخلاقو،زغم،د احکامو په پلي کولو،اقتصادي او ټولنيزو برنامو کې يې د ستر انسان په څېر  عمل  کاوه.

 رسول اکرم اقتصادي ستونزې د انسانانو د ايماني او اخلاقي کمزورۍ زېږنده بلله. هماغه څښتن ،چې انسان يې پيدا کړ؛نو د خپل ذات او صفاتو د اثبات لپاره يې د هستۍ ټول منابع او امکانات د انسان په واک کې کړل او اړتياوې يې ورپوره کړې؛ خو انسان په ظلم او له الهي رسولانو سره د مخالفت له لارې او له خپلو بې لارې کوونکيو ځاني غوښتنو په لاروۍ،هغه فرصتونه له منځه يووړل،چې څښتن ورکړي وو.په دې اړه   قرآن کريم وايي:

 (( او په رښتيا چې انسان ډېر ظالم او ناشکره دى )) (111) ددې آيت په رڼا کې، ظلم او ناشکري،د انساني ټولنو د اقتصادي ستونزو بنسټيز لامل دى؛ځکه چې ظلم او بې عدالتي د شتمنۍ د ناوړه وېش لاملونه دي او ناشکري هم له طبيعي سرچينو د ناوړه ګټنې  لامل دى.

پېغمبر اکرم ددې دوو ستونزمنو ځانګړنو درملنې ته،داسې اقتصادي ګام پورته کړ،چې د ظالمو او سودخورو په لاسو کې  يې د شتمنۍ د زېرمه کېدو مخه ونيوه او د ظلم او بې عدالتۍ د ريښـو د پرېکولو په موخه يې له ظالمانو سره په مبارزه لاس پورې کړ او توليد ته يې يو لړ احکام وضع کړل،چې د سستۍ،لټۍ او ناشکرۍ مخنيوى يې وکړ او همداسې د توليد د هڅونې او له طبيعته د ګټنې  په موخه يې دا حکم وکړ: (( چا چې شاړه ځمکه اباده کړه؛ نو د هغه به وي )) او “حيازت” او “تحجير” يې د مالکيت اسباب کړل .

پام وکړئ :

حيازت؛يعنې د يو شي لاس  ته راوړل  يا تصرف؛ لکه له ځنګله مېوه راشکول  او له اوبو  د کبانو نيول .

تحجير؛يعنې په بې خاونده ځمکه کې د تيږو بارې (چمبر) جوړول يا په نښه کول.

البته که څوک له ځمکې په ګټنه کې لټي وکړي او بې کښته يې پرېږدي؛نو اسلامي واکمن حق لري ځمکه  ترې  بېرته  واخلي.

 

د اسلامي اقتصاد سترې ځانګړنې

د قرآن کريم او نبوي سنتو د احکامو تر څېړلو وروسته او په اسلامي  فقه کې د طبيعي سرچينو او عمومي شتمنۍ په احکامو کې تر تدبر وروسته،ددې دين اقتصادي مباحثو ته څلور لاندې سرټکي  لاس ته راوړو:

١_د طبيعي سرچينو لومړنۍ وېش.

 2_ توليد او د توليد شويو موادو څرنګه  توزيع ،چې په دې برخه کې له توليد او په اسلامي اقتصاد کې د ارزښت په اړه  يې خبرې لرو.

  3_ په شتمنيو کې تصرف او په دې باب د لاندې مسئلو  په اړه کړېږو.

 الف _سوداګري او ترې ګټه .

 ب _ د  ژوندنيو اړتياوو لپاره  د شتمنۍ لګول.

 4_ د دولت عمومي دندې.

 

د طبيعي سرچينو لومړنۍ وېش

طبيعي  شتمنۍ پر دوو غټو  برخو  وېشل  کېږي :

الف _د شتمنۍ طبيعي سرچينې؛لکه ځمکه، کانونه، سمندرونه، غرونه  او چينې.

 ب_نورې طبيعي شتمنۍ،چې په ځمکه کې خپرې ورې دي؛لکه راز راز څاروي، ونې،بوټي،تيږې او…..چې حيازت او تصرف يې اقتصادي چار دى.

 د رسول اکرم يوه ستره موخه دا وه،چې انسان ته سمه لار وښيي او په خصوصي مالکيت کې يې نيت پاک کړي او د ټولنې له عمومي ښېګړو سره سمون ورکړي؛نو ځکه يې وګړيو ته د طبيعي سرچينو د مالکيت اجازه نه ورکوله؛بلکې عمومي يا دولتي زېرمې يې  ګڼلې،چې چا پکې  په  ګټنه کې  پر بل امتياز نه درلود.

د اوبو د سرچينو،د ځنګلو د لرګيو،د غرونو د قيمتي کاڼو او د ځناورو ښکار، زياتره وخت د احتکار لاملېږي  او  په  اقتصادي کار کې نه شمېرل کېږي؛لکه څنګه چې د “حمى” له لارې د طبيعي شتمنيو پر سرچينو، د وګړيو ځانګړى حق روا نه دى.

 [((حمى))؛يعنې په زور د طبيعي سرچينو(لکه غونډۍ او ځنګلونو) تصرف،چې نور ګټې  ته  پرې نه ږدي.]

د شهيد”محمد باقر صدر” د((الاسلام يقود الحياة)) په79 مخ  کې راغلي: پېغمبر اکرم د ((حمى)) اصل له اسلامي  ټولنې لرې کړ او و يي ويل: ((حمى په  خداى او په  استازي پورې يې ځانګړى دى او نور څوک يې حق نه لري))؛ځکه ((حمى)) د “حيازت” احتکاري بڼه ده او د طبيعي سرچينو “حيازت” د “احتکار” يو ډول دى؛نه اقتصادي چار.

 اسلام وګړيو ته يوازې ((احيا)) د حق د پيداېښت لامل ګڼي؛ځکه احيا د احتکار پر خلاف اقتصادي چار دى او څوک چې دښته اباده او خړوب کړي؛نو ځمکه يې احيا کړې او ګټې ته يې چمتو کړې ده.

 که ژوندي کوونکي څه موده وروسته دا چار پرېږدي؛نو ځمکه شاړېږي او نښې يې له منځه ځي او بيا له وګړي،پر ځمکه د کار او د ګټنې اجازه اخستل  کېږي.

تحجير،چې مخکې  مو هم ورته اشاره وکړه،په بې خاونده ځمکه کې د تيږو (چمبر) څلور دېوالۍ ته ويل کېږي او هله ددې کار کوونکي ته د حق د رامنځ ته کېدو لامل ګرځي، چې پکې  د احيا چارې پيل کړي.

 پېغمبر اکرم “حتکار” حرام کړ او پر “محتکر” يې لعنت ووايه او د غله يا هغه په څېر يې وګاڼه،چې پر خداى ايمان نه لري او و يې ويل: ((د خداى د کتاب له مخې،هغه د ملحد په څېر دى،چې زموږ د مسلمانانو په  بازار کې احتکار کو ي)) (112) څوک  چې  مال  د ګرانېدو لپاره 40 ورځې احتکار کړي؛خداى ترې  بېزار دى )) (113)

 خوراکي توکي لېږند مواد دي  او که لېږنده شتمني  بې له زياره او يا شرعي لارو، بې له کارولو،د چا په واک کې شي؛نو يوازې حيازت يې د مالکيت اثبات  ته  کافي نه دى او  هغه به له عمومي مباحاتو او شتمنيو وي.

 

توليد او وېش

اسلام توليد،وده او ډېروالى ددې خبرې په پامنيوي يې ستايي،چې انسان پر ځمکه د خداى ځايناستى ګڼي؛نو هغه توليد مجاز ګڼي،چې له دې مقام سره په ټکر کې نه وي،چې په همدې ځاى کې له نورو مادي ښوونځيو سره ستر اختلاف لري.

د پانګوالۍ موخه د توليد وده ده؛خو د اسلام موخه د شتمنۍ راټولول نه دي؛بلکې  شتنمي د خلکو د سوکالۍ،د ټولنيز عدالت پلي کولو او توحيدي ټولنې د جوړولو لپاره  غواړي.

 په دې اړه   د اسلام  او  نورو  ښوونځيو  توپېر په  دې کې  دى:

١_د اسلام له نظره لازم دي،چې د توليد بڼې او ترې لاس ته راغلې ټولنيزې اړيکې ېې  له انساني کرامت،طبيعي حقوقو او مانيزو ارزښتونو سره اړخ ولګوي؛نو ځکه په اسلام کې له ښځو او ماشومانو،په کمه بيه کار اخستل روا نه دي، چې په پانګواله ټولنه کې دود دى او پر ټولنه منفي اغېز لري .

٢_ په اسلامي اقتصاد کې،د پانګوالۍ پر خلاف،توليد يوازې د بازار د غوښتنې تابع  نه دى؛بلکې هڅه کېږي،د خلکو ژوندنۍ اړتياوې،په پراخه کچه توليد شي او په دې اړه  د بازار غوښتنې او شرايطو ته  پام نه لري.

 پېغمبر اکرم وويل:(( سوداګرو! سر مو را پورته کړئ ! لار مو روښانه ده، تاسې  ټول  به د  قيامت  پر ورځ  فاسق  او خاين راپاڅېږئ؛خو هغوى چې په سوداګړي کې يې رښتينولي جامه  کړې  وي.))(114)

اسلامي اقتصاد،د بډايانو د هوساينې لپاره د سينګاري توکيو توليد ته تندى نه ورکوي او نه يې ښه ايسي؛خو پانګوالي يې په توليد لاس پورې کوي،چې له اسراف کوونکيو ګټه او د حياتي توکيو له توليده لاس واخلي .

 د خداى استازي وويل:((خداى تعالى بندګان لري،چې نعمت يې وربښلى او تر هغه،چې دوى بخشش لري؛نو نعمت يې په لاسو کې وي او چې بخيلان شي؛نو نعمت به ترې واخستل شي او نورو ته به ورکړ شي.))(115)

 3_ کله په پانګوالې نړۍ کې،د يو مال د زياتېدو او کړکېچ د پېښېدو پر مهال،يا د مال توليد په ټپه دروي او يا يې له منځه  وړي،چې بيه په مناسبه کچه کې پاتې شي.

 [ژباړن:د امريکامتحدايالات په نړۍ کې د غنمو د مناسبې بيې ساتلو ته د کال  ډېر غنم سمندر ته ورغورځوي،حال دا چې په نړۍ کې ډېر انسانان ان يو کپ ډوډۍ هم نه لري؛نو چېرته دي د بشر حقوق او شعاورنه يې !)

 خو په اسلامي اقتصاد کې د توليد او لګښت ترمنځ دومره واټن نه شته او اسلام کوښښ کوي د توليدوونکيو او لګوونکيو ترمنځ واټن لږ کړي. لنډه دا چې په  اسلام  کې  توليد بايد د انسان  په  چوپړ کې وي؛ نه انسان  د توليد په  چوپړ کې.

 

مبادله او لګښت

مبادله د مال د پيداينې وسيله  نه ده؛بلکې له يو بل سره يې بدلول دي.په بله وينا: مبادله وګړي ته نوې پانګه نه راوړي؛بلکې د خپل توليد يوه برخه د نورو له توليداتو سره بدلوي او خپلې اړتياوې پوره کوي.

 پخوا چې د توکيو بدلول،بې له پېسو ترسره کېدل؛ درې لاندې ځانګړنې يې درلودې:

  1_ د پيداينې او لګښت ترمنځ  واټن نه و.

 2_ د توکيو لر مهاله زېرمول شوني نه وو.

 ٣_د مبادلې چار د خلکو کسب  نه و.

دا هر څه د پېسې له پيداېښت سره له منځه ولاړل؛ځکه په دې نويو شرايطو کې توليدوونکي کړاى شي،خپل توکي نغد وپلوري او د خپلو لګښتي توکيو اخستنه وځنډوي او همدا مسئله د توليد او لګښت ترمنځ  واټن رامنځ ته کوي.

 پردې سربېره،چې د پېسې ارزښت په زېرمولو کمېږي او له امله يې پېسه د شتمنۍ د راټولېدو او احتکار لامل ګرځي او څوک چې په پوره اندازه نغدې ولري؛کړاى شي په پوره اندازه توکي واخلي او تر څه مودې وروسته يې په احتکاري بيه وپلوري.

 د پورتنيو درېو ځانګړنو په له منځه تګ سره ((سوده)) رامنځ ته شو او د ټولنې روغتيا،پوهاوى او ټولنيز انډول يې له خطر سره مخ کړ او اقتصاد يې له طبيعي لارې اړولى دى.

 اسلامي اقتصاد په خپلو ثابتو او متحرکو عناصرو او په  هره شونې وسيله د بې لاريو د جبران او سمون په هڅه کې دى؛نو ځکه يې ربا،سود او بانکي راکړې ورکړې، په پرېکنده توګه حرام کړي؛ځکه د سود ګټه د پيسې د احتکار پايله  ده؛نه  د کار مزدورۍ.

ډېرى بانکونه د ((رنسانس)) په وخت کې،چې د اروپايي دولتو د کمزورۍ زمانه وه، يهودي صرافانو جوړ کړل او لومړى بانک د رنسانس له علمي فرهنګي خوځښت 300 کاله مخکې؛يعنې پر 1170 ز کال د ايټاليا د “ژېنو” په ښار کې جوړ شو او بل  د هماغه  هېواد د ((ونيز)) په ښار کې جوړ شو. د‌ا بانکونه د نړۍ د اقتصاد په  بېلابېلو اړخونو کې ننووتي او د ربا پر بنسټ منځ  ته راغلي،چې د اسلام او ان  د يهودي دين  له  نظره هم حرام دي او مسيحيانو هم د رنسانس له دورې مخکې حرام ګڼل.

“عقاد” په ((حقايق الاسلام)) کې ليکي: “لوتر” او لارويانو يې د سود په مخنيوي کې ټينګه مبارزه کوله او”ولتر” په دې اړه يوه رساله هم کښلې.”هنري کوستون” د (( پانګوال څرنګه پر نړۍ واکمني کوي او د دوزخ پر لور يې بيايي))کې،چې پر 1955ز کال چاپ شوى، د بانکونو په اړه   وايي: ((نړيوالې جګړې ددې موسسو ( بانکونو ) يوه  پايله  وه.))

(وګورئ :”محمد عبدالمنعم خفاجي”؛ الاقتصاد الا سلامي.)

د اسلام له نظره،شتمني بايد د ټولنې د ودې او سوکالۍ په چوپړ  کې  وي؛نو ځکه د شتمنۍ ګرځېدل راګرځېدل او مبادله يې واجب کړې او د نغدو او سرو او سپينو زېرمول يې حرام کړي دي؛ځکه د اقتصادي هڅو او بازار د بندېدو او ويجاړېدو لامل ګرځي او خداى تعالى هم په دې اړه  په قرآن کې ويلي دي: ((او هغوى ته د يو دردوونکي عذاب وعده ورکړه،چې سره او سپين د يو بل له پاسه زېرموي او د خداى په لار کې  يې نه لګوي….)) ( 116)

ددې سخت ګېرۍ لامل دادى،چې داسې کسانو ته  اجازه نه ورکوي هغه  شتمني، چې د نړۍ خالق د انسانيت او د خلکو ښېګړو ته پيدا کړې او بايد په روا چارو او انساني اړيکو کې ترې کار واخستل شي؛نو دې  په خپله  او نور يې هم له ګټې بې برخې کوي.

 رسول اکرم پر سود خورو کړۍ راتنګه کړې وه او ويل يې: ((څوک چې سود وخوري؛نو خداى به يې د خوړلې سود هومره ګېډه د دوزخ له اوره ډکه کړي او که شتمني ترې زېرمه کړي؛نو خداى به يې يو عمل هم قبول نه کړي او تر هغه،چې يو قيراط ربا ورسره وي؛خداى او پرښتوې پرې لعنت وايي.)) (117)

امام صادق وپوښتل شو: ولې خداى ربا حرامه کړې ده؟ امام ځواب ورکړ: ((ځکه چې خلک د خير له چارو لاس وا نه خلي . ))(118)

اسلام؛سود،د خلکو د مال لوټول او غلا نامشروع  تصرف ګڼي او غواړي شتمني تر ټولو قيدونو او کړيو وژغوري او د خلکو په چوپړ کې يې کړي او خپل ټول احکام يې دې موخې ته تنظيم کړي،چې شتمني د خداى د بندګانو د سوکالۍ، سرښندنې، بښنې  او ځوانۍ لامل شي؛نه چې د خلکو د خوارۍ او پر مال يې د تېري  لامل.

 انګليسي “کينز”،الماني “شاخت” او له دوى دمخه “اسميت”،چې د لويديځ ستر اقتصاد پوهان وو،د سود خورو مؤسسو او د سود د پورونو پر خلاف جګړه اعلان کړې وه.

“کينز” تر هغه تړون وروسته چې له مخې يې امريکا،انګليس ته په سود پور ورکړ،په خواشينۍ  وويل:((د امريکا د سود د پور له امله راباندې راغلى درد به مې هېڅکله هېر نشي.)) (119)

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست