بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نبوي سيرت او د اسلام چټکه پراختيا ((فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى‏ اللّهِ[1]–خلكو ته د الهي رحمت ( په بركت)؛ نرم (او مهربان) شوى […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نبوي سيرت او د اسلام چټکه پراختيا

((فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى‏ اللّهِ[1]خلكو ته د الهي رحمت ( په بركت)؛ نرم (او مهربان) شوى يې او كه توند خويه او سخت زړى وې؛ نو خلك درځنې خپرېدل؛ نو له هغوى تېرشه او بښنه ورته وغواړه او په چاروكې ور سره مشوره وكړه؛ خو چې هوډ دې وکړ (؛نو پرېکنده وسه او) پر خداى توكل وكړه.))

د اسلام د زغردې پراختیا مسئله د تاریخ مهمه مسئله ده،چې د علتونو په هکله يې ویینه او خبرې کېږي .که څه مسیحت او تر څه بريده بودايي دین هم په نړۍ کې خپور شوی دی،په تېره  مسیحت،چې “بیت المقدس” يې ځانګو او ټاټوبی دی؛خو تر ختیځې نړۍ په لویدیځې کې ډېر خپور شوی دی؛لکه څنګه چې پوهېږو د امریکا او اروپا ډېری خلک مسیحیان دي او لکه چې په دې وروستیو کې مسیحیتوالی يې زیاتره نومیزه- اسمي بڼه لري،نه رسمي او واقعي؛خو بیا هم سیمه يې د مسیحیت په نامه یادېږي . د بودا دین هم په هند کې راوټوکېد؛خو له هنده بهر په “چین” او “جاپان” کې يې پراخوالی وموند،که څه په هند کې هم لارویان لري . د یهودو دین،قومي او توکمیزه دی او له یوه قوم او توکم بهر نه دى وتلى. د زرتشت دین هم تقریباً ځايي دین دی،چې په ایران کې راښکاره شو او ان و يې نه شو کړای، چې د ایران ټول خلک قانع کړي او په هر حال له ایرانه يې پښه بهر کېنښوه.که نن وینو،چې په هند کې زرتشتیان دي،چې د “هند د پارسیانو” په نامه یادېږي؛نو دوی هندوان نه؛بلکې ایرانیان دي،چې هند ته کډن شوي اوچې هلته ولاړل؛نو و يې نه کړاى شول،چې خپل دین خپور کړي .

اسلام له هغه اړخه د مسیحیت په شان دی،چې له خپلې ځمکې ووت او نو څنډې يې پرانستې . اسلام په عربي ټاپووزمه کې راښکاره شو او نن وینو،چې په اسیا،آفریقا،اروپا،امریکا او د نړۍ په بېلابېلو توکمونو کې لارویان لري او تر مسیحیانو يې شمېر ډېر دى،که څه مسیحیان هڅه کوي،چې دا شمېره لږه وښيي؛خو په دې اړه څېړنه شوې،چې تر مسیحانو يې شمېره ډېره ده. د پراختیا له اړخه په اسلام کې یوه ځانګړنه ده،چې په مسیحیت کې نشته او هغه د اسلام د ځغردې پراختیا مسئله ده . مسیحیت د مېږي په مزله پراختیا موندلې؛خو اسلام فوق العاده زغرده پراختیا موندلې ده، که هغه په عربستان کې وي او که ترې بهر؛ لکه په آسیا،آفریقا او نورو ځایونو کې.

اوس دا مسئله نوموتې-اوڅار ده،چې اسلام ولې په دې زغردۍ پراختیا ومونده . نامتو فرانسوی شاعر “لامارتین” وايي : که درې څیزونه په پام کې ونیسو؛نو څوک هم د اسلام پېغمبر ته نشي رسېدلای،چې یو يې د توکیزو-مادي وسایلو نشتوالی دی . یو سړی راښکاره کېږي او بلنه کوي،حال داچې هیڅ ځواک او واک نه لري،ان خپل نږدې کسان او کورنۍ يې دښمنېږي،په یوازې ځان راښکاره کېږي،هیڅ همکار او هملاسی نه لري،له ځانه يې پیلوي،مېرمن يې پرې ایمان راوړي،هغه ماشوم پرې ایمان راوړي،چې په کور کې يې دی او د تره زوى يې دی(حضرت علي (ک))،سوکه سوکه نور کسان هم ایمان راوړي او هغه هم پر خورا سختیو او کړاوونو کې . دویم د پرمختګ زغردوالی-سرعت یا د وخت عامل دی او دریم د موخې ستروالی – بزرګي يې ده. که د موخې اهمیت د وسایلو له نشتوالي او له هغه زغردتوب سره په پام کې ونیسو،چې د وسایلو په نشتوالي کې هغه موخې ته رسېدلی؛نو د “لامارتین” په وینا،چې رښتیا هم وايي، د اسلام پېغمبر په نړۍ کې سارى نه لري . که مسیحیت هم په نړۍ کې پرمختګ کړى؛نو د حضرت عیسی له رفع ( پورته عالم ته د حضرت عیسی ختل) څخه څو سوه کاله تېر شوي وو؛نو ایله بېله يې په نړۍ کې ځان ته ځای پیدا کړ .

د اسلام د زغردي پرمختګ د علتونو په هکله موږ د خپلې ویینې؛يعنې نبوي سیرې په تناسب خبرې کوو.

قرآن دا مطلب څرګند کړی او تاریخ هم همدا مطلب په څرګنده تاييدوي،چې له دې علتونو یو يې “نبوي سيرت” او د رسول اکرم طریقه؛ يعنې خوی،چلن او د رسول اکرم د بلنې او تبلیغ طریقه ده.که څه  په دې هکله نور علتونه هم شته . خپله قرآن،چې د رسول اکرم معجزه ده.بېشکه لومړی لامل د قرآن،ښکلا،ژورتیا،ولوله توب او جاذبه- راکښنه ده.د اسلام د نفوذ او پراختیا لومړی لامل په هر ځای کې خپله قرآن او د قرآن منځپانګه ده؛خو له قرآنه چې راتېر شو،د اسلام په پراختیا او نفوذ کې دویم لامل د رسول اکرم وګړه،خوی،سيرت،د مشرۍ او سمبالنې ډول دی . ان د رسول اکرم تر مرګ وروسته هم د آنحضرت د ژوند تاریخ؛يعنې سيرت يې،چې په تاریخ کې رانقل شوى؛نو خپله دا تاریخي سيرت هم د اسلام په پرمختګ کې ستر لامل دی .

((فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ )) خدای، رسول الله (ص) ته وايي: د الهي رحمت په برکت نرم او د الهي پېرزوینو په رڼا کې د مسلمانانو پر وړاندې نرم خوى لرې،نرمښت لرې،داسې روحیه دې ده،چې تل له مسلمانانو سره لویه سینه او ورسره غوره چلن کوې .(( وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ )) که دا خوى دې نه و او توند خویه وې؛نو مسلمانان درځنې خپرېدل؛يعنې د مسلمانانو په راماتېدنه کې دې اخلاق یو لامل دی .

دا ښيي،چې مشر،مدیر او هغه چې خلک اسلام ته رابلي،یو شرط يې دادی،چې په وګړیزو اخلاقو کې نرم وي . دلته باید لږه څرګندونه وکړم،چې په ذهنونو کې راټوکېدلې پوښتنې وځوابوي .

په وګړيزو چارو کې نرموالی او په آريزو چارو کې سختوالی

داچې وايو،رسول اکرم نرم خويه و او یو مشر دې نرم خويه وي،موخه يې داده،چې آنحضرت په وګړیزو چارو کې نرم خويه و؛نه په آريزو او ټولیزو چارو کې؛يعنې په اصولي او ټولیزو مسایلو کې يې سختوالی درلود او نرم نه و.یو وخت به چا له پېغمبراکرم سره ناوړه چلن کاوه،د ساري په ډول : رسول اکرم ته يې سپکې سپورې ویلې،دې مسئلې پخپله په  رسول الله (ص) پورې اړه درلوده. یو وخت به چا د اسلام قانون تر پښو لاندې کاوه،د ساري په ډول : غلا يې کوله . دا چې وايو، رسول الله (ص) نرم خويه و؛نو له دې موخه څه ده؟؛یعنې که چا شراب څښل؛نو آنحضرت ویل،چې مهمه نه ده،په کوړو يې مه وهئ،سزا مه ورکوﺉ؟ دا اوس په پېغمبر پورې اړه نه لري او د اسلام په قانون پورې اړه لري . که چا غلا کولای؛نو آنحضرت به ویل،چې مهمه نه ده او اړینه نه ده،چې سزا ورکړه شي؟

نه !  آنحضرت په وګړیزو او شخصي مسایلو کې نرم چلن درلود؛خو په ټولنیزو مسولیتونو او ژمنو کې يې تر وروستي بريده سختوالی درلود. د ساري په ډول : یو کس راغی او په کوڅه کې د آنحضرت مخې ته ودرېد،چې ته مې پوروړى يې او همدا اوس مې پور راکړه . آنحضرت وویل :لومړی خو زه ستا پوروړى نه یم او بېځایه ادعا کوې او دویم دا چې اوس پيسې نه لرم،اجازه راکړه،چې ولاړ شم . کس وویل : قدم به هم راڅخه هاخوا وانخلې (رسول اکرم غوښتل په لمانځه کې ګډون وکړي)همدا اوس مې پيسې راکړه. رسول اکرم،چې څومره نرمېده دا سړی لا سختېده،ان دا چې د  رسول الله (ص) ګرېوان ته يې لاس واچاوه او د رسول اکرم چپنه يې د هغه له اورمېږه تاوه کړه او راکشوي يې ،چې د آنحضرت ورمېږ سور تغمه شو.مسلمانانو وویل،چې رسول اکرم ولې ناوخته کړ،ويې لیدل،چې یو یهودی داسې ادعا لري . مسلمانانو غوښت دا یهودى ووهي؛خو آنحضرت وویل،نه! کار ورسره مه لرﺉ،زه پوهېږم،چې له دې انډیوال سره مې څه وکړم . آنحضرت دومره نرموالی وښود،چې همدې یهودي په همدې ځای کې له مخې سره کلمه تېره کړه (( اشهد ان لا اله الا الله و اشهد انک رسول الله (ص))) ورته يې وویل،ته له دې دومره ځواک سره سره دومره زغم لرې، دا زغم د یو عادي کس زغم نه دی؛بلکې پېغمبري زغم دی .

ظاهراً د مکې په سوبه کې د قریشو یوې شتمنې ښځې غلا کړې ده،د اسلام د قانون حکم دی،لاس دې يې پرې شي، چې دا پېښه څرګنده او جوته شوه او ښځې منښته وکړه،چې غلا مې کړې،په اړه يې باید حکم پلى شي. دلته سپارښتنې او منځګړتوبونه پیل شول،یو وویل : رسول الله (ص)! که شونې وي؛نو له سزا يې تېر شئ،د پلاني مېرمن ده،پوهېږې څومره دروند کس دی او یوه کورنۍ بې پته کېږي . پلار،ورور او نور راغلل،چې یوه درنه کورنۍ بې پته کېږي،څومره يې،چې ورته وویل؛خو رسول اکرم وویل :(( ناشونې ده،وايې د اسلام قانون وځنډوم؟! که همدا مېرمن بې څوکه وه او له شتمنې کورنۍ ځنې نه وه، تاسې ټولو به ویل،هو غله ده او سزا دې ورکړه شي،یو بېوزلی،چې د بېوزلۍ له امله غلا کوي،ورته دې سزا ورکړه شي او دا ښځه،چې د قریشو له شتمنې کورنۍ ځنې ده او په وینا مو یوه شتمنه کورنۍ بې پته کېږي؛نو سزا دې ور نه کړه شي؟ د خدای قانون ځنډېداى نشي.)) آنحضرت په دې اړه هیڅ ډول سپارښت او منځګړتوب ونه مانه .

نو رسول اکرم په اصولي مسایلو کې کله هم نرموالی ونښود،حال دا چې په وګړیزو مسایلو کې په فوق العاده ډول نرم او لوراند و او فوق العاده بښنه يې درلوده؛نو دا دې  یو له بل سره ګډ نشي.

خدای د آنحضرت په هکله وايي : (( فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ خلكو ته د الهي رحمت ( په بركت)؛ نرم (او مهربان) شوى يې او كه توند خويه او سخت زړى وې؛ نوخلك درځنې خپرېدل))

نرموالی،ورکماني او راماتونه هغه طریقه،لار،سبک او سول دی،چې اسلام يې په مشرۍ او سمبالنه- مدیریت کې خوښوي،نه دا چې بدبوړى او سخت وسې .

قرآن وايي : (( فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ )) د الهي پېرزوینې له مخې،له مسلمانانو سره دې شخصي او وګړیز چلن نرم دی؛ځکه دې مسلمانان رامات کړي دي او که توند خویه او د سخت زړه خاوند وې؛نو مسلمانان به درڅخه خپاره شوي ول . (( فَاعْفُ عَنْهُمْ )) له هغوی تېر شه (بښنه خپله نرمي ده). (( وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ)) او بښنه ورته وکړه،تېروتنه کوي او درته راځي،ورته دعا وکړه .

رسول اکرم له مسلمانانو سره څه هېښنده نرم اخلاق درلودل . مسلمانان له آنحضرت سره خورا مینه لري او پرې مین دي . د ېوې ښځې زوى وشو،په منډه يې آنحضرت ته راوست،چې په غوږ کې ورته اذان وکړي .  د بلې زوى یو کلن شو او آنحضرت ته يې راوست او و يې ويل :رسول الله (ص)! زړه مې غواړي دا زوی مې پخپل زنګون کېنوې او ورته وګورې ، چې مبارک شي،یا مې زوى ته دعا وکړې .رسول اکرم ورته ویل : ښه . د سني او شیعه په روایتونو کې راغلي،چې یو ماشوم  ان د رسول اکرم په غېږ کې تشې متیازې وکړې،موروپلار يې ورمنډې کړې،چې راوايېخلي؛خو آنحضرت وویل:((پرېږدﺉ،چې متیازې وکړي،داسې څه مه کوﺉ،چې ماشوم خپلې متیازې کول ودروي؛ځکه د ناروغۍ لامل ګرځي.)) ( او دا هغه مسئله ده،چې په طب او ارواپوهنه کې ثابته شوې،چې دا کار تېروتنه ده.موروپلار کله نا کله ماشوم په یو ځای کې کېنوي،چې تشې متیازې کوي،موروپلار،چې دا حالت ویني؛نو غوسه کېږي او ماشوم ناروغېږي،چې د عمر تر پایه ورسره وي؛ځکه د پرېشانۍ حالت پیدا کوي . د ماشوم له نظره متیازې کول یو طبیعي چار دی،چې بیا د موروپلار له سخت غبرګون سره مخېږي . طبیعت وايي،متیازې وکړه او موروپلار وايي مه يې کړه؛نو په پایله کې ماشوم اروايي پريشاني پیدا کوي .) رسول اکرم دومره نرم و.

سلا مشوره

((وشاورهم فی الامر)). دا هم د آنحضرت له نرمو اخلاقو ځنې و.قرآن وايي : پېغمبره! په چارو کې ورسره سلا مشوره کوه.

هېښنده ده ! هغه خو پېغمبر دی،سلا مشورې ته اړتیا نه لري . هغه مشر سلامشوره کوي،چې ورته اړتیا ولري . داچې د دې آر سټه يې نه وي ایښي،چې وروسته که هر څوک واکمن او شو،ووايي : زه تر نورو پورته یم او یوازې حکم وکړي او نور پرې عمل وکړي او سلامشوره څه مانا نه لري؛نو رسول اکرم سلامشوره کوله .که څه  سلا مشورې ته يې اړتیا نه درلوده؛خو آنحضرت به سلامشورې کولې؛ځکه چې نور يې زده کړي او دویم داچې سلا مشوره کول،خپلو هملارو او لارویانو ته شخصیت ورکول دي . هغه مشر،چې په یوازې ځان سلا مشوره کوي،ان که سل په سلو کې یقین هم ولري؛نو لاروي به يې څه فکر کوي؟ وايي به : جوتېږي،چې موږ د حکم اوزار يو،بې روحه او بې ساه اوزار؛خو چې کله دې له ځان سره په سلامشوره کې ګډ کړل؛نو دوی به وګړه ننګېري او په پایله کې به ښه لاروي کوي . ((وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ)) پېغمبره! تر هوډ کولو مخکې مشوره کوه او مشر،چې هوډ وکړ،هوډ يې باید غوڅ وي. تر هوډ وروسته یو وايي،که داسې وکړو؛نو څنګه به وي؟بل وايي :که هغسې وکړو؛نو څنګه به وي؟ باید وویل شي : نه! هوډ مو وکړ او کار پاى ته ورسېد. تر هوډ مخکې سلامشوره او تر هوډ وروسته غوڅوالی . داچې هوډ دې وکړ؛نو پر خدای توکل وکړه اوکار دې پیل کړه او له خدایه هم مرسته وغواړه .

دا ویینه مې،چې وکړه،د بلنې او تبلیغ په اړه وه،چې د بلنې او تبلیغ له اصولو یو يې نرموالی او له هر راز ځيګوالي،زور او کرکې ډډه ده.د مشرۍ او سمبالنې مسئله په نبوي سيرت کې خپلواکه مسئله ده،چې په دې ویینه به بیا رڼا واچو.

په بلنه او تبليغ کې له تاوتريخوالي ډډه کول

بلنه دې له تاوتريخوالي سره یو ځای نه وي، په بله وینا: بلنه او تبلیغ په زوره نه کېږي او په زور کلي نه کېږي. یوه مسئله ډېره پوښتل کېږي : ایا د اسلام بلنه اساساً په زور ده؟؛یعنې د اسلام د ایمان سټه زور دی؟ دا هغه څه دي،چې مسیحي کشیشانو ورته فوق العاده تبليغات کړي دي . په اسلام يې د  “تورې دین” نومولى دی؛يعنې هغه دین،چې یوازې توره کاروي . په دې کې اړنګ نشته چې اسلام د تورې دین دى،چې دا اسلام ته يو کمال دی او په اسلام کې نیمګړتیا نه ده؛خو هغوی چې دا خبره کوي”اسلام د تورې دین دی” غواړي ووايي : هغه اوزار،چې اسلام خپلې بلنې ته کاروي،توره ده . قرآن وايي : (( ادْعُ إِلَى‏ سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ[2]– د خپل پالونكي لوري ته دې په حكمت او غوره نصيحت بلنه وركړه او ورسره په غوره چلن  استدلال اوويينه وكړه .))

غواړي وښيي د اسلام حکم داسې و : (( ادع بالسیف)). اوس څوک نشته چې ووايي  قرآن ولې ویلي :(( ادْعُ إِلَى‏ سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ)) او په عمل کې هم پېغمبراکرم داسې و؟ ویینه اغږي او بیا وايي،چې اسلام يې په توره تبلیغاوه،ان دوی په ځینو کتابونو کې د آنحضرت سپکاوی هم کړی دی،یو کاټون رسموي،چې په یو لاس کې يې توره او په بل کې يې قرآن دی او د سړي پر سر ولاړ دی،چې یا به په دې قرآن ایمان راوړې یا دې سر پرېکوم . کشیشانو دا کانې ډېرې کړي دي .

د حضرت خديجې مال او د حضرت علي (ک) توره

دا هم درته ووایم،کله نا کله موږ مسلمانان هم ځینې خبرې کوو،چې نه له تاریخ سره اړخ لګوي او نه له قرآن سره؛بلکې د دښمنانو له خبرو سره يې لګوي؛لکه چې ځینې وايي،اسلام په دوو څیزونو پرمختګ وکړ: د حضرت خدیجې په مال او د حضرت علي (ک) په توره.

که یو دین په زر او زور مخکې ولاړ شي؛نو دا به څه دین وي؟!د قرآن په یو ځای کې راغلي،چې د اسلام دین په زر او زور مخکې ولاړ؟ حضرت علي (ک) په کوم ځای کې ويلي،چې د اسلام دین په زر او زور مخکې تللى دی؟!

په دې کې اړنګ نشته چې د حضرت خدیجې مال د مسلمانانو په کار راغى؛خو د حضرت خدیجې مال د اسلام په بلنه کې ولګېد؛يعنې حضرت خدیجې ډېرې پيسې درلودې او خلکو ته يې ورکولې،چې راځه مسلمان شه؟! په تاریخ کې داسې څه تر سترګو کېږي؟! یا نه په هغو شرایطو کې،چې مسلمانان او رسول اکرم په ډېرې سختۍ کې ول او حضرت خدیجې خپل مال آنحضرت ته ورکړ؛خو نه ددې لپاره،چې– العیاذبا لله- رسول اکرم چا ته بډې ورکړي او تاریخ کله هم داسې څه نه دي ښوولي. دا مال دومره نه و، هغه مهال شتمني دومره ډېرېداى نه شوه. د حضرت خدیجې شتمني سیمې په پرتله زیاته وه .

نو که د حضرت خدیجې مال نه وای،ښايي بېوزلۍ به مسلمانان له منځه وړي ول . د حضرت خدیجې مال خدمت وکړ؛خو نه د بډې ورکولو خدمت،چې د پیسو په ورکولو يې څوک مسلمانان کړي وي؛بلکې خدمت په دې مانا دی،چې وږي مسلمانان يې وژغورل او د حضرت خدیجې په پېسو يې وکړای شول  د سختۍ مخه ونيسي .

بېشکه د حضرت علي (ک) تورې اسلام ته خدمت وکړ او که د حضرت علي (ک) توره نه وای؛نو د اسلام برخلیک به بل شان و؛خو نه دا چې حضرت علي (ک) د هر چا پر سر توره ایښې ،چې یا مسلمان شه  که نه سر درنه بېلوم؛بلکې په هغو شرایطو کې و،چې د دښمن تورې د اسلام جرړې راایستلې؛نو ځکه حضرت علي (ک) يې مخې ته ودرېد. د بدر،احد او خندق په جګړو کې د حضرت علي (ک) توره همدې موخې ته کارول شوې ده.د خندق په جګړه کې مسلمانان د قریشو د کفارو او هملاسو ټبرونو لخوا راایسارېږي . مدینه د لس زریزه وسلوالو له خوا محاصره کېږي،مسلمانان په سختو ټولن وټیزو شرایطو کې راګېرېږي او ظاهراً مسلمانانو ته د هیلې کومه لار نشته . عمرو بن عبدو (د هغه وخت نامتو پهلوان) له کندې را اوړي،چې مسلمانانو له ځانه ګردچاپېره ایستې وه. که څه  دا کنده د ټولې مدینې تر شاوخوا نه وه؛ځکه د مدینې شاوخوا ته ډېر غرونه دي او کندې ویستنې ته پکې اړتیا نشته. دا کنده يې د مدینې په شمال کې وایس ته چې د اُحد پر لار وه او کفار پر همدې لار راتلل . “عمرو بن عبدو” له څو تنو سره له دې کندې را اوړي او د مسلمانانو مخې ته درېږي او جګړیال غواړي،په مسلمانانو کې یو هم زړه نه کوي،چې ورمخې ته شي؛ځکه پوهېدل که ورمخې ته شي؛نو وبه وژل شي،چې ویشت کلن علي پورته کېږي او وايي : رسول الله (ص)! اجازه راکړه. آنحضرت وویل : کېنه . رسول اکرم غوښتل پر ټولو اصحابو غاړه خلاصه کړي .

 عمرو بن عبدو بیا جګړیال وغوښت . یو يې هم ځواب ور نه کړ؛ځکه عمرو غښتلى پهلوان و.حضرت علي (ک) بیا پورته شو او ويې ویل : رسول الله (ص)! اجازه راکړه . آنحضرت ورته وویل : کېنه . په درېم او څلورم ځل عمرو یو شعر ووایه،چې ان د مسلمانانو هډوکي يې وسوځول او ټول يې ښه خپه کړل،داسې يې وویل : په دې نور ستړی شوم،چې جګړیال غواړم . دلته یو سړی هم نشته؟! مسلمانانو!،چې ادعا کوﺉ،ستاسې مړي جنت ته او زموږ به دوزخ ته ځي،یو دې درکې راپیدا شي را دې شي او ودې يې وژني او دوزخ ته دې يې ولېږي او یا دې مړ شي،چې جنت ته ولاړ شي . حضرت علي (ک) راپاڅېد. په دې وخت کې رسول اکرم وویل : ټول اسلام له ټول کفر سره مخ شو. حضرت علي (ک)،عمرو بن عبدو وژني او اسلام ژغوري .

نو چې وايو،که د حضرت علي (ک) توره نه واي؛نو اسلام به هم نه و،مانا يې دا نه ده،چې حضرت علي (ک) راغى او په زور يې خلک مسلمانان کړل؛بلکې مانا يې دا ده،که د اسلام په دفاع کې د آنحضرت توره نه وای؛نو دښمن به د اسلام جرړه راایستې وه .

له توحيده دفاع

اسلام د تورې دین دی؛خو که د مسلمانانو ځان،مال،ځمکه او یا توحید په خطر کې وي؛نو توره ترې تل دفاع ته چمتو ده. علامه طباطبايي د المیزان په تفسیر کې د بقرې سورت د قتال په آیت کې او هم په ((لاَ إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَد تَّبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ[3]= کې آيت په دې اړه اوچته ویینه کړې ده .

هو! اسلام یو مطلب يوازې د بشریت ګڼي او هغه داچې په کوم ځای کې،چې توحید ته ګواښ وي؛نو اسلام توحید ژغورنې ته هڅه کوي؛ځکه توحید تر ټولو دروند انساني حقیقت دی . هغوی چې د آزادۍ په هکله ویینه کوي،نه پوهېږي توحید لږ تر لږه د آزادۍ په بريد کې دی،چې په غوڅ ډول ترې پورته هم دی . که څوک له ځانه دفاع وکړي،دا دفاع سمه مني که غلطه؟که ځان مو وګواښل شي؛نو ویاست،څه چې کوي، و دې يې کړي،زه دې زور و نه کاروم،پرېږده،چې مړ مې کړي؟ نه! وایو،که د چا په ناموس یرغل وشو؛نو باید دفاع ترې وکړي،که د چا په خاوره تېری وشو،دفاع ترې باید وکړي . تردې ځایه څوک ویینه نه لري . وایو :که د مظلومو پر ځان،مال او خاوره تېری وشي؛نو له مظلومه په دفاع کې د درېمګړي ګډون سم چار دی که نه؟ دا کار نه یوازې سم دی؛بلکې ترې پورته هم دی؛ځکه انسان که له خپلې آزادۍ دفاع وکړي،له ځانه يې دفاع کړې ده او که د بل له آزادۍ دفاع وکړي؛نو له هغې آزادۍ يې دفاع کړې،چې ډېره سپېڅلې ده. که څوک د علم په دفاع کې وجنګېږي؛نو څنګه ده؟ که د سولې ژغورنې ته وجنګېږي؛نو څنګه ده؟ نو دا هم همدا شان ده.

توحید هغه حقیقت دی،چې زما او ستا نه؛بلکې د بشریت دی .توحید د انسان د فطرت يوه برخه ده او کله هم بشری فکر هغه د توحید پر ضد نه راپاڅوي؛بلکې بل عامل پکې ښکېل دی؛خو که په کوم ځای کې توحید تر ګواښ لاندې راشي؛نو اسلام يې ژغورنې ته راپورته کېږي؛خو دا په دې مانا نه ده،چې توحید په زوره د خلکو زړونو ته ننباسي؛بلکې اسلام هغه عوامل له منځه وړي،چې د توحید د منځه وړنې لاملېږي .دا عوامل،چې له منځه ولاړل، د انسان فطرت د توحید لوري ته راماتېږي . د ساري په ډول : تقلیدونه،هڅونې،بوتخانې او نور څیزونه باید له منځه ولاړ شي،چې شتون يې ددې لاملېږي،چې انسان اصلاً د توحید په هکله فکر و نه کړي،چې د خلکو فکر آزاد شي او د قرآن په تعبیر،چې د حضرت ابراهیم په هکله وايي :

پر هغه ورځ،چې خلک له ښاره ووتل او ښار  تش شو او په بوتخانو کې هم څوک نه ول؛نو ابراهیم (ع) هم ټول بوتان مات کړل او تبر يې د لوی بوت په غاړه کې راځوړند کړ. د شپې،چې خلک راستانه شول،و يې لیدل،چې ټول بوتان مات دي او یوازې غټ بوت پاتې دی،چې تبر يې پر غاړه دی . په ظاهر خو داسې ښکاري،چې دا لوی بوت راغلی او دا نور ټول بوتان يې مات کړي؛خو د بشر فطرت يې نه مني. دا کار چا کړی؟[ قَالُوا سَمِعْنَا فَتًى يَذْكُرُهُمْ يُقَالُ لَهُ إِبْرَاهِيمُ[4](ځينو) وويل : (( موږ له يوه زلمي د بوتانو (د مخالفت په اړه) خبره اورېدلې وه، چې ابراهيم يې بولي .))] په حضرت ابراهیم پسې ځي.[ قَالُوا أَأَنتَ فَعَلْتَ هَذَا بِآلِهَتِنَا يَا إِبْرَاهِيمُ[5]-(ابراهيم يې چې راووست؛نو) ويي ويل: (( ابراهيمه ! تا زموږ له خدايانوسره دا كار كړى دى ؟))] [قَالَ بَلْ فَعَلَهُ كَبِيرُهُمْ هَذَا فَاسْأَلُوهُمْ إِن كَانُوا يَنطِقُونَ[6]=(ابراهيم) وويل : ((بلكې دا كار به دې لوى بوت كړى وي؛نوكه خبرې كړاى شي،پوښتنه ترې وكړئ .)) دوی وویل : هغه خبرې نشي کړای . حضرت ابراهیم ورته وویل،که خبرې نشي کړای؛ نو ولې يې نمانځئ؟! قرآن وايي : [فَرَجَعُوا إِلَى أَنفُسِهِمْ[7]=او(هغو ددې خبرې په اورېدو) خپل وجدان ته راوګرځېدل ]

د ګروهې آزادي

هغوی چې د ګروهې د آزادۍ په پلمه بوتخانو ته ورننوځي او یوه خبره هم نه کوي( په واقع کې د اسارت درناوی کوي) د انګلستان ملکه هندوستان ته ولاړه،که څه خپله هندوان د “مندر” په وره کې څپلۍ باسي؛خو دې ملکې د هندوانو د ګروهې درناوۍ ته خپلې څپلۍ،ان په کوڅه وښکلې،چې خلکو ته وښيي څومره د خلکو د ګروهې درناوی کوي!

دا ګروهه خو څه انسان ته فکر نه ورکوي! دا ګروهه انعقاد- تړنه ده،تقلید دی؛يعنې هغه زنځیر دی،چې وهم د بشر پښې او لاسونه پرې تړلي دي . بشر په داسې ګروهو کې آزاد پروېښول،په دې مانا دي، هغه اوهامي زنځیرونه،چې خپله بشر،خپلو پښو او لاسونو ته اچولي؛نو په همدې حالت کې يې باید پرېږدو. دا د اسارت درناوی دی، نه د آزادۍ .

 د آزادۍ درناوی دا دی،چې له دې ګروهو سره مبارزه وشي،چې فکر نه؛بلکې ګروهه ده؛يعنې تشه تړنه ده . ګروهه ممکن له آندنې راټوکېدلې وي یا هم له تقلید او تقنینه او یا هم له زرګونو نورو څیزونو. هغه ګروهې،چې له عقل او فکره نه وي راټوکېدلې؛نو یوازې روحي انعقاد- تړنه ده؛يعنې اراوايي،زنځیر او تړاو دی . اسلام کله هم اجازه نه ورکوي زنځیر د بشر پښو او لاسونو ته پروت وي،که څه  دا زنځیر بشر پخپلو لاسونو ځان ته جوړ کړی وي .

نو په عمومي مانا د عقېدې د آزادۍ مسئله یو مطلب دی او د فکر آزادي او د ایمان آزادي بل مطلب دی،په دې مانا،چې هر څوک دې خپل ایمان د پلټنې او فکر له لارې لاس ته راوړي . قرآن له دې سره په جګړه کې دی،چې د ټولنیزو او اندیزو- فکري آزادیو په لار کې شته خنډونه له منځه یوسي .

پوښتي : ولې مسلمانانو پر پلاني هېواد یرغل وکړ؟

ځواب : دې ته نه ول تللي،چې ووايي ټول مسلمانان شئ . ظالمو حکومتونو د خلکو پښې او لاسونه په زنځیرونو تړلي وو، مسلمانان له حکومتونو سره وجنګېدل او ملتونه يې آزاد کړل . دوی دا دواړه سره غلطوي . مسلمانان که له ایران او روم سره وجنګېدل؛نو له هغو زورمټو حکومتونو سره وجنګېدل او ملتونه يې آزاد کړل؛ځکه خلک پخپله خوښه او خوشحالۍ مسلمانان شول . ولې تاریخ وايي،چې د مسلمانانو لښکرې به راننووتې؛نو خلکو به يې په ګلونو هر کلی کاوه؟ځکه دوی يې د ژغورنې پرښتې ګڼلې . ځینې خلک دا  یو له بل سره غلطوي او وايي :هېښنده ده! مسلمانانو پر ایران برید وکړ. تر برید وروسته به خلکو ته تلل او ورته  يې ويل،چې باید اسلام راوړﺉ .

دوی له خلکو سره کار نه درلود او کار يې یوازې له زورمټو حکومتونو سره و . بیا يې د خلکو د ایمانونو دروازې آزادې پرېښوولې او ورته يې وویل :که مسلمانان شوﺉ؛نو کټ مټ زموږ په شان به یاست او که مسلمانان نه شوﺉ؛نو په نورو شرایطو کې به درسره تړون وتړو،چې دې شرایطو ته د”ذمّه شرایط” وايي،چې د مسلمانانو ذمّه شرایط فوق العاده اسان او ساده ول .

نو خپله د ایمان په هکله(نه د ایمان د اندیز- فکري او ټولنیزو خنډونو په هکله ،چې بېل حساب لري) د ګټې رسونې،نرمۍ،له تاوتریخوالي او زوره ډډه کول د اسلامي بلنې له آرونو ځنې دي .

((لاَ إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَد تَّبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِن بِاللّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىَ[8]= د دين په منلو كې زور او اړ ايستل  نشته (؛ځكه ) سمه له كږې لارې روښانه او بېله شوې ده؛ نو ځكه څوك چې پر طاغوت [ =بوت، شيطان او هر سرغړاند] كافر شي او پر خداى ايمان راوړي؛ نو هغه داسې ټينګه كړۍ ونيوه.))

د قرآن لڼد سول دادی،چې د دین په چار کې زور نشته؛ځکه حقیقت روښانه دی،د لارښوونې او ودې لار هم روښانه ده،بې لاري هم روښانه ده،څوک چې غواړي دا لار  غوره کړي،که هغه بله .

ددې آیت په شان نزول کې يې،چې یو بل سره نږدې دي او ټول کړای شي په ان واحد کې سم وي . “بني نضیر”،چې د مسلمانانو هم ژمني ول؛ خیانت يې،چې وکړ،رسول اکرم حکم ورکړ،چې له دې سيمې دې ووځي. د مسلمانانو ځینې اولاد پکې ول،چې یهودان ول . یهودان ولې؟( د اسلام تر را تلو مخکې) یهودانو تر عربو لوړ کلتور درلود. د حجاز خلک فوق العاده نالوستي او بې خبره ول . یهودان کتابي او لوستي وو او ډېر معلومات يې درلودل؛نو خپل فکر يې پر عربانو تپه . ان دا چې بوتلمانځو هم په دوی ګروهه درلوده. حضرت ابن عباس (رض) وايي :د مدینې په ښځو کې به داسې پېښېدل،چې بچي يې نه کېدل؛نو نذر يې کاوه،که بچې يې وشي،یهودانو ته به يې واستوي،چې یهودي شي . پردې ګروهن ول،چې د یهودانو دين زموږ تر بوتلمانځنې اوچت دی . کله به يې خپل تى خور ماشوم،شېدو ورکونې ته یهودانو ته لېږه . دا نذر کړای شوي بچي به یهودېدل او یهودانو ته به تلل او هغو ماشومانو ته يې،چې شېدې ورکولې،دوی هم د یهودانو په خوى کېدل، رضاعي مور، ورور، خور يې موندل او ورسره بلدېدل او ځینې به يې یهودان شول .

په هر حال ځینې داسې یهودي ماشومان هم پکې ول،چې موروپلار يې انصار او د “اوس” او “خزرج” ول،چې هوکړه په دې راغله،چې “بني النضیر” دې ولاړ شي؛نو مسلمانانو وویل : موږ به يې پرېنږدو،چې اولاد مو له ځان سره بوځي او یهودان پاتې شي؛خو خپله ځینو اولادونو وویل : غواړو له خپلو هم دینو سره ولاړ شو . رسول الله (ص) ته راغلل،و  يې ويل : رسول الله (ص)! موږ نه پرېږدو،چې زامن مو ورسره ولاړ شي . ( آیت ظاهراً هلته نازل شوى) آنحضرت وویل : (( د زور خبره نه ده، که د اولادونو زړونه مو غواړي؛نو اسلام دې راوړي  که نه غواړي،خپله خوښه يې ده،چې ځي ولاړ دې شي، دین په زور نه دی . ( لاَ إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَد تَّبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِن بِاللّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىَ ځکه د ایمان طبیعت کله هم زور او تاوتریخوالی نه مني.

فَذَكِّرْ إِنَّمَا أَنتَ مُذَكِّرٌ. لَسْتَ عَلَيْهِم بِمُصَيْطِرٍ. إِلَّا مَن تَوَلَّى‏ وَكَفَرَ. فَيُعَذِّبُهُ اللَّهُ الْعَذَابَ الْأَكْبَرَ[9]= نو نصيحت كوه،چې په واقع کې ته يوازې نصيحت كوونكى يې. ته پر هغوى زورور نه يې (چې ايمان راوړ ته يې اړ باسې) ، خو كه چا مخ واړاوه اوكافر شو؛نو خداى به په ډېر ستر عذاب سزا وركړي .))

پېغمبره! خلکو ته یادونه- تذکر وکړه،خلک د غفلت له خوبه راويښ کړه،خلکو ته ویښتیا ورکړه،خلکو ته اګاهي ورکړه،خلک په ویښتیا او اګاهۍ دین ته راوبوله (إِنَّمَا أَنتَ مُذَكِّرٌ)، ته بې له نصیحت کونې بل مقام نه لرې،زورور نه يې؛يعنې خدای داسې نه يې رالېږلى،چې په زوره دا کار وکړې( إِلَّا مَن تَوَلَّى‏ وَكَفَرَ) ایا (إِلَّا مَن تَوَلَّى‏ وَكَفَرَ) له (لَسْتَ عَلَيْهِم بِمُصَيْطِرٍ) څخه یا له (فَذَكِّرْ إِنَّمَا أَنتَ مُذَكِّرٌ)استثنا دی؟ په المیزان تفسیر کې وايي او دلیل يادوي،چې له (فَذَكِّرْ إِنَّمَا أَنتَ مُذَكِّرٌ) څخه استثنا دی . تذکر ورکړه (إِلَّا مَن تَوَلَّى‏ وَكَفَرَ)؛ خو هغو وګړیو ته چې تا ورته يادونه ورکړې ده .په دې،چې تا ورته  يادونه ورکړې ده؛نو دوی ترې مخ واړوه،اوس تر يادونې وروسته تذکر ګټه نه لري .( فَيُعَذِّبُهُ اللَّهُ الْعَذَابَ الْأَكْبَرَ) خدای به ورته ډېر ستر عذاب ورکړي .

 

 

 

[1]  (آل عمران/۱۵۹)

[2] (نحل/۱۲۵)

[3] (بقره/۲۵۶  )

[4] ( انبیاء/۶۰)

[5] (انبیاء/۶۲)

[6] ( انبیاء/۱۶۳)

[7] ( انبیاء/۱۶۴)

[8]  (بقره/۲۵۶)

[9] (غاشيه٢١-٢٤)

×
  • دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط اندیال در وب سایت منتشر خواهد شد
  • پیام هایی که حاوی تهمت یا افترا باشد منتشر نخواهد شد.
  • لطفا از تایپ فینگلیش بپرهیزید. در غیر اینصورت دیدگاه شما منتشر نخواهد شد.
  • ارسال دیدگاه برای این مطلب مقدور نمی باشد!