تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه مرګ  لویه نیکي ده چې تا اوکړه له انسان سره مرګ ستا کور له یوړو ګنې وه به تل له ځان سره مرګ هغه نېټه ده چې جانان کېښوه جانان سره مرګ پټه نکاح ده د مکان له لا مکان سره مرګ کې د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

مرګ  لویه نیکي ده چې تا اوکړه له انسان سره

مرګ ستا کور له یوړو ګنې وه به تل له ځان سره

مرګ هغه نېټه ده چې جانان کېښوه جانان سره

مرګ پټه نکاح ده د مکان له لا مکان سره

مرګ کې د ژوندون د دریاب پټه کناره ده

مرګ مجبوره ځان له د خپل حسن ننداره ده

د مرګ یادول

پالونکیه! پر حضرت محمد(صلی الله علیه وآله وسلم) او آل یې درود ووایه او زړه مو له اوږدو هیلو تش کړه او هغه مو په چلن کې په رښتینولۍ لنډ کړه، چې تر یوه ساعت روسته د بل ساعت او تر یوې روزۍ روسته د بلې روزۍ او په یو بل پسې مو د ساه ګانو او ګامونو د دوام هیله و نه کړو.

خدایه! له هیلو او غروره مو پاک کړه او د هغې له شره مو وساتې او مرګ مو سترګو ته نصب العین کړه او له مرګه مو غافل نه کړې او د ښو کړنو د کولو توفیق راکړه، چې په هغې، د آخرت نړۍ او لقا دې ناوخته وګڼو او په پایله کې یې هڅې او حرص وکړو، چې ژر تر ژره دې لورنې ته درشو، چې مرګ مو د انس او الفت ځای شي او ورلېواله شو او د هغه خپلوان په څېر راته شي، چې ورسره یوځای کېدل یې خوند راکړي.

خدایه! چې کله دې مرګ راولېږه؛ نو د هغې د لیدو پرمهال مو پرې نېکمرغه کړه او چې څنګه راغی، ورسره مو مانوس کړه او د هغه په مېلمستیا مو بدمرغه نه کړې او په لیدو مو یې خوار او ذلیل نه کړې.

خدایه! مرګ راته، له بښنو ځنې دې یو ور او د لورنو ځنې دې یوه کونجي کړه. خدایه! په داسې حال مو مړه کړه، چې هدایت شوي یو، نه بېلارې. بندګي مو دې کړې وي، نه چې ډډه مو ترې کړې وي. توبه ګاران یو او نه سرغړاندي؛ او پر ګناه کولو ټینګار نه لرو . ای هغه خدایه، چې نېکچاریو ته د اجر ورکولو ضامن او د سرغړاندو د کړنو سمونکی یې[1].

 

د مړينې منځپانګه

مړينه څه ده؟ آيا مړينه پوپناهي ده او که بدلون او له يوه ځايه بل او له يوې نړۍ بلې ته تګ دى؟

دا هغه پوښتنه ده، چې تل د بشر په مغزو کې وه او ده او هر څوک غواړي ځان پرې وپوهوي او پر لاس ته راوړي ځواب ايمان راوړي.

موږ مسلمانان چې پر قرآن کريم ايمان لرو، ددې پوښتنې ځواب به له قرآن کريم څخه واخلو او ايمان به پرې راوړو، چې د مړينې منځپانګه يې په ځانګړي تعبير ویلې ده.

 قرآن کريم دې چار ته د ((توفى)) کلمه کارولې ده. ((توفى)) او ((استيفاء)) دواړه له يوې مادې ((وفاء)) دي. څوک چې څه بشپړ، بې له کومې نيمګړتيا لاس ته راوړي؛ نو په اصطلاح کې ((استيفاء)) يې کړي؛ نو په عربي کې ورته د ((توفى)) کلمه کارولى شي.

 ((توفيت المال))؛ يعنې ټول مال يې لاس ته راوړ. د قرآن کريم په څوارلسو آيتونو کې مړينې ته دا تعبير کارول شوى، چې ترې را په ګوتو کېږي، چې د قرآن کريم له نظره مړينه؛ لاس ته راوړل (تحويل) دی؛ يعنې انسان چې مړ شي، له ټول واقعيت او شخصيت سره الهي مامورانو ته سپارل کېږي او هغوى هم انسان لاس ته راوړي. د قرآن کريم له دې خبرې لاندې مطالب را په ګوتو کېږي:

الف – مړينه پوپنا کېدل نه دي؛ بلکې له يوې نړۍ بلې ته تګ دى، چې انسان پکې په بله بڼه ژوند کوي.

ب – د انسان رښتونی شخصيت بدن او غړي يې نه دي؛ ځکه بلې نړۍ ته د لېږد وړ نه دي او د وخت په تېرېدو په همدې نړۍ کې له منځه ځي. څه چې د انسان رښتونی شخصيت دى؛ په قرآن کريم کې ورته ((نفس)) او احياناً ((روح)) ويل کېږي.

ج – روح چې د انسان رښتونی شخصيت دى او د انسان تلپاتېتوب د روح تلپاتېتوب دى او د مرتبې له پلوه له مادياتو لوړ دى.

قرآن کريم په ځينو آيتونو کې دې مطلب ته اشاره کوي، چې په انسان کې داسې حقيقت دى، چې تر اوبو او خټې اوچت دى، وايي:

فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُواْ لَهُ سَاجِدِينَ[2]

ژباړه: نو چې كله مې جوړ کړ او له خپل (ښكلي او ستر) روح نه مې په هغه كې پو كړ؛ نو تاسې ټول ورته سجده کوونکي پرېوځئ.

روح، نفس او تلپاتېتوب يې د اسلامي پوهاوي بنسټيزه خبره ده.

هغه آيتونه چې تر مړينې روسته پر ژوند رڼا اچوي، راښيي چې قرآن کريم، روح له بدنه خپلواک واقعيت ګڼي، چې بدن له منځه ځي؛ خو روح نه ځي.

ځينې ګومان کوي، د روح او نفس خبره نشته او انسان په مړينه له منځه ځي؛ يعنې تر مړينې روسته شعور او ادراک له لاسه ورکوي او کړخت هم نشته څو “لوى قيامت” راشي او انسان بيا را ژوندى شي او انسان يواځې د قيامت پرمهال بيا را ژوندى کېږي او بس.

خو د قرآن کريم آيتونه پورته څرګندونه په کلکه ردوي او وايي چې تر مړينې سملاسي روسته ژوند شته.

دا ډله ګومان کوي، پر روح د ګروهنو دليل د اسراء سورت پينځه اتيايم آيت دى چې: ((قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي)) او وايي په قرآن کريم کې څو ځل د روح نوم راغلى؛ خو مطلب ترې بل څه دى؛ خو دا آيت هم همغه مانا اوڅاروي چې په دې آيتونو کې ده.

دا ډله نه پوهېږي، دا آيت د روح د ګروهنو دليل نه دى؛ بلکې شل نورو آيتونه دي، چې په ځينو کې روح په مطلق ډول او په ځينو کې په مقيد ډول [روحنا، روح القدس، روحى، روحاً، من اً مرنااو…. ] راغلى او دا ټول آيتونه راښيي، چې د انسان روح يو غير مادي واقعيت لري.[3]

نه يواځې قرآن کريم د روح اصالت ویلی؛ بلکې معتبرو حديثونو هم ددې خبرې پخلى کړى او حقيقت خو دادى چې له روح څخه انکار له غربي مادي پالنې سرچينه اخلي، چې په خواشينۍ ځينو د قرآن کريم ساده پلويانو هم منلى دى.

اوس به له هغو څوارلسو آيتونو درې آيته د بېلګې په توګه راوړو، چې پکې د ((توفى)) کلمه راوړل شوې او تر مړينې سملاسي روسته ژوند راښيي:

إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلآئِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ قَالُواْ فِيمَ كُنتُمْ قَالُواْ كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الأَرْضِ قَالْوَاْ أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُواْ فِيهَا فَأُوْلَـئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءتْ مَصِيرًا[4]

 ژباړه: (( په واقع کې هغوى چې پر خپلو ځانو ظلم كړى و(د روح قبضولو) پرښتو ورته د ساه اخستو پرمهال وويل: ((تاسې په څه حال كې وئ.)) ( او سره له دې چې مسلمانان وئ؛ خو د كفارو په ليكه كې وئ)؟ هغوى ځواب وركړ: ((موږ په خپله سيمه كې تر زور زياتي لاندې او كمزوري وو.)) هغوى [=پرښتو] وويل: ((ايا د الله تعالی ځمكه پراخه نه وه؛ چې هجرت مو پکې كړى واى؟)) هغوى (څه عذر نه درلود او ) استوګنځى يې دوزخ دى چې دا (دوزخ) د ورتلو ناكاره ځاى دى.))

دا آيت د هغه خلکو په باب دى، چې په ناوړه چاپېريال کې ژوند کوي، چې نور يې د خپلو ځاني غوښتنو له مخې په ځان پسې را کاږي او دوى د خپل چاپېريال د پېښو لارويان دي او دا خبره يې ځان ته عذر کړې، چې چاپېريال ناوړه دى او زموږ له لاسه څه نه کېږي او ددې پر ځاى چې چاپېريال بدل کړي، په همغه ناوړه او چټل چاپېريال کې په ناوړه چارو کې ډوب شوي؛ نو چې مړه شي او پرښتې ترې روح باسي او ورسره په خبرو شي او پلمه يې بې بنسټه وګڼي؛ ځکه هغه کار (هجرت او بل چاپېريال ته کډه) يې و نه کړ چې له لاسه يې کېده؛ نو پرښتې يې په دې پوهوي، چې تاسې د خپلو ګناهونو پازوال ياست.

ګورو چې په دې آيت کې مړينه ( چې په ظاهره له منځه تلل او پوپنا کېدل دي) په توفى؛ يعنې په اخستنه او تحويل تعبير شوې.

دا آيت پردې سربېره چې مړينه يې پر ((توفى)) تعبير کړې، تر مړينې سملاسي روسته د انسان او پرښتو ترمنځ خبرو اترو او مرکې ته هم اشاره کوي او دا خو ښکار ده، چې که د انسان، شعور او ادراک تر مړينې يې روسته پوپنا کېده؛ نو دا مرکې به نه واى.

دا آيت وايي: انسان چې مړ شي؛ نو په نورو سترګو، غوږونو او ژبو له پرښتو سره خبرې اترې کوي.

٢-وَقَالُوا أَئِذَا ضَلَلْنَا فِي الْأَرْضِ أَئِنَّا لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ بَلْ هُم بِلِقَاء رَبِّهِمْ كَافِرُونَ.[5]

ژباړه: هغوى وايي: ((ايا چې كله موږ (مړه او) په ځمكه كې ورك شو؛ نو ايا (بيا) به له سره نوي پيدا شو؟))؛ بلكې هغوی له خپل پالونكي سره له مخامخېدو منكر دي (او له معاد ( د ستنېدو ورځ) په منكرېدو سره غواړي، پخپل سر خپلو مزو چړچو ته دوام وركړي).

قُلْ يَتَوَفَّاكُم مَّلَكُ الْمَوْتِ الَّذِي وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ[6]

ووايه: (( پر تاسې چې د مرګ پرښته ګومارل شوې ، ستاسې (روح) اخلي، بيا به د خپل پالونكي پر لور بېرته وګرځول شئ.))

دې آيت د معاد د منکرانو يوې شبهې ته ځواب ورکړی، چې وايي: تر مړينې روسته زموږ هر ذره پوپنا او شيندل کېږي؛ نو څرنګه کېداى شي بيا را ژوندي شو؟

قرآن کريم په دې آيت کې مخالفينو ته وايي دا شبهې يواځې پلمې دي، چې د ځېل له کبله يې کوئ او ستاسې رښتونی شخصيت هغه نه دى چې فکر کوئ او پکې ورک شوي ياست؛ بلکې پرښتې ستاسې ټول شخصيت او واقعيت اخلي.

همداسې شبهې چې پکې د بدن د غړيو د شيندل کېدو او ورکېدو خبره شوې، د قرآن کريم په نورو آيتونو کې راغلي او بل ځواب ورکړ شوى او هغه داچې دا ورکېدل، ستا له نظره ورکېدل دي او بشر نشي کولاى، دا ذرې راټولې کړي؛ خو دا کار الله تعالی ته اسان دى چې واک او علم يې نامتناهي دى.

په دې آيتونو کې د منکرانو خبره نېغ په نېغه د بدن د غړيو په هکله ده، چې څرنګه او له کومه به را ټولېږي؟

خو دلته بل شان ځواب ورکول شوى؛ ځکه دلته يواځې دا خبره نه ده، چې د بدن غړي هر يو شيندل کېږي او ورکېږي؛ بلکې وايي: د بدن د غړيو په ورکېدو موږ هم ورکېږو؛ يعنې وايي: د بدن د غړيو په خورېدو به زموږ رښتونی شخصيت هم پوپنا شي؛ خو قرآن کريم ځواب ورکوي، چې ستاسې د تصور پرخلاف، رښتونی شخصيت به مو کله هم ورک نشي او له همغه پيله زموږ پرښتو ته ورکول کېږي.

دا آيت تر مړينې روسته د بدن د غړيو پر له منځه تګ او د روح پر بقا او پايښت ټينګار کوي.

٣- اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنفُسَ حِينَ مَوْتِهَا وَالَّتِي لَمْ تَمُتْ فِي مَنَامِهَا فَيُمْسِكُ الَّتِي قَضَى عَلَيْهَا الْمَوْتَ وَيُرْسِلُ الْأُخْرَى إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ[7].

(( الله تعالی ساګانې د هغوى د مړينې په وخت كې پوره اخلي او (همداراز) هغه (ساه هم اخلي) چې په خپل خوب كې مړ شوي نه وي؛ نو پر چا چې د مرګ پرېكړه شوې وي، ساه يې ساتي او د نورو (چې بايد ژوندي پاتې شي) تر يو ټاكلې وخته بېرته لېږي، بېشكه په دې كې هغو ته (د الله تعالی د ځواک) هرومرو څرګندې نښې دي، چې غور او فكر كوي.))

دا آيت د خوب او مړينې او په ترڅ کې د ويښتيا او اخروي ژوند ورته والى راښيي. خوب کوشنۍ مړينه ده او مړينه غټ خوب دى او په دواړو پړاوونو کې د انسان روح له يوه ځايه بل ته ځي؛ خو په دومره توپير، چې په خوب کې د انسان پام نه وي او چې راپاڅي؛ نه پوهېږي چې په حقيقت کې له سفره راستون شوى؛ خو په مړينه کې هر څه ورڅرګندېږي.

ددې درېیو آيتونو له نچوړه پوهېداى شو، چې مړينه د قرآن کريم له نظره پوپنا کېدل او له منځه تګ نه دى؛ بلکې له يو حالته بل حالت ته تګ دى او همداسې د قرآن کريم له نظره، د خوب پر منځپانګه هم پوه شو، چې خوب که څه د جسم او ظاهر له نظره د طبيعي ځواکونو پر ټپه ولاړېدل دي؛ خو د روح له نظره، خپل باطن او ملکوت ته ستنېدل او تېښته ده.

موږ ډېرى له مړينې وېرېږو. یوازې د مرګ کلمه هم کېداى شي راته وېروونکي وي. څوک چې ننګېري تلپاتي ژوند ته نه دى رسېدلى؛ نو له مړينې به وېرېږي او دا حس به يې له ناپېژندل شوي څيز[مړينې] څخه وېره لاپسې زياته کړي.

له مرګ د وېرې بل دليل دا دى چې په فيزيکي ژوند کې خنډ رامنځ ته کوي او کوم څيزونه چې پر انسان ګران وي، بېلتون یې ورسره رامنځ ته کوي؛ نوځکه مړینه د راتلوونکي په هکله يو ډول “ناډاډ منتيا” رامنځ ته کوي.

په هرحال دا وېره بايد له منځه يوسو.

مړینه حتمي ده؛ هرڅوک به يوه ورځ مړ کېږي، يوه ورځ راغلي يو او يو ورځ به بېرته ځو.

مړینه د فيزيکي ژوند له بدلونو، ډار او جنجالونو خلاصون دى او هره شېبه ورنږدې کېږو.

مړینه راباندې راتلوونکې ده؛ نو بايد په اړه يې ځان خبر کړو.

آيا مړینه د هر څه پاى ده؟ آيا د فيزيکي بدن د ژوند پر پاى ته رسېدو به ژوند هم پاى ته ورسي؟ تر مړينې روسته به پر موږ څه پېښېږي؟ تر مړينې روسته به چېرې ځو؟ څه به کوو؟ جنت اودوزخ څه دي؟

ددې او نورو پوښتنو ځوابونه به په دې کتاب کې ومومئ.

مړینه د انسان ملګرې ده؛ يوه انجلۍ وايي: مور مې د مرګ پرمهال ناڅاپي سترګې خلاصې کړې، را ته يې ليدل، و يې ويل: (( اوس د ستر څښتن په غېږ کې يم او دا څومره ښه دي. )) مور دا خبرې په داسې حال کې کولې، چې په رڼا کې پټه وه. انجلۍ وويل: مور مې چې راليدل، رڼا يې ماته هم راغله، و مې ويل: مورې! آيا ستر څښتن وينې؟ مور وويل: هو! مخامخ دى او څومره غوره دى.

څه غوره دي؟

دلته د بېلابېلو پوړيو په ملېونونو کسان شته؛ دلته رڼاده… رڼا په هر ځاى کې ده؛ ستره رڼا ده! نورو ته د ستر څښتن د جلال او پرتم په هکله ووايه…

نجلۍ وويل: (( دا روستۍ خبرې وې ، چې مور مې وکړې، سترګې يې پټې کړې؛ خو له شونډو يې خندا لرې نشوه )).

دا له بې شمېره بېلګو يوه بېلګه وه او جوتوي چې مړینه بې درده او هېښنده حالت دى. هرڅه د ستر څښتن په خوښه کېږي ، ان مړینه هم.

ستر څښتن موږ هر يو ته ارزښت راکوي او مينه راسره کوي؛ څه چې پر موږ پېښېږي، زموږ وده او بشپړتيا پکې نغښتې ده.

د انسان تر مړينې روسته پړاوونه او حالات يې په ټوليزه توګه د ژوند د روستيو شېبو د اندونو پر بنسټ ټاکل کېږي، چې دا اند يې هم په ژوند کې د کړنو او اند د څرنګوالي پربنسټ جوړېږي؛ په روستيو شېبو کې د ژوند لاسبري اندونه پرې راټولېږې او د انسان پام ځان ته را اړوي؛ دا اندونه، انسان پخپله جوړ کړي او پر ” تقدير” ، ” ژوند” او تر مړينې روسته پر ژوند به يې هم واکمن وي؛ نو اړينه ده، انسان په روستيو شېبو کې هم د ستر څښتن په هکله فکر وکړي او دا چار هله کېدونی دی چې انسان په ټول ژوند کې د ستر څښتن په هکله فکر کړى وي او د ستر څښتن پر لار تللى وي؛ نو په دې توګه يې الهي اندونه په ” آګاهۍ ” او” ځانخبرۍ ” کې اغږل کېږي او د ژوند په روستيو شېبو کې هم کړاى شي، الهي فکر ولري.

 د انسان د عمر ورځې، په چټکۍ تېرېږي؛ نو اړينه ده، له خوب او خياله راويښ شي او د خپل وجود تلپاتې ځواک وپېژني.

په دې کتاب کې د ” جي پى واسواني ” ويناوې راټولې شوي، چې د “هندوستان” د “پونه” ښار په ” سادواسواني” پوهنتون کې يې کړي دي. په دې خبرو کې د څرنګه ژوند کولو او تر مړينې مخکې رڼا او اشراق ته د رسېدو لپاره عملي وړانديزونه شوي دي.

دا کتاب د مړينې په اړه ارزښتمن معلومات راوړاندې کوي او ډېرې پوښتنې او ناسمې پوهېدنې سولیزې- منطقي ځوابوي.

د مړينې ځینې حالتونه چې پوهانو څېړلي، هم راخستل شوي دي.

د ليکوال خبرې له عقل او الهامه ډکې دي او په پايله کې د ژوند تر ټولو سختې يوښتنې؛ يعنې مړينې ته ځواب وايي.

مړينه؛ د دولس ګونو امامانو په ويناوو کې

د دولس ګونو امامانو په ويناوو کې د مړينې لپاره ښکلي تعبيرونه راغلي، چې څو ته یې اشاره کوو:

رسول اکرم (صلی الله علیه و آله و وسلم)  وايي: له دنيا د مؤمنو انسانانو تګ، د مور له ګېډې، د ماشوم د راوتو په څېر، له تيارو، تنګسو او دباوونو رڼا ته راوتل دي.[8]

حضرت امام حسين (رض) وپوښتل شو: مړينه څه ده؟ و يې وويل: مړينه هغه ستره خوشحالي ده، چې مؤمن يې تجربه کوي.

امام حسين (رض) وايي: مړينه هغه پُل دى، چې له سختيو او سرګردانيو مو هوساېنې او الهي پېرزو ته رسوي؛ لکه څنګه چې د الله تعالی دښمنانو ته له ماڼۍ نه بند ته تګ دى[9].

امام سجاد وايي: ايمانوالو ته مړينه داسې وي؛ لکه چې چټلې جامې وباسي او بېرته پاکې، په زړه پورې او خوشبويه جامې واغوندي او له قيدونو، دردونو او بندونو خلاصون ومومي. بيا امام خپلو خبرو ته داسې ادامه ورکوي: او همدا مړينه؛ کافرانو ته داسې ده؛ لکه چې ویاړنې جامې کاږي او چټلې جامې اغوندي او له هوسا کوره يې وباسي او وېرونکي کور ته وړل کېږي.[10]

امام محمد باقر (رح) وايي: مړينه هماغه مينه ده، چې هر شپه يې تجربه کوو؛ خو په دومره توپير، چې مهال يې اوږد دى[11].

البته د امام سپېڅلی نظر، د مړينې او برزخ چار دی.

امام جعفر صادق (رح) وايي: مړينه مؤمنو انسانانو ته تر ټولو غوره د ښه بويونو بويول او کافرانو ته د مارانو او لړمانو د چيچلو په څېر دي. [12]

په بل روايت کې لولو: مړينه د مؤمن لپاره درمل دى.

په بل روايت کې دي، چې مړينه د مؤمن انسان لپاره حمام ته د تګ په څېر وي، که څه، لږ زحمت لري؛ خو د پاکۍ او د بدن د سپکتيا لامل دى.

رسول اکرم (ص) وويل: زما په نظر خو مړينه، د يو يخ او خوږ شربت په څېر ده، چې انسان يې په سوځنده ګرمۍ کې څښل غواړي[13].

مړينه د لمر پرېوتو غوندې ده

لمر چې په يو ځاى كې پرېوځي، په بل ځای كې راخېژي يا په بله وينا: لمر هېڅ وخت نه لوېږي؛ په همدې توګه، مړینه هم يو ډول ظاهري وهم دى. څه ته چې په دې نړۍ كې مړینه وايي، په بلې نړۍ كې نوې ” زيږېدنه” ده؛ ځكه ژوند پاى نه لري.

آيا تر اوسه مو ځان پوښتلی: دا نړۍ او دا ځمكه چې ګرځم پرې، څه دى؟ دې پوښتنې ته ډول ډول ځوابونه وركړاى شوي دي. يو مهم ځواب يې دادى چې وايي: نړۍ (( مسافر تون)) يا دمه ځى دى؛ موږ ټول مسافر یو او دلته د لنډې مودې لپاره يو؛ ځينې ډېر اوږده عمرونه هم په پاى كې لنډ بلل كېږي، کېداى شي سل كاله ژوند وكړي؛ خو يوه ورځ به له خپلې مېرمنې، اولاد، دوستانو، خپلوانو، قوم، شتمنيو او څه يې چې په ډېر زيار او زحمت ترلاسه كړي، وداع ورسره وكړي او له دنيا به سترګې پټې كړي.

هو! انسان په دې نړۍ كې مسافر دى.

ويل كېږي “ابراهيم” چې د “بلخ” پاچا و، د دنيا ټول نعمتونه، شته او واك يې درلودل او له هر ډول خوندونو برخمن و؛ خو زړه يې خوشحاله نه و او تل يې دا ننګېرل چې له دننه تش دى؛ اروا يې د داسې څه په لټه كې وه، چې پخپله هم پرې نه پوهېده؛ يوه ورځ يې دربار ته يو سړى راننوت، سملاسي يې خپل څادر وغوړو او پرې ويده شو، پاچا دا چلن يو ډول سپكاوی وګڼه او ورته يې وويل: څه ګڼې؟ دا دربار دى او كه بل څه؟ سړي وويل: زما په ګروهه ستا ماڼۍ او دربار مسافرځى دى. پاچا وويل: له مسافرځي دې مطلب څه دى؟ سړي وویل: پاچا صيب! مه غوسه كېږئ؛ خو پوښتنه مې سمه ځواب كړه! څوک تر تاسې مخكې په دې ماڼۍ كې اوسېده؟ پاچا وويل: تر ما مخكې زما پلار دلته ژوند كاوه. سړي وويل: اوس دې پلار چېرې دى؟ پاچا وويل: مړ شوى دى. سړي: تر پلار مخكې دې دلته څوك اوسېده؟ پاچا: نيكه مې. سړی: نيكه دې اوس چېرې دى؟ پاچا: هغه هم مړ شوى. سړي: تر نيكه مخكې دې دلته څوك اوسېدل؟ پاچا: پلار يې دلته اوسېده. سړی: اوس چېرې دى؟ پاچا: هغه هم مړ شوى دى. سړی: نو بېشكه دا ماڼۍ يوه ((مسافر تون)) دى؛ ځكه خلك راځي، د څه مودې لپاره پكې اوسي او بيا ځي؛ پاچا صيب! يوه ورځ به تاسې هم دا ځاى پرېږدئ.

سړى ناڅاپه ووت؛ خو خبرې يې د پاچا پر زړه كېناستې او له ځان سره يې وويل: دا ماڼۍ نه؛ بلكې مسافرخونه ده، ټوله نړۍ ((مسافر تون)) دى؛ ډېری هره ورځ دې نړۍ ته راځي او ډېرې ترې هره ورځ درومي؛ دا ځمكه مو كور نه دى؛ نو رښتينى او حقيقي كور مو چېرې دى؟ له كوم ځايه او د كومې موخې لپاره د ځمكې سيارې ته راغلي يو؟ افسوس چې موخه را نه هېره شوې او د خوند، واك او شتمنيو په سيوري پسې ګرځوو.

دا ټول اندونه د پاچا په ذهن كې تلل راتلل او تر نيمو شپو به ويښ ناست و او له ځانه يې پوښتل: نړۍ ته مې د راتلو موخه څه ده؟ ولې دلته يم؟ كور مې چېرې دى؟

يوه شپه يې ناڅاپه غږ واورېد: پاچا! كه ددې پوښتنو ځوابونه غواړې؛ نو پرېږده! هر څه پرېږده! پاچا ماڼۍ، تخت او تاج پرېښود؛ د “بودا” په څېر يې د پاچاهۍ چپنه وويسته او د ملنګۍ جامې يې واغوستې؛ له يوه ځايه بل ځاى ته ولاړ او تل يې ځان پوښته: د ژوند مانا څه ده؟ مړينه څه ده؟

ويل كېږي، چې پاچا “هند” ته راغى او كلونه يې له يو روحاني سره تېر كړل.

د پاچا د تخت و تاج د پرېښودو اریزه موخه دا نه وه، چې “مرتاض” شي؛ بلكې راوېښېدل يې له دې مفكورې پېل شو، چې نړۍ ((مسافر تون)) دى.

موږ دلته مسافر يو او د لنډې مودې لپاره اوسو؛ څرنګه چې يوه ورځ دې نړۍ ته راغلي وو، يوه ورځ به ترې ولاړ شو.

“فريد” چې د “مولتان” له سپېڅليو ځنې و، يوه قصيده ويلې، چې په ډېرو كورونو كې ويل كېږي: فريده! پلار او مشر رور دې ولاړل، ستا وار هم رانږدې دى، ستا اولاد هم بايد يوه ورځ ولاړ شي. څوك هم تل دلته ژوند نه كوي او څوك هم نشي كړاى تل پر ځمكه پاتې شي.

له دې نړۍ ((تګ)) ته ((مړينه)) او ((راتګ)) ته يې ((زيږېدنه)) وايي .

مړینه يو طبيعي چار دى، هر څوك چې دې نړۍ ته راځي، يوه ورځ به ترې ولاړ هم شي؛ نو ولې له مړينې وېرېږو؟

[1] صحیفه سجادیه.

[2] (حجر: ٢٩ آيت)

[3] وګورئ: الميزان تفسير(عربي متن) : ديارلسم ټوک، ١٩٥ مخ د ((قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي)) تر آيت لاندې او همداسې درېم ټوک، ٢٧٠ تر ٢٧٥ مخونه د ((يوم يقوم الروح و الملائکة صفاً)) تر آيت لاندې.

[4] (نساء: ٩٧آيت)

[5] (سجده/10)

[6] (سجده/11)

[7] (زمر:٤٢ آيت )

[8] (نهج الفصاحه ۲۶۴۵ حديث)

[9] (محجة البيضاء ۸/ ۲۵۵)

[10] (محجة البيضاء ۸/ ۲۵۵)

[11] (محجة البيضاء ۸/ ۲۵۵)

[12] (محجة البيضاء ۸/ ۲۵۵)

[13] ( سفينة البحار ۲/ ۵۵۳)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!