جمعه, ۷ آبان ۱۴۰۰ / قبل از ظهر / | 2021-10-29
تبلیغات

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۱ برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحار ) د لمر څرك د غفار د ټبر مشران راټول شوي ول، ډېر وخت شوى و، چې باران نه و ورېدلى،د غفار ټبر تنګسې او تنګلاسۍ ښکېللى و او څاروي يې سخت ځپلي ول،ټولو […]

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۱ برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحار )

د لمر څرك

د غفار د ټبر مشران راټول شوي ول، ډېر وخت شوى و، چې باران نه و ورېدلى،د غفار ټبر تنګسې او تنګلاسۍ ښکېللى و او څاروي يې سخت ځپلي ول،ټولو يو بل پوښته،چې دوى ولې خپل خداى (منات)  هېر كړي،حال داچې ډېر عبادتونه او قربانۍ ورته كوي .

 د باران موسم تېر شو،نه په اسمان کې ورېځې وې او نه د باران نښه وه . ايا بې لارې شوي؟ او خداى پرې غوسه دى .

نه ! د خداى د رضا لپاره قربانۍ شوي دي، وينې تويې شوي دي، دعاګانې شوي دي . نه ! بې لارې شوي نه دي او نه پرې خداى غوسه شوى؛خو له اسمان سره به څه كوو؟

د غفار ټبر هېڅ نشي كړاى؛خو داچې د دوى لوى خداى منات باران واوروي او شاړې ځمكې يې بېرته سمسورې كړي.

هېڅ چاره نشته؛خو داچې ټول يو ځاى؛ښځې او سړي،په زارۍ او ژړا شي او د منات د لورنې انتظار وباسي،كېداى شي پرې ولورېږي او باران پرې واوروي او شاړې ځمكې يې بېرته ښېرازې شي .

ټبر د منات د عبادت لپاره تګ ته تيار شو او ټول پر اوښانو سپاره شول، انيس هم پر خپل اوښ سور شو او له ټبر سره د منات لور ته روان شو.

انيس شاوخوا تر سترګو تېره کړه،خپل ورور يې و نه ليد،اوښ يې پر ګونډو كړ او په منډه كور ته ولاړ او غږ يې وكړ: جندبه!جندبه! كور ته راننووت ، و يې ليده، چې جندب غلى په بستره کې پروت دى.

_  د خلكو زوږ  نه اورې؟

_ ولې نه ؛خو له  مناته كركجن يم .

_ غلى شه! بښنه ترې وغواړه! كه خبره دې واوري او بلا درباندې راښکته کړي؛نو بيا؟

_  ته فكر كوې،چې موږ ويني يا زموږ خبرې اوري؟

_ دا پر تا څه چل شوى؟! پېريانو نيولى يې كه ناروغ يې؟ ګوره! توبه  وباسه،کېداى شي توبه دې قبوله كړي .

ابوذر پر اړخ واوښت، سملاست او څه يې ونه  ويل .

انيس : پاڅه ! پاڅه! كاروان روان شو،چې له خلكو وروسته پاتې نه شو.

ودرېد،ابوذر يې له ځان سره يووړ.انيس چټك پر اوښ سپور شو. ابوذر زړه نازړه د اوښ پاو روان شو. انيس خپل ورور ته مخ كړ او و يې ويل : له دې  وډار شه،چې خلك ستا پر عقيده پوه شي؛ځكه خلك به د خداى د غوسې او وچكالۍ علت  تا وبولي او سخت به دې  وځوروي او بيا يې ورته د منات په ستاېنه پيل وكړ. حضرت ابوذر(رض) له ناکامه دا خبرې اورېدې؛چوپ و،څو ورځې وروسته كاروان منات ته ورسېد،چې ټول يې د ليدو لېوال ول . اوښان يې چو كړل او  له ځان سره راووستي څاروي يې په عاجزۍ او زارۍ قرباني كړل . حضرت ابوذر(رض) د نورو په څېر له مناته وچورلېد او د خپل ټبر دې ساده توب او ناپوهۍ ته  په سوچ كې و، چې ولې ډبرين خداى لمانځي،حال داچې هېڅ يې له لاسه نه كېږي او هم څه يې،چې په مخ كې تېرېږي ترې بې خبره دى؛خو بيا هم دوى خپله لار نيولې او منات لمانځي.

شپه شوه؛ د تورې تيارې څادر خپور شو،په اسمان كې ستوري او پر ځمكه د غفار د ټبر د اور انګار ځلېږي .خلك ډلې ډلې كېناستل،د قيصو مجلس تود شو،حضرت ابوذر(رض) هم د ټبر له مشرانو سره كېناست،د لات او عزى د مقام او منزلت په باب (چې العياذبالله د خداى لوڼې يې ګڼلې) خوږې او خوندورې قيصې ويل كېږي .يوه د سعد د مقام او منزلت په باب خبرې كولې،چې يو يې په خبرو کې  راټوپ كړ او ويې ويل:دهغه سړي قيصه مو اورېدلې،چې سعد ته يې كنځلې كړې وې؟ ټولو په يوه غږ وويل : نه!څه چل شوى و؟ يو سړى سعد ته ورغى،چې خپل اوښان ورته وقف كړي،څنګه چې سعد ته ورنږدې شو،اوښانو يې تور وخوړ او وتښتېدل .سړى د اوښانو په لټه کې شو؛خو پېدا يې نه کړل او ستړى سعد ته راغى او په يوه تيږه يې پر سر وايشت او و يې  ويل: ته چا ته څه خېر نشې رسولاى له سعد نه يې مخ واړوه او په اوښانو پسې ولاړ،  په لار کې  يې له ځان سره وويل: په سعد پسې راغلو،چې سره راټول مو كړي؛خو هغه خو موږ يو له بله بېل كړو،نور سعد نه لمانځم؛سعد خو يوازې يوه بې سا او مړه تيږه ده،چا ته خېر او شر رسولاى نشي .په دې وخت کې  يوه سړي په غوسه وويل : پر خداى دا سړى كافر شوى دى . خلكو وويل : ښه نو بيا څه چل وشو؟ هېڅ هم ونه شول . ټولو سرونه ښكته واچول او په سوچ کې  ډوب شول .

دې قيصې د حضرت ابوذر(رض) زړه نور هم ډاډه كړ او همدا قيصه وه، چې خلكو ته يې جرات وركړ،چې د دې بوتانو په باب فكر وكړي . په دې كې يو سړي وويل : د عدى بن حاتم کيسه مو اورېدلې، چې د فلس عبادت يې پرېښى او نصراني شوى دى؟خلكو وويل:نه! څه چل شوى و؟

صيفي د فلس خادم يوه اوښه د بني عليم له ټبره (چې د مالك بن كلثوم ګاونډى و) په زور واخسته،چې فلس ته يې قرباني كړي . د اوښې خاوند مالك ته راغى، چې خپله اوښه د فلس له خادمه واخلي.

مالك پر لوڅ اس كېناست او نېزه يې راوخسته،چې خادم يې له فلس سره نږدې وموند،خپله نېزه يې خادم ته ونيوه او ويې ويل : د ګاونډي اوښه مې راكړه!

 صيفي: ته د خپل خداى سپكاوى كوې؟

مالك  په زور له صيفي د اوښې پړى واخست او خادم فلس ته پناه يووړه او څنګ ته يې ودرېد او په ژړا او زارۍ يې لاسونه پورته كړل . مالك ته يې په اشاره وويل : پالونکيه! مالك بن كلثوم نن له تا يوه ښاېسته اوښه واخسته او سرغړونه يې وكړه. پالونکيه! تر ننه چا پر موږ ظلم نه  و كړى . صيفي ډېره خواري كوله،چې فلس د مالك پر خلاف راوپاروي او مالك وځوروي .عدى بن حاتم او هغه بل سړى (د اوښې خاوند) له فلس سره نږدې ولاړ ول او دا پېښه يې ليده . عدى وويل : ګورو، چې نن پر مالك څه كېږي؟ له دې  پېښې ډېرې ورځې تېرې شوې؛خو هېڅ و نه شول، عدى هم د فلس او نورو بوتانو عبادت پرېښود او نصراني شو .

حال  داچې د ټولو خلكو رنګونه  له حيرته تور اوختي ول، سرونه يې ټيټ كړل او په سوچ کې  شول .

دې قيصې هم د حضرت ابوذر(رض) پر زړه يخې اوبه  تويې كړې او  روح يې ارام شو . ډلې يو له بله بېلې شوې او د منات په شاو خوا کې  يې بسترې هوارې کړې او پر ښخ خوب ويده شول . ټول ويده دي، چوپه چوپتيا ده؛ خو حضرت ابوذر(رض) سترګې اسمان ته نيولې او ستوري څاري او او په نننۍ غونډه كې يې د بوتانو پر اورېدلو قيصو سوچ كاوه. د بوتانو له الوهيت او قدرته يې انكار كاوه او له ځان سره يې ويل : منات يوازې تيږه ده،چې نه چاته خېر رسولاى شي او نه له چا شر تمبولاى شي . په همدې وخت كې سوچ ورغى،له ځايه راولاړ شو او د منات پر لور ولاړ.منات ته چې ورسېد؛نو ګوري،چې بې ساه مجسمه ده، چې نه اوري او نه ليداى شي. د ازمېښت لپاره يې منات په کاڼي وايشت،چې يوازې يې كړنګ واورېدل شو.

 حضرت ابوذر(رض) په سوچ كې شو او له غوسې يې وويل: ته بېوسه يې! نه وسمن او ځواکمن! مخلوق او توږل شوى يې! نه خالق!نو ولې دې عبادت وكړو او څاروي درته قرباني كړو.دا ښكاره ده، چې زما ټبر بې لارې دى.

حضرت ابوذر(رض) په ارامۍ خپلې بسترې ته راغى او ويده شو. سهار شو؛لمر راوخوت او وړانګې يې خپرې شوې او د منات عابدين يې  راپاڅول؛ خو منات هماغسې چوپ او بې حسه و . نه  يې څه اورېدل او نه يې څه ليدل . ښځې و نر  له  مناته راټول شول او د منات عبادت يې پيل كړ؛خو حضرت ابوذر(رض) پکې برخه وانه خسته، منات ته يې شا كړه او پر اوښ سپور شو؛د فكر مرغۍ يې په هستى كې لوړه الوته، سر يې اسمان ته نيولى و،دهغه عظمت ته يې كتل او له ځان سره يې ويل:دا اسمان څنګه پر ځاى  ولاړ دى؟چا جوړ كړى؟ لمر ته يې داسې كتل؛لکه چې په لومړي ځل يې ليدلى وي،څنګه راخېژي او بېرته ډوبېږي،چې ورپسې تپه تياره كېږي؟او شپه په ستورو رڼا كېږي .د يقين په اندېښنو کې ډوب و؛هغه اندېښنې،چې د حضرت ابوذر(رض) شك يې د وچ  لرګي  په څېر په  اور کې  سوځاوه.

د غفار د ټبر عبادت پاى ته ورسېد،خلك تګ ته تيار شول . انيس، ابوذر ته ورغى،يوه شېبه ورته په ننداره شو.ګوري،چې حضرت ابوذر (رض) د خپل فكر د سمندر څپو اخستى دى،هيڅ يې ونه ويل او له خپل ټبر سره د غفار پاو روان شو.حضرت ابوذر(رض) هماغسې چوپ او په فكر کې  ډوب و،چې كاروان يوې درې ته ورسېد؛په ځير يې شاوخوا غرونو ته وكتل،په زړه کې يې وويل : دا غرونه چا درولي؟ څنګه يې ودرولي؟ لکه چې حضرت ابوذر(رض) د لومړي ځل لپاره دا دنيا ويني؛ځمكې ته يې وكتل، څنګه داسې هواره ده؟ په سر کې  يې فكرونه خوټېدل . حضرت ابوذر(رض) نوى ژوند وموند،د هدايت او لارښوونو وړانګو د حضرت ابوذر(رض) د زړه د شك پردې څيرې كړې؛هغه د شك پردې،چې كلونه كلونه يې له  زړه راتاوې  وې .

حضرت ابوذر(رض) له ټبر سره “غفار” ته ورسېد.ښځې او نارينه له  اوښانو راكوز شول . حضرت ابوذر(رض)خپل كور ته راغى؛ هغه كور چې د قبر په څېر تياره او چوپه چوپتيا پرې خپره وه،خپلې بسترې ته ولاړ؛ خو خوب يې له سترګو والوت؛د فكر بې قراره مرغۍ يې كله يو خوا او كله بل خوا الوته.كله اسمان او كله ځمكې ته او له ځان سره يې ويل:دا ځمكه او اسمان چا جوړ كړي دي؟زه څوك يم؟ زما څښتن څوك دى؟هغه څوك دى،چې سترګې يې د ليدو،ژبه يې د خبرو او فطرت يې د تقوى (خېر) او فساد (شر) د الهام لپاره راكړي دي .له هغه پرته بل څوك د عبادت وړ نه دى. هغه نوښتګر، خلاق، پنځګر، وسمن او ځواکمن دى . هو! لات، منات، عزى، ساف، نائله او سعد د عبادت وړ نه دي؛يوازې تيږې دي،بېوسه او بې نوښته دي .

د ايمان او يقين وړانګو د حضرت ابوذر (رض) پر زړه د خداى د عبادت اور ولګاوه، له سترګو يې اوښكې راوبهېدې او خپل حقيقي خداى ته پر سجده پرېووت.

حضرت ابوذر(رض) د يقين او حقيقت تږى و او د همدې چينې په لټه کې  و، چې و يې مونده او د كلونو تنده يې د حقيقت او معرفت په سړو اوبو  ماته  كړه.

حضرت ابوذر(رض) سر له اوږدې سجدې راپورته كړ،چې د سترګو تړمو اوښكو او خولو يې بدن لوند كړى و؛ مخ يې د څوارلسم د سپوږمۍ په څېر ځلېده.

د اوږدې سجدې ژړاګانو يې له زړه د كلونو كلونو پېټى سپك كړ؛ خپلې بسترې ته ولاړ او ويده شو. دا یې په ژوند كې خورا ارامه شپه وه. سهار شو او حضرت ابوذر(رض) په ارام له خپلې بسترې راجګ شو او په خواږه غږ د خداى پر عبادت بوخت شو،لاسونه يې اسمان ته نيولي ول،چې انيس راننووت،غوښتل يې خبرې ورسره وكړي؛خو د حضرت ابوذر(رض) دې كار انيس حيران كړ،چې ورور يې خپل ورك دوست موندلى او په مينه ورسره خبرې كوي . حضرت ابوذر(رض) د انيس په راتګ پوه نه شو،انيس هم لږ څه وروسته په سد شو او ويې ويل :څه كوې؟ حضرت ابوذر (رض):لمونځ كوم (عبادت كوم).

انيس : د چا عبادت كوې؟

ویې ویل :د خداى عبادت كوم .

انيس :يعنې د ” الله” عبادت كوې؟!؛خو له منات او ……  پرته د بل عبادت سم نه دى .

حضرت ابوذر (رض) : نه منات لمانځم او نه كوم بل بوت!

انيس : نو د چا عبادت كوې؟

ویې ویل : ما په دې نړۍ او طبيعت کې  داسې نښې ليدلي،چې ما ستاسې له خدايانو پرته بل خداى ته رابولي،هغه ستر، قادر او وسمن ذات دى؛ داسې هيلې نشته،چې په عقل او بحث جوتې شي،يو داسې ذات،چې تر ټولو لوى او پر ټولو واكمن دى .

 انيس :هغه خداى لمانځې،چې نه يې  وينې او نه  يې موندلاى شې ؟ حضرت ابوذر(رض) : هغه مې نه دى پېدا كړى؛خو په نښو يې پېژنم . انيس : ابوذره! ته دومره بې عقله نه وې،هغه خدايان پرېږدې،چې هم يې وينې او هم يې موندلاى شې او هغه خداى منې او لمانځې يې،چې نه يې وينې او نه يې پېدا كولاى شي؟

 حضرت ابوذر(رض) : دا خدايان يوازې ډبرې دي،چې نه پر څه پوهېږي او نه چا ته  زيان او ګټه  رسولاى شي.

 انيس : ابوذره!غواړې،چې زموږ او زموږ د نيكونو عقل په سيند لاهو كړې ؟

 حضرت ابوذر(رض): نو په دې کې  زما څه  ګناه ده،چې زموږ نيكونه او پلرونه ناپوهه او بې لارې ول . زموږ دين بې بنسټه دى،د غڼو د جالونو په څېر سست دى . ګوره! دې خبرې ته دې فكر نه دى،چې له موږه څوك سفر ته ځي او په لار کې  څلور كاڼي وويني؛نو كوم يو يې، چې پر سترګو ښه ولګي؛نو هغه يې خداى شي او درې نور يې تر ديګ لاندې نغرى شي؛دا ځكه پر سترګو يې ښه نه دي لګېدلي …. (دا ډېره عجيبه خبره ده)

 انيس : موږ كله هم په سفرونو كې داسې نه كوو،دا تيږې “اساف” او “نائله” دي او موږ يې د دې لپاره لمانځو،چې په مكه کې  دي . حضرت ابوذر(رض) : اساف او نايله دوه زناكاران دي،په دې خوښ يې، چې عبادت يې كوې؟!

 انيس : ابوذره!دا ته څه وايي؟ اساف په يمن کې پر نائله عاشق شوى و، دواړه كعبې ته راغلل،ويې ليدل،چې د خلكو له سترګو پناه دي؛ يو بل يې ښکل کړل او زنا يې وكړه؛بله ورځ د كعبې زيارت كوونكيو وليدل،چې دواړه مسخ شوي .خلكو هم د عبرت لپاره په كعبه کې كېښوول او څه موده وروسته  دوى د عبادت وړ او خدايان شول!!! حضرت ابوذر(رض) : دوى ستاسې خدايان دي؟!!!

انيس : نو ددې دومره معجزوپه باب يې څه وايي؟

حضرت ابوذر (رض) :دوى نه معجزې درلودې او نه به يې ولري . نه قدرت لري او نه قوت . هر څه د خداى له  لوري دي،هسې يې ورپورې تړي،همدا پرون د منات عبادت ته ولاړو،چې باران واوروي، عبادتونه  مو وكړل، پسونه مو ورته حلال كړل، څه يې وكړل؟هېڅ!! د هغه له لاسه د هېڅ  نه کولو لامل دا نه دى،چې موږ يې عبادت نه دى كړى يا مو قرباني ورته نه ده كړې او يا دا چې له موږه خپه شوى؛بلکې اصلي لامل يې دادى،چې له لاسه يې هېڅ  پوره نه دي .

انيس : بس دى!غلى شه!نږدې ده پر خبرو دې باور وكړم او د خپلو خدايانو په باب شكمن شم .

حضرت ابوذر (رض): هو انيسه !همدا مې ارمان دى .زه هيلمن يم، چې ته هم زما په څېر له دې بوتانو بېزاره شې او د هغه چا عبادت وكړې،چې د ځمكې او اسمانو خالق دى .

انيس : ايا دين هم د زړو جامو په څېر په اسانۍ بدلولاى شو؟ حضرت ابوذر(رض) : هو انيسه ! چې دين مو د زړو جامو په څېر وي .

د خپلې مور په راتلو چوپ شول . مور يې زامنو ته مخ كړ او و يې ويل : څه به كوو؟نظر مو څه دى؟ انيس : مورجانې! د څه په باب؟

مور: د وچكالۍ په باب .

انيس : څنګه چې موخوښه وي .

مور: د ماما كره به دې ولاړ شو، ماما دې شتمن او د ځمكو خاوند دى .

حضرت ابوذر(رض): څنګه،چې مو خوښه وي،چېرې چې ولاړ شو، خداى مو مل دى .

×
  • دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط اندیال در وب سایت منتشر خواهد شد
  • پیام هایی که حاوی تهمت یا افترا باشد منتشر نخواهد شد.
  • لطفا از تایپ فینگلیش بپرهیزید. در غیر اینصورت دیدگاه شما منتشر نخواهد شد.
  • ارسال دیدگاه برای این مطلب مقدور نمی باشد!