تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د لوراند او لورین الله په نامه د عقايدو لنډيز دين ته اړتيا آيا انسان دين ته اړتيا لري؟ انسان درې ډوله اړتياوې لري: ١_وګړيزې٢_ټولنيزې او ٣_ عالي. وګړيزې اړتياوې؛ لکه کور، کالى، ډوډۍ او د شهوت لرې کولو ته په شرعي نکاح واده کول.  ټولنيزې اړتياوې؛ لکه قانون او مشر. […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د لوراند او لورین الله په نامه

د عقايدو لنډيز

دين ته اړتيا

آيا انسان دين ته اړتيا لري؟

انسان درې ډوله اړتياوې لري:

١_وګړيزې٢_ټولنيزې او ٣_ عالي.

وګړيزې اړتياوې؛ لکه کور، کالى، ډوډۍ او د شهوت لرې کولو ته په شرعي نکاح واده کول.

 ټولنيزې اړتياوې؛ لکه قانون او مشر.

عالي اړتياوې؛ لکه پېژندنې او پوهېدنې.

د انسان په ډول ډول اړتياوو کې يې دين عالي اړتياوو ته ځواب ورکوي.

دين درته وايي: د هستۍ سرچينه چېرې ده؟ پنځګر يې څوک دى؟ موخه يې څه ده؟ د حقيقت پېژندنې موخه څه ده؟ او په دې ټولګه کې زموږ مسئووليت څه دى؟

موږ انسانان خپلې نېکمرغۍ او ودې ته کړلار ته اړتيا لرو، چې مخې ته مو درې لارې دي:

١_ خپله خوښه او سليقه وکړو.

٢_د خلکو د غوښتنو له مخې، خپلې کړنې او کړلار برابرې کړو.

٣_ځان الله ته وسپارو او يوازې د هغه له قوانينو لاروي وکړو.

خپله لار:

له ځانه جوړه شوې لار، کله هم ډاډمنه نه ده؛ ځکه د انسان پوهه ډېره محدوده ده او په ژوند کې مو ډېرې پښېمانۍ شته، چې پر غلطې لارې د تلو له پايلو راولاړې دي او پردې سربېره، د غريزو سرغړاندي، انسان کله يو خوا او کله بلخوا راکاږي او په لار کې ورته نوې اړتياوې رامخې ته کوي؛ نو له دې ټولو خبرو سره، بيا به هم پر هغه لار ځوو، چې د انسان تلپاتې نېکمرغي او بدمرغي ورپورې اړه لري او په خپل نيمګړي اند او پوهه به عمل کوو؟!

د خلکو لار:

دا لار هم د لومړۍ لار په څېر، ډاډمنه نه ده؛ ځکه کومې نيمګړتياوې، چې زموږ په اند او پوهه کې دي، د خلکو په پوهه او اند کې هم دي؛ لکه څنګه چې زه د خپلو ځاني غوښتنو په لومه ‏کې ښکېل يم، نور هم پکې ښکېل دي؛ لکه څنګه چې زه ډېر پښېمانه شوى او لا به پښېمانېږم، نور هم همداشان دي او که له دې ټولو خبرو تېر شو؛ نو هېڅ دليل نشته، چې زه له خپلې سليقې لاس واخلم او د نورو پر پله، پل کېږدم. خپله ازادي پرېږدم او د هغو بنديوان شم، چې له حقيقته مې خبر نه دي او نه څرګنده او نه جوته ده، چې هغوى به مې خواخوږى وي که نه؟!

د دين لار که غوره لار:

د هستۍ پنځګر د دين لار راوړاندې کړې او څرګنده ده، چې د هر څه جوړونکى، د جوړ شوي څيز پر ځانګړونو تر ټولو ښه پوهېږي.

 آيا د انسان وجود، د انسان د لاس تر جوړ شوي څيزه هم ناڅيزه او ساده دى؟!

د دين لاروي د عقل سپارښتنه ده:

پر پورتنيو خبرو سربېره، د دين لاروي، بشپړ عقلي او سوليز – منطقي چار دى؛ ځکه عقلمن تل د ګواښ احتمال او شتون په پام کې نيسي، په تېره، په مهمو چارو کې.

عقلمن، چې پر سفر وځي؛ نو د سفر د احتمالي خطرونو په پامنيوي، ځینې څيزونه له ځان سره وړي؛ خو بې عقلان، چې پر سفر وځي او له ځان سره د اړتيا وزلې نه وړي؛ نو که د سفر په ترڅ کې، کومه ستونزه ورپېښه‌ نشي؛ نو هغوى چې له ځان سره اوزار راخستي ول، تاوان يې نه دى کړى؛ بلکې په ډاډ يې سفر کړى؛ خو که کومه ستونزه ورپېښه شي؛ نو بې عقلو، چې اوزار يې نه وي وړي، تاوان به يې کړى وي او سفر به پرې زهر او ګنډېر شي.

او ستاسې په نظر، هغه به په داسې ځاى کې څه کوي، چې نه مخکې تلاى شي او نه روسته او څوک هم نه وي، چې مرسته ورسره وکړي؟

د همدې کېسې په څېر به هغوى ته هم ورپېښېږي، چې په دنيا کې يې دين غوره کړى وي او هغوى چې نه وي غوره کړى.

د انبياوو، صالحانو او مشرانو د وينا له مخې، انسان ته په مخ کې له ګواښونو او خطرونو ډکه لار پرته ده؛ نو که دا ژمنې رښتيا نه وي او قيامت رانغى او حساب و کتاب او پوښتنه نه وي؛ نو هغه چې په دنيا کې دينوال و او پر ديني احکامو يې عمل کړى و؛ نو هېڅ تاوان به يې نه وي کړى؛ بلکې يوازې دومره به شوي وي، چې بې دينه انسان کوم وخت، پر بې ارزښته چارو تېر کړى وي، دينوال به پر لمانځه او د دين د احکامو پر پلي کولو تېر کړى وي؛ خو که قيامت شو، چې راتلو ته يې غوڅ دليلونه دي؛ نو پوه شئ، دينوالو به تاوان نه وي کړى؛ بلکې بې دينو به تاوان کړى وي.

د دين لار د فطرت لار ده:

فطرت د پنځون پر وزن او يوه مانا لري. هغه ننګېرنه- احساس، چې په منځ ته راتلو کې يې ښووند او تمرين ونډه نه لري او په ټولو خلکو، وختونو او ځايونو کې تلپاتې او همېشنى چار دى؛ نو کله په فطرت او کله په غريزه تفسيرېږي.

البته غريزه هغه احساساتو ته ويل کېږي، چې په انسان او څارويو دواړو کې وي؛ لکه لوږه او تنده.

هو! د يو څيز عموميت یې پر ((فطري توب)) دليل دى. د ساري په ډول: له اولاد سره د مور مينه فطري ده؛ يعنې هغه ننګېرنه، چې بې له ښووند، تلقين او تمرينه، د انسان په خټه کې اغږل شوى او عموميت لري او دا مينه، په هر ځاى، وخت او حکومت کې، په ميندو کې وي؛ البته داسې لاملونه هم شته، چې ددې ننګېرنې ‏د پياوړتوب او کمزورۍ لامل ګرځي؛ ځکه کله دننني احساسات، پر ځينو نورو احساساتو لاسبرېږي.

د انسان په خټه کې له مال، خوشحالۍ او روغتيا سره مينه شته؛ خو په ټولو کې، دا مينه يو هومره او يو شانته نه ده؛ ځينې مال، له ځانه او ځينې ځان، له ماله ځاروي؛ لکه څرنګه چې په جاهلي عربو کې له غيرت او پت سره بې کچې مينې، د لور درلودل بې غيرتي ګڼله او لاملېده، چې پلار له لور سره له مينې لاس واخلي او په خپلو لاسونو يې تر تورو خاورو لاندې ژوندۍ ښخه کړي؛ نو د فطري توب مانا دا نه ده، چې انسان په عمل کې هم پرلپسې ور شي؛ ځکه ډېری يوه فطري چار پر بلې لاسبرېداى هم شي.

د فطرت د چار يوه پايله، وياړ ننګېرنه ده او هغه چې د فطرت پر پله، پل ږدي؛ نو زړه يې ارام او ډاډمن وي.

فطري دين څه ته وايي؟

داچې وايو دين فطري دى؛ يعنې د دين تومنه او جرړه د بشر په خټه کې ده.

د دين آرونه، ګروهې، فروعات، اخلاق او بنسټونه، د انسان له پنځون او فطرت سره اړخ لګوي. انسان، چې په هر عمر، ځاى او وخت کې وي، پوهېدل غواړي، د هستۍ سرچينه چېرې ده؟ چې دا هماغه د ((توحيد)) جرړه ده.

 انسان غواړي لارښوونه ورته وشي، حق او باطل ورته توپير شي، ننګېري-ننګېري، چې لارښووند ته اړين دى، چې دا د نبوت او امامت جرړه ده.

 سزا او اجر ورکول او همداراز په ښو چارو پسې، د انعام تمه او تر بديو روسته، د سزا تمه، په هر انسان کې ده.

که کوم ماشوم ته ګل ورکړئ؛ نو خوشحال به شي او که تنګ يې کړئ؛ نو په ژړا به شي؛ هغه خوشحالي او ژړا ستاسې د عمل سزا او اجر دى او دا فطري غبرګون، پر معاد باندې په ګروهه کې جرړه لري.

د نعمت له خاونده مننه او د هغه چا پر وړاندې عاجزي، چې چوپړ يې درته کړى وي، په عبادتونو او لمانځه کې جرړه لري. د بېوزليو د ستونزو هواري ته پام، په خمس، زکات او انفاق کې جرړه لري.

 په ستونزه کې ‏د راګېر انسان خلاصون ته پام او يا د نورو د نېکمرغېدو هيله او ورسره مينه ((پر نېکيو امر او له بديو منع)) په کولو کې جرړه لري.

البته د عبادتونو کول او يا داچې لمونځ څرنګه او پر کومه ژبه وکړو، تعبدي اړخ لري او بايد ووينو، په دې اړه ‏ديني مشرانو څه ويلي دي.

پوښتنه: که پر الله تعالی ګروهه ‏فطري ده؛ نو ولې ځينې پر دين او الله تعالی ايمان نه لري؟

ځواب: دين فطري دى؛ خو کېداى شي، ځينې د هستۍ د سرچينې په پېژندو کې تېروځي؛ لکه يو ماشوم، چې د شيدو لپاره د مور د سينې په لټه کې دى؛ خو پرځاى يې د شيدو بوتل روي او پردې سربېره کله خو داسې هم کېداى شي، ځينې فطري چارې، د نورو فطري چارو تر سيوري لاندې راشي.

د دين ځانګړنې

١_دين سپېڅلى دى؛ ځکه د الله تعالی قانون دى او د الله تعالی قانون سپېڅلى دى.

٢_دين له فطرت سره سمون خوري.

٣_دين له عقل سره اړخ لګوي.

٤_دين پراخ بنسټه دى. دين د انسان د ژوند ټولو اړخونو ته پام کړى او منظمه کړلار ورته لري.

 دين ټول هغه څه ويلي، چې انسان، له زوکړې تر مړينې ورته اړين دى. د قرآن شريف په سلګونو آيتونو او د ديني مشرانو په زرګونو روايتونو کې، د الله تعالی، ټولنې، کورنۍ، ملګرو، ګاونډيانو، څارويو او ان چاپېريال په هکله لارښوونې کړې دي.

٥_دين د وحې له سرچينې دى. دين ته ځاني غوښتنې، غريزې، محدويتونه او ګوندۍ لار نه لري او د ټولو ديني احکامو سرچينه الهي وحې ده.

د دين ګټې

موږ يوه موټر جوړولو ته څو پړاوه لرو:

١_د اوسپنې کان پيدا کوو. ٢_له پيدا شوي کانه اوسپنه راباسو. ٣_د موټر پرزې جوړو. ٤_جوړې شوې پرزې، يو له بل سره يوځاى کوو او په پاى کې جوړ شوى، موټر پر يوه تکړه چلوونکي چلوو.

دين هم پر انسان دا پينځه کړنې پلي کوي:

لومړى کار:

د دين لومړى کار، د انسان رابرسېرنه ده. که دين نه وي؛ نو موږ په سمه توګه نشو کړاى، ځان رابرسېره او وپېژنو؛ نو هغوى چې له الهي اديانو سره اړيکه نه لري؛ نو انسان يې په سمه توګه نه دى پېژندلاى.

په هغوى کې ځينې وايي: انسان په آر کې ((بيزو)) وه او ځينې نور يې وايي: ((د انسان زڼی او جوهر شهوت او د ټولو حرکتونو لامل يې شهوت دى.)) او هغوى له بېخه د انسان ژوند او نېکمرغي، بل شان پېژندلې او مانا کړې ده.

دين وايي:((بشره! يوازې شهوت او نس نه يې او امتياز او کمال دې په دې کې نه دى.))

که قرآن شريف ته يوه لنډه کتنه وشي؛ نو و به مومو، چې څنګه يې انسان را پېژندلاى دى.

 په ځينو آيتونو کې وايي:

 ((ته د الله تعالی خليفه يې)) (١).

((څه چې په ځمکه او آسمان کې دي، ستا دي.)) (٢)

((الهي امانت درسره دى.)) (٣)

((په تا کې الهي روح در پو کړاى شوى دى.)) (٤)

((په پنځون کې تر ټولو غوره مخلوق يې.)) (٥ )

((ته پر موږ ګران يې.)) (٦)

((موږ فضيلت درکړ.)) (٧)

 او بيا خبر ورکوي، چې پام دې وسه؛ هسې نه ځان ورک او هېر کړې، ګنې تاوان به وکړې او په سوداګرۍ‏ کې به ګټه و نه کړې او پام دې وسه، چې ځان ارزانه و نه پلورې او بې له ” الله تعالی”، پر بل ځان و نه پلورې.

دويم کار:

د دين بل کار له دې پېژندل شوي کانه رااېستل دي.

انسان بايد له تېريو، ناپوهيو، خرافاتو او شرکونو راواېستل شي؛ لکه څنګه چې قرآن شريف وايي: ((يُخْرِجُهُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّوُرِ))؛ يعنې الله تعالی مؤمنان له تيارو رڼا ته راوباسي)) (٨).

درېیم کار:

دين د پېښو په بټيو کې انسان ويلې کوي؛ لکه څنګه چې اوسپنه په بټۍ کې ويلې کېږي. دين د انسان په زړه کې له لايتناهي سره مينه اچوي او ورسره یې په اړيکه کې کو يې او بيا دا بې نهايت کوشنى، په بې نهايت ستر کې ويلې کوي.

هو! انسان د دين په مرسته او د دعاوو، عبادتونو، توبو او ژړاوو له لامله ويلې کېږي او ناخالصي ترې بيلېږي.

څلورم کار:

د دين څلورم کار، د انسان وګړنۍ روزنه ده؛ يعنې د انسان د ځان جوړونې کړلارې، عبادت، تقوا او د انسان د نېکو ځانګړنو را زرغونول او انساني کمال دى. هماغه کار، چې پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم، په هغه سخت وخت کې، په مکه کې وکړ. په دې ټولګه کې، ټول هغه احکام دي، چې ټولنيز اړخ نه لري، څو انسان يو په يو جوړ شي.

وګړني عبادتونه د ځان جوړونې سريزه ده او ځان جوړونه، د ټولنې جوړونې سريزه ده. د ټولنې د جوړونې کار بايد له وګړي پيل شي.

 الله تعالی، له خپل استازي غواړي، لومړى ځان پاک کړي: ((وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ)) (٩) په دويم پړاو کې ورته وايي: ((مېرمنو او لوڼو ته دې ووايه، چې پاک وسي)) (١٠). په درېیم پړاو کې ورته وايي: ((خپل نږدې خپلوان انذار کړه)) (١١) او په څلورم پړاو کې ورته د مکې د شاوخوا د خلکو د انذار دنده ورکول کېږي: ((لِّتُنذِرَ أُمَّ الْقُرَى وَمَنْ حَوْلَهَا)) (١٢) او تردې روسته د نړيوالو د لارښوونې وار را رسي: ((كَافَّةً لِّلنَّاسِ)) (١٣)

پينځم کار:

د دين پينځم کار د جوړو شويو انسانانو ترمنځ اړيکې، يووالى او د الهي پراخ بنسټ حکومت جوړول دي (هماغه کار، چې آنحضرت صلی الله علیه وآله وسلم په مدينه کې وکړ)، چې اسلامي ټولنه جوړه شي او کچې او موخې يې د توحيد پر بنسټ وي.

شپږم کار:

د دين روستى کار دا دى، چې يو موټى ټولنه، سپين لمني – معصوم او تکړه مشر ته وسپاري، چې ديني مشر، امت له مفسدو، مسرفو، ناپوهو او ظالمو وګړيو له واکمنۍ وژغوري او امت له دنيا پالۍ او پرې له زړه بايللو خلاص کړي او په رښتيا، د ټولنې مشري، فاسد مشر ته ورسپارل د انسانيت د مقام سپکاوى دى.

که په لنډو يې ووايو؛ نو ويلای شو، چې دين يو ټوليزه کړلار ده، چې پر ځانګړیو الهي کچو، د وګړي او ټولنې د ((ليد))، ((هڅو)) او ((دود)) څرنګوالى ټاکي.

ولې ځينې الله تعالی پر دين ړانده کړي؟

له دينه د تېښتې او ورته د نه پام کولو لاملونه دا کېداى شي:

١_د دين نه پېژندل

دين ته د ځينو خلکو د پام نه کولو لامل، د دين نه پېژندل دي.

په يو روايت کې راغلي: که څوک مو د خبرو پر ښکلا پوه شي؛ نو ملګرى به مو شي (١٤).

په دعا کې وايو: الله تعالی! د ناپوهۍ له لامله مې ستا له حکمه سرغړونه وکړه (١٥).

 که انسان د نېکو کړنو له اغېزو او د ناوړچاریو له سزا خبر وي؛ نو پخه خبره ده، چې نېکچاري به کوي او له بديو به ځان ژغوري.

دين ته د خلکو د راجذبولو لپاره پکار دي، په ټولنه کې پر دين او احکامو يې پوهاوى دود شي او د اسلامپوهانو او نوي کهول ترمنځ اړيکې لاپسې غښتلې شي.

٢_دين ته د خرافاتو ورننووتل

له دينه د تېښتې يو لامل هغه خرافات دي، چې د بې عقله دوست او هوښيار دښمن له خوا په دين کې ورګډ شوي دي. که يو تږي ته د اوبو ګيلاس ورکړ شي، چې پکې مچ وي؛ نو اوبه به تو يې کړي او و به يې نه څښي. د دين ډېر داسې تږي شته، چې له دينه د هغو خرافاتو له لامله تښتي، چې پکې ورګډ شوي دي. کله ځينې حرام، پر ځان حلالوو او کله ځينې حلال، پر ځان حراموو او کله خو ځانونه په ځينو ملا ماتوونکيو دودونو کې د دين په نامه راګېروو؛ نو ګرانو! د هغه کسانو کړنو ته مو بايد ډېر پام وي، چې له دينه د انسانانو د تېښتې لامل ګرځي.

٣_ له دينه ناسم تعبيرونه او پوهېدنې

کله له دين او ښوونو يې ناوړې پوهېدنې کېږي او بيا همدا ناسمه پوهه، د دين په نامه تبليغېږي او د داسې پوهې خاوند پردې ګروهه ‏دى، چې هر دينوال بايد داسې اند ‏او کړنه ‏وکړي، دا جوته ده، چې له دين او ښوونو يې ناسمې پوهېدنې او د دين په نامه ددې پوهېدنو تبليغول، دين ته د نورو د راتګ مخه نيسي. د دين د تبليغ څرنګوالى ډېر مهم دى. د دين تبليغ هم ټولنپوهنه غواړي، هم ارواپوهنه او هم سليقه[1].

٤_ د ځينو دينپالو کړنې

کله د ځينو دينپالو ‏کړنې، له دينه د تېښتې لامل دي؛ لکه وږي انسان ته په چټل لوښي کې د پاکو خوړو ورکول، له خوړو د وږي زړه توروي.

٥-د دين ناسمه شننه

هغوى چې پر دين ګروهه نه لري (لکه توکيزپالي)، اړ دي، د دين پنځون ته شننې او لاملونه راوړي، چې ځينې شننې يې اروايي اړخ لري او ځينې وټيزې، چې دا ټول له واقعیته لرې خبرې دي؛ البته ددې شننو بطلان جوت شوى او ډېرو ته خوله ماتې ځواب هم ورکړ شوى دى (١٩).

ماده پال وايي: په بشري ټولنو کې د دين د پنځون بنسټ عقل او فطرت نه؛ بلکې لامل يې له څښتنه وېره، بېوزلي او ناپوهي ده.

 بېوزلي:

داچې بډايانو او شتمنو غوښتل، د بېوزليو او کارګرې طبقې پر حقونو ګېډه واچوي؛ نو د دين په نامه يوه وزله يې جوړه کړه، چې بېوزلي پرې وزبېښي. هغوى د ارتجاع په عواملو، د ټولنې د بېوزليو غوږونه ډک کړل، چې دا دنيا ارزښت نه لري، صبر او پراخه سينه ولرئ؛ ځکه د الله تعالی صبر او صابران خوښ دي، په بېوزلۍ ژوند وکړئ، ګوزاره کوئ او پر لاریونو او پاڅونونو لاس مه پورې کوئ او يوازې اخرت ارزښت لري؛ ځکه شتمنو له دې ټکيو ناوړګټنه وکړه، چې بېوزلي بې هڅې کوي او له دې لارې به يې چوپتيا او سکوت ته اړ ايستل.

له عقله ددې لرې شننې بطلان او بې بنسټي، په څو دليلونو ده:

لومړى داچې صبر د تسليمېدو په مفهوم نه دى. په کوم ځاى کې، چې دين وايي: ((فَمَنِ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُواْ عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ)) (١٧)؛ يعنې چاچې پر تاسې تېری وکړ؛ نو هماغسې پرې تېرى وکړئ؛ نو ددې آيت په رڼا کې څرنګه کړاى شو، د دين لپاره داسې ناسمه شننه وکړو؟!

اخرت ته پام ‏کله هم پردې مانا نه دى، چې د يو وګړي حق په بل ضايع شي او له دنيا لاس واخلو او ورشا کړو.

په قرآن شريف کې د اخرت د کلمې هومره د دنيا کلمه هم راغلې ده. اسلام ټولو هغو ټکيو ته چې ناوړګټنه ترې شوې، سمه او خوځنده مانا لري. د صبر مانا زغمل نه؛ بلکې صبر؛ يعنې د تېري پر وړاندې او د خپل حق اخستو ته استقامت او پایداري ده.

اسلام وايي:که څوک له دښمنه د خپل مال د اخستو او ساتنې لپاره ووژل شي؛ نو شهيد دى؛ يعنې د خپل حق اخستو ته بايد د شهادت تر پولې پورې استقامت وشي.

 ((دنيا ارزښت نه لري)) د تعبير مانا دا نه ده، چې دنيا له لاسه ورکړو؛ بلکې مطلب يې دا دى، چې د هغه انسان ارزښت تردې دنيا خورا ډېر دى، چې پر ځمکه د الله تعالی ځايناستى دى او ‏نه ښايي انسان ته موخه دنيا شي[2].

اسلام پردې سربېره، چې له شتمنو نامشروع اموال اخلي او د هغوى آریز خاوندانو ته يې ورکوي، بېوزليو ته هم وايي: د شتمنو پر وړاندې تواضع او عاجزي منع ده او څوک چې د چا شتمنۍ له لامله شتمن ته تواضع وکړي؛ نو د دين يو پر درېیمه برخه يې له منځه تللې ده.

دويم داچې که شتمنو دين منځ ته راوړى وي؛ نو انبياوو به خلک په شتمنو پسې نه راپاڅول. ( ژباړن: پردې مطلب د لا پوهېدو لپاره د انديال شهيد مرتضى مطهري د “وحې او نبوت” کتاب ولولئ، چې په پښتو هم چاپ شوى دى)

درېیم داچې دين، پانګوالي محدودوي او د درآمد ډېرې سرچينې يې منع کړي؛ لکه بډې اخستنه، ډنډۍ وهل، ربا، دوکه، غلا او. . . . . چې دا چارې دين په سخته غندلي؛ نو ښکاره خبره ده، چې هېڅ شتمن به دداسې يوه دين د جوړولو پلوى نه وي، چې هغه د مال له زېرمولو ژغوري او په ډول ډول احکامو، جېب يې د بېوزليو په پلوۍ تشوي او کله خو يې مصادره کوي هم.

ماده پال خو کله دا هم وايي: دين بېوزليو منځ ته راوړى دى. بېوزليو دين د خپل زړه خوشحالولو ته جوړ کړى دى. هغوى وويل: که دنيا نه لري؛ نو څه پروا کوي، اخرت خو لرو او اخرت تر ټولو غوره دى. ددې پرځاى، چې په بازار او کار پسې ولاړ شو، جومات ته به ولاړ شو.

دا شننه هم له قصده ډکه او ناسمه ده. دين د ناغېړۍ او بې کارۍ پلوی نه دی.

حضرت علي (ک) وپوښتل شو: ((دا پر اوښ څه بار دي؟ په ځواب کې يې وويل: د کجورو سل زره ونې)). پوښتونکى حيران شو او بيا يې پام شو، چې د کجورو سل زره زڼي پر اوښ بار دي. اندنه داسې وه، چې له هر زڼي بايد د يوې ونې د راټوکېدو په اند کې شو. هغه مبارک څومره د کجورو بڼونه جوړ کړل او څومره څاه ګانې او کارېزونه يې وکنل.

الهي پېغمبران يا بزګران ول يا ترکاڼان يا ګنډونکي او يا شپاڼه؛ نو لنډه داچې يو الهي پېغمبر به هم و نه ګورې، چې ورهڼه-کسب او کار يې نه درلود.

وېره:

لکه څنګه چې انسان په وړوکتوب کې د مور و پلار په نامه پناه ځای ‏لري؛ نو په غټوالي کې يې هم ځان ته د څښتن په نامه يو پناهځی جوړ کړى؛ ځکه انسان هم د زور او ځواک ‏له پلوه محدود دى او هم پېښې او ګواښونه ډېر دي. ړومبني انسانان به، چې له ناوړه پېښو (لکه زلزلې، تندر او. . . ) سره مخ شول؛ نو ځان ته به يې مبهم پناهځايونه فرضول او د وېرې پرمهال يې پناه وروړه او له دې لارې يې خپله وارخطا اروا ډاډمنوله؛ ځکه پر څښتن د ايمان جرړه په وېره کې ده!

په ځواب کې بايد وويل شي: که پر الله تعالی د ايمان جرړه، په وېره کې ده؛ نو ستر ډارن به ستر مؤمن وي.

کېداى شي دلته د ګران لوستونکي ماغزو ته پوښتنه راشي، چې که الله تعالی ته پام او د دين منلو جرړه وېره نه ده؛ نو ولې انسان د وېرې او خطر پرمهال،  الله تعالی ته مخه کوي او الله تعالی وريادېږي؟

په ځواب کې بايد وويل شي: سمه ده، چې د وېرې پرمهال الله تعالی انسان ته ډېر وريادېږي او الله تعالی ته پناه وړي؛ خو ددې مانا دا نه ده، چې پر الله تعالی د ايمان جرړه په وېره کې ده. که انسان د تندې پرمهال د اوبو پر لور ځي؛ نو دا پردې مانا نه ده، چې اوبه د انسان د ذهن جوړ شوى څيز دى؛ بلکې مانا يې دا ده، چې اوبه يو شته حقيقت دى، چې تنده مو د اوبو پر لوري کاږي.

ناپوهي:

د دين يوه ډله مخالفين، چې د عقل او فطرت پر بنسټ، د الله تعالی پېژندنې له حقانيت سره مخالف دي، وايي: پر الله تعالی د ايمان جرړه، په ناپوهۍ کې ده او ګروهن دي: انسان ته ځینې پېښې ورپېښېدې، چې پر دليل يې نه پوهېده؛ نو چې د کومې چار په علمي شننه کې به پاتې راغلل؛ نو له ځان سره به يو خدای فرضاوه، ويل يې: دا د الله تعالی کار دى. د ساري په ډول: د سپوږمۍ او لمر نيونې، زلزلې او نورو پېښو پر علت به چې نه پوهېدل؛ نو له ځان سره به يو څښتن فرضاوه، چې ووايي: دا د څښتن کار دى او له همدې ځايه ول، چې د څښتن په نامه خبره رامنځ ته شوه؛ خو په حقيقت کې، دا خبرې بې بنسټه دي او له هماغه پيله يې پېرېدونکي او مينوال نه درلودل؛ ځکه:

١_که پر الله تعالی د ايمان جرړه، پر طبيعي علت نه پوهېدل وي؛ نو هغه چې تر ټولو ناپوه وي؛ نو ايمان به يې هم ډېر وي.

٢_ که پر الله تعالی د ايمان جرړه، په ناپوهۍ کې وي؛ نو الهي کتابونو به خلک ناپوهۍ ته هڅول؛ خو قرآن شريف، په ډېرو آيتونو کې، د علم پر ارزښت رڼا اچولې او خلک يې د پوهې زده کړې ته هڅولي دي.

((يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ))

او همداراز: ((هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ))

٣_ که پر الله تعالی د ايمان جرړه، په ناپوهۍ کې وي؛ نو الهي مشران بايد جاهلان واى؛ خو تر ټولو پوه انسانان ول.

٤_که پر الله تعالی د ايمان جرړه په ناپوهۍ کې وي؛ نو د چاچې پوهه ډېرېږي او ناپوهي يې لږېږي؛ نو ورسره به يې ايمان هم لږېږي! او همداچې د طبيعي پېښو پر لاملونو پوه شو؛ نو پر الله تعالی باندې له ايمانه بايد لاس واخلي؟!

خو د”ګاليله”، “انيشتاين”، “ابوعلي سينا بلخي” په څېر کسان ول، چې پخپله کاشفان ول؛ خو پر الله تعالی يې ايمان درلود.

رښتيا تاسې پخپله ووایئ، چې د يو يا څو قوانينو رابرسېرنه، موږ د قانون ايښوونکي له شتونه بې اړې کړاى شي؟!

ټول ښه پوهېږي، چې د طبيعي قوانينو رابرسېرنه او د هستۍ پر خوالو د انسان پوهېدل، د هغه په ايمان راوړو او الله تعالی ته په نږدېدو کې خوار ګټور دي.

د غوره دين او ښوونځى ځانګړنې

١_د عقل پر بنسټ او د دليل له مخې وي.

بايد ووايم: د دين د عقايدو آرونه نه بايد له عقل سره په ټکر کې وي؛ خو پکار نه ده، ټول خلک په هر ځاى او وختونو کې، د دين پر احکامو، آرونو او کړلارو، د خپل عقل له مخې، پوه شي؛ ځکه کوم مهال، چې د دين ډېر احکام راځي، کېداى شي ځينې يې پر خواله پوه نشي او عقل ته يې فلسفه روښانه نشي؛ ځکه ديني احکام، د عقل ضدېداى نشي او کېداى شي تر عقله په لوړه کچه کې وي.

٢_د انسان له فطرت او طبيعت سره سمون ولري

د يو دين لارويان بايد د خپل دين احکام له خپل فطرت او طبيعت سره په سمون کې وويني. د ساري په ډول: انسان په طبيعي توګه واده ته اړتيا لري؛ نو ښکاره ده، چې غوره دين هغه دى، چې پخپلو کړلارو کې واده ته هم پام وکړي.

٣_ تحريف او اړول شوى نه وي

په خواشينۍ وايم: تحريف او اړونه هغه بلا وه، چې پخواني اديان يې راوپرځول. قرآن شريف له دې ناوړه کاره، پرده اوچته کړې، وايي: ((يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِ)) (٢٠)؛ نو د دين په احکامو کې ګوتې وهل يې بې خاصيته کوي او له دين سره یې د کينه کښو وګړيو، لوبڅى کوي؛ خو له نېکه مرغه، هوښيار دښمن او بې عقله دوست ونشول کړاى، د اسلام په دين کې ګوتې ووهي او وايې ړوي؛ ځکه په خپله الله تعالی د قرآن شريف ساتنه پر غاړه اخستې ده. ((إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ)) (21)

٤_هيله او روحيه ورکوونکى وي

د يوه ښوونځي غوره والى په دې کې دى، چې انسان ته مينه او هيله ورکړي. که په ښوونځي کې يو زدکړیال پوه شي، چې خواري يې اوبه نه وړي؛ نو په مينه به زده کړه کوي.

په “الهي نړۍ ليد”کې، انسان ګروهه لري، چې هر مهال د الله تعالی تر څارنې لاندې دى او د پوټي ښېګڼې اجر او پوټي ناوړه کار؛ ان که د مثقال هومره هم وي، سزا يې ورکول کېږي او باور لري، چې غيبي مرستې کړاى شي، په سختو شرايطو کې يې مل شي.

٥_ راتلونکي ته پام

د دين بايد ګاندې ته پام وي او خپلو لارويانو ته پر راتلونکي رڼا واچوي او روښانه یې کړي او د نېکمرغۍ او پرمختګ لار ور وښيي او هواره يې کړي؛ البته ډېر داسې ښوونځي دي، چې د “اخرت” پرځاى يې “اخور” ته پام وي.

٦_ هر اړخیزي او پراخ بنسټي

د دين هم بايد نظري چارو ته پام وي او هم عملي چارو ته، هم ددې دنيا په فکر کې وي او هم آخرت هېر نه کړي او هغه څه پکې وموندل شي، چې د انسان او ټولنې اړتيا ورته وي، چې دا ښکلا او پراخ بنسټي، په قرآن شريف کې موندل کېږي؛ ځکه مانيز- معنوي، توکيز – مادي، دنيوي او اخروي چارې يې یو د بل ترڅنګ راوړي دي. قرآن شريف، چې د کوروالي په هکله خبرې کړي: ((نِسَآؤُكُمْ حَرْثٌ لَّكُمْ فَأْتُواْ حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ))؛ نو ترڅنګ یې ورسره وايي: ((وَقَدِّمُواْ لأَنفُسِكُمْ)) (٢٢)خپل اخرت ته له مخکې توښه ولېږئ؛ يعنې سره له دې، چې ددې دنيا په ګټه کې ياست، د صالح اولاد په فکر کې شئ، اخرت ته مو سپما شي.

٧_ په ټپه درېدنه و نه لري

په اسلام کې د بېرته راستنېدو لار پر هېچا نه ده تړل شوې او د قرآن شريف ډېرو آيتونو د ګناهکارانو د حالت تر بيانولو روسته، د توبې خبره کړې؛ ځکه يوه ستره ګناه، د الله تعالی له لورنې نهيلي ده.

څوک دې په هېڅ شرايطو کې هم د الله تعالی له لورنې نه نهيلېږي او ځان دې په ټپه ولاړ حالت کې نه ويني. غوره او ښه دين هغه دى، چې له ګناه، د ګناهکار د راستنېدو لار هواره کړي.

٨_د احکامو پلي کول يې اسان وي

پشپړ دين اسان وي؛ يعنې د احکامو په پلي کولو کې يې لارويان نه ستونزمنېږي. په غوره دين کې وسواس او سودا ته ځاى نه وي. په دين کې هغه آرونه او قواعد دي، چې موږ ته ژوند اسانوي. آر دا دى، چې هر څه پاک دي؛ خو داچې پرخلاف يې جوت شي. آر دادى:کوم مالونه، چې د مسلمانانو په لاس کې دي، حلال او خپل يې دي؛ خو داچې خلاف يې جوت شي؛ نو غوره دين اسان او پلي کول يې هم اسان وي.

پوهې ته اړتيا:

دين پوهنه فرض ده. قرآن شريف وايي: ولې ځينې د دين پوهنې او تفقه لپاره له هېواده بهر نه وځي؟

تفقه؛ يعنې د دين ژوره پوهه، چې پر ځينو فرض ده، چې په دې لار کې هڅه وکړي، چې فقيه شي او نورو ته هم پکار ده، په فقهي چارو کې، په فقيه پسې ولاړ شي، چې البته ددې خبرې مانا دا نه ده، چې عادي خلک دې پر دين پوهېدو ته خواري و نه کړي؛ بلکې ټولو ته پکار ده، تر خپلې وسې، ځان پر دين پوه کړو.

بايد ووايم: په دين کې تفقه يوازې په احکامو؛ (لکه لمونځ، روژې، زکات، خمس او. . . ) کې نه ده؛ بلکې ځان، د دين پر آرونو، ګروهو او تاریځ هم په بشپړ توګه پوهول پکار دي؛ ځکه دين يوازې فقه نه ده. قرآن شريف څه د پاسه شپږ زره آيتونه لري، چې تقريباً پينځه سوه يې د احکامو په هکله دي او نور يې د نورو چارو په باب دي.

د اديانو ثابتې پوهنې

الهي اديان ډېر ګډ ټکي لري، چې ځينو ته يې لنډه کتنه لرو:

١_توحيد:

 ټولو الهي اديانو، ‎توحيد ته بلنه کول: ((اعْبُدُواْ اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ)) (٢٣) او ټولو الهي اديانو له شرک، بوت مانځنې او طاغوت سره مبارزه کړې وه. ((أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ)) (٢٤).

٢_نبوت:

 ټولو الهي اديانو، انسانان له الهي پېغمبرانو لاروۍ ته رابلل، چې د کړنو سرچينه يې الهي وحې وه.

٣_معاد:

 ټولو اسماني اديانو، انسانان، له قيامت ورځې او له کړلارو يې خبر کړي ول.

٤_عبادت:

 په ټولو اديانو کې د لمانځه فريضه د لمر په څېر ځلېدلې ده.

حضرت ابراهيم خليل الله علیه السلام وايي: ((رَبِّ اجْعَلْنِي مُقِيمَ الصَّلاَةِ))؛ يعنې الله تعالی! ما له لمونځ کوونکيو وګرځوې.

د قوم بې لارو، حضرت شعيب علیه السلام ته وويل: ((آراَتُكَ تَأْمُرُكَ أَن نَّتْرُكَ مَا يَعْبُدُ آبَاؤُنَا)) (٢٥)؛ يعنې ايا ستا لمونځ تاته امر كوي، څه چې زموږ پلرونو نمانځل (؛ نو) موږ يې پرېږدو.

 حضرت عيسى روح الله علیه السلام په زانګو کې وويل: ((وَأَوْصَانِي بِالصَّلَاةِ)) (٢٦).

٤_روژه:

 روژه په ټولو الهي اديانو کې وه: ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ =مؤمنانو! روژه پر تاسې فرض شوې ده؛ لكه چې تر تاسې پر ړومبنيو فرض شوې وه، چې پرهېزګاران شئ.)) (٢٧)

٥_جهاد:

 قرآن شريف د انبياوو د جهاد په هکله وايي: ((وَكَأَيِّن مِّن نَّبِيٍّ قَاتَلَ مَعَهُ رِبِّيُّونَ كَثِيرٌ)) (28).

٦_حج:

 الله تعالی، حضرت ابراهيم ته وايي: ((وَأَذِّن فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِن كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ = او خلك حج ته راوبوله، چې هغوى تاته له هرې لرې لارې، پلي او پر ډنګرو اوښانو سپاره راشي.)) (٢٩)

٧_زکات:

 زکات يوازې په اسلام پورې ځانګړې نه دى. حضرت عيسى وايي: ((وَأَوْصَانِي بِالصَّلَاةِ وَالزَّكَاةِ مَا دُمْتُ حَيًّا)) (٣٠).

لقمان حکيم خپل زوى ته وايي: ((يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ)) (٣١)؛ يعنې يه زما زويکه! لمونځ ادا کړه او پر نېكيو امر او له بديو منع كوه.

دا ول د الهي اديانو ځینې ګډ ټکي او؛ لکه څنګه چې په الهي اديانو کې ګډ ټکي او توپيرونه شته؛ نو په هر دين کې هم ثابت او متغيير احکام شته.

ثابت احکام بدلون نه مومي؛ خو متغير احکام د مصالحو له مخې، د بدلون وړ دي؛ لکه جګړه او سوله.

دلته به د متغييرو احکامو دوو بېلګو ته اشاره وکړو:

حضرت علي د خپل حکومت پرمهال پر اسونو هم زکات ټاکلى و او د ځينو نيوکو په ځواب کې يې ويل: سږ کال نشتمن ‏ ډېر دي او د بيت المال درامد هم لږ دى؛ نو د اسونو خاوندان هم بايد زکات ورکړي.

هغه مهال، چې امام کاظم بندي و؛ نو داچې لارويان يې و نه پېژندل شي او له کړېدو خوندي وي؛ نو خمس يې وروباښه. د امام تر شهادت روسته ځينو له امام رضا وغوښتل، چې خمس دې د پخوا په څېر وبښل شي؛ خو امام ورته وويل: خمس د بښنې وړ نه دى او که زما پلار بښلى و؛ نو هغه ستاسې د ځان ژغورلو لپاره و.

نړۍ ليد:

نړۍ ليد؛ يعنې له نړۍ ټوليز تفسير. ځينې، چې هستۍ ته ګوري؛ نو د موخې، شعور، نظم او حساب و کتاب خاونده يې ګڼي، چې دې نړۍ ليد ته ((الهي نړۍ ليد)) وايي.

خو ځينې ګومان کوي، هستي له پخوا کړلار، شعور او موخه نه لري، چې دې ډول نړي ليد ته ((توکيز نړۍ ليد)) وايي.

ددې دواړو نړۍ ليدونو توپير روښانه دى. که هستي بې له کومې کړلارې او موخې وي؛ نو ما ته هم د نظم د منلو او د محدوديتونو د زغملو دليل نشته.

يوازې په الهي نړۍ ليد کې کړاى شو، پازوال او ژمن انسان ووسو. ګروهه ‏او نړۍ ليد مو پر کړنلارو او ټاکنو اغېز لري.

د پوهې مقام:

لکه څنګه چې د کړنو جرړه مو په نړۍ ليد کې ده؛ نو زموږ نړۍ ليد هم زموږ له پوهې او پېژندنې جرړه اخستې ده؛ يعنې د نړۍ ليد ټاکنه، په پوهې او پېژندګلو پورې اړه لري.

د نورو موجوداتو په پرتله، د انسان غوراوى، د پوهې له نعمته برخمنېدل دي. همدومره بس، چې لوى الله تعالی، په قرآن شريف کې په ډېرو آيتونو کې، “پېژندګلو” او “معرفت” ته رابللي يو او قرآن شريف، هغوى په سخته غندلي او رټلي، چې اندنه‏، تعقل او تدبر نه کوي.

د پېژندګلو او معرفت اوزار

١_حواس

په دې هکله قرآن شريف وايي: ((وَاللّهُ أَخْرَجَكُم مِّن بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ لاَ تَعْلَمُونَ شَيْئًا وَجَعَلَ لَكُمُ الْسَّمْعَ وَالأَبْصَارَ وَالأَفْئِدَةَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ =الله تاسې د خپلو ميندو له ګېډو په داسې حالت كې راوايستئ، چې په هېڅ نه پوهېدئ او تاسې ته يې غوږونه، سترګې او عقلونه دركړل؛ دا ځكه چې( د الله د نعمت) شكر وكاږئ. (٣٢)؛

٢_عقل

عقل ستر الهي نعمت او د انسان باطني حجت دى، چې د عقل په مرسته هم محسوسات په سمه توګه وپېژنو او هم د چارو د شننې ځواک ‏پيدا کړو.

٣_وحې

وحې د الهي معارفو سرچينه ده او له هغه ځايه، چې د وحې سرچينه، د الله تعالی ناپايه پوهه ده؛ نو تر ټولو ډاډمن او پياوړى اوزار دى، چې د بشر په برخه شوې ده.

د پېژندګلو يا پوهاوي سرچينې

١_طبيعت

د قرآن شريف ډېرو آيتونو په بېلابېلو طبيعي موضوعاتو کې “تدبر” ته رابللي يو؛ لکه د ځمکې او اسمانو پنځون، د شپې او ورځې راتګ، په اوبو کې د بېړۍ حرکت، غرونه، ځناور او. . . .

٢_تاریځ

د تاریځ لوستل ګټور او له پېښو، برياوو او ناکاميو سره اشنايي، د انسان د تاریځ په لوستو، د هستۍ پر قوانينو پوهېداى شو: ((لَقَدْ كَانَ فِي قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِّأُوْلِي الأَلْبَابِ)) (٣٣)

٣_انسان

د انسان د بېلابېلو اړخونو څېړنه ددې لاملېږي، چې د وسې، وړتيا او اړتياوو په اړه ژوره پوهه يې تر لاسه شي. الله تعالی په قرآن شريف کې وايي:((سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنفُسِهِمْ ان يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ)) (٣٤).

د معرفت او پېژندګلو د لار خنډونه

١_ ځاني غوښتنې:

 ((وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّنِ اتَّبَعَ هَوَاهُ)) (٣٥) څوک به تر هغه بې لارې وي، چې په خپلو ځاني غوښتنو پسې ځي؟

۲_ د پلار نيکه غلط دودونه:

((وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا (احزاب/۶۷)= او وايي (به): ((پالونكيه! په واقع كې موږ د خپلو مشرانو او لويانو ومنل؛ نو له موږه يې (سمه) لار وركه كړه. (٣٦)

٣_لنډګروهي- تعصب او انديز‏ استبداد:((وَقَالُوا قُلُوبُنَا فِي أَكِنَّةٍ)) (٣٧)

د دين آرونه

ړومبى آر: توحيد

د توحيد حقيقت او اړخونه

په اسلامي فرهنګ کې توحيد پراخ مانا لري.

توحيد؛ يعنې د الله تعالی پر يووالي ايمان.

توحيد؛ يعنې د دننني او بهرني بوتانو ځپل، د شهادتنامې، مقام، عنوان او مال د بوتانو ځپل، چې هغوى يو هم د حق په منلو او لاروۍ کې زموږ خنډ نشي.

توحيد؛ يعنې څه مې چې پاڅون ته اړ باسي، الله تعالی وي او څه مې چې چوپتيا ته اړ باسي د الله تعالی رضا وي.

توحيدي اقتصاد؛ يعنې په توزيع، توليد، لګښت او مديريت کې يوازې د الله تعالی حکم پلي کول.

توحيدي اردو او پوځ؛ يعنې د اردو موخه ځان غوښتنه، غچ، د هېواد پراخوالى او زبېښاک نه؛ بلکې د حق سر لوړي او د قانون پلي کول وي او موخه يې د نشتمنو ‏ملتيا، د مال، ناموس او له ځانه دفاع او د هېواد د پولو ساتل وي.

توحيدي ټولنه هغه ده، چې د الله تعالی قانون پرې واکمن وي او ټول خلک د الهي قانون پر وړاندې يو برابر وي.

پر الله تعالی د ايمان جرړې

له دينه د غلطو شننو په ويينه-بحث کې روښانه شوه، چې ناپوهي، وېره، اقتصاد او بېوزلي، پر الله تعالی د ايمان جرړه نه ده؛ نو اوس پوښتنه داده، چې پر الله تعالی د ايمان جرړه، په کوم ځاى کې ده؟! هغه څه دي، چې انسان د الله تعالی پر لوري کاږي؟

 ځواب: په الله تعالی د ايمان جرړې په عقل او فطرت کې دي.

عقل:

عقل وايي: هر اغېز يو مؤثر لري او دا خبره دومره روښانه ده، چې که تاسې د يو ماشوم مخ، رو پو کړئ؛ نو سترګې به خلاصې کړي او د مؤثر په لټه کې به شي او پوه به شي، چې دا پوکى يوه سرچينه لري.

څنګه عقل قانع کړم، چې د عکاسۍ کمره جوړونکى لري؛ خو د انسان سترګه با شعوره جوړونکى نه لري. حال دا، د انسان د سترګې انځور اخستنه، د عکاسۍ د کمرې تر انځور اخستنې خورا مهمه ده؛ ځکه کمره، چې څه عکسونه واخلي؛ نو حافظه به يې پاکوې او يا به ورته ريل بدلوې؛ خو د انسان سترګه تل، د انځور اخستنې په حال کې ده؛ خو نه بيټريو ته اړينه ده او نه ريل ته.

عقل چې د هستۍ نظم او حساب و کتاب ويني؛ نو پر باشعوره ځواک ‏ايمان راوړي او د يو الهي ليد پر لور مو بوځي.

فطرت:

هر انسان، چې په هر ځاى او وخت کې وپوښتل شي، چې تاسې په هستۍ کې څه احساس لرئ؟ آيا احساسوئ، خپلواک ياست او که په ځان کې د تړاو احساس لرئ؟؛ نو داسې څوک به پيدا نه کړئ، چې درته به ووايي: زه ننګېرم، چې په دې دنيا کې خپلواک ‏ يم او ټول په ځان کې د تړاو ننګېرنه ‏لري؛ خو رښتين احساس دوه ډوله اشباع او مړېږي: رښتينه مړوښه او دروغجنه مړوښه؛ لکه يو ماشوم، چې لوږې راخستى وي، چې دا رښتين احساس، د مور د شيدو پر روولو ‏اشباع کېږي او کله هم د شيدو د بوتل په روولو ‏په دروغو اشباع کېږي.

په انسان کې د تړاو د احساس آر يو واقعیت او حقيقت دى؛ خو په څه پورې تړاو لري؟

١_د الله تعالی په ځواک پورې؟

 ٢_ د طبيعت په ځواک پورې؟

پخپله طبيعت هم په سلګونو شرطونو پورې تړاو لري؛ نو بايد په يو داسې ځواک ‏پورې تړاو ولرو، چې هغه خو زموږ په شان په بل پورې تړلى نه وي.

د انبياوو دنده ده، چې پرېنږدي، د انسان لطيفې ننګېرنې، ‏پر دروغو اشباع شي؛ ځکه توحيد، چې ټوله هستي، په يو بې نهايت ستر او باشعوره ځواک پورې تړلې ګڼي، له انساني فطرت سره، چې ځان په تړاو کې ګڼي، همغږى دى.

د الله تعالی پېژندنې لارې

په نظم او همغږۍ د الله تعالی پېژندنه

دا دليل د “برهان نظم” په نامه يادېږي، چې غوره والى يې دا دى:

١_برهان په قرآن شريف کې دى. د قرآن شريف آيتونه مو تل طبيعت پوهنې او د الله تعالی د عظمت په آيتونو کې اندنې ‏او تدبر ته رابلي.

٢_مينناک دى؛ انسان چې الهي لورنې وپېژني؛ نو له الله تعالی سره يې مينه لا نوره هم ډېرېږي.

٣_خوږ او خوندور دى؛ انسان، چې د هستۍ پر اړيکو پوه شي؛ نو خوند ننګېري.

٤_غښتلى دى؛ څومره، چې علم پرمختګ کوي؛ نو د هستۍ د موجوداتو ترمنځ اړيکې نورې هم را برسېرېږي.

٥_ ټول پرې پوهېږي او فلسفي پوهې ته اړتيا نه لري.

په هستۍ کې همغږي

د هستۍ په غونډال کې کمزوري، له زور سره بريدونه، له دفاع سره او تاوتريخوالى له مينې سره داسې اغږل شوي، چې انسان ورته ګوته په خوله حيرانېږي او په ټولو کې يې د همغږۍ غونډال منځ ته راوړى دى. آيا تر اوسه مو سر په ګرېوان کې ښکته کړى او فکر مو کړى، چې:

څنګه د ماشوم کمزوري، د هغه د مورو پلار په ملتيا جبرانېږي؟

انسان چې کاربن ډاى اوکسايد وباسي؛ نو بوټي يې اخلي او بېرته اکسيژن ورکوي او دا کار په څومره همغږۍ کېږي؟

څومره د سړي پرېکندتوب او تريخوالى د خپلې مېرمنې له مينې او نرمۍ سره همغږى دى.

تاسې په طبيعت کې قهري راکړې ورکړې وڅېړئ؛ نو هله به پوه شئ، څومره همغږي پکې ده.

د الله تعالی نښې نښانې

قرآن شريف په ډېرو آيتونو کې د ((وَمِنْ آيَاتِهِ)) غونډله تکرار کړې، چې وښيي دومره نظم او همغږي تصادفي منځ ته نشي راتلاى.

ښکاره خبره ده، چې دا نښې مو د الله تعالی نښو ته پام ورګرځوي. ((سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنفُسِهِمْ ان يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ))

د تکوين او تشريع د غونډال همغږي

د موجوداتو ترمنځ له هماهنګۍ پرته، د پنځون په غونډال کې، د تشريع او الهي قانون جوړونې په غونډال کې هم همغږي شته.

١_د تکوين غونډال په غوره توګه پيدا شوى دى. ((الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ)) (٢)

د تشريع غونډال (قرآن شريف) هم په خورا غوره توګه اوډون شوى دى:((اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ كِتَابًا مُّتَشَابِهًا مَّثَانِيَ))

٢_د تکوين په غونډال کې پر اندنې سپارښتنه شوې: ((أَوَلَمْ يَتَفَكَّرُوا فِي أَنفُسِهِمْ)) (٤) او ((أَوَلَمْ يَنظُرُواْ فِي مَلَكُوتِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ)) (٥)

د تشريع په غونډال کې هم د اندنې او د تدبر سپارښتنه شوې ده: ((أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا)) (٦)

٣_د تکوين په غونډال کې هېڅ نيمګړتيا نشته: ((الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ طِبَاقًا مَّا تَرَى فِي خَلْقِ الرَّحْمَنِ مِن تَفَاوُتٍ فَارْجِعِ الْبَصَرَ هَلْ تَرَى مِن فُطُور )(٧)

د تشريع په غونډال کې هم هېڅ ډول نيمګړتيا او اړپېچ نشته: ((وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللّهِ لَوَجَدُواْ فِيهِ اخْتِلاَفًا كَثِيرًا ً))(٨)

٤_ د تکوين د غونډال سرچينه الهي عظمت او برکت دى: ((تَبَارَكَ الَّذِي جَعَلَ فِي السَّمَاء بُرُوجًا وَجَعَلَ فِيهَا سِرَاجًا وَقَمَرًا مُّنِيرًا)) (٩) ((وَتَبَارَكَ الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ)) (١٠).

د تشريع د غونډال سرچينه هم الهي عظمت او برکت دى: ((تَبَارَكَ الَّذِي نَزَّلَ الْفُرْقَانَ عَلَى عَبْدِهِ لِيَكُونَ لِلْعَالَمِينَ نَذِيرًا))

په پنځون کې د نيمګړتيا جبران

د څښتن پېژندنې يوه لار داده، چې انسان پام وکړي، چې الله تعالی څرنګه نيمګړتياوې جبرانوي. د ساري په ډول: د انسان بدن چې ټپي شي او وينه ترې روانه وي؛ نو الله تعالی د انسان بدن داسې پيدا کړى، چې د خوړو او څښلو په مرسته وينه پکې جوړېږي، مات شوى هډوکی بيا رغېږي او د رنځورۍ له لامله کمزوره شوى بدن بېرته ځواک اخلي.

چټلې اوبه ځمکې ته لېږي او لکه څرنګه چې تېزاب وړۍ سوځوي، خاوره يې مېکروبونه له منځه وړي او بېرته رڼې اوبه راباسي. ونې د انسانانو او څارويو مصرف شوى اکسېجن بېرته توليدوي.

په “فرض خلاف” د الله تعالی پېژندنه

د الله تعالی پېژندنې يوه لار داده، چې په قرآن شريف کې هم راغلې او هغه د “فرض خلاف” لار ده، پردې مانا، موږ په خپل شاوخوا کې له ډېرو واقعیتونو سره مخ يو؛ نو اوس داسې وخت او ځاى تصور کړو، چې دا واقعیتونه پکې نه وي؛ نو په دې صورت کې به څه کېږي او موږ به څه کوو؟

د ځمکې حرکت داسې اوډون شوى، چې شپه او ورځ منځ ته راوړي؛ نو اوس يو داسې وخت وانګېرئ، چې تل پکې شپه او تپه تياره وي؛ نو په دې وخت کې به موږ څه کول؟ ((إِن جَعَلَ اللَّهُ عَلَيْكُمُ اللَّيْلَ سَرْمَدًا))[3]

څاه ګانى او کارېزونه، چې اوباسو؛ نو رڼې اوبه ترې راوځي؛ نو که همدا اوبه د ځمکې ژورې ته ولاړې شي؛ نو موږ به اوبه له کومه کولې؟ ((إِنْ أَصْبَحَ مَاؤُكُمْ غَوْرًا)) (١٣)

شنې او په زړه پورې ونې وينئ، که دا ونې وچې وای؛ نو څه به شوي ول. ((لَوْ نَشَاء لَجَعَلْنَاهُ حُطَامًا)) (١٤).

په پرتلنه د الله تعالی پېژندنه

 الله تعالی په قرآن شريف کې د الهي پنځونونو د بېلګو تر بيانولو روسته وايي: ((هَذَا خَلْقُ اللَّهِ فَأَرُونِي مَاذَا خَلَقَ الَّذِينَ مِن دُونِهِ. . )) (١٥)؛ يعنې دا د الله پنځون دى، تاسې هم راوښيئ، چې بې له څښتنه نورو څه پيدا کړي دي.

((قُلْ مَن يُنَجِّيكُم مِّن ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ)) (١٦) چا د وچې او سمندر له تيارو وژغورلۍ؟ .

د نعمتونو په ډېرو الي څښتن پېژندنه

 الله تعالی د انسانانو د اړتياوو پوره کولو ته انسان ته ډول ډول سرچينې ورکړي دي. د انسانانو د شمېر په ډېرېدو دا زېرمې رابرسېره شوي او پراختيا مومي.

د الله تعالی د يووالي نښې

١_د استازيو رالېږل

د الله تعالی د وحدانيت يو دليل هغه خبره ده، چې حضرت علي ورته زموږ پام کړى دى، وايي:((که بل څښتن واى؛ نو هغه دې هم خپل استازي راولېږي او د ځواک ‏آثار دې راوښيي.

٢_ د الله تعالی بې نهايتي

که خدايان دوه وي او د هستۍ ځواک ‏دوه سرچينې ولري؛ نو يا بايد داوړه محدود وي (که داسې وي؛ نو الله تعالی نه دی؛ ځکه محدود ځواک‏؛ يعنې هغه ځواک، چې په يو پړاو کې له منځه ځي او ښکاره خبره ده، چې داسې ځواک ‏څښتنېداى نشي) او يا دواړه بې نهايته ځواکونه وي؛ نو که بې نهايت شول؛ نو بيا به دوه نه وي.

د يو عالم وينا ده:

که تاسې کوم معمار ته وويل، چې يو داسې کور جوړ کړه، چې بې نهايته ځمکه ولري؛ نو مجبور به وي، چې يو کور جوړ کړي؛ ځکه بل کور ته به ځاى پاتې نشي.

٣_ په هستۍ که انسجام

که په هستۍ کې بې له ایکي يو څښتنه بل څښتن او يا خدايان واى؛ نو هستي به دړې وړې شوى واى. ((لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا)) (١٨)

د توحيد ډولونه

١_ذاتي توحيد؛ يعنې الله تعالی ته ورته بل نشته.

٢_صفاتي توحيد؛ يعنې د الله تعالی علم، ځواک، حيات او. . . په څېر ‏صفات، د هغه د ذات په څېر دي: ((قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ. اللَّهُ الصَّمَدُ. لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ. وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ)) (١٩)

٣_عبادي توحيد؛ يعنې بې له  الله تعالی، بل د عبادت وړ نه دى: ((وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ)) (٢٠).

٤_افعالي توحيد؛ يعنې داچې په هستۍ کې ټولې چارې، د الله تعالی په امر کېږي، چې دا توحيد دوه ډوله دى:

الف: د خالقيت توحيد؛ يعنې د ټولو موجوداتو پنځګر خدای (ج) دى: ((يَا أَيُّهَا النَّاسُ اذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ هَلْ مِنْ خَالِقٍ غَيْرُ اللَّهِ)) ((ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ))

ب: د ربوبيت توحيد؛ يعنې د پنځون اداره او تدبير، د الله تعالی په لاس کې ده: ((قُلْ أَغَيْرَ اللّهِ أَبْغِي رَبًّا وَهُوَ رَبُّ كُلِّ شَيْءٍ)) ((قُلْ مَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاءِ وَالأَرْضِ أَمَّن يَمْلِكُ السَّمْعَ والأَبْصَارَ وَمَن يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيَّتَ مِنَ الْحَيِّ وَمَن يُدَبِّرُ الأَمْرَ فَسَيَقُولُونَ اللّهُ فَقُلْ أَفَلاَ تَتَّقُونَ))

د الله تعالی ستاینه

١_ الله تعالی بې سارى دى: ((لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ البَصِيرُ)) (٢٥).

٢_ الله تعالی مطلق مړه خوا دى؛ خو ټول ورته اړين دي: ((يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَنتُمُ الْفُقَرَاء إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ))

٣_ الله تعالی په ظاهري سترګو نه ليدل کېږي: ((لاَّ تُدْرِكُهُ الأَبْصَارُ))

٤_ الله تعالی له هر څه خبر دى: ((إِنَّ اللّهَ كَانَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا))

٥_ الله تعالی پر هر څه واک لري: ((تَبَارَكَ الَّذِي بِيَدِهِ الْمُلْكُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ))

٦_ الله تعالی په هر ځاى کې دى: ((فَأَيْنَمَا تُوَلُّواْ فَثَمَّ وَجْهُ اللّهِ)).

٧_ الله تعالی د ټولو له ذهنونو خبر دى: ((وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ)).

٨_ الله تعالی د ورمېږ تر رګه انسان ته ډېر نږدې دى: ((وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ))

٩_ الله تعالی پر خپل ذات قايم دى: ((اللّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ)) (٣٣).

١٠_څښتن سپک او دروند، خوب نه وړي: ((لا تخذه سنة ولا نوم)) (٣٤).

١١_د ټولې هستۍ خالق دى: ((لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ))

١٢_د ټولې هستۍ مالک دى: ((لِلّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا فِيهِنَّ)) (٣٦).

١٣_ د ټولو موجوداتو ښوونه او روزنه يې په لاس کې ده:((فَلِلَّهِ الْحَمْدُ رَبِّ السَّمَاوَاتِ وَرَبِّ الْأَرْضِ رَبِّ الْعَالَمِينَ)) (٣٧).

١٤_مرګ او ژوند د الله تعالی په لاس کې دى:((وَاللّهُ يُحْيِي وَيُمِيتُ)) (٣٨).

١٥_ د هستۍ ټول غونډال ورته تسليم دى: ((وَلَهُ أَسْلَمَ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَإِلَيْهِ يُرْجَعُونَ)) (٣٩).

١٦_شريک او سارى نه لري:((لَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَم يَكُن لَّهُ شَرِيكٌ.)) (٤٠).

١٧_ټول ورته اړين دي: ((يَسْأَلُهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ)).

١٨_عزت او ذلت يې په لاس کې دى:((قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَن تَشَاء وَتَنزِعُ الْمُلْكَ مِمَّن تَشَاء وَتُعِزُّ مَن تَشَاء وَتُذِلُّ مَن تَشَاء بِيَدِكَ الْخَيْرُ)) (٤٢).

١٩_ټولو ته روزي ورکونکى دى: ((إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ)) (٤٣) او ((وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِي الأَرْضِ إِلاَّ عَلَى اللّهِ رِزْقُهَا)) (٤٤).

د الله تعالی صفات

الله تعالی، د ټولو غوره صفتونو څښتن دى او له ټولو ناوړه صفتونو پاک او سوتره دى. د الله تعالی غوره صفتونه؛ د “جمال” يا “ثبوتيه” صفتونو په نامه يادېږي او له ناغوره صفتونو، چې پاک او سوتره دى د “جلال” يا “سلبيه” صفتونو په نامه يادېږي.

ثبوتيه صفتونه هم دوه ډوله دي:

(الف) ذاتي صفتونه: دا صفتونه، عين، د الله تعالی ذات دى او له الله تعالی، د جلا والي وړ نه دي؛ لکه پوهه‏، ژوند او ځواک.

(ب) فعلي صفات: دا صفتونه، د الله تعالی په فعل پورې اړه لري او کېداى شي، شتون يا نه شتون يې په الله تعالی پورې وتړو؛ لکه خالقېدل؛ ځکه الله تعالی کړاى شي، هم پنځونه وکړي او هم یې و نه کړي.

په بله وينا، هر صفت، چې ضد يې په الله تعالی پورې تړل کېږي؛ فعلي صفت ورته وايي؛ لکه د الله تعالی “رضا”، چې د “غوسې” پر وړاندې يې ده او هر صفت، چې ضد يې په الله تعالی پورې تړلاى نشو؛ نو ذاتي صفت دى.

الهي عدل

سره له دې، چې الله تعالی ډېر صفتونه لري؛ لکه لورنه، حکمت، ځواک، خالقيت، علم او. . . ؛ خو ولې يوازې عدل د دين په آرونو کې دی؟

دا ټاکنه هم تاریځي جرړه لري او هم سياسي.

الف: تاریځي جرړه يې د اسلامي تاریځ په ړومبيو پېړيو کې ده. هغه مهال، چې د مسلمانانو يوې وړې ډلې (اشعاره وو) د الله تعالی عادل والى لازم نه ګاڼه او ويل يې:

هر کار، چې الله تعالی وغوښت او و يې کړ، هماغه سم دى، که څه، دا کار د عقل له پلوه رټل شوى وي! د ساري په ډول: ويل يې: که الله تعالی، حضرت علي دوزخ ته او وژونکى يې (ابن ملجم مرادي) جنت ته بوځي؛ نو پروا نه لري؛ خو موږ دا سول-منطق نه منو او د عقل او قرآن شريف د سول له پلوه وايو، چې د الله تعالی ټولې چارې د حکمت له مخې دي او هېڅ داسې کار نه کوي، چې ظلم او ناوړه وي؛ البته الله تعالی ته هر کار اسان دى؛ خو د خپل حکمت پرخلاف يو کار هم نه کوي؛ لکه څنګه چې موږ ځواک لرو، خپله سترګه ړنده کړو؛ خو داسې نه کوو؛ ځکه دا کار د حکمت له مخې نه دی؛ نو له ځواکه ګټنه، په دې پورې اړه لري، چې عمل له عدل، حکمت او پخوانيو ژمنو سره همغږى وي. هغه الله تعالی، چې ژمنه يې کړې، مؤمنان به جنت او فاسقان به دوزخ ته بوځي؛ نو که اوس بې له دې کوم کار وکړي؛ نو پر ژمنه يې عمل نه دى کړى او دا کار رټل شوى وي او الله تعالی کله هم رټل شوى کار نه کوي.

موږ، چې وايو الله تعالی ظلم نه کوي؛ نو د هغه ځواک مو محدود کړى نه دی؛ بلکې دا حکمت دى، چې لامل ګرځي، د الله تعالی ځواک، په مناسب ځاى کې وکارول شي.

ب: سياسي جرړه يې د امويانو او عباسيانو واکمنۍ ته رسي.

داچې هغوی د خلکو له نيوکو او پاڅونو سره مخ نشي؛ نو داسې يې تبليغوله، چې هر څه د الله تعالی په خوښه دي او څوک حق نه لري د الله تعالی د ارادې پر وړاندې خبره وکړي. که موږ واکمنان شوي يو؛ نو دا د الله تعالی خوښه وه او څوک پر موږ د نيوکې حق نه لري. په واقع کې داخبره اموي واکمنو ته ښه سياسي ملاتړ و.

د عدل مانا او مفهوم

هر څه په خپل مناسب ځاى کې ايښوولو او هر کار په غوره توګه سر ته رسولو ته عدل وايي؛ لکه څنګه چې حضرت علي (ک) وايي: ((العدل يضع الامور و مواضعها)) (١)

داچې وايو: الله تعالی عادل دى؛ يعنې د تکوين په غونډال او طبيعت کې يې هر څه په ځانګړي او مناسب نظم پيدا کړي دي.

((بالعدل قامت السموات والارض)) (٢) او هم د قانون جوړونې او د تشريع په نړۍ کې ټول قوانين عادلانه، پرځاى او د پنځون له موخې سره اړخ لګوي او هېڅ ډول تبعيض او ناروا توپير پکې نشته؛ لکه څنګه چې حضرت علي وايي:

(( الله تعالی پر خپلو بندګانو له تېري او ظلمه پاک دى او له خپل مخلوق سره په عدل چلن کوي او په هکله يې د عدل له مخې حکم کوي؛ نو پردې بنسټ، د الهي عدل غوښتنه ده، چې الله تعالی، له هر انسانه، د هغه د وړتیا هومره تمه ولري: ((لاَ يُكَلِّفُ اللّهُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا)) (٤) او بيا يې د اختیاري هڅې او وسې په پامنيوي یې په اړه ورمندون- قضاوت وکړي: ((وَقُضِيَ بَيْنَهُم بِالْقِسْطِ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ)) (٥) او د کړنو له مخې يې ورته سزا او انعام ورکړي: ((فَالْيَوْمَ لَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَلَا تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ)) (٦)

د الله تعالی پر عدل د ايمان آثار

د الله تعالی پر عدل ايمان، له بېلابېلو اړخونو، پر انسان جوړونې اغېز لري:

١- له ګناه په ځان ژغورلو کې:

که انسان پوه شي، کړنې يې تر څارنې لاندې دي او څه چې کري، هغه به رېبي؛ نو ځان به په دې دنيا کې بې قېد و شرطه نه ګڼي.

٢_خوش بيني او له نهيلۍ لرېتوب:

د پنځون په غونډال کې، پر الهي ليد ګروهن انسان هيلمن دى؛ ځکه د هستۍ څښتن؛ الله تعالی عادل ګڼي؛ نو ترخې پېښې هم ورته خوږې وي او په هېڅ حال کې نهيلى نه وي.

٣_په وګړني او ټولنيز ژوند کې د عدالت پلي کول:

څوک چې پر الهي عدل ايمان لري؛ نو په خپل وګړني او ټولنيز ژوند کې د عدالت پلي کولو ته بشپړ چمتووالى لري.

د ظلم جرړې

د ټولو ظلمونو او تېريو سرچينه يو له دوى ده:

١_ ناپوهي: ناپوهي د ظلم جرړه ده؛ نو کېداى شي، انسان د پوچو ګومانو او ناسمو پوهېدنو له لامله، پر داسې چارو لاس پورې کړي، چې پايله يې بې له ظلمه بل هېڅه هم نه وي؛ خو هغه الله تعالی به څنګه ظلم کوي، چې له ناپوهۍ پاک دى او پوهه يې بې نهايته ده؟

٢_وېره: کله د ظلم انګېزه وېره ده؛ خو آيا  الله تعالی کوم سيال لري يا د خپل ځواک ‏ټينګېدو ته اړين دى؟

٣_اړتيا او نيمګړتيا

٤_دنننى خباثت: ځينې ظلمونه د دننني خباثتونو له لامله وي. ځينې خلک (يو ډول اروايي رنځوري) لري او د نورو له کړولو خوند اخلي.

٥_کينه او عقده: ځينې د کينو له لامله نور کړوي او تېرې پرې کوي. داسې خلک د خپلو ماتو او د نورو د سپکاوي له لارې غواړي، خپله کينه تشه کړي او د ظلم او تېرې له لارې، غواړي خپل غچ واخلي او ځان ارام کړي.

اوس چې د ظلم پر جرړو پوه شوئ؛ نو کوم يو يې په الله تعالی کې وينو، چې وانګېرئ، په الله تعالی کې د ظلم انګېزه شته؟

حال دا، الله تعالی د يوې ذرې هومره ظلم نه کوي ((إِنَّ اللّهَ لاَ يَظْلِمُ النَّاسَ شَيْئًا)) (٧) پر هېچا تېرى نه کوي ((وَلَا يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا)) (٨)، ان د کجورې په زڼي کې، د نري تار هومره هم ظلم نه کوي ((وَلاَ يُظْلَمُونَ فَتِيلًا)) (٩) الله تعالی نه يوازې پر چا تېرى نه کوي، ان پر هېڅ موجود د تېري اراده هم نه لري ((وَمَا اللّهُ يُرِيدُ ظُلْمًا لِّلْعَالَمِينَ) (١٠) هغه الله چې موږ ته په عدالت کولو سپارښتنه کوي((إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ)) نو څرنګه شونې ده، چې پخپله ظلم وکړي؟ هغه (ذات) چې پخپله مطلق علم، مطلق حکمت او مطلقه پېرزو ده، څرنګه شونې ده، د سرغړاندو غرايزو په توپان کې راګېر، کمزوي انسان ته سپارښتنه وکړي، چې له دښمن قوم سره دې د عدالت له پولې وا نه وړې ((وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلاَّ تَعْدِلُواْ)) (١٢)؛ خو پخپله په لايتناهي ځواک، چې د يوې غريزې تر اغېز لاندې نه دى، ظلم وکړي؟!

د پوښتنو ځوابونه

د عدل په اړه ډېرې پوښتنې او شبهات شته. د ساري په ډول:

که الله تعالی عادل دى؛ نو د موجوداتو په تېره، د انسان په پنځون کې، دومره توپيرونه، د څه لپاره دي؟

که هستي پر عدل ولاړه ده؛ نو دومره ناوړه پېښې؛ لکه رنځورۍ او. . . د څه لپاره دي؟

ولې د يوې شېبې ګناه، تلپاتې ګناه لري؟

ځواب به د دوو آيتونو او روايتونو په رڼا کې ورکړو، چې د ډېرو شبهو ځواب دى.

ړومبۍ خبره: الله تعالی د يو موجود هم پوروړى نه دى.

 الله تعالی عادل دى؛ يعنې د هېڅ موجود حق نه ضايع کوي او له هر موجود سره د حکيمانه غونډال له مخې چلن کوي او ظلم د حق ضايع کول دي او ظلم او عدل په هغه ځاى کې مانا پيدا کوي، چې د حق خبره په منځ کې وي.

اوس پوښتنه دا ده: آيا الله تعالی د چا پوروړى دى او آيا موجوداتو له پخوا کوم حق درلود، چې ضايع شوى او ظلم پرې شوى وي؟

مګر موږ مخکې وو او له مخکې مو څه درلودل، چې رانه اخستل شوي وي؟

البته په دنيا کې توپيرونه شته؛ د ساري په ډول: يو جماد دى، يو بوټى، يو څاروى دى او بل انسان دى؛ خو هېڅ موجود، له پخوا څه نه درلودل، چې ترې اخستل شوي وي.

که يوه ستره قالينه څيري څيري کړئ؛ نو ويلاى شو: دا قالينه پخوا ستره وه او اوس يې په شلېدو خپله ستريا له لاسه ورکړې؛ خو که له هماغه پيله مو کوشنۍ ‏قالينه جوړه کړه؛ نو قالينه د نيوکې حق نه لري، چې ولې کوشنۍ‏ يم؛ ځکه هغې تردې مخکې هېڅ نه درلودل، چې چا ترې اخستې وي او ظلم ورسره شوى وي؛ نو که الله تعالی د چا پوروړى نه وي او الله تعالی څه ورکړي او بل ته يې له هماغه څخه دوه څيزه ورکړي وي؛ نو دا ظلم نه دى او پردې سربېره، که الله تعالی چاته ډېر نعمت ورکړى وي؛ نو پازوالي يې هم ډېره وي.

دويم ټکى: تبعيض ظلم دى؛ نه توپير

الله تعالی ټول موجودات له حکميانه توپيرونو سره وپنځول او د هر موجود لپاره يې کمال ته د رسېدو لپاره، مناسبه لار وټاکله او ورپسې يې د سزا او اجر حکم هم ورکړ او په توکمنو، امتونو او وګړيو کې، په هېڅ ډول تبعيض قايل نشو.

د لاس ګوتې يو له ‏بل سره توپير لري؛ خو دا ظلم نه دى. داچې هره يوه، ځانګړې ځانګړنه لري او پردې هم پوهېدل پکار دي، چې تبعيض او توپير، يو له بل سره توپير لري.

تبعيض؛ يعنې په برابرو شرايطو کې د موجوداتو او وګړيو ترمنځ توپير قايلېدل. د مثال په توګه: که د يو ټولګي ټول زدکړیالان په مساوي توګه، د ښووند په زده کړه پوه شوي وي؛ خو ښووند يې په نمرو کې توپير وکړي؛ نو دا ظلم او تبعيض دى؛ خو که د ښووند د نمرو توپير، د زدکړیالانو د زده کړې، د پوهې په کچې پورې اړوند وي؛ نو دا خبره پروا نه لري.

درېیم ټکى: عدل تل د مساوات په مانا نه وي

دې خبرې ته پام پکار دى، چې عدل په هر ځاى او وخت کې د مساوات او برابرۍ پر مانا نه دى. که يو ډاکټر ټولو رنځورانو ته د هغوى د رنځورۍ او حال په نه پامنيوي‏، يو ډول درمل ورکړي؛ نو ظلم يې کړى دى. د ډاکټر عدالت په دې کې دى، چې رنځور ته د رنځورۍ له مخې درمل ورکړي.

څلورم ټکى: د ټولنې حقوق، د وګړيو پر حقوقو لومړيت لري.

فرض کړئ، اسلامي دولت عمومي سوکالۍ ته د يو واټ د جوړولو اراده وکړي، چې جوړول يې د ټولنې پرمختيا ته وي او ددې واټ تر ونډې لاندې، د ځينو کورونه راشي او وران شي او دا خلک مخکې تردې، چې له دولته د خپلو کورونو پیسې يا ځمکه واخلي؛ نو ځینې ستونزې بايد وګالي، چې دلته د څو خلکو د ستونزو په پار بايد د ټولنې له سوکالۍ سترګې پټې نشي.

سره له دې، چې اسلام د وګړيو حقوقو ته ارزښت ورکوي؛ خو د ټولنې حقوقو ته يې ډېر پام وي.

حضرت علي (ک) مالک اشتر (رض) ته وايي:

په حکومت کې، په چارو کې د عمومي خلکو سوکالۍ او خوښۍ ته پام وکړه، که څه، خواص درنه خپه شي.

پينځمه خبره: زموږ پوهه محدوده ده.

په ډېرو وختونو کې ډېر څيزونه، ځان ته شر ګڼو، حال دا، خير مو پکې وي او کله ډېر څيزونه خير ګڼو، حال دا، شر وي. قرآن شريف هم همدې خبرې ته زموږ پام رااړوي، وايي: ((وَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ)) (١٣)

او په بل آيت کې زموږ د پوهې لږوالي ته اشاره کوي، وايي: ((وَمَا أُوتِيتُم مِّن الْعِلْمِ إِلاَّ قَلِيلًا)) (١٤).

شپږمه خبره: ورمندون- قضاوت مو بېړني دي.

په قرآن شريف کې راغلي: ډېر څيزونه ناوړه ګڼئ، حال دا، الله تعالی پکې درته خورا خير اچولى دى: ((فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا)) (١٥).

که په قرآن شريف کې د ((حسبان)) د ټکي مانا ته پام وکړو؛ نو پوه به شو، چې قرآن شريف په پرلپسې توګه موږ ته خبر راکوي، چې ډېر ګومانونه او خيالونه مو باطل دي؛ نو داسې مه کوئ او داسې فکرونه هم مه کوئ او دا تعبيرونه راښيي، الله تعالی پر بېړني ورمندون نيوکه کوي.

او موږ چې د الله تعالی د عدالت په ويينه ‏کې، پر کومه شبهه اخته شوي يو، که الله تعالی عادل دى؛ نو ولې داسې او هغسې؟

خو دې خبرې ته هم پام پکار دى، چې له موږ ډېر رازونه پټ دي او بله داچې، موږ له انديز ‏او تجربي اړخ محدود را ايسار يو.

اوومه خبره: مقطعي ورمندون منع دى.

نه ښايي ورمندون مو د يوه ځانګړي څيز په پامنيوي وي. د مثال په توګه: يو ماشوم ته د ستنې وهلو پرمهال د ماشوم، چغې نه ښايي زموږ د ورمندون ‏بنسټ وي؛ بلکې موږ بايد د ماشوم اوسنۍ رنځوري، تېر شوي دردونه او راتلونکې روغتيا په پام کې ونيسو او بيا ورمند ‏وکړو او همداراز، باید د دنيا چارو ته ليد مو ټوليز او هر اړخيز وي؛ نو بايد د تېر شوي او راتلونکي وخت او د دنيا او اخرت په پامنيوي ورمند ‏وکړو.

روايت دى: الله تعالی د قيامت پر ورځ ځينو ته انعام ورکوي، وايي: ((دا ثواب مې د هغه دعا له کبله درکړ، چې و دې کړ؛ خو ما درسره و نه منله؛ ځکه وخت يې نه و، چې ومنل شي)).

 د الله تعالی د عدل په باب هم باید مقطعي ورمند‏ و نه کړو او ټولو اړخونو ته مو پام وي.

اتمه خبره: له خپلې ونډې مه غافلېږئ.

د ناوړه پېښو په راپېښېدو کې موږ پر خپلې ونډې ځان کوڼ کړى او هر څه، د الله تعالی له اړخه وينو، نيوکې کوو، وايو: الله تعالی! ته خو عادل يې؛ نو پلانى خپګان راپېښ شو. قرآن وايي: ((‏وَمَا أَصَابَكُم مِّن مُّصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ)) (١٧) هر کړاو، چې در رسي د خپلو کړنو له لامله مو وي.

په روايت کې راغلي دي: څوک چې د خپل رور په لار کې څاه کني؛ نو خپله به پکې ولوېږي.

پر يوې پوښتنې رڼا

پوښتنه: په دنيا کې داسې وګړي شته، چې څومره يې له لاسه کېږي، پر خلکو ظلمونه کوي؛ خو هوسا ژوند لري؛ نو که د ناوړه پېښو راپېښېدل، زموږ د خپلو کړنو پايله وي؛ نو ولې هغوى چې زموږ په پرتله يې ظلمونه او ناړوه کارونه ډېر دي؛ په بلاوو او خپګانونو نه اخته کېږي او سوکاله ژوند لري؟

ځواب: د آيتونو او روايتونو په رڼا کې، له ټولو خلکو او ډلو سره د الله تعالی حساب، يو شان نه دى او هر يو یې جلا حساب لري.

الله تعالی، سملاسي، د ځينو غوږونه تاووي. ځينو ته وخت ورکوي. ځينو ته د عمر تر پايه مهلت ورکوي او په سوکالۍ کې يې پرېږدي او حساب و کتاب يې قيامت ته ځنډوي؛ ځکه موږ په خپل نړۍ ليد کې، دنيا له اخرته جلا نه ګڼو.

البته دا خبره له ماغزو مه باسئ، دا توپيرونه، د حکمت له مخې دي؛ ځکه د ګناهکارانو د کړنو ډول او روحيه يو شان نه ده، چې حساب و کتاب يې سره مساوي او برابر وي.

کله يو ښووند د يو تکړه زدکړیال پر غلطۍ پرېکنده او سخت غبرګون ښيي؛ ځکه ددې کار تمه يې ترې نه درلوده، حال دا، له يوه ناغېړي زده کړيال سره يې حساب و کتاب داسې نه وي.

په قرآن شريف کې راغلي: الله تعالی د اولياوو او پېغمبرانو په وړه تېروتنه، چې ان ګناه هم نه شمېرل کېږي او “ترک اولى” ورته ويل کېږي، ډېره سخته نيوکه کوي؛ ځکه ددې کار تمه يې ترې نه درلوده؛ خو ځينې سره له دې، چې ګناهکاران دي؛ خو بيا هم مهلت ورکوي. ((لِمَهْلِكِهِم مَّوْعِدًا)) (١٨) ځکه کله الله د ظالمانو د کړنو پر وړاندي ژر غبرګون نه ښيي. ((فَأَمْلَيْتُ لِلَّذِينَ كَفَرُواْ ثُمَّ أَخَذْتُهُمْ)) (١٩)=زه کافرانو ته مهلت ورکوم او بيا يې ترې اخلم او د مهلت علت يې هم داسې ښوولى دى: ((وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ أَنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ خَيْرٌ لِّأَنفُسِهِمْ إِنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ لِيَزْدَادُواْ إِثْمًا وَلَهْمُ عَذَابٌ مُّهِينٌ[4] = هغوى چې كافران شوي (او د سرغړونې لار يې نيولې) ګومان و نه كړي، چې زموږ وركړى مهلت يې په ګټه دى. موږ ځكه مهلت وركوو، چې يوازې د خپلو ګناهونو پېټى دروند كړي او هغوى ته سپكوونكى عذاب (چمتو شوى) دى.))

سپينه خو دا ده، چې همدا لنډمهاله سوکالي، د عذاب تر ټولو ستره وزله ده؛ ځکه قرآن شريف وايي:

فَلَمَّا نَسُواْ مَا ذُكِّرُواْ بِهِ فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ أَبْوَابَ كُلِّ شَيْءٍ ان إِذَا فَرِحُواْ بِمَا أُوتُواْ أَخَذْنَاهُم بَغْتَةً فَإِذَا هُم مُّبْلِسُونَ[5]= ( هو) چې كله ورته شوى نصيحت يې هېر كړ؛ نو موږ ورته د هر ډول نعمتونو ورونه پرانستل، چې ( پوره) خوشحاله شي (او زړونه يې ورپورې وتړل)، ناڅاپه مو ونيول (او سخته سزا مو وركړه )؛ نو په دې وخت كې ټول نهيلي شول (او د هيلو ورونه پرې وتړل شول)

البته، الله تعالی چې له ځينو سره داسې معامله کوي؛ خو ځينې نور، چې د سم کېدو وړتيا لري؛ نو په هکله يې وايي: ((لِيُذِيقَهُم بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ- موږ ورته د هغوى د ځينو چارو ترخه سزا ورکوو؛ نو کېداى شي سم شي. ))

ډېرو روايتونو خبر ورکړى، چې که تاسې پرلپسې ګناهونه کوئ؛ خو په ژوند کې درباندې الهي عذاب نه راځي؛ نو ووېرېږئ، چې کېداى شي، د سم کېدو د وړتيا له ولکې بهر شوي ياست او يوازې د کار چاره مو دوزخ شي.

لکه څنګه چې د يوه رنځور حال دومره خراب شي، چې نور يې ډاکټر پرېږدي او وايي: پرېږدئ! څه چې کوي، و دې يې کړي او څه چې خوري و دې خوري؛ ځکه د رنځور له درملنې نهيلى شوى وي او داسې کسان شته، چې دومره يې ځان پر ګناه لړلى وي، چې الله تعالی ورته په قهر وايي: ((اعْمَلُوا مَا شِئْتُمْ))؛ څه مو چې خوښه وي، و يې کړئ، چې د الله تعالی استازي به د خپل قوم له ښيونه نهيلي شول؛ نو ورته به يې ويل: زما قومه! څه مو چې له لاسه کېږي، و يې کړئ ((يَا قَوْمِ اعْمَلُوا عَلَى مَكَانَتِكُمْ))

نهم ټکى: سختۍ د ودې لامل دي

پخه خبره ده، چې زموږ د تکامل او پخېدو لار، په سختيو کې تېره شوې ده. قرآن شريف وايي: له ترخو پېښو سره مخامخېدل، انسان ته د راويښېدو زنګ دى. يو شان او بې بدلونه ژوند انسان لټوي.

 په روايتونو کې راغلي: الله تعالی پر خپلو وړ او غوره بندګانو ډېرې سختۍ راوړي.

په يو روايت کې راغلي: په انسانانو کې تر ټولو سختې سختۍ، د الله تعالی پر استازي وې او بيا د هغه پر لارويانو او هغوى چې دوى ته نږدې وي.

حديث دى: الله تعالی خپل ايمانوال بندګان په سختيو او بلاوو کې روزي؛ لکه څنګه چې مور خپل ماشوم په شيدو روزي.

 پردې سربېره، چې سختۍ، د انسان په ژوند کې ګټورې روزنيزې اغېزې لري؛ بلکې رايادول يې هم ګټور دي.

سوکالي انسان ناغېړوي؛ خو سختۍ يې غښتلى کوي.

حضرت علي وايي: د هغه ونو لرګي خورا کلک وي، چې په وچو سوځنده بېدیاوو کې شوى وي. (٢٦١)

په يوه روايت کې راغلي: ((په سختيو کې خير دى)) (٢٧)، چې سختۍ له يو اړخ زموږ او د الله تعالی په منځ کې اړيکه غښتلى کوي او بلخوا، ‏ له ناغېړۍ ‏مو راباسي او هڅو ته مو اړ باسي؛ نو کوم دباو، چې په سختيو کې زموږ پر بدن راځي، د اروا د غښتلتيا لامل ګرځي، چې البته سختۍ په ډول ډول خلکو ډول ډول اغېزې لري.

 حديث دى: ((سختۍ د ظالمانو لپاره خبر، مؤمنانو ته د ازمېښت، ودې او الهي انسانانو ته د کرامت او مقام ګټلو وزله ده.)) (٢٨)

ځکه هغه سوکالي، چې الله تعالی ځينو ته ورکړې؛ ښه والی او نېکمرغي يې نه راښيي؛ لکه څنګه چې پر ځينو خلکو، د سختيو راتګ يې د بدوالي نښه نه ده.

 کله خو داسې هم کېږي، چې تر ټولو ښه انسانان، په ډېرو سختيو کې راګېر شوي وي، چې غښتلي او پاخه شي او کمال ته ورسي.

زموږ انسانيت په خوړو او ويدېدو کې نه دى؛ ځکه څاروى هم په دې چارو کې راسره شريک دى. زموږ انسانيت زموږ په کمالاتو او فضايلو؛ لکه الله تعالی ته پام، له انسانانو سره په مينه، سرښندنه او بښنه کې دى او د کاڼي کرښه ده، چې ددې فضايلو وده، يوازې له سختيو سره په مبارزه کې ده.

لسم ټکى: ګټه او تاوان، د ښېګڼو يا بديو د سنجولو کچه نه ده

د پرلپسې بارانونو له لامله کېداى شي، نېزونه شي او پخپله لار کې د ډېرو مېږيانو ځالې ړنګې کړي؛ خو تږې ځمکه خړوبوي او تازه کوي يې؛ نو تاسې پخپله ووایئ، چې د مېږيانو د ځالې د خرابېدو مخنيوي ته کړاى شو، چې د باران له ګټو سترګې پټې کړو؟ آيا مېږى حق لري، چې لمر، سمندرونو او ورېځو ته پر کنځل شي، چې د باران په راتګ کې ونډه لري، چې زموږ کورونه يې خراب کړل؟ دا نيوکې يوازې زموږ د ځانمنۍ له لامله دي؟ او آيا زموږ دا نيوکې، ددې لپاره نه دي، چې موږ چارو ته يوازې له يوه ګوټه وګورو او هغه هم زموږ د خپلو ګټو لپاره دى.

ګواکې ټوله هستي بايد زما په خوښه او زما د ګټو د لاس ته راوړو له مخې وڅرخي؛ ځکه کله ستونزې زموږ د سبا لپاره ښه او ګټورې وي؛ خو موږ پر هغو چارو نيوکه کوو، چې همدا اوس او نن زموږ ته ګټه و نه لري، که څه، سبا ته مو ښه وي.

يوولسم ټکى: انسان تل ازمېيل کېږي

يو هرومرو الهي سنت دادى، چې انسان، تل د الله تعالی له لوري ازمېيل کېږي او دا خبره شل ځل په قرآن شريف کې راغلې ده.

سختۍ او کړاوونه، د الهي ازمېښت اوزار دي؛ نو کله داسې هم کېږي، سره له دې، چې انسان هېڅ ګناه هم نه وي کړي؛ خو سختۍ پرې راځي؛ لکه څنګه چې سوکالي او خوشحالي هم د انسان د ازمېيلو لپاره اوزار دي.

 قرآن شريف وايي: ((وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوفْ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الأَمَوَالِ وَالأنفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ[6]= او موږ به هرومرو تاسې په وېره او لوږه او د سر و مال او حاصلاتو په زيانولو ازمېيو او زېرى وركړه، د زغم خاوندانو ته)) (٢٩)

دولسم ټکى: ناسمې پوهېدنې

ډېرى هغه خبرې، چې د الهي عدل په هکله نوموتي دي، زموږ د ناسمو پوهېدو له لامله دي، چې انګېرو، دنيا د خوب، خوړو او مزو چړچو ځاى دى او بيا وايو: ولې دا دومره ناکامۍ؟خو دنيا د ودې ډګر او د کر ځاى دى.

 ديارلسم ټکى: که بديو ته ګورئ؛ نو ښېګڼو ته هم ګورئ

انسان ته پکار دي، په خپل ورمند‏ون کې هر اړخيزه کتنه ولري او يوازې منفي ټکيو ته يې پام نه وي؛ بلکې مثبتو ته يې هم پام پکار دى.

حضرت يوسف علیه السلام چې خپلو روڼو په څاه کې ګوزار کړ، نورو خلکو را و ايست، د مريي په نامه وپلورل شو، ناروا تور پر ولګېد او بندي شو؛ خو تردې ټول سختيو روسته، د مصر واکمن شو او تر ډېرې مودې روسته يې، چې خپل پلار وکوت؛ نو پلار يې ورته وويل: روڼو دې څه درسره وکړل؟

حضرت يوسف ورته وويل: زما د روڼو د چارو په هکله مه پوښته؛ بلکې د الله تعالی د پېرزوينې په هکله مې وپوښته، چې څنګه يې له دې ټولو سختيو راوايستم او بيا يې دلته واکمن کړم.

دا پخپله يو سول- منطق دى، چې انسان يوازې منفي ټکيو ته پام و نه کړي؛ بلکې مثبتو ټکيو ته هم پام وکړي.

 په يو روايت کې راغلي: داسې بلا به نه وي، چې الله تعالی پکې انسان ته خېر نه وي ايښى، چې دا خير پر بلا لاسبرى دى. (٣٠)

څوارلسم ټکى: له طبيعي قوانينو سترګې پټول نه دي پکار

ډېرې ستونزې، پر هستۍ، د علت او معلول د غونډال د واکمنۍ لازمه ده. په بله وينا: موږ بايد په هستۍ کې، له دې دوو نظرونو يو يې ومنو: يا بايد د هستۍ لپاره په حساب و کتاب قايل شو او داچې وايو، ګډوډي ده؛ نو که هستي حساب و کتاب لري؛ نو سختۍ او کړاوونه هم بې حکمته او بې حساب و کتابه نه دي.

که د هرې ناوړه پېښې علت وڅېړو؛ نو و به ګورو، چې دا پېښه ځینې دقيق او حساب شويو علت او معلولونو راپېښه کړې ده. لنډه داچې که هستي حساب شوې ده؛ نو بلاوې او کړاوونه هم لري او که حساب نه وي؛ نو ګډوډي تر ټولو ستره بلا ده.

پينځلسم ټکى: د وړتیاوو رابرسېرنې ته هڅه ‏په کار ده

ځينې خلک، چې په کوم کار پسې وځي او پکې نه بريالي کېږي؛ نو ځان ناکام ګڼي او په هستۍ پسې سپکې سپورې وايي او دا کار پر ځان ظلم ګڼي او په زړه کې يې کينه پيدا کېږي، چې بيا همدا کسان دي، چې په نورو چارو کې تر ټولو پرمخ ځي .

وايي: د “ډاروين” پلار ډاکټر و او غوښتل يې زوى يې هم ډاکټر شي؛ خو په داروين په طب کې بريالى نشو؛ نو پلار يې د مذهبي علومو زده کړو ته ور وړاندې کړ، چې مسيحي عالم شي؛ خو په دې مسلک کې هم ناکام شو. داروين تردې دوو ماتو روسته، طبيعي علومو ته مخه کړه، چې پکې خورا مخکې ولاړ او پکې د خپلو څرګندونو خاوند هم شو. (٣١)

حديث دى: که په کوم مسلک کې ناکام شوئ، بدل يې کړئ او پوه شئ، کاميابي به مو په بل مسلک کې وي.

شپاړسم ټکى: الله تعالی ته د نژدېدو لار او مانيزه وده د ټولو لپاره ده

 پردې خبره بايد ټول پوه شي، چې کمالاتو ته د رسېدو لار، ټولو ته پرانستې ده او هر څوک کړاى شي، پردې لار ګام کېږدي او له خپلې وړتيا سره سم، ځان کمال ته ورسوي.

 په دعاوو کې راغلي: الله تعالی! چې غښتلي او کمزوري ته دې، ځان ته د رسېدو لار، يو شان ايښې ده.

ځکه هر څوک د خپلې وړتيا له مخې انعام اخلي او کمال ته رسي.

د څو پوښتنو ځوابونه

پوښتنه: آيا د ابليس پنځون د الله تعالی له حکمت سره اړخ لګوي؟

که د انسان له پنځونه، د الله تعالی موخه عبادت وي؛ نو د ابليس په څېر د يو موجود پنځون، له دې موخې سره اړخ نه لګوي. انسان په ډېر زحمت يو کار کوي؛ خو بيا همدا کار، د شيطان په وسوسو، په درېیو لارو له منځه ځي:

يا له هماغه پيله يې نه پرېږدي، چې په کار کې اخلاص وي او د ريا لپاره يې له الهي بڼې راوباسي، یا یې د ځانمنۍ په پار، بې اغېزې کوي او يا یې تر کولو روسته، په ځينو نورو کړنو له منځه وړي.

ځواب: ړومبى داچې، الله تعالی شيطان، شيطان نه و پنځولی؛ بلکې د نورو مخلوقاتو په څېر پيدا شوى و او د هغه شتون او امکانات، چې الله تعالی ورکړي ول، ټول خير او ښېګڼه وه؛ نو د الله تعالی له حکمه سرغړونه او شوم برخليک پخپله په شيطان پورې اړه لري، نه په الله تعالی پورې.

دويم داچې د هغه د وسوسو بڼه داسې نه ده، چې موږ کوم کار ته اړ کړي، شيطان يوازې بلنه ورکوي او وسوسې يې زموږ اراده له منځه نه وړي او دا وسوسې کړاى شي، هوښيار انسان ته مثبت اړخ هم و لري؛ ځکه زموږ مانيزه ‏وده، له دننني ځاني غوښتنو او د شيطان له وسوسو سره په مبارزه کې ده او که وسوسه او شيطان نه وي؛ نو د انسان ښه والي به ارزښت نه درلود او فرض کړئ، که يو انسان د شيطان په وسوسو تېروځي؛ نو د توبې لار خو چا نه ده تړلې او کړاى شي، توبه وکړي؛ ځکه الله تعالی توبه منونکى دى؛ لکه څنګه چې شيطان، حضرت بابا آدم تېرايسته؛ خو توبه يې وايسته او الله تعالی يې هم توبه ومنله.

درېیم داچې که يوازې موږ واى او د شيطان وسوسې؛ نو کار خرابېده؛ خو ددې پر وړاندې موږ عقل، فطرت او د انبياوو بلنه لرو، چې پر سیده لار، د تګ او د شيطان له وسوسو او ګناه د ژغورولو لپاره، غوره ښووندان دي او که له دې خبرې هم راتېر شو؛ نو شيطان هغه وسوسه کوي، چې پکې د شيطان د وسوسې د منلو چمتوالی وي او داسې نه ده، چې هغه مو په زور، په ځان پسې راکاږي؛ بلکې دا موږ يو، چې هغه مو پر ځان لاسبرى کړى دى. د مؤمن او شيطان اړيکه رټنه ده؛ خو د فاسق او شيطان اړيکه دوستي ده؛ نو نشو ويلاى: د شيطان پنځونه، له الهي عدل سره اړخ نه لګوي.

پوښتنه: په انسان کې شته غريزې، انسان سرغړونې او ګناه ته هڅوي او له الله تعالی يې لرې کوي، حال دا، په خپله الله تعالی، دا غريزه او ځاني غوښتنه ورکړې ده؛ نو آيا دا خبره، د الله تعالی له عدل سره اړخ لګوي؟

ځواب: اړنګ-شک نشته، که له غريزو په سم ځاى کې ګټنه وشي؛ نو د ټولو ښېګڼو او برکتونو لامل دي؛ لکه د ګاز په څېر که کابو شي، نغري ته ورننوځي؛ نو د خير او برکت لامل دى؛ خو که په هوا کې ازاد او ايله خوشې شي؛ نو شر به جوړ کړي؛ نو ګرانو! پردې خبره ځان پوه کړئ، چې پخپله غريزه څه بد څيز ‏نه؛ بلکې شتون يې د بشر پاینې ته اړينه ده؛ لکه جنسي غريزه، چې د کورنۍ جوړلو او د کهول توليد ته، د غوسې غريزه له مال او ځانه دفاع ته؛ خو آریزه خبره دا ده، چې غريزه بايد کابو شي، چې انسان دا کار کړای شي[7].

پوښتنه: آيا الله تعالی کړای شي، بدچاری جنت ته او نېکچاری دوزخ ته بوځي؟

ځواب: الله تعالی ته هر کار اسان دى؛ خو هر کار نه کوي؛ ځکه الله تعالی، پر ځواک ‏سربېره ځینې نور صفات هم لري؛ هغه حکيم او عادل او پر خپله خبره او ژمنه ولاړ ذات دى، چې دا صفات له هغه څه سره اړخ نه لګوي، چې په پوښتنه کې مکړلار شول.

پوښتنه: ولې بايد انسان له دې لامله، تل په دوزخ کې پاتې شي، چې په دنيا کې د يوې شېبې، ګړۍ، ورځې، اونۍ، مياشت او يا کال لپاره يې ګناه کړې وي؛ لکه څنګه چې الله تعالی په قرآن شريف کې هم وايي: ((فَادْخُلُواْ أَبْوَابَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا))

ځواب: سزا کله قرادادي وي. قراردادي سزا هغه ده، چې يو تن او يا ډلې يوې ګناه او يا جرم ته ټاکلې وي؛ نو داچې دا سزا قراردادي ده؛ نو کموالى او ډېروالى پکې راتلاى شي؛ خو کله ځينې ګناهګانې طبيعي دي، چې د لږېدو او ډېرېدو امکان پکې نه وي، د مثال په توګه: که څوک ځان له يوه متره ارتفاع راوغورځوي؛ نو پښه به يې خوږه شي؛ خو که څوک له پينځو مترو لوړوالي راګوزار شي؛ نو درد به يې ډېر وي، چې په دې ډول سزاوو کې د سزا ورکولو موده، د ګناه کولو د وخت له اوږدوالي سره تناسب نه لري او کېداى شي، د جرم د سر ته رسولو موده خورا کمه وي؛ خو د سزا موده يې خورا ډېره وي.

پوښتنه: آيا د ناقص الخلقه (ګوډانو، کڼو، ړڼدو او. . . ) انسانانو پنځول، چې ټول عمر په سختيو کې تېروي، د الله تعالی له عدل سره اړخ لګوي؟

ځواب: لکه چې و مو ويل: د ډېرو کړاوونو او سختيو لامل، پخپله موږ يو، چې ددې ناقص الخلقه وګړيو په هکله هم همدا خبره صدق کوي او دا موروپلار دي، چې بايد روغتيايي او اروايي پاملرني وکړي او کله د مورو پلار غلطي، د ناقص الخلقه ماشومانو د زيږون لامل ګرځي.

بله پوښتنه، چې ذهن ته راځي داده، چې په دې منځومال کې، د هغه ناقص الخلقه ماشومانو ګناه څه ده؟

زما ځواب دادی، چې په دې کې د الله تعالی ګناه څه ده؟ که ماشوم ګناه نه لري؛ نو الله تعالی هم له ګناه پاک دى، چې په دې خبره کې که وغواړي که نه، موروپلار پړه دي او داسې نه ده، چې الله تعالی زموږ د خرابکاریو دنده پر غاړه لري.

کېداى شي ووایئ: موروپلار خبر نه ول، چې دا کړنه به په پلاني شرايطو کې پر نوزيږي ناوړه اغېز لري؟

ځواب دادى چې د موروپلار پوهېدنه د شيانو پر طبيعي خاصيت اغېز نه لري.

[1] (ژباړن: دلته د شهيد ډاکټر علي شريعتي په زړه پورې وينا را ياده شوه، چې ويلي يې د: د يو آر له منځه وړو لپاره، ښه يرغل پرې مه کوئ؛ بلکې ناوړه دفاع ترې وکړئ.))

[2] ( ژباړن: پردې مطلب د لا پوهېدو لپاره د انديال شهيد مرتضى مطهري د “شل ويناوې” کتاب ولولئ، چې په پښتو هم چاپ شوى دى)

[3] ژباړن: (( د لمر د رڼا په باب هر علم په خپله څانګه او برخه کې خبره کړې ده او ددې نعمت له ارزښته هېڅ څوک سترګې نشي پټولاى. په اروايي رنځوريو کې يو ډول خپګان دى، چې ورته “ملانکوليک ډپرشن” وايي، چې انسان پرې د لمر د رڼا د کموالي له کبله اخته کېږي؛ نو داچې وايي، د الله هر کار له بل کار سره همغږى دى؛ نو وګورئ، چې د لمر رڼا زموږ پر اروا هم اغېز لري او ددې رنځورۍ درمل يوازې د لمر رڼا ده.))

[4] (آل عمران/۱۷۸)

[5] (انعام/۴۴)

[6] ( بقره/۱۵۵)

[7] [ژباړن: پردې مطلب لا پوهېدو ته د انديال شهيد مطهري د “ښوونه او روزنه په اسلام کې “کتاب ولولئ، چې په پښتو هم چاپ شوى دى. ]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!