آل محمد؛ علي، حسن، حسين او فاطمه دي ( امام احمد بن حنبل؛ مسند: 6ټوک، 323 مخ ) پرخپل سند له شهر بن حوشب له ام سلم څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : رسول اکرم، بي بي فاطمې ته وويل : (( مېړه او دوه زامن دې راوله )). بي بي فاطمې راوستل؛بيا رسول […]
آل محمد؛ علي، حسن، حسين او فاطمه دي
( امام احمد بن حنبل؛ مسند: 6ټوک، 323 مخ ) پرخپل سند له شهر بن حوشب له ام سلم څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : رسول اکرم، بي بي فاطمې ته وويل : (( مېړه او دوه زامن دې راوله )). بي بي فاطمې راوستل؛بيا رسول اکرم پرې فدکي څادر خپور کړ او خپل لاس يې پرې کېښود او و يې ويل : ((خدايه ! دوى آل محمد دي؛نو درود او برکت پر محمد او آل يې راولېږه، چې ته حميد او مجيد يې )) حضرت ام سلمه بي بي وايي: ما ترې د څادر يوه څنډه راکښوده، چې زه هم تر څادر لاندې شم؛نو رسول اکرم راڅخه کش کړ او و يې ويل :ته پر خير يې .
دا روايت طحاوي؛مشکل الاثار: لومړي ټوک،108 مخ ،متقي هندي ؛ کنزالعمال :7ټوک، 103 مخ او سيوطي په درالمنثور کې د د احزاب د سورت تر تطهير آيت لاندې رواړى دى .
( مستدرک الصحيحين :3ټوک ،108 مخ ) پر خپل سند له عامر بن سعد څخه روايت راوړى،چې لنډيز يې دادى : يوه ورځ معاويه بن ابوسفيان سعد بن ابي وقاص ته وويل : ولې د ابو طالب زوى ته کنځل نه کړې ؟ سعد :په اړه يې،چې درې خبرې رايادې شي؛نو کنځلې ورته نه کوم؛هغه درې څيزونه،چې رسول اکرم يې په اړه وويل،که يو يې هم زما په اړه و؛نو پر ځمکه به را ته تر ټولو ګران بيه څيزونو ښه و . معاويه بن ابوسفيان وپوښتل : ابا اسحاقه ! هغه درې څيزونه څه دي ؟ سعد: هغه مهال،چې له اسمانه وحى راغله؛نو رسول اکرم، علي ، حسن،حسين او فاطمه تر څادر لاندې کړل او و يې ويل : ((خدايه ! دوى مې اهلبيت دي )).دويم داچې د تبوک د جګړې پر ورځ رسول اکرم علي خپل ځايناستى کړ او پخپله جګړې ته ولاړ؛نو علي ګيله وکړه : رسول الله ! زه دې په مدينه کې له ښځو او ماشومانو سره پرېښووم ؟ رسول اکرم ورته وويل : ((خوښ نه يې داسې راته ووسى؛لکه هارون، چې موسى ته و؛خو پر دومره توپير،چې تر ما وروسته به بل پېغمبر نه راځي؟)) او درېم داچې د خيبر پر ورځ رسول اکرم وويل : د جګړې بېرغ به ډېر ژر هغه ته ورکړم، چې پر خداى او استازي يې ګران دى او خداى او استازى يې هم پرې ګران دى او خداى به دا جګړه مسلمانانو ته د هغه په لاس و ګټي؛نو دا مهال ټول اصحاب په تمه ول، چې هغوى به ښيي؛خو رسول اکرم وويل : علي چېرته دى ؟ ورته وويل شول: سترګې يې خوږېږي . د خداى استازي وويل :ورته ووايه،چې راشي . ولاړل او علي يې راوست،چې راغى؛ نو رسول اکرم ورته خپلې توکاڼې په سترګو کې وموږلې او د جګړې بېرغ يې ورکړ او خداى پرې خيبر سوبه کړ .
حاکم ددې حديث تر نقلولو وروسته وايي : دا حديث ټول هغه شرائط لري،چې مسلم او بخاري يې د يو حديث د سم والي لپاره غواړي او دا حديث يې د درېم ټوک په 147 مخ کې لنډون راوړى دى. متقي؛کنزالعمال :6ټوک ،405 مخ له عبد الله بن حعفر بن ابيطالب څخه د صفيه ( د ام سلمه په ځاى ) په اړه راوړي او سند يې هم ورته سم ګڼلى دى او سيوطي؛درالمنثور هم دا روايت د تطهير تر آيت لاندې راوړى دى .
( امام احمد حنبل؛مسند : 6ټوک ،296 مخ ) پر خپل سند له ام سلمه نقل کړي :يوه ورځ پېغمبر اکرم زما په کور کې و، چې خادم وويل : علي او فاطمه د وره شاته دي . رسول اکرم راته وويل : پاڅه او زما له اهلبيتو لرې شه ! زه پاڅېدم او لرې ودرېدم، چې علي او فاطمه راغلل، حال داچې حسن او حسين هم ورسر ه ول؛بيا رسول اکرم دواړه واخستل او په غېږ کې يې کېنول او ښکل يې کړل او بيا يې يو لاس پر علي او بل يې پر فاطمې کېښود او دواړه يې ښکل کړل او بيا يې پرې يو تور څادر واچاوه او و يې ويل : ((خدايه ! زه او اهلبيت مې د تا پر لور يو؛نه د اور پر لور.)) ام سلمه وايي : ما ورته وويل : او زه . راته يې وويل : او ته .
دا مضمون او ورته نږدې يو مضمون محب طبري له ذخاير نه (7ټوک؛103 مخ )او اختصار يې په هماغه مخ کې له طبراني نقل کړى او او بيا يې يو ورته مضمون په 217 مخ کې له طبراني له واثله څخه روايت کړى او هيثمي؛مجمع :9ټوک ،167 مخ هم دا روايت له واثله بن اسقع نه نقل کړى دى .