انسان يوازې څاروى نه دی،چې ټولنیز ژوند لري،ډېری څاروي په تېره بیا حشرات ټولنیز ژوند لري او له یو لړ حکیمانه مقرراتو لاروي کوي؛اصول،لاسنیوی،د کار ویش ،تولید او توزیع، بولندويي او د قومندې منل، امر او غاړه ایښوول یې پر ټولنې واکمني کوي . د شاتو مچې او ځینې مېږي داسې تمدن،تشکیلات او نظامونه لري […]
انسان يوازې څاروى نه دی،چې ټولنیز ژوند لري،ډېری څاروي په تېره بیا حشرات ټولنیز ژوند لري او له یو لړ حکیمانه مقرراتو لاروي کوي؛اصول،لاسنیوی،د کار ویش ،تولید او توزیع، بولندويي او د قومندې منل، امر او غاړه ایښوول یې پر ټولنې واکمني کوي .
د شاتو مچې او ځینې مېږي داسې تمدن،تشکیلات او نظامونه لري او انسان،چې ځان د مخلوقاتو له بولي،باید پېړۍ پېړۍ تېرې شي ،چې دا شان شي .
د بشر د تمدن پر خلاف، د هغوی تمدن د ځنګل،ډبرې حجر،اوسپنې او اتم په څېر پېرونه نه دي تېر کړي .له لومړۍ ورځې،چې نړۍ ته راغلى همداشان تشکیلات او تمدن لري؛لکه څرنګه یې چې نن لري او په اوضاع کې يې بدلون نه دی راغلی. دا انسان دی،چې د “وَخُلِقَ الْإِنسَانُ ضَعِيفاً /نساء-۲۸” په مصداق ژوند یې له صفره پیل شوی او د بې نهایت پر لوري روان دی .
څارویو ته د وخت غوښتنې یو شان دي؛د وخت غوښتنې یې ژوند نه بدلوي،ورته نوی ژوند او نوی پالي- تجدد پرستي مانا نه لري.علم ورته هر ورځ نوې موندنه نه کوي او اوضاع یې نه بدلوي،سپک او درانده صنایع هر ورځ په نوي او بشپړ ډول د هغوی بازار ته نه راځي،ولې؟دا ځکه په عقل نه؛بلکې په غريزې ژوند کوي ؛خو انسان او د انسان ټولنیز ژوند تل د بدلون او اوښتون په حال کې دی . هره پېړۍ انسان ته نړۍ بدلېږي . د غوره مخلوق والي راز په هم دې کې دی .انسان د طبعیت بالغ او رشید اولاد دی . داسې پړاو ته رسېدلی،چې د طبیعت نېغې پالندوينې ته اړتیا نه لري،د “غريزې”په نامه پټ ځواک نه لري،چې لارښوونه ورته وکړي،انسان په غريزې نه؛بلکې په عقل ژوند کوي .
طبیعت،انسان بالغ پېژندلی او ازاد یې پرېښی او خپله پالندویي يې ترې اخستې. څه چې څارویو د غریزې او د نه سرغړاندي طبیعي قانون له مخې کوي،انسان یې باید د عقل،علم او وضعي او تشریعي قوانینو په ځواک وکړي،چې د سرغړاندی وړ دي .
دا چې انسانان د پرمختګ او تکامل له لارې کږېږي او فسادونه رامنځ ته کوي،د ټالېدنې،درېدنې،کوږوالي،غورځېدنې او پوپناه کېدو راز یې په همدې کې دی ؛لکه څرنګه،چې انسان ته د پرمختګ او ترقۍ لار پرانستې پرته ده؛نو د فساد،کوږوالي او غورځېدنې لار یې هم تړلې نه ده .
د قرآن په تعبیر انسان هغه پړاو ته رسېدلی،چې د امانت هغه پېټي ته ور اوږه شي،چې اسمانونه او ځمکې ور اوږه نشوې؛یعنې ازاد ژوند ومني او د مسؤولیت او دندې قانون ومني؛ځکه له ظلم،ناپوهۍ،ځان پالۍ او تېروتنې خوندي نه دی .
قرآن کریم،چې د مسؤولیت او دندې د امانت په زغم کې د انسان دا هېښنده استعداد بیانوي؛سملاسي يې د “ظلوم” او “جهول” په صفاتو هم ستايي .
د تکامل استعداد او د کوږوالي استعداد؛په انسان کې دا دواړه استعدادونه یو له بله نه بېلېدونکي دي .انسان د څاروي په څېر نه دی،چې په ټولنیز ژوند کې نه مخکې ولاړ شي او نه شا ته،نه ښي خوا ته او نه کیڼ ته .د انسانانو په ژوند کې کله هم پرمختګ دی او کله هم پرشاتګ . د انسانانو په ژوند کې که حرکت او بيړه ده،درېدنه او کوږوالی هم شته،که پرمختګ او تکامل وي؛ فساد او کوږوالی هم شته،که عدالت او نېکي وي،ظلم او تېری هم شته، که د علم او عقل نښې او مظاهر وي؛ د ناپوهۍ او ځاني غوښتنو مظاهر هم شته .
نوي بدلونونه او ښکارندې-پدېدې،چې په وخت کې راټوکېږي،شونې ده،چې له دویم ډوله وي .
جامدان او ناپوهان
افراط – ښنده او تفریط د بشر له ځانګړنو دي . انسان که د اعتدال او منځلارۍ پر پوله ودرېږي،هڅه کوي لومړي او دویم ډول بدلونونه یو له بله بېل کړي،هڅه کوي وخت د علم او نوښت په ځواک پر مخ یوسي،ځان د وخت له پرمختګ سره همغږی کړي او په دې هڅه کې هم دی،چې د وخت د کوږوالي مخه ونیسي او ورسره له یو رنګېدنې ځان ډډې ته کړي .
په خواشینۍ سره تل داشان نه وي .په دې برخه کې تل انسان دوه خطرناکې ناروغۍ ګواښي : د جمود- مړایتوب ناروغي او د ناپوهۍ ناروغي . د لومړۍ ناروغۍ پایله،درېدنه، بې حرکتي او له پرمختیا شاته پاتې کېدنه ده او د دویمې ناروغۍ پایله،کوږوالی او لوېدنه ده .
څه چې نوي وي،جامد- ناوړونی ترې کرکجن وي او بې له زوړه،بل څه سره خوی نه اخلي او ناپوه هرې نوې راټوکېدلي څیز ته د وخت غوښتنې،تجدد- نوي او پرمختګ په نامه مخونه ورکوي .جامد-ناوړونی هر تاند ته فساد او کوږوالی وايي او ناپوه یې ټول د تمدن،پرمختګ،علم او پوهې په تله کې وراچوي .
جامد- ناوړونی د پوټکي او زڼي،وسیلې او موخې ترمنځ توپیر نشي کړای او په اند یې دین د لرغونو اثارو ساتونکی دی .په آند یې قرآن نازل شوی،چې د وخت بهیر ودروي او د جهان اوضاع؛لکه څرنګه،چې ده هماغسې پرې میخ ټک وهي. په کړکي لیکنه،لویو حمامو کې ځان وینځنه،په لاس ډوډۍ خوړنه،لاټین لګونه،ناپوهه او نالوستي اوسېدنه دې د دیني شعایرو په نامه وساتل شي . ناپوهه پرعکس،په پټو سترګو ګوري،چې په لویدیځ کې کوم نوی عادت او مود- ډول پیدا شوی،چې سملاسي یې پېښې وکړم او د تجدد او د وخت د جبر نوم پرې کېږدم .
جامد او ناپوه دواړه انګېري،هره وضع چې پخوا وه،د دیني شعایرو او مسئلو برخه وه،په دې توپیر،جامد پایله اخلي ،چې ددې شعایرو ساتنه دې وشي او ناپوهه پایله اخلي،چې دین زوړپالۍ ،درېدنې او ثبات ته ژمن دی .
په وروستیو پېړیو کې د علم او دین د تناقض د مسئلې خبرې او ویینې په لویدیځوالو کې تودې شوي دي . د علم او دین د تناقض د فکر جرړه دا ده : یو دا چې کلیسا پخواني علمي او فلسفي ځینې مسایل د دیني مسایلو په توګه منلي ول،چې د دیني ګروهې له اړخه دې ورته وکتل شي او د علومو پرمختګ،خلاف یې ثابت کړل . بله له دې لارې،چې علومو د ژوند وضع واړوله او د ژوند بڼه یې بدله کړه .
هغو جامدانو،چې د متدینو پېښې یې کولې؛لکه څرنګه یې چې ځینو بې ځایه فلسفي مسئلو ته مذهبي رنګ ورکړ،غوښتل یې د مادي ژوند ظاهري بڼه هم د دین تر ولکې لاندې کړي . بې خبرو او ناپوهه خلکو هم وپتېیله،چې په رښتیا همداشان ده او دین د خلکو مادي ژوند ته ځانګړی شکل په پام کې نیولی دی او دا چې د علم په فتوی د مادي ژوند شکل باید بدل کړای شي؛نو علم د دین د منسوخیت فتوی ورکړه.
د لومړۍ ډلې جمود او د دويمې ډلې بې خبرۍ د علم او دین د تناقصوالي وهمي فکر راوټوکاوه.
د قرآن تمثیل
اسلام پرمخ تلونکی او پر مخ وړونکی دین دی . دا چې قرآن کریم د مسلمانانو پام دې ته راوړي،چې د اسلام تر سیوري لاندې دې وده او تکامل ومومي؛نو مثال راوړي او وايي : د محمد د لارویان مثال د هغو دانو په څېر دی،چې په ځمکه کې کرل کېږي . دا دانه په پیل کې د بوټي په بڼه له ځمکې راټوکېږي،بیا ځان مظبوتوي او بیا په خپل ډډ درېږي . په داسې تلوار او ځواک له دې پړاونو تېرېږي،چې بزګران هک پک کوي .
دا د هغې ټولنې مثال دی،چې قرآن یې غواړي،هغه څه دي،چې قرآن یې هیله کوي . قرآن د داسې ټولنې بنسټ ږدي،چې تل د ودې او پرمختیا په حال کې وي او پراختیا ومومي .
“ویل دورانت” وايي : “د اسلام په څېر یو دین هم خپل لارویان په ځواک سره نه دي رابللي. د صدر اسلام تاریخ وښوول،دا چې اسلام نوې ټولنه جوړه کړي او پر مخ یې یوسي؛نو څومره ځواکمن دی”.
اسلام هم له جمود سره مخالف دی او هم له ناپوهۍ سره.کوم ګواښ،چې اسلام ته دی،هم له دې ډلې لخوا دی او هم له هغې ډلې لخوا. جمود والی او وچ مغزي او له هر پخواني شعار سره مینه درلودل،حال دا چې په اسلام پورې به اړه نه لري؛نو دا چار ناپوهو ته پلمه کېږي،چې اسلام په رښتیني مانا د تجدد مخالف وګڼي. بلخوا،پېښې،ډول پالي،لویدیځ ځپنې او پر دې ګروهه،چې د ختیځوالو نېکمرغي په دې که ده،چې د جسم،روح، ظاهر او باطن له اړخه سوچه پېرنګیان شي،د هغوی ټول عادتونه،اداب او دودونه ومني،خپل ټول مدني او ټولنیز قوانین په پټو سترګو له قوانینو سره یې تطبیق کړو؛نو دا شان وضع جامدانو ته پلمه کېږي،چې هر نوي حالت ته په بدکڅۍ وګوري او هغه خپل دین او د اولس ټولنیز شخصیت او خپلواکۍ ته ګواښ وانګېري.
په منځ کې اسلام دى،چې ددې دواړو ډلو د تېروتنو تاوان ورکوي .
د جامدانو جمود،ناپوهانو ته د ځغاستې ډګر هواروي او د ناپوهانو ناپوهي، جامدان لا پخپلو ګروهوکلکوي .
عجیبه ده! دا جامد تمدن پالي ،ګومان کوي،چې وخت “معصوم” دی. ایا د وخت بدلونونه بې د بشر له لاسه د بل چا په لاس جوړېږي؟ له څه وخته او له کومې نېټې بشر له تېروتنې سپین لمني – عصمت پيدا کړی،چې د وخت بدلونونه له تېروتنې معصوم- سپین لمنی وي؟
لکه څرنګه،چې بشر د علمي،اخلاقي،ذوقي او مذهبي لېوالتیاوو تر اغېز لاندې دی او هر وخت د بشر د سمونې په لار کې نوښت کوي،همدا شان د ځانپالۍ،لویۍ،ځاني غوښتنو،شتمنۍ او زبېښاکۍ تر اغېز لاندې هم دی . بشر؛ لکه څرنګه چې د نویو موندنو او د غوره وسایلو او لارو په پیدا کولو کې بریالی کېږي؛نو کله ناکله یې پښه هم ښویېږي؛ خو ځان بایللی ناپوهه په دې خبرو نه پوهېږي،دا یې په خوله وي،چې نړۍ نن داسې ده او هاغسې ده .
تر ټولو عجیبه خو دا ده،چې د ژوند اصول د څپلۍ،خولۍ او جامو له مخې تلي،(وايي) دا چې څپلۍ او خولۍ نوي او زاړه لري او چې نوي وي؛ نو بیه لري،باید وایې غوندو او چې زړې شوې،باید ګوذارې يې کړو؛نو د عالم ټول حقایق دا شان دي .ددې ناپوهانو له نظره،ښه او بد بې له نوي او زړو بل مفهوم نه لري . د دوی په اند فیوډالیسم (؛یعنې یو زورور په ناحقه په ځان د مالک نوم ږدي او خپله په ارام ناست وي او سل نور ورته کار کوي،چې یوازې دې یې وخوري)؛ځکه بد دی، چې زوړ شوی،نننۍ نړۍ یې نه خوښوي،پېر یې تېر شوی او له “ډوله” غورځېدلى؛خو په لومړۍ ورځ،چې راوټوکېد او د نړۍ بازار ته راغلی و؛نو ښه و.
د دوی په اند د ښځې زبېښاک بد دی؛ځکه نننۍ نړۍ یې نه خوښوي او نه یې مني؛خو دا چې پرون یې ښځې ته میراث نه ورکاوه،د مالکیت حق یې نه ورکاوه،د ارادې او ګروهې درناوى یې نه کېده،دا ټول ښه ول؛ځکه نوي ول او تازه بازار ته راوتلي ول .
د دوی په اند اوسنى پېر د فضا پېر دی او داسې نشو کړای،چې الوتکې ته شا کړو او پر خره سپاره شو،برېښنا ته شا کړو او لاټین ته کېنو،د ګنډلو ستره کارخانه وتړو او لاسي څرخې ته کېنو،د چاپ ستر ماشینونه بند کړو او په لاس کښل پیل کړو،همداراز نشو کړای،چې د نڅا محفلو ته ولاړ نشو، شراب ونه څښو،د پرتوګ پېنسې تر زنګانه لنډې نه کړو؛ځکه دا هر څه ددې پېړۍ څیزونه دي او که ویې نه کړو؛نو د خره سپرېدنې پېر ته به ورستانه شوی یو.
د “پېړۍ څیز” دې ټکي څومره وګړي بدمرغه او څومره کورنۍ یې وشاړلې .
وايي د علم پېر دی،د اتم پېر دی،د مصنوعي سپوږمکۍ پېر دی،فضا ته د توغندي ویشتنې پېر دی . ډېر ښه ! موږ هم د خدای شکر کوو،چې په دې پېر،وخت او پېړۍ کې ژوند کوو او هیلمن یو،چې لا ډېر او په غوره توګه د علومو او صنایعو ګټنه وکړو.ایا په دې پېر کې بې د علم له سرچینې،نورې ټولې سرچینې وچې شوي دي؟ ددې پېړۍ ټولې ښکارندې-پدېدې د علمي پرمختګ زېږنده دي؟ایا علم داسې ادعا کړی،چې د عالم طبیعت به سل په سلو کې انساني،سرټیټی- مطیع او اېل کړي؟
علم د عالم په اړه دا شان ادعا نه لري او هغه ډله عالمان او پوهان خو پرېږده،چې په پاک نیت په موندنې او پلټنې پسې ځي او ځان پاله،ځواکهڅي- جاه طلب او پیسه دوسته ډله د دوی علمي زیارونه د خپلو ناوړو موخو په لار کې ګوماري .علم تل له دې نارې وهي،چې د بشر سرغړاندو ترې ناوړه ګټنه کړې ده . زموږ د پېړۍ بدمرغي او ګرفتاري په همدې کې ده .
علم د فیزیک په څانګه کې پر مخ ځي او نوي قوانین پلټي. ناوړه ګټه اخستوونکې ډله د کور ورانو فیلمو په جوړلو کې،همدا وسیله کوي . د کیمیا علم پر مخ ځي او د څیزونو د ترکیباتو ځانګړنې لاس ته راوړي،بیا یوه ډله په دې فکر کېږي،چې له همدې لارې بشر ته ترې “هیروین” جوړوي . علم د اتم دننه ننوځي او د حیرت وړ ځواک یې کابو کوي؛خو تر دې مخکې،چې د بشر ګټو ته ترې کوچنۍ ګټنه وشي،د نړۍ ځواکهڅي- جاه طلب ترې “اتم بم” جوړوي او پر بېګناه خلکو یې وروي .
د شلمې پېړۍ د ستر پوه؛”انشټاین” په ویاړ یې جشن نیولی وه،هغه په کې وویل : تاسې هغه ته جشن نیسئ،چې پوهه یې د “اتم بم” د جوړونې لامل شوه؟!
انشټاین د خپلې پوهې ځواک، بم جوړونې ته و نه کاراوه؛نورو ځواک پالو له پوهې یې داسې ګټنه وکړه.
هیروین،اتم بم او ناوړه فیلمونه یوازې په دې،چې د دې پېړۍ ښکارندې دي،معقول- موجه یې نشو ګڼلای .که تر ټولو بشپړ بمونه نوې بمب غورځوونکي الوتکې د تکړه لوستو په لاس جوړ شي او پر بې ګناه خلکو وغورځول شي؛نو دا یو وحشیانه چار دی .
سرچینه : نظام حقوقي زن در اسلام، لیکوال مرتضی مطهری
-
ټیګونه:
- www.andyal.com