تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د بشري تاریخ «طبیعي» والی له «اختیار» سره په ټکر کې نه دی  شونې ده ځینې وانګېري، اوس چې انسانان د تاریخ په اوږدو کې هرومرو هم نېکې چارې کوي او هم بدې، او که دا انسانان یو ځل بیا هم وپنځول شي همدا کارونه به وکړي؛ نو وضع به یې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د بشري تاریخ «طبیعي» والی له «اختیار» سره په ټکر کې نه دی

 شونې ده ځینې وانګېري، اوس چې انسانان د تاریخ په اوږدو کې هرومرو هم نېکې چارې کوي او هم بدې، او که دا انسانان یو ځل بیا هم وپنځول شي همدا کارونه به وکړي؛ نو وضع به یې له مجبورو موجوداتو سره څه توپیر ولري او آیا دا خبره د انسان له واک و اختیار سره په ټکر کې نه ده؟

حقیقت دادی چې ټکر ورسره نلري. خبره مو داده چې د انسانانو تاریخ په طبع دی نه په زور او قسر، په هوډ او اختیار دی نه په جبر؛ یعنې که انسانان دویم ځل وپنځوي، په اختیار به دویم ځل دا کارونه وکړي.

خو د اختیار پر مخ کښل شوي نه دی چې د انسانانو کارونه هره شېبه یوه بله بڼه لري. په ډېری ځایونو کې، انسانان په اختیار ورته او مشابه چارې کوي.

د بېلګې په توګه انسانان د لوږې پر مهال په خوښه او اختیار د خوړو پر لورو ورځي یا د اختیار له مخې په سړو کې تودې جامې اغوندي. نو ځکه د اختیارمنۍ لازمه دا نه ده چې چارې په توپیري بڼو پېښې شي. په عین اختیار کې، د انسانانو په چارو کې پوره ورته والی یا مشابهت موندای شو. لکه چې ووایو که خدای انسانان له سره وپنځوي، بیا به ټول د خوراک او اغوستن چمتو کولو په لټه کې شي. انسان که همدا دی، چلن به یې په اختیار هم همدا وي. حضرت علي (ک) وايي: سره له دې چې انسانان د نورو مرګ ویني او د دنیا برخلیک مشاهده کوي؛ خو کټ مټ په خپل اختیار د تېرو چارې بیاځلي کوي:

و كذلك الخلف بعقب السلف، لا تغلع المنيه اختراما و لا يرعوى الباقون احتراما، يحتذون مثالا و يمضون ارسالا الى غايه الانتهاء و صيور الغناء

«جبر و اختیار» بې له «قضا وقدر» دی

که وغواړو مطلب د شرعي اصطلاحاتو په چوکاټ کې څرګند کړو، په دې برخه کې آریزه ویینه مو پر «قدر» ده او د پوښتونکي په ذهن کې د «جبر» ویینه ده. «قضا و قدر» له جبر و اختیار سره فاحش او څرګند توپیر لري. دې ټکي ته زموږ یو شمېر حکیمانو هم ښه پام وراړولی دی.

 ارواښاد سید جمال الدین افغاني په خپلو لیکنو او خبرو اترو کې یادونه کوله چې «جبر و اختیار» له «قضا و قدر» سره یو و نه ګڼئ ؛ خو له دې مطلبه پایله مه اخلئ، چې انسانان مجبور دي.

« اختیار» د انسان په کړنو یا افعالو پورې اړوند دی او «تقدیر» په هستۍ کې د خدای مدیریت دی

د سید جمال الدین افغاني په څیر تیز ذهنو ته ددې مانا راسپړنه او ورباندې پوهېدنه ستونزمن چار نه و؛ خو ډېری عقلونه یې په بېلولو کې بېوسې دي.

د مطلب ساده بیان دادی چې «اختیار» د خدای د «تقدیر» یوه برخه ده؛ نو ځکه اختیار درلودل له تقدیر سره ټکر نه مومي. الهي «تقدیر» یعنې هغه کړلار چې خدای یې نړۍ او هستۍ ته لري. موږ انسانان د قدر له خوالې او رازه ناخبره یو، یعنې نه پوهېږو چې ولې خدای هستی چې دغسې ده، پنځولې ده. دا سنبالښت – مدیریت او کړلار، د خدای تقدیر دی او په جبر و اختیار پورې هیڅ تړاو او ارتباط نلري. جبر و اختیار د انسان په کړنو پورې اړه لري نه د هستۍ په جوړښت پورې. د هستی او عالم جوړښت، ددې یا هغه بشري وګړي کړه وړ نه دي.

په «جبر و  اختیار» کې خبره پردې ده، ایا موږ هر یو انسان چې یو کار کوو مختار یو یا مجبور. خو دا ویینه چې ولې نړۍ په دې ځانګړي ډول جوړه شوې، یا ولې د ځمکې جوړښت دا ډول دی، ولې انسان، ذهن، بدن او روح لري او په څېر مثالونه یې، د انسان په کړو وړو پورې تړاو نلري؛ نو ځکه په دې ډګر کې، د جبر و اختیار ویینه روانه نده. دا چارې د انسانانو د کړنو له ولکې وتلې دي او په رښتینه کې په هستۍ کې د خدای کړلار ده. خدای غوښتي چې یوه ډله موجودات خځنده شي، یوه ډله الوتونکي، یوه ډله پرښتې او یوه ډله انسانان شي. او که بل ډول پیدایښت ته یې اراده کړې وای؛ نو البته هستي په بل ډول کېده. په دې ډګر کې د جبر و اختیار ویینه مانا نلري. دلته د الهي کړنو ډګر دی او دا به بې مانا وي چې وویل شي موږ د مجبوریت له مخې په دې بڼه شوي یو او په انسان کېدنه، شته کېدو او نارینه یا ښځینه کېدو کې مختار نه و او باید خدای ړومبی د پیدایښت په کار کې سلا مشوره راسره کړې وای! له پیدايښت وړاندې څوک نه و، چې خدای سلا مشوره ورسره کړې وای. د مشورې لپاره لومړی باید موږ وپنځوي او بیا سلا مشوره راسره وکړي؛ نو ځکه باید یو ځل بې مشورې دنیا ته راشو؟

هو، د پیدایښت آر، د جوړښت اصل او د هستی نظم یو هم د جبر و اختیار په ډګر کې نه راځي. دا چارې په هستۍ کې د خدای کړلار ده. خدای په هستۍ کې موخه او یو غرض لري او هستي یې له دې موخې سره موافق او اړخ لګوونکې جوړه کړې ده.

 د خدای تقدیر دادی: د هستۍ دغسې کېدل او هستوګن یې. په دې ډګر کې د مثال په توګه نشو ویلای چې خدای خاوره پیدا کړه او شعور یې نه دی ورکړی؛ نو ظلم یې ورباندې کړی دی. له آره د خدای تر لورنې او عنایت مخکې، څوک حقوال نه و، چې د حق په ضایع کونه یې یو ظلم رادبره شي. څه چې خدای کړي، عین وجود او فیض یې دی. په دې مقام کې د ظلم و عدل او یا جبر و اختیار په اړه خبره نشو کړای، یوازې د خدای له موخې سره یې د اړخ لګولو او موافقت په باب خبره کړای شو؛ یعنې پوښتلای شو چې ایا هستي پر هغه لوري ځي خدای یې غواړي او څه یې له لاسه ندي وتي؟ خدای په قرآن کې وايی:

وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ سَبَقُواْ إِنَّهُمْ لاَ يُعْجِزُونَ(انفال/۵۹) = او كافران دې ګومان نه کوي (چې په دې كړنو) مخکې شوي (او زموږ د سزا له ولکې وتلي دي)؛ ځكه هغوى (خداى) نشي بېوسې كولاى!

کافران دې  ګومان نه کوي چې را نه به مخکې شي، نه دې انګېري چې د چارو واګې مې له لاسه ایستلای شي او هستی هغې لوري ته وځغلوي، چې نه یې غواړو او خپلو موخو ته له ورسېدو مو خنډ شي.

رحمان بابا وايي :

چې زما په باب کې کښلي دي رارسي

که رحمت دی که زحمت دی وار په وار

چې هژده هزار قومونه یې په لار کړل

مربي مې دی هغه پروردګار

کار همه په اراده د خدای موقوف دی

هیڅ موقوف نه دی د چا په انتظار

غم په هیچرې و نه کا په دنیا کې

که څه کېږي د رحمان په اختیار

دا انګېرنې مازې توهم او د ماشومانو خیالونه دي. هستي دقیقاً پر هماغه بهیر روانه ده چې خدای غواړي. د خدای تقدیر او پیدایښت د خدای له موخې سره پوره مناسب (او همغږي) لري. اختیار یا جبر په رښتینه کې د هستۍ له برخو یوه برخه ده؛ یعنې که خدای موجودات مجبور پیدا کړي وي، دا چار یې د تقدیر یوه برخه ده او که موجودات یې مختار پنځولي وي، بیا هم یې د تقدیر یوه برخه ده.

جبر و اختیار د خدای د تقدیر پر وړاندې نه دې؛ بلکې د تقدیر په زړه کې یې ځای نیسي او یوه برخه یې ده نه ورسره په ټکر. که په فرض جوت کړو چې انسانان مختار نه دي، په رښتینه کې د الهي تقدیر یوه برخه یې بیان کړې ده او که ثابت کړو چې انسانان مختار دي؛ بیا هم د الهې تقدیر یوه برخه یې څرګنده کړې ده. دا یو چار هم د خدای تقدیر نه نقضوي.

د بشري تاریخ بهیر اختیاري دی او له الهي تقدیره سره اړخ لګوي

هستي یوازې د خدای په تدبیر او ارادې پنځول شوې او جوړښت یې هم د خدای د غوښتنې له مخې دی. د بشر تاریخ هم اختیاري او هم له الهي تقدیر سره موافق دی. خدای (ج) ويلي یو زیات شمېر خلک مې جهنم ته پنځولي دي:

وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِّنَ الْجِنِّ وَالإِنسِ لَهُمْ قُلُوبٌ لاَّ يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لاَّ يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لاَّ يَسْمَعُونَ بِهَا أُوْلَئِكَ كَالأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُوْلَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ (اعراف/۱۷۹)= او په رښتینه كې موږ ډېرى پېريان او انسانان دوزخ ته پيدا كړي دي (؛ځكه) زړونه [= عقلونه] یې شته؛ خو (فكر پرې نه کوي او) نه پوهېږي او سترګې لري؛خو څه پرې نه ويني او غوږونه لري؛خو څه پرې نه اوري؛ هغوى د څارويو په څېر دي؛ بلكې تر څارويو هم زیات بېلارې دي . (هو) دوى پوره ناخبره دي (؛ ځكه د هدایت هر ډول شونتیاوې يې درلودې؛ خو بيا هم بېلارې دي )

یعنې انسانان په داسې یو ډول کار کوي چې په پایله کې دوزخ ته ورځي؛ خو دا مطلب په هیڅ ډول له اختیار سره په ټکر کې نه دی، پخپله دا واقعیت چې جنت او جهنم شته او یوه ډله به په اختیار جنتي او یوه ډله به دوزخي شي، عین الهي تقدیر دی؛ یعنې خدای انسانان داسې پېدا کړي چې په نهایت کې ځيني جنتیانېږي او ځینې دوزخایانېږي. علي(ک) ویلي:

الامر بالطاعه و النهى عن المعصيه و التمكين من فعل الحسنه و ترك المعصيه والمعونه على القربه اليه و الخذلان لمن عصاه و الوعد والوعيد و الترغيب و الترهيب كل ذلك قضاء الله فى افعالنا و قدره فى اعمالنا ( بحارالانوار،۵ټ،۹۶مخ)

« پر طاعت امر او له ګناه نهې، د نېکچاری چمتو کونه، د بد چاری پرېښوونه، له تقرب لټوونکیو سره لاسنیوي، له ګناهګارانو سره مرسته نه کول د خدای زېری او ګواښنه، دا ټول د خدای قضا و قدر دی چې زموږ په کړو وړو کې بهېږي.»

دا مانا په عین اهمیت درلودو کې، کله ډېر روسته په ذهن کې کېني؛ ځکه انسانان د استیلا او لاسبرۍ هوس لري او ټول نیوکه کوو چې ولې د عالم واګې راسره نه دي؛ خو ښه ده چې انسانان له ځانه وپوښتي چې که په فرض د عالم واګې مو په لاس کې وای، تر خدایه مو کوم ښه کار کړای شو. په هستۍ کې چې انسان خپل بشري عقل په مرسته کومه طرحه واچوي، د الهي تقدیر یوه برخه ده او په رښتینه کې د خدای له طرحو به یوه طرح وي.

مهمه دا ده، چې پوه شو که په محال فرض بشر، خدای شي، بیا به په ځانګړي تقدیر او بې له چا سره په مشورې هستي جوړه کړي. هو الهي قضا ته د غاړه ایښوو مانا دا ده چې انسان وپوهېږي، هستي یو مدیر لري او دا مدیر یوه کړلار او نخچه لري او هستي ددې او هغه په هوس نه تنظېمېږي او خدای په هستۍ کې د خپل حکمت له مخې چلېږي. موږ انسانان هم د خدای د نخچې یوه برخه یو او که حکمت یې نه غوښتل، موږ به هم نه وو، موږ ټول انسانان که مؤمنان شوو یا کافران یا هډو شته اوسو یا نه د خدای د موخې په پلي کېدو کې څه تغییر نه پېښېږي.

گر جمله‏ى كائنات كافر گردند        بر دامن كبرياش ننشيند گرد

نو ځکه د خدای قضا ته غاړه ایښوونه؛ یعنې د هستی د نهایي نظم پر وړاندې سرغاړی نه کول:

سركش مشو كه چون شمع از غيرتت بسوزد        دلبر كه در كف او موم است سنگ خارا

د خدای د تقدیر پر وړاندې سرغاړي، به انسان په الهي غیرت وسوځوي.

پایله دا چې د تاریخ حرکت او بهیر، په رښتینه کې د الهي تقدیر څرګندول دي او د انسان اختیار ددې تقدیر یوه برخه ده. نو ځکه د اختیار مانا دا نه ده چې انسان د دنیا او تاریخ نظم، چوکاټ او دېوالونه ونړوي یا خپل څرنګوالی په خپله وټاکي. دا چارې د اختیار له ولکې وتلې دي. د اختیار یا جبر موضوع هله موضوعیت مومي، چې بشر د خدای د تقدیر له مخې خپل ځانګړی جوړښت پیدا کړی وي. تردې روسته، د بشر ارادې، څوبتیا، درک، د تمیز د قدرت درلودو او… په پار اختیارمنېږي او په دې مقام کې هم باید پاملرنه ولرو، چې د انسان د واک یا اختیار د کړۍ محدودیت له بې اختیار والي سره یې په ټکر کې دی. انسان نباید وانګېري چې دا اختیارمن موجود دی، نو په هستۍ کې ټول هوسونه پلي کولای شي. د انسان واک او اختیار محدوده کړۍ لري او باید موږ انسانان ومنو چې کمزوري موجودات یو.

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست