تبلیغات

بوټي او ونې هم له حضرت علي سره مينه کوي ( رياض النضره : دويم ټوک،٢١٥ مخ ) له حضرت انس بن مالک روايتوي،چې وايي : حضرت علي بن ابيطالب حضرت بلال ته يو درهم ورکړ،چې خربوزه پرې واخلي . حضرت بلال وايي : خربوزه مې واخسته او چې علي ماته کړه؛نو ترخه وه . […]

بوټي او ونې هم له حضرت علي سره مينه کوي

( رياض النضره : دويم ټوک،٢١٥ مخ ) له حضرت انس بن مالک روايتوي،چې وايي : حضرت علي بن ابيطالب حضرت بلال ته يو درهم ورکړ،چې خربوزه پرې واخلي . حضرت بلال وايي : خربوزه مې واخسته او چې علي ماته کړه؛نو ترخه وه . علي وويل : بلاله دا خربوزه خپل خاوند ته يوسه او درهم ترې راواخله؛ د خداى استازي ما ته وويل: خداى ستا مينه پر بشر،ونه، مېوو او دانو لازمه کړې؛نو چا چې دې لاروي وکړه؛نو سپېڅلى او پاک شو او چاچې دې لاروي ونه کړه؛نو تريخ او ناپاکه شوه او زما په ګومان دا له هغو خربوزو ده،چې ستا مينه يې نه ده منلې .

محب طبري دا روايت ملا ته نسبت ورکړى دى .

( د بغداد تاريخ :درېم ټوک،٢٨٩مخ ) په خپل سند له حضرت ابن عباس روايتوي،چې ويې ويل : په ډله کې د کعبې سيوري ته ناست وو او رسول اکرم راته وينا کوله،چې ناڅاپه په رکن يماني کې يو څيز راروان و،چې رسول اکرم پرې توکاڼې تو کړې.ويې ويل : خداى دې لعنت کړه _ او يا يې وويل : خداى دې خوار کړه _ علي بن ابيطالب پوښتنه وکړه : رسول الله دا څه دي ؟ و يې ويل : مګر نه يې پېژنې ؟ ويې ويل : خداى او استازى يې ښه پوهېږي . و يې ويل : دا ابليس دى . علي له ځايه پاڅېد او د تندي له وېښتانو يې راونيو او وېښتان يې ترې راوايستل او و يې ويل : رسول الله اجازه راکړئ،چې و يې وژنم . رسول اکرم وويل : مګر له ياده دې وتلي،چې تر قيامته يې عمر غوښتى دى . علي پرېښود او ابليس په يوه ګوټ کې ودرېد او و يې ويل : علي ! ما درسره څه کړي دي؟ پر خداى قسم،چې ستا په دښمنانو کې داسې څوک نه وينم، چې له پلار سره به يې زه په څاڅکي کې شريک نه يم . علي ! د قرآن داآيت مه هېروه : ( و شارکهم فى الاموال والاولاد ) چې ما ته يې اجازه راکړې،چې د خپلو لارويانو په مال او اولاد کې يې شريک شم .

بيا خطيب د خپل تاريخ د درېم ټوک په ٢٩٠ مخ کې له عبدالله روايتوي،چې د علي د خولې وينارا اخلي او وايي : يوه ورځ مې پېغمبر اکرم وليد،چې د خپل په څېر پر يوه ستر څيز سپور دى او پر هغه لعنت وايي او د صفا له لوري راروان دى؛نو پوښتنه مې وکړه : دا څوک دى ؟ و يې ويل : دا رټل شوى شېطان دى . ورته مې وويل : د خداى دښمنه ! پر خداى، چې وبه دې وژنم،چې امت دې له شره خلاص شي. و يې ويل : مګر د نېکۍ سزا بدي ده ؟ و مې ويل : د خداى دښـمنه ستا سزا څه ده . و يې ويل : پر خداى قسم ستا پر دښمنانو کې داسې څوک نه وينم،چې د مور په زيلانځ-رحم کې يې له پلار سره شريک نه يم .

خطيب بيا وايي :دا روايت ابوالحسين اشناني له اسحاق بن محمد نخعي؛يعنې اسحاق احمر همداراز راوړى دى .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست