تبلیغات
|

په منى کې د اختر پر ورځ د شيطان تر ايشتلو او حلالې وروسته څوک چې په لومړي ځل حج ته تللى وي بايد خپل سر وخروي او ښځې بايد د خپل سر لږ وېښتان غوڅ کړي. د چا چې لومړى ځل نه وي ؛نو د خرولو په ځاى کولاى شي د سر وېښتان او […]

په منى کې د اختر پر ورځ د شيطان تر ايشتلو او حلالې وروسته څوک چې په لومړي ځل حج ته تللى وي بايد خپل سر وخروي او ښځې بايد د خپل سر لږ وېښتان غوڅ کړي. د چا چې لومړى ځل نه وي ؛نو د خرولو په ځاى کولاى شي د سر وېښتان او يا هم ږيره لږه کمه کړي تر دې عمل وروسته حاجي له احرامه وځي او خپلې اصلي جامې اغوندي په عرفات ،مشعر او منى کې چې پرې څه حرام ول اوس پرې حلالېږي .

((ثُمَّ لْيَقْضُوا تَفَثَهُمْ وَلْيُوفُوا نُذُورَهُمْ وَلْيَطَّوَّفُوا بِالْبَيْتِ الْعَتِيقِ(حج/۲۹)= بيا دې خپل خيري لرې كړي او خپل نذرونه دې پوره كړي او د دغه لرغوني عزتمن كور[= كعبې ] طواف دې وكړي . ))

په يو روايت کې راغلي : (( تفث )) سرخرولو ته وايي ( وافي \١٧٩) .

د سرخرول پردې سربېره چې يو واجب عمل دى سترثواب هم لري . په روايتونوکې راغلي: په خرولو کې،چې د سر هر وېښته پر ځمکه لوېږي ؛نو په قيامت کې د هر وېښته په بدل کې رڼا لاس ته راوړي. ( وافي ٢\ ١٧٩)

همداراز په روايتونو کې راغلي چې له پورتنې آيته موخه له امام سره ليدل دي. ( تفسيرنمونه ١٤\ ٧٨،نورالثقلين ٣\ ٤٩٢]؛ځکه له امام سره په ليدنه کې د انسان اروایز او ټولنيز خيري پاکېږي . کومه ټولنه چې له خپل امامه بېله وي؛نوچټلېږي. د شيطانانو ايشتل،حلاله کول ‏او د سرخرول هغه درې کړنې دي ،چې د لوى اختر پر ورځ ترسره کېږي.

په منى کې بيتوته (پاتې کېدل )

يوولسمه اودولسمه شپه او ځينو ته اړينه ده چې ديارلسمه شپه په منې کې تېره کړي ؛يعنې له لمر پرېوتو تر نيمې شپې پورې بايد دلته پاتې شي. په دې شپو کې کوم ځانګړې برنامه نشته؛ځکه چې سيمه کوچنۍ ده او خلک پکې ډېر وي دلته انسان کړاى شي له نورو حاجيانو سره اړيکې ټينګې کړي. منى تبليغاتو ته يومناسب ځاى دى ؛ځکه چې کور،کوڅه او بازار پکې نشته ،چې خلک خپاره واره وي،لارې يې تنګې دي خيمې یو له بل سره نږدې وي دلته يواځې يو څيز اړين بريښي اوهغه د نورو مسلمانانو په ژبو پوهېدل دي .

هو! د منى دا دوه درې ورځې نړيوالې غونډې دي او دعاګانې پکې ډېرې پر ځاى دي. قرآن وايي:

((وَاذْكُرُواْ اللّهَ فِي أَيَّامٍ مَّعْدُودَاتٍ فَمَن تَعَجَّلَ فِي يَوْمَيْنِ فَلاَ إِثْمَ عَلَيْهِ وَمَن تَأَخَّرَ فَلا إِثْمَ عَلَيْهِ لِمَنِ اتَّقَى وَاتَّقُواْ اللّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ(بقره/۲۰۳)= او خداى په شمېرليو ورځو كې ياد كړئ: (د ذي الحجي د مياشتې يولسمه، دولسمه او ديارلسمه) او څوك چې بيړه وكړي او د (خداى ياد) په دوو ورځوكې تر سره كړى؛ نو ګناهکار ندى او که څوك ځنډ هم وكړي (او په درېو ورځو كې يې تر سره كړي) هم ګناهکار ندى؛ خو چې پرهېزګاري يې کړي وي او د الله د اوامرو له مخالفته ځان وژغورئ او پوه شئ چې په حقيقت کې يواځې به د هغه پر لور ورټول کړاى شئ))

تر لوى اختر وروسته چې حاجيان په منى کې څوورځو ته پاتې کېږي د تشريق ورځې ورته ويل کېږي او کوم حکمونه ،چې د حج په کتابونو کې راغلي ؛نوله مخې يې بايد هره ورځ شيطان و ايشتل شي . د روايتونو له مخې په دې ورځو کې د خداى له يادونې موخه دا ده،چې تر پنځلس لمونځونو وروسته د اختر د ورځې د ماسپښين له لمانځه او ديارلسمې ورځې د سهار تر لمانځه وروسته بايد دا دعا ووايي : ((الله اکبر، الله اکبر لااله الله والله اکبر والله لحمد الله اکبرعلى اهدانا ، الله اکبر على ما رزقنا من بهيمۀ الانعام ))

په منى کې د((خيف)) په نامه يو جومات دى ،په يو روايت کې راغلي ،چې اوه سوه پېغمبرانو پکې لمونځ کړى دى. (سفينۀ البحار) او پېغمبر اکرم(ص) هم پکې ډېرې خطبې ويلي دي. ( سنن ابن ماجه ٢\ ١٠٥، کتاب المناسک ٧٦) ]

له منى وتل

د دولسمې ورځې تر ماسپښين وروسته حاجيان له منى څخه د مکې پر لوري روانېږي چې د حج نورې کړنې لکه طواف،د طواف لمونځ او ((سعى)) ترسره کړي .

د عرفات،مشعر او منى دښتو بايد په موږ کې بدلون راوړي وي. که عرفات،د مشعر شعار او شعور او د منى قربانۍ په موږ کې بدلون نه وي راوړى ؛نو بايد پر خپل حال وژاړو .

په هرحال له منى تېرېږو او مکې ته راننوځوو.خداى موږ څو ورځوته دښتو ته رالېږلي وو او اوس راته بېرته په خپل کور کې ځاى راکوي ،څومره د خواشېنۍ ځاى به وي چې دا ټول بدلونونه انسان ونه خوځوي .

ته د حج روزنيزنظام څومره ښکته او پورته کړې ،ښایي اغېز درباندې وکړي ، لوڅ شوې ،کفن دې واغوسته،دښتو ته لاړې ، شيطانان دې واېشتل ،حلاله دې وکړه ،سردې وخرايه ،په دې لار کې دې کړاوونه وليدل او دا هرڅه ستاپه ګټه ول. د انسان بشپړتيا په ترخو او خوږو پېښوکې ده. تا ته وويل شو، په هغه ځمکه کې تم شه،چې حضرت ابراهيم خپل زوى حضرت اسماعيل قربانۍ ته پر ځمکه سملولى و،تردې وروسته خپل سرپه ګرېوان کې ښکته کړه ،چې د قربانۍ او سرټېټونې په ځمکې کې تر تم کيدو وروسته په تا کې څومره د قربانۍ روحيه پيدا شوې ده ؟ که په خپلو روحياتو او حالاتو کې دې څه وده او بدلون وليد؛نو د خداى شکر وباسه او که څه بدلون پکې پيدا نشو؛نو بايد له سره کتنه وکړې او له ځان سره دا آيت ولولې : ((أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَن تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ وَلَا يَكُونُوا كَالَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِن قَبْلُ فَطَالَ عَلَيْهِمُ الْأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَكَثِيرٌ مِّنْهُمْ فَاسِقُونَ(حديد/۱۶)=آيا مؤمنانو ته هغه وخت ندى رارسېدلى،چې د خداى ياد او هغه حقيقت(قرآن) چې نازل شوى،زړونه يې ورته نرم او عاجز شي او د هغوغوندې نشي،چې مخكې ورته اسماني كتاب وركړ شوى و؛خو چې اوږد وخت پرې تېر شو؛نو زړونه يې سخت شول او ډېرى يې پوله ماتي دي؟! ))

په هرحال طواف يوځل بيا ترسره کېږي .دا ځل د طواف نيت له لومړني طواف سره توپيرلري . اوس د حج او زيارت په موخه طواف کوو. طواف ،لمونځ او سعى يو ځل بيا کېږي. خداى زموږ روزل غواړي ،هغه نړۍ پال خدای دى او روزونکى بايد تر روزنې لاندې وګړيو باندې يو عمل څو څو ځل وکړي. په قرآن کې چې کومې قصې په تکرار راغلي ؛نو فلسفه يې همدا ده . د خداى ياد،غوسه او نعمتونو ته پاملرنه يې په پرله پسې توګه بايد په انسان کې تکرار شي .

طواف

په عمره کې چې مو څرنګه طواف ، لمونځ او سعى درلوده دلته به يې هم همغسې کوو، په دې طواف کې موږ بايد سپېڅلي شوي يو؛ځکه عرفات او مشعرته تللي وو او له ګناهونو وينځل شوي يو دا ځل مو کعبې ته زړه نږدې دى او کومې پرېښتې،چې په اسمانو کې طوافونه کوي ورسره مو ورته والى ډېر شوى دى . دا ځل مو شيطان په کاڼو ايشتلي دى،تودې سړې،کړاوونه او اوښکې مو توى کړي او تر دې وروسته طواف ته راغلي يو . بدني حرکتونه دې ښايي روح او فکر وخوځوي . ساده دښتې ته لاړم ، ښائي له ځل بل زړه بېل کړم ، د سر وېښتان مې وخرول،چې سر ورکولو ته چمتو شم .

د شيطان ځاى مې په تيګو وايشت،چې د خپل شيطان ايشتلوته هم چمتوشم . که په عمره کې مې بدن، زما روح له کعبې ګرد چاپېره چورلاوه ؛خو دا ځل زما روح ، زما بدن له کعبې چورلوي . يو ځل بيا له آزاد کوره طواف کوو،چې موږ ته ووايي بنديان مه اوسئ او د ختيځ او لويديځ له کوره مه چورلئ. يوځل بيا د کعبې او مقام ابراهيم په منځ کې د خداى د اولياوو پرپل باندې پل ږدو او طواف کوو او پوهېږو،چې زموږ حرکت بايد د توحيد او امامت ترمنځ وي. د خداى له خوا پر ټاکل شوې لار له خلکو سره يو ځاى له کعبې په داسې حال کې چورلوو ،چې کيڼ اړخ مو کعبې ته دى او د حج طواف پاى ته رسوو .

د طواف لمونځ د حج د طواف تر پاى وروسته سمدستي د(( مقام ابراهيم )) شاته دوه رکعته د طواف لمونځ کوو. تر دې وروسته په صفا او مروه کې سعي کوو. له((صفا)) يې پيلوو او پر((مروه)) يې پاى ته رسوو ،دلته تر سعى وروسته د نوکانو او ويښتانو غوڅول ضروري دي اوس حاجي ته دوه نورې کړنې پاتې کېږې :

لومړى طواف نساء او بل د طواف نساء دوه رکعته لمونځ دى د دې دوو فريضو تر پاى وروسته حج هم پاى ته رسېږي .

[ سرچینه ؛ د شیخ محسن قرآیتی د حج کتاب]

 

 

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!