حُسن حسن که هر څو د توازن نه عبارت دی روح د توازن په دې حسن کې عفت دی حسن د عالم په هر یو څیز کې جلوه ګر دی حسن خو هم یو دی خو جدا جدا نظر دی ذوق د ښکلا یو دی خو معیار جدا جدا دی مینه خو یوه ده ولې […]
حُسن
حسن که هر څو د توازن نه عبارت دی
روح د توازن په دې حسن کې عفت دی
حسن د عالم په هر یو څیز کې جلوه ګر دی
حسن خو هم یو دی خو جدا جدا نظر دی
ذوق د ښکلا یو دی خو معیار جدا جدا دی
مینه خو یوه ده ولې یار جدا جدا دی
سترګو ته حاجت دی، حسن شته دی په هر څه کې
هم شته په چمن او په صحرا کې هم په غره کې
حسن شته صحرا کې چې یې ګورې له یو ځایه
حسن پاتې نشي چې نظر دې شي بې ځایه
وي چې کوم معروض کې هغه شان یې کتل بویه
بس په مقرر هغه مکان یې کتل بویه
کندو خرخوړو کې به د حسن ننداره کړې
بیا به حسن نه وي که بدله زاویه کړې
یو طرف چې ګورې نو په غره کې به ښکلا وي
تېر چې شي بیا وګورې ښکلا نه وي بلا وي
بیا نو دغه حسن مجتمع دی په انسان کې
نشته داسې حسن په ملک نه په حېوان کې
ځکه خو د احسَنَ صوّر ورته خطاب دی
دا دی په مخلوق کې د خالق چې انتخاب دی
حسن د خالق له خپل جماله عبارت دی
ور یې کړو انسان ته حامل د خلافت دی
پېښ ورته دداسې امانت نه چې ذهول شو
ځکه خو نامزد هم ظلوم او په جهول شو
وکړو خیانت یې ورعطا چې امانت وه
دغه خیانت څه وه؟ نسیان یې د عفت وه
تل به د عفت کړي حفاظت چې نابغه وي
هم به یې سالمه تر اخره حافظه وي
وايي شافعيرح ما له استاده کړه پوښتنه
هسې شان زما ده حافظه ولې لهچنه
وی چې ګناه پریده نصیحت درته کومه
ښه به حافظه شي وصیت درته کومه
خلاص چې له ګناه شې، حافظه به شي ځلانده
تل به دې د عقل او د خرد وي چينه تانده
امیر حمزه خان شینواری