تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه سنن النبي او روژه د خداى د رسول پيشنمى او روژه ماتى : حضرت انس بن مالک(رض) وايي : په روژه ماتي او پیشنمي کې ‏د خداى د رسول خواړه يو شربت و او ډېر‏ داسې راپېښېدل،چې بې له دې شربته ‏ يې هېڅ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

سنن النبي او روژه

د خداى د رسول پيشنمى او روژه ماتى :

حضرت انس بن مالک(رض) وايي : په روژه ماتي او پیشنمي کې ‏د خداى د رسول خواړه يو شربت و او ډېر‏ داسې راپېښېدل،چې بې له دې شربته ‏ يې هېڅ خواړه نه درلودل او ډېر وخت ‏دا شربت د شيدو و او کله به د پېغمبر خواړه لمده شوې ډوډۍ وه.

له کجورى سره روژه ماتى :

امام صادق (رح) وايي: د خداى رسول به د کجورو په فصل کې له کجورو ‏سره او د وچو کجورو د فصل پر مهال ‏يې له وچو کجورو سره روژه ماتوله.

  له اوبو سره روژه ماتى :

 امام باقر(رح) وايي : د خداى رسول، چې روژه و،که حلوا او يا بل خوږ څيز به ‏ يې ‏روژه ماتي ته پيدا نه کړ؛نو له اوبو سره ‏ يې روژه ماتوله.

  له ممیزو ‏سره روژه ماتى :

د خداى رسول به پرمميزو هم روژه ماتوله.

  غوره پيشنمی :

له آل محمد (ص) روايت دى : پيشنمى کول مستحب دى،ان که له يوشربت سره وي .روايت شوي،چې د پيشنمي غوره خواړه کجوره او قاووت دي؛ځکه ‏د خداى رسول ‏په پيشنمي کې خوړل .

د پيشنمي خواړه :

 د خداى د رسول ډېرى ‏خواړه ‏حليم و او کله ‏يې پيشنمي ته هم ساتل .

 په روژه کې بښنه :

 د خداى رسول(ص) به د رمضان په مياشت کې د يو توند باد په څېر شو، څه يې په لاس کې نه پاتې کېدل او څه چې یې درلودل،خلکو ته يې وربښل .

د خوړو پر مهال ادب :

امام صادق (رح) وايي : د خداى رسول،چې له يوې ډلې سره ‏روژه ماتي ته کېناسته؛نو تر ټولو لومړی ‏يې خواړه پيلول او تر ټولو وروسته ‏ يې خواړه بس کول،څو ټول وکړاى شى،‏خواړه وخوري .

 روژه ماتى :

حضرت ‏علي وايي : پېغمبر(ص)،چې له يوې ډلې سره روژماتى ‏وکړ؛نو ويل یې :((روژه دارو درسره روژه ماتى وکړ اونېکانو ستاسې ډودۍ وخوړه او غوره شویو‏ پرتاسې درود ووايه .))

د پېغمبر اکرم(ص) روژه ماتى :

پېغمبراکرم (ص)،چې روژه نيوه او روژه يې د کجورو د رسېدو پر مهال وه‏ ؛نو يوازې په کجورو يې روژه ماتوله، ډېرى ‏يې انګور دانه دانه خوړل او پنير يې هم خوړ،کجورې يې خوړلې او ورپسى يې اوبه څښلې.

د آنحضرت(ص) زيات خواړه کجورې او اوبه وې،کجورې،شيدې اوحليم يې هم خوړ،غوښه او کدو  يې هم خوښ ول او يو ډول کدو،چې “دباء” نوميده،هم  يې خوښ و او علاقه يې درلوده،چې پر دسترخوان ايښي خوړو پسې لاس وراوږد کړي،‏د دښتو د ځناوروغوښه ،د مرغيوغوښه،پراټه،سرکه،چکني،غرنى ريحان او کلم يې هم خوړل .

د پېغمبر اکرم(ص) د سترګو رڼا :

دڅښتن استازی(ص) وايي‏:((زما د سترګو رڼا يې په لمانځه او روژه کې ايښې ده.))

دپېغمبر اکرم(ص)‏ د روژه کېدو ‏طريقه :

 ‏تر مړینې د آنحضرت(ص) د روژه کېدو ‏سنت دا و،چې بې د روژې د مياشتې له روژه کېدو،‏د شعبان د مياشتې او په هره مياشت کې درې ورځې روژه  کېده.

سرچینه : سنن النبي ، مولف، علامه طباطبایي

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!