څوک چې ډارېږي، چې ګنې زمری به پر ده، سپرلۍ او رمې یې برید وکړي؛ نو یو خط دې ترې راتاو کړي او و دې وایي: یا الله: ای د دانیال او ځان پالونکیه او د هر غښتلي زمري پالونکیه، ما او رمه مې وساتې او څوک چې له ډوبېدو ډارېږي، باید ووایي: ((روانېدل او […]
څوک چې ډارېږي، چې ګنې زمری به پر ده، سپرلۍ او رمې یې برید وکړي؛ نو یو خط دې ترې راتاو کړي او و دې وایي: یا الله: ای د دانیال او ځان پالونکیه او د هر غښتلي زمري پالونکیه، ما او رمه مې وساتې او څوک چې له ډوبېدو ډارېږي، باید ووایي: ((روانېدل او درېدل مې د خدای په نامې دي، بېشکه پالونکی مې بښونکی او لورین دی[1].))
((هغوی خدای لکه چی وړ دی پېژندلی نه دی او د قیامت پر ورځ ټوله ځمکه یې ( د قدرت) په ولکه کې ده او اسمانونه به یې ( د قدرت) په ښي لاس کې نغښتي وي، هغه له هغه څه پاک او لوړ دی چې هغوی یې ورسره شریکوي[2].))
څوک چې له لړمه ډارېږي دا ایتونه دې ولولی:
((په نړیوالو کې دې پر نوح سلام وي! نېکانو ته دغسې سزا ورکوو؛ په رښتیا چې هغه مو له مؤمنو بندګانو و.[3]))
د نوزېږي پر اوومه ورځ پسه قرباني کړئ او چې سر یې مو وخرایه د وېښتانو د وزن هومره یې سپین خیرات کړئ، دا چار پر هر مسلمان لازم دی او پېغمبراکرم د حسن او حسین په اړه دغسې کړي دي .
چې سوالګر ته مو څه ورکړل؛ نو دعا ترې وغواړئ؛ چې دعا یې ستاسې په اړه قبلېږي، که څه د ځان په هکله یې نه قبلېږي؛ځکه ( غالبا) دروغ وایي: او په کوم لاس مو چې خیرات ورکړی، ښکل یې کړئ، ځکه صدقه مخکې تردې چې د سوالګر لاس ته ورسي، خدای یې اخلي؛لکه چې خدای په قرآن کې ویلی:
((ایا نه پوهېدل، چې یوازې خدای د خپلو بندګانو توبه قبلوي او صدقات اخلي او خدای توبه قبلوونکی او لورین دی.[4]))
د شپې صدقه ورکړئ، چې د پالونکي غوسه سړوي.
ویناوې مو خپلې کړنې وشمېرئ ( چې سبا یې په اړه پوښتلېږئ) او په خیریه چارو کې لږې خبرې وکړئ.
د خدای له درکړې روزۍ نفقه ورکړئ، نفقه ورکوونکي د خدای د لارې د مجاهد په څېر دی، څوک چې یقین پیدا کړي، چې څه نفقه کوي، عوض او بدله لري؛ نو د نفقې لار دې خپله کړي او له نفقې ورکولو یې زړه خوشحالېږي.
چاچې ( پر یو څیز) یقین درلود؛ خو بیا پرې شکي شو؛نو پر خپل پخواني یقین دې عمل وکړي؛ ځکه شک یقین نه ماتوي.
پر ناحقه ګواهي مه ورکوئ.
پر هغه دسترخوان مه کېنئ، چې شراب پکې څښل کېږي، بنده ناخبره دی،چې کله به مري ( ښایي په همدې محفل کې ومری یا پر عذاب اخته شي)
پر دسترخوان په ادب کېنئ، پر ځمکه خواړه وخورئ، پښه پر پښه مه اړوئ او پلتۍ مه وهئ، چې د خدای ښه نه ایسي او خدای د پلتۍ والا دښمن دی.
پېغمبرانو علیهم السلام به د ماښام تر نمانځه وروسته ماښامنۍ خوړه، ماښامنۍ مه پرېږدئ، چې بدن ویجاړوي.
تبه د مرګ استازې ده او پر ځمکه د خدای زندان دی او له خپلو بندګانو چې څوک وغواړي، پکې یې بندي کوي، تبه ګاهونه داسې رژوي؛ لکه بد اوښ له کوهانه چې پشم توییږي .
بې له ټپ او تبې د هرې ناروغۍ جرړه له دباندې ده؛ ځکه دا دواړه له دباندې د انسان بدن ته ورننوځي. د تبې تودوخه د بنفشې په ګل او سړو اوبو کېنوئ، چې ( ته وا) د تبې تودوخه د جهنم تپ دی . تر هغې چې ناروغي پر روغتیا لاسبرې شوې نه وي؛ نو مسلمان دې [ په بېړه) درملنه نه پیلوی .
دعا حتمي الهي قضا اړوي ؛ نو چمتو یې کړئ او و یې کاروئ. په اوداسه پسې اودس کول، لس نېکۍ (حسنې) لري؛ اودس وکړئ، هسې نه ناغېړي وکړئ او لټ د خدای حق نه پوره کوي. بدبوی په اوبو لرې کړئ او (تل) مو ځان ته پام وي؛ ځکه د خدای خیرن بنده ښه نه ایسي، چې خپل ملګری ترې په تنګ وي.
په نمانځه کې په ږیره کې ګوتې مه وهئ او همدغسې له هر هغه څه ډده وکړئ،چې د زړه له حضوره مو اړوی.
په ښه چار کې بیړه وکړئ، مخکې تردې چې پر بل چار بوخت شئ.
مؤمن له خپل لاسه ځورېږي؛ خو خلک یې له لاسه په راحت کې دي.
باید ډېرې خبرې مو د خدای ذکر وي. له ګناه ډډه وکړئ،چې د روزۍ مخه نیسي.
ناروغان مو د خیرات په وکړې درمل کړئ او شتمني مو د زکات په ورکړې خوندي کړئ.
لمونځ د خدای درشل ته د ځان ساتیو ( پرهیزګارانو) د ورنژدېدو لامل دی.
حج د بېوسیو جهاد دی .
له مېړه سره ښه چلن، د ښځو جهاد دی .
نیستي ستره مړینه ده.
لږ اولاد پخپله یوه شتمني ده.
منځلاري نیم ژوند دی.
غوسه ( یا خپګان) نیم زړښت دی .
منځلاری، بیخي نشتمنېږي نه .
څوک چې سلا مشوره کوي نه هلاکېږي.
احسان باید له دینوالو، شریفو او عیا لوارو سره وشي.
هر څیز، یوه پایله او مېوه لري او د ښه چار مېوه ژر له بنده خوشې کېدل دي یا د ښه کار پایله، په قیامت کې ژر آرامي ده.
څوک چې په بدلې یقین لري؛ نو ښه ورکړه کوي.
څوک چې د مصیبت پر مهال خپل ورنونه وهي؛ نو بدله یې له منځه ځي.
د مؤمن غوره چار پراخۍ ته سترګې پر لارېدل دي.
څوک چې خپل مورو پلار خپه کړي؛ نو یې عاق کړی دی.
په خیرات ورکولو خپله روزي وغواړئ.
په دعا ځان له ډول ډول کړاوونو بچ کړئ، د کړاوونو تر راکېووتو وړاندې په دعا لاس پورې کړئ ؛ نو پر هغه قسم چې دانه یې وچوله او ساکښ یې وپنځول، پر مؤمن د کړاوونو یرغل له لوړې د نېز له بهېدو او د ګړندي اسونو تر ځغاستې ګړندی دی .
له خدایه وغواړئ د بلا له سختیو مو روغ رمټ وباسې، چې د کړاوونو سختي، د دین له منځ تلو لاملېږي، نېکمرغه هغه دی چې له نورو پند واخلي او و یې مني.
ځان په ښو خویونو وپسولئ، چې مؤمن د ښو اخلاقو په سیوري کې د روژتي نمونځکوونکي درجې ته رسي.
څوک چې پوه شي شراب څښل حرام دي؛ خو بیا هم و یې خوري؛ نو خدای به د دوزخیانو وینې زوې ورباندې وڅښي که څه بښل شوی هم وي.
د ګناه کولو لپاره نذر ایښوول سم نه دي.
له خپلوانو سره د اړیکو د پرېکون لپاره قسم خوړل روا نه دي.
بې عمله دعا کوونکی؛لکه بې مزي غشی ایشتونکی.
ښځه باید ځان خپل مېړه ته خوشبویه کړي.
څوک چې له خپلې شتمنۍ د دفاع او ساتلو په لار کې ووژل شي؛ نو شهید دی.
غولېدلی نه د ستاېنې وړ دی او نه د بدلې.
بې د پلار له اجازې د اولاد قسم خوړل او بې د مېړه له اجازې د ښځې قسم خوړل سم نه دي.
تر شپې له خبرو روژه کېدل سم نه دي؛ خو دا چې د خدای د ذکر او یاد لپاره وي.
اسلامي ښار ته تر مهاجرت وروسته، د کفر سیمې ته ورستنېدل جایز نه دي، یا تر هجرت وروسته ، بېدیا میشتي روا نه ده او (د مکې) تر سوبې وروسته، هجرت (لازم نه دی .
څه چې له خدای سره دي ، خپل پام ورواړوئ، چې په دې حال کې څه چې له خلکو سره دي، ترې مړه خوا به شئ.
د خدای امین کاسب خوښېږي .
تر نورو کړنو د خدای نمونځ ډېر خوښېږي؛ نو د دنیا یو کار هم مو د نمانځه خنډ نشي، خدای هغوی پړه ګڼلي چې له نمانځه غافل دي:نو پر هغو نمونځ کوونکیو افسوس، چې له خپل نمانځه غافل دی؛ یعنې د نمانځه له وخته غافل دي[5].
پوه شئ چې د دښمنانو نېکچاري مو ځانښوونکي دي؛ نو په همدې پار خدای ( د نږه عمل) توفیق نه ورکوي او خدای یوازې نږه عمل قبلوي . نېکي پاتېدونکې ده او ګناه نه هېرېږي؛په حقیقت کې خدای له ځان ساتیو او نېکچارو سره دی[6]
مؤمن دې خپل ورور نه ټپسوروي، خیانت دې ورسره نه کوي، نه دې یې تورنوي، له لاسه دې یې نه ورکوي او کرکه دې ترې نه کوي . د خپل ورور عذر دې ومنه، که څه عذر یې نه درلود؛ نو ته یو عذر ور وتوږه.
غرونه له خپل ځایه کنل د څو ورځیني ریاسته تر زړه صبرولو ډېر اسان دي، له خدایه مرسته وغواړئ او صبر کوئ، بېشکه ځمکه د الله ده او له خپلو بندګانو یې چې چا ته خوښه شي، ورکوي یې او د ځان ساتیو پای ښه ده[7])
پر خپلو کمزوریو ولورېږئ او له عزوجل خدایه رحمت وغواړئ .
له غیبته ډډه وکړئ؛ ځکه مسلمان د مسلمان ورور غیبت نه کوي او خدای دغسې ترې نهې کوي : (( ایا په تاسې که به څوک د مړه ورور غوښې خوړل خوښ کړي؟! البته بد یې ګڼئ[8]))
مؤمن ته نه ښایي په نمانځه کې لاسونه وتړي او ځان له کافرانو سره ورته کړي [ مجوسیان دغسې کوي] په ولاړه اوبه مه څښئ، چې په بې درده ناروغی به اخته شئ خو داچې خدای شفا درکړي.
که په نمانځه کې مو کومه خځنده (مطلب هغه حشرې دي چې په بدن او جامو کې پیدا کېږي) ونیوه؛نو له نمانځه تر فارغېدو یې تر خاورو لاندې کړئ یا د خولې لاړې پرې واچوئ یا یې په خپله جامه کې راونغاړئ، له قبلې بې اندازې مخ اړول نمونځ باطلوي او څوک چې دغسې وکړي لازم دي نمونځ له سره وکړي او اذان، اقامه او تکبیر ووایي.
څوک چې له لمر راختو مخکې لس ځل قل هوالله احد، لس ځل انا انزلناه او لس ځل آیة الکرسي ووایی شتمني یې له خطره بچېږي .
څوک چې تر لمر راختو وړاندې (( قل هوالله احد )) او (( انا انزلناه)) ووایي؛ نو پر دې ورځ پر ګناه نه اخته کېږي، که څه ابلیس یې ګناه ورکاږلو ته هڅه وکړي .
چې پوروړي شوئ؛ نو خدای عزوجل ته پناه یوسئ.
د پېغمبر اکرم (ص) اهلبیت د نوح د بېړۍ په څېر دي، چا چې سرغړونه ترې وکړه؛ نو هلاک شو.
د پینڅو پورته کول د نمانځه حال دی ( ځکه جامې نه چټلېږي او طبعا د جامو پاکوالی،چې د نمانځه یو شرط دی، پر ځای کېږي) خدای ویلي: (( او جامې دې پاکې کړه؛ یعنې پینڅې دې پورته کړه،چې پاکې پاتې شي[9]))
یوه ګوته شات څټل شفا ده؛لکه چې خدای وایي: (( له ګېډو یې په بېلابېلو رنګونو کې شات راوځي، چې خلکو ته شفا ده، په رښتیا په دې کې اندیالو ته څرګنده نښه ده[10]))
خواړه مو په مالګه پیل او پای ته ورسوئ، که خلک د مالګې په ځانګړنو پوهېدای؛ نو د زهرو پر ضد ماده یې غوره ګڼله . څوک چې خپل خواړه په مالګه پیل کړي،خدای هغه ناروغي،چې یوازې خدای ورنه خبر دی، ترې لرې کوي.
[1] هود (۱۱) ۱۴ آیت
[2] زمر (۳۹) – ۶۷ آیت:
[3] صافات (۳۷): ۷۹-۸۱ آیتونه:
[4] توبه (۹) – ۱۰۴ آیت
[5] ماعون (۱۰۷) – ۴ او ۵ آیتونه:
[6] [ نحل (۱۶) – ۲۸ آیت:]
[7] ( اعراف (۷) – ۱۲۸ آیت)
[8] [حجرات (۴۹) – ۱۲ آیت]
[9] [مدثر (۷۴) – ۴ آیت]
[10] [نحل (۱۶) -۶۹ آیت]
سرچینه
د تحف العقول کتاب د حضرت علی کرم الله وجهه د ویناوو برخه
لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور
ژباړه اجرالدین اقبال