تبلیغات
|

د احد تر جګړې مخکې بايد د بدر پرجګړې رڼا واچوو. د هجرت په دويم کال د بدرجګړه وشوه او مسلمانان پکې بريالي شول. دې کار د مکې په کفارو کې کينه پيدا کړه له يوى خوا يې ډېرکسان مړه شول او بلخوا له مدينې سره يې دسوادګرۍ لار هم تړل شوى وه ؛نو دوى […]

د احد تر جګړې مخکې بايد د بدر پرجګړې رڼا واچوو. د هجرت په دويم کال د بدرجګړه وشوه او مسلمانان پکې بريالي شول. دې کار د مکې په کفارو کې کينه پيدا کړه له يوى خوا يې ډېرکسان مړه شول او بلخوا له مدينې سره يې دسوادګرۍ لار هم تړل شوى وه ؛نو دوى دغچ اخېستنې په تکل کې شول.عمروعاص او ځينې نور د جګړې د لګښت راټولولو په موخه لرې پرتو ټبرونوته ولاړل. له تمامې او کنانې ټبرونو کابو څلور زره جنګيالي چمتوشول،ښځې يې هم ورسره وې ،چې ډهولونه او سندرې ووايي او له دې لارې جنګيالي جګړې ته وهڅوي او د تښتېدو مخه يې ونيسي؛ځکه پوهېدل که وتښتي؛نو لورګانې او ښځې به يې بنديانې شي. حضرت عباس د پېغمبراکرم(ص) تره مسلمان و او د مکې په کفاررو کې اوسېده او پېغمبراکرم(ص) يې له دې پلانه خبر کړ. د قريشو لښکر له مکې څخه د مدينې پر لور وخوځېد پېغمبراکرم(ص) له اصحابو کرامو سره سلا مشوره وکړه . د حضرت حمزه او ډېرى ځوانانو نظردا و،چې له ښاره بهر ووځو. پېغمبراکرم(ص) يې نظر ومانه د جګړې جامې يې واغوستې خپله زره او توره يې راوخېسته له مسلمانانو سره يې د جمعې لمونځ وکړ او تر زرو ډېرو مجاهدينوسره يوځاى د احد پرلور وخوځېدل. په دې جګړه کې يو سپين ږيرى (عمروبن جموح) له څلورو ځامنو سره په جګړه کې ګډون ته راغى. په دې جګړه کې د حضرت حنظله د واده شپه وه هغه له پېغمبر اکرم(ص) اجازه واخېسته يوه شپه يې له خپلې ناوي سره تېره کړه؛غسل يې هم و نه کړ او چټګ يې ځان جنګ ته ورساوه او شهيد شو. پېغمبر اکرم(ص) په دې هکله وايي: ما وليدل چې پرېښتې ورته غسل ورکوي.

د اسلام په تاريخ کې حضرت حنظله (رض) ته د((غسيل الملائکه)) لقب ورکړل شوى دى په زړه پورې خبره دا ده ،چې د دې زلمي پلار (ابوعامر) د کفرپه سيمه کې و او د مسجد ضرار له جوړونکيو و او د ناوى پلار هم د مدينې د منافقينومشر [عبدالله بن ابى سلول ] و. په دې جګړه کې حضرت علي د کفارو (٩) نهه مخور ووژل ناڅاپه اوازه شوه ،چې پېغمبراکرم(ص) شهيد شو ځينو مسلمانانو روحيه بايلوده او وتښتېدل . په همدې جګړه کې حضرت انس (رض) اويا ټپونه اخيستي ول او له خپلې خور پرته بل چاونه پېژانده . پېغمبراکرم به پخپله د سرتېرو ليکې سمولې .حضرت ابودجانه له پېغمبراکرم نه توره واخېسته له تندي يې سور دستمال راتاو کړ او ژمنه يې وکړه،چې ترمړينې به جنګېږېږي. پېغمبراکرم(ص) د حضرت عبدالله جبيرپه مشرې پنځوس تنه غشي ايشتوونکي د احد د غره په کنډو کې ودرول. له دوى څلويښت تنو خپل ځايونه پرېښوول اوخيال يې وکړ،چې مسلمانان بريالي شول؛ نو د غنيمتونو راټولولو ته د غره له کنډو راکوز شول دښمن هم له همدې فرصته په ګټنې پرمسلمانانو بريد وکړاو اويا غوره مسلمانان يې شهيدان کړل .

په دې غزا کې د پېغمبراکرم د شهادت د ډنډورې له امله ډېرى مسلمانان وتښتېدل او ځان ژغورنې ته پرغره ورختل او چې څومره پرې پېغمبراکرم غږونه وکړل ؛خو يوهم پرې غوږ و نه ګراوه .

((إِذْ تُصْعِدُونَ وَلاَ تَلْوُونَ عَلَى أحَدٍ وَالرَّسُولُ يَدْعُوكُمْ فِي أُخْرَاكُمْ فَأَثَابَكُمْ غَمًَّا بِغَمٍّ لِّكَيْلاَ تَحْزَنُواْ عَلَى مَا فَاتَكُمْ وَلاَ مَا أَصَابَكُمْ وَاللّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ(ال عمران/۱۵۳)=(دريادكړئ) چې کله (په تېښته) پر غره ختئ او(يو شمېر په ميدان كې خپاره واره شوئ له وېرې مو) هېچا ته بېرته نه كتل او پېغمبرله شا درپسې نارې وهلې، بيا يې تاسې ته دا سزا دركړه، چې د غم له پاسه يې پرغم اخته كړئ؛ دا ځكه چې بيا د(جنګي غنايمو ) په بايللو او ( هم) په کړاو در رسېدو خپه نشئ او څه چې كوئ، خداى پرې ښه خبر دى. ))

جګړه کې حضرت علي ٢٦ کلن و او په داسې مېړانه يې له پېغمبر اکرم(ص) ملاتړ او ساتنه وکړه،چې په ډګرکې داسې نعره پورته شوه : (( لاسيف الاذوالفقار لافتى الاعلى )) د ذوالفقار په شان بله توره نشته او د على په څېربل ځوان نشته .

په دې جنګ کې د حضرت علي پر بدن اويا ټپونه ول، له کفارو دوه ويشت تنه ووژل شول،چې يوولس يې حضرت علي وژلي وو. په دې جنګ کې پېغمبراکرم(ص) خپل ټول غشي وورول ،ليندۍ يې هم ماته شوه. په دې جنګ کې يوې ښځې(نسيبه)مسلمانانو ته اوبه راوړې چې ويې ليدل حالات کړکېچن شول؛نو توره يې راواخېسته او پېغمبراکرم يې په کلکه ساته ډېره ټپي شوه ترجنګ وروسته پېغمبراکرم يوتن دهغې پوښتنې ته ولېږه. په دې جګړه کې د اسلام دښمنانو چغې وهلې او د خپلو سرتېرو روحيه يې پياوړى کوله : هبل دې ژوندې وي ،موږ د عزى بوت لرو؛خو تاسې يې نه لرئ.ددې شعارونو پر وړاندې پېغمبر اکرم مسلمانانو ته توحيدي شعارونه وروښوول.

پېغمبر اکرم د (( اعل هبل ،اعلى هبل )) د شعار پر وړاندې مجاهدينو ته وويل چې ووايئ : (( الله على واجل ،الله اعلى واجل )) او د دويم شعار پر وړاندې يې وويل: ((الله مولاناولامولى لکم ،الله مولا ناولامولى لکم)) .

په دې جګړه کې يوې مېرمنې خپل ميړه ، پلار او ورورله لاسه ورکړل ؛خو چې خبره شوه پېغمبراکرم(ص)روغ رمټ دى؛نو خپګان يې له منځه ولاړ اوښ يې د جنګ ډګر ته راوست او د مېړه،پلار او ورور جنازې يې پرې واچولې او چې خلکو ورسره خواخوږي کوله؛نو ويې وويل:خوشحاله يم چې پېغمبراکرم(ص) ژوندى دى .

په تاريخ کې لولو،چې دا اوښ مديني ته نه راته ، پېغمبراکرم دې باتورې مېرمن ته وويل : ميړه دې غزا ته د راتلو پرمهال له خدايه څه وغوښتل؟ ورته يې وويل :دعا يې وکړه،چې کورته راستون نشي . پېغمبراکرم ورته وويل : دعا يې قبوله شوې مدينې ته يې مه وړئ او جنازې يې په احد کې ښخې کړئ .

د ژباړن يادونه: دا د نړى د ټولو سرښندونکيو مخکښه ده؛خو د ده په لاروۍ دافغانستان باتورومېندو له هېواد، دين او نوامېسو په دفاع کې خپل د زړه سر اولادونه اومړونه له لاسه ورکړي دي؛نو پرهېوادني ليکوالونو دهغوى حق دى،چې د سرښندنو په اړه يې تاريخ وکښل شي او راتلونکي ځوځات ته بېلګې مېرمنې وي.

حمزه سيدالشهدا

په((اعيان)) کتاب کې راغلي تر اسلام مخکې او وروسته دهغه نوم حمزه و،چې د زمري او شدت پر معنا دى. د پېغمبراکرم (ص) په حکم پرحضرت حمزه د اسدالله ، اسد رسوله او سيدالشهدا لقب کېښوول شو. حضرت حمزه د بعثت پر دويم کال اسلام ومانه او له پېغمبراکرم (ص) سره يې هجرت وکړ. هغه د قريشو له مخوروو يوه ورځ يې واورېدل،چې ابوجهل د پېغمبراکرم(ص) سپکاوى کړى؛نو په خورا غوسه مسجدالحرام ته راننوت،ابوجهل د کعبې په څنګ کې ناست و او سر يې پر مات کړ‏ او بيا يې وويل: ما د محمد(ص) دين ومانه،تا يې ولې سپکاوى وکړ؟ د حضرت حمزه مسلمانېدو د اسلام مټ غښتلى کړ.

حضرت حمزه (رض) د بدر په جنګ کې د کفارويو مخور مشر وواژه [ فروغ ابديت٢\٥٠٦]. د هجرت پر لومړى کال د بواط او بني قينقاع په جګړو کې د پېغمبر اکرم (ص) بيرغچې و پېغمبراکرم(ص) چې د احد په جنګ د حضرت حمزه بدن ټوټې ټوټې وليد؛نو تصميم يې ونيو چې اويا مشرکان به پرهمدې برخليک اخته کړي؛خوآيت نازل شو:

((وَإِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُواْ بِمِثْلِ مَا عُوقِبْتُم بِهِ وَلَئِن صَبَرْتُمْ لَهُوَ خَيْرٌ لِّلصَّابِرينَ(نحل/۱۲۶)= او كه غچ اخلئ؛ نو هومره يې واخلئ،چې څومره درباندې تېرى شوى وي؛ خو كه زغم وكړئ ؛ نو دا خو صابرانو ته ډېره ښه ده . ))

تردې آيت وروسته سمدستي پېغمبراکرم(ص) وويل:صبر کوم ،صبر کوم.

پر پېغمبر اکرم (ص) دا ترټولو سخته شېبه وه؛خو د خداى رضا ته يې صبر وکړ پېغمبر اکرم(ص) د مکې د فتح پر ورځ د احد ټول مشرکان وبښل .

امام زين العابدين د کربلا ترپېښې وروسته د شام په جومات کې د وينا په ترځ کې له حضرت حمزه سره پرخپلوۍ وياړي. (منتهى الامال \٤٦١)

د پېغمبراکرم په حکم حضرت حمزه په ځينوجګړو کې قوماندان و او پېغمبر اکرم (ص) يې د نورو له دسيسو ژغوره. (فروغ ابديت ٢\٢٧٢+ ٢٧٣)

حضرت حمزه به د قيامت پر ورځې د پېغمبراکرم پر مرکب سپور وي. ( سفينة البحار) حضرت فاطمه به هره اونۍ د حضرت حمزه قبرته تله او ژړل يې. ( بحارالانوار ١٠ \ ٤٤٢)

پېغمبر اکرم په دې هکله وايي : څوک چې مې زيارت وکړي او د حمزه زيارت ته ولاړ نشي ؛نوجفا به يې کړي وي. [سفينة البحار ٢\ ٣٣٧]

تر شهادت وروسته يې د حضرت حمزه سينه څيره کړه،ځيګر يې ترې راوايست ويې خوړ،پوزه،غوږونه،لاسونه اوپښې يې ورته ټوټه کړې. (دا کار د معاويه مورهندې وکړ) [سفينة البحار]

د حضرت حمزه د شهادت پرمهال پېغمبر اکرم(ص) خپلې جامې د حضرت حمزه پر ټوټه ټوټه شوي بدن واچولې. (سفينةالبحار٢\٢٣٨)

پېغمبر اکرم دومره وژړل چې بې هوش شو او ويې وويل: اى د خداى زمريه ! د رسول الله زمريه! اى هغه چې ټولې پرېشانۍ به دې لرلې کولې او پېغمبر به دې ساته. ( سفينة البحار)

حضرت صفيه د حضرت حمزه خور او د پېغمبراکرم(ص) ترور وه د احد ډګر ته راغله ،چې د خپل ورورټوټې شوې بدن وويني ؛خو پېغمبراکرم د حضرت صفيي زامنو ته وويل:مور مو منع کړئ؛خو دې وويل : زه خبره يم چې ورورمې شهيد شوى او بدن يې ټوټې ټوټې شوى زه صبرکړاى شم د خداى په لار کې دا شهادتونه کم دي موږ پردې پېښې خوشحاله يو او صبربه وکړو اوهرڅه به خداى ته پرېږدو.

تر دې ورسته ورته پېغمبراکرم(ص) دليدلو اجازه ورکړه او خپل لاس يې دهغې پرسينه کېښود او د صفيې بي بي زړه آرام شو او د ورور پر مړي يې وژړل. (اعيان ٦\٢٤٦)

پېغمبراکرم (ص) د حضرت حمزه دوه اويا ځل د جنازې لمونځ وکړ؛ داسې چې لومړى يې د حضرت حمزه د جنازې لمونځ وکړ او وروسته تر دې يې چې هر شهيد راوسته ؛نو له حضرت حمزه سره يې کېښوده او د دواړو د جنازې لمونځ به يې کاوه. ( اعيان ٦\٢٤٦)

د مديني ښځو نورو شهيدانو ته وير کاوه، پېغمبراکرم په ژړغونو سترګو وويل : څوک نشته چې د تره په وير کې مې اوښکې توى کړي . [سيرۀ ابن هشام ٣\١٠٤]

د مدينې ښځو حضرت حمزه ته دومره وير وکړ،چې پېغمبراکرم(ص) ورته وويل : کورونو ته ولاړې شئ خداى دې تاسې ته ددې وير اجر درکړي په رښتيا،چې د يارۍ حق مو ادا کړ. ( سيرۀ ابن هشام ٣\١٠٥)

د احد د شهيدانو نومونه:

ابن هشام (سيرة ٣\١٠٤) او اميني(الغدير٥\١٦٣) د احد د شهيدانو نومونه داسې کښلي دي:

١- حضرت حمزه بن عبدالمطلب . ٢- حضرت عبدالله بن عسير. ٣- حضرت معصب بن عمير.٤- حضرت عمارۀ بن زياد. ٥- حضرت شماس بن عثمان . ٦- حضرت عمرو بن زياد . ٧- حضرت حارث بن السنبل . ٨- حضرت سلمۀ بن ثابت . ٩- حضرت عمرو بن ثابت . ١٠- حضرت ثابت بن وقش . ١١- حضرت رفاعه بن وقش . ١٢-حضرت حسيل بن جاب. ١٣- حضرت صيفى بن قبطى. ١٤- حضرت حباب بن قطبى . ١٥- حضرت عباد بن سهل . ١٦- حضرت حارث بن اوسل . ١٧- حضرت اياس بن اوس . ١٨- حضرت عبيد بن الشهان . ١٩- حضرت حبيب بن زياد. ٢٠- حضرت يزيد بن حاطب . ٢١- حضرت ابوسفيان بن حارث. ٢٢- حضرت انيس بن قتاده .٢٣- حضرت حنظله بن ربى عامر. ٢٤- حضرت ابوصيه بن مسلمۀ . ٢٥- حضرت عبدالله بن جبير.٢٦- حضرت ابوسعيد بن خيشمه .٢٧- حضرت عبدالله بن مسلمۀ . ٢٨- حضرت سيع بن حاطب . ٢٩- حضرت عمربن قيس . ٣٠- حضرت قيس بن عمرو. ٣١- حضرت ثابت بن عمرو . ٣٢- حضرت عامربن مخلد. ٣٣- حضرت ابوهبيرۀ بن حارث . ٣٤-حضرت عمروبن مطرف .٣٥- حضرت اوسل بن ثابت . ٣٦-حضرت انس بن نفر. ٣٧- حضرت قيس بن مخلد . ٣٨- حضرت عمروبن اياس . ٣٩- حضرت سليم بن حارث .٤٠- حضرت نعمان بن عبد . ٤١- حضرت خارجۀ بن زيد . ٤٢- حضرت سعدبن البيع . ٤٣-حضرت اوس بن ارقم . ٤٤- حضرت مالک بن سنان. ٤٥- حضرت سعدبن سويد. ٤٦- حضرت علبۀ بن ربيع . ٤٧ – حضرت ثعلبۀ بن سعد . ٤٨- حضرت نعيب بن فروۀ . ٤٩-حضرت عبدالله بن عمرو . ٥٠- حضرت ضمرۀ الجهنى . ٥١- حضرت نوفل بن عبدالله . ٥٢- حضرت عباس بن عبادۀ . ٥٣- حضرت مالک بن رياس . ٥٤- حضرت کيسان مولى بنى النجار. ٥٥- حضرت نعمان بن مالک. ٥٦- حضرت مجذربن ذيادبلوى . ٥٧-عيبادۀ بن حسحاس . ٥٨- حضرت نهاعۀ بن عمرو. ٥٩- حضرت عبدالله بن عمرو. ٦٠- حضرت حمزه بن جموح. ٦١- حضرت خلادبن عمروبن جموح . ٦٢- حضرت ابوالمين مولى عمرو. ٦٣- حضرت عبيدۀ بن عمرو.٦٤-حضرت غسئره مولى عبيدۀ ٦٥- حضرت سهيل بن قيس . ٦٦- حضرت حارث بن عدى . ٦٧- حضرت عبيدبن المعلى . ٦٨- حضرت مالک بن غليۀ . ٦٩- حضرت حارث بن عدى ٧٠- حضرت اياس بن عدى. ٧١- حضرت محيريق . ٧٢- حضرت ثابت بن دحداحه ( رضى الله عنهم) .

 پاموړ درس

اوس چې د احد د شهيدانو قبرونو ته راغلي يو؛نو ددې جګړې د ماتې په هکله لږڅه فکر وکړئ . انسان بايد له ځانه وپوښتي مسلمانان په لومړيو کې بريالي ول ؛خو ولې يې په پاى کې ماتې وخوړه ؟ قرآن د آل عمران په ١٥٢آيت کې ورته ځواب ويلى دى :

((وَلَقَدْ صَدَقَكُمُ اللّهُ وَعْدَهُ إِذْ تَحُسُّونَهُم بِإِذْنِهِ حَتَّى إِذَا فَشِلْتُمْ وَتَنَازَعْتُمْ فِي الأَمْرِ وَعَصَيْتُم مِّن بَعْدِ مَا أَرَاكُم مَّا تُحِبُّونَ مِنكُم مَّن يُرِيدُ الدُّنْيَا وَمِنكُم مَّن يُرِيدُ الآخِرَةَ ثُمَّ صَرَفَكُمْ عَنْهُمْ لِيَبْتَلِيَكُمْ وَلَقَدْ عَفَا عَنكُمْ وَاللّهُ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ(ال عمران/۱۵۲)= خداى چې (په احد كې پردښمن د بريا) وعده درسره كړې وه، پوره يې كړه، د جګړې په لومړيو كې تاسې د خداى په حكم دښمنان وژل (او دې بريا دوام درلود)؛خو چې كله سست شوئ او(د سنګرونو د پرېښودو په باب مو) اختلاف و كړاو بيا چې خداى تاسې ته هغه څه (پر دښمن بريا) وښوول،چې ستاسې ورسره مينه وه؛ نوسرغړاوى مو وكړ، ځينو دنيا غوښته او ځينو آخرت، بيا خداى تاسې له هغوى وګرځولئ (اوستاسې بريا پرماتې واوړېده)، چې تاسې وازمېيي او هغه وبښلئ او خداى پر مؤمنانو ستر لوروونكى دى .))

د احد په جنګ کې د مسلمانانو د ماتې درې لاملونه ول،چې دا دي :

١- ناغیړي . ٢- بې اتفاقي . ٣- له مشره سرغړونه .

آيا په اوسني وخت کې مسلمانان ترماتې وروسته بريالي شوي دي ؟!

آيا د ماتې عوامل پکې په سترګو کېږي ؟

حضرت على(ک) د خپل خلافت پر مهال يو سوړ اوسېلى وکړ او ويې ويل: چې اسلام په يو وخت کې با وفاياران درلودل؛خو اوس له خپل مشره سرغړونه کوي ويره ،لټي اوبې اتفاقي پکې پيدا شوې ده .

هو! د اسلام د برياليتوب راز ايمان،ځواک او يووالى دى او د ماتې راز به يې دا وي ،چې دا درې واڼه لاملونه يا سست شي او يا هم له منځه ولاړشي .

قرآن وايي :

((لَهُ مُعَقِّبَاتٌ مِّن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ يَحْفَظُونَهُ مِنْ أَمْرِ اللّهِ إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ وَإِذَا أَرَادَ اللّهُ بِقَوْمٍ سُوءًا فَلاَ مَرَدَّ لَهُ وَمَا لَهُم مِّن دُونِهِ مِن وَالٍ(رعد/۱۱)= انسان ته څارونكي (پرېښتې) دي، چې پرله پسې وړاندې وروسته، هغه د خداى له امر (=نا اړينو پېښو) ساتي؛په حقيقت كې خداى د كوم قوم (او ملت) حال نۀ اړوي، څو هغوى خپل حال پخپله نۀ وي اړولى او چې كله خداى كوم قوم ته (دهغوى د كړنوله امله) د سزا ورکولو پرېکړه وکړي؛نوهېڅ څيز يې مخه نشي نيولاى او هغوى ته به له خداى پرته هيڅ پالندوى نۀ وي . ))

پرباطلو د حق بريا همېشه په غيبي مرستو ناشونې ده او طبيعي،سياسې او پوځي عواملو ته هم بايد پوره پاملرنه وشي . د احد د جګړې پر ورځ پېغمبر اکرم(ص) سهار وختي د احد غونډۍ ته راغى،چې جګړې ته مناسب ځاې پيدا کړي.

وَإِذْ غَدَوْتَ مِنْ أَهْلِكَ تُبَوِّئُ الْمُؤْمِنِينَ مَقَاعِدَ لِلْقِتَالِ وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ( ال عمران\١٢١)= او ( دريادكړه ) چې کله سهار له خپلې كورنۍ ووتلې، چې مؤمنان دې (د احد) جګړى ته په مورچو كې ځاى پرځاى كول او خداى اورېدونكى (او پر هر څه) پوه دى ( د جګړى د طرحې په باب بېلا بېلې خبرې كېدې،ټو لې يې اورېدې اود ځېنو په مغزو كې چې څه فكرونه تېرېدل پرې پوهېده ).

امام حسين هم د عاشورا پر شپه خپله توره تېره کوي؛ ځکه انسان د يو کار په سرېزه کې بايد لټي و نه کړي . د خداى لورېنه د يو قانون له مخې ترسره کېږي او ګټې اخستنې ته ورته ځانګړي حکمونه هم ورکړل شوي دي . قرآن وايي : کور ته د ورۀ له لارې ورننوځئ ؛يعنې هر کار بايد پر خپله لار او طريقه ترسره شي . په کمزورۍ ،بې اتفاقۍ اوسرغړونه بريا ته رسېدل ناشوني دي؛ځکه بريا ته د رسېدو يوازځېنۍ لار ،ايمان ،ځواک ،يووالى او اطاعت دى.البته د الهي مرستو د لاس ته راوړلو يواځېنۍ شرط ،تقوا او صبردى .

قرآن وايي:

((بَلَى إِن تَصْبِرُواْ وَتَتَّقُواْ وَيَأْتُوكُم مِّن فَوْرِهِمْ هَذَا يُمْدِدْكُمْ رَبُّكُم بِخَمْسَةِ آلافٍ مِّنَ الْمَلآئِكَةِ مُسَوِّمِينَ( ال عمران\١٢٥) = هو،(نن هم) كه زغم ولرئ او تقوا غوره كړئ او دښمن درباندې همدا اوس بريد وكړي؛نو خداى به درسره په پنځو زرو نښو شويو پرېښتو مرسته وكړي.))

[ سرچینه: د شیخ محسن قرآئتی د حج کتاب]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!