د امام حسن (رض) لنډې ویناوې ۱ ـ هرې ډلې چې سلا مشوره وکړه؛ نو لار یې ومونده. ۲ ـ پستي دا ده،چې د نعمت شکر و نه کاږې. ۳ ـ خپل یو زوی ته یې وویل: زویکه! له چا سره دې چې دوستي کوله؛ نو په چېرې تلو راتلو (او اخلاقي ځانګړنو يې) ځان […]
د امام حسن (رض) لنډې ویناوې
۱ ـ هرې ډلې چې سلا مشوره وکړه؛ نو لار یې ومونده.
۲ ـ پستي دا ده،چې د نعمت شکر و نه کاږې.
۳ ـ خپل یو زوی ته یې وویل: زویکه! له چا سره دې چې دوستي کوله؛ نو په چېرې تلو راتلو (او اخلاقي ځانګړنو يې) ځان پوه کړه و، چې په ځیرنه دې دا مساله وڅېړله او د ده ناسته ولاړه دې خوښه شوه؛ نو په دې شرط د زړه له کومي دوستي ورسره کوه، چې په ښویېدنو کې یو بل ته تېرېدنه ولرئ او په سختیو کې یو له بل سره په مال او ځان مرستندویان وسئ.
۴ ـ د روزۍ په لټه کې د هغه په څېر هڅه مه کوه، چې بریا ته جګړه کوي او پر تقدیر هم هومره ډډه مه لګوه، چې د تسلیم شوي په څېر بېخي زیار نه باسې، دا سنت دی، چې د خدای په فضل او روزۍ پسې راووځې او د روزۍ په لټه کې د منځلارۍ غوره کول عفت دی ؛نه عفت د روزۍ خنډ دی او نه حرص د روزۍ د زیاتوالي لامل دی؛ ځکه روزي وېشل شوې او حرص د ګناه په ډنډ کې د ورلوېدو لامل دی.
۵ ـ خپلوان هغه دی، چې مینې رانژدې کړی وي، که څه نسب یې (درنه) لرې وي او پردی هغه دی، چې له مینې او دوستۍ لرې وي، که څه نسب یې (درته) نژدې وي؛ تر لاس خو بدن ته نژدې څیز نشته؛ خو چې مات شي معیوبېږي او پرې کوي یې.
۶ ـ څوک چې خپل چار خدای ته ورپرېږدي؛ نو کله هم هغه وضع او حالت نه غواړي، چې خدای ورباندې خپه کېږي.
۷ ـ [ په دنیا کې) خجالت دوزخ ته تر ورتلو خورا اسان دی.
۸ ـ نږه خیر په نعمت کې شکر او په مصیبت کې صبر دی.
۹ ـ یو ناروغ، چې نوی رغېدلی و، ورته یې وویل: په واقع کې خدای یاد کړی وې؛ نو یاد یې کړه او ستا ګناهونه یې بښلي؛ نو شکر یې وکاږه.
۱۰ ـ دا چې حسن بن علي د خپلو ملګرو ناغېړي ولیده او معاویه ده او ملګرو ته یې په یوه لیک کې د سولې وړاندیز وکړ؛ نو امام حسن خپلو پلویانو ته یوه وینا وکړه ویې ویل: شک او پښېمانۍ له شامیانو سره له جګړې اړولی نه یم، تېر وخت په روغ رمټ ځواک او صبر جنګيدو؛ خو نن سلامتي پر دښمنۍ او صبر پر بې صبرۍ اوړېدلی دی. صفین ته په تګ کې دین مو تر دنیا غوره ګاڼه؛ خو نن دنیا پر دین غوره ګڼئ.
۱۱ ـ هغه احمق پېژنم،چې د ځان او خدای ترمنځ ( او له خپل پالونکي سره په اړیکه کې) حماقت کوي ( او لکه څنګه چې د عقلمنۍ غوښتنه ده ،حق یې نه ور پوره کوي).
۱۲ ـ امام حسن (رض) ته وویل شول : په تا کې عظمت او ستریا ده! ویې ویل: بلکې په ماکې عزت دی؛ ځکه خدای ویلي دي: (( او عزت یوازې د خدای، د هغه د استازي او مؤمنانو لپاره دی[1])).
۱۳ ـ [ امام حسن (رض) یو ښه ورور ( او ملګری) درلود، چې په ستاېنه کې یې وایي:] زما له لید لوري تر ټولو خلکو ستر و او ښه صفت، چې دغسې یې ستر کړی و، په نظر کې یې د دنیا کوچنیوالی و، د ناپوهۍ له ولکې وتلی و، کله یې هم چا ته لاس نه ورغځاوه؛ خو ډاډمن (ورور) د څه ګټې لپاره ګيله نه کوله، نه غوسه کېده او نه خپه کېده، ډېری وخت چوپ و او که خبرې یې کولې؛ نو پر تکړه ویاندانو او خوله ورو لاسبری و، ( له دوستانو سره او په عادي چلن کې، له ډېرې عاجزۍ) کمزوری او بېوسې ښکارېده؛ خو چې د هڅو او زیار وخت به شو؛ نو زمری و!
د پوهانو په ناسته کې تر ویلو، اورېدو ته ډېر لېوال و. که په خبره کې پاتې راته؛ نو په چوپتیا کې څوک ورباندې لاسبرېدای نشو. کوم کار یې چې کاوه، وایه يې او که یې نه کاوه، نه یې وایه، که دوه چارې به ورمخې ته شوې او نه پوهېده، کوم یو چې یې خدای ته د ورنژدېوالي لامل دی؛ نو سوچ یې کاوه کوم، یو یې چې ځاني غوښتنو ته ورنژدې و، پرېښووه یې، څوک به یې پر هغه کار نه ټپسوری کاوه، چې د عذر زمینه به پکې وه .
۱۴ ـ څوک چې تل جومات ته ځی راځي؛ نو له اتو ګټو یې یوه پر برخه کېږي:
۱ – له قرآنه یو محکم آیت ( چې ګټه ترې واخلي)
۲ ـ یو ملګری به ومومي [چې علمي او مانیزه ګټنه به ترې وکړای شي.]
۳ ـ نوې او تازه پوهه به تر لاسه کړي.
۴ ـ له هغه رحمته به برخمن شي، چې ورته سترګې پر لار و.
۵ ـ داسې خبره به واوري، چې سمه لار وروښیي؛
۶ ـ یا یې د ګناه خنډ شي او له هلاکته یې وژغوری.
۷ ـ [لږ تر لږه] د شرم او حیا له وجهې له ګناه لاس واخلي؛
۸ ـ یا دخدای له ډاره ګناه پرېږدي.
۱۵ ـ د اما م نوزېږی زوی وشو، قریش مبارکۍ ته ورغلل او په دودیز ډول یې وویل: اس سپور دې در مبارک ! ویې ویل: دا څه خبره ده؟ ښایي پلی وي، جابر وویل: نو څه ووایو؟ ویې ویل: د نوزېږي مبارکۍ ته وواست: د هغه خدای شکر دې پر برخه شه، چې دا ډالۍ یې درکړه، د (پالونکي) پېرزوینه دې درمبارک شه. خدای دې یې زلمی او تا دې هغه له خیره برخمن کړي.
۱۶ ـ امام یې د مړانې په اړه وپوښت : ویې ویل: د دین ساتنه مړانه ده او [د خمس، زکات او خیرات په ورکړې] د مال سمونه او (د نورو ) د حقوقو ورکړه.
۱۷ ـ په رښتیا، ډېرې تېزې سترګې هغه دي، چې خیر وویني . ډېر اورېدونکي غوږونه هغه دي، چې نصیحت واوري او عملي یې کړي او ښه روغ رمټ زړه هغه دی، چې له شک او شبهې پاک او سوتره وي.
۱۸ ـ یو سړي له امامه نصیحت وغوښت، امام ورته وویل: هسې نه ومې ستایې، چې ځان ښه پېژنم یا مې دروغجن وګنې، چې د دروغجن نظر د منلو نه دی یا دچا غیبت راته وکړې .
سړي وویل: اجازه راکړه ولاړ شم، امام وویل: هو، که ځې؛ نو ولاړ شه.
۱۹ ـ په واقع کې څوک چې عبادت کوي؛ نو باید چې ځان ورته پاک کړي، که نوافل ( او مستحبات) فرضوته زیان وراړوي ؛ نو خوشې دې یې کړي . یقین د سلامتۍ پناه ځای دی، څوک چې [د قیامت] اوږد سفر رایاد کړي؛ نو ځان دې چمتو کړي. عقلمن له نصیحت غوښتونکي سره خیانت نه کوي. ستاسې او موعظې ترمنځ د غفلت یوه پرده راځوړنده ده ( څو لرې شوې نه وي، نصیحت پر زړه نه کېني)، پوهې د پوهې د زده کړیالانو عذر لرې کړی ، د هغوی چې وخت پوره شوی ، مهلت غواړي او هغوی چې فرصت لري، نن و سبا کوي.
۲۰ ـ د خدای بندګانو! الهي تقوا خپله کړئ، تر بوډاتوب وړاندې (د نېکمرغۍ او ژغورنې) په هڅه کې شئ، د عذابونو تر راتلو او د خوندونو تر ځپنده مرګ وړاندې، د صالحو کړنو په کولو کې بیړه وکړئ، چې د دنیا نعمتونه نه پاییږي او څوک یې له کړاوونو او مصیبتونو خوندي نه دي او له بدیو یې بچېدای نشو، دنیا یوه لنډ مهاله چلۍ ده او د ډډې ځورند ځای دی، چې ډاډمنېدل ورباندې نشته؛ د خدای بندګانو! له دې عبرتونو پند واخلئ، د تېرو له آثارو عبرت واخلئ، د دې (ټولو ) نعمتونو ( په شکرانه کې) له ګناه لاس واخلئ، له نصیحتونو ګټنه وکړئ، د خدای ملاتړ او پناه کافي ده، قرآن مقابلې او مبارزې ته بس دی ( چې په قیامت کې به دعوا ته راووځی) جنت (دنېکچاریو) ثواب ته او دوزخ د [بدچاریو] سزا او وبال ته بسیا دی.
۲۱ ـ چې کله مو له خپل ورور سره روغبړ کاوه؛ نو پر تندي یې دسجدې ځای ښکل کړئ .
۲۲ ـ امام حسن (رض) د کوچني اختر پر ورځ پر یوې ډلې تېر شو، چې لوبې یې کولې او خندل یې، ورته ودرېد ویې ویل: په رښتیا، خدای د رمضان میاشت خلکو ته د سیالۍ ډګر کړ، چې په عبادت او اطاعت کې سیالي وکړي او د خدای رضا او خوښي تر لاسه کړي؛ نو یو ې ډلې سیالي وګتله او بریالۍ شوه او یو شمېر شاته پاتې او نهیلي شول؛ نو په قیامت کې د هغه خندني لوبغاړي حال ته ډېره ډېره هېښتیا ده، چې نېکچاري به بدله مومي او باطل پالي زیان.پر خدای قسم ! چې کله پردې هاخوا شي، هرومرو به پوه شي،چې نېکچاری پر خپلونېکیو اخته دی او بدچاری پر خپلو بدو چارو، بیا امام خپله لار ونیوه او ولاړ.
[1] [منافقون (۶۳) – (۸) آیت: ]
سرچینه
د تحف العقول کتاب د حضرت امام حسن د ویناوو برخه
لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور
ژباړه اجرالدین اقبال
-
ټیګونه:
- www.andyal.com