تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د لوران او لورین الله په نامه د امام صادق (رح) فضايل: امام ډېر فضايل لري، چې دلته يې د څو بېلګو په راوړو بسياينه کوو: ۱- په مدينې منورې کې يو حاجي له خوبه راويښ شو، توهم يې وکړ چې کڅوړه يې غلا شوې ده، امام پر لمانځه ولاړ و، […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د لوران او لورین الله په نامه

د امام صادق (رح) فضايل:

امام ډېر فضايل لري، چې دلته يې د څو بېلګو په راوړو بسياينه کوو:

۱- په مدينې منورې کې يو حاجي له خوبه راويښ شو، توهم يې وکړ چې کڅوړه يې غلا شوې ده، امام پر لمانځه ولاړ و، امام يې له لمنې ونيو، چې تا مې کڅوړه اخستې، امام ورته وويل: «په کڅوړه کې دې څه و، ويې ويل: زر ديناره. سړی يې له ځان سره کور ته بوت او زر ديناره يې ورکړل، سړی چې راستون شو، خپله کڅوړه يې ومونده، امام ته ورستون شو، چې زر ديناره بيرته ورکړي؛ خو امام ونه منل، ويې ويل: څه مې چې له لاسه ووتل، بېرته نه راستنېږي، سړي وپوښتل، دا څوک دی؟ ورته یې وويل: جعفر صادق دی، ويې ويل: هرومرو دغسې يو کار دغسې يو انسان کوي.»[1]

۲- سفيان ثوري وويل:

«امام صادق ته ورغلم، ومې ليدل چې رنګ يې اوړيدلی دی، د پرېشانۍ لامل مې ترې وپوښت، ويې ويل: دوی مې پر بام له ورختو منع کړي وو، چې کور ته ورننوتم، مينزه پر پوړۍ بام ته ختلې وه او زما کوچنی زوی يې هم له ځان سره جيګ کړی و، چې د زوۍ سترګې راباندې ولګېدې، ولړزېد او له بامه راولوېد او ومړ؛ د زوی مړينې ته مې خپه نه يم؛ بلکې د هغې مينزې د ډار لپاره مې رنګ اوړېدلې چې زما په ليدو يې رنګ اوختی دی؛ بيا يې مينزې ته وويل: د خدای په پار ازاده يې.»[2]

سره له دې چې مينزې د امام له نهې سرغړونه کړې وه او له لامله يې د مجازات وړ وه او بلخوا د زوی د مرګ موجب شوې او هم وه؛ خو د امام رنګ د مينزې د خپګان لپاره اوړېدلی و او د دې لپاره چې مينزه خاطر جمع کړي، دوه ځل يې ورته وويل: «پړه درباندې نشته او د خپل اولاد کسات اخستو پر ځای يې له مينزتوب ازاده کړه.»

دغسې يو څوک د بښنې او مغفرت ښکارندوی او د غفور و رحيم الله اسم اعظم دی « وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ »: او هغوی چې غوسه خوري او د خلکو له تېروتنو تېرېږي (نېکان دي) او د الله نېکچاري خوښ دي.(ال عمران – ۱۳۴).  

۳- يو زوی يې په مخ کې ګرځېده، ناڅاپه ولوېد او ومړ. امام يې مړې تنې ته وليدل، ويې ژړل، زړه يې خدای ته وسپاره، ويې ويل:

«لئن اخذت لقد بقيت ولئن ابتليت لقد عافيت. (له همدې منځپانګې ته ورنژدې، يا الله، که نعمت دې رانه واخست، څومره نعمتونه دې خپل بنده ته پرېښې او که په کړاو دې اخته کړی يم؛ نو څه عافيتونه دې رابښلي دي) سبحان الله! اولادونه مو مړه کوي؛ خو بې له مينې مو په زړه کې څه نه زياتېږي، چې زوی يې خاورو ته وسپاره، ويې ويل: زويه! خدای دې قبر پراخ او له خپل پېغمبر (ص) سره دې يو ځای کړه.

زياته يې کړه: «موږ يو قوم يو چې د خدای رضا ته مو غاړه ايښې ده…»[3]

زوی يې نوی له خاپوړو جيګ شوی و، ناڅاپه يې په مخ کې راولوېد، پلرنی عاطفې يې له سترګو اوښکې وبهولې؛ خو له الله سره يې د بندګۍ اړيکه د واهب المواهب (د لورونو لوراند) په مقابل کې «لا تعدو ولاتحصی» دی دومره اوچته وه، چې د تسليم له مقامه ورتېره، د زوی مړينه يې د معبود اراده بلله، چې له الله تعالی سره يې د مينې زياتېدو منشأ شوه.

۴- له امام صادق (رح) نه په يوه حديث کې روايت شوي، چې ويې ويل: «عارف، خپله له خلکو او زړه يې له الله سره دی، که زړه يې يو دی (طرفه العيني) که له خدايه غافل شي له مينې يې سا وځي، عارف د الهي اماناتو امين، د الله د خوالو زېرمتون، د الهي انوارو کان، د خدای پر مخلوقاتو د الهي لورنې دليل، د ا لهي علومو حاصل او د الله تعالی د فضل وعدل تله ده. له خلکو، دنيا مړه خوا او چاته (بې له الله) هيلمن نه دی، بې له الله يې څوک مونس او ملګری نشته. خبره، اشاره او سا ايستل يې يوازې او يوازې د الله لپاره وي او د الله په سپېڅليو باغونو کې ګرځي راګرځي او د الهي فضل له لورنو توښه را اوچتوي؛ او معرفت (ښانده)، يو آر (اصل) دی چې څانګه يې ايمان دی»[4].

د چا چې وينا دغسې ده؛ نو له خالق او مخلوق سره يې چلن هم هاغسې دی.

۵- شيخ صدوق (رح) له معلی بن خنيس روايتوي:

«په يوې باراني شپه کې په امام پسې روان وم، يو څه پر ځمکه ولوېدل، ورغلم او سلام مې واچو، راته يې وويل: معلائي؟ ومې ويل: هو، درځار. ويې ويل: ولټوه څه دې چې وموندل، را يې کړه، چې وګرځېدم، ومې ليدل چې د ډوډۍ کپوړي توی شوي، راټول مې کړل، ومې ليدل چې د ډوډۍ يوه بوجۍ ده، چې امام پر شا کړې ده، ومې ويل: اجازه راکړه چې بوجۍ واخلم او مقصد ته يې ورسوم. ويې ويل: تر تا دې کار ته وړ يم؛ خو راځه، يو ځای ته ورغلوو چې يو شمېر کسان ويده دي، امام د هر يوه تر څنګ ډوډۍ کېښووی د کار پای ته رسېدو روسته  راستانه شوو. ومې ويل: درځار، دوی حق پېژني؟ ويې ويل: که د حق لارې پېژاندي ول، نو ان مالګه مې هم ورسره ويشله.»[5]  

که امام له باطلوالو سره دغسې چلېږي؛ نو له حقوالو سره به څنګه وي؟!

عزول الله، لوراند او لورين دی، رحمانيه رحمت يې پر ښو او بدو، کافر ومؤمن، د لمر په څېر پر ګُل ا و اغزو لګي؛ او رحیميه رحمت يې عباد الله الصالحين رانغاړي. خليفة الله د خدای پاک د رحمانيه رحمت او رحیميه رحمت (آيتِ کبرا او) ستره نښه ده.

۶- هره شپه يې پر اړمنو خواړه ويشل او د دوی لاسنيوی يې کاوه، کليني په سم حديث کې له هشام بن سالم روايتوي:

«چې څه شپه به تېره شوه؛ نو امام کڅوړه کې ډوډۍ، غوښه او  درهمونه اچول، پر شا يې ګرځوله او د مدينې پر اړمنو يې ویشل ، اړمنو نه پېژنده، ان دا چې امام له دې نړۍ ولاړ؛ نو هله پوه شول چې دا خو جعفر بن محمد و.»[6]

۷- له اسماعيل بن جابر روايت شوی دی:

«ابو عبدالله په يوې کڅوړې کې پنځوس ديناره راکړل، ويې ويل: دا يو بني هاشمي ته ورکړه او ما ورته مه ښيه چې ده راکړي  دي.

وايي: ورغلم او کڅوړه مې ورکړه، ويې ويل: له کومه دې راوړه، خدای دې خير ورکړي چې د هر کال لګښت راکوي؛ خو جعفر بن محمد دی چې، درهم مرسته راسره نه کوي.»[7]

۸- يو نېستمن له امام صادق څخه څه وغوښتل، خپل مريي ته يې وويل: «څه درسره دي؟ ويې ويل: څلور سوه درهمه. ويې ويل: ور يې کړه، چې يې واخستل او ولاړ، امام وويل: راستون يې کړه، چې راغی، ويې ويل: سوال مې وکړ، را دې کړل، او  ولې دې تر ورکړې روسته راوګرځولم؟ امام وويل: رسول الله ويلي: غوره صدقه هغه ده، چې فقير (نېستمن) غني (او موړ) کړي او په دې ورکړه مو مړه خوا نه کړې، دا ګوته واخله چې بيه يې لس زره  درهمه ده، چې څه وخت اړمن شوې په همدې بيه يې وپلوره.»[8]

۹- له اسحاق بن ابراهيم بن يعقوب روايت شوی، چې ويې ويل: «له ابي عبدالله سره وم، يو خراسانی راغی، و يې ويل: يا بن رسول الله! زه دې له دوستانو ځنې يم، ترمنځ مو ډېر واټن او لاس مې تش دی او خپلې کورنۍ ته ورستنېدای نشم. امام ښي او کيڼې لوريو ته وکتل. ويې ويل: نورو سره ښه دا دي چې بې سواله يې ورکړې، څه چې تر سوال روسته ورکول کېږي د پت په مقابل کې دي.

غوښتونکی شپه د نهيلۍ او هيلې ترمنځ تېروي او نه پوهېږي چې د خپلې اړتيا پوره کولو ته چاته ور مخ کړي؛ نو هوډ نيسي چې درمخ کړي او چې درمخ يې کړ، زړه يې اندېښمنېږي او مخ يې سور کېږي، نه پوهېږي چې په نهيلۍ درنه ستنېږي يا په خوشحالۍ، که اړتيا دې ورپوره کړه؛ نو وينې چې ښه، احسان او زړه سوی دې ورسره کړی، حال دا رسول الله قسم خوړلی، کوم کړاو او رنځ يې چې له تا نه په سوال کولو کې ايستلی، ستا تر ورکړې خورا ستر  دی؛ بيا يې خراساني ته پينځه زره درهمه ورکړل.[9]»

نو سره له دې چې هغه سوالګر ته يې څلور سوه درهمه ورکړي وو؛ خو څه احسان يې ورسره کړی نه و او څه يې چې ورکړي و، د سوال له ذلت سره يې برابر نه و، را ويې غوښت چې احسان ورسره وکړي، داسې احسان چې تل د سوال ذلت ترې لرې کړي او د غنا او مړښت عزت ورپېرزو کړي.

د توحيد په اړه د امام صادق (رح) د ويناوو بېلګې:

يو چا امام صادق (رح) ته وويل:

« ﻳﺎﺑﻦ  ﺣﻴﺮوﻧﻰ اﷲ دﻟﻨﻰ ﻋﻠﻰ اﷲ ﻣﺎ ﻫﻮ، ﻓﻘﺪ أﻛﺜﺮ ﻋﻠﻰ اﻟﻤﺠﺎدﻟﻮن و  .ﻟﻪ ﻓﻘﺎل  : ﻳﺎ ﻋﺒﺪاﷲ، ﻫﻞ رﻛﺒﺖ ﺳﻔﻴﻨﺔ ﻗﻂ؟ ﻗﺎل :ﻧﻌﻢ .ﻗﺎل :ﻗﺎل ﻓﻬﻞ ﻛﺴﺮ ﺑﻚ ﺣﻴﺚ ﻻ ﺳﻔﻴﻨﺔ ﺗﻨﺠﻴﻚ و ﻻ ﺳﺒﺎﺣﺔ ﺗﻐﻨﻴﻚ؟  : ﻧﻌﻢ، ﻗﺎل :ﻳﺨﻠﺼﻚ ﻣﻦ اﻷﺷﻴﺎء ﻗﺎدر ﻋﻠﻰ أن ﻗﺎل ً ﻓﻬﻞ ﺗﻌﻠﻖ ﻗﻠﺒﻚ ﻫﻨﺎﻟﻚ أن ﺷﻴﺌﺎ ﻣﻦ ورﻃﺘﻚ؟  : ﻧﻌﻢ، ﻗﺎل الصادقُ: ﻓﺬﻟﻚ اﻟﺸﻴﻰ ﻫﻮ اﷲ اﻟﻘﺎدر ﻋﻠﻰ اﻹﻧﺠﺎء ﺣﻴﺚ ﻻ ﻣﻨﺠﻰ و ﻋﻠﻰ اﻹﻏﺎﺛﺔ ﺣﻴﺚ ﻻ»[10]

«يا بن رسول الله، الله راوښيه چې څه دی؟ ځکه ډېر وخت ځينې لانجې راسره کوي او هېښ کړی يې يم. امام ورته وويل: يا عبدالله کله په بېړۍ کې سپور شوی يې؟ ويې ويل هو، ويې ويل: په ماتې بېړۍ کې چې نه (بله) بېړۍ وي چې ودې ژغوري او نه ماڼو وي چې له لاسه دې ونيسي؟ ويې ويل: هو، امام وويل: ايا هلته دې (په دې حال کې) په زړه (خاطر) کې داسې يو قدرت او وسمن تېر شو، چې له دې پېښې دې وژغوري؟ ويې ويل: هو، امام وويل: نو هماغه «الله» دی، چې چېرې ژغورونکی نه وي، ژغوري دې، په کوم ځای کې چې لاسنيوونکی نه وي، لاسنيوی دې کوي.»

پر متعال پالونکي د مؤمنېدو درې لارې دي:

الف: د الله په سپېڅلي ذات د الله تعالی پېژندنه، چې دا د الهي وليانو پېژندنه ده ه؛ او د سيد اوليأ حضرت علي (ک) په کلام کې : «يا من دل علی ذاته بذاته»۷ ای هغه چې په خپل ذات دې خپل ذات وښود.[11]

او د امام زين العابدين (رض) په کلام کې راغلي د ي: «بک عرفتُک وانت دللتنی عليک: په تا مې ته وپېژندې او خپل ذات دې راوښود»[12]

ب: د انسان فطرت، هله څرک وهي، چې له خلکو سره دې پرېکون وشي او له هر ادرس نهيلی شې.

ج: د خدای په مخلوقاتو کې اندنه، راښيي چې ټول ممکنات په ذات او صفاتو کې «غني بالذات» ته اړمن دي او د هر موجود په پيدايښت کې د الله علم، قدرت او حکمت ښکاره دی چې له کوچنۍ ذرې تر ګردو کايناتو يو نظم پرې واکمن دی.

امام په دې حديث کې دويمه لار څرګنده کړې او دا له متعال الله سره معرفت (پېژندګلوي) او فطري اړيکه ده، لکه چې (دا اړيکه) بې له هغه (الله) د مطلق پرېکون (انقطاع) پر مهال پيدا کېږي، او په خپل اختيار د «علم وعمل» په وزرونو ور رسېدای شو.

لومړی: هغه چې ا نسان د عقل په رڼا د ناپوهۍ او غفلت پردې يوې خوا ته کړي او وويني چې د هر موجود شتون (وجود) او کمال له ځان او خپله همده ته نه دي او ومومي چې ټول په سپېڅلي ذات پای مومي چې دا ځانګړنې لري:

هُوَ الْأَوَّلُ وَالْآخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ (حدید/۳)= دی ړومبی، روستى، ښكاره او پټ دى او دی پر هر څه ښه پوه دى.

هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ لَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى (حشر/۲۴) = دی پنځوونکی الله؛ (بې مخینې) پنځګر، (بېسارى) انځورګر؛ غوره نامې (او ځانګړنې) يوازې د ده دي.

دويم: هغه چې له انسانه په پاکۍ او تقوا د ګناهونو چټلي او د ځاني غوښتونو (نفساني) رذايل وڅنډي؛ ځکه د الله او بنده ترمنځ يوازېنی خنډ وځنډ د ناپوهۍ او غفلت پرده او د ګناه چټلي ده، چې بايد په «علمي او عملي» جهاد له منځه ولاړه شي: 

وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا (عنکبوت/۶۹) = او هغوی چې زموږ په لار کې جهاد کړی، هرومرو يې خپلو لارو ته روسيخوو.»

درېيم: درېيمه لار يې په احاديثو کې راښوولې، چې ځينې يې دا دي:

۱- يو زنديق، امام وپوښت، د نړۍ د صانع (جوړوونکي) څه دليل دی؟ امام ورته وويل: «که يوې ماڼۍ ته وګورې، پوهېږې چې دا دنګه ماڼۍ يو جوړونکی لري، که څه جوړوونکی دې ليدلی نه وي. ويې پوښتل: د نړۍ صانع څه دی؟ ويې ويل: د نورو څېزونو پر خلاف يو څه دي؛ نه جسم دی، نه بڼه او صورت، نه په پنځګونو حواسو احساساېږي، نه يې اوهام درک کولای شي، نه زمانه او روزګار (څه) زيان وراړوای شي او نه يې زمانه بدلوای شي.[13]

۲- ابن ابی العوجاء ته يې وويل:

«مصنوعي يې يا نا مصنوعي؟ ويې ويل: مصنوع نه يم.

امام وويل: که مصنوع وای؛ نو څنګه به وې؟ هک اریان شو او دباندې ولاړ.»[14] 

۳- په مسجد الحرام کې يې ابن ابی العوجاء ته وويل: «که چار داسې وي چې دوی وايي؛ نو هغوی بريالي شول او تاسې هلاک، که  داسې نه وي  تاسې او هغوی برابر وسئ. ويې ويل: هغوی څه وايي او موږ څه وايوو؟ زموږ او هغوی وينا يوه ده، امام وويل: څنګه ستاسې او هغوی وينا يوه ده، هغوی وايي، معاد، قيامت، ثواب او عذاب شته، اسمان يو خدای لري، اسمان معمور (او آباد) دی او تاسې ګومان کوئ خراب او کنډواله دی او هېڅوک پکې نشته. ويې ويل: که چار داسې وي چې ته يې وايې؛ نو ولې خدای خپل مخلوق ته نه ښکاره کېږي، چې خپل عبادت ته يې راوبولي، چې اړپېچ او اختلاف له منځه ولاړ شي او ولې خپله پټ او حجاب کې دی او استازي يې رالېږلي؟ او که خپله د بلنې چلوونکی وای په اسانۍ  ايمان پرې راوړل کېده.

امام وويل: څنګه هغه درنه پټ دی، چې خپل قدرت (او زور) يې  درکې ښودلی دی؟! تر نشتون روسته  دې شتون، تر کوچنيتوب روسته  دې لويوالی، تر ناروغۍ روسته دې روغتيا، تر غوسې روسته دې خوښي او اپوټه، تر ښادۍ روسته دې خپګان او اپوټه، تر کينې روسته  دې مينه او اپوټه، له امتناع  ( او نه کولو) روسته  دې هوډ او اپوټه، تر بد ايسېدو روسته  دې ښه ايسېدل او اپوټه، (له يو څه) تر ډارېدو روسته دې (ورته) څوبتيا او اپوټه، تر نهيلۍ روسته دې هيله او اپوټه، په وهم کې دې د هغه څه تېرېدل چې په ذهن کې دې نه ول، له ذهنه دې د هغه څه زوال چې پر ګروهن وې او همدغسې د الله د قدرت نښې راکې شمېرلې چې نټه ترې کړای نشم، تردې بريده چې زما او هغه ترمنځ خدای ښکاره کېږي.»[15]

که څوک په يوې بېديا کې يوه ماڼۍ وګوري ـ که څه ساده وي ـ بې ځنډه د معمارۍ قواعدو له مخې وايي: چا دا ماڼۍ جوړه کړې، نه وايي ولې دا ماڼۍ پيدا شوې ده؟ عقل او فطرت په هرې ښکارندې یا پدیدې کې پنځګر لټوي، معلول له علته بېل نه ويني، د ماڼۍ چهت، غولی، ور او دېوالونه د هغې پوهې او ليد نښه ويني چې د ماڼۍ په هرې برخې کې يې د دوی د کارونې په پامنيوي کارولي او د مهندسي اصولو له مخې يې چې د ماڼۍ نخچه کې څومره ځيرنه کړې؛ د جوړوونکي د پوهې په کچه پوهېدای شي. ايا د دې ماڼۍ که څه پاچاهي ماڼۍ وي ـ د جوړوونکي (بنّا) علم او حکمت د نړۍ د اوچتې ماڼۍ له جوړونکي (الله تعالی) سره د پرتلنې وړ دی؟!

۴- لکه چې امام جعفر صادق مفضل ته وويل:

«که په خپل فکر په نړۍ کې سوچ وکړې او په خپل عقل يې وسنجوې؛ نو نړۍ د يوه جوړ کور په څېر وينې، چې څه د خدای د بندګانو ورته اړتيا وي، پکې چمتو شوي، اسمان يې لوړ چهت دی، ځمکه يې پراخ غولی دی، په چهت کې يې ستوري د ډيوو په څېر دي، په کانونو کې پټې مرغلرې يې د زېرمو په څېر دي، په دې کور کې هر څه چمتو شوي او انسان په دې کور د کور خاوند په څېر  دی، چې ډول ډول نباتات او د څارويو ټولګې يې ګټو ته چمتو شوي دي؛ دا ګرده ماڼۍ او نړۍ او هره برخه يې ښيي چې د يوه عليم حکيم قدرت په لاس جوړه شوې، چر هر يو يې د شتون، پوهې، قدرت، ځواک، ارادې او بې پايه حکمت دليل دی او د نړۍ د اجزاوو اړيکې او د يوه نظام واکمن د ايکي يو پنځګر ښودونکی ښيي.»[16]

ورته يې وويل: «همدغسې د  ونو او بوټو د حکمت په پنځونه کې سوچ وکړه، چې بوټی د څاروي په څېر خوړو ته اړمن دی؛ خو د څاروي په څېر خوله نلري؛ نو د دوی جرړې يې په ځمکه کې ښکته کړي، چې له ځمکې خواړه راکاږي او ښاخونو، پاڼو او مېوو ته يې ورسوي، ځمکه نباتات د مور په څېر د خپلې روزنې په لمن کې نيولي او د بوټو جرړو له موره د خوړو لپاره، خوله پرانستې او لکه چې څنګه خيمه د بادونو په مقابل کې ټينګه ولاړه وي؛ او له  هر لوري يې په رسيو او طنابونو ټينګوي؛ دغسې د ونې جرړې هم په ځمکه کې هر خوا خپرېږي، چې ونه ټينګه کړي او که  دغسې نه وای؛ نو څنګه د خرما دغه دنګه ونه د توپانونو او سيليو پر وړاندې ټينګه پر ځای پاتېدای شوه!

مفضله سوچ وکړه! پاڼې ته وينې، چې د ونې په هرې پاڼې کې په پلنو او اوږدو رګونه خواره دي او په دوی کې د پاڼې هرې برخې ته نري نري رګونه اوبدل شوي، که په لاس اوبدلېدای؛ نو بشر په يوه کال کې د يوې ونې د پاڼې له جوړېدو ځنې نه خلاصېده، چې وزليو او حرکتونو ته يې اړتيا درلوده.

د پسرلي په څو ورځو کې غرونه او بېدياوې په دغسې اوبدنې له پاڼو ډکېږي، بې له څه خبرې او خوځښته، فقط او فقط د متعال خدای د نافذې ارادې د اوامرو ايل دي.

دا نري رګونه د بدن رګونه په څېر د پاڼې په ټولو برخو کې خواره دي، چې هر برخې ته خواړه ورسوي او پېړ رګونه د پاڼې اجزاوې (او برخې) له خورېدو ساتي.

په حبوباتو او دانو کې سوچ وکړه، چې د کڅوړې په څېر يې په يوه لوښي کې ايښې، چې له آفتونو او زيان وررسولو بچ وي، ثمر ته ورسي او د مارغانو له ټونګو او مښوکو وهلو خوندي وي.»[17]

دا کوم علم او حکمت دی چې په اوبو او خاورې کې يې تومنه او د پوټکي او دانې مرګ چمتو کړی؛ خو زڼی يې په ګياهي (بوټيز) ژوندون ژوندی کوي؟!

جرړه ځواکمنوي، چې ځمکه وچووي او په تياره خاوره کې د ګياه (او بوټي) قوت او خواړه جذب کړي او د خاورې په هرې برخې کې يې د بېلابېلو ونو قوت چمتو کړي، چې هر بوټی او ونه خپل ځانګړي خواړه ومومي او د هرې ونې جرړه يې داسې جوړه کړې چې د ونې د ځانګړې مېوې لپاره يوازې ځانګړی قوت جذبوي او د ځمکې له جاذبې قوې سره مقابله او مبارزه وکړي، اوبه او خواړه ډنډرکي او ښاخ ته ورسوي او له دې چارو سره جوخت، ډنډرکی په فضا (او تشيال) کې د رڼا او هوا چمتو کولو لپاره فعاليت پيلوي «کلّ ميسر لما خلق له: هر څه، څه ته چې پنځول شوي، ورته چمتو او تيار شوي دي.»[18]

او څومره هڅه چې وشي، جرړه د ډنډرکي او ډنډرکی د جرړې کار وکړي او له ورسپارل شوې دندې (حکيمانه سنت) يې واړوي؛ نو دواړه له قانون ماتونې سره مبارزه کوي او پر خپل طبيعي بهير درومي: « وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَبْدِيلًا = او هېڅكله به د الله په دود (او قانون) کې بدلون ونه مومئ . »[19]

يوازې د يوې ونې په پنځونې او رګونو کې چې له جرړې زرګونو پاڼو ته په هېښتیا وړ نظم غځول شوي او د پاڼې هرې ژوندینکې ته چې کوم قوت ( ځواک) ورکړای شوی، چې په جرړې له ځمکې اوبه او خواړه جذب کړي ـ تأمل، سوچ او غور کافي دی، چې انسان په لايتناهي علم او حکمت ايمان راوړي.

أَمَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَأَنْزَلَ لَكُمْ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَنْبَتْنَا بِهِ حَدَائِقَ ذَاتَ بَهْجَةٍ مَا كَانَ لَكُمْ أَنْ تُنْبِتُوا شَجَرَهَا أَإِلَهٌ مَعَ اللَّهِ بَلْ هُمْ قَوْمٌ يَعْدِلُونَ (نمل/۶۰) = (ايا معبود بوتان مو غوره دي) که هغه چې اسمانونه او ځمكه يې پيدا كړي او له اسمانه يې اوبه رااورولي؛نو په اوبو مو ښكلي باغونه رازرغون كړل،چې له وسې مو پوره نه و،چې يوه ونه يې(هم) راوټوكوئ! ايا له الله سره بل معبود شته؟ (نه) بلكې دوى داسې ډله ده، چې (مخلوقات د ناپوهۍ له لامله له خپل پالونكي سره) سيالان ګڼي.

أَأَنْتُمْ أَنْشَأْتُمْ شَجَرَتَهَا أَمْ نَحْنُ الْمُنْشِئُونَ (واقعه/ ۷۲) = ايا ونه يې تاسې پنځولې، که موږ يې پنځوونکي يو؟!

وَأَنْبَتْنَا فِيهَا مِنْ كُلِّ شَيْءٍ مَوْزُونٍ (حجر/۱۹) = او په كې مو (د انسان د اړتيا) هر څيز انډول او په ټاكلې کچه راټوكولى دى.

هر بوټي او ونې ته چې ووينې له جرړې تر مېوې يې د حق د علم، قدرت او حکمت نښه (او آيت) دی او د هغو قوانينو او سنتو ايل دي چې پالنې ته يې مؤظف (او جوړ) شوي دي: « وَالنَّجْمُ وَالشَّجَرُ يَسْجُدَانِ: او بوټي او ونې په سجده لګيا (دي).» (الرحمن – ۶) .

همدغسې د هر څاروي په ژوند کې سوچ، انسان الله تعالی ته ورسېخوي.

۵- ابو شاکر ديصاني امام صادق (رح) ته ورغی، ويې ويل: يا جعفر بن محمد! معبود مې راوښيه؛ يو کوچني په هګۍ لوبې کولې، امام هګۍ ونيوه، ويې ويل:

«ديصاني! دا يوه پټه راتاوه کلا (حصار) ده، ټينګ پوټکی لري او ترې ورلاندې نرم (رقيق) پوټکی دی او د دې تر لاندې سپينه مايع او روانه سره دي، چې يو له بل سره نه ګډېږي، نه له دې راتاوې پټې کلا کوم سمونپال راوتی چې له سمونې يې مو خبر کړي او نه له دباندې کوم ورانکاری او مفسد ورننوتی چې له افساد او ورانکارۍ يې مو خبر کړي، او نه څوک پوهېږي چې دا هګۍ نر ته پنځول شوې يا ښځې  ته.»[20]

دا له چاڼ شوې چونې جوړه راتاوه کلا، چې رازونه پکې پټ دي، کوم تدبير جوړه کړې او چونه يې د مارغه له خوړليو دانو بېله کړې او په زيلانځ (رحم) کې يې د چورګوړي پالنې ته د يوه خوندي ځای په توګه چمتو کړی او څاڅکی (نقطه) يې په سيپۍ (صدف) کې د مرغلرې په څېر اېښی او دا ‏چې چورګوړی له موره جلا دی او په جنیني دوران کې کوم ‏زيلانځ نشته چې ‏‏چور ګوړی خواړه (غذا) ترې واخلي؛ نو ‏خواړه يې په کلا کې ترڅنګ ورچمتو کړي او د چونې د سخت پوټکي، چورګوړي او خوړو ترمنځ يې، نرم (او لطيف) پوټکی ايښی، چې د کلا کلکوالی چورګوړي او خوړو ته يې څه زيان ونه رسوي؛ او په هاغه تياره چاپېريال کې يې له هډوکيو، غړيو، عضلاتو، رګونو،  اعصابو او حواسو د چور ګوړي  غړي او قواوې ـ چې يوازې د چورګوړي په سترګو کې څېړنه عقلونه هک اریانوي ـ هر يو پر خپل ځای رادبره کړي دي او دا چې بايد ارتزاق او خوړو ته دانې د تېږو او خاورو له منځه ‏چمتو کړي، خوله يې د ښکر په څېر له مښوکې ورسنبالوي، چې له تېږو سره په لګېدو کې زيان ونه ويني او په دې پار چې رزق او خواړه يې له لاسه ونه وځي، يو جاغور ورکوي، هره دانه چې پيدا کوي پکې يې ساتي، چې سوکه سوکه يې هاضمې ته وروسپاري او ‏پوټکی یې په وزرونو او بڼکو پوښی، چې په دې توګه يې د تودوخې، سړو او د څارويو له ځورنې ساتي. د حيوان د ژوند پر اړتياوو، ضرورياتو او واجباتو سربېره له مستحباتو يې هم چې ظاهري ښکلا يې ده ـ غفلت نه کوي او وزرونه او بڼکې يې په زړه راکښونې رنګونو رنګوي، چې علي (ک) ويلي: « تنفلق عن مثل الوان الطواويس: چاودېږي او  د طاووسونو د رنګونو په څېر ښکاري.»[21]

او دا چې دې تکامل او بشپړتيا ته د چرګې د سينې انډوال تودوخه لازمي ده، کوم مارغه چې تش د شپې تياره يې له حرکت او هڅو مخنيوی کوي. ناڅاپه يو حالت پيدا کوي، چې له غورځو پرځو لوېږي او تر هغې چې دې تودوخې ته اړتيا وي، پر هګيو ويدېږي.

ايا کوم حکمت دی چې پر مارغه دا حالت وربرلاسوي چې په چورګوړي کې د ژوندون خوځښت وردبره کوي؟! او کوم استاد دی چې ور زده کوي، هګۍ په شواروز کې وچورلوي، چې د غړيو انډول خراب نشي او چې د چورګوري پنځونه (پيدايښت) پای ته ورسي، چورګوړي ته لارښوونه کوي چې په خپله مښوکه ټينګه کلا ماته کړي او د هغې نړۍ ډګر ته پښه ورکېدي، چې په دې نړۍ کې ژوند ته دا غړي او قواوې ورکړای شوي  او هغه مارغه چې د خپلې حيواني غرېزې له مخې يې يوازې د ځان پر ګټه څېزونه راجلبول او له دې پرته يې دفع (او لرې) کول، ناڅاپه يو انقلاب پکې رامنځته کېږي،چې د چورګوړي ساتنې ته خپله سينه ډالوي، او تر څه وخته چې چور ګوړی ساتنې ته اړمن وي، په مارغه کې دا عاطفه پاتېږي؟!

ايا په هګۍ کې څېړنه کافي نه ده، چې موږ هغه ذات ته ورسيخ کړي چې: « خَلَقَ فَسَوَّى، وَالَّذِي قَدَّرَ فَهَدَى : هغه (پالونکی) چې ټول څېزونه يې پيدا او منظم کړل او هغه (پالونکی) چې (هر څه يې) اندازه کړي او لار يې وروښووله»[22]

نو ځکه امام صادق (رح) ابو شاکر ته وويل:«أتری لها مدبراً؟ قال: فأطرق ملياً، ثم قال: اشهد ان لا اله الا الله وحده لا شريک له و اشهد ان محمدا عبده ورسوله، و انک امام و حجة من الله علی خلقه و انا تائب مماکنت فيه: ايا کوم مدبر او چار سنبالی ورته وينې؟ نو اوږده موده چوپ شو، او بيا يې د الله تعالی پر وحدانيت، د نبي اکرم (ص) پر رسالت او د امام صادق پر مشرۍ (امامت) ګواهي ورکړه او څه چې پکې ول توبه يې ترې وکړه.» [23]

۶- ابوشاکر ديصاني امام صادق (رح) وپوښت: په کوم دليل صانع (او جوړونکی) لرې؟ ورته يې وويل:

«وجدت نفسی لا تخلو من احدی جهتين ـ اما ان اکون صنعتها انا او صنعها غيری، فان کنت صنعتها انا، فلا يخلو من احد معنيين، اما ان  اکون صنعتها وکانت موجودة او صنعتها و کانت معدومة، فان کنت صنعتها و کانت موجودة فقد استغنت بوجودها عن صنعتها، و ان کانت معدومة فانک تعلم ان المعدوم لا يحدث شيئا، فقد ثبت المعنی الثالث ان لی صانعاً وهو الله رب العالمين: کوم څيز چې نه و او شته شو، يا يې خپله ځان شته کړی يا بل، که خپله يې ځان شته کړی وي يا هغه مهال چې موجود و او د خپل شتون لامل شوی، يا هغه مهال چې نه و؛ په لومړي حالت کې، موجود ته، شتون ورکول دي او دا محال دی او په دويم حال کې، بايد معدوم، د وجود علت شي او دا هم محال  دی او که بې له دې بل رامنځته کړی وي؛ نو که هغه غير (بې له دې) کوم څيز نه و او شته (موجود) شوی؛ نو حکم يې د هماغه څيز حکم دی.

نو د عقل په ضرورت څه چې نه و او شته شوي، بايد رادبره کوونکی او سازونکی ولري، چې عدم او نيستي يې ذات ته سوړه ونشي کړای.

نو ځکه ټول تطورات،  ادلون او د نړۍ ښکارندې، د هغه پنځګر او رادبره کوونکي پر شتون دليل دی، چې پنځګر نه لري او دا ټول د هغه  خالق (پنځګر) مصنوعات او مخلوقات دي،چې مصنوع او مخلوق نه دی.»[24]  

۷- عبدالله بن سنان امام صادق (رح) د « لَا تُدْرِكُهُ الْأَبْصَارُ» په باب وپوښت، ورته يې وويل: «له آيته مراد په الله تعالی پورې د بصيرت رانغښتلتوب دی، لکه چې وايي: «قَدْ جَاءَكُمْ بَصَائِرُ مِنْ رَبِّكُمْ فَمَنْ أَبْصَرَ فَلِنَفْسِهِ وَمَنْ عَمِيَ فَعَلَيْهَا  = ‏الهي آيات او اسماني کتابونه چې ستاسې د بصيرت او ليدنې لامل دي، البته د خدای له لوري درغلي؛ نو چا چې بصيرت وموند نو خپلې نېکمرغۍ ته ورسېد او څوک چې ړوند پاتې شي، ځان يې زيانمن کړ.»[25] مراد ترې د سترګو ړوندوالی او سترګورتوب نه دی.[26]

هغه الله چې د باطن په لیدو، ليدونکی نه دی، تر هغه اوچت دی چې په سترګو وليدل شي. دا د ربوبيت مقام خورا وړ معرفت، ښانده او پېژندګلوي ده، چې د سپېڅلي ذات پر وړاندې  د حواسو، افکارو او عقلونو انوار (او رڼاګانې) تتې او خاموش دي او د سپېڅلي ذات رويت، نه د زړونو، سترګو او بصيرت په روايت دی او نه د عيانو په مشاهدې او نه د اذهانو په ادراک؛ بلکې رويت يې د ايمان په حقايقو د زړونو رويت دی.

۸- له هشام بن حکم څخه روایت شوی:

«امام صادق رحمة الله عليه وپوښتل شو: خدای رضا او غوسه لري؟ ويې ويل: هو؛ خو رضا او غوسه يې د مخلوق په څېر نه ده؛ ځکه په مخلوق کې رضا او غوسه له يوه حاله بل ته د لېږد لاملېږي او خالق له دې سوچه او پاک دی چې کومه نيمګړتيا ورپېښه شي، چې دا د مرکب موجود ځانګړنه ده او خدای په خپل ذات احد واحد دی، او د رضا مانا يې ثواب او د غوسې مانا يې عذاب دی؛ تحول او ادلون بدلون د بېوسي او اړمن مخلوق د صفت حالات دي او خدای تعالی ځواکمن او ناماتی دی او خپل مخلوق ته څه اړتيا نه لري او څه يې چې پنځولي ورته اړمن دي؛ نو دا دي او بې له دې نه دي چې ‏ټول څېزونه یې بې اړتيا او بې لامله پنځولي دي.»[27]

۹- له امام صادق (رح) نه په يوه بل حديث کې راغلي  دي:

«الله هغه رڼا ده، چې تياره پکې نشته (ځکه هره مادي يا مجرده رڼا ـ په هستۍ او خپل وجود کې – ذاتي رڼا ته اړمنه ده) او هغه ژوندی دی چې مرګ پکې نشته او هغه عالم دی چې جهل او ناپوهي پکې نشته او هغه صمد او مړه خوا دی چې پکې د نفوذ لار نشته؛ هغه نوري الذات، حی الذات، عالم الذات، صمدي الذات دی»[28]. (داسې) واحد دی چې ثاني نه لري او (داسې) احديت دی چې خارجي او ذهني اجزا نه لري.

۱۰- له عبدالله بن سنان څخه په يوه روايت کې دي، چې ابو عبدالله وويل:

«په ربوبيت کې عظمی او په الهيت کې کبری دی، بې له الله څوک کوم څيز له ناڅيزه نه رادبره کوي، بې له الله څوک یو جوهر بل جوهر ته نه لېږدوي، بې له الله څوک کوم څيز له وجود  څخه  عدم ته نه لېږدوي.»[29]

تر نېستۍ روسته هستوونکی، تر هستۍ روسته نېستوونکی او د جوهر اړوونکی الهي مطلق قدرت دی چې « عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ» او نافذه اراده ده؛ « إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شَيْئًا أَنْ يَقُولَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ = كار یې دغسې دى، كه كله يو څيز وغواړي(؛نو) يوازې ورته وايي،چې ((شه!))؛نو (بس) شي. »[30]

«امام وپوښتل شو: په دې آيت کې « هُوَ الْأَوَّلُ وَالْآخِرُ»؛ په اول پوه شو؛ خو د آخر مانا راته وکړه. ويې ويل: هر څيز د تغيير، بدلون ادلون، زوال، له يوه رنګه بل رنګ ته له يوې بڼې بلې ته، له يوې ځانګړنې بلې ته، له زياتوالي کمښت ته او له کمښته زياتوالي ته د اوړېدو په درشل کې دی؛ خو بې له العالمین څخه چې په یو حالت «لم يزل ولايزال» دی، تر هر څه لومړی (اول) دی او پر هغه څه آخر دی چې زوال يې پيدا کړی نه دی، ‏اسمأ او صفات يې لا يتغيير (او نه زوالېدوني) دي»[31].

۱۲- يو سړي امام صادق (رح) وپوښت:

«توحيد ا و عدل د اسلام بنسټ دی او علم يې ډېر؛ خو هغه څه راته ووايه چې خبرېدل، حفظ او يادونه يې اسانه وي!

امام وويل: توحيد دا دی، څه چې ځان ته روا بولې خپل پالونکي ته يې ونه بولې او عدل دا دی په څه يې چې ملامت او پړ کړی يې په خپل خالق پورې ور ونه تړی.»[32]

په توحيد کې د امام له کلامه ګټنه کېږي:

څه چې انسان او ګردې نړۍ ته جايز دي په وجود (شتون) کې اړتیا او کمالاتو کې اړتیا، تغيير ادلون بدلون، تجزيه (ويشنه) او ترکيب (تړښت) دی، که ژوندون دی، مخکې يې نېستي (عدم) او ورپسې مرګ دی، که علم  دی ناپوهي ورسره مل ده، وړاندې روسته يې ناپوهي ده، که ځواکمني او قدرت دی، بېوسي ورسره مل ده، مخکې او روسته يې بېوسي ده، هر کمال له نيمګړتيا سره مل دی او هره موندنه له ورکې سره مل ده، او هر وجدان له فقدان سره ملازم دی او هر موجود (شتون)، نېستۍ (عدم) ته ورنژدې، مسبوق او ملحوق دی او که الله او خالق ته دا صفات (ځانګړنې) روا وي؛ نو مربوب په دې صفاتو متصف دی نه رب؛ مربوب (پالل شوی) او مخلوق په دې صفاتو ستايل شوی، نه ‏رب (پالونکی) خالق ؛ نو توحيد هغه دی څه چې ځان ته جايز بولې خپل پالونکي ته يې جايز ونه بولې.

۱۳- امام صادق (رح) هشام بن حکم ته وويل:

«الا اعطيک جملة فی العدل والتوحيد؟ قال: بلی، جعلت فداک. قال: من العدل ان لا تتهمه و من التوحيد ان لا تنوهه»[33]

امام، هشام ته په عدال او توحيد کې دوه جملې ور زده کړې: او له عدل ځنې دا چې الله تعالی تورن نه کړې او له توحيد ځنې دا چې الله توهم نه کړې.

دويمه جمله ‏ښيي څه چې په عقل او ادراک کې ځای شي په عقل او ادراک قايم (او ولاړ) وي او الله پاک د عقل، وهم او حس قيوم دی او نا شونې ‏ده چې د عقل او وهم جوړ (او ساز) شوی د عقل او وهم پنځګر هم وي؛  نو توحيد دا دی چې الله پاک توهم نه کړي.

۱۴- امام صادق (رح) ويلي:

«ان الله تبارک و تعالی خلو من خلقه، وخلقه خلو منه، وکل ما وقع عليه اسم الشيء ما خلا الله عزوجل فهو مخلوق، والله خالق کل شیء، تبارک الذی ليس کمثله شيء»[34]

د دې معرفت په قدر هغوی پوهېږي، چې د عالم ‏د پيدايښت پر عظمت او هغې پوهې او حکمت پوه شي چې له يوې ژوندينکې نیولې په ‏لويو لويو آسمانلارو، کهکشانونو او منظومو کې برېښېدلې او هغه نظم چې د عالم د نظام پر جز او کل واکمن دی، د علومو په ذره بين وويني چې څنګه لا يتناهي علم او قدرت ميلياردونه ستوري په « لَا الشَّمْسُ يَنْبَغِي لَهَا أَنْ تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلَا اللَّيْلُ سَابِقُ النَّهَارِ وَكُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ= نه د لمر په وس كې ده، چې سپوږمۍ راګېره کړي او نه شپه پر ورځې راړومبۍ کېدونکې ده او دا هر يو په (خپل خپل) چورلیځ كې لامبو وهي.»[35]  نظام اداره او تنظيموي.

د کايناتو په ترکيب (او تړښت) کې د علم، حکمت او قدرت آيتونه د الله تعالی اسماء الحسنی (نېکې نامې) او اوچت صفات راښيي او پر نړۍ د واحد نظم واکمني يې وحدت دی.

او د کايناتو ذاتي اړتيا او فقر، په حدوث او بقا کې په غني بالذات پورې د دوی د شتون تړاو ښيي، چې هغه الله (او خدای)  شته دی، چې له مخلوق سره يې شباهت (او ورته والی) او له ده سره د مخلوقاتو ورته والی محال دی او له مخلوق سره يې تشبيه او له ده سره د مخلوق تشبيه کفر دی او په حس، خيال، وهم او عقل يې ادراک ناشونی دی.

سبحان الله والحمد لله ولا اله الا الله والله اکبر.

[1] –  بحار الانوار: ۴۷ ټ، ۲۳ مخ.

[2] – مناقب آل ابی طالب: ۴ ټ، ۲۷۴ مخ (۳ټو ۳۹۵مخ)

[3] – الدعوات: ۲۸۶ مخ.

[4] – مصباح الشريعة: ۱۹۱ مخ.

[5] – ثواب الاعمال: ۱۴۴ مخ + بحار الانوار: ۴۷ ټ، ۲۰ مخ.

[6] – الکافي: ۴ ټ، ۸ مخ

[7] – الامالی للشيخ الطوسي: ۶۷۷ مخ + بحار الانوار: ۴۷ ټ، ۵۴ مخ.

[8] – بحار الانوار: ۴۷ ټ، ۶۱ مخ

[9] – بحار الانوار: ۴۷ ټ، ۶۱ مخ.

[10] – بحار الانوار: ۳ ټ، ۴۱ مخ.

[11] – بحار الانوار: ۸۴ مخ: ۳۳۹ مخ

[12] – بحار الانوار: ۹۵ مخ، ۸۲ مخ)

[13] – الاحتجاج: ۲ ټ، ۶۹ مخ + بحار الانوار: ۳ ټ، ۲۹ مخ.

[14]–  الاحتجاج: ۲ ټ، ۷۱ مخ + الکافي: ۱ ټ، ۷۶ مخ.

[15]– بحار الانوار: ۳ ټ، ۴۳ مخ.

[16] – بحار الانوار: ۳ ټ، ۶۱ مخ.

[17] – بحار الانوار: ۳ټ، ۱۳۱ مخ.

[18] – بحار الانوار: ۴ ټ، ۲۸۲ مخ.

[19] – الاحزاب ـ ۶۲.

[20] – بحار الانوار: ۳ټ، ۳۱ مخ.

[21] – بحار الانوار: ۳ ټ، ۳۲ مخ.

[22] – اعلی: ۲ او ۳ آيتونه.

[23] – بحار الانوار: ۳ټ، ۳۲ مخ.

[24] – التوحيد: ۲۹۰ مخ.

[25] – انعام: ۱۰۳ او ۱۰۴ آيتونه.

[26] – بحار: ۴ ټ، ۳۳ مخ.

[27] – بحار الانوار: ۴ ټ، ۶۶ مخ.

[28] – التوحيد: ۱۴۰ مخ.

[29] – التوحيد: ۶۸ مخ.

[30] – يس ـ ۸۲ آيت.

[31] – التوحيد: ۳۱۴ مخ

[32] – التوحيد: ۹۶

[33] – بحار الانوار: ۵ ټ، ۵۸ مخ.

[34] – التوحيد: ۱۰۵ مخ.

[35] – يس ـ ۴۰.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!