بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين څښتن په نامه ټکي : *د نړۍ په بېلابېلو قومونو او ملتونو کې دود دى،چې خپلې مهمې چارې د خپل يو مشر په نوم پيلوي،چې مينه ورسره لري او درناوى يې کوي،چې هغه چار سپېڅلى او مبارک شي؛البته هغوى دا کړنه د سمو يا فاسدو ګروهو […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورين څښتن په نامه
ټکي :
*د نړۍ په بېلابېلو قومونو او ملتونو کې دود دى،چې خپلې مهمې چارې د خپل يو مشر په نوم پيلوي،چې مينه ورسره لري او درناوى يې کوي،چې هغه چار سپېڅلى او مبارک شي؛البته هغوى دا کړنه د سمو يا فاسدو ګروهو له مخې کوي؛کله د بوتانو او طاغوتونو په نوم او کله د الهي اولياوو په لاس خپلې چارې پيلوي؛لکه څنګه چې د خداى رسول د “خندق” په غزا کې لومړى مېتى د خداى په نامه پر ځمکه وواهه . (بحار ۲۰/ ۲۱۸)
*(بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ) د الهي کتاب پيل دى .
*(بسم الله) نه يوازې د قرآن په پيل کې؛بلکې د ټولو اسماني کتابونو په پيل کې راغلې او د ټولو انبياوو د کړنو سر لوحه وه .
چې کله په توپان کې د حضرت نوح عليه السلام بېړۍ روانه شوه؛نو حضرت نوح خپلو يارانو ته وويل: سپاره شئ،چې (بِسْمِ اللّهِ مَجْرَاهَا وَمُرْسَاهَا) (هود/۴۱)؛يعنې د دې بيړۍ روانېدل او درېدل د خداى په نامه دي . حضرت سلیمان عليه السلام هم،چې د “سبا” ملکه ايمان ته راوبلله؛نو خپله بلنه يې په (بسم الله الرحمن الرحيم) پيل کړه.
((إِنَّهُ مِن سُلَيْمَانَ وَإِنَّهُ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ(نمل/۳۰) = په حقيقت کې هغه (ليک) د سليمان له لوري دى او (مضمون يې دا) دى: د لوراند (او) لورين څښتن په نا مه.))
حضرت علي وويل: (بسم الله) برکت دى او پرېښوول يې نسکورېدل دي .
همداراز حضرت علي هغه انسان ته چې “بسم الله” يې ليکله وويل: “جودها” يعنې ښايسته يې وليکه . (کنزالعمال ۲۹۵۵۸ حدیث)
دهر کار په پیل کې د “بسم الله” پر ویلو ټينګار شوى دى . په خوراک، ليکلو،سپرېدلو،مسافرت او نور ډېرو چارو کې ان که يو څاروی د خداى د نامه له اخستو پرته حلال شي؛نو غوښه يې حرامه ده او د دې خبرې موخه دا ده،چې ان د “یوڅښتني”-موحد او هدفمنو انسانانو خواړه هم بايد الهي اړخ ولري .
په حديث کې راغلي : “بسم الله” ويل مه هېروئ،ان که د يوې غونډلې – جملې ليکلو ته هم وي .
د هغه انسان د ثواب په هکله ډېر روايتونه شته،چې په لومړي ځل ماشوم ته “بسم الله” ورزده کوي . (تفسیر برهان ۱/ ۴۳)
*پوښتنه : ولې د هر کار په پيل پر “بسم الله” ويلو ټينګار شوى دى؟
ځواب : “بسم الله” د مسلمانۍ نښه ده او د مسلمانانو ټولې چارې بايد الهي رنګ ولري؛لکه څنګه چې د يوې کارخانې يېبره-محصول د هماغې کارخانې ټاپه لري،دا محصولات لږ وي که ډېر،کوچني وي که غټ، مثلا د لوښو جوړولو کارخانه، پر خپل جوړ شوي لوښي خپله ټاپه وهي ان که دا لوښى وړوکى وي که غټ .
د ساري په ډول : د هر هېواد بېرغ د هغه هېواد پر ادارو، ښوونځيو،پوځي مرکزونو راځوړند وي او د کارمندانو پر اداري ميزونو باندې هم وي .
د حاکم په مستدرک کې راغلي : يوه ورځ معاويه بن ابي سفيان په لمانځه کې “بسم الله” ونه ويله، چې خلکو پرې نيوکه وکړه،چې آيت دې غلا کړ که هېر دې کړ؟! (مستدرک ۳/ ۲۳۳)
امامانو ټينګار درلود، چې په لمانځه کې دې “بسم الله” په لوړ غږ ووويل شي .
هغوى چې “بسم الله” یې په لمانځه کې نه ويله او يا داچې “بسم الله” يې د سورت برخه نه ګڼله؛ نو امام باقر یې په اړه وویل: د قرآن غوره آيت يې غلا کړ. (بحار ۸۵ /۲۰)
په قرطبي تفسیر کې د امام صادق وينا راغلې ده : “بسم الله” د سورتونو تاج دى. يوازې د برائت د سورت (توبه) په پيل کې “بسم الله” نه ده راغلې او د حضرت علي د وينا له مخې دا ځکه چې “بسم الله” د خونديېنې او رحمت ويى-ټکى دى او له مشرکینو او کفارو د برائت اعلانول له مينې او رحمت سره اړخ نه لګوي . (د مجمع البیان او فخررازي تفسیرونه)
بسم الله الرحمن الرحيم ؛يعنې د هغه خداى په نامه،چې تل ټولو ته بښنه کوي . بې له خدايه نور څوک ورکړه او بښنه نه لري او که لري يې هم؛نو د مينې پر بنسټ نه وي؛بلکې که څه ورکوي؛نو يا د ګټې لپاره وي او يا د راکړې په تمه وي . د مثال په توګه : که غوا ته واښه ورکوي؛نو د غوښې او شيدو تمه ترې لري او يا که چرګې ته دانه ورکوي؛نو د غوښې او هګۍ تمه ترې لري او يا که څوک څه توليدوي؛نو د خپلې ګټې لپاره وي؛ خو خداى داسې نه دى او تل ټولو ته ورکړه او بښنه لري؛ خو د راکړې تمه نه لري .
د ((بسم الله)) ويل او تر چارو مخکې د خداى نوم يادول تر اسلامه مخکې هم ول؛لکه څنګه چې په قرآن کې راغلي ، چې حضرت نوح عليه السلام او حضرت سليمان عليه السلام هم ((بسم الله)) وويله .
په ((بسم الله)) کې د ((ب)) ټکى د هغه د نوم په اخستو ترې مرسته غوښتل دي او هغوى چې خداى يادوي؛نو :
١_ خداى يې پېژندلاى، پرې ايمان لري او لوراند او لورين يې ګڼي .
٢_ په ځان کې د اړتيا، پناه غوښتو او مرسته غوښتنه احساسوي .
٣_ څوک يې،چې نوم اخلي؛نو ورسره مينه کوي او ترې مرسته غوښتل د خپل خلاصون لامل ګڼي.
٤_ څوک چې د خداى نوم اخلي؛نو د خداى له مخالفينو،طاغوتونو او بوتانو کرکه کوي او توکل يې يوازې پر خداى دى او ورته هيلمن دى .
٥_ انسان د (( بسم الله)) په ويلو ځان او خپلې چارې بيمه کوي او ځان په ناپايه ځواک پورې تړي.
د ((رحمان)) ټکى د خداى لپاره ځانګړى دى؛ خو د ((رحيم)) ټکى بې له خدايه هم کارېږي؛ لکه چې امام صادق وايي :
((رحمان د خداى عام صفت،چې مؤمن او کافر دواړه پکې رانغاړي؛خو رحيم يوازې د خداى لپاره ځانګړى دى،چې يوازې مؤمنان پکې رانغاړي . )) ( تفسير مجمع البيان )
د “بسم الله” انځور
١ – “بسم الله” د الهي رنګ او د توحيدي لوري نښه ده.
٢ –”بسم الله” د توحيد نښه او پر ځاى یې بل نوم اخستل د کفر نښه ده او د هغه د نوم تر څنګ بل نوم اخستل د شرک نښه ده. ( نه يې د نوم تر څنګ او نه يې د نوم پر ځاى د بل چا نوم واخلئ) نه يوازې د خداى ذات؛بلکې نوم يې هم له هر ډول شريکباڼي پاک دى .
((سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى (الاعلی/۱) =د خپل لوړ پالونكي نوم وستايه.))
ان د حضرت محمد (صلی الله علیه و اله وسلم ) په نوم هم د کار پيل منع دى . (اثبات الهداة ۷/ ۴۸۲)
٣ – “بسم الله” د پایښت او پاینې رمز دى؛ځکه څه چې الهي رنګ و نه لري،له منځه تلونکى دى. (كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُ) (قصص/ ۸۸)
٤ – “بسم الله” له خداى سره د مينې او پرې د توکل نښه ده، هغه چې رحمن او رحيم دى،کار مو د هغه پر توکل پيلوو، چې د نوم يادول یې د رحمت نازلونکى دى .
٥ – “بسم الله” له لویۍ وتنه او خداى ته عاجزي ده.
٦ – “بسم الله” د بندګۍ او عبوديت لوړ ګام دى .
٧ – “بسم الله” د شيطان ځغلونکې او لرېکوونکى ده،له چا سره چې خداى و؛ نو شيطان پرې اغېز نه لري .
٨ – “بسم الله” د چارو د پياوړتيا او سپېڅلتيا لامل ده .
٩ – “بسم الله” د خداى يادول دي؛يعنې خدايه! ما نه يې هېر کړى .
١٠ –”بسم الله” مو د موخې او نيت بيانونکې ده؛يعنې خدايه! موخه مې ته يې؛نه خلک؛نه طاغوتان،ريا او ځاني غوښتنې .
١١ – امام رضا وايي : بسم الله؛يعنې د خداى د بندګۍ نښه پر ځان لګوم .( تفسیر نور الثقلین)
١٢ – د هر سورت په پيل کې د “بسم الله الرحمن الرحيم” راتلل په دې مانا دي،چې د دې سورت د منځپانګې ، سرچينه حق او رحمت دى .
١٣ – د کتاب په پیل کې د “بسم الله الرحمن الرحيم” د راتګ مانا داده،چې لارښوونه يوازې د هغه په مرسته پلي کېږي[کېداى شي ددې خبرې مانا دا وي،چې وايي : ټول قرآن د حمد په سورت کې او د حمد ټول سورت په “بسم الله” کې او ټوله “بسم الله” په “ب” کې راټوله شوې ده،چې د هستۍ پنځونه او ښیون -هدايت ټول د هغه په لاس کې دي؛لکه څنګه چې د آنحضرت(ص) رسالت هم د هغه په نامه پيل شو. (اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ) .
١٤ – په “بسم الله” د خداى خبرې له خلکو سره او د خلکو خبرې له خداى سره پيلېږي .
١٥ – د ذات په څېر یې رحمت هم تلپاتې او ابدي دى. (الله الرحمن الرحيم)
١٦ – په بېلابېلو بڼو د الهي رحمت بيانول د هغه پر رحمت ټينګار دى ( د رحمن او رحيم بڼه) (الرحمن الرحيم)
١٧ – د کتاب په پيل کې “رحمن” او “رحيم” راوړل کېداى شي، په دې مانا وي،چې قرآن د الهي رحمت جوله–جلوه ده؛ لکه څنګه چې خلقت او بعثت یې هم د رحمت جوله ده. (الرحمن الرحيم)
-
ټیګونه:
- www.andyal.com