دولس امامان د جهان دولـــــــس امام دي په حديث کې نام په نام دي د دولس ګونو امامانو نومونه : (لومړی) له روایتي پلوه: له جابر بن سمرة(رض) نه روايت دى،چې رسول اکرم(ص)ويلي:(( اسلام به د دولسو خلفاوو د واکمنۍ په بڼه کې د عزت او دبدبې خاوند وي،بيا يې يوه خبره وکړه،چې ما […]
د جهان دولـــــــس امام دي
په حديث کې نام په نام دي
د دولس ګونو امامانو نومونه :
(لومړی) له روایتي پلوه:
له جابر بن سمرة(رض) نه روايت دى،چې رسول اکرم(ص)ويلي:(( اسلام به د دولسو خلفاوو د واکمنۍ په بڼه کې د عزت او دبدبې خاوند وي،بيا يې يوه خبره وکړه،چې ما وانه ورېده،پلار مې وپوښت،چې څه يې وويل: ځواب يې راکړ،چې ويې ويل : دا ټول له قريشو دي [1])).
فخرالاسلام امام حمويني په فرايد السمطين کتاب کې په خپلواسنادو روايتوي:
(الف) : ابن عباس(رض) ويلي،چې رسول اکرم(ص) ويلي:((انا سيدالنبيين وعلي بن ابى طالب سيد الوصيين وان اوصياى بعدى اثنا عشراولهم على بن ابى طالب واخرهم المهدي؛ يعنې زه د پېغمبرانو ښاغلى اوعلى بن ابيطالب د وصيانو ښاغلى دى،تر ما وروسته وصيان مې دولس تنه دي،چې وړومبنى يې علي او وروستى يې مهدي دى)).
(ب): راوي وويل : وامې ورېدل،چې رسول اکرم(ص) وويل : ((انا وعلى والحسن والحسين وتسعه من ولد الحسين مطهرون معصومون؛يعنې زه،على ،حسن ،حسين او نهه تنه زامن یې سپېڅلي او سپین لمني یا معصوم يو )).
دکفايةالاثرليکوال په خپل سند له حضرت ابوهريره نه روايتوي،چې زه ،ابوبکر،عمر ،فضل بن عباس زيد بن حارث اوعبدالله بن مسعود (رضى الله عنهم ) له آنحضرت (ص) سره ناست وو،چې حسين (رض) راغى،آنحضرت(ص) هغه ونيو او موچي يې کړ او ورته يې وويل : ((ته امام د امام زوى او د امامانو پلار يې.))عبدالله بن مسعود (رض) وويل : دا امامان څوک دي؟آنحضرت (ص)يو،يو امام په القابو او اوصافو سره وښود او حضرت امام حسن عسکرى يې د ((ابوالحجة)) په نامه وستايه اوبيا يې وويل:((چې د امام حسن عسکرى له تومني به داهل بيتو ((قايم )) راښکاره شي،چې ځمکه به له عدل او انصافه ډکه کړي لکه،چې له ظلم او ځورېدنې تر خولې راغلې ده )).
امام حمويني،خوارزمي او قاضي ابولفرج بغدادي هم دا روايت له ابوهريره (رض) نه روايت کړي دي .
شيخ سليمان بن ابراهيم قندوزي[2] له سلمان فارسى (رض) نه روايت کړى ،چې: دخلت على النبى صلى الله عليه واله فاذا الحسين على فخذيه وهو يقبل عبنيه و يقبل فه ويقول : انت سيد ابن سيد وانت امام ابن امام وانت حجة ابن حجة وانت ابو حجج تسمعه ،تاسعهم قائيهم )) .
لطف الله صافي[3] ليکي : جابر بن عبدالله انصارى (رض) وايي: کله،چې [أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ[4]] آیت نازل شو،پېغمبراکرم(ص) ته مې وويل :موږ خو خداى او پېغمبر يې وپېژانده؛خو هغه اولى الامر،چې اطاعت يې راباندې لازم شوى کوم کسان دي؟ځواب يې راکړ:((هغوى مې ځايناستي او تر ما وروسته امامان دي،لومړنى يې علي او بيا په ترتيب سره حسن بن علي،حسين بن علي، على بن الحسين ،محمد بن على دي،چې په تورات کې په ((باقر)) مشهور دي او ته به هغه وخت او زمانه درک کړې اوهر وخت ،چې دې وليد؛نو زما سلام ورته ووايه. له هغه وروسته په ترتيب سره جعفر بن محمد،موسى بن جعفر،على بن موسى ،محمد بن علي ،علي بن محمد، حسن بن على او له هغه وروسته زوى يې،چې نامه او کنيه يې زما له نامه او کنيې سره یو رنګ ده،خداى تعالى به يې پر ټولې نړۍ واکمن کړي او هغه به پټېږي او غيبت به يې اوږد شي،تردې ،چې د مضبوط او ټينګ ايمان خاوندان به یې پرامامت ګروهن پاتې شي )).
شيخ سليمان قندوزى حنفي[5] ليکي:
(الف) : نوموړى په خپل سند،چې آن ترابن عباس (رض) پورې رسي را اخلي: د “نعثل” په نامه يو يهودې د پېغمبراکرم(ص) حضور ته راغى او د توحيد په باب يې څو پوښتنې وکړې ،آنحضرت (ص) ځوابونه ورکړل او “نعثل” مسلمان شو،بيا يې وپوښتل يا رسول الله (ص) هر پېغمبر وصى درلود او زموږ د پېغمبر”موسى بن عمران” وصي “يوشع بن نون” و؛نو ستاسى وصى څوک دى؟ ځواب يې ورکړ:(( زما وصى ،على بن ابيطالب دى او له هغه وروسته مې د لور دوه زامن حسن اوحسين اوله هغوى وروسته د حسين له تومني (صلب ) نهه تنه امامان دي)) نعثل وويل! نومونه يې واخله: آنحضرت وويل :
“اذ مض الحسين فابنه “على” فاذا مضى على فابنه “محمد” فاذا مضى محمد،فابنه “جعفر” فاذا مضى جعفر فابنه “موسى” فاذامضى موسى فابنه “على” فاذا مضى على فابنه “محمد” فاذا محمد ،فابنه “على” فاذا مضى على فابنه “الحسن” فاذا مضى الحسن فابنه “الحجة المهدى” فهوالا اثنا عشر. دا چې هر يوامام په کومه طريقه له نړۍ سترګې پټوي دا يې هم څرګند کړل. نعثل وويل : د خداى تعالى پر وحدانيت او ستا پر رسالت شاهدي ورکوم ،چې تر تاسې وروسته هغه دولس واړه وصيان دي او په رښتيا څه ،چې دې وويل د مخکينيو پېغمبرانو په کتابونو کې مې ليدلي او د حضرت موسى (ع) په وصيت پاڼه کې هم په بشپړه توګه کښل شوي دي .
بيا آنحضرت(ص) وويل :جنت دهغه چا لپاره دى ،چې له دوى سره دوستي ولري او ورپسې ولاړ شي او دوزخ دهغه چا لپاره دى،چې ورسره دښمني وکړي)).
بيا نعثل د آنحضرت(ص) په حضور کې د ستاينې څو شعرونه وويل.
(ب) : شيخ قندوزي حنفي د خوارزمي له مناقبو او هغه له واثله بن السقع ابن قرخاب اوهغه له جابر بن عبدالله انصارى (رض) او ابوالفضل شيباني له محمد بن عبدالله بن ابراهيم شافعي او دى په خپل سند له جابر بن عبدالله انصارى ځنې روايتوي ،چې :
د جندل بن جناده بن جبير په نامه يهودي د پېغمبراکرم(ص) حضور ته راغى او د توحيد په باب د ځينومسايلو له ځواب اورېدو وروسته مسلمان شو.بيا يې وويل:تېره شپه په “عالم رويا” کې د موسى بن عمران (ع) په خدمت کې وم ماته يې وويل : ((د خاتم الانبيا په لاس مسلمان شه او له هغه وروسته پر وصيانو پسې یې هم ولاړ شه)).
اوس د خداى شکر،چې مسلمان شوم،وصيان دې هم راوښييه،آنحضرت(ص) ووته وويل:(( لومړيې علي (د امامانو پلار،سيد او ښاغلى دى) او بيا يې دوه زامن حسن او حسين دي،ته به دا درې واړه وويني او د عمر په پاى کې به “زين العابدين” وزېږېږي او له نړۍ به يې وروستۍ توښه د شيدو شربت وي؛نو ورپسې ولاړ شه،چې هسې نه د ناپوهانو،ناپوهي دې مغرور نه کړي.))
جندل وويل: ما په تورات او د انبياوو په کتابونو کې دعلي،حسن او حسين نومونه د “اهليا” “شبر او شبير” په نامه ليدلي،هيله ده،چې له حسين وروسته نومونه راته واخلې. بيا آنحضرت ورته دهغو نهو تنو امامانو نومونه له القابو سره وويل.
ابوالمؤيد موفق بن احمد اخطب الخطبا خوارزمي په “مناقب” کې په خپل سند له ابو سليمان راعي نه نقلوي رسول الله وویل :((خداى تعالى راته د معراج په شپه وحى وکړه او راته يې وويل،چې يا محمده (ص)! د ځمکې خلکو ته مې نظر وکړ او له هغوى مې ته غوره کړې او له خپلو نامو مې يوه نامه پر تا کېښووه،ياد نه شم په هغه ځاى کې؛خو دا چې ته هم راسره ياد شې زه “محمود” يم او ته “محمد” له تا وروسته مې “علي” له خلکو غوره کړ او له خپلو نامو مې پرې يو نامه کېښووه زه “اعلى” يم او هغه “علي” دى .
يا محمده (ص) ! على ،فاطمه،حسن،حسين او د حسين د اولادې امامان مې له خپلې رڼا پيدا کړل او ستاسې ولايت مې ځمکې او اسمانونو ته وروړاندې کړ؛نو که هرچا ومنه له مؤمنانو به وي او که ويې نه منه ؛نو له کفارو به وي يا محمده (ص)!غواړي ،چې هغوى ووينې.عرض مې وکړ.هو؛نو ويې ويل:(( د عرش ښي لوري ته وګوره، چې ومې ليدل دولس واړه وصيان او نومونه يې يو يو راته بيان کړل،ويې ويل ،چې له هغوى نه محمد مهدي بن حسن ځلانده ستورى “کوکب درى” و؛نو بيا الهي خطاب راورسېد “يا محمد هولاً حججي على عبادي وهم اوصياؤک” يعنې دوى زما بندګانو ته حجتونه او ستا وصيان دي)).
شيخ سليمان قندوزي حنفي د ينابيع المودة (٧٧)باب همدې حديث(تر ما وروسته خلفا او امامان دولس دي،چې ټول قريش دي) ته ځانګړى کړى او په دې باب يې له شيخينو ،ترمذي،ابى داود، شعبي،سيد على همداني او نورو روايتونه راټول کړي،چې له دې جملې:
يحى بن حسن (رح) په عمده کتاب کې له شلو لارو را اخستى دى،چې له نبي اکرم(ص) وروسته دولس تنه امامان دي،چې ټول قريش دي،دغسې امام بخارى له درې لارو،مسلم له نهو لارو،ابى داود له درې لارو ترمذى له يوې لارې او حميدي له درې لارو راخستى او په ځينو رواياتو کې داسې راغلي ،چې ((کلهم من بنى هاشم؛چې ټول له بنى هاشمو څخه دي)).
شيخ قندوزي د خپل کتاب په ٤٤٦ مخ کې ليکي : د اهل سنتوځينې څېړونکي او پوهان وايي ،چې له پېغمبر اکرم (ص) وروسته د دولسو تنو د امامت ثبوت په ډېرو لارو او طريقو مشهور دی او سړى پوهېږي،چې د رسول اکرم(ص) مطلب د اهل بيتو اوعترت دولس امامان دي او دا ناشونې ده ،چې دا حديث د اصحابو پر څلور ګونو خلفاوو رضى الله عنهم ( له سترو خدمتونو سره سره،چې کړي يې دي) تطبيق شي؛ځکه دلته دولس ښوول شوي اوهغوى څلور وو.
همداراز پر امويانو هم نه تطبيقېږي؛ځکه هغوى له دولسو زيات وو(يعنې ١٣-١٥ تنه وو) ،چې بې له عمربن عبد العزيز پر نورو ټولو نيوکې شته. پرعباسيانو هم نه تطبيقېږي؛ځکه هغوى له دولسو زيات وو؛يعنې (٣٥) تنه وو او کله يې هم د [قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى[6] = زه له تاسې د خپل رسالت اجر نه غواړم؛خو يوازې له خپلوانو سره مې مينه ولرئ] او د کساً حديث یې د عترت په باب مراعات نه کړ.
نو څرګنده شوه،چې دا روايتونه يوازې د پېغمبر د اهل بيتو پر امامانو تطبيقېږي او بس؛ځکه دوى د خپلى زمانې پوهان،ستر او پرهېزګاران وو، د نسب اوحسب له پلوه تر ټولو غوره او افضل وو او د خداى پر وړاند پتیالي او پتمن وو. علم یې ،لدني، ارثي او موهبتي و،چې د پلرونو له لارې له رسول اکرم(ص) سره نښلیدلي وو او په دې توګه دعلم ، څېړنې او توفيق خاوندانو دوى دغه ډول موندلي او ښوولي دي .
* دافغانستان سترعالم آيت الله العظمې شيخ محمد آصف محسنى کندهارى[7] په دې باب ليکي:
ميرحامد حسين د عبقات الانوار مؤلف له شهردار بن شيرويه ديلمي له فردوس کبير مسنده له ابي سعيد خدرى (رض) نقلوي،چې آنحضرت (ص) ويلي دي :
((يا معاشراصحابي ان مثل اهل بيتى فيکم مثل سفينة نوح و باب حطه فى بنى اسرائيل فتمسکوا باهل بيتى بعدى: الائمة الراشدين من ذريتى فانکم لن تضلوابدا فقيل يا رسول الله کم الائمة بعدک قال اثناعشر من اهل بيتى اوقال من عترتي؛يعنې اې زما اصحابو! په رښتيا،چې زما اهل بيت درته د نوح د بېړۍ په شان(چې تاسې ژغوري )او د بني اسرائيلو د “باب حطه” په څېر دي ( چې د ګناهونو د بښلو لامل مو ګرځي) زما په اهل بيتومنګولې ښخې کړئ،چې د لارښوونې امامان زما له ځوځاته دي،چې کله به هم بې لارې نه شئ،ورته وويل شو،چې تر تا وروسته به څوامامان وي؟ ورته يې وويل : زما له کورنۍ اوعترت به دولس امامان وي.))
ددولس ګونو امامانو په باب په بېلا بېلو متونو او اسنادو ډېر احاديث روايت شوي او ويل کېږي،چې امام احمد حنبل په خپل مسند کې يوازې د جابر بن سمرة (رض) روايت له ٣٤ لارو راخستى او د قندوزي حنفي (ينابيع المودة) په وينا يحيى بن حسن فقيه په “عمده” کتاب کې ،له دولس لارو او په بله وينا له شلو لارو نقل کړي دي او ځينې پوهان وايي ،چې د دولس ګونو امامانو حديث، شپېتو ته رسي.
په صراط الحق [8] کې راځي ، دا حديث چې له سني او شيعه دواړو لوريو روايت شوى؛نو درې سوو ته رسي؛نو ځکه د پېغمبر(ص) د دولس ګونو امامانو حديث ، قطعي او متواتر دى او پردې سربېره داهل سنتو ځينې مشهور محدثين وايي،چې اهل سنت د دې حديث په سموالي يوه خوله (اجماع) دي .
ابن حجرشافعي (رح) په الصواعق المحرقه کې وايي:
(( قال الائمه صدر هذا الحديث مجمع على صحنه، وارد من طرف عديدة اخرجه الشيخان وغير هما؛يعنې زموږ امامانو ويلي،ددې حديث په سموالي يوه خوله يو او له زياتو لارو نقل شوي دي،بخاري،مسلم او نورو رااخستى دى.))
شيخ محمد آصف محسني کندهاري [9] زياتوي .
(( دا “متواتر” حديث دى او ټول مسلمانان؛اهل تشيع او اهلسنت ورباندې يوه خوله دي.))
لاندې سترو اصحابو(رضى الله عنهم) د دولس ګونوامامانو حديث ،روايت کړى دى :
حضرت جابربن سمرة ( رض) حضرت عبدالله بن مسعود (رض) .حضرت عبدالله بن عمر (رض) .حضرت ام المؤمنين بى بى عايشه رضى الله عنها.حضرت عباس (رض) . حضرت عبدالله بن عباس (رض) .حضرت ابواسلمې راعى الابل (رض).حضرت انس (رض).حضرت عمربن خطاب (رض) .حضرت ابوسعيد خدرى (رض) .حضرت سلمان فارسى (رض).حضرت عبدالله بن عمروعاص (رض).حضرت على بن ابيطالب (رض).حضرت ابوجحيفة وهب بن عبدالله (رض) .حضرت عمران بن حصين(رض).حضرت عبدالله بن ادني (رض).حضرت فاطمة الزهرا (رضى الله عنها) .حضرت امام حسن (رض).حضرت امام حسين ( رض).حضرت ام سلمه رضى الله عنها .حضرت ابوذر غفارى (رض) .حضرت مقداد (رض).حضرت جابربن عبدالله (رض) .حضرت سعيد بن مالک ( رض).حضرت عبدالرحمن بن سمرة(رض).حضرت حذيفه بن اسيد (رض).حضرت ابوهريره (رض).حضرت ابو قتادة (رض) .حضرت عثمان بن عفان (رض).حضرت زيد بن ثابت (رض).حضرت زيد بن ثابت (رض).حضرت زيد بن ارقم (رض).حضرت واثله(رض).حضرت ابوامامه (رض) .حضرت ابوايوب انصارى (رض).حضرت اسامه بن زيد (رض).
دا چې دولس تنه امامان به څوک وي؛نو ددې په په تفسير کې احتمالات ورکړل شوي دي ،زه ټول نه را اخلم ، يوازې له کنزالعمال ( ٦/٦٧) نه د “نعيم بن حماد” روايت (چې له عبدالله بن عمر (رض) يې روايت کړى،چى رسول اکرم(ص) ويلي دي) رااخلم ( تکون على هذه الامه اثناعشر خليفة: ابوبکر الصديق اصبتم اسمه،عمر الفاروق قرن من حديد اصبتم اسمه،عثمان بن عفان ذوالنورين قتل مظلوما،اوتى کفلين من الرحمة ملک الارض المقدسه،معاويه وابنه ثم يکون السفاح ومنصور وجابر والامين وسلام وامير العصيب الا يرى مثله ولابدرى مثله ))
په روايت کې “يولس تنه” ښوول شوي دي،حال دا چې هلته په متواتر حديث کې “ولس” راغلي.
دا حديث،مرسل دى او پر مرسل حديث اعتبار نه کېږي. ” ازدي” مشهور عالم وايي : فانه يضع الحديث فى تقويه السنة؛ يعنې نعيم بن حماد به له ځانه حديث جوړول؛نو ډاډمن نه دی.
د روايت متن هم دروغجن دى او داعقل نه مني،چې يزيد دې د آنحضرت (ص) خليفه وي، على او حسن يې هېر کړي او د جابر، سلام او اميرالعصيب نومونه يې راوړي،چې دا خو په تاريخ کې نه شته، له سفاح،منصور او امين نه خوعمربن العزيز(رض) غوره او بهتر دى،له هغه تېر شوى، په رښتيا ،چې دروغجن حافظه نه لري. موږ “خلفاى راشدينو” ته درناوى لرو ،هغوى ستر خدمتونه کړي،چې دا څلور تنه وو: ابوبکر،عمر،عثمان ،علي (رضى الله عنهم ) خو په حديث کې دولس تنه راښوول شوي دي.
اماميه شيعه وايي: د دولس ګونو امامانو حديث بې د اهل بيتوله امامانو پر بل چا نه تطبيقېږي ؛نو ځکه موږ، هغوى د خپل ځان او خداى ترمنځ په محبت نيولي او هغه د رسول اکرم(ص) له معجزو ګڼو،چې تر ځان وروسته يې د خلفاوو له شمېر او شتون ځنې خبر کړي يو. [د محسنى د خبرو پاى .]
(دویم) له عقلي پلوه د نبوي کورنۍ مشرتوب :
په ټولنپوهنه کې د مسايلود “ډلبندۍ “او پرتلې يو دود شته،چې د”ټیپولوژي” په نامه يادېږي،موږ له دې دوده په ګټنې د پورته عنوان د ښه پوهېدو لپاره کار اخلو .
د”دوولس تنو امامانو” او دهغه وخت د “واکمنو” افکار،ويناوې،کړه وړه،ژوند ليک،کورنۍ ،اخلاق او د ژوند نور اړخونه تر غور او څېړنې لاندې نيسو او يو له بل سره يې پرتله کوو ،چې له دې لارې هم يوې پايلې ته رسو.
له تاريخي پلوه د مسلمينو مهمې واکمنۍ
د رسول اکرم(ص) تر وفات وروسته د مسلمانانو واکمني،چې له تاريخي اړخ اهميت لري په لاندې ډول دي.
- له يولسم هجري کال نه تر څلوېښتم هجري د خلفاى راشدينو وياړلی پېر (ابوبکر،عمر،عثمان علي رضى الله عنهم)
- اموي او مرواني چارواکي؛له حضرت معاويه بن ابوسفیانه پيل او پر مروان حمار پاى ته رسي، دوى (١٥) تنه وو،چې (٩٧) کاله چارواکي وو.
- د اندالس(اوسنۍ اسپانيا) اموي چارواکي،چې (١٧) تنه وو او ٢٩ کاله واکمن وو،له عبدالرحمن بن معاويه پيل او پرهشام بن عبدالملک يې پاى و.
- د عراق او خراسان عباسى خلفاً ؛له سفاح نه تر معتصم عباسى ٣٧ تنو تر٥١٩ کالو پورې واکمني درلوده.
- د مصر عباس خلفاُ؛دوى (١٥) تنه وو،له مستنصر بالله پيل او پرمتوکل على الله يې پاى وه او ٢٢٨ کاله يې واکمني درلوده.
- د مصرفاطمي خلفاً (عبيد يين)؛دوى ١٤ تنه وو،چې ٢٧١ کاله يې چارواکي وه له عبيدالله مهدي پيل او پرعاضد الدين الله پاى ته ورسېده .
- د پخواني روم يا عثماني ترکيې خلفاً،دوى لس تن وو (شرح شقايق النعمانيه فى علماً الدولة العثمانيه،٦ مخ ، ٣٣٢ چاپ)او د يوشمېر نورو يې پر ١٩٢٤ز ( ۱۳۲۲ل)مصطفی کمال د واکمنۍ ټغر راټول کړ.
- د يمن زيديه خلفا او امامان: دوى حضرت علي او حسنين(رضى اله عنهم) په امامت مني، تر دوى وروسته هرچا،چې د چارواکو پرضد وسلوال پاڅون کړى وي ، امامت یې مني او حق خليفه يې بولي. دوى له فقهي پلوه د امام ابوحنيفه رحمة الله عليه لارويان دي،عقيده او دود يې له “اماميه شيعه وو” هم توپير لري.
موږ ،چې تاريخ د نصوصو پر بنسټ لولو؛نو اوس دلته ځير شئ د پېغمبراکرم(ص) لاندې حديث پر کومو چارواکو تطبيقېږي؟
((يکن بعدى اثنا عشرخليفة، کلهم من قريش.[10]))
((اثناعشر عدة نقبا بنى اسرائيل[11]))
د بني اسرائيلو د نقيبانو په باب قرآن مجيد وايي: ((وَبَعَثْنَا مِنهُمُ اثْنَيْ عَشَرَ نَقِيبًا[12]=اوله هغوى نه مې دولس مشران غوره کړل.))
د دولس ګونوامامانو پر سوانحو،تاريخ او ژوندليک د پوهېدو لپاره لاندې سرچينې ووينئ:
١ـ د علي کرم الله وجهه او دوه زامنو حسن او حسين عليهما السلام د ژوند ليک د پوهېدو لپاره د٤٠/٥٠/٦٠ هجري کلونو پېښې په لاندې کتابونو کې ولولئ:
١) طبري تاريخ . ٢) ابن اثير تاريخ .٣) ذهبي تاريخ الاسلام . ٤) ابن کثير تاريخ .٥) بغداد تاريخ . ٦) دمشق تاريخ . ٧) استيعاب . ٨) اسد الغابة .٩) الاصابة . ١٠) د ابن سعد طبقات نوى چاپ.
بايد ووايو،چې د اروپا او بيروپ په چاپونو کې د سبطينو(حسنينو) ژوندليک نه دى راغلى؛خو پر راوروستو چاپونو کې راغلی دی.
٢ـ د امام سجاد (زين العابدين،على بن حسين) دسوانحو لپاره د ٩٤ کال پېښې په لاندې کتابونو کې ولولئ:
١) دابن اثير تاريخ . ٢) د ابن کثير تاريخ .٣) ذهبي تاريخ الاسلام. ٤) د ابن سعد طبقات . ٥) حلية الاولياً . ٦) وفيات الاعيان. ٧) يعقوبي تاريخ ٢ /٣٠٣ مخ .٨) مسعودي تاريخ،٣/١٦٠ مخ .
٣— د امام باقرعليه السلام په باب .
١) د ذهبي تذکرة الحفاظ . ٢) وفيات الاعيان .٣) صفوة الصفوة . ٤) حلية الاولياً .٥) د يعقوبي تاريخ،٣/٣٢٠.
٦) د ذهبي تاريخ الاسلام .٧) دابن کثير تاريخ ( د ١١٥ ، ١١٧،او ١١٨ کلونو پېښو په ترڅ کې يې يادونه شوې)
٤— د امام جعفر صادق عليه السلام په باب:
١) حلية الاولياء. ٢) وفيات الاعيان.٣) يعقوبي تاريخ ، ٣/ ٣٤٦
٥) دامام موسى کاظم (رضى الله عنه) په باب:
١) مقاتل الطالبين . ٢) د بغداد تاريخ .٣) وفيات الاعيان . ٣) صفوة الصفوه . ٤) د ابن کثير تاريخ ٢/١٨
٥) يعقوبي تاريخ ٢/٤١٤ .
٦) د امام رضا (رضى الله عنه) په باب:
١) طبري تاريخ . ٢) دابن اثير تاريخ .٣) ذهبي تاريخ الاسلام . ٤) د ابن کثيرتاريخ د ( ٢٠٣) کال د پېښو په ترڅ کې .٥) وفيات الاعيان. ٦) يعقوبي تاريخ ٢/٤٥٣ . ٦) مسعودي تاريخ ٣/ ٤٤١خ .
٧) د امام جواد (رضى الله عنه ) په باب :
٢) وفيات الاعيان. ٣) شذرات الذهب . ٤) مسعودي تاريخ ، ٣/ ٤٦٤.
٨) دامام هادي (رضى الله عنه ) په باب:
١)بغداد تاريخ ١٢/،٥٦ .٢) وفيات الاعيان.٣) مسعودي تاريخ ، ٤ټ٥٤مخ . ٤) يعقوبي تاريخ ، ٢/ ، ٤٨٤مخ .
٩) د امام حسن عسکري (رضى الله عنه) په باب :
١) وفيات الاعيان . ۲) د سبط ابن جوزي حنفي تذکرة الخواص الامة . ٣) د شيخ کمال الدين محمد بن طلحه شافعي ( ٦٥٤ق مړ) مصالب السؤل فى مناقب آل الرسول . ٤) يعقوبي تاريخ ، ٢/ ٥٠٦مخ .
١٠ـ د امام مهدي (عليه السلام) په باب:
١) سبط ابن جوزي حنفي ، تذکرة الخواص . ٢) مطالب السؤل . ٣) وفيات الاعيان .
[1] صحيح مسلم( ٦/٢) د مصر چاپ.
[2] ( ينايع المودة،٣٠٨مخ اوم چاپ)
[3] (منتخب الاثر ١٠١ مخ )
[4] (نسا/۵۵)
[5] (ينابيع المودة ٧٦ باب )
[6] ( شوری/۲۳)
[7] (مسايل کابل ٥٥ – ٥٩ مخونه )
[8] صراط الحق (٣ټوک ٢٨٨ مخ )
[9] (مسايل کابل – ٥٧ مخ )
[10] د امام احمد حنبل مسند ٥/٩٢
[11] مسند ٤/٥٠١
[12] (مائده/١٢آيت)
سرچینه :
د کتاب نوم : خوشال بابا او نبوي کورنۍ
څېړنه : اجرالدین اقبال