تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حد حضرت علي کرم الله وجهه وېناوې موضوع : رښتیا   رښتیا رښتیا، (غوره) وزله ده. رښتیا، امانت دی رښتیا، ژغورندوی ده. رښتیا، ارزښت دی رښتیا، ژغورنه ده. رښتیا، سرلوړي ده. رښتیا، د امانت ژبه ده. رښتیا، د عدالت رور دی. رښتیا، د حقیقت ژبه ده. رښتیا، غوره وینا ده. مهرباني […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

حد حضرت علي کرم الله وجهه وېناوې

موضوع : رښتیا

 

رښتیا

رښتیا، (غوره) وزله ده.

رښتیا، امانت دی

رښتیا، ژغورندوی ده.

رښتیا، ارزښت دی

رښتیا، ژغورنه ده.

رښتیا، سرلوړي ده.

رښتیا، د امانت ژبه ده.

رښتیا، د عدالت رور دی.

رښتیا، د حقیقت ژبه ده.

رښتیا، غوره وینا ده.

مهرباني د رښتیاوو کونجي ده.

رښتیا، پرهېزګاري ده.

رښتیا ویل، د خبرې روح دی.

رښتیا، د دیانت جامې دي.

رښتیا، (پر الله تعالی) د ډاډ جامې دي.

رښتیا، د دین آر دی.

رښتیا، ژغورنه او غوراوی دی.

رښتیا، بریمن دلیل دی.

ژغورنه، په رښتیاوو کې ده.

رښتیا، (د باطلو) څېروونکی یو حقیقت دی.

رښتیا، درنه خبره ده.

رښتیا، د حق جامې دي.

رښتیا، خورا ښه وینا او روایت دی

رښتیا، غوره خبر ورکوونکی دی.

رښتیا، پوره ستریا ده.

رښتیا، د هر څه سموونکې ده.

رښتیا به دې وژغوري، که څه ترې ډارن وسې.

رښتیا، د ډاډمنو شریف کردار دی.

رښتیا، غوره توښه ده.

رښتیا ویل، غوره وینا ده. رښتیا ویل، غوره وینا ده.

رښتیا ویل، د ژبې امانت او د ایمان سینګار دی.

رښتیا، له الهي قوانینو سره د وینا اړخ لګول دي.

رښتیا، د ایمان غښتلې ستن ده.

امانتوالي، انسان رښتیاوو ته ورکاږي.

چغلي، ناوړه رښتیا ویل دي

رښتیا، د اسلام متن او د ایمان پناهځی دی.

ځان ستاینه، خورا بد رښتیا ویل دي.

ښتیا وینا هغه ده، چې له حق سره اړخ ولګوي.

پر ژمنې وفا، غوره رښتیانیتوب دی

رښتیا او امانت خو ډېر لږ (دودیز) څيزونه دي.

رښتیانۍ خبره هغه ده، چې د حال ژبه یې څرګندوی وي.

د الله تعالی د احکامو عملي کول، خورا ګټور او د رښتیاوو ژبه، سینګاروونکې او ژغورندوی ده.

دنیا چمتو وزلې دي، چې نېکچاري او بدچاري ترې برخمن دي او اخرت د حق او رښتیا کور دی، چې ځواکمن پاچا پرې واکمن دی

تر رښتیا ویلو خو له عذر غوښتنې مړه خواتوب غوره دی.

رښتیا ویل، د ایمان جرړه او د انسان ګاڼه ده.

رښتیا ویل، د انسان ښکلا او د ایمان ستن ده.

څلور څيزونه دي، چې چاته ورکړل شول، د دنیا او آخرت خیر به ولري: رښتیا خبرې کول، د امانت ورسپارل، پاکلمنتوب او ښه اخلاق درلودل.

بلاغت دا دی، چې ځواب ورکړې، سستې و نه کړې، رښتیا ووایي او تېر نه وځې.

رښتیا وایه، چې هوسا شې.

له رښتیا او امانت سره مل وسه، چې د نېکانو خویونه دي.

پوه شه، په رښتیا د دینوالۍ پیل، په لاروۍ او پای یې په اخلاص دی.

دروغجن سره مه ملګری کېږه؛ خو ناچار وې؛ نو خبرې یې رښتیا مه ګڼه او مه یې خبروه، چې خبرې یې نه باوروې؛ ځکه دوستي دې پرېږدي؛ خپل خوی نه.

هوس، نفس او غوسه دې کابو کړه، په رښتیا، څه چې د نفس ښه و بد ایسي، په اړه یې د انصاف غوښتل، د نفس غوسه ده.

په هر ځای کې رښتیا ویل غنیمت وګڼه، چې برخمن شې او ځان له دروغو او بدیو بچ کړه، چې خوندي وسې.

خپله ژبه کابو کړه، مخکې تردې چې بند دې اوږد او هلاک دې کړي؛ ځکه هغه ژبه چې له رښتیاوو لرې او ژرځوابې وي، د اوږده بند وړ ده.

دا رټلې دنیا پرېږدئ، په رښتیا دنیا هغوی پرېښی، چې تر تاسې مخکې یې مینوال ول.

له بې پتۍ ډډه وکړه، چې خورا بدرنګ خیانت دی؛ په رښتیا، بې وفا په خپلې بې پتي، د الله تعالی پر وړاندې ذلیل دی.

چېرې ځئ او له کومه راځی او څنګه دروغ درته ویل کېږي او څه ته په بېلارېتوب کې لالهانده یاست، حال دا، په تاسې کې خو د پېغمبر آل، عترت او ځوځات شته او دوی د رښتیاوو او سمښت ذمه وار او د حق څرګندې ژبې دي.

چېرې مو چې عقلونه بې لارې او زړونه مو کاږه شي، ایا رښتیا په دروغو او حق پر باطلو اړوئ؟

رښتیا، عزتمن او ارزښتمن څيز دی

رښتیا ویل؛ غوره وینا ده.

-غوره خلک پر حق قضاوت کوونکي او الله تعالی ته ګران یې رښتیا ویوونکي دي.

-غوره کړنې هغه دي، چې له حق سره همغږې وي او غوره خبره هغه ده، چې له رښتیاوو سره اړخ ولګوي.

پر ژمنه وفا، ښه رښتیانتوب دی

رښتیا؛ هغه ته رښتونی کور دی، چې په رښتیا یې پېژندلې وي او هغه ته د امن او خوندیتوب کور دی، چې حقیقت یې ومومي او هغه ته د مړه خواتوب کور دی، چې توښه ترې راټوله کړي او هغه ته د پند و نصیحت کور دی، چې عبرت او پند ترې زده کړي، چې دنیا خپل بېلتون اعلان کړی او د ځان او د خلکو د مړینې خبر یې ورکړی او ځان یې په کړاوونو ورته ښودلی او دنیا په خپلې ښادۍ دوی (پوچو او دروغجنو) خوشحالیو ته ورهڅولي او د هڅونې، ډارونې، لرې کونې او ترهولو لپاره ماښام، په روغتیا او ګهیځ په غم و خپګان راغلې؛ نو ځينو خلکو یې په ګهیځ کې پښېماني وغندله او بلې ډلې ستایلې ده او دنیا نصیحت ورته کړی او دوی هم غوږ ورته نیولی و او د وړاندېنیو په باب یې ویینه ورته کړې، تصدیق یې کړل او نصحیت یې ورته وکړ او دوی هم تغییر وموند او عبرتونه یې واخستل.

چې خبرې دې کولې؛ نو رښتیا وایه

چې امانت ساتنه پیاوړې شي؛ نو رښتیا ډېرېږي.

چې د الله تعالی کوم بنده ښه ایسي، رښتیا ورالهاموي او د خپل اطاعت توفیق ورکوي

په رښتیا کې، ژغورنه ده.

په رښتیا، پتمني او مړانه کمال مومي.

خبرې په رښتیاوو سینګارېږي.

مړانه او پتمني، په رښتیا او وفا پوره کېږي.

رښتیا خپلول او له دروغو ډډه کول، ښکلی خوی او غوره چلن او ادب دی.

د رښتیاوو او امانت رور وسه او څوک چې درته دروغ وایي، ته دروغ ورته مه وایه او څوک چې خیانت درسره کوي، ته خیانت ورسره مه کوه.

منلو، غوره چارو او اخلاقي ارزښتونو ته ورمخ کړئ او رښتیا ویناوو او احسان ته ورمات او څوبمن شئ.

د عقلمنۍ پایله؛ رښتیا وینا ده.

درې څیزونه د مؤمن ښکلا ده: له الله تعالی ډارېدل، رښتیا خبره او د امانت ورکړه

غوره خبره، رښتیا ویل دي.

غوره دوست؛ رښتیا وینا او نېکي کړنې دي.

رښتیا، د ایمان پانګه ده.

ښه خوی او په رښتیاوو سېنګارېدل، د ایمان اصل دی.

د رښتیاوو ملتیا، د اسلام بنسټ دی

ډېر ځل ګومان، رښتیا مومي

د هغه چا منندوینه چې تر تا لوړ مقامی وي، په رښتیا دوستي ده.

دوه څيزه د دین بنسټ دی: رښتیا او ډاډ.

د خلکو سپارښتګر؛ پر حق عمل او له رښتیاوو سره ملګرتوب دی.

رښتیا وایه، د رښتین قدر زیاتېږي.

رښتیا او امانت د ایمان پر بنسټ ولاړ دي.

د رښتیاوو پای، ژغورنه او روغتیا ده

باید (د هر قوم) بیرغچي (=مشر) خپلو خلکو ته رښتیا ووایي، له خپل عقل او پوهې خبر وي او د اخرت له بچیانو وي، چې ترې راغلی او ورګرځي.

کله خوبونه رښتیا وي.

ډېرې لږې هیلې، رښتیا وایي.

هر څيز ګاڼه لري او رښتیا د وینا ګاڼه ده.

رښتیا خو په زړه پورې وي.

د مؤمن درې نښې دي: رښتیا ویل، (پر اخرت، ثواب او عذاب) ډاډ او (په دنیا کې) د هیلو لنډول.

پر حق او رښتیا ډډه کوه، چې حق پتمن ملګری دی.

-(په ټولو چارو کې) رښتین وسه، چې رښتیا غوره ملګری او مرستندوی دی.

د هغه خبره هډو مه باوره، چې خپل دروغ ستا له رښتیاوو سره یو رنګ بولي.

ځان (د رښتیا یا دروغو) په قسم مه روږدوه، چې سوګند ورکوونکی، له ګناه څنډې ته نه دی.

تر رښتیا ویلو، څرګنده خبره نشته.

تر رښتیا غوره، خبره نشته.

تر رښتیا، ژغورندویه لار نشته.

په رښتیاوو استدلال کوونکی، ماتې نه کوي.

د بنده ایمان هله رښتیا وي، پر څه چې له الله تعالی سره وي، تر هغه چې له ده سره وي، ډېر پرې ډاډمن وي.

لیدل خو یوازې، په سترګو نه وي، په رښتیا ډېری سترګې خپلو خاوندانو ته دروغ وایي

که څیزونه امتیاز ومومي؛ نو رښتیا له مړانې او ډار له دروغو سره اوږه په اوږه کېږي

پوهه، د رښتیاوو ژبه ده.

څوک چې په رښتیا د هوس بدرنګي درته ووایي؛ نو سمه لار یې درښودلې ده.

څوک چې رښتیا وايي، خپل دین یې سم پسوللی دی.

څوک چې رښتیا ووایي، کامیابېږي

څوک چې په رښتیا ویلو وپېژندل شي، دروغ یې هم منل کېږي.

-څوک چې په دروغ ویلو مشهور شي، رښتیا ویل یې هم نه منل کېږي.

څوک چې رښتیا وايي، ستریا له لاسه نه ورکوي

د چاچې پېسمني او ځانمني ډېره وي، رښتیا یې لږ وي.

څوک چې ټوکې پرې لاسبر وي، رښتیا یې له منځه ځي.

څوک چې رښتیا وینا کوي، حجت او دلیل یې پیاوړی دی.

څوک چې رښتیا وایي؛ نو دلیل یې سم دی.

څوک چې رښتیا ووایي، ژغورل کېږي.

د اسلام کچه، ژبه په رښتیاوو چلول دي

پتمني، رښتیاوو ته ښه ملګرې ده

رښتین په رښتیا خبرو درې څیزونه ترلاسه کړل: ښه ډاډ، ټولمنیلیتوب او د خلکو پر وړاندې عظمت.

سرچینه : غرر الحکم

لیکوال : قاضي شیخ ابي الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدي

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست