د حنين جګړه د پېغمبر اکرم كړنلار دا وه،چې سيمه به يې فتح كړه؛څومره به چې په خپله هلته و؛نو د سيمې سياسي او ديني چارې به يې په خپله سمبالولې او په راستنېدو كې به يې لايق او وړ انسان ته چارې سپارلې،چې د اسلام د دين قوانين پلي كړي او خلكو ته ښې […]
د پېغمبر اکرم كړنلار دا وه،چې سيمه به يې فتح كړه؛څومره به چې په خپله هلته و؛نو د سيمې سياسي او ديني چارې به يې په خپله سمبالولې او په راستنېدو كې به يې لايق او وړ انسان ته چارې سپارلې،چې د اسلام د دين قوانين پلي كړي او خلكو ته ښې لارښوونې وكړي.
پېغمبر اکرم،چې هوډ وکړ، له مکې د “هوازن” او د “ثقيف” ټبرونو ته ورشي؛نو حضرت”معاذ بن جبل” ته يې د خلكو د ديني چارو د سمبالنې دنده وركړه او د ښار چارې او د جومات امامت يې حضرت”عتاب بن اسيد” ته وسپاره او په خپله په مكه كې تر پينځه لسو ورځو پاتې كېدو وروسته، د “هوازن” د ټبر سيمې ته روان شو.(363)
د اسلام بېسارى لښكر
حضرت پېغمبر اکرم په هغو ورځو كې دولس زره وسلوال سرتېري درلودل،چې لس زره يې له مدينې څخه د مکې فتح ته راغلي وو او دوه زره تنه د قرېشو ځوانان وو،چې د مكې تر سوبې وروسته له هغو اسلامي ځواكونو سره يوځاى شوي وو، چې مشري يې “ابوسفيان” كوله.
داسې لښكر په هغو ورځو كې سارى نه درلود او د لښكر همدا ډېروالى د لومړنۍ ماتې لامل يې شو؛ځكه د وګړيو پر ډېروالي غره شول او پوځي تګلارو ته يې شا كړه،د يوه صحابي سترګې،چې پر لښکر ولګېدې؛نو ويې ويل:((موږ به د سرتېرو د ډېروالي له امله ماتې و نه خورو؛ځكه ځواكونه مو تر دښمنه ډېر دي.)) (364)
خو دې ټکي ته يې پام نه و،چې يوازې د شمېر زياتوالى د بري لامل نه دى،چې قرآن شريف هم دې خبرې ته اشاره كړې ده:
لَقَدْ نَصَرَكُمُ اللّهُ فِي مَوَاطِنَ كَثِيرَةٍ وَيَوْمَ حُنَيْنٍ إِذْ أَعْجَبَتْكُمْ كَثْرَتُكُمْ فَلَمْ تُغْنِ عَنكُمْ شَيْئًا وَضَاقَتْ عَلَيْكُمُ الأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ ثُمَّ وَلَّيْتُم مُّدْبِرِينَ= په رښتياخداى په ډېرو ځايو كې له تاسې سره مرسته كړې ده (او پر دښمن بريالي شوى) او د حنين د غزا پر ورځ ( يې هم درسره مرسته وكړه) چې تاسې د خپل شمېر پر زياتوالي غره وئ ؛ خو څه ګټه يې درته و نه رسوله او پراخه ځمكه درباندې تنګه شوه؛ بيا مو (دښمن ته ) شا کړه او وتښتېدئ . (365)
د اطلاعاتو راټولول
د مکې تر فتحې وروسته د شاوخوا قبائلو؛لكه “هوازن” او “ثقيف” كې پټ او مرموز خوځښتونه ليدل كېدل او ترمنځ يې اړيکې هم نيول كېدې، چې رابط يې “مالك بن عوف نصري” و او ددې اړيکو او ناستو پاستو پايله دا شوه:مخکې له دې،چې د اسلام پر لور ورشي، په خپله اسلام ته ښه راغلاست ووايي او مخکې له دې،چې مسلمانان پرې بريد وكړي، په ځانګړي پوځي تګلار د اسلام ملا ماته كړي؛نو دېرش كلن بې پروا ځوان يې بولندوى كړ، په دې جګړه كې ټول ټبرونه يو لاس شول او بولندوى حکم وكړ،چې: (( په جګړه كې ټول برخوال دې خپلوان او ښځې هم له ځان سره راولي.))
ددې كار په باب وپوښتل شو؛نو ځواب يې ورکړ: (( پر دې مهال به سرتېري د خپلوانو او ښځو د ساتنې لپاره په مېړانه وجنګېږي او د تېښتې فكر به يې مغزو ته نه راځي.)) (366)
“دريد بن صمه” چې زوړ پوځي كار پوه و؛نو چې د ماشومانو او ښځو ژړاوې يې واورېدې؛نو پر “مالك” يې نيوكه وكړه او دا كار يې د پوځي کړنو پر خلاف وباله او ورته يې وويل:(( كه ماتې مو وخوړه؛نو ښځې، ماشومان او مالونه به مو مسلمانانو ته ورتسليم كړي وي))؛خو “مالك” يې خبره و نه منله او و يې ويل: (( زوړ شوى يې او پوځي شعور او عقل دې له لاسه وركړى دى.))
راتلونكې وښووه،چې د زړه سړي خبره سمه وه او د ماشومانو او ښځو جګړې ته راوستل بې له ښکېلېدو بله ګټه نه درلوده.
پېغمبر اکرم حضرت”عبدالله اسلمي” د دښمن پر تجهيزاتو ځان پوهولو ته ولېږه. هغه د دښمن لښكر ته ورغى او ځان يې پر خبره پوه كړ او پوره معلومات يې راوړل.
“مالك” هم درې تنه جاسوسان د مسلمانانو پر لور ولېږل.
د دښمن بولندوى هوډ وکړ چې د خپلو سرتېرو کمښت پر يو پوځي کړنو جبران كړي او په تېرايستوني ناڅاپي بريد د مسلمانانو د لښكر نظم له منځه يوسي. د “حنين” په دره كې يې واړول او خپلو سرتېرو ته يې وويل: (( د ګټانو او ډبرو شا ته پټ شيء او سنګر ونيسئ، د اسلام لښكر چې دې اوږدې درې ته راورسېد؛نو ټول راووځئ او په ډبرو او غشيو يې وولئ او بيا دې ځانګړې ډله له غره راكوزه شي او مسلمانان دې ووژني.))
د مسلمانانو تجهيزات
پېغمبر اکرم د دښمن له ځېل او قدرته خبر و او مخکې له دې،چې له مکې حرکت وکړي،”صفوان بن اميه” يې راوغوښت او 100 “زغرې” يې ترې د “عاريه مضمونه” په نامه واخستې او په خپله يې هم دوه زغرې پر تن او خولۍ يې پر سر كړه او پر خپله سپينه “کچره” سپور او د لښكر شاته روان شو.
اسلامي ځواكونو شپه د درې په خوله كې تېره كړه. لمر لا نه و راختلى چې د “بني سليم” ټبر د حضرت “خالدبن وليد” په مشرۍ د “حنين” لارې ته ننووت. اسلامې ځواكونه لا په دره كې وو، چې له هر لوري پرې د تيږو او غشيو باران شو او د دښمن نورو سرتېرو د غشيو په باران كې پر مسلمانانو بريد وكړ. د دښمن دې ناڅاپه بريد مسلمانان سخت وارخطا كړل،بېواکه وتښتېدل او بې نظمه شول.
د اسلام په لښكر كې منافقان په پېښه خورا خوشحاله شول. ان “ابوسفيان” وويل:((مسلمانان به د سمندر تر غاړې تښتي.))
بل منافق وويل: (( جادو باطل شو.)) بل منافق هوډ کړى و، چې په دې اخ و ډب كې پېغمبر اکرم ووژني.
د پېغمبر اکرم او وفادارې ډلې ټينګښت
د مسلمانانو تېښتې پېغمبر اکرم خورا خپه كړ،چې اصلي لامل يې وېره او بې نظمي وه. احساس يې كړه، چې كه لاس و نه خوځوي او ځنډ وكړي ؛ نو هر څه به پر سيند لاهو شي؛نو پر خپله کچره سپور شو او په لوړ غږ يې وويل: (( يا انصار الله و انصار رسوله انا عبدالله و رسوله ! = د خداى او د هغه د رسول يارانو! زه د خداى بنده او رسول يم.)) دا جمله يې وويله او په خپله کچره د جګړې د ډګر پر لور روان شو او حضرت “علي”،حضرت فضل بن “عباس”، حضرت “اسامه”، حضرت “ابوسفيان بن الحارث” (رضى الله عنهم)، له پېغمبر اکرم سره روان شول.(367)
پېغمبر اکرم خپل تره حضرت “عباس” ته،چې خوږ غږ يې درلود،وويل: ((مسلمانانو ته ووايه: انصارو! چې له پېغمبر اکرم سره مو مرسته وكړه ! او هغو چې تر ونې لاندې مو له پېغمبر اکرم سره “بيعت رضوان” وكړ، چېرې روان ياست! پېغمبر اکرم دلته دى!))
د حضرت “عباس” غږ يې غوږونو ته ورسېد او په رګونو كې يې د غيرت وينه راوخوټېده. ټول راستانه شول او و يې ويل: (( لبيك! لبيك!))
د حضرت “عباس” پرله پسې غږونه، چې د پېغمبر اکرم د روغتيا زېرى يې وركاوه،ددې لامل شول، چې تښتېدلي په پښېمانۍ پېغمبر اکرم ته راوګرځي او خپلې ليكي د دښمن پر وړاندې سمې كړي. مسلمانانو د پېغمبر اکرم په حکم او د تېښتې د بې غيرتۍ جبرانولو ته پر ستر بريد لاس پورې كړ او په يوه شيبه كې يې دښمن پر شا وتمباوه.
پېغمبر اکرم د مسلمانانو ډاډ ته وويل: ((زه د خداى پېغمبر يم او هېڅكله دروغ نه وايم او خداى راته د بري ژمنه راكړې ده.))
دې پوځي تدبير وکړاى شول د “هوازن” او “ثقيف” جنګيالي ښځې، ماشومان او مالونه پرېږدي او تر زياتو تلفاتو وركولو وروسته د “اوطاس” او “نخله” سيمو او د “طايف” كلاګانو ته وتښتي.
د جګړې غنيمت
د مسلمانانو د تلفاتو شمېر 8 تنه و او مسلمانانو له دښمنه 6000 اسيران، 24000اوښان، 40000 څاروي او څلور زره وقيه(٨٥٢ کيلو ګرامه) سپين زر ونيول.
پېغمبر اکرم حکم وكړ:((بنديان او غنيمتونه “جعرانه” ته يوسئ)) او څو تنه يې ساتنې ته وټاكل او حکم يې وكړ:((څوك دې غنيمت ته لاس نه وروړي،چې تښتېدلى دښمن تعقيب كړو.))
“ابن هشام” په خپله سيره كې د مسلمانانو د تلفاتو شمېر 4 تنه ليكلى؛ خو داسې لويه جګړه بايد ډېر تلفات ولري.
د اتم هجري كال پېښې
د طائف جګړه
“طايف” د “حجاز” ، چې د مکې په جنوب ختيځ كې پروت سمسور ښار دى، چې له مکې12فرسنګه واټن لري او د سمندر له سطحې 1000 متره لوړ پروت دى او دا،چې “طايف” ښکلې هوا او باغونه درلودل؛نو د “حجاز” د تفريح او سيل مركز و.
د عربو غښتلى ټبر؛ “ثقيف” په دې ښار كې اوسېده.د “ثقيف” عرب د “حنين” په جګړه كې د اسلام پر ضد جنګېدلي وو،چې تر غاښ ماتي ماتې وروسته خپلو هسکو او پخو کلاګانو ته پر شا شول.
پېغمبر اکرم د بري د بشپړولو حكم وكړ،چې د”حنين” تښتېدلي دې شي او حضرت ” ابو عامر اشعري” او حضرت “ابوموسى اشعري” ته يې حكم وكړ،چي “اوطاس” ته تښتېدلي تعقيب كړئ.”ابوعامر” په دې جګړه كې شهيد شو؛خو “ابوموسى” دښمنان وځپل. (368) پېغمبر اکرم هم له پاتې لښكر سره “طايف” ته روان شو.(369)
پېغمبر اکرم “طايف” ته په لار كې د “حنين” د جګړې د اور بلوونكي؛”مالك” كلا له خاورو سره خاورې كړه؛ البته د “مالك” د كلا ورانولو، د غچ بڼه نه درلوده؛بلكې ددې لپاره وو،چې دښمن ته د پر شا تګ سنګر او اډانه پرې نه ږدي.
اسلامي ځواكونو يو په بل پسې حركت وكړ او د ښار په شاوخوا كې يې غونډونه جوړ كړل.
د “طايف” كلا ډېر لوړ پاخه دېوالونه درلودل او د څار برجونو يې پر بهر پوره تسلط درلود.
مسلمانانو كلابندي پېل کړه؛خو لا د كلابندى كړۍ نه وه پوره شوې،چې د دښمن له غشيو سره مخ شول او د اسلام د سرتېرو د پرمختګ مخه ونيول شوه او په هماغه لومړى شېبه كې ځينې شهيدان شول.(370)
پېغمبر اکرم د پرشاتګ حكم وكړ او ويې ويل:(( لښكرتون په داسې ځاى كې جوړ كړئ، چې د دښمن غشي درته نه رارسي.)) (371)
مسلمانان چې د حضرت “سلمان فارسي”له پوځي پوهې خبر وو، پېغمبر اکرم ته يې وړانديز وكړ چې د “چپنډې” او “ليندۍ” په جوړولو پر دښمن ډبرې ووروي. په هغه ورځو كې چپنډې د نننۍ توپخانې كار كاوه.
چپنډه راوړل شوه او مسلمانانو پر چپنډه 20 ورځې د دښمن پر كلا ډبرې ورولې؛خو دښمن هم په مقابل کې د غشيو پر ورولو ډېر مسلمانان ټپي كړل.
“ابن هشام” د خپل سيرة په 2/ 126 مخ كې وايي:((پېغمبر اکرم لومړى تن و، چې له چپنډې يې كار واخست.))
اوس بايد وليدل شي،چې مسلمانانو په هغه بد حال كې چپنډه له كومه كړه؟ ځينې وايي:
((حضرت سلمان چپنډه جوړه كړه او مسلمانانو ته يې د هغې د كارولو چل وښود؛خو ځينې وايي،چې مسلمانانو چپنډه د “خيبر” په جګړه كې تر لاسه كړې وه او له ځان سره يې “طايف” ته راوړې وه.))(372)
له تاريخه جوتېږي،چې دا چپنډه د “خيبر” نه وه؛ځكه پېغمبر اکرم د “حنين” او “طايف” له جګړې سره سم حضرت “طفيل بن عمرودوسي” د “دوس” د ټبر د بوت خانو ځپلو ته لېږلى و او هغه له 400 سرتېرو سره ، چې ټول يې د خپل ټبر وو،له يوې چپنډې سره په “طايف” كې له پېغمبر اکرم سره يوځاى شول او په دې جګړه كې له هغو وسايلو ګټه واخستل شوه،چې د “دوس” له ټبره نيول شوي وو.(373)
په جنګي وسايلو د كلا د دېوال سوري كول
د دښمن د تسليمېدو لپاره د هر اړخيزو يرغلونو اړتيا وه. د چپنډې له لګولو سره سم پرېكړه وشوه،چې د كلا دېوال سورې شي او مسلمانان كلا ته ورننوځي؛خو دا خورا ستونزمن كار و؛ځكه دښمن د باران په څېر غشي ورول او څوك يې كلا ته نږدې نه پرېښوول.
دې كار ته هغه مهال غوره وسيله جنګي “ارابه” وه، چې د نړۍ منظمو لښكرو درلوده. جنګي ارابه له لرګي جوړېده او د ډبل پوټكي پوښ وركول كېده او غښتلي سرتېرى ورلاندې شول او د كلا پر لور يې روانه كړه او لاندې يې د كلا دېوالونه سوري كول.
د اسلام سرتېرو هم له دې جنګي وسلې كار واخست او د كلا د دېوال په سوري كولو يې لاس پورې كړ؛خو دښمن پرې له پاسه سره کړې اوسپنه او سکروټې وغورځولې او د ارابې پوښ يې وسوځاوه او مجاهدين يې له پاسه ټپيان کړل او مسلمانانو د ارابې له کارولو لاس واخست. (374)
اسلامي ځواکونه مدينې ته راستنېږي
پېغمبر اکرم په دې جګړه كې له ټولو مادي او معنوي لارو کار واخست؛خو دې كلا نيولو ډېر وخت غوښته؛خو په هغو موسمي شرايطو كې د اسلام د لښكر وزلې (وسايل) د دې جوګه نه وو، چې تردې زيات هلته پاتې شي؛ ځكه چې:
1 _ د كلابندۍ په موده كې له مسلمانانو 13 تنه شهيدان شوي وو، چې اوه تنه له قريشو،څلور د انصارو او يو تن له يو بل ټبره وو. ځينې هم د “حنين” په جګړه کې شهيدان شوي وو.
2 _ د “شوال” مياشت پر تېرېدو او د “ذي القعده” په را رسېدو وه، چې پکې د عربو له نظره جنګېدل حرام وو؛نو ځكه په كار وو،چې بې ځنډه كلابندي پاى ته ورسېږي، چې د “ثقيف” عربان پېغمبر اکرم له صالح سنت سره پر مخالفت تورن نه کړي اود “حج” موسم رانږدې و او سږ كال پر حج څارنه د مسلمانانو پر غاړه وه؛ځكه له دې مخکې څارنه يې د مکې مشركانو كوله او په حج كې هم د “عربستان” له ټولو ځايو خلك راتلل او تبليغ ته مهم وخت و او پېغمبر اکرم هم غوښتل له حج څخه ښه ترا ګټه واخلي؛ځكه د “طايف” كلابندي يې ماته كړه او له لښكر سره د “جعرانه” پر لور، چې د غنيمتونو د ساتلو ځاى و روان شو.
له جګړې وروسته پېښې
د “حنين” او “طايف” جګړې پاى ته ورسېدې او پېغمبر اکرم “جعرانه” ته د غنيمت وېشلو ته راغى. دا مسلمانانو لاس ته راوړى و له ټولو لوى غنيمت و، چې د اسلام د لښكر بودجه يې پوره کړاى شوه.(375)
د اتم هجري كال په پاى كې د پېغمبر اکرم مشره لور حضرت “زينب” مړه شوه. هغې له بعثته مخکې له خپل ترور زي “ابوالعاص” سره واده كړى و او تر بعثت وروسته يې پر خپل پلارايمان راووړ؛ خو مېړه يې ا يمان رانه ووړ او د بدر په جګړه كې يې د اسلام پر ضد په جګړه لاس پورې كړ او په هماغه جګړه كې اسير شو. پېغمبر اکرم په دې شرط ازاد كړ، چې لور يې مدينې ته راولېږي. هغه هم پر کړې ژمنه عمل وكړ او د پېغمبر اکرم لور يې مدينې ته ولېږله؛خو د قريشو مشرانو څو كسانو ته دنده وركړه، چې له نيمايي لارې يې راوګرځوي. د قريشو کارمندانو په نيمايي لار كې د پېغمبر اکرم لور راونيوه او پر كجاوه يې نيزه وټومبله،چې حضرت “زينب” له وېرې پر ګېډه ماشوم زيان او وغورځاوه؛خو له خپلې ارادې يې لاس وانه خېست او مدينې ته په ناروغ ځان ولاړه او پاتې عمر يې له ناروغۍ سره په مدينه كې تېر كړ او د اتم هجري كال په پاى كې مړه شوه؛خو د پېغمبر اکرم دا غم له يوې خوشحالۍ سره يو ځاى و او له “ماريه” يې زوى وزېږېد؛ هغه ومينزه چې د “مصر” واكمن ورته ډالۍ كړې وه،چې نوم يې پرې “ابراهيم” كېښود.
او چې دايي “سلمى” پر پېغمبر اکرم د زوى زېرى وكړ؛نو پېغمبر اکرم ورته په بدل کې قيمتي ډالۍ ورکړه.پر اوومه ورځ يې پسه “عقيقه” كړ، د ماشوم سر يې وخريه او د سر د وېښتانو د وزن هومره يې سپين زر خيرات وركړل.(376)
363_ طبقات كبرى 2/ 137.
364_ طبقات كبرى، 2/ 150
365_ توبه / 25آيت
366_ مغازى واقدى، 3/ 897
367_ مغازى واقدى، 3/602 مخ.
368_ مغازى واقدى، 3/ 915-916 مخونه
369_ بحارلانوار 21/ 162
370_ سيره حلبى، 3/ 132مخ.
371_ وګورئ: طبقات ، 2/ 158مخ.
372_ سيره حلبى 3/ 134
373_ طبقات، 2/ 157.
374_ مغازى واقدى، 3/ 928مخ.
375_ طبقات ابن سعد، 2/ 152
376_ تاريخ الخميس2/ 131