تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   د لوراند او لورین الله په نامه   لَا أُقْسِمُ بِيَوْمِ الْقِيَامَةِ ﴿۱﴾   د قيامت پر ورځ قسم کوم! (۱)   وَلَا أُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ ﴿۲﴾   او قسم خورم پر (ويښ وجدان او) ملامتوونکي نفس (چې قيامت حق دى)! (۲)   أَيَحْسَبُ الْإِنسَانُ أَلَّن نَجْمَعَ عِظَامَهُ ﴿۳﴾ […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   د لوراند او لورین الله په نامه

 

لَا أُقْسِمُ بِيَوْمِ الْقِيَامَةِ ﴿۱﴾   د قيامت پر ورځ قسم کوم! (۱)

 

وَلَا أُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ ﴿۲﴾   او قسم خورم پر (ويښ وجدان او) ملامتوونکي نفس (چې قيامت حق دى)! (۲)

 

أَيَحْسَبُ الْإِنسَانُ أَلَّن نَجْمَعَ عِظَامَهُ ﴿۳﴾   ايا انسان انګېري،چې هډوكي به يې راټول کړاى نشو؟! (۳)

 

بَلَى قَادِرِينَ عَلَى أَن نُّسَوِّيَ بَنَانَهُ ﴿۴﴾   هو موږ يې ان د گوتو [د سرونو د بېلابېلو کرښو] په جوړولو وسمن يو. (۴)

 

بَلْ يُرِيدُ الْإِنسَانُ لِيَفْجُرَ أَمَامَهُ ﴿۵﴾   (انسان د معاد په باب شكمن نه دى)؛بلكې غواړي (چې ازاد وي او بې د قيامت د محاكمې له وېرې) ټول عمر په ګناه كې تېر كړي . (۵)

 

يَسْأَلُ أَيَّانَ يَوْمُ الْقِيَامَةِ ﴿۶﴾   (له همدې امله) پوښتي : ((قيامت به كله وي؟!))      (۶)

 

فَإِذَا بَرِقَ الْبَصَرُ ﴿۷﴾    نو (ووايه) چې سترګې له هيبته ټېغې وخېژي (او خړې شي)، (۷)

 

وَخَسَفَ الْقَمَرُ ﴿۸﴾   او سپوږمۍ تکه توره شي، (۸)

 

وَجُمِعَ الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ ﴿۹﴾   او لمر و سپوږمۍ يو ځاى كړاى شي، (۹)

 

يَقُولُ الْإِنسَانُ يَوْمَئِذٍ أَيْنَ الْمَفَرُّ ﴿۱۰﴾   پر هغه ورځ انسان وايي: (( چېرې دى د تېښتې ځاى؟)) (۱۰)

 

كَلَّا لَا وَزَرَ ﴿۱۱﴾   هېڅكله داسې نه ده، نه د تېښتې لار شته او نه كوم “پناه ځاى”! (۱۱)

 

إِلَى رَبِّكَ يَوْمَئِذٍ الْمُسْتَقَرُّ ﴿۱۲﴾   چې پر هغه ورځ د ټولو روستى ((تمځى)) يوازې ستا د پالونكي پر لور دى؛ (۱۲)

 

يُنَبَّأُ الْإِنسَانُ يَوْمَئِذٍ بِمَا قَدَّمَ وَأَخَّرَ ﴿۱۳﴾   پر هغه ورځ به انسان له ټولو هغو كړنو خبر كړاى شي،چې مخكې ورلېږلي يا روسته يې پرېښي دي . (۱۳)

 

بَلِ الْإِنسَانُ عَلَى نَفْسِهِ بَصِيرَةٌ ﴿۱۴﴾   حق دادى،چې انسان پخپله ځان ښه پېژني. (۱۴)

 

وَلَوْ أَلْقَى مَعَاذِيرَهُ ﴿۱۵﴾   كه څه هم خپلې پلمې وړاندې كړي . (۱۵)

 

لَا تُحَرِّكْ بِهِ لِسَانَكَ لِتَعْجَلَ بِهِ ﴿۱۶﴾   او [د وحې پر مهال] ژبه دې په بيړه د هغه [= قرآن] لوستو ته مه خوځوه . (۱۶)

 

إِنَّ عَلَيْنَا جَمْعَهُ وَقُرْآنَهُ ﴿۱۷﴾   [ځكه] چې راټولول او لوستل يې زموږ پر غاړه دي . (۱۷)

 

فَإِذَا قَرَأْنَاهُ فَاتَّبِعْ قُرْآنَهُ ﴿۱۸﴾   نو لکه چې موږ ولوست؛(همداسې) يې ولوله . (۱۸)

 

ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنَا بَيَانَهُ ﴿۱۹﴾   بيا يې په رښتینه كې سپړنه او څرګندونه یې هم يوازې زموږ کار دى . (۱۹)

 

كَلَّا بَلْ تُحِبُّونَ الْعَاجِلَةَ ﴿۲۰﴾   هېڅكله داسې نه ده (چې كافران يې انګېري او د معاد دلايل بسيا نه بولئ!)؛ بلكې تاسې [دنيوي] په بيړه ترلاسه كېدونكى څيز خوښوئ، (۲۰)

 

وَتَذَرُونَ الْآخِرَةَ ﴿۲۱﴾   او اخرت پرېږدئ . (۲۱)

 

وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَّاضِرَةٌ ﴿۲۲﴾   (هو) پر هغه ورځ ځينې مخونه تازه او خوښ (غوړېدلي) وي، (۲۲)

 

إِلَى رَبِّهَا نَاظِرَةٌ ﴿۲۳﴾   يوازې د خپل پالونكي لوري ته  کتونکي. (۲۳)

 

وَوُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ بَاسِرَةٌ ﴿۲۴﴾   او پر هغه ورځ به ځينې مخونه بدرنګ وي، (۲۴)

 

تَظُنُّ أَن يُفْعَلَ بِهَا فَاقِرَةٌ ﴿۲۵﴾   [ځكه] پوهېږي،چې ملاماتې [سزا] پرې عملي كېږي . (۲۵)

 

كَلَّا إِذَا بَلَغَتْ التَّرَاقِيَ ﴿۲۶﴾   داسې نه ده [چې هغه يې انګېري؛ځكه] چې كله [ساه] تر مرۍ راورسي، (۲۶)

 

وَقِيلَ مَنْ رَاقٍ ﴿۲۷﴾   او وويل شي : (( ايا څوك “دمګرى” شته، چې (دا ناروغ له مرګه) وژغوري؟! )) (۲۷)

 

وَظَنَّ أَنَّهُ الْفِرَاقُ ﴿۲۸﴾   او (ناروغ) باور كړي،چې همدا د بېلتون (وخت) دى،  (۲۸)

 

وَالْتَفَّتِ السَّاقُ بِالسَّاقِ ﴿۲۹﴾   او (د ځنكندن د سختۍ له لامله) يوه پنډۍ له بلې پنډۍ راتاوه شي! (۲۹)

 

إِلَى رَبِّكَ يَوْمَئِذٍ الْمَسَاقُ ﴿۳۰﴾   پر همدې ورځ يوازې ستا د پالونكي پلو ته ورروانېدل دي . (۳۰)

 

فَلَا صَدَّقَ وَلَا صَلَّى ﴿۳۱﴾   (پر هغه ورځ ويل كېږي : ) هغه ايمان را نه وړ او نه يې لمونځ وكړ؛ (۳۱)

 

وَلَكِن كَذَّبَ وَتَوَلَّى ﴿۳۲﴾   بلکې درو غ يې وګاڼه او مخ يې واړاوه، (۳۲)

 

ثُمَّ ذَهَبَ إِلَى أَهْلِهِ يَتَمَطَّى ﴿۳۳﴾   بيا په (ډېره) لويي خپلې كورنۍ ته ولاړ. (۳۳)

 

أَوْلَى لَكَ فَأَوْلَى ﴿۳۴﴾   (په دې كړنو سره) الهي عذاب درته وړ دى (او) درسره ښايي! (۳۴)

 

ثُمَّ أَوْلَى لَكَ فَأَوْلَى ﴿۳۵﴾   بيا همدا الهي عذاب درته وړ دى او له همدا تا سره ښايي! (۳۵)

 

أَيَحْسَبُ الْإِنسَانُ أَن يُتْرَكَ سُدًى ﴿۳۶﴾   ايا انسان انګېري،چې خوشې (او بې موخې) به پرېښوول شي؟! (۳۶)

 

أَلَمْ يَكُ نُطْفَةً مِّن مَّنِيٍّ يُمْنَى ﴿۳۷﴾   ايا هغه [مخكې] د مني يو څاڅكى نه و،چې په [زيلانځ كې] څڅول كېږي؟! (۳۷)

 

ثُمَّ كَانَ عَلَقَةً فَخَلَقَ فَسَوَّى ﴿۳۸﴾   بيا علقه [= د پرنډ شوې وينې ټوټه] وه، [چې الله] په غړيو پوره پيدا کړ . (۳۸)

 

فَجَعَلَ مِنْهُ الزَّوْجَيْنِ الذَّكَرَ وَالْأُنثَى ﴿۳۹﴾   نو له هغه يې د نارينه او ښځېنه جوړه پيدا كړه . (۳۹)

 

أَلَيْسَ ذَلِكَ بِقَادِرٍ عَلَى أَن يُحْيِيَ الْمَوْتَى ﴿۴۰﴾   ايا هغه [الله] نشي كړاى مړي راژوندي كړي؟! (هو! کړاى شي (۴۰)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!