تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د رسول الله (ص) درناوی ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ أَن تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ وَأَنتُمْ لَا تَشْعُرُونَ= مؤمنانو! خپل غږ د پېغمبر له غږه مه لوړوئ او لکه څنګه چې پخپلو کې يو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د رسول الله (ص) درناوی

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ أَن تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ وَأَنتُمْ لَا تَشْعُرُونَ= مؤمنانو! خپل غږ د پېغمبر له غږه مه لوړوئ او لکه څنګه چې پخپلو کې يو له بل سره خبرې کوئ،له هغه سره په لوړ غږ خبرې مه کوئ،هسې نه چې په ناخبرۍ کې مو كړه وړه تويې ولاړ شي.))

 دا آيت له رسول الله (ص) سره د خبرو اترو طريقه راښيي، وايي: د خداى د رسول درناوى وکړئ .

 د نور د سورت په ( ٦٣) آيت کې هم سپارښتنه شوې،چې د پېغمبراکرم (ص) نوم د خپلو نومونو په څېر مه اخلئ ؛بلکې په درناوي يې واخلئ  .

تر عمله د عمل ساتنه او دوام مهم دى. زموږ کړنې کله له هماغه پيله خرابې وي؛ځکه‏  په ريا او ځان ښوونې يې پيلوو،کله د چارو په منځ  کې د غرور له امله له منځه ځي او کله ځينې کړنې د نورو کړنو له امله له منځه ځي ؛نو ځکه قرآن وايي : چا چې تر قيامته ‏خپلې کړنې روغې رمټې راوړې؛نو ثواب به يې لس ګرایه ‏ وي ، (مَن جاء بالحسنة…) او نه وايي : چا چې عمل وکړ ؛ نو ثواب به يې لس ګرایه ‏وي؛ځکه په دنيا کې د يو عمل د ‏سر ته رسولواو د قيامت پر ورځ يې د وړاندې کولو په منځ کې ډېر واټن ‏ دی .

 د خداى رسول وويل : “په جنت کې هر ذکر ته يوه ونه کرل کېږي .” ورته وويل شول : که داسې وي؛نو زموږ جنت به ډېرې ونې ولري !؟ پېغمبراکرم (ص) وويل :”خوکله تاسې داسې کارونه کوئ ،چې دې ونو ته اور وراچوئ .” ‏بيا د خداى رسول ورته همدا آيت تلاوت کړ. ( بحار۸/٨٦ )

*قرآن په يو ځاى کې د عمل د منځه تلو لامل کفر او شرک راوړي او په بل ځاى کې يې د پېغمبراکرم (ص) سپکاوى او ورسره بى ادبي راوړې ده؛نو دا ښيي، چې د آنحضرت(ص) ‏سپکاوى او ورته د بې ادبۍ وزن له کفراوشرک سره مساوي دی ؛ځکه ‏د دواړو پای د کړنو له منځه تلل دي .

* د پېغمبراکرم(ص) ځينو يارانو به د بې پامۍ له ‏امله د آنحضرت ‏(ص) په مخ کې په جګ غږ خبرې کولې؛نو دا چې دا کار يې د کړنو له منځه تللو لامل نشي ؛نو آنحضرت به له دوی سره پر لا ‏ لوړ غږ خبرې کولې . ( بحار۸۹/٢٣٢‏) .

*د پېغمبر اکرم(ص) يو يار، چې د هغه په مخ کې يې پر لوړ غږ خبرې کولې؛نو همدا چې خبر شو دا کاريې د کړنوله منځه تللو لامل دى؛نو خورا زيات خواشينى شو.پېغمبراکرم(ص) ورته وويل : ستا لوړغږ د خطاب لپاره و،چې په دې باب ستا حساب له نورو سره توپيرلري . ( تفسير مجمع البيان ) .

*د پېغمبراکرم(ص) په مخ کې چغې وهل ، د مؤمنو انسانانو د کړنو د پوپناه کېدو لامل ګرځي؛خوهغوى چې آنحضرت (ص) ‏نه پېژني او دا کار وکړي؛نو حساب يې له نورو سره توپير لري. ځکه په سپکاوي کې‏ پوهه ‏، پېژندګلوي او د سپکاوۍ نیت ‏شرط دى .

نوکه موږ خبرنه وو، چې په يوه ورځپاڼه کې د خداى نوم دى او تر يو څيز لاندې مو هوار کړ ؛نو سپکاوى نه شمېرل کېږي .

* د (أَن تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ وَأَنتُمْ لَا تَشْعُرُونَ) په غونډله کې وايې: تاسې به خبرهم نه ياست؛خو کړنې به موله منځه ولاړې شي .

هو! که انسان شراب وڅښي اومست شي ،که څه خيال وکړي ، چې اوبه وې .که ‏د برق لوڅ سيم ته لاس وروړو ،بې له دې چې خبر يو،چې سيم لغړ دى؛خو‏برق به مو ونيسي.

*ګناهګانې د سوکړې،زلزلې،د عمر د لنډېدو،ذلت او خوارۍ لامل ګرځي . که څه انسان ترې خبرنه وي ؛نو د پېغمبراکرم (ص) سپکاوى او بې  ادبي د کړنو د له منځه تګ لامل ګرځي؛که څه کوونکى  يې  دا کار يو رټلى چار و نه ګڼي .

پيغامونه :

١- خلکو ته د ادب د ښوونې لپاره،موږ په خپله هم بايد ورته په ادب ‏ غږ وکړو.په دې آيت کې هم خداى د ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ )) په غونډلې‏ پرخپل بنده غږ کړى دى .

٢_  د اسلامي امت مشر له زياتو مانیزو- معنوى حقوقو اوخوندونو برخمن دى،چې خلک ورته باید پاملرنه وکړي،ان که خبرې کوي؛نو بايد تر غږه يې بل غږ لوړ نشي او که غلى وي او زموږ خبرې ته غوږ وي ؛نو بايد په ټيټ غږ ورسره خبرې وکړو . (لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ)

٣_  د نورو له خولې د مشرانو د درناوي سپارښتنه خورا خوند کوي .(په دې آيت کې پېغمبر اکرم (ص) نه وايي : غږ مو تر ما مه اوچتوئ ؛بلکې دا د خداى سپارښتنه ده،چې وايي،غږ مو د خداى د رسول  تر غږه مه اوچتوئ ). (لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ)

٤_  د انسان مقام او موقيعت يې پر عمل اغېز لري . (د مؤمن له خوا د پېغمبر اکرم (ص) سپکاوى ځانګړى حساب لري ) (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواأَن تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ)

٥-کله انسان خبر هم نه وي ؛خوخپل بېخ يې راايستى وي . (أَن تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ وَأَنتُمْ لَا تَشْعُرُونَ)

*بېلګې

*الف :  د اسلام پېغمبر د ځلکدن پرمهال قلم او کاغذ وغوښت و يې ويل: تاسې ته پرې څه وليکم،چې ترما وروسته خپله لاره ورکه نه کړئ ! دويم خليفه (رض) وويل : د پېغمبر رنځ سخت شوى! تاسې قرآن لرئ او ليکلنې ته يې اړتيا نشته!

شور زوږ شو،چې د خداى رسول هغوى له خپلې خونې ‏ وايستل و يې ويل : ((‏دلته چغې مه وهئ ! ))

 وګورئ : صحيح مسلم ۳/١٢٥٩.

*ب : د پېغمبر اکرم (ص) لمسى ‏امام حسن،چې ‏شهيد شو؛ نو غوښتل يې ‏ د خپل نيکه د قبر ترڅنګ یې خاورو ته وسپاري؛ خو مخه یې ونیول شوه،چې د خلکو غږونه راپورته شول .‏امام حسين د (لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ) آيت په لوستو خلک غلي کړل، و يې ويل : د پېغمبر درناوى يې تر مړينې ‏ وروسته هم د ژوند په څېر په کاردى . (تفسير نمونه )

 په اسلام کې مقدسات

  په ټوله نړۍ ‏او بېلابېلو ګروهو ‏کې يې د مشرانو ځانګړى درناوى کېږي . پر ښارونو، واټونو‏، پوهنتونونو،هوايي ډګرونو، ښوونځيو  او موسسو يې نومونه ږدي . په اسلام کې هم خلک،وختونه،ځايونه او ان ځينې بوټي او جمادات سپېڅلتيا او قداست لري او په اسلام کې ددې سپېڅلتيا جرړه د خداى په سپېڅلي ذات کې ده او څومره ،چې له خداى سره د يو څيز تړاو زيات وي؛نو هومره سپېڅلى وي او موږ يې بايد درناوى وکړو .

١_  خداى د سپېڅلتيا سرچينه ده او مشرکان اوهغوى چې نور له خداى سره يو شان ګڼي؛نو د قيامت پر ورځ به پرخپلې بې لارۍ منښته -اعتراف ‏کوي اوخپلو خيالى معبودانوته به ووايي :

 ((إِذْ نُسَوِّيكُم بِرَبِّ الْعَالَمِينَ(شعراء/۹۸) =چې موږ تاسې له نړۍ پال سره برابر ګڼلئ. ))

په قرآن کى د خداى پر تسبيح ډېر ټينګار شوى دى؛يعنې موږ بايد د خداى لپاره داسې درناوى او سپېڅلتيا ومنو،چې پکې هيڅ ډول نيمګړتيا نه وي؛ نه يوازې د هغه ذات؛بلکې نوم يې  هم سپېڅلى دى .  ((سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى (الاعلی/۱) = د خپل لوړ پالونکي نوم وستایه.

٢_  د خداى کتاب هم ځانګړى درناوى او سپڅلتيا لري ؛ځکه قرآن،چې ځان ته “عظيم” وايي ( حجر/ ٨٧ ) ؛نو موږ هم بايد ورته په درنه وګورو . قرآن ځان ته “کريم” وايي؛( واقعه/٧٧ ) او کله ځان ته “مجيد” وايي ( ق/ ١) ؛نوموږ یې بايد ‏درناوى وکړو.

٣_  الهي مشران،ټول انبياء او ځايناستي يې، په تېره بيا حضرت محمد (ص) او اهل بيت یې ځانګړى مقام لري،چې په دې سورت ( حجرات ) کې له حضرت محمد(ص) سره د ناستې پاستې آداب بيان شوي دي،چې ورڅخه مخکې نشو او د خبرو پر مهال خپل غږ دهغوى تر غږه پورته نه کړو‏.

په قرآن کې مؤمن انسان ته پر پېغمبراکرم (ص) د درود ويلو حکم ورکړ شوى دى ( حزاب / ٥٦) .

 په حديث کې راغلي : که چا د عادل فقيه خبره و نه منله؛نو داسې به وي،چې د پېغمبر اکرم (ص) د اهل بيتو خبره يې نه وي منلې او څوک چې يې خبره و نه مني؛نو داسې به وي ؛لکه د خداى خبره يې ،چې نه وي منلې . ( بحار۲۷/ ٢٣٨‏)

نه يوازې پېغمبراکرم (ص)؛بلکې څه چې ورپورې اړه لري،هم عزت لري . په قرآن کې وايو: هغه صندوق ،چې په ماشومتوب کې حضرت موسى پکې ايښوول شوى و او په سيند کې اچول  شوى و؛بيا د موسى  او آل موسى يادګارونه پکې ايښوول کېدل او دومره سپېڅلى و،چې د بني اسرائيلو د زړه ټکور و او پرښتو به پورته کاوه. ( بقره/٢٤٨)

٤_  په اسلام کې موروپلار‏ ځانګړې سپېڅلتيا اوعزت لري،په قرآن کې پينځه ځلې د الله تر عبادت ‏وروسته له موروپلارسره احسان راغلى دى . ( بقره/٨٣ نساء /٣٨ ،انعام /١٥١، اسراء /٢٣، احقاف/١٥)

او له مورو پلاره مننه له خداىه د مننې تر څنګ راغلې ده (لقمان /١٤ )

دموروپلار پر درناوي دومره ټينګارشوى،چې په مينه ورته کتل عبادت ګڼل شوى اوسپارښتنه شوې،چې غږ مو د هغوى تر غږه پورته نه کړو. پر هغه سفر وتل حرام دي،چې موروپلار پرې خوښ نه وي او لمونځ پکې نه نيمېږي . له مورو پلارسره حمام ته تګ نه دى پکار .له خپلې مېرنۍ مور سره واده مه کوئ،چې په يو وخت کې مو د پلارښځه وه.

٥_  په اسلام کې ځينې وختونه؛لکه د قدر شپه،ځينې ځايونه؛ لکه جومات ، ځينې تيږي ؛لکه حجرالاسود، ځينې اوبه لکه د زمزم اوبه ،ځينې خاورې ؛لکه د امام حسين د شهادت د ځاى خاوره،ځينې ونې؛لکه زيتون،ځينې سفرونه؛لکه معراج، علمي،عبادي،مرستندوی او د جهاد سفرونه،ځينې جامې ؛ لکه د احرام جامې سپېڅلى دي او بايد ځانګړى درناوی یې وشي .

د ساري په ډول په قرآن کې وايو:

 ((فَاخْلَعْ نَعْلَيْكَ إِنَّكَ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًى(‌‌طور/۱۲) =نو پڼې دې وباسه،چې ته د ” طوى ” په سپېڅلې ناو كې يې .))

مشرک مسجدالحرام ته د ننووتو حق نه لري .((إِنَّمَا الْمُشْرِكُونَ نَجَسٌ فَلاَ يَقْرَبُواْ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ )) ( توبه / ٢٨)

سپارښته شوې،چې جومات ته دتګ پرمهال ځان سينګارکړئ ((خُذُواْ زِينَتَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ)) ( اعراف /٣١)

جنب انسان جومات ته د تګ حق نه لري، چې د ابراهيم ، اسماعيل ، زکريا (علیهما السلام)، او حضرت مريم په څېر کسان يې د پاکوالي لپاره لاس پر سينه ول .( بقره /١٢٥)

د حضرت مريم مور،چې دوه ځانې وه‏؛نو ګومان يې کاوه،چې ماشوم به يې هلک وي؛نو نذر يې وکړ،چې تر غټېدو وروسته به يې د مسجد الاقصى خادم کړي . (إِنِّي نَذَرْتُ لَكَ مَا فِي بَطْنِي مُحَرَّرًا)  ( الا عمران/ ٣٥ )

٦_  د ايمان خاونده هم سپېڅلتيا او کرامت لري ، تر دې چې د مؤمن عزت تر کعبې ‏زيات دى، آزار او غيبت يې حرام دى او له حقه يې دفاع فرض ده .

 ٧_  اسلام ان د ځينونامسلمانانو هم درناوى کوي . د اسلام د پېغمبر په وخت کې چې کله به د کوم ټبر مشراسلام ومانه؛نو د هغه به يې درناوى کاوه او هغه به يې هماغسې د هماغه ټبر مشر ګوماره. ان د هغه بنديانو حساب به له نورو‏ بېل و، چې له درنو او محترمو کورنيو‏ به ول ؛لکه د شهربانو( د فارس د پاچا لور) او د “حاتم طايي” حساب له نوروسره توپيردرلود؛ لکه څنګه چې مو وويل : د ټولوملتونو په فرهنګونو کې يو لړ مقدسات شته؛لکه اساسي قانون،ملي بېرغ،علمي، انقلابي او هنري شخصيتونه ورته محترم وي؛البته بايد له انحرافي سپېڅلتيا وو ځان وساتو؛ځکه د تاريخ په اوږدو کې د “سامري” په څېر غولونکي کسان ول،چې يو خوسی يې جوړ کړ او ورته پر جعلي سپېڅلتيا قايل شول او ډېر وو داسې پاچايان، چې پوهان اوشاعران يې په پيسو پېرل او دهغوى به يې صفتونه کول او د ولس په اذهانو کې به يې دسپېڅليو په توګه تبليغول .

 د الهي اولياوو درناوى

الهي اولياوو تر ټولو زيات پر کرامت او سپېڅلتيا ايمان درلود،څو بېلګو ته پام وکړئ :

الف : داسلام پېغمبر،چې ژوندى و؛نو حضرت علي يې درناوي ته يوځل هم خطبه ونه ويله .

ب : د خداى رسول پر لمانځه ولاړ و،‏مخامخ یې دېوال ته پام شو،چې پرې د توکاڼو نښه وه ؛نوخپل کلام يې پرېښود څو ګامه ورمخکې شو (بې له دې  چې له قبلې ‏مخ واړوي ) او د هغه ونې په لښته،چې ورسره وه،هغه يې پاکې کړې او بيا ورو ورو خپل ځاى ته راپر شا شو او لمونځ يې پيل کړ.

ج: امام حسين‏ وليدل،چې مشر ورور يې امام حسن ‏ نشتمن ‏ته سل درهمه ورکړل؛نو داچې د خپل مشر ورور درناوی يې پرځاى کړى وي؛نو هغه له نشتمن ‏سره نهه نوي درهمه مرسته وکړه .

 د کړنو پوپناه کېدل او له منځه تلل

د حجرات د سورت دويم آيت د پېغمبراکرم (ص) په مخ کې لوړغږ د کړنو د له منځه تلو لامل ګڼي،وايي : د ټولو ښه کارونو ثواب به مو له منځه ولاړ شي،بې له دې چې خبر شئ ؛نو ښه به وي،چې د کړنو د له منځه تګ په باب څه خبرې وکړو :

“حبط” په لغت کې ورستنېدو او له منځه تلو ته وايي؛لکه څنګه چې خواړه او درمل،ساړه او تاوده ، اور او اوبه ‏يو پر بل اغېز کوي، د انسان کړه وړه هم ‏يو پر بل اغېز کوي . دوو لاندې مثالونو ته پام وکړئ :

الف : که يو کارمند تر شل کاله ګټورخدمت ‏وروسته د خپل کار د خاوند اولاد ووژني ؛نو دا وژنه به یې شل کلن خدمت پر سيند لاهو کړي،چې ددې تېرو کړنو منځه تلو ته “حبط” وايي .

ب : که يو کارګر شل کاله خپل مالک کړولى وي ؛خو که يوه ورځ د مالک زوى د ډوبېدو په حال کې وي او و يې ژغوري؛نو دا خدمت به يې  د مالک پرشل کلنې غوسې د نرمۍ اومهربانۍ يخې اوبه واړوي .هغه خدمت،چې بدۍ له منځه وړي ورته “تکفير” يا “کفاره” وايي .

د پورته مثالونو په رڼا کې ويلاى شو،چې د انسان چلن او مانیز – معنوي مسائل هم يو پر بل اغېزکوي . څو قرآني بېلګو ته پام وکړئ :

١_  کفر، ارتداد ، پر خلکو د خداى لار تړل او د خداى له رسول سره جګړه د کړنو د تس نسېدو لامل دى . ((إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ مَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ فَلَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ (محمد/٣٤) = په حقيقت كې هغوى چې كافران شول او (خلك يې) د خداى له لارې واړول بيا دكفر په حال كې ومري؛نو خداى به يې هيڅکله ونه بښي. ))

 ٢_  کوم کسان ، چې داسې چارې کوي ،چې خداى  غوسه کوي او هغه چارې نه کوي ، چې خداى پرې خوشحالېږي؛نو دا دواړه د کړنو د تس نسېدو لامل ‏دي . (( ذَلِكَ بِأَنَّهُمُ اتَّبَعُوا مَا أَسْخَطَ اللَّهَ وَكَرِهُوا رِضْوَانَهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ ( محمد/٢٨ ) = دا ځكه چې د هغه څه لاروي يې وكړه،چې خداې پرې غوسه كېږي او د هغه (خداى) خوښي يې نه خوښوله؛نو (خداى) د هغوى  كړه وړه تس نس كړل .  ))

٣_  شرک ، نفاق ،دنيا غوښتنه ، د انبياوو او عدالت غواړيو وژنه، د کړنو د د تس نسېدو لامل دي . (زمر/ ٦٥- توبه/ ٦٨ ؛ هود /١٦-آل عمران /٢٤ )

٤_  پر هغه چا منت کول ، چې مرسته مو ورسره کړې وي، د کړنو د د تس نسېدو لامل دى .((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تُبْطِلُواْ صَدَقَاتِكُم بِالْمَنِّ وَالأذَى كَالَّذِي يُنفِقُ مَالَهُ رِئَاء النَّاسِ وَلاَ يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ صَفْوَانٍ عَلَيْهِ تُرَابٌ فَأَصَابَهُ وَابِلٌ فَتَرَكَهُ صَلْدًا لاَّ يَقْدِرُونَ عَلَى شَيْءٍ مِّمَّا كَسَبُواْ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ ( بقره /٢٦٤ )= مؤمنانو! خپل خيراتونه مو په منت (ايښوولو) او ازار (رسولو) د هغه په څېر مه باطلوئ،چې خپل مال خلكو ته د ځانښوونې لپاره لګوي او نه يې پر خداى ايمان وي او نه پر اخرت،د لګښت مثال يې داسې دى؛لكه يوه ښويه تيږه،چې (نرۍ) دوړه پرې پرته وي ( او تخم پرې شيندل شوى وي) چې كله د تيز باران شېبه پرې وشي (؛نو دوړه او تخم ترې وړي) او تيږه ښويه پاتې شي،هغوى له خپلو کړنو څه ګټه نشي تر لاسه کولاى او الله خداى ناپېژاندو ته سمه لار نه ښيي .))

 ٥_  ريا دانسان عبادت له منځه وړي .

 د روايتونو په رڼا کې د کړنو له منځه تګ

اوس به څوهغه روايتونه راوسپړو،چې د نېکو چارو د پوپناه کېدو لامل ګرځي . دلته هم ګروهیز- اعتقادي،عبادي ، کورني، ټولنيز، سياسي او اروايي چارې د کړنو د ورکېدو لاملونه ښوول شوي دي،چې موږ به ورته اشاره وکړو :

١_ ګروهیزه : له دولس ګونو امامانواو د پېغمبراکرم (ص) له اهل بيتو سره کينه ( بحار٢٨ / ١٩٨)

٢_  عبادي : هغوى چې بې له کوم عذره لمونځ نه کوي . ( کافى ٢/ ٣٨٤‏)

امام وپوښتل شو: ولې دې د لمانځه پرېښوول په کبيره ګناهونوکې ونه شمېره؛خو د يتيم د مال خوړل دې په کبير ګناهونه کې وشمېره ؟ امام وويل : کفرکبيره ګناه ده او د لمانځه پرېښوول عملي کفر دى . ( کافى ‏٢/٢٧٨‏ )

٣-کورني : امام صادق (رح) وويل : که يوې ښځې خپل مېړه ته وويل،چې له تا مې خير نه دى ليدلى او له تا ‏ناخوښه يم ؛نو کړنې به يې پوپناه وي . ( من لايخضر ٣/٤٤)

٤- ټولنيزه : رسول اکرم (ص) وويل : که چا يومړي ته د امانت په ساتلو غسل ورکړ؛نو د مړي ويښتوهومره د مريانو د آزادولو اجر به ورکړ شي او سل ځلې به پرې ورحمېږي .

وپوښتل شو : د مړي په وينځلوکې امانت ساتنه څه ته وايې ؟ آنحضرت (ص) ‏ وويل : عورت او بدۍ يې پټې کړي . که بې  له دې ‏يې وکړل ؛نو په دنيا او آخرت کې به بې پته شي او کړنې به يې تس نس  شي. ( وسايل الشيعه  ٢/ ٢٤٧‏)

هو! دا خو لا د مړي د پت ساتل دي ؛نو د ژوندي د پت ساتل به څومره ثواب ولري!)

٥- سياسي : امام باقر (رح)  د (وَمَن يَكْفُرْ بِالإِيمَانِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُهُ )( مائده/۵) ‏ په اړه وويل : د ايمان زړه له علي بن ابي طالب سره دى او څوک چې يې له ولايته منکر شو؛نو کړنې به يې  تس نس وي . ‏( بحار٣٥/٣٤٨)

(ژباړن : خوشحال بابا وايي : د علي د آل دوستي د ایمان زړه دی – څوک  دا شک په دا په زړه نه راولي.)

٦_  اروايي : امام صادق (رح)   وويل : که چا د شک او خيال له مخې ( بې له پوهې يا شرعي حجته) کوم کار وکړ؛نواعمال يې پوپناه دي . ( وسايل  ٢٧ / ٤٠)

 اوس مو چې د ځينو کړنو د منفي او بدو اغېزو په باب خبرې وکړې ؛نو اوس به د ځينو کړنو پر مثبتو اغېزو هم خبرې وکړو،چې انسان څنګه کړای شي په نورو کړنو خپلو بدو کړنو ته لېو ورکړي او پر ښو يې واړوي .

په قرآن کې ايمان،نېکچاري،تقوا،له بېوزليو سره په پټه مرسته، توبه،له کبيره ګناهونو ‏ځان ساتل ،لمونځ ، زکات ، قرض الحسنه ، هجرت او جهاد د ګناهونو د بښل کېدو او د تېروتنو د له منځه تلو لامل ښوول شوي دي .

وګورئ : (  بقره/٢١٤؛ طلاق /٥ ؛ تغابن/ ٩ ؛تحريم/ ٨ ؛ نساء/٣١؛هود /١١٤؛ مائده/١٢؛آل عمران/١٩٥؛ فرقان/٧٠ )

قرآن وايي :

 ((إِلاَّ الَّذِينَ صَبَرُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ أُوْلَئِكَ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ كَبِيرٌ(هود/۱۱) =خو هغوى چې (د رښتوني ايمان په رڼا كې يې) صبر او زغم وكړ او ښه كارونه يې وكړل،چې هغوى ته بښنه او ستر اجر دى.))

ښکاره خبره ده،چې د پېغمبر اکرم (ص) سپکاوى يې د لوړ مقام له امله د انسان د کړنو د پوپناه کېدو لامل دى؛خو قرآن له ټولو خلکو سره په ټيټ غږ د خبرو کولو سپارښتنه کړې ده؛لکه څنګه چې “لقمان” خپل زوى ته وويل :

 ((وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ وَاغْضُضْ مِن صَوْتِكَ إِنَّ أَنكَرَ الْأَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِيرِ(لقمان/۱۹)=(يه زويکه!) او په تګ كې دې منځلارى وسه او غږ دې ورو كړه (او كله هم چغې مه وهه) [ځكه] چې تر ټولو بد غږ د خرو غږ دى! ))

لوړغږ (غږيزه ککړتيا ) نن د بشري ټولنى ستره ستونزه ‏ده .

موږ کله د واده په پلمه،کله د وير په پلمه،کله په جومات کې، کله د ورزش په ميدان کې د خلکو د هوساينې د له منځه تلو لامل ګرځوو، ‏حال دا چې اسلام يوازې په څو ځايونو کې د لوړ غږ اجازه راکړې ده؛ لکه : اذان،هغه هم په ښکلي غږ او يا د حج پرمهال،چې حاجيان ((لبيک الهم لبيک)) وايي.

ګورو،چې بې له دې دوو چارو حق نه لرو له چا سره لوړې خبرې وکړو،دا خو لا څه کوې،چې که لوړ غږ د ګواښنې بڼه ولري ، چې په دې توګه پر بې ادبۍ سربېره،د مؤمن ډارول هم ځان ته ځانګړې سزا لري .

 

سرچینه: تفسیر نور، مولف: شیخ محسن قرآیتی

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!