تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د سورة التغابن د منتخبو آیتونو شرح د تغابن سورت ټوليزه منځپانګه : دا سورت د ټوليز سياق او نظم له پلوه له حديد سورت سره ډېر ورته والى لري؛داسې چې د حديد سورت لنډيز او نچوړ په نظر رسي. ددې سورت منځپانګه،مؤمنان د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د سورة التغابن د منتخبو آیتونو شرح

د تغابن سورت ټوليزه منځپانګه :

دا سورت د ټوليز سياق او نظم له پلوه له حديد سورت سره ډېر ورته والى لري؛داسې چې د حديد سورت لنډيز او نچوړ په نظر رسي. ددې سورت منځپانګه،مؤمنان د خداى په لار کې انفاق ته هڅوي او دا څرګندوي،کومې ستونزې،چې د ايمان، جهاد او د خداى د لارې په انفاق کې ورسي ، نه دې پرې غمجنېږي؛ ځکه دا ټولې ستونزې د خداى په امر وررسي او خداى ترې خبر دى او ثواب يې ورکوي (الميزان، 19: 307 مخ)

ذَلِكَ بِأَنَّهُ كَانَتْ تَأْتِيهِمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَقَالُوا أَبَشَرٌ يَهْدُونَنَا فَكَفَرُوا وَتَوَلَّوْا وَاسْتَغْنَى اللَّهُ وَاللَّهُ غَنِيٌّ حَمِيدٌ ﴿۶﴾ = دا ځكه چې استازيو يې څرګند دلايل وروړل؛ نو (د كبر او غرور له مخې) يې ويل: (( ايا (زموږ په څېر) یو انسان لارښوونه راته کوي؟!)) نو (له همدې لامله) منكر شول او مخونه يې واړول او الله (یې له ايمان او اطاعته) بې پروا شو او الله مړه خوا ستايل شوى دى .

 6_ مړه خوا خداى: په يو قدسي حديث كې لولو: (( زما بندګانو! تاسې څه زيان يا څه ګټه رارسولاى نشئ. زما بندګانو! که ړومبي او روستي انسانان او پيريان خورا پاك زړونه ولري، زما پر واكمنۍ څه نه ورزياتېږي او كه ړومبي او روستي انسانان او پيريان خورا ناپاك زړونه ولري، زما له واكمنۍ څه نه كمېږي. كه ړومبي او روستي انسانان او پيريان په يو ميدان كې راټول شي او چې څه له ماغواړي وركوم يې؛ نو څه مې له زېرمو نه كمېږي او دا به د هغه لمدوالي په څېر وي، چې یوه رسۍ په سيند كې لمدېږي. زما بندګانو! زه مو كړنې شمېرم، بيا يې درستنوم، چې څوك نېكي ومومي، د خداى شكر دې وكاږي او چې څوك بې له دې وويني؛ نو بې له ځانه دې بل څوك پړ نه بولي)) (نمونه، 24: 25 مخ) په يوه نيمګړې تشبيه كې، موږ د بوټو او ونو په څېر يو، چې ځانونه مو د لمر رڼا ته نيولي؛ بې له دې، چې ځلاند لمر ورته اړتیا ولري. (پيام قرآن، 3: 50 مخ)

فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَالنُّورِ الَّذِي أَنْزَلْنَا وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ﴿۸﴾ = نو (اوس چې داسې ده) پر الله او استازي يې او پر هغې رڼا ايمان راوړئ،چې درلېږلې مو ده او خدای مو له کړنو ښه خبر دی.

 8_ پر خداى او استازي يې او هغې رڼا ايمان راوړئ، چې نازله كړې یې ده: په ګڼ شمېر آيتونو كې قرآن په رڼا تعبير شوى او د ((انزلنا)) مانا کړن – تعبير هم پرې شاهد دى؛ كه څه د اهل بيتو له لارې موږ ته په رارسېدلیو ګڼ شمېر رواياتو كې، په دې آيت كې رڼا، په امام تفسير شوې ده. شونې ده دا تفسير له دې پلوه وي، چې د امام شتون، د قرآن عملي انځور شمېرېږي؛ نو ځكه كله پېغمبر او امام ته، ناطق قرآن ويل كېږي. له دې روایاتو تر يوه لاندې د امامانو په باب له امام باقر نه لولو: (( دوى هغه كسان دي، چې د مؤمنانو زړونه رڼا كوي). (نمونه، 24: 193 مخ)

 يَوْمَ يَجْمَعُكُمْ لِيَوْمِ الْجَمْعِ ذَلِكَ يَوْمُ التَّغَابُنِ وَمَنْ يُؤْمِنْ بِاللَّهِ وَيَعْمَلْ صَالِحًا يُكَفِّرْ عَنْهُ سَيِّئَاتِهِ وَيُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۹﴾ = (دا به) پر هغه ورځ وي،چې د غونډې پر ورځ (= د قيامت پر ورځ) مو راغونډ كړي،همدا د تغابن (زيان او پښېمانۍ ننګېرنې) ورځ ده او څوك چې پر الله ايمان راوړي او ښې چارې وكړي؛ نو ګناهونه يې وربښي او (جنتي) باغونو ته يې ورننباسي،چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي،هلته به تل اوسي؛ دا ستره بريا ده .

9_ د تغابن ورځ: قيامت، هغه ورځ ده، چې وړوپړ – بریالی او نابریالی ((مغبون)) معلومېږي؛ هغه ورځ، چې څرګندېږي كوم كسان په نړۍ كې په خپله سوداګرۍ كې پر غبن، زيان او خسران اخته شوي دي. هغه ورځ ده، چې دوزخيان په جنت كې خپل ځاى تش ويني او لاسونه مروړي او جنتيان هم په دوزخ كې خپل ځاى تش ويني او خوشحالېږي. له پېغمبر اکرم (ص) نه په يو حديث كې لولو: ((هر بنده، چې جنت ته ننوځي – كه يې بدي كوله- ؛ نو په اور كې خپل ځاى ورښوول كېږي چې ډېر شكر وكاږي او كوم بنده، چې دوزخ ته ننوځي – كه يې نېكي كوله -؛ نو په جنت كې خپل ځاى ورښوول كېږي ، چې ښه لاسونه ومروړي)) (نمونه، 24: 194 مخ). همداراز قيامت يې، چې  په دې نامه ياد كړى؛ نور اړخونه يې هم ورته ياد كړي؛ لكه كافران ځانونه بايلودي ويني؛ ځكه د خپل ژوند معامله يې بايلودې ده او د خپل عمر ګرانبيه پانګه يې ارزانه پلورلې او ابدي پاك ژوند يې له لاسه وركړى؛ يا مطلب دا هلته ټول محشريان (مؤمن او كافر) زيان ننګېري – احساسوي، مؤمنان په حسرت كې دي، چې ولې يې خپل آخرت ته ډېر عمل كړې نه دی او كافران له دې زيان ننګېري، چې آخرت ته یې هېڅ صالح عمل راوړى نه دى. په حقيقت كې د دواړو ډلو لاس مروړل په دې علت دي؛ لكه چې څنګه بايد او شايد وو، قيامت ته پر ارزښت قايل نه ول. همدغسې يې ويلي: دا د زيان او پښېمانۍ ننګېرنه په سرغړاندو بېلاروونكيو او بېلارې لارويانو پورې اړوند ده؛ څرګندنه دا، بېلاروونكيو، خپل لارويان غولول او په دې توګه یې دنيا پالنې او آخرت شا كونې ته هڅول. له مقابل لوري، بېلارې لارويانو هم له سرغړاندو په لاروۍ، دوى وغولول؛ ځكه ورپسې تلل يې د هغوى ښاڅمني – كبر او سرغړونه لا ډېره كړه او د ډېر عذاب وړ يې كړل؛ نو په حقيقت كې دواړو ډلو يو بل وغولول. (الميزان، 19: 314 مخ.)

 مَا أَصَابَ مِنْ مُصِيبَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ وَمَنْ يُؤْمِنْ بِاللَّهِ يَهْدِ قَلْبَهُ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۱۱﴾ = (هيچا ته) بې د الله له اجازې کوم مصيبت نه وررسي او څوك چې پر الله ايمان راوړي، الله يې زړه ته سمه لار ورښيي او الله پر هر څه پوه دى .

 11_ ټول مصيبتونه د خداى په اجازې دي: بېشكه د هستۍ ټولې پېښې د خداى په اجازې دي؛ ځكه د افعالي توحيد په غوښتنه، په ټوله هستۍ كې بې د حق له ارادې كوم څيز عملي كېږي نه؛ خو داچې مصيبتونه، همېش په اذهانو كې د پوښتنې په څېر دي؛ نو ځانګړې ډډه پرې لګول شوې ده. دلته دا مهمه پوښتنه اوڅار ده، چې د ډېرى مصيبتونو لامل، د ظالمانو ظلم او د جبارانو اراده ده يا پخپله انسان يې د لنډون يا ګناه په پار، لامل شوى دى؛ نو ايا دا هم د خداى په اجازې دي؟! په ځواب كې وايو، په قرآن كې د مصيبتونو په هكله د راغليو آيتونو له ټوله معلومېږي، چې كړاوونه دوه ډوله دي: لومړى، هغه مصيبتونه، چې د انسان د ژوند له طبيعت سره اخږل شوي او د بشر اراده ډېر لږ اغېز هم پكې نلري؛ لكه مړينه او يو شمېر طبيعي دردناكې پېښې. دويم، هغه مصيبتونه، چې انسان په يوه ډول پكې ونډه لري. قرآن د لومړي ډول په باب وايي، چې دا د خداى په اجازې راپېښېږي او د دويم ډول په هكله وايي، چې د خپلو كړنو په پار مو در تر غاړې كېږي؛ نو ځكه څوك په دې پلمه، چې ګرد مصيبتونه د خداى له لوري دي، د ظالمانو پر وړاندې چوپ كېداى نشي، چې مبارزې ته راپانڅي او نه په دې پلمه له ناروغيو، افتونو، فقر او ناپوهۍ له مبارزې لاس اخستاى شي؛ البته ان په هغو مصيبتونو كې، چې پخپله انسان پكې ونډه لري، د وزلو اغېز، د خداى له لوري دى، كه يې وغواړي، هر سبب بې رنګ او بې اغېزې كېږي. (نمونه، 24: 198 مخ)

 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ وَأَوْلَادِكُمْ عَدُوًّا لَكُمْ فَاحْذَرُوهُمْ وَإِنْ تَعْفُوا وَتَصْفَحُوا وَتَغْفِرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۱۴﴾ = مؤمنانو! په حقيقت کې ځينې مېرمنې او اولادونه مو ستاسې دښمنان دي؛ نو ځانونه ترې وساتئ او كه عفوه وکړئ او له گناهونو يې تېر شئ او بدي يې ناليدلې وگڼئ (؛ نو تاسې يو الهي چار کړى)؛ ځکه الله تعالى هم ډېر بښونکى (او) لورين دى.

 إِنَّمَا أَمْوَالُكُمْ وَأَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ وَاللَّهُ عِنْدَهُ أَجْرٌ عَظِيمٌ ﴿۱۵﴾ = مالونه او اولادونه مو يوازې [د] ازمېښت [وزلې] دي او دا الله دى،چې ستره بدله ورسره ده .

14 او 15_ ځينې مېرمنې او اولادونه مو دښمنان دي: داچې ددې آيتونو مخه مؤمنانو ته ده، پوهېدل كېږي، چې له مؤمنانو وګړيو سره يې د ځينو اولادونو او مېرمنو دښمني، د ايمان په پار ده؛ په دې توګه، ددې وګړيو ځينې اولادونه او مېرمنې هڅه كوي، دوى له ايمان يا صالحنو كړنو (؛لكه د خداى په لار كې انفاق او د كفر له سيمې له هجرته) منع كړي يا يې كفر او هلاكوونكيو ګناهونو (؛لكه له مېرمنې او اولادونو سره يې د مينې په پار د خداى په لار كې له انفاقه مخنيوى، په نامشروع ډول د شتمنيو ترلاسه كولو او د خلكو پر مالونو خېټه اچولو) ته اړ كړي. خداى په دې آيتونو كې مؤمنانو ته وايي، له دغسې اولادونو او مېرمنو سره ګوزاره وكړئ او له تېروتنو يې تېر شئ؛ خو له دې ځان وساتئ، چې هلاكت ته مو وركاږي او ورسره مينه مو د ابدي بدمرغۍ لامل شي. (الميزان، 19: 320 مخ.) ورپسې په (15) آيت كې په ټوليز ډول وايي، مالونه او اولادونه مو يوازې ازمېښت وزلې دي. په رښتینه كې خداى د انسان روزنې لپاره تل انسان په سرو بټويو كې ازمېيي؛ خو دا دواړه؛ يعنې مالونه او اولادونه، د ازمېښت له خورا مهمو وزلو ځنې دي؛ ځكه د مالونو جاذبه او له اولادونو سره مينه په انسان كې دومره غښتلى كشش او راښكون رادبره كوي، چې په ځينو ځايونو كې د خداى له رضا جلا كېږي او انسان تر سخت دباو لاندې وي. معمولاً د ((إِنَّمَا)) مانا کړن – تعبير حصر ته راوړل كېږي او راښيي، چې دا دوه موضوعات تر بل هر څه تر ازمېښت لاندې دي. له علي (ك) په يو روايت كې لولو: (( له تاسې دې څوك نه وايي، چې خدايه له ازمېښته پناه دروړم؛ ځكه هر څوك په يو ډول تر ازمېښت لاندې دى؛ خو كه څوك خداى ته پناه وروړي، بايد له بېلاروونكيو فتنو پناه وروړي؛ ځكه خداى وايي: پوه شئ، مالونه او اولادونه مو ازمېښت وزلې دي)) (نمونه، 24: 206 مخ). له رسول اكرم (ص) په يو حديث كې لولو: ((هر امت ته يو ازمېښت شته، چې د امت ازمېښت مې، مال او شتمني ده)) (الميزان، 19: 323 مخ.)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!