تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د سورة المدثر د منتخبو آیتونو شرح د مدثر سورت ټوليزه منځپانګه:  ددې سورت ټوليزه منځپانګه ،ګواښنه او د پېغمبر(ص) د منکرانو او کافرانو سخته غندنه ده (اخستل شوى له: الميزان، 20: 86 مخ.) يَا أَيُّهَا الْمُدَّثِّرُ ﴿۱﴾ = ای د خوب څادر پر ځان راکښونکی! (او په بستره كې پروته)! […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د سورة المدثر د منتخبو آیتونو شرح

د مدثر سورت ټوليزه منځپانګه:

 ددې سورت ټوليزه منځپانګه ،ګواښنه او د پېغمبر(ص) د منکرانو او کافرانو سخته غندنه ده (اخستل شوى له: الميزان، 20: 86 مخ.)

يَا أَيُّهَا الْمُدَّثِّرُ ﴿۱﴾ = ای د خوب څادر پر ځان راکښونکی! (او په بستره كې پروته)!

ای په جامو کې نغښتيه!: د مزمل سورت او مدثر سورت د آيتونو له سياقه ګټنه كېږي، چې پېغمبراکرم (ص) په خپله بلنه كې د مشركانو له ځورونې سره مخ شو؛ نو په دې الهي دنده كې له دغسې ستونزې سره د مخېدو په پار، خپه شو او د خپګان لرې كېدو ته يې ځان په څادر كې راتاو او ويده شو. بيا ورته وويل شو ((ای په جامو کې نغښتيه!)) او ورپسې امر ورته وشو، چې د شپې راپاڅه او لمونځ كوه او د كافرانو د خبرو پر وړاندې له زغمه كار اخله؛ لكه چې په ((بقره_153)) كې هم راغلي دي: ((له صبر او لمانځه مرسته واخلئ))؛ نو پېغمبراکرم ته دنده وركړاى شوه، چې د كړاوونو پر وړاندې له لمانځه او صبر مرسته وغواړي او په دې توګه مقاومت وكړي؛ نه داچې څادر له ځانه راتاو او ويده شي. (الميزان، 20: 66 مخ.)

وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ ﴿۴﴾ = او جامې دې پاكې کړه،

وَالرُّجْزَ فَاهْجُرْ ﴿۵﴾ = او [د شرک] له چټلۍ ډډه وکړه،

4 او 5_ د پاكوالي امر: د څلورم آيت (او جامې دې پاكې كړه) په تفسير كې ډول ډول خبرې شوي، چې دوه یې سمې په نظر رسي:

 1_ دا چې د جامو له پاكولو مطلب، د عمل سمونه ده؛ ځكه د انسان كردار د تن د جامو او د بنيادم د ګروهو په څېر دى او د انسان ظاهر يې د باطن ښوونكى دى؛ نو خداى په دې سپارښتنه څرګندوي، داچې كړنې دې د تن د جامو په څېر دي؛ نو له چټليو يې پاكې كړه.

 2_ منظور دا دى، چې لمانځه ته دې جامې له چټليو پاكې كړه. د دويم نظر له مخې، درېيم آيت (او خپل پالوونكى دې په ستريا ياد كړه) په نمانځه كې تكبيرة الاحرام ته اشاره ده او دا آيت لمانځه ته د جامو پاكوالي ته اشاره ده. په حقيقت كې، دا دوه آيتونه، د اسلام په دين كې د پېغمبراکرم (ص) د بعثت په لومړيو ورځو كې د لمانځه د حكم تشريع راښيي. (الميزان، 20: 88 مخ.) د پينځم آيت (او له چټلۍ لرې وسه) په تفسير كې د چټلۍ د مفاهيمو رنګارنګي لامل شوې، چې په اړه يې ډول ډول نظريات وويل شي. بوت، هر ډول ګناه، ناوړه خويونه، د دنيا مينه، الهي عذاب او هر څيز، چې انسان له خدايه غافلوي، ورته ويل شوي دي؛ البته په ډاګه ده، چې پېغمبر اكرم (ص) ان تر نبوت وړاندې هم له دې چارو ډډه كړې او ژوند ليك يې (چې دوست او دښمن پرې منښتى دى) پردې مانا ګواه دى؛ خو دلته خداى ته د بلنې په بهير كې د يو بنسټيز آر په توګه او هم ټولو ته د بېلګې په توګه ټينګار پرې شوى دى. (نمونه، 25: 213 مخ.)

ذَرْنِي وَمَنْ خَلَقْتُ وَحِيدًا ﴿۱۱﴾ = ما هغه ته ورپرېږده،چې يوازې مې پيدا كړى دى!

وَجَعَلْتُ لَهُ مَالًا مَمْدُودًا ﴿۱۲﴾ = او ډېره شتمني مې وركړې ده،

وَبَنِينَ شُهُودًا ﴿۱۳﴾ = او (چوپړ ته چمتو او) ملاتړي زامن (مې وركړي دي)،

وَمَهَّدْتُ لَهُ تَمْهِيدًا ﴿۱۴﴾ = او (ژوندون وزلې) مې پوره ورچمتو كړي دي

ثُمَّ يَطْمَعُ أَنْ أَزِيدَ ﴿۱۵﴾ = بيا [هم] تمه لري،چې ورزيات يې كړم.

كَلَّا إِنَّهُ كَانَ لِآيَاتِنَا عَنِيدًا ﴿۱۶﴾ = هېڅكله به داسې ونشي[؛ځكه] هغه خو زموږ د آيتونو سخت دښمن شوی دى.

سَأُرْهِقُهُ صَعُودًا ﴿۱۷﴾ = ژر به يې له زیاتېدونکي کړاوونو سره ورمخ کړم.

إِنَّهُ فَكَّرَ وَقَدَّرَ ﴿۱۸﴾ = [ځكه] (له قرآن سره مبارزې ته) یې سوچ وكړ او (طرحه يې) وسنجوله .

فَقُتِلَ كَيْفَ قَدَّرَ ﴿۱۹﴾ = نو مرګ پر ده! څرنګه يې (له حق سره د مبارزې طرحه) وسنجوله؟!

ثُمَّ قُتِلَ كَيْفَ قَدَّرَ ﴿۲۰﴾ = بيا هم مرګ پر ده، چې څرنګه يې (طرحه او خپله شيطاني نقشه) وسنجوله؟!

ثُمَّ نَظَرَ ﴿۲۱﴾ = بيا يې وكتل،

ثُمَّ عَبَسَ وَبَسَرَ ﴿۲۲﴾ = ورپسې يې مخ تريو او تندى ګونجې كړ؛

ثُمَّ أَدْبَرَ وَاسْتَكْبَرَ ﴿۲۳﴾ = بيا يې (حق ته) شا واړوله او لويي يې وكړه،

فَقَالَ إِنْ هَذَا إِلَّا سِحْرٌ يُؤْثَرُ ﴿۲۴﴾ = او و يې ويل: ((دا (قرآن) بېدو له پخوا راروانې کوډې دي.

إِنْ هَذَا إِلَّا قَوْلُ الْبَشَرِ ﴿۲۵﴾ = دا هسې د بشر خبرې دي (نه د خداى وينا).))

11 تر 25_ سپېره نقشه:

 ددې آيتونو په شان نزول كې ويل شوي، چې پېغمبراکرم (ص) په ((حجر اسماعيل)) كې كېناسته او قرآن يې لوست. د قريشو مشركان ((وليد بن مغيرة)) ته (چې بوډا و او پر پېغمبراکرم يې ملنډې وهلې) ورغلل او ورته يې وويل: ابا عبدالشمس! محمد، چې څه وايي څه دي؟ شعر دى، كهانت (له پېريانو سره اړيكه) ده که خطابه؟ ويې ويل: خوشې مې كړئ، چې خبرې یې واورم؛ نو پېغمبر اکرم (ص) ته ورغى او ويې ويل: محمده! شعرونه دې راته ووايه. ويې ويل: دا شعر نه دى؛ بلكې د خداى خبرې دي، چې پرښتو او خپلو پېغمبرانو ته يې غوره كړي دي. و يې ويل: څه يې راته ووايه. پېغمبر (ص) د فصلت سورت څو آيتونه ورته ولوستل او چې 13 آيت ته ورسېد ((كه مخونه یې واړول، ووايه، تاسې د عاد او ثمود د تندر په څېر له يوه تندره ډاروم)). وليد ولړزېد او له ډاره يې د سر او بدن ويښتان ځيګه شول خپل كور ته ولاړ او قريشو ته ورستون نشو. بيا مشركان ابوجهل ته ورغلل او ورته يې وويل: ابوالحكمه! (د ابوجهل اصلي نامه وه، او پېغمبر (ص) پرې ابو جهل ايښى و) ابو عبدالشمس د محمد دين ته وركوږ شوى دى؛ نه وينې، چې رانغى؟ ابوجهل وليد ته ورغى او ويې ويل: تره! موږ دې سرځوړند، رسوا او دښمن دې خوشحاله كړ او د محمد دين ته وركوږ شوى يې! وليد وويل: دين ته يې ور مات شوى نه يم؛ خو پوره سخته خبره مې واورېده، چې نوغي پرې ځيږېږي. ابوجهل ورته وويل: ايا خطابه ده؟ ويې ويل: نه! خطابه يو له بل سره نښتې خبرې دي او دا جلا جلا خبرې دي (د قرآن آيت آيتوالي ته اشاره ده) او ځينې يې ځينو ته ورته نه دي. ويې ويل: ايا شعر دى؟ ويې ويل: نه، ما د عربو ډول ډول اشعار اورېدلي؛ خو دا شعر نه دى. ويې ويل: نو څه دي؟ ويې ويل: پرېږده، چې په اړه یې فكر وكړم، پر سبا يې وليد ته وويل: ابو عبدالشمس، د پوښتنې په اړه مې څه وايې؟ ويې ويل: ووياست، چې كوډې دي او د خلكو زړونه پرې تر لاسه كوي، بيا يې خداى په اړه دا ايتونه رانازل كړل: (( هغه ته مې پرېږده، چې پخپله مې يوازې پيدا كړى دى!…)). (الميزان، 20: 100 مخ.)

عَلَيْهَا تِسْعَةَ عَشَرَ ﴿۳۰﴾ = چې [د عذاب] نولس (پرښتې) پرې ګومارل شوي دي.

وَمَا جَعَلْنَا أَصْحَابَ النَّارِ إِلَّا مَلَائِكَةً وَمَا جَعَلْنَا عِدَّتَهُمْ إِلَّا فِتْنَةً لِلَّذِينَ كَفَرُوا لِيَسْتَيْقِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ وَيَزْدَادَ الَّذِينَ آمَنُوا إِيمَانًا وَلَا يَرْتَابَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ وَالْمُؤْمِنُونَ وَلِيَقُولَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ وَالْكَافِرُونَ مَاذَا أَرَادَ اللَّهُ بِهَذَا مَثَلًا كَذَلِكَ يُضِلُّ اللَّهُ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي مَنْ يَشَاءُ وَمَا يَعْلَمُ جُنُودَ رَبِّكَ إِلَّا هُوَ وَمَا هِيَ إِلَّا ذِكْرَى لِلْبَشَرِ ﴿۳۱﴾ = او د دوزخ چوپړيان مو بېدو (د عذاب) پرښتې ټاکلي او موږ يې شمېر يوازې كافرانو ته ازمېښت ګرځولى، چې كتابيان [= يهود او نصارى] يقين پيدا كړي او د مؤمنانو ايمان زيات شي او كتابيان او مؤمنان (ددې اسماني كتاب په حقانيت كې) شكمن نشي او داچې د زړونو رنځوران او كافران ووايي: ((له دې شمېره (=١٩) د الله څه منظور دى؟)) په دې توګه د الله چې چا ته خوښه شي (د دوی د كړنو له لامله) يې بېلارې كوي او چا ته یې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) سمه لار ورښيي او ستا د پالونكي د لښكرو [پر شمېر] يوازې پخپله الله پوهېږي او دا (آيتونه) انسانانو ته بې له پنده بل څه نه دي.

30 او 31_ د دوزخ چوپړيان: چې كله 30 آيت د دوزخ د چوپړيانو شمېر نولس تنه وښود، ابوجهل په ملنډو د قريشو مشركانو ته وويل: ميندې مو بورې شه؛ اورم، چې محمد مو خبروي، چې د دوزخ چوپړيان نولس تنه دي؛ ايا لس تنه مو يو يې راڅملولاى شي؟ يو زورور قريش وويل: زه دې يې له اولس تنو بچولاى شم؛ خو تاسې مې له دوو نورو د بچېدو لپاره راپاڅئ. خداى ددې چټي ويوونكيو په ځواب كې وويل، دا شمېر پرښتې زموږ له لوري ګومارل شوي او خپله دنده ترسره كولاى شي؛ لكه د لوط قوم يوازې څو تنو پرښتو له منځه يووړ؛ خو داچې تاسې مې يې له شمېره خبر كړئ، په دې پار وه، چې ازمېښت مو كړم، چې د خداى خبرې ته څه غبرګون ښيئ؛ غاړه ورږدئ، سرغړونه كوئ او ملنډې وهئ. همداراز يهود او نصارا يقين وكړي، چې قرآن حق دى؛ ځكه په كتابونو كې يې هم د دوزخ د چوپړيانو شمېر راغلى دى او د كتابيانو په غبرګون د مؤمنانو يقين نور هم زيات شي؛ خو منافقان او كافران په ملنډو ووايي: دا نو څه بېلګه ده؟ (الميزان، 20: 96 مخ.)

كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ رَهِينَةٌ ﴿۳۸﴾ = هر څوك په خپلو كړنو کې ښکېل دى.

إِلَّا أَصْحَابَ الْيَمِينِ ﴿۳۹﴾= خو بې د ښي لاس والاوو،

38 او 39_ هغوى چې په خپلو كړنو كې ګاڼه نه دي: دا آيتونه څرګندوي، چې ګرد انسانان په خپلو كړنو كې ګاڼه دي، ته وا ټول وجود يې د خپلو دندو په سرته رسولو كې ګاڼه دی:  كه يې وكړل ازادېږي؛ كه نه بندي به وي. اصحاب يمين خو له دې بنديتوبه ازاد دي، دوى هغه كسان دي، چې ايمان او صالح كړنې لري او لنډ شانته ګناهونه يې د ښو تر اغېز لاندې راځي؛ نو يا بې حسابه جنت ته ننوځي يا كه څه حساب ولري؛ نو اسان به وي. له امام باقر(رح) نه په يو روايت كې لولو: (( موږ او لارويان مو اصحاب يمين يو او چې څوك له موږ اهلبيتو سره دښمني وكړي، د خپلو كړنو په بند كې به وي)) (نمونه، 25: 250 مخ.)

كَأَنَّهُمْ حُمُرٌ مُسْتَنْفِرَةٌ ﴿۵۰﴾ = لكه چې دوى بېدیاني ترهیدلي خره دي،

فَرَّتْ مِنْ قَسْوَرَةٍ ﴿۵۱﴾ = چې له زمري تښتېدلي وي!

50 او 51_ له حقه تېښته لكه له زمري د ځنګلي خرو تېښته:

 مشهوره ده، چې ځنګلي خره له زمري هېښنده ډار لري. ان، چې كله د زمري غږ اوري، هومره ترهېدوني وي، چې د لېونو په څېر هر پلو ته ځغلي، چې يې ليدونكى حيران وي. له آره دا څاروى په دې پار، چې وحشي دى، له هرڅه ترهېږي؛ زمری اصلي دښمن خو يې لاڅه كوې! دې آيت د قرآن له آيتونو د مشركانو تېښته له ځنګلي خرو سره ورته كړې، چې هم بې عقله او بې شعوره دي او هم وحشي دي، له هر څه تښتېدوني؛ حال دا چې يوازې پند يې په مخ كې ورپروت دى. (نمونه، 25: 263 مخ.)

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!