تبلیغات

د سورة یونس د منتخبو آیتونو شرح بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د یونس سورت ټوليزه منځپانګه : دې سورت د ډېری مکي سورتونو په څېر پر څو آریزو او بنسټیزو موضوعاتو ډډ وهلې، چې تر ټولو مهم یې د “مبدا” او”معاد” دوه موضوعات دي. ړومبی د وحې او […]

د سورة یونس د منتخبو آیتونو شرح

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د یونس سورت ټوليزه منځپانګه :

دې سورت د ډېری مکي سورتونو په څېر پر څو آریزو او بنسټیزو موضوعاتو ډډ وهلې، چې تر ټولو مهم یې د “مبدا” او”معاد” دوه موضوعات دي. ړومبی د وحې او د پېغمبراکرم(ص) د مقام خبرې کوي، بیاپر پیدایښت لګیا کېږي،چې د خدای د عظمت نښه ده ،ورپسې خلک د دنیوي توکیز ژوند ناپایښتۍ او د آخرت تلپاتې ژوند ته متوجه کوي، چې په ایمان او صالح عمل ورته ځانونه چمتو کړي. همدغسې د همدې موضوعاتو په تناسب د سترو پېغمبرانو؛ لکه نوح،موسی او یونس علیهم السلام د ژوند بیلابېلې برخې راسپړي او بیا د تېرو ویینو تایيد ته، د بوتپالو د ځېل او سرسختۍ خبرې کوي او په هر ځای کې د خدای حضور او شهود ورته انځوروي، او په تېره ددې موضوع جوتولو ته له فطرته مرسته اخلي، چې د ستونزو پر مهال راښکاره کېږي او خدای یې رایادېږي. په پای کې د مخکې ویینو پوره کولو ته،په هر مناسب ځای کې، صالحانو ته د ښې پایلې له زېري ورکولو او فاسقانو ته دسپېرې پایلې له ګواښنې ګټنه کوي[1].

أَكَانَ لِلنَّاسِ عَجَبًا أَنْ أَوْحَيْنَا إِلَى رَجُلٍ مِنْهُمْ أَنْ أَنْذِرِ النَّاسَ وَبَشِّرِ الَّذِينَ آمَنُوا أَنَّ لَهُمْ قَدَمَ صِدْقٍ عِنْدَ رَبِّهِمْ قَالَ الْكَافِرُونَ إِنَّ هَذَا لَسَاحِرٌ مُبِينٌ ﴿۲﴾ =  ايا خلكو ته هېښنده برېښي، چې موږ له همدوی، يوه سړي ته وحې وکړه، چې :(( خلك [د كفر او ګناه له پايلو] ووېروه او مؤمنانو ته زېرى وركړه،چې د خپل پالونكي پر وړاندې ښه مخينه، رښتینی مقام او سترې بدلې لري؟!)) كافرانو وويل : ((بېشکه دا خو ښكاره كوډګر دى))

۲—قدم صدق : داچې “ قدم صدق” څه دی، په اړه یې درې نظره دي . لومړی نظر دادی، چې ایمان فطري مخېنه لري او په حقیقت کې ، مؤمنانو د خپل ایمان په ښوولو، د خپل فطرت غوښتنه تصدیق او ټیڼګار یې پرې کړی دی . دویمه نظریه داچې د آیت مانا، مقام او منزلت دی؛ یعنې مؤمنان د خدای پر وړاندې د ثابت او مسلم مقام او منزلت درلودونکي دي ، چې هېڅ څیز پکې ادلون بدلون راوستای نشي . درېیم داچې قدم د مشر او لارښود پر مانا دی؛ یعنې مؤمنانو ته یو رښتونی مشر ورلېږل شوی دی . په تفاسیرو کې تردې آیت لاندې ګڼ شمېر روایات راغلي، چې “ قدم صدق” یې پېغمبر اکرم(ص) یا د حضرت علي کرم الله وجهه ولایت تفسیر کړی دی ، چې د همدې مانا تایيد ونکی دی[2]. په ظاهر کې د روایاتو مطلب دادی، چې د رسول اکرم(ص) شفاعت د مؤمنانو او پر ولایت ګروهنو پر برخه کېږي[3].

إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يُدَبِّرُ الْأَمْرَ مَا مِنْ شَفِيعٍ إِلَّا مِنْ بَعْدِ إِذْنِهِ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ ﴿۳﴾ = په رښتینه کې ستاسې پالونكى هغه الله دى،چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو[= شپږو پړاوونو] كې پېدا كړل، بيا يې پرعرش مخه کړه[ د (قدرت) پر تخت كېناست] او (د نړۍ) چارې سنبالوي، بې اجازې يې هېڅوک سپارښتنه نشي کړاى؛ دا “الله” ستاسې “پالونكى” دى؛ نو و يې نمانځئ ايا (ناخبر يئ او) خبرې ته ځير نه ياست ؟!

۳- په شپږو ورځو کې د ځمکی او اسمان پیدایښت : یوم په عربي، روز په پاړسي او ورځ په پښتوکې ،په ډېرو ځایونو کې د دوران او پېر پر مانا کارول کېږي؛ لکه چې وایو: یوه ورځ مو په هېواد کې “استبداد” واکمن و ؛خو اوس “ازادي “ ده ؛ یعنې د استبداد پېر او دوران  و او د استبداد تر پای روسته ،د خلکو د ازادۍ پېر رارسېدلی دی[4].

۳- عرش : عرش کله چت او کله چت درلودونکي څیز او کله لوړو تختونو ته کارول کېږي. دا یې آریزه مانا ده ؛خو کنایي مانا یې  قدرت او واکمني ده؛ لکه چې وایو: پلانی پر تخت کېناست یا یې د تخت ستنې راوپرځېدې یا یې له تخته راوپرځاوه . دا ټول د واکمنۍ تر لاسه کولو یا له لاسه ورکولو کنایه ده،حال دا شونې ده ،چې له آره به د تخت په باب څه خبره نه وه ،له همدې لامله “ استوی علی العرش” پر دې مانا ده ،چې خدای د چارو واګې او د هستۍ اداره په لاس کې ونیوه[5].

هُوَ الَّذِي جَعَلَ الشَّمْسَ ضِيَاءً وَالْقَمَرَ نُورًا وَقَدَّرَهُ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُوا عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ مَا خَلَقَ اللَّهُ ذَلِكَ إِلَّا بِالْحَقِّ يُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ ﴿۵﴾ = (الله) هغه دى، چې لمر يې ځلولى او سپوږمۍ يې روښانه كړې او هغې (سپوږمۍ) ته يې (د نري كېدو غټېدو) پړاوونه ټاكلي، چې د كلونو په شمېر او (د چارو په) حساب پوه شئ، الله دا ټول په حق (او تدبیر) پيدا كړي؛ (او) پوهانو ته د خپل (ځواک) نښې په څرګنده بيانوي.

۵- میاشت؛ یو د قیق تقویم: که وینو، چې سپوږمۍ له ړومبۍ شپې نرۍ ده ، ورپسې غټېږي او بیاسوکه سوکه نرۍ کېږي او روسته په مازي تیارې کې ورډوبېږي او بیا نرۍ راښکاره کېږي او خپل پخواني پړاوونه وهي؛ نو دا ادلون بدلون خوشې او چټي نه دی؛ بلکې یو ډېر دقیق او ژوندی طبیعي تقویم دی، چې پوه او ناپوه پرې پوهېدای شي، چې د خپلو چارو نېټه پرې وټاکي او دا یې را ته پر رڼا سربېره دی[6].

إِنَّ الَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَاءَنَا وَرَضُوا بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَاطْمَأَنُّوا بِهَا وَالَّذِينَ هُمْ عَنْ آيَاتِنَا غَافِلُونَ ﴿۷﴾ = په حقيقت کې هغوى چې له موږ سره پر مخامختيا (او د قيامت پر ورځې) ايمان نه لري او په دنیوي ژوند خوښ او ډاډه شوي او هغوى چې زموږ له آيتونو ناخبره (غافل) دي؛

۷- دنیا؛ ژرتېرې او غولوونکې ده: حضرت علي (ک) – چې په رښتیا یې دنیا څنډې ته کړې وه او بیخي د دنیا ځلبلۍ، پړق وپوک و نه غولاوه – د ژرتېرې او غولوونکې دنیا په اړه وايي : ((تر څښتن ستاینې روسته؛ له حرامې دنيا مو ډاروم؛ ځکه په تالو کې خوږه ( يا په خوند خوږه) او په سترګو کې شنه او زړه راښکونکې ده او په ځاني غوښتنو او شهوتونو کې رانغاړل شوې ده او په بېړنيو خوندونو ځان خلکو ته مينه ناکه ښيي او په ډېر لږ سينګار د خلکو پام را اړوي او ځان يې د  چلونو او هيلو په ګاڼه پسوللى، ښادي يې ناپاینده – کم پایښته ده او څوک يې له غم و خپګانه خوندي نه دى. حرامه دنيا خورا تېر اېستونکې او ډېره تاوان رسوونکې ده، تل اوړي را اوړي او زوالېدونکې ده او مخ پر خلاصېدو او ورکاوي ده، د ګېډې ډکون یې دادى، چې ټول خلک هلاک کړي، دا د دې دنيا حال دى.))

دَعْوَاهُمْ فِيهَا سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَتَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلَامٌ وَآخِرُ دَعْوَاهُمْ أَنِ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۰﴾ = هلته به یې نارې ((سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ)) (= یا الله پاک یې)، هرکلی یې ((سلام)) او روستۍ دعا یې ((الْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ)) (ستاېنه یوازې نړۍ پال الله ته) وي.

۱۰- په جنت کې د جنتیانو درې ستر خوندونه : په دې آیت کې د جنتیانو درېیو حالاتو یا دریېو نعمتونو او سترو خوندونو ته اشاره شوې ده: ړومبی حالت، هغه وخت دی، چې د ذات جذبه او د خدای صفات یې وجود رڼا کوي او دا یو خوند دی، چې له بل هېڅ خوند سره د پرتلنې وړ نه دی، په دې وخت کې وايي :” خدایه ! سپېڅلی یې “.دویم حالت، هغه خوند دی، چې د سولې ،صفا او تفاهم په چاپېریال کې د مؤمنانو له خپلمنځي اړیکو پیداکېږي. هر وخت یو بل ته رسي او د صفا او صمیمیت خبرې کوي او” هلته یې درود او تحیت، سلام دی” درېیم حالت، هغه خونددې،چې د جنتي نعمتونو له ور رسېدو یې اخلي او بیا یې هم خدای ته پام وراړوي؛ هلته چې هر وخت د خدای له ډول ډول نعمتونو برخمنېږي؛خوله په ستاېنه راسپړي:” ستاېنه یوازې نړۍ پال الله ته ده[7] “ له رسول اکرم (ص) څخه په یوه روایت کې لولو: جنتیان ،چې څه وغواړي، په مازي غوښتلو یې وايي:” سبحان اللهم “. په دې وخت کې، چوپړیان یې ورحاضروي، بې له دې ،چې اجازه ترې واخلي او تر خوراک څښاک روسته خدای ستایي: (الحمد الله رب العلمين؛ ستاینه یوازې نړۍ پال الله ته ده “[8].

وَلَوْ يُعَجِّلُ اللَّهُ لِلنَّاسِ الشَّرَّ اسْتِعْجَالَهُمْ بِالْخَيْرِ لَقُضِيَ إِلَيْهِمْ أَجَلُهُمْ فَنَذَرُ الَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَاءَنَا فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ ﴿۱۱﴾ = او كه الله هم د خلکو په څېر، چې د ښېګڼو په لاس ته راوړو كې بيړه كوي،د دوى په مجازاتو كې بيړه كوله (؛نو ژر) یې عمر پاى ته رسېده (او ټول له منځه تلل)؛نو زموږ پر مخامختيا نهيلي، په خپلو سرغړونو كې لالهانده پرېږدو .

۱۱- خدای په عذاب کې بېړه نه کوي: ددې آیت په تفسیر کې یې ویلي، چې انسان د خپل طبیعت له مخې بېړندوی دی او ښه یې ایسي ،چې څه یې پر ګټه وي، چټک ورورسي او علتونه او وزلې یو لاس شي او غوښتنې یې ژر پوره شي. په حقیقت کې ،دا مطلب له خدایه غواړي؛ځکه ټول علتونه او اسباب د خدای په واک کې دي او هغه آریز مسبب دی . د انسان دا خوی او خصلت ،پر ځاني غوښتنو ولاړ شوی دی؛خو د هستۍ نظام د انسان په ځاني غوښتنو پسې نه ځي؛ بلکې انسانان د اسبابواو عللو د نظام لارویان دي او هستي د حکیم خداۍ مخلوق او پنځونه ده، د حکمت او پوهې له مخې رادبره شوې ده . که د څيزنو په پیدایښت او له علتونو د معلولونو په پنځونه کې الهي سنت، له بشري سنتوسره ورته او د ناپوهۍ اوناخبرۍ له مخې و؛ نو باید خدای په بیړه انسانان په عذاب هلاکول؛ ځکه سرغړاند انسان ،چې له معاده نټه کوي، د عذاب وړ دی ؛خو خدای د انسانانو په عذاب کی بیړه نه کوي؛ بلکې په دنیا کې څه موده مهلت ورکوي،چې امتحان یې کړي؛ ځکه دنیا ازمېښتځای دی او نه د سزا او بدلې[9].

وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالَ الَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَاءَنَا ائْتِ بِقُرْآنٍ غَيْرِ هَذَا أَوْ بَدِّلْهُ قُلْ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أُبَدِّلَهُ مِنْ تِلْقَاءِ نَفْسِي إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَى إِلَيَّ إِنِّي أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ ﴿۱۵﴾ = او چې كله زموږ څرګند آيتونه ورولوستل شي؛نو زموږ پر ليدنه (او د قيامت پر ورځې) نهيلي وايي : (( بې له دې بل قرآن راوړه،يا يې بدل كړه (او د بوتانو د غندنې آيتونه ترې لرې كړه) )) ووايه :(( ما ته نه ښايي له ځانه پكې بدلون راولم،ما ته چې څه وحې كېږي،زه يې يوازې لاروى يم؛(ځکه) كه زه د خپل پالونكي له حكمه غاړه غړوم؛نو د لويې ورځې (قيامت) له عذابه وېرېږم !))

قُلْ لَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا تَلَوْتُهُ عَلَيْكُمْ وَلَا أَدْرَاكُمْ بِهِ فَقَدْ لَبِثْتُ فِيكُمْ عُمُرًا مِنْ قَبْلِهِ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿۱۶﴾ = ووايه : ((كه الله غوښتلاى؛ نو دا آيتونه مې درته نه لوستل او پخپله (الله) هم تاسې ترې نه خبرولاى، ما خو ددې تر(راوړو) له مخه،ستاسې په منځ كې يو عمر تېر كړى دى (او هېڅكله مې هم كوم يو آيت نه و راوړى) ولې عقل نه کاروئ ؟! ))

فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِآيَاتِهِ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الْمُجْرِمُونَ ﴿۱۷﴾ = نو تر هغه به ستر ظالم څوك وي،چې پر الله یې دروغ وتړل يا يې آيتونه ورته دروغ وګڼل؟! په رښتيا چې مجرمان ژغورل كېداى نشي .

۱۵ تر۱۷ – مشرکان او د بل قرآن غوښتنه : دا آیت د هغوی په هکله خبرې کوي،چې بوتپالنه، ظلم ، فساد او فحشا یې له غوښې او وینې سره اخږل شوې ،چې قرآن دا ټول منع کړي دي . له همدې لامله، هغه آیتونه یې نه منل ،چې د دوی ګروهې او کړنې  یې غندلې؛ نو پېغمبراکرم (ص) ته یې وویل : داسې قرآن راوله،چې له شرک، بوتپالنې، فحشا او منکره مو نه منع کوي، یا یې آیتونه پر نورو آیتونو واړوه،چې پېغمبراکرم یې (معاذالله) شاعر یا کیسه ویوونکی ګاڼه، چې کوم شعر وايي یا چا ته کیسه کوي؛ خو د اورېدوونکیو شعر یا کیسه نه خوښېږي او ترې وغواړي، چې یو بل شعر ووايي یا یوه بله کیسه وکړي، یا څه اړونه پکې وکړه،چې خوښ مو شي! خدای خپل پېغمبر(ص)  ته امر کوي،چې په ځواب کې یې ووایه:زه له ځانه خبرې نه کوم او چې څه وایم، الهي وحې ده، کلونه کلونه درسره وم او دغسی خبرې مې نه کولې ،چې داپخپله ددې آیتونو د وحې والي دلیل دی او که په خدای پورې دروغ وتړم او بل قرآن راولم، یا پکې ادلون بدلون وکړم ؛نو له خورا ظالمانو ځنې به یم؛ ځکه ډېر ظالمان هغوی دي، چې په خدای پورې دروغ تړي[10].  د اسلام دښمنانو،له اسلام سره په مبارزه کې درې پړاوه پلي کړل :لومړی یې له آیتونو سره عملي او مخامخ مبارزه پیل کړه او د قرآن د پوهاویو په هکله یې ټکې او شبهات مطرح کړل ، چې پایلې ته و نه رسېدل.په ورپسې پړاو کې یې له قرآنه سره په عملي مبارزه لاس پورې کړ او هڅه یې وکړه،چې ددې الهي کتاب پر وړاندې ، کتاب یا لس سورتونه یا په څېر یې یو سورت راولي او دې سپېرې موخې ته یې ټول ادیبان، فصحا او خوله ور راغونډ کړل؛ خو څه ګټه یې و نه کړه . په روستي پړاو کې یې هڅه وکړه، چې پخپله پېغمبر اکرم قرآن لږ و ډېرکړي او آنحضرت(ص) تور او افترا ته اړ کړي ،چې په دې لار کې هم بریالي نه شول. دا آیت همدې ډول مبارزې ته اشاره لري. مطلب داچې د قرآن عزت او حکمت ددې لامل شو،چې د دېن ددښمنانو ټولې عملي او علمي مبارزې ،چل ول ، زور او پوځي هڅې خوشې ولاړې[11].

وَيَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَضُرُّهُمْ وَلَا يَنْفَعُهُمْ وَيَقُولُونَ هَؤُلَاءِ شُفَعَاؤُنَا عِنْدَ اللَّهِ قُلْ أَتُنَبِّئُونَ اللَّهَ بِمَا لَا يَعْلَمُ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۱۸﴾ = او (مشرکان) بې له الله هغه څه نمانځي، چې نه څه زيان (ترې تمبولاى شي) او نه څه ګټه وررسولاى شي او وايي : ((دا مو الله ته سپارښتګر دي.)) (ورته) ووايه: ((ايا الله له داسې څيزه خبروئ، چې په اسمانونو او ځمكې كې یې نه پېژني؟! [؛یعنې بیخي نشته] )) پاکې ده ورته، او لوړ دى له هغه څه،چې دوى يې (ورسره) شريكوي!

۱۸- د بوتانو پر شفاعت ګروهه: دا ګروهه، د بوتپالنې یوه انګېزه وه؛ لکه چې په تواریخو کې راغلي: د عربو یو مشر؛ “عمروبن لحی “ د ځان درملنې ته د شام د کانی او بوت ګټنې لپاره هلته ورغی ، د بوتپالو حالات یې په پام کې ښه راغلل او چې ددې نمانځنې دلیل یې ترې وپوښت؛نو په ځواب کې یې ورته وویل : دا بوتان د اورښت لامل، د ستونزوهواروونکي او د خدای په درشل کې سپارښت کوي. “عمروبن لحی “ ،چې یو خرافي انسان و، تر اغېز لاندې راغی او حجاز ته یې د وړو لپاره ځینې بوتان ترې وغوښتل او په دې توګه، په حجاز کې بوتپالنه دود شوه‎[12]. د بوتانو له شفاعته د بوتپالو مطلب ،په دنیوي چارو کې وساطت و؛ نه په قیامت کې سپارښتنه ؛ځکه پر قیامت یې هډو ګروهه نه درلوده[13].

وَيَقُولُونَ لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِنْ رَبِّهِ فَقُلْ إِنَّمَا الْغَيْبُ لِلَّهِ فَانْتَظِرُوا إِنِّي مَعَكُمْ مِنَ الْمُنْتَظِرِينَ ﴿۲۰﴾ = او وايي : ((ولې د خپل پالونكي له لوري كومه معجزه پرې نه راځي؟!)) (ورته) ووايه : ((پر پټو پوهېدل د الله ځانګړنه ده (او همداراز معجزې هم) يوازې له الله سره دي (او په حكم یې دي؛ ښه ده نو) څارو اوسئ او زه هم درسره څارو يم ! (تاسې د هغې معجزې پر تمه اوسئ او زه به هم ستاسې د مجازاتو په انتظار كې يم!) ))

۲۰- له پېغمبر اکرم (ص) نه د هېښنده معجزو غوښتنه : “ آیة “ ( معجزه ) که څه مطلق ده او هر ډول معجزه رانغاړي ،داسې لاسوندونه شته چې راښیي، د پېغمبر اکرم (ص) پېژندو ته یې معجزه نه غوښته؛ بلکې د وړاندیزې معجزو پوره کول یې غوښتل ؛ یعنې هره ورځ، چې یو معجزه په نظر ورتله ، پېغمبر اکرم ته یې وړانديز کاوه او پر تمه وو،چې پېغمبر اکرم یې وړانديز ته غاړه کېدي. ته وا پېغمبر اکرم(ص) یو بېکاره انسان دی ،چې د ټولو معجزوکونجیانې ورسره وې او پر تمه دي، چې څوک ورشي او څه وړانديز وکړي؛ له دې غافل دي ،چې : لومړی داچې معجزه د خدای چار دی او یوازې د ده په حکم ترسره کېږي او دویم داچې معجزه د پېغمبر پېژندنې او د انسانانو ښیون ته ده او یو ځل یې هم دې مطلب ته بسیا ده او درېیم دا چې د اسلام پېغمبر(ص) بې له قرآنه، کافي هومره معجزې ورښوولې وې او وړانديزونه یې مازي ځاني غوښتنې وې[14].

وَإِذَا أَذَقْنَا النَّاسَ رَحْمَةً مِنْ بَعْدِ ضَرَّاءَ مَسَّتْهُمْ إِذَا لَهُمْ مَكْرٌ فِي آيَاتِنَا قُلِ اللَّهُ أَسْرَعُ مَكْرًا إِنَّ رُسُلَنَا يَكْتُبُونَ مَا تَمْكُرُونَ ﴿۲۱﴾ = او چې كله موږ پر خلكو تر كړاو رسولو روسته كوم ډول رحمت وڅكو؛نو سمدلاسه زموږ د نښو په اړه په چلونو او دسيسو لاس پورې كوي (او دا رحمت ناروا او ناسم تفسيروي، ورته) ووايه :(( الله په خپل چل (= تدبير) كې تر تاسې ګړندى دى،ځکه استازي ( = پرښتې) مو ستاسې چلونه ليكي .))

۲۱- د الهي لورنو پر وړاندې د انسان ناشکري : دا آیت یو ټولیز او عمومي مطلب څرګندوي، چې د الهي لورنو پر وړاندې د ډېرو انسانانو ناشکري ده . که خدای په سختیو او ستونزو پسې کومه لورنه پرې وکړي، د شکر پر ځای، په الهي آیتونو کې ټګي کوي. په تېرو آیتونو کې ددې ټګیو څرګندو بېلګو ته اشاره وشوه او دا د قرآن د آیتونو په باب د مشرکانو چل ول و؛ ددې نعمت پر وړاندې یې وویل : “ بې له دې بل قرآن راوړه یا یې بدل کړه[15] “یایې وویل : “ ولې پرې د خپل پالونکي له لوري کومه معجزه نه راځي؟[16]” او په دې خبره یې دا مطلب راورساوه، چې قرآن معجزه نه ده او په دې توګه یې له الهي آیتونو سره دوکه وکړه[17]. په هر ډول یې د خدای د آیتونو، کړاوونو او نعمتونو په راښکاره کېدو، په ناروا مخونه او د تېښتې پر لارو غور کاوه؛ لکه کړاووونه یې د بوتانو د غوسې نښه او نعمت او ارامي یې د دوی د مینې دلیل ګاڼه یا دا ټول یې یو لړ تصادفات ګڼل . الهي مکر په ظاهر کې د خدای سزا ده ،چې ځینې وخت ډېره پټه او بې هېڅ سريزې او په ډېره چټګۍ عملي کېږي. ان کله خدای په خپل لاس مجرمانو ته سزا ورکوي .ښکاره ده، هغه چې تر ټولو وسمن او د خنډونو او اسبابونو پر لرې کونه لاسبری دی، دسیسې یې هم چټکې وي. په بله وینا، هر وخت، چې وغواړي چا ته سزا ورکړي، ورکوي یې؛ خو نور داسې نه دي[18].

فَلَمَّا أَنْجَاهُمْ إِذَا هُمْ يَبْغُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّمَا بَغْيُكُمْ عَلَى أَنْفُسِكُمْ مَتَاعَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ثُمَّ إِلَيْنَا مَرْجِعُكُمْ فَنُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۲۳﴾ = نو چې الله يې وژغوري (؛نو بيا) په ناحقه پر ځمكه سرغړونه كوي . خلكو! دا سرغړونه مو پخپل زيان ده، د دنيا له ژونده خوندونه (اخلئ؛ خو) بيا ستنېدل مو يوازې زموږ لوري ته دي؛ نو څه چې تاسې كول،د هغو له (حقيقت او پايلو) به مو خبركړو .

۲۳- ظلم او تېری چټکې پایلې لري: له امام صادق ( رح) نه په یو روایت کې راغلي دي : “ درې څيزونه دي، چې (سزاوو اثار یې) کوونکي ته ورګرځي :د تړون ماتونه، ظلم او دوکه “ بیا امام دا آیت ولوست: “ خلکو ! ظلمونه،ستاسې پر خپل زیان دي “ له امام باقر(رح) څخه په بل روایت کې لولو: “(انسان ته چې) کوم په بیړه شر ورسي؛د ظلم سزا ده “ له رسول اکرم(ص) څخه په بل روایت کې لولو: “ که (د فرض له مخې) یوغر پر بل غر ظلم وکړي د همدې ظلم له لامله به له منځه ولاړ شي[19].“

إِنَّمَا مَثَلُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا كَمَاءٍ أَنْزَلْنَاهُ مِنَ السَّمَاءِ فَاخْتَلَطَ بِهِ نَبَاتُ الْأَرْضِ مِمَّا يَأْكُلُ النَّاسُ وَالْأَنْعَامُ حَتَّى إِذَا أَخَذَتِ الْأَرْضُ زُخْرُفَهَا وَازَّيَّنَتْ وَظَنَّ أَهْلُهَا أَنَّهُمْ قَادِرُونَ عَلَيْهَا أَتَاهَا أَمْرُنَا لَيْلًا أَوْ نَهَارًا فَجَعَلْنَاهَا حَصِيدًا كَأَنْ لَمْ تَغْنَ بِالْأَمْسِ كَذَلِكَ نُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۲۴﴾ = په حقيقت كې د دنيوي ژوند بېلگه دهغو اوبو په څېر ده، چې له اسمانه مو ورولي، چې ورپسې له ځمكې پرې (ډول ډول) بوټي راټوكېږي، چې خلك او څاروي يې خوري، تر هغه چې ځمكې خپله ښېرازه ترلاسه کړه او ښه ښکلې شوه او خاوندانو يې وګڼله، چې اوس ترې ګټنه کړاى شو. (ناڅاپه) د شپې يا ورځې پرې زموږ حكم (ساړه يا تندر) راپرېوځي او (کښتونه) داسې رېبو، ته وا پرون هلته له سره څه (دغسې كښت) نه و! په دې توګه موږ هغوى ته خپل آيتونه شرحوو، چې (په بېلګه كې) فكر كوي (او عبرت ترې اخلي) 

وَاللَّهُ يَدْعُو إِلَى دَارِ السَّلَامِ وَيَهْدِي مَنْ يَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ ﴿۲۵﴾ = او الله مو دارالسلام [= د سولې او سلامتيا كور، جنت] ته رابولي او څوك چې وغواړي (او وړ يې وبولي؛ نو) سمه لار ورښيي.

۲۴ او ۲۵. دنیا؛ ناپایښته کور : جنت؛ د سولې او سلامتیا کور: قرآن په دې دوو آیتونوکې د دنیاناپایښتي په ښکلي مثال کې انځور کړې ده . یو بڼ یې انځور کړی،چې له ونو او بوټو ډک دی او مېوې یې هم پخې شوې؛ خوپه تیاره شپه یا رڼا ورځ کې، توره وریځ پرې راخپره شي، تالنده او برښنا او بیا توپان اوسخته ږلۍ پرې واوري او بڼ سخت وځپي .سبا، چې بڼ ته ورشوو؛نو ونې یې داسې ماتې، بوټي یې مړاوي او هر څه یې ګډ وډ وي، چې هډو باور مو نه راځي، چې دا پرونی بڼ دی. هو! دا د انسانانو د ژوند پېښه ده ،په تېره زموږ په وخت کې ،چې کله یوه زلزله یا یو څوساعته جګړه یو اباد ښار داسې وځپي،چې پر یوه کنډره یا د مړیو پر یو مړیستون یې اړوي او خلک څومره غافل دي،چې دغسې ناپایښته ژوند ته یې زړه خوشحاله کړی ؛خو په جنت کی نه د مادي نړۍ د لوټمارانو شخړې شته او نه له خدایه د ناخبرو شتمنو احمقانه مزاحمتونه او نه د ښکېلاک او زبېښاک خونړۍ جګړې. دا ټول مفاهیم،په “ دارالسلام” ( د سولې او سلامتیا کور) کې راټول شوي او که دنیوي ژوند توحیدي او الهي بڼه ونیسي؛ نو پر “ دارالسلام” اوړي او د توپان ځپلې کرنې له بڼې وځي[20].

لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا الْحُسْنَى وَزِيَادَةٌ وَلَا يَرْهَقُ وُجُوهَهُمْ قَتَرٌ وَلَا ذِلَّةٌ أُولَئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۲۶﴾ = هغوى چې نېكي كړې وي، (د جنت) نېکه (بدله) ورته شته او څه زیاتوالی او نه به مختوري شي او نه خوار! دوى تلمېشتي جنتيان دي .

۲۶- د حُسنی او زیادة مانا:  مرحوم علامه طباطبایي د “لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا الْحُسْنَى وَزِيَادَةٌ  “ په تفسیر کې دوه احتمالونه یاد کړي دي . لومړی داچې خدای هر نېک چار ته ،په خپلې لورنې د خپله چار هومره بدله ورکړې، بیا یې دا بدله د عملي کوونکي د استحقاق له مخې، لس ګرایه یا ډېره کړې ده او وايي: “ چې څوک کوم نېک چار راوړي ،لس ګرایه یې بدله لري[21] “.“ هغوی چې ایمان راوړی او ښې چارې یې کړې وي، ( خدای) به یې بدلې پوره ورکړي او خپلی لورنې به پرې ورزیاتې کړي[22] “.دویم احتمال داچې، له ښې بدلې مطلب ،ښه عاقبت دی او څه چې انسان له ښو او خوښیو درک کولای شي او له “زدیاَه “ مطلب ،له هغه څه ورهاخوا دی، چې انسان یې د خدای له لورنې او فضل درک کولای او پرې پوهېدای شي؛ لکه چې د سجدی سورت په ۱۷ آیت کی یې لولو: “ نو د سترګو د یخېدو کوم څيزونه ،چې د کړنو په بدله کې ورته پټ کړای شوي، هېڅوک پرې نه پوهېږي “ د ق سورت په ۳۵ آیت کې هم راغلي دي: “چې څه وغواړي ،هلته ورته (چمتو) دي او ډېر نعمتونه راسره شته (چې د هیچا په خوا او خاطر کې نه راځي ) “ .

هُنَالِكَ تَبْلُو كُلُّ نَفْسٍ مَا أَسْلَفَتْ وَرُدُّوا إِلَى اللَّهِ مَوْلَاهُمُ الْحَقِّ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَفْتَرُونَ ﴿۳۰﴾ = هلته به هر څوك د خپلو تېرو کړنو بدله ومومي او د خپل مولا او حقيقي پالندوى ((الله)) لوري ته ستنول کېږي او هغه ټول دروغ به ترې ورک شي، چې له ځانه يې جوړ کړي ول .

۳۰- قیامت؛ د کړنو د څکلو او سنجونې ورځ : دا آیت وايي، چې په قیامت کې انسانان خپلې کړنې سنجوي؛ لکه چې د کرنې حاصلات په څکلو ازمېښتېږي،چې خاموالی یا پخوالی او مزه یې معلومه شي، په قیامت کې د انسان کړه وړه هم ازمېښتېږي او انسان یې څکي، چې پوه شي خواږ دي که تراخه . ډېر داسې کړه وړه دي،چې په نړۍ کی خواږه ښکاره شوي؛ خو په قیامت کې تراخه وي یا اپوټه؛ ځکه په روایاتو کې راغلي دي:” جنت په ترخو او دوزخ په شهوتونو کې رانغاړل شوی دی “ ؛نو ځکه قرآن وايي :”هلته هر څوک خپل کړی چار سنجوي[23]“ ‎.

 قُلْ مَنْ يَرْزُقُكُمْ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ أَمَّنْ يَمْلِكُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَمَنْ يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ وَمَنْ يُدَبِّرُ الْأَمْرَ فَسَيَقُولُونَ اللَّهُ فَقُلْ أَفَلَا تَتَّقُونَ ﴿۳۱﴾ = (ورته) ووايه : ((څوك له اسمان او ځمكې روزي دركوي ؟ يا د اورېدو او ليدو حسونه د چا په واک کې دي؟ او څوك ژوندى (بچى، مؤمن،عالم،كښت) له مړي (هګۍ،كافر،جاهل،دانې) او مړى (؛لكه نطفه) له ژوندي (؛لكه حيوان ) راباسي؟ او څوك (د نړۍ) چارې سنبالوي؟))؛ نو ژر به ووايي: ((الله (داسې کوي) ))؛ نو ووايه : (( ايا (پر بېلارۍ ټينګار کوئ او د حقيقت پر خلاف له تگه) ډډه نه کوئ؟!

۳۱- د سترګو او غوږونو مالک : له دې غونډلې مطلب دادی ،چې د انسان حواس د خدای په واک کې دي،لاسوهنه، دخل او تصرف پکې کوي . د سترګو او غوږونو یاد یې له دې لامله کړی، چې تر نورو حواسو یې په انساني ژوند کې اغېز ډېر ښکاره دی. انسان په پینځګونو حواسو له خدای ورکړو امکاناتو ګټنه کوي او چې څه یې ښه ایسي پر لور یې وردرومي او چې بد یې راځي، ځان ترې بچوي .خدای په دې غونډله یا دوی ،چې دا حواس یې په واک کې دي او هر ډول تصرف او لاسوهنه پکې کړای شي، لږو ډېرولای شي؛نوځکه کله داسې انسانان وینو، چې له ځینو حواسو یې برخمني ناڅیزه ده یا یې تر نورو له پینځګونو حواسو ځینې برخې غښتلې دي[24]. کله خدای پاک پر خپلو غړیو د انسان تسلط او لاسبري اخلي؛ له همدې لامله ډېر کسان شته، چې د مړینی پر وخت د خپلو سترګو او خولې بندولو اجازه هم نه لري او په پرانستو سترګو او وازه خوله مري[25].

۳۱- ژوند؛ پېچلی او له رازه ډکه ښکارنده:  داهماغه موضوع ده ،چې تر اوسه د طبیعي علومو د پوهانو عقلونه پکې حیران پاتې دي، چې څنګه ژوندی موجود له بې ساه موجوده رامنځ ته شوی ؟ بېشکه ، د ژوندپېچلې،ظریفه او له رازونو ډکه ښکارنده، سرباندې – فوق العاده پوهې،ځواک او ټولیز عقل ته اړینه ده . خدای په پیل کی نه یوازې،د ځمکی له بې ساه موجوداتو ساکښ وپنځول؛ بلکې پردې سربېره ،سنت یې پردې ولاړ دی،چې ژوند هم تلپاتې نه وي؛ نو له همدې امله ، مرګ یې د ژوند په زړه کې پنځولی،چې له دې لارې ادلون بدلون او تکامل ته ډګر پرانستی وي .  ددې آیت په تفسیر کې،یو بل احتمال هم ورکړ شوی ،چې پر مادي مرګ او ژوند سربېره ، ما نیز مرګ او ژوند هم په پام کې دی؛ ځکه هوښیار او پاکلمني انسانان وینو،چې کله له بې ایمانه،بې لارې او ګناهکارو موروپلار زيږېدلی وي او اپوټه یې هم لیدل شوي،چې د وراثت د قانون  پرخلاف ،له ارزښتمنو موروپلار بې ارزښته او زړه مړاوی انسانان پیدا شوی دی . دا مضمون ،له اهلبیتو علیهم السلام نه په ګڼ شمېر روایاتوکې راغلی دی[26] .

قُلْ هَلْ مِنْ شُرَكَائِكُمْ مَنْ يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ قُلِ اللَّهُ يَهْدِي لِلْحَقِّ أَفَمَنْ يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ أَحَقُّ أَنْ يُتَّبَعَ أَمَّنْ لَا يَهِدِّي إِلَّا أَنْ يُهْدَى فَمَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ ﴿۳۵﴾ = (ورته) ووايه :(( ايا ستاسې په معبودانو كې څوك شته،چې د حق لوري ته لار وښيي؟!)) ووايه :(( (يوازې) ” الله ” د حق لوري ته لار ښيي ايا څوك چې د حق لوري ته لار ښيي، د لاروۍ وړ دى يا هغه چې په خپله لار نه مومي؛خو داچې لار ور وښوول شي ؟!؛ نو پر تاسې څه شوي،څرنګه پرېكړې كوئ ؟ ))

۳۵- د چا لاروي وړ ده.؟ دا آیت د توحیدله دلایلو او د نړۍ په تدبیر او مالکیت کې د خدای ایکی یوتوب څرګندوي؛ په دې توګه ،چې انسان باید په ټولو چارو کې د فطرت او عقل له مخې، په “ حق “ پسې ولاړ شي ،ان که انسان د تېروتنې یا ځاني غوښتنې له مخې، له حقه واوړي او په ناحقو پسې ولاړ شي، په حقیقت کې، ناحق یې حق ګنلی او دی ناسمې انګېرنې تېر ایستی دی ،له همدې امله، که یې وپوښتي؛نو عذر راوړي او ځان د حق لاروی ښیي؛ نو په هرو شرایطو کې د حق لاروي لازمه ده او که چا نور حق ته هدایت کول؛نو لازم دي،چې لاروي ترې وشي؛ ځکه لاروي ترې د حق لاروي ده؛البته په دې آیت کې له هدایته مطلب ، یوازې د لارې ښوول نه دي؛ ځکه که څوک له لارې سره اشنا وي؛خو پخپله په لار کې حرکت نه کوي،بیا هم لار ښوولای شي؛خو” د لارې ښوول او مخې ته رسول” یوازې د خدای چار دی، یا د هغوی چې خدای بې له کومې واسطې هدایت کړی او پر هدایت یې پوره ډاډمنېدای شو،چې دوی بې له پېغمبرانو او امامانو علیهم السلام نور څوک نه دي . خدای په دې آیت کې مشرکان پوښتي ،چې ایا د هغه چا لاروي ښه ده ،چې هم لار ښیې او هم موخې ته رسوي یا د معبودانو لاروي،چې بیخي د هدایت وس نلري او بلکې که هدایت منونکی وي،باید یو څوک یې هدایت کړي؟! داچې مشرکان دې پوښتنې ته څه ځواب نه لري؛نو پېغمبر اکرم(ص) ته دستور ورکوي،چې پر ځای یې خپله ځواب کړه او ووایه: “ یوازې الله  حق ته لار ښیي[27] “.

أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ قُلْ فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِثْلِهِ وَادْعُوا مَنِ اسْتَطَعْتُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۳۸﴾ = ايا دوى وايي :(( دا یې له ځانه جوړ کړی))؟! ووايه :(( كه رښتوني ياست؛ نو په څېر يې يو سورت راوړئ او(ددې كار لپاره) بې له الله هرڅوك (خپلې مرستې ته) راوبلئ ! ))

۳۸- د قرآن هر اړخیزتوب : هغوی چې قرآن د بشري اند زوکړه بولي، خدای یې په دې آیت او نورو آیتونو کې رابلي، چې د قرآن د سورتونو په څېر دې یو سورت راوړي او له دې لارې جوتوي،چې په دې اړه د انسانانو بېوسي ددې اسماني کتاب پر وحیانیتوب دلیل دی. بل ټکی داچې د قرآن اعجاز یوازې په بې ساري فصاحت او بلاغت کې نه رالنډېږي؛بلکې دا یې د بې ساریو ځانګړنویوه څنډه ده ،چې بشريت یې د ځان پر وړاندې عاجزۍ ته اړ کړی . ویلای شو،چې د قرآن خورا مهمه ځانګړنه؛ هر اړخیزتوب یې دی : بنسټیز الهي پوهاوی، عبادي احکام، مدني، سیاسي،وټیز او قضایي قوانین ، ستر خویونه، ښه آداب، د پېغمبرانو او تېرو امتونو داستانونه، غیبي خبرونه، د پرښتو، پېریانو، اسمان او ځمکې توصیف ، پندونه، ګواښنې او هیلې،د پیدایښت پیل او بېرته یې خدای ته ورستنېدا، پیاوړي دلایل، څرګندنې، نوراني او هدایت ډوله ویناوې یې، دا ټول هغه مطالب دي، چې انسان باوري کوي، چې دا د خدای له لوري یو کتاب دی او د انسان محدود ځواک یې په څېر د راوړو وس نه لري[28].

بَلْ كَذَّبُوا بِمَا لَمْ يُحِيطُوا بِعِلْمِهِ وَلَمَّا يَأْتِهِمْ تَأْوِيلُهُ كَذَلِكَ كَذَّبَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الظَّالِمِينَ ﴿۳۹﴾ =  (خو د پوهې له مخې يې له قرآنه انکار ونکړ؛) بلکې هغه څه يې دروغ وګڼل،چې پرې (قرآني پوهاویو) و نه پوهېدل او تر اوسه يې حقيقت،پايله او باطن ورڅرګند شوى نه دى؛همداراز تر دوى مخکېنيو هم (خپل پېغمبران) په دروغو ګڼلي ول؛نو وګوره،چې د ظالمانو د کار پاى څرنګه وه .

۳۹- جهل او ناپوهي؛ له حق سره د مقابلې یو مهم لامل :له دې آیته ګټنه کېږي ،چې له آره له حق سره د شخړې او مخالفتونو مهمه برخه، له  ناپوهۍ راولاړه شوې ده ؛ نوځکه یې ویلي ،چې “کفر” د ناپوهۍ پای ده . د هر حق غواړي مسلمان لومړۍ دنده داده، د کوم څیز په اړه چې نه پوهېږي،چوپتیا دې خپله کړي او انتظار دې وباسي او هڅه دې وکړي، چې د یو مطلب ټول اړخونه وڅېړي او چې د یو څیز نفې ته یې غوڅ دلایل موندلي نه وي ،نه دې یې نفې کوي ؛لکه چې نباید بې له پرېکنده دلیله د یو څیز اثبات ومني . په دې باب له امام صادق ( رح) څخه په یو روایت کې لولو: “ خدای دې امت ته، د قرآن په دوو آیتونو، دوه مهم سبقونه ورکړي دي: یوازې دې هغه څه ووايي ،چې پرې پوهېږي او پر څه چې نه پوهېږي، نټه دې ترې نه کوي “ ورپسې امام دا آیتونه ولوستل : “ ایا ( د خدای ) دکتاب ژمنه ترې اخستل شوې نه وه ،چې په خدای پورې به ( دروغ نه تړي او ) یوازې حق به وايي[29]”. “ بلکې داسې څه یې دروغ وګڼل ، چې خبر ترې نه وو[30]

۳۹-  تاویل :ګورﺉ د آل عمران سورت د ۷ آیت څرګندنه .

وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ كَأَنْ لَمْ يَلْبَثُوا إِلَّا سَاعَةً مِنَ النَّهَارِ يَتَعَارَفُونَ بَيْنَهُمْ قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِلِقَاءِ اللَّهِ وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ ﴿۴۵﴾ = او(درياد كړه) پر هغه ورځ یې چې راټول كړي،داسې (ننګېري) چې ګوندې (په نړۍ يا قبر كې) د ورځې یوازې يو ساعت تم شوي ول،همدومره چې يو بل (وګوري او) وپېژني ! په رښتيا هغوى زيانمن شول، چې (د قيامت ورځ او) د الله ليده يې دروغ ګڼلي ول او (حقيقت ته) يې لار و نه مونده.

۴۵- دنیا لنډ عمرې ده : په نړۍ کې د لږ تمېدو احساس ، یا په دې پار ده، چې د قیامت د تلپاتې ژوند په پرتله د یو ساعت هومره ډېر نه دی، یا پر انسانانو ناپایښته نړۍ دومره چټک تېرېږي،ته وا تر یوه ساعته ډېره نه وه ، یا انسانان له خپل عمره د ناسمې ګټنې له لامله انګېري ،چې ټول عمر یې تر يوه ساعته ډېر ارزښت نه درلود؛نو ځکه د (( یتعارفون بینهم=  یو بل (ویني او) پېژني )) د غونډلې تفسیر، په نړۍ کې یې د تمېدو او د رنګ څومروالي ته اشاره ده؛یعنې عمر دومره لنډ احساسوي، ته وا هرومرو، دوه تنه یو بل وویني، معرفی او سره بلد شي. دا احتمال هم ورکړ شو، چې منظور ترې، د برزخ پېر دی؛یعنې په برزخ کې خوب ته په ورته حالت کې ورډوبېږي،چې دکلونو،پېړیو او زمانو تېرېدانه احساسوي، داسې چې د قیامت پر مهال په اند یې د برزخ موده یې (چې ښایي زرګونه یاپه لس ګونو زره کاله وي) تر یوه ساعته ډېره نه وه. ددې تفسیر له مخې ،د “ یتعارفون بینهم “ د غونډلې مانا به دا وي، چې دوی د برزخ موده دومره لنډه احساسوي،چې د نړۍ هېڅ مطلب یې هېر کړی نه دی او یو بل ښه پېژني؛ یا هلته یو د بل ناوړه کړنې ویني او ې یو د بل باطن پېژني ،چې دا پخپله ورته یوه ستره رسوايي ده[31].

وَإِمَّا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ الَّذِي نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ ثُمَّ اللَّهُ شَهِيدٌ عَلَى مَا يَفْعَلُونَ ﴿۴۶﴾  = او كه موږ (ستا پر ژوند) د هغو مجازاتو يوه برخه دروښيو، چې ژمنه مو ورسره كړې او يا (تردې له مخه، چې پرعذاب ککړ شي) تا له نړۍ بوځو، په هرحال راتګ يې زموږ لوري ته دى؛بيا یې الله پرکړنو شاهد دى .

وَلِكُلِّ أُمَّةٍ رَسُولٌ فَإِذَا جَاءَ رَسُولُهُمْ قُضِيَ بَيْنَهُمْ بِالْقِسْطِ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿۴۷﴾ = او هر امت ته يو استازى دی؛ نو چې استازى يې ورشي، ترمنځ يې په انصاف پرېکړه کېږي او تېرى پرې نه کېږي .

وَيَقُولُونَ مَتَى هَذَا الْوَعْدُ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۴۸﴾ =  او (مشرکان) وايي : ((كه رښتيني ياست (؛ نو) دا ژمنه (الهي عذاب) څه وخت ده؟))

قُلْ لَا أَمْلِكُ لِنَفْسِي ضَرًّا وَلَا نَفْعًا إِلَّا مَا شَاءَ اللَّهُ لِكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٌ إِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ فَلَا يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلَا يَسْتَقْدِمُونَ ﴿۴۹﴾ = 49  (ورته) ووايه : (( (ان) زما په واك كې د خپل ځان ګټه او زيان هم نشته (تاسې خو لا څه كوئ )؛خو څه چې الله وغواړي (دومره پوهېږم،چې) هر امت او قوم ته يوه نېټه ده،چې نېټه یې پوره شي (او د مجازاتو يا مرګ حكم يې وشي؛) نو نه يوه ګړۍ ځنډېږي او نه مخكې كېږي. ))

قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَتَاكُمْ عَذَابُهُ بَيَاتًا أَوْ نَهَارًا مَاذَا يَسْتَعْجِلُ مِنْهُ الْمُجْرِمُونَ ﴿۵۰﴾ = (ورته) ووايه :((غور وكړئ،كه عذاب یې د شپې يا د ورځې درشي (؛نو ځان ترې بچولاى شئ ؟! ) )) ؛نو ګناهګاران څه په بيړه ترې غواړي؟!

۴۶ تر۵۰. د پېغمبر اکرم (ص) تر رالېږلو روسته د مؤمنانو ژغورنه او د کافرانو عذاب : دا آیتونه مو، د خدای له پرېکنده قانونه خبروي، چې ټول امتونه رانغاړي. قانون دادی ، خدای حکم کړی ،چې هر یو امت ته یو پېغمبر ورولېږي، چې الهي پېغامونه ورورسوي، بیا د عذاب په ورلېږلو،د هغه او امت ترمنځ یې ورمندون وکړي او د امت مؤمنان وژغوري او د خدای او د ده پېغمبر دروغجن ګڼونکی ورک کړي. روسته د اسلام پېغمبر (ص) ته حکم کوي،چې امت دې خبر کړه، چې دوی هم بې له څه استثنا په دې قانون کې رانغاړل شوي دي؛ البته ددې پوښتنې ځواب یې ورکړی نه دی ،چې څه وخت به د پېغمبر(ص) د امت پر مجرمانو الهي عذاب راکېووځي او وخت یې مهم پرېښودی دی. د همدې سورت تر( ۵۰) آیت لاندې له امام باقر(رح) نه په یو روایت کې لولو: “ له دې آیته مطلب ،هغه عذاب دی،چې په آخر الزمان کې به پر ظاهر مسلمانو فاسقانو راکېووځي . دوی پر ځانونو د الهي عذاب له را کېووتو نټه کوي[32] “.

أَثُمَّ إِذَا مَا وَقَعَ آمَنْتُمْ بِهِ آلْآنَ وَقَدْ كُنْتُمْ بِهِ تَسْتَعْجِلُونَ ﴿۵۱﴾ = بيا ايا چې کله (عذاب) درپرېوځي؛ ايمان پرې راوړئ؟! (درته ويل كېږي:) همدا اوس؟ سره له دې، چې مخكې مو ورته بيړه وه ! (؛ خو اوس څه ګټه لري ؟!).

 ۵۱- د عذاب راکېووتو پر مهال توبه نه منل کېږي :دا آیت پردې حقیقت ټینګار کوي،چې د عذاب راکېووتو پرمهال ، د توبې ورونه تړل کېږي او پښیماني به ګټوره نه وي .دلیل یې هم څرګند دی؛ ځکه په داسې حال کې توبه، د زور او اندېښمنۍ توبه ده ، چې داسې توبه ارزښت نه لري[33].

يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَتْكُمْ مَوْعِظَةٌ مِنْ رَبِّكُمْ وَشِفَاءٌ لِمَا فِي الصُّدُورِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِينَ ﴿۵۷﴾ = خلكو! په يقين د پالونكي له لوري مو نصيحت درغلى، چې د زړونو د ناروغيو درملنه او مؤمنانو ته لارښود او رحمت دى .

۵۷- قرآن د زړونو د ناروغیو شفا ده : دا حقیقت امام علي ( ک) په خورا غوره ویناوو څرګند کړی دی : “ د خپلو دردونو درمنله له قرآنه وغواړئ،چې سختي درباندې راشي .له قرآنه مرسته وغواړﺉ،قران د کفر، نفاق، تباهۍ او بې لارۍ د خورا سترو دردونو شفاده “[34].

قُلْ بِفَضْلِ اللَّهِ وَبِرَحْمَتِهِ فَبِذَلِكَ فَلْيَفْرَحُوا هُوَ خَيْرٌ مِمَّا يَجْمَعُونَ ﴿۵۸﴾ = ووايه : (( بايد (مؤمنان) د الله په فضل او رحمت خوشحالي وکړي،چې دا تر هغو څيزونو ورته غوره  دی، چې راټولوي يې.))

۵۸- فضل او رحمت : مفسرانو، د فضل او رحمت په توپېر کې، ډېرې خبرې اترې کړي دي. ځینوالهي فضل ظاهري نعمتونو او رحمت یې باطني نعمتونو ته اشارې بللې دي.ځینو ویلي،چې الهي فضل، د نعمت پیلامه او د خدای رحمت ، د نعمت دوام دی او داچې په ګڼ شمېر روایاتوکې لولو،چې له الهي فضل منظور،د پېغمبر(ص) شتون او د نبوت نعمت دی او د پالونکي له رحمته مراد، د علي (ک) شتون او د ولایت نعمت دی، ښایي همدې تفسیر ته اشاره وي؛ ځکه پېغمبر اکرم د اسلام پیلامه و او علي (ک) یې د پاینې او د ژوند د غځېدا لامل شو[35].

قُلْ أَرَأَيْتُمْ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ لَكُمْ مِنْ رِزْقٍ فَجَعَلْتُمْ مِنْهُ حَرَامًا وَحَلَالًا قُلْ آللَّهُ أَذِنَ لَكُمْ أَمْ عَلَى اللَّهِ تَفْتَرُونَ ﴿۵۹﴾ = ووايه : ((غور وكړئ ،كومه روزي،چې الله دركوزه كړې، (ولې) څه ترې حرامه او څه حلالوئ ؟!)) ووايه : ((ايا الله اجازه دركړې،که پر الله دروغ ورتړئ (او له ځانه حلال او حرام كوئ؟!) .))

۵۹— په جاهليت پېر کې په حلالو او حرامو د څارویو ویش: تر اسلام وړاندې جاهلي عربو په جاهليت پېر کې د خپلو جاهلي دودونو له مخې د اوښ او پسه په څېر څاروي ځینې حرام او ځینې حلال اعلانول او ترمنځ یې هېښنده ویشنه کړې وه ؛ لکه وصیلته ،سایبة ،حام او……[36]

وَمَا تَكُونُ فِي شَأْنٍ وَمَا تَتْلُو مِنْهُ مِنْ قُرْآنٍ وَلَا تَعْمَلُونَ مِنْ عَمَلٍ إِلَّا كُنَّا عَلَيْكُمْ شُهُودًا إِذْ تُفِيضُونَ فِيهِ وَمَا يَعْزُبُ عَنْ رَبِّكَ مِنْ مِثْقَالِ ذَرَّةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ وَلَا أَصْغَرَ مِنْ ذَلِكَ وَلَا أَكْبَرَ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُبِينٍ ﴿۶۱﴾ = (نبي!) او ته چې په هر حالت (او فکر) کې يې او چې د قرآن هره برخه لولې (او خلکو!) څه چې کوئ (؛ نو) موږ درباندې شاهدان يو، ان په هغه بهير کې (هم) چې تاسې په خپلو کړنو کې ښه ډوب ياست، د يوه بڅري هومره څيز، ستا له پالونکي، په ځمکه او اسمان کې پټېداى نشي او تر دې لا ډېر کوچنی او یا ډېر لوی هم (دا ټول) په څرګند کتاب (لوح محفوظ) کې (ثبت) دي.

۶۱- عالم د خدای محضر دی: په دې آیت کې،ټولو مسلمانانو ته یو ستر سبق ویل شوی ؛ داسې سبق ، چې ورته پام یوه ټولنه صالح او پاکوي او هغه داچې دې حقیقت ته مو پام وي، که هر ګام اخلو او هره خبره کوو،هر اند، چې مو په مغزو کې وي، چېرې چې وینو او په هر حال کې یو، نه یوازې سبحان خدای؛ بلکې پرښتې یې هم مو څاري او په ټول پام مو ویني، په اسمان او ځمکه کې یې له علمه کوچنی شانته حرکت نه پټېږي؛بلکې ټول په هغې دړې کې کښل کېږي، چې خوندي ده؛ غلطي، تېروتنه او بدلون ورته سوړه کړای نشي. بې دلیله نه ده،چې امام صادق (رح) وايي: “د اسلام پېغمبر، چې کله هم دا آیت لوست؛ نو سخت یې ژړل” دا چې پېغمبر اکرم (ص) له هومره اخلاص، بندګۍ، د خلکو خدمت او د پنځګر په نمانځنې، د خدای د علم پر وړاندې له خپل چاره ډارن وي ؛ نو زموږ او نورو حال خو څرګند دی[37].

أَلَا إِنَّ أَوْلِيَاءَ اللَّهِ لَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿۶۲﴾ = پوه شئ! د الله پر دوستانو نه وېره شته او نه به غمجنېږي؛

۶۲- د خدای دوستان وېره او غم نه لري: اولیا،د ولي جمع ده،چې د دوه څيزونو ترمنځ د واټن نه درلودو پر مانا ده؛ نوځکه د خدای ولیان هغه کسان دي،چې د دوی او خدای ترمنځ حایل او واټن نشته؛ له زړونو یې پردې لرې شوې او د معرفت په رڼا، ایمان او نږه کړنو، خدای د زړه په سترګو داسې ویني، چې زړه ته یې هېڅ ډول شکمني لار نه مومي او له الله ( چې بې انتها وجود، بې پایه ځواک او مطلق کمال دی) سره د همدې اشنایۍ له مخې په پام کې یې “غیرالله “ واړه ،کم ارزښته ، ناڅیزه او ناپایښته دي، چې څوک له سمندر سره بلد وي، څاڅکی یې په پام کې څه ارزښت نه لري او چې څوک لمر ویني ؛ نو تتې شمع ته بې اعتنا دی،له همدې امله وجود ته یې ډار او خپګان څه سوړه کړای نشي؛ ځکه ډار په لاس کې د انسان د شته نعمتونو د له لاسه ورکولو په پار دی یا هغه خطرونه ،چې شونې ده په ګانده کې یې وګواښي  او غم وخپګان یې له دې لامله دی، چې په تېرو کې یې نعمتونه درلودل او اوس یې له لاسه وتلي؛ خو د خدای ولیان او رښتوني دوستان د مادي نړۍ له هر ډول تړلتیا او اسارته ازاد دي او هغه غمونه او خپګان یې وجود ته ننووتای نشي، چې نور تل د تېرو او ګاندې په اندېښنو اوپرېشانیوکې ساتي[38].  په یوه روایت کې راغلي، چې تردې آیت لاندې، امام علي (ک) د خدای د ولیانو په ځانګړنه کې وپوښتل شو.امام وویل :” د خدای ولیان هغه خلک دي، چې خدای نږه نمانځي او حال دا نور خلک یوازې د دنیا ظاهر ویني؛ خو دوی یې باطن ته ګوري او( په دې ژوره کتنه ) ،د دنیا روسته رارسېدونکي اثار پېژني. سره له دې ،چې نور خلک د دنیا په ژر تېرېدونکیو پړق و پړوق مینان شوي؛ نو چې پوه شول، دنیا یې ژر خوشې کوي؛نو دنیا یې خوشې کړه او داچې پوه شول دنیا یې ژر مړه کوي ؛نو په زړونوکې یې دوستي ورسره مړه کړه[39] “له امام صادق (رح) څخه په یو روایت کې لولو: “ خوښ دې وي د امام قایم( عج) لارویان،چې په غیبت کې یې( په ځان جوړونه ) د راښکاره کېدو انتظار کاږي، او د راښکاره کېدو پر مهال یې لاس په نامه منونکي دي،دوی د خدای ولیان دي، چې نه څه ډار لري او نه غمجنېږي[40]”.

لَهُمُ الْبُشْرَى فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ لَا تَبْدِيلَ لِكَلِمَاتِ اللَّهِ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۶۴﴾ = د دنيا په ژوند او اخرت كې ښاد (او خوشحاله) دي، د الله ژمنې نه بدلېږي، دا يوازې ستره بريا ده. 

۶۴- متقیانو ته د خدای زېری: داچې خدای په دې آیت کې خپل دوستان په دنیا او آخرت کې په زېري لورولي ، مفسرانو خبرې اترې پرې کړي . ځینو هغه زېری ګڼلی، چې پرښتې یې د مړینې پر مهال مؤمنانو ته ورکوي او وايي :” د وعده درکړای شوي جنت زېری دې درباندې وي[41] “او ځینو مؤمنانو ته د پالونکي د بریا وعدې ،پر دښمن لاسبري او پر ځمکه واکمني بولي . په ځینو روایاتو کې ، دا زېری په ښو خوبونو تفسیر شوی ،چې مؤمنان یې په نړۍ کې ویني او په آخرت کې ، جنتي وعده ده، چې پرښتې یې له قبرونو د راوتو پرمهال ورکوي ؛خو له آیته ګټنه کېږي ، چې زېری پراخ مفهوم لري او هر ډول زېری، ښادي او بریا رانغاړي او وړاندې، چې څه ځایونه وویل شول ،د بشارت (او زېري) مصداقونه دي . د امام صادق (رح) یو دوست روایتوي،چې امام وویل :” ددې ښوونځي لارویان، د عمر په پای شېبو کې، داسې څيزونه ویني، چې سترګې یې پرې روښانېږي “ راوي وايي : پر پوښتنه مې ټنګاره وکړ،چې څه ویني او دا خبره مې تر لسو ځلو ډېره وکړه ؛ خو هر ځل یې ویل : “ ویني یې” و مې ویل : هو! کټ مټ  او بیا مې وژړل، د امام زړه راباندې وسوځېد او ویې ویل : “ هغه دوه تنه وینې “ ومې پوښتل : کوم دوه تنه؟ ویې ویل : “ پېغمبر (ص) او علي (ک). هر مؤمن ،چې له نړۍ سترګې پټوي دا دواړه ستران به وویني ،چې مؤمن ته زېری ورکوي، دا خدای په قرآن کې ویلي “ و مې پوښتل : په کوم ځای او کوم سورت کې ؟ په دې وخت کې امام، دا آیت ولوست[42].

وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ نُوحٍ إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ إِنْ كَانَ كَبُرَ عَلَيْكُمْ مَقَامِي وَتَذْكِيرِي بِآيَاتِ اللَّهِ فَعَلَى اللَّهِ تَوَكَّلْتُ فَأَجْمِعُوا أَمْرَكُمْ وَشُرَكَاءَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُنْ أَمْرُكُمْ عَلَيْكُمْ غُمَّةً ثُمَّ اقْضُوا إِلَيَّ وَلَا تُنْظِرُونِ ﴿۷۱﴾ = د نوح قيصه ورته ولوله، چې خپل قوم ته یې وويل : (( زما قومه ! كه په تاسې كې زما اوسېدل او د الله په آيتونو نصيحت كول درته سخت (او د زغملو وړ نه) وي، (څه چې مو له لاسه كېږي، و يې كړئ) ما پر الله توكل كړى دى؛ نو خپل فكر او د خپلو معبودانو قدرت مو راټول كړئ (داسې چې) هېڅ  شی درځنې پټ پاتي نشي، (د خپلو چارو ټول اړخونه وسنجوئ !) بيا زما په باب پرېکړه وکړئ (او ژوند مې پاى ته ورسوئ) او (يوه شېبه) مهلت مه راكوئ ! (؛خو ددې چارې وس نه لرئ .)

۷۱- د دښمنانو پر وړاندې د ديني مشرانو شهامت: حضرت نوح (ع) په دې غونډله “فَأَجْمِعُوا أَمْرَكُمْ وَشُرَكَاءَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُنْ أَمْرُكُمْ عَلَيْكُمْ غُمَّةً …” د خپل قوم احساسات یې راوپارول، چې په ټول زور یې پر ضد راپاڅي؛ البته دا دستور ځکه و،چې د دوی او بوتانو یې بېوسي وښیي او داچې خدای کړای شي له خپل پېغمبره د مشرکانو او د دوی د بوتانو پر وړاندې دفاع وکړي[43]. په کوم وخت،چې دا آیتونه رانازل شول، پېغمبر(ص) هم د نوح (ع) په ورته شرایطو کې وسېده او ته وا خدای په دې آیت پېغمبر اکرم(ص) ته دستور ورکړ،چې د دښمن ځواک ته اهمیت مه ورکوه،په مړانه خپلې لارې ته دوام ورکړه؛ ځکه د ډډې ځای یې خدای دی او هېڅ زور ورته ټینګېدای نشي.  که څه ځینو مفسرانو، د انبياوو(ع) په تاریخ کې د نوح علیه السلام دا وینا او په څېر یې یو ډول اعجاز بللی ؛ځکه دښمن یې د ظاهري امکاناتو په نه درلودو، په ماتې ګواښلی او د خپلې روستۍ بریا خبر یې ورکړی، چې دا ټولو اسلامي مشرانو ته یو ستر درس دی، چې د دښمن له ډېرښته و نه ډارېږي؛بلکې پر خدای توکل او په ښه پرېکندتوب یې ډګر ته راوبلي او زور یې ټیټ او ناڅه وبولي، چې دا به د لارویانو روحي پیاوړتیا او د دښمنانو روحیې ماتولو ته مهم لامل وي[44].

فَإِنْ تَوَلَّيْتُمْ فَمَا سَأَلْتُكُمْ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى اللَّهِ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُسْلِمِينَ ﴿۷۲﴾ = نو كه تاسې (زما د بلنې له منلو) مخ واړاوه (؛نو ناسم كار به مو كړى وي؛ ځكه) زه له تاسې اجر نه غواړم، زما اجر يوازې پر الله دى او امر راته شوى، چې له مسلمانانو [= د الله حکم ته له غاړه ايښوونکیو] ځنې وسم .))

۷۲- د پېغمبرۍ ثواب او بدله: له ((فَإِنْ تَوَلَّيْتُمْ فَمَا سَأَلْتُكُمْ مِنْ أَجْرٍ)) څخه د حضرت نوح (ع) مطلب دادی،که بلنه مې و نه منئ،  څه ستونزه راته نه پیداکېږي؛ ځکه مزد او لاسباړه مې درڅخه غوښتې نه ده،چې په مخ اړونې مو،لاسباړه مې له لاسه وتلې وي؛ بلکې اجر مې له خدای سره دی[45].له آره له دروغجنو مدعیانو سره د رښتونو پېغمبرانو په پرتلنه کې یوه څرګنده نښه داده ،چې دوی الهي انګېزې لري، چې دا د نبوت د مدعي پر رښتینتوب دلیل دی ،سره له دې، چې دروغجن مدعیان،مادي انګېزې لري او موخه یې ګټه تر لاسه کول دي ؛لکه چې د پالیانو او د دوی په څېر کسانو په چاروکې لیدل کېږي. په هر حال، پردې د قرآن ټینګار ،چې د الهي پېغمبرانو ړومبۍ خبره دا وه،چې د خپل زیار په مقابل کې یې هېڅ تمه نه درلوده؛ نو راښیي، چې پر همدې ځانګړنې یې پېژندای شو. همدا خبرې یې کولې او په عمل کې یې پلي کولې؛ خو شونې ده ، چې یو دروغجن مدعي دغسې خبرې وکړي؛خو بیخي یې پلي کولای نشي[46].

فَكَذَّبُوهُ فَنَجَّيْنَاهُ وَمَنْ مَعَهُ فِي الْفُلْكِ وَجَعَلْنَاهُمْ خَلَائِفَ وَأَغْرَقْنَا الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُنْذَرِينَ ﴿۷۳﴾ = نو دروغجن یې وګاڼه او موږ دی او په بېړۍ كې ورسره خلك وژغورل او دوى مو (د كافرانو پاتوړي او) ځايناستي كړل او چاچې زموږ آيتونه دروغ ګڼلي ول، ډوب مو كړل؛ نو وګوره څوك چې وېرول شوي وو (او الهي انذار ته يې ارزښت ورنه کړ) پايله يې څنگه وه!

۷۳- اهل بیت (ع)؛ د مسلمانانو د ژغورنې بېړۍ : ددې آیت له مخې ،هغوی چې نوح (ع) و نه مانه ،له منځه ولاړل او یوازې نوح او په بېړۍ کې ورسره ملګري وژغورل شول،شیعه او سني حدیثیوهانو له رسول اکرم (ص) څخه یو حدیث روایت کړی ، چې په سفينې حدیث مشهور دی او پکې لولو، چې : “ زماد اهلبیتو بېلګه، د نوح د بېړۍ په څېر ده، چې څوک پکې سپور شي، ژغورلېږی اوچې سرغړونه ترې وکړی،ډوب به شی” ؛ یعنې یوازې هغوی ژغورلېږی،چې د پېغمبراکرم(ص) د اهلبیتو ملګری شي[47].

قَالَ مُوسَى أَتَقُولُونَ لِلْحَقِّ لَمَّا جَاءَكُمْ أَسِحْرٌ هَذَا وَلَا يُفْلِحُ السَّاحِرُونَ ﴿۷۷﴾ = موسى وويل : ((ايا درغلي حق ته کوډې وایئ؟! ايا دا كوډې دي؟ حال دا كوډګر(هېڅكله) بريا نه مومي))

۷۷- د معجزې او کوډو توپېر: په مخکې آیت کې مو ولوستل،چې دښمنانود حضرت موسی(ع) معجزه کوډې وبللې . دا آیت وايي ،چې حضرت موسی د ځان دفاع ته دوه دلایله راوړل: لومړی داچې و یې ویل :داحق دی؛نه کوډې؛یعنې سمه ده ، چې کوډې او معجزه دواړه خلک تر اغېز لاندې راولي؛خو کوډې باطلې دي او معجزې حق دي او څرګندې اصلاحي او روزنيزې موخې لري او په پراخ او نامحدوده بڼه راوړاندې کېږي. دویم داچې و یې ویل: “ ګوډګر بیخي بریا نه مومي” . د کوډګرو چار او فن انحرافي اغفالوونکی اړخ لري ،دوی خپله ګټه لټوي ،بې لارې ،دوکه مار او اغفالګران دي، چې د کړنو له ترڅ ځنې یې پېژندای شو؛ خو پېغمبران، حق غواړي، زړه سواندي، باموخه ،ځان ساتي او مادي چارو ته بې اعتنا دي.  کودګر کله هم د ژغورنې مخ نه ویني او یوازې پیسو ،مقام او شخصي ګټو ته کار کوي، خو د انبياوو موخه، د خدای د مخلوق هدایت او په ټولو توکیزو او مانیزو – مادي او معنوي اړخونو کې د انساني ټولنې سمول دي[48].

فَلَمَّا أَلْقَوْا قَالَ مُوسَى مَا جِئْتُمْ بِهِ السِّحْرُ إِنَّ اللَّهَ سَيُبْطِلُهُ إِنَّ اللَّهَ لَا يُصْلِحُ عَمَلَ الْمُفْسِدِينَ ﴿۸۱﴾ = نو چې (خپل منترونه) یې واچول، موسى ورته وويل : (( دا څه چې مو واچول، كوډې دي، چې ژر به يې الله شنډ كړي؛ځكه الله (هېڅكله) د بدچارو چارې نه سموي.

۸۱- د کوډګرو د منترونو باطلول: په دې آیت کې، حضرت موسی ( ع) هغه حقیقت څرګندوي، چې رامخې ته کېدونکی څیز (کونټۍ پر ښامار اوړېدل) پرې تطبیق شي. دا حقیقت دادی ،چې کوډګرو کوم کار وکړ (رسۍ او کونټۍ یې د مار په بڼه وښوولې)،کوډې دي او د کوډو حقیقت دادی، چې خلکو ته یو غیر واقعي څیز په واقعي بڼه وښوول شي؛نو داچې د کوډو او جادو بنسټ باطل دی ،خدای یې هم باطلوي او چټیتوب یې راښیي؛ځکه د خدای قانون دادی،چې حق راښکاره او پایښتی کړي او باطل له منځه یوسي او که باطل څه ځواک پیدا کړی؛نو لندمهال به وي. هو! په هستۍ کې د فاسد او باطل ناپایښتي، یو حقیقت دی،چې خدای په ډېرو آیتونوکې ویلی دی او د همدې آیت په پای کې هم پرې ټینګار شوی؛ لکه چې وايي:” خدای ( کله هم) د مفسدانو چارې نه سموي [49].“

وَأَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى وَأَخِيهِ أَنْ تَبَوَّآ لِقَوْمِكُمَا بِمِصْرَ بُيُوتًا وَاجْعَلُوا بُيُوتَكُمْ قِبْلَةً وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۸۷﴾ =  او موسى او ورور ته يې مو وحې وكړه :((په مصر كې خپل قوم ته كورونه جوړ كړئ، چې [د امنیت په پار] يو بل ته مخامخ (او راغونډ) وي او نمونځونه وكړئ او مؤمنانو ته (د بري) زېرى وركړئ.))

۸۷- د بني اسرایيلو د ښارمېشتۍ پیلامه: “ قبله “ په آر کې یو بل ته د مخامخ حالت پر مانا ده او نن یې اطلاق په ثانوي مانا مشهوره شوې ده[50]. ددې آیت په تفسیر کې یې ویلي ،چې خدای موسی او ورور (ع) ته یې وحې ورولېږله،چې په مصر کې خپل قوم ته کورونه جوړ کړي، چې پکې مېشت شي. ته وا بني اسرایيلو تردې وخته کوم ښار نه درلود؛بلکې د بېدیامیشتو په څیز په کېږدیو ا و د خېمو په څېر ځایونو کې وسېدل، ورته وویل شول،چې کورونه مو یو بل ته مخامخ اوپه یو لوري جوړ کړئ، چې څنګ په څنګ وي،چې د جماعت په بڼه د نمانځه ،تبلیغ او سلامشورې شونتیا پکې وي[51].

وَقَالَ مُوسَى رَبَّنَا إِنَّكَ آتَيْتَ فِرْعَوْنَ وَمَلَأَهُ زِينَةً وَأَمْوَالًا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا رَبَّنَا لِيُضِلُّوا عَنْ سَبِيلِكَ رَبَّنَا اطْمِسْ عَلَى أَمْوَالِهِمْ وَاشْدُدْ عَلَى قُلُوبِهِمْ فَلَا يُؤْمِنُوا حَتَّى يَرَوُا الْعَذَابَ الْأَلِيمَ ﴿۸۸﴾ = او موسى وويل :((پالونكيه ! تا فرعون او د قوم مشرانو ته يې د دنيا په ژوند كې ښكلا او (زښته ډېره) شتمني وركړې ده. پالونكيه ! په پايله كې دوى (ستا بندګان) ستا له لارې اړوي . پالونكيه ! شتمني يې تالا والا كړه او (پر حقايقو له پوهېدنې) یې سخت زړي کړه، چې دردوونكى عذاب یې لیدلی نه وي؛ نو ايمان نه راوړي.))

۸۸- د موسی (ع) ښېرا او قبلېدل یې: باید پام مو وي،چې د حضرت موسی(ع) ښېرا هله وه،چې د فرعونیانو له ایمان راوړو بیخي نهیلی شوی و،چې ورته جوته شوه ، بیخي نه ژغورل کېږي او یوازې چار یې بېلارېدل او بې لارونه ده؛ ښېرا یې ورته وکړه او له خدایه یې وغوښتل، چې فرعونیانو دې کله هم ایمان رانه وړي او ایمان دې یې یوازې هله وي،چې الهي عذاب وویني ؛هغه ایمان ،چې څه ګټه نه لري[52].

وَجَاوَزْنَا بِبَنِي إِسْرَائِيلَ الْبَحْرَ فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ وَجُنُودُهُ بَغْيًا وَعَدْوًا حَتَّى إِذَا أَدْرَكَهُ الْغَرَقُ قَالَ آمَنْتُ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا الَّذِي آمَنَتْ بِهِ بَنُو إِسْرَائِيلَ وَأَنَا مِنَ الْمُسْلِمِينَ ﴿۹۰﴾ = او (په پايله كې) بني اسراييل مو (د نيل) له سينده پورې اېستل؛نو فرعون او لښكر يې د ظلم او دښمنۍ له لامله ورپسې شول،ان چې پر ډوبېدو شو، ويې ويل : ((ايمان مې راووړ(په دې)،چې بې له هغه د عبادت وړ نشته، چې بني اسراييلو (= د يعقوب اولادې) پرې ايمان راوړى دى او زه له تسليم شويو ځنې يم .))

۹۰- د اندېښمن ایمان بې ګټې توب : هغه مهال، چې د موسی (ع) وړاندوینې یو په بل پسې راپېښې شوې او فرعون ددې ستر پېغمبر له صداقته ښه خبر شو او دده زور یې ولید، ناچار ایمان یې راووړ؛ په دې هیله؛ لکه څنګه چې د بني اسرایيلو خدای دوی له څپو وژغورل،دابه هم وژغوري[53]. د زمانې جباران تل خپلو بدکړنو ته دوام ورکوي؛خو د مرګ منګولې یې  چې له مرۍ راونیسی اوپردې هاخوا شي او د خپلو کړنو پایلې د خپلو سترګو پر وړاندې انځور وویني؛ نو د پښېمانۍ ګوته په غاښ ایمان راوړي؛هغه ایمان، چې نه ګټه لري او نه ارزښت .د هغه انسان ایمان ارزښت لري،چې د یو چار په کولو یا نه کولو کې واکمن وي او هم په داسې حال او نړۍ کې وي،چې د خیر او شر مبدا شي؛خو د هغه انسان ایمان ګټورېدای نشي،چې د اوبو په څپو کې  د بوسو د ډکي په څېر دی او هر خوا ګوذارېږي[54].

فَالْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ آيَةً وَإِنَّ كَثِيرًا مِنَ النَّاسِ عَنْ آيَاتِنَا لَغَافِلُونَ ﴿۹۲﴾ = خو نن دې جوثه (له اوبو) ژغورو (او پر لوړه دې غورځوو)چې راتلونكيو ته عبرت شې! او بېشكه ډېرى خلك زموږ له نښو بې پروايي کوي.

۹۲- د فرعون د تشې تنې دباندې غورځېدل : ډ‌ېری مفسران ګروهن دي،چې په دې آیت کې له تنې مطلب ،د فرعون بې ساه تنه ده؛ ځکه د هغه چاپېریال د خلکو په اندونو کې د فرعون دبدبه داسې وه،که تنه یې له اوبو دباندې راوتلې نه وای؛ نو ډېرو نه منله، چې فرعون به هم ډوب شوی وي او شونې وه،چې په دې پېښې پسې به د فرعون د ژغورنې او ژوند په هکله دروغجنې افسانې جوړې کړي؛نوځکه خدای یې بې ساه تنه له اوبو راوارتله، چې راتلونکي ترې عبرت واخلي .همدا اوس د مصر او انګلستان په موزیمونو کې د فرعونانو یوه یوه موم شوې تنه شته او ځینو احتمال ورکړی،چې د موسی (ع) د زمانې د فرعون تنه به په دوی کې یوه وي[55].

وَلَقَدْ بَوَّأْنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ مُبَوَّأَ صِدْقٍ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ فَمَا اخْتَلَفُوا حَتَّى جَاءَهُمُ الْعِلْمُ إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِي بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ﴿۹۳﴾ = او (بيا) په رښتيا بني اسراييل مو په غوره او سمو ځايونو كې هستوګن كړل او پاک خواړه مو ور پر برخه کړل، نو په اختلاف یې لاس پورې کړ او دا هله و، چې (د تورات پر احکامو او پوهاویو څه) پوهه ور پر برخه شوه، په حقيقت کې پالونکى به دې د قيامت پر ورځ د هغو څيزونو په اړه پرېکړه وکړي، چې اختلاف يې پکې کاوه.

 ۹۳- د صدق ځای: د صدق او راستۍ له ځایه مطلب ،هغه ځای دی، چې انسان پکې مېشتېدای شي ،ته وا پخپله هغه ځای وايي،چې زه د انسانانو مېشتېدو ته ښه یم او په رښتیا دا خبره کوم. د یوه ښه مېشت ځای ځانګړنه داده،چې ښه اوبه او هوا ولري او ځمکه یې برکتي پرېمانه نعمتونه ولري او انسان پکې مېشتېدای شي .د صدق له ځایه مطلب (چې بني اسرایيل پکې مېشت شول) د بیت المقدس او شام شاوخواوې دي ،چې خدای پکې مېشت کړل او سپېڅلې او مبارکه سیمه یې ونوموله او دې سیمې ته د ورننووتو داستان یې په قرآن کې راغلی دی[56].

فَإِنْ كُنْتَ فِي شَكٍّ مِمَّا أَنْزَلْنَا إِلَيْكَ فَاسْأَلِ الَّذِينَ يَقْرَءُونَ الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكَ لَقَدْ جَاءَكَ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكَ فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِينَ ﴿۹۴﴾ = نو که په هغه څه کې شکمن يې،چې موږ درنازل كړي؛نو له هغوى يې (حقوالی) وپوښته،چې تر تا مخکې یې (اسماني) كتاب لوستی دی. په یقین حق ستا د پالونكي له لوري درغلى دى؛نو ځکه هېڅكله له شكمنو ځنې مه اوسه !

۹۴- ایا پېغمبر(ص) شکمن و؟! : خدا ی په دې آیت کې د پېغمبراکرم (ص) د تایيد لپاره او چې څه یې رانازل کړي د حقانیت جوتولو ته یې، خپل پېغمبر ته امر کوي، چې په دې اړه کتابیان وپوښته (؛البته هغوی چې خپل اسماني کتاب نه اړوي او سم یې لولي)؛ ځکه په ټولیز ډول دا الهي پوهاوی په ټولو اسمانی کتابونو کې و. په آیت کې مهم ټکی دادی ،چې پېغمبراکرم په هغه څه کې شکمن نه و، چې پرې نازل شوی و او د”که شکمن یې “ تعبیر تر پام لاندې مطلب اثبات او تایيد ته دی؛ لکه چې دا تعبیر په علمي او عقلي ویینو کې ډېر کارېږي؛ لکه یو څوک د خپلې ادعا لپاره ټینګ دلیل راوړي او مخاطب قانع کوي؛ خو د “که شکمن یې …” په ویلو بل دلیل راوړي ، حال دا چې مخاطب بیخي شکي نه دی ،ویاند د خپلې ادعا ټینګار ته  دا تعبیر کاروي[57].

فَلَوْلَا كَانَتْ قَرْيَةٌ آمَنَتْ فَنَفَعَهَا إِيمَانُهَا إِلَّا قَوْمَ يُونُسَ لَمَّا آمَنُوا كَشَفْنَا عَنْهُمْ عَذَابَ الْخِزْيِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَمَتَّعْنَاهُمْ إِلَى حِينٍ ﴿۹۸﴾ = او ولې يوې سيمې هم (په داسې وخت كې) ايمان را نه ووړ، چې ايمان يې ورته ګټور واى؟؛خو د يونس قوم چې كله يې ايمان راووړ (؛ نو) موږ ترې په دنيوي ژوند کې رسوا كوونكى عذاب لرې كړ او (د مرګ) تر وخته مو برخمن كړل.  

۹۸- د یونس (ع) قوم ایمان :شک نشته، چې په نورو قومونو کې هم زیات شمېر خلکو ایمان راوړی دی؛خو څه چې د یونس (ع)قوم له نورو اقوامو جلا کوي، دادی چې دې قوم ته مخکې تردې چې د پالونکي پرېکنده عذاب ورورسي، په ډله ییز ډول يې ایمان راووړ؛ حال داچې په نورو اقوامو کې ګڼ شمېر خلک، د خدای د عذاب د راکېوتو تر وخته پر خپل ځېل او مخالفت پاتېدل. اغلب یې د الهي عذاب په کتو ایمان راووړ؛ خو ایمان یې د همدې سورت د ( ۹۰) آیت په دلیل ګټور نه و . په تواریخو کې د حضرت یونس (ع) قوم د ایمان راووړو پېښه دغسې راغلې ده : د یونس قوم، د عراق په “ نېنوا” کې وسېدل او چې حضرت یونس (ع) یې له ایمان راوړو نهیلی شو؛ نو په دوی کې یې د یو “عابد” په وړانديز ښېرا ورته وکړه؛ خو یو” عالم “ هم یونس (ع) ته وړانديز کاوه، چې بیا هم دعا ورته وکړه او پر ډېر ارشاد او لارښوونه یې لګیا شه او مه نهیلېږه. یونس(ع) تردې پېښې روسته له قومه ووت، قوم یې، چې په څوځلي د یونس(ع) د ویناوو رښتینتوب ازمېیلی و، په نوموړي عالم پسې ورغلل او لارښوونه یې ترې وغوښته. لا تر اوسه عذاب رانازل شوی نه و؛ خو نښې یې څرګندې شوې وې. فرصت یې غنیمت وګاڼه او د عالم په سپارښتنه له ښاره دباندې ووتل او په دعا یې لاسونه پورته کړل، ایمان یې راووړ او توبې یې واېستې او خدای ته د ډېر ورپامېدو او د ده رحمت راجلبولو لپاره یې، میندې یې له اولادونو جلا کړې،ځیږې او زړې جامې یې واغوستې او د خپل پېغمبر په لټونې پسې شوو؛ خو د هغه نښه یې و نه لیده. دا حقیقي توبه،چې نږه او پر وخت کاږل شوې وه، خپل چار یې وکړ؛ د عذاب نښې لرې شوې او ارامي ورستنه شوه،چې کله یونس(ع) – تر اوږدې پېښې روسته – خپل قوم ته ورستون شو د زړه له کومې یې ومانه، ددې ټکي یادول هم لازم دي، چې د یونس قوم کله هم د پرېکنده عذاب خولې ته نیول شوی نه و،که نه توبه یې نه قبلېده؛ بلکې له روستي مجازاتو وړاندې،چې کوم اخطارونه راځي، کافی هومره ورته ویښوونکي وو؛ حال دا چې مثلاً فرعونیانو څو ځل دا اخطارونه لیدلي وو (؛لکه د ملخانو آفت ، پر وینو د نیل رود د اوبو اوړېدل او …)؛ خو دا اخطارونه یې جدي او په ټینګه ونه نیول، تردې چې روستی عذاب پرې ورغی[58].

وَلَوْ شَاءَ رَبُّكَ لَآمَنَ مَنْ فِي الْأَرْضِ كُلُّهُمْ جَمِيعًا أَفَأَنْتَ تُكْرِهُ النَّاسَ حَتَّى يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ ﴿۹۹﴾ = او كه پالونكي دې غوښتي واى (چې پر ځمكه دې ټول يومخې مؤمنان او اطاعت كوونكي وسي؛ نو)  د ځمكې ټولو اوسېدونكيو به (پر جبر) ايمان راوړى واى؛نو ايا خلك اړ باسې،چې ايمان راوړي؟! (؛نو اجباري ايمان څه ګټه لري ؟!) 

۹۹- ایمان ؛الهي لورنه او د انسان ټاکنه ده : شونې ده،چې و انګېرل شي، دا آیت له ورپسې آیت سره په ټکر کې دی ؛ځکه دا آیت وايي ،چې خدای څوک ایمان راوړو ته نه مجبوروي او ورپسې آیت وايي ،چې څو د خدای اراده او فرمان نه وي، څوک ایمان نه راوړي . یو ټکي ته پام، دا ظاهري ټکر لرې کوي او هغه دا چې ګروهن یوو ،چې نه “جبر” سم دی او نه “ تفویض “ ( مطلق ورپرېښوونه )؛ یعنې نه داسې ده، چې خلک په خپلو کړنو کې مجبور او بېواکه دی ،نه داسې چې په ټوله مانا په خپل حال ورپر ېښوول شوی دی؛ بلکې د ارادې په عین ازادۍ کې بیا الهي مرستو ته اړتیا لري . خدای انسان ته د ارادې ازادي ورکوي، عقل او پاک وجدان یې هم نعمتونه دي، د پېغمبرانو علیهم السلام ارشاد، لارښوونې او د اسماني کتابونو ښیون هم د خدای له اړخ دی؛ نوځکه د ارادې په عین ازادۍ کې، بیا هم د ایمان د لورنې سرچينه او یېبرې – محمولات یې ، خدای دی ‎[59].

قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنْ كُنْتُمْ فِي شَكٍّ مِنْ دِينِي فَلَا أَعْبُدُ الَّذِينَ تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلَكِنْ أَعْبُدُ اللَّهَ الَّذِي يَتَوَفَّاكُمْ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۰۴﴾ = ووايه :(( خلكو! كه زما په دين (او ګروهه) كې شك لرئ؛ نو تاسې چې د الله پر ځای نور معبودان نمانځئ؛ خو زه يې نه نمانځم (؛ بلكې) يوازې هغه الله نمانځم، چې تاسې مړه كوي او حكم راته شوى،چې له مؤمنانو ځنې وسم .

۱۰۴- هغه خدای چې مرګ یې په واک کې دی: په دې آیت کې ،د خدای په صفاتو او ځانګړنو کې د مړ کولو پر صفت یې ټینګار شوی دی؛ځکه مشرکانو په دې سبب بوتان نمانځل، چې ګڼل یې دوی بدي ترې لرې کوي او ښوالی وراړوي؛ خو مړه کېدنه یو مطلب و ،چې لومړی یې یقین درلود، دوی رانغاړي او و به مري او دویم پوهېدل،چې مرګ یوازې د خدای په واک کې دی او نه د بل هیچا؛ نوځکه له سخت ځنکدنه بچېدو ته لازم دي،چې خدای ونمانځئ .پردې مطلب سربېره ، د خدای ددې صفت یادول، مشرکانو ته یو ډول ګواښ دی ؛ځکه خدای په مخکې آیتونو کې د عذاب وعده ورکړې او د مشرکانو مرګ هله وي،چې عذاب پرې راکېووځي[60].

[1] نمونه ، ۸: ۲۱۲مخ .

[2] نمونه،۸: ۲۱۶مخ .

[3] المیزان ،۱۰:۱۹ مخ .

[4]  نمونه، ۸ ټ، ۲۱۹ مخ

[5] نمونه ، ۸: ۲۱۹مخ .

[6] نمونه، ۸: ۲۲۴ مخ .

[7] نمونه ،۸ : ۲۳۳مخ.

[8] تفسیر موضوعی، ۵: ۳۳۴مخ .

[9] المیزان ، ۱۰: ۲۱مخ .

[10] المیزان ، ۱۰: ۲۵مخ .

[11] تفسیر موضوعی،۱: ۳۳۵مخ .

[12] نمونه ، ۸: ۲۵مخ .

[13] تفسیر موضوعی، ۱۲: ۲۷ مخ .

[14] نمونه ، ۸: ۲۵۴مخ .

[15]  ( یونس- ۱۵)

[16]  ( یونس ۲۰)

[17] المیزان.۱۰: ۳۳مخ .

[18] نمونه، ۸: ۲۵۷مخ .

[19] المیزان ، ۱۰ : ۳۹ مخ .

[20] نمونه ، ۸: ۲۶۳مخ .

[21]  (انعام – ۱۶۰)

[22] ( نساء – ۱۷۳ )

[23] تفسیرموضوعی،۵: ۸۱ مخ .

[24] المیزان ،۱۰:۴۸ مخ .

[25] تفسیر موضوعی ۱۴:،۲۵۸مخ .

[26] نمونه ،۸: ۲۷۷ مخ .

[27] المیزان ، ۱۰: ۵۳مخ .

[28] المیزان ، ۱۰ : ۶۲مخ .

[29] اعراف – ۱۶۹

[30] یونس ۳۹. نمونه ، ۸ : ۲۹۷ مخ .

[31] نمونه ، ۸: ۳۰۳مخ .

[32] المیزان ، ۱۰ : ۶۶مخ .

[33] نمونه، ۸: ۳۱۲مخ .

[34] نهج البلاغه ، ۱۷۵: مخ .

[35] نمونه ،۸: ۳۲۲مخ.

[36] ( د ډېرو معلوماتو لپاره وګورئ : دمایده سورت د ۱۰۳ آیت څرګندنه ). المیزان، ۱۰: ۷۹مخ .

[37] نمونه ،۸: ۳۳۱مخ .

[38] نمونه، ۸: ۳۳مخ .

[39] المیزان ،۱۰: ۹۲ مخ .

[40] نورالثقلین ، ۳: ۲۲۲مخ .

[41] ( فصلت -۳۰)

[42] نمونه، ۸: ۳۳۷مخ . +المیزان ، ۱۰: ۹۴ مخ .

[43] المیزان،۱۰ ۹۷مخ .

[44] نمونه ،۸: ۳۵۱مخ .

[45] المیزان ، ۱۰ : ۹۸ مخ .

[46] پیام قرآن ، ۷: ۶۴ –او ۶۵ مخونه .

[47] اطیب البیان،۶: ۴۳۰ مخ .

[48] نمونه،۸: ۳۵۹ مخ .

[49] المیزان ،۱۰:۱۰۴ مخ .

[50] نمونه، ۸: ۳۷۱مخ .

[51] المیزان ، ۱۰ :۱۰۹مخ .

[52] المیزان ،۱۰: ۱۱۰مخ .

[53] نمونه ،۸:۳۷۶مخ .

[54] منشور جاوید،۱۲: ۱۳۱مخ.

[55] نمونه، ۸: ۳۷۷مخ.

[56] المیزان ، ۱۰: ۱۱۴مخ .

[57] المیزان ،۱۰: ۱۱۶مخ .

[58] نمونه ،۸: ۳۸۷مخ .

[59] نمونه، ۸:۳۹۰مخ .

[60] المیزان ،۱۰: ۱۲۶مخ .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!