تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ الهي  هدايت؛ د انسان د پنځون موخه وَلَوْ شَاءَ رَبُّكَ لَجَعَلَ النَّاسَ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَا يَزَالُونَ مُخْتَلِفِينَ ﴿هود/۱۱۸﴾ = او كه پالونكي دې غوښتلاى؛نو ټول خلك يې (بې له هېڅ ډول اختلافه) يو امت كولاى شو؛خو تل به بېلابېل وي . په قرآن كريم كې دوه ډوله اړپېچ – اختلاف […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الهي  هدايت؛ د انسان د پنځون موخه

وَلَوْ شَاءَ رَبُّكَ لَجَعَلَ النَّاسَ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَا يَزَالُونَ مُخْتَلِفِينَ ﴿هود/۱۱۸﴾ = او كه پالونكي دې غوښتلاى؛نو ټول خلك يې (بې له هېڅ ډول اختلافه) يو امت كولاى شو؛خو تل به بېلابېل وي .

په قرآن كريم كې دوه ډوله اړپېچ – اختلاف ته اشاره شوې ده. لومړى هغه اړپېچ دى، چې بې د انسانانو له اختياره په بشري ټولنه كې شته. دا ډول اړپېچ،چې د وګړيو له جسمي او روحي توپيرونو راولاړېږي او بېلابېل چاپېريالونه يې ښه څرګندوي، په بشري ټولنه كې د سليقو، آدابو، دودونو او جلاجلا ټولنيزو او وګړنيزو چلونو د راپيدا كېدو لاملېږي. ټولنيزو ويينو جوته كړې، كه دا ډول اړپېچ نه وي، بشري ټولنه به يوه شېبه هم دوام و نه كړي؛ ځكه دا توپيرونه لاملېږي،چې انسان د خپلو اړتياوو او نيمګړتياوو لرې كولو ته يو بل ته مراجعه وكړي، چې دا يې پخپله د تكامل او بشپړتيا لاملېږي. دويم ډول اړپېچ ،چې قرآن اوڅار – مطرح كړی او غندلى يې دى، په دين كې اړپېچ دى، چې د انسانانو له ځاني غوښتنو راولاړېږي؛ ځكه د انسان په خټه كې توحيد او دا يكي يو خداى نمانځنه اخږل شوې او د انسان بې لارې تګ، د ځاني غوښنې پايله او له عقل سره مخالفت دى. بايد پام مو وي، چې دا آيت، له دې دويم اړپېچه خبرې كوي؛ نه له لومړي اړپېچه؛ ځكه هغه اړپېچ او ډول ډولي، رغنده او دا اړپېچ د درز او بېلارۍ لامل دى او پايله يې ابدي بدمرغي ده. بيا خداى په ورپسې آيت كې وايي، چې له دې اړپېچه يوازې يوه ډله بچ ده؛ هغه ډله، چې خداى په خپل رحمت كې رانغاړلې ده. ارواښاد علامه طباطبايي وايي، چې له دې ځانګړي رحمته مراد (( ښیون – هدايت)) دى، چې د انسان د پنځون – پيدايښت موخه ده. هو يوازې هغه ډله، چې د عقل او د پېغمبرانو د لارښوونو په لاروۍ په الهي ښیون كې رانغاړل شوې، په دين كې له اړپېچه بچ شوې او دا ښیون به يې ابدي نېكمرغۍ ته ورسوي او هغوى چې د ځاني غوښتنو او ظلم په پار په دې ښیون كې را و نه نغاړل شي، يوازې اور يې پايله ده او دوزخ به ترې ډك شي.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!